تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الهي عدل سره له دې،چې خداى ډېر صفتونه لري؛لکه لورنه،حکمت،ځواک، خالقيت،علم او ……؛خو ولې يوازې عدل د دين په اصولو کې دی؟ ددې ټاکنې انتخاب هم تاريخي ريښه لري او هم سياسي . الف : تاريخي ريښه يې د اسلامي تاريخ په ړومبيو پېړيو کې ده .هغه مهال،چې د مسلمانانو يوې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الهي عدل

سره له دې،چې خداى ډېر صفتونه لري؛لکه لورنه،حکمت،ځواک، خالقيت،علم او ……؛خو ولې يوازې عدل د دين په اصولو کې دی؟

ددې ټاکنې انتخاب هم تاريخي ريښه لري او هم سياسي .

الف : تاريخي ريښه يې د اسلامي تاريخ په ړومبيو پېړيو کې ده .هغه مهال،چې د مسلمانانو يوې وړې ډلې (اشعارو) د خداى عادل والى لازم نه ګاڼه او ويل يې : هر کار،چې خداى وغوښت او ترسره يې کړ،هماغه سم دى،که څه هم دا کار د عقل له پلوه رټل شوى وي! د ساري په ډول: ويل يې : که خداى،حضرت علي دوزخ ته او وژونکى يې (ابن ملجم مرادي) جنت ته بوځي؛نو پروا نه لري؛خو موږ دا سول-منطق نه منو او د عقل او قرآن شريف د سول له پلوه وايو،چې د خداى ټول کارونه د حکمت له مخې دي او هېڅ داسې کار نه کوي،چې ظلم او ناوړه وي البته خداى ته هرکار اسان دى؛خو د خپل حکمت پر خلاف يو کار هم نه کوي؛لکه څنګه چې موږ ځواک لرو،خپله سترګه ړنده کړو؛خو داسې نه کوو؛ځکه دا کار د حکمت له مخې نه دی ؛نو له ځواکه ګټنه په دې  پورې اړه لري،چې عمل له عدل،حکمت او پخوانيو ژمنو سره همغږى وي. هغه خداى، چې ژمنه يې کړې،مؤمنان به جنت او فاسقان به دوزخ ته بوځي؛نو که اوس بې له دې کوم کار وکړي؛نو پر ژمنه يې عمل نه دى کړى او دا کار رټل شوى وي او خداى کله هم رټل شوى کار نه کوي .

موږ،چې وايو خداى ظلم نه کوي؛نو د هغه ځواک مو محدود کړى نه دى؛بلکې دا حکمت دى،چې لامل ګرځي د خداى ځواک په مناسب ځاى کې وکارول شي .

ب: سياسي ريښـه يې د امويانو او عباسيانو واکمنۍ ته رسي .

داچې هغوی د خلکو له نيوکو او پاڅونو سره مخ نشي؛نو داسې يې تبليغوله،چې هر څه د خداى په خوښه دي او څوک حق نه لري د خداى د ارادې پر وړاندې خبره وکړي. که موږ واکمنان شوي يو؛نو دا د خداى خوښه وه او څوک پر موږ د نيوکې حق نه لري . په واقع کې داخبره اموي واکمنو ته ښه سياسي ملاتړ و .

د عدل مانا او مفهوم

هر څه په خپل مناسب ځاى کې ايښوولو او هر کار په غوره توګه سر ته رسولو ته عدل وايي؛لکه څنګه چې حضرت علي (ک) وايي : (( العدل يضع الامور و مواضعها ))

دا چې وايو: خداى عادل دى؛يعنې د تکوين په نظام او طبيعت کې يې هر څه په ځانګړي او مناسب نظم پيدا کړي دي.

