تبلیغات

هلته اړيکه او وسايل پکار نه راځي په قرآن شريف کې دي چې : وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (مريم/۹۵)= او هغوى ټول به د قيامت پر ورځ هغه ته ځان ته ځان ته راځي (٢٤٢) له ځان ته مراد دا دی،چې هلته هېڅ ځواک ‏او واسطه مرسته نشي کړاى (٢٤٣) (د مجمع البيان او […]

هلته اړيکه او وسايل پکار نه راځي

په قرآن شريف کې دي چې : وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (مريم/۹۵)= او هغوى ټول به د قيامت پر ورځ هغه ته ځان ته ځان ته راځي (٢٤٢)

له ځان ته مراد دا دی،چې هلته هېڅ ځواک ‏او واسطه مرسته نشي کړاى (٢٤٣) (د مجمع البيان او الميزان تفسيرونه) او پر دې خبره رڼا اچونې ته بايد ووايم : ټول څيزونه،چې په دې دنيا کې د انسان پکار راتلل ؛ نو په هغه دنيا کې پکار نه راځي ؛لکه :

١_ بډه، ډالۍ او تاوان .

په دې دنيا کې د تاوان او بډې په ورکولو کله انسان له خپلو ځينو کارونو ځان خلاصوي؛خو په قيامت کې داسې نه ده .قرآن شريف وايي : ((وَلاَ يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ)) (بقره/۴۸) (٢٤٤) په قيامت کې پر تاوان او بډه، ځان له کړي کفر او ګناه نشي خلاصولاى .

٢_ واسطه .

يهود ګروهمن ول،چې نېکونه مو پېغمبران دي او هغوى به مو واسطه شي او له عذابه به مو وژغوري؛خو قرآن شريف وايي : ((وَلاَ يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ)) ( بقره/۴۸) د هغوى يوه واسطه به هم نه قبلېږي . (٢٤٥) ( هغه مردود شفاعت،چې دلته ويل شوی،له پېغمبرانو سره د کورنۍ خپلولۍ له امله د يهودو هماغه بې ځايه تمې دي؛ که نه هغه شفاعت، چې خدای يې مني،په ګڼو آيتونو او روايتونو کې راغلی دی،چې په راتلونکي ويينو کې به پرې رڼا واچول شي.)

٣_بښنه غوښته .

په دنيا کې خو کله بښنه غوښتل کار سموي ؛خو په قيامت کې نه . قرآن شريف وايي :(( لَّا يَنفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ)) ( روم/۵۷) (٢٤٦)په قيامت کې د ظالمانو بښنه غوښتل ګټه نه لري .

٤_ اړيکې او تړاونه .

هغه ظالمانو،چې له غير الهي معبودانو سره د مينې له امله پر خلکو ظلمونه کړي وي ؛نو په اخرت کې،چې څنګه الهي عذاب وويني؛نو له دې دوستيو او اړيکو به منکر شي او له خپلو معبودونو او لارويانو به کرکجن شي. قرآن شريف وايي:(( وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الأَسْبَابُ)) ( بقره/۱۶۶) (٢٤٧) نوره ګټه نه لري؛ځکه پر هغه ورځ به ټولې اړيکې پرې شي او له هر ځايه به يې لاسونه لنډ شي .

٥_مرسته غوښتل .

کله خو انسان له نورو سره مرسته کوي او يا د نورو د مرستې په تمه وي؛خو په قيامت کې دا خبرې نشته او نه څوک له چا سره مرسته کړاى شي او نه له چا مرسته غوښتاى شي .

قرآن شريف وايي : ((يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَن مَّوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ(دخان/۴۱) = هغه ورځ،چې يو دوست به له بل دوست ملاتړ و نه کړاى شي او نه ورسره مرسته کېداى شي (٢٤٨) .

٦_چل ول او تېرايستل .

په دنيا کې خو کله ځينې کارونه په چل ول او د نورو په تېرايستو مخې ته ځي (البته د يوې لنډې مودې لپاره؛هغه د پښتو متل دى،چې کوږ بار تر منزله نه رسي )؛خو راشئ، چې وګورو،قرآن شريف څه وايي:

يَوْمَ لَا يُغْنِي عَنْهُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ(طور/۴۶) = پر هغه ورځ چې چلونه به يې له هغوى هيڅ څيز لرې نه کړي او نه ورسره مرسته كېږي.(۲۴۹)

٧_فديه .

په دنيا کې،چې کوم انسان راګېر شي؛نود خپل يو ګرانبيه څيز په ورکولو ځان خلاصوي؛خو په قيامت څوک داسې نشي کړاى .(( فَالْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنكُمْ فِدْيَةٌ(حديد/۱۵) = نو نن له تاسې او له ْكافرانو غرامت نه اخستل كېږي)) (٢٥٠) هو! پر هغه ورځ خلاصون ته هېڅ ډول فديه نه قبلېږي که څه ډېر ارزښت ولري ؛ځکه قرآن شريف وايي:

لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُواْ بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(مائده/۳۶) = كه د ځمكي ټولې شتمنۍ او همدومره نورې هم ورسره وي او دا ټوله د قيامت د ورځې له سزا د ژغورنې لپاره تاوان وركړي؛نو ترې و به نه منل شي او دردناك عذاب به ور و رسېږي. (۲۵۱)

٨_ شتمني او اولاد.

د قرآن شريف کې راغلي : مال او اولاد په قيامت کې په ګټه نه راځي :

يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ(شعراء/۸۸) =پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى.(۲۵۲) او يوازې پاک زړه او نېک کړه دي،چې د انسان پکار راځي .

٩_خپلوي او نسب .

په قيامت کې ټبر او خپلوان په درد نه خوړل کېږي او نه پلار زوى د خداى له عذابه خلاصولاى شي او نه زوى پلار له عذابه خلاصولاى شي.((لَّا يَجْزِي وَالِدٌ عَن وَلَدِهِ وَلَا مَوْلُودٌ هُوَ جَازٍ عَن وَالِدِهِ شَيْئًا(لقمان/۳۳) = چې هېڅ پلار به د خپل زوى په بدل كې څه نشي وركولاى او نه به زوى د خپل پلار پر ځاى د څه بدلې وركوونكى وي.)) (٢٥٣) او نه هلته خپلوان د چا پکار راځي(( لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ)) (ممتحنه/۳) (٢٥٤) او لنډه داچې ټبر،خپلوان او کورنۍ پکار نه راځي (( فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ)) (مؤمنون/۱۰۱) (٢٥٥) هغوى نه يوازې د يو بل پکار نه راځي؛بلکې خپل غم به يې دومره وي،چې له يو بله به تښتي؛ لکه څنګه چې قرآن شريف وايي : يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ (عبس/ ۳۴، ۳۵، ۳۶) = پر هغه ورځ، چې سړى له خپل وروره تښتي او (همداراز له) خپلې مور او خپل پلاره او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو. (٢٥٦)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست