تبلیغات

په قرآن کې سوله مؤمنان سره ورونه دي ؛نو د هغوى ترمنځ سوله او روغه وکړئ؛نو ځکه ښه به وي،چې پر روغه او سوله رڼا واچوو: په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) ( نساء/ ١٢٨ ) ،سمونې(وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ)( انفال /١)، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)( آل عمران / ١٠٣) […]

په قرآن کې سوله

مؤمنان سره ورونه دي ؛نو د هغوى ترمنځ سوله او روغه وکړئ؛نو ځکه ښه به وي،چې پر روغه او سوله رڼا واچوو: په قرآن مجيد کې د سولې (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ) ( نساء/ ١٢٨ ) ،سمونې(وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ)( انفال /١)، د زړونو لاس ته راوړل (فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)( آل عمران / ١٠٣) ،( إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا) ( نساء/ ٣٥) (ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً) ( بقره /٢٠٨) څرګندنې کارول شوي ‏ او دا ښيي،چې اسلام څومره په سوله کې ژوند ته ارزښت ورکوي.

 

د پخلاينې ارزښت

*د مسلمانانو د زړونو ترمنځ خوږلنی له الهي نعمتونو ځنې دی،چې خداى په قرآن کې ویلي دي : ‏( كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ) ( آل عمران /١٠٣ ) ياد کړئ،چې تاسې تر اسلام مخکې يو له بل سره دښمنان وﺉ؛لکه د “اوس” او د “خزرج” د ټبرونو ترمنځ ،چې ١٢٠ کلنه دښمني وه ، چې د هغوى په منځ کې یې روغه اوسوله وکړه .

په سوله او پخلاینه خداى خوښېږي . ((وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا)( نساء /١٢٩) =او د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛ نو بېشكه ،چې خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

څوک چې د مسلمانانو ترمنځ منځګړتوب کوي؛نو ثواب به يې ډېر وي . (وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا )( نساء /٨٥ )

*اسلام په خلکو کې د سولې لپاره ځانګړي احکام لري لکه :

١_ دروغ چې کبيره ګناه ده ،که د سولې او روغى لپاره وويل شي ؛نو ګناه نه لري ((لا كِذبَ على المُصلِح)) ( بحار۶۹/ ٢٤٢ )

٢_ په غوږ کې پسپسکى شيطاني چار دی،چې د ليد ونکيو په زړه کې شبهه اچوي،چې ترې منع شوي يو( مجادله /١٠) ؛ خو که د سولې او روغې لپاره وي؛نو پروا نه لري . (لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ )( نساء / ١١٤)

٣_ سره له دې چې پر‏ قسم عمل کول فرض او ماتول يې حرام دي؛خو که چا قسم خوړلی وي،چې نور به د چا په منځ کې سوله او روغه نه کوي؛نو اسلام د داسې قسم ماتول جایز ګڼلي دي.(وَلاَ تَجْعَلُواْ اللّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّواْ وَتَتَّقُواْ وَتُصْلِحُواْ بَيْنَ النَّاسِ )( بقره/ ٢٢٤)

٤_ سره له دې چې پر وصيت عمل فرض اوپرېښوول يې حرام دي ؛خو که پر وصيت عمل کول په خلکو کې فتنه اچوي او ترمنځ يې اوبه خړوي ؛نو اسلام سولې ساتنې ته اجازه ورکوي،چې وصيت پرېښوول شي . (فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلاَ إِثْمَ) ( بقره / ١٨٢ )

٥_ سره له دې چې د مسلمان وينه محترمه ده ؛خو که ځينې مسلمانان سرغړونه اوجفا وکړي ؛نو د سولې راوستو ته یې وژنه په کار ده. (فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي)( حجرات/ ٩)

 

د سولې او روغې د راوستو د لارې خنډونه

دا خنډونه قرآن او روايتونو راښوولي دي .

١—شيطان :

قرآن وايي : (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً وَلاَ تَتَّبِعُواْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (بقره/۲۰۸) =مؤمنانو ! ټول د ايمان او اطاعت [اسلام] په وره ننوځئ او د شيطان پر ليكو مه ځئ ، چې هغه مو ښكاره دښمن دى .))

((إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء(مائده/۹۱)= شيطان درسره د کيني او دښمنۍ اراده لري . ))

٢— کنجوسي :

قرآن کريم وايي : ((وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ( نساء/ ١٢٨ )= سوله غوره ده،که څه ځينې حرص او کنجوسي کوي ))

٣_ ځانمني او پېسمني – غرور هم کله دسولې اوپخلاينې مخه نيسي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!