(( بالعدل قامت السموات والارض )) او هم د قانون جوړونې او د تشريع په نړۍ کې ټول قوانين عادلانه،پر ځاى او د پيدايښت له موخې سره اړخ لګوي او هېڅ ډول تبعيض او ناروا توپير پکې نشته؛لکه څنګه چې حضرت علي وايي : (( خداى پر خپلو بندګانو له تېري او ظلمه پاک دى او له خپل مخلوق سره په عدل چلن کوي او په هکله يې د عدل له مخې حکم کوي؛نو پر دې بنسټ د الهي عدل غوښتنه ده،چې څښتن(ج) له هر انسانه د هغه د استعداد هومره تمه ولري : ((لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا)) (٤) او بيا يې د اختياري کوښښ او وسې په پامنيوي، په اړه يې ورمندون- قضاوت وکړي : ((وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ)) او د کړنو له مخې يې ورته سزا او انعام ورکړي :(( فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ ))

د خداى پر عدل د ايمان آثار

د خداى پر عدل ايمان له بېلابېلو اړخونو پر انسان جوړونکی اغېز لري :

١- له ګناه د ځان په ژغورلو کې : که انسان پوه شي،چې کړنې يې تر څارنې لاندې دي او څه چې کري، هغه به رېبي؛نو ځان به په دې دنيا کې بې قېد و شرطه نه ګڼي.

٢_خوش بيني او له نهيلۍ لرېتوب: د پيدايښت په نظام کې پر الهي ليد ګروهمن انسان هيلمن دى؛ځکه د هستۍ خداى عادل ګڼي؛نو ترخې پېښې هم ورته خوږې وي او په هېڅ حال کې نهيلى نه وي .

٣_په وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کول :څوک چې پر الهي عدل ايمان لري؛نو په خپل وګړني او ټولنيز ژوند کې د عدالت پلي کولو ته بشپړ چمتووالى لري .

 

د ظلم ريښې

دټولو ظلمونو او تېريو سرچينه يو له دوى ده :

١_ ناپوهي : ناپوهي د ظلم جرړه ده ؛نو کېداى شي انسان د پوچو ګومانو او ناسمو پوهېدنو له لامله  پر داسې چارو لاس پورې کړي،چې پايله يې بې له ظلمه بل هېڅ څه هم نه وي؛خو هغه خداى به څنګه ظلم کوي،چې له ناپوهۍ پاک دى او پوهه يې بې نهايته ده ؟

٢_وېره : کله د ظلم انګېزه وېره ده؛خو آيا خداى کوم سيال لري يا د خپل ځواک ‏ټينګېدو ته اړين دى ؟

٣_اړتيا او نيمګړتيا

٤_دنننى خباثت :ځينې ظلمونه د دننني خباثتونو له لامله  وي.ځينې خلک (يو ډول اروايي ناروغي) لري او د نورو له کړولو خوند اخلي.

٥_کينه او عقده : ځينې د کينو له لامله  نور کړوي او تېرې پرې کوي. داسې خلک د خپلو ماتو او د نورو د سپکاوي له لارې غواړي،چې خپله کينه خالي کړي او د ظلم  او تېرې له لارې غواړي خپل غچ واخلي او ځان ارام کړي .

اوس چې د ظلم په جرړو پوه شوئ؛ نو کوم يو يې په خداى کې وينو، چې وانګېرئ په خداى کې د ظلم انګېزه شته؟ حال دا چې خداى د يوې ذرې هومره ظلم نه کوي ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا)) (٧) پر هېچا تېرى نه کوي ((وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا)) ان د کجورې په زړې کې د نري تار هومره هم ظلم نه کوي ((وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا)) (٩) خداى نه يوازې پر چا تېرى نه کوي،ان پر هيڅ موجود د تېري اراده هم نه لري ((وَمَا اللّهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ) هغه خداى چې موږ ته په عدالت کولو سپارښتنه کوي(( إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ)) ؛نو څرنګه شونې ده،چې پخپله ظلم وکړي؟هغه (ذات)چې پخپله مطلق علم،مطلق حکمت او مطلقه پېرزو ده،څرنګه شونې ده چې د سرغړاندو غرايزو په توپان کې راګېر کمزوي انسان ته سپارښتنه وکړي،چې له دښمن قوم سره دې د عدالت له پولې وانه وړې ((وَلاَ يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُواْ)) ؛خو پخپله په لايتناهي ځواک،چې د يوې غرېزى تر اغېز لاندې نه دى ظلم وکړي؟!

د پوښتنو ځوابونه

د عدل په اړه ډېرې پوښتنې او شبهات شته . د ساري په ډول :

که خداى عادل دى؛نو د موجوداتو په تېره بيا د انسان په پيدايښت کې دا دومره توپيرونه د څه لپاره دي ؟

که هستي پر عدل ولاړه ده ؛نو دا دومره ناوړه پېښې؛لکه ناروغۍ او… د څه لپاره دي ؟

ولې د يوې شېبې ګناه تلپاتې ګناه لري ؟

ځواب به د دوو آيتونو او روايتونو په رڼا کې ورکړو،چې له دې ټکيو هر يو د يوې معما د هواري ‏کونجي ده او د ډېرو شبهو ځواب دى .

ړومبۍ خبره : خداى د يو موجود هم  پوروړى نه دى .

خداى عادل دى؛يعنې د هېڅ موجود حق نه ضايع کوي او له هر موجود سره د حکيمانه نظام له مخې چلن کوي او ظلم د حق ضايع کول دي او ظلم او عدل په هغه ځاى کې مانا پيدا کوي،چې د حق خبره په منځ کې وي .

اوس پوښتنه دا ده ،چې آيا خداى د چا پوروړى دى او آيا موجوداتو له پخوا کوم حق درلود،چې ضايع شوى او ظلم  پرې شوى وي؟ مګر موږ مخکې وو او له مخکې مو څه درلودل،چې رانه اخستل شوي وي؟ البته په دنيا کې توپيرونه شته؛د ساري په ډول : يو جماد دى،يو بوټى،يو څاروى دى او بل انسان دى؛خو هېڅ موجود له پخوا څه نه درلودل ،چې ترې اخستل شوي وي .

که يوه ستره قالينه څيري څيري کړئ؛نو ويلاى شو:دا قالينه پخوا ستره وه او اوس يې په شلېدو خپله ستريا له لاسه ورکړې ده؛خو که له هماغه پيله مو کوچنۍ ‏قالينه جوړه کړه؛نو قالينه بيا د نيوکې حق نه لري،چې زه ولې کوچنۍ‏ يم؛ځکه هغې تردې مخکې هېڅ نه درلودل،چې چا ترې څه اخستې وي او ظلم ورسره شوى وي؛نو که خداى د چا پوروړى نه وي او خداى ورته څه ورکړي او بل ته يې له هماغه څخه دوه څيزه ورکړي وي؛ نو دا ظلم نه دى او پردې سربېره که خداى چا ته ډېر نعمت ورکړى وي ؛نو مسئوليت يې هم ډېر وي .

دويم ټکى: تبعيض ظلم دى؛نه توپير

خداى ټول موجودات له حکميانه توپيرونو سره پيدا کړل او د هر موجود لپاره يې کمال ته د رسېدو لپاره مناسبه لار وټاکله او ورپسې يې د سزا او اجر حکم هم ورکړ. په توکمنو،امتونو او وګړيو کې په هېڅ ډول تبعيض قايل نشو.

د لاس ګوتې يو له ‏بل سره توپير لري؛خو دا ظلم نه دى . داچې هره يوه ځانګړې ځانګړنه لري او پردې هم پوهېدل پکار دي،چې تبعيض او توپير يو له بل سره توپير لري.

تبعيض؛يعنې په يو برابر شرايطو کې د موجوداتو او وګړيو ترمنځ توپير قايلېدل. د مثال په توګه : که د يو ټولګي ټول زده کوونکي په مساوي توګه د ښوونکي په زده کړه پوه شوي وي؛خو ښوونکى يې په نمرو کې توپير وکړي؛نو دا ظلم او تبعيض دى؛خو که د ښوونکي د نمرو توپير د زده کوونکيو د زده کړې د پوهې په کچې پورې اړوند وي؛نو دا خبره پروا نه لري .

درېم ټکى: عدل تل د مساوات په مانا نه وي

دې خبرې ته پام پکار دى،چې عدل په هر ځاى او وخت کې د مساوات او برابرۍ پر مانا نه دى . که يو ډاکټر ټولو ناروغانو ته د هغوى د ناروغۍ او حال په نه پامنيوي‏،يو ډول درمل ورکړي؛نو ظلم يې کړى دى .د ډاکټر عدالت په دې  کې دى،چې ناروغ ته د ناروغۍ له مخې درمل ورکړي .

څلورم ټکى:د ټولنې حقوق د وګړيو پر حقوقو لومړيت لري .

فرض کړئ اسلامي دولت عمومي سوکالۍ ته د يو واټ د جوړولو اراده وکړي،چې جوړول يې د ټولنې پرمختيا ته وي او ددې واټ تر ونډهې لاندې  د ځينو کورونه راشي او وران شي او دا خلک مخکې تر دې،چې له دولته د خپلو کورونو پېسې يا ځمکه واخلي؛نو يو لړ ستونزې بايد وګالي،چې دلته د څو خلکو د ستونزو په پار بايد د ټولنې له سوکالۍ سترګې پټې نشي.

سره له دې،چې اسلام د وګړيو حقوقو ته ارزښت ورکوي؛خو د ټولنې حقوقو ته يې ډېر پام وي .

حضرت علي (ک) مالک اشتر (رض) ته  وايي :

په حکومت کې په چارو کې د عمومي خلکو سوکالۍ او خوښۍ ته پام وکړه که څه هم خواص درنه خپه شي .

پينځمه خبره: زموږ پوهه محدوده ده .

په ډېرو وختونو کې ډېر څيزونه ځان ته شر ګڼو حال داچې خير مو پکې وي او کله ډېر څيزونه خير ګڼو حال داچې چې شر وي . قرآن شريف هم همدې خبرې ته زموږ پام رااړوي،وايي : ((وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ))

او په بل آيت کې زموږ د پوهې لږوالي ته اشاره کوي،وايي : ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا)).

شپږمه خبره : ورمندونه- قضاوتونه مو بېړني دي .

په قرآن شريف کې راغلي :ډېرڅيزونه ناوړه ګڼئ حال داچې خداى پکې درته خورا خير اچولى دى: ((فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا))

که په قرآن شريف کې د ((حسبان)) د ټکي مانا ته پام وکړو؛نو پوه به شو،چې قرآن شريف په پرله پسې توګه موږ ته خبر راکوي،چې ډېر ګومانونه او خيالونه مو باطل دي؛نو داسې مه کوئ او داسې فکرونه هم مه کوئ او دا تعبيرونه راښيې،چې خداى پر بېړني ورمندونو نيوکه کوي. لنډه داچې موږ د خداى د عدالت په ويينه ‏کې پر کومه شبهه اخته شوي يو،که خداى عادل دى؛نو ولې داسې او هغسې؟

خو دې خبرى ته هم پام پکار دى،چې له موږ ډېر رازونه پټ دي او بله دا چې موږ له انديز ‏او تجربي اړخ محدود را ايسار يو.

اوومه خبره :مقطعي ورمندون منع دى .

نه ښايي چې ورمندون مو د يو ځانګړي څيز په پامنيوي وي .د مثال په توګه : يو ماشوم ته د ستنې وهلو پر مهال د ماشوم،چغې نه ښايي چې زموږ د ورمندون ‏بنسټ وي؛بلکې موږ بايد د ماشوم اوسنۍ ناروغي، تېر شوي دردونه او راتلونکې روغتيا په پام کې ونيسو او بيا ورمند ‏وکړو او همداراز د دنيا چارو ته ليد مو ټوليز او هر اړخيز وي؛نو بايد د تېر شوي او راتلونکي وخت او د دنيا او اخرت په پامنيوي ورمند ‏وکړو .

روايت دى : خداى د قيامت پر ورځ ځينو ته انعام ورکوي او وايي : (( دا ثواب مې د هغه دعا له کبله درکړ،چې و دې کړه؛خو ما درسره و نه منله؛ځکه وخت يې نه و،چې ومنل شي )).

د خداى د عدل په باب هم مقطعي ورمند‏ و نه کړو او ټولو اړخونو ته مو پام وي.

اتمه خبره : له خپلې ونډې مه غافلېږئ .

د ناوړه پېښو په راپېښېدو کې موږ پر خپلې ونډې ځان کوڼ کړى دى او هر څه د خداى له اړخه وينو او پر نيوکو لاس پورې کوو او وايو : خدايه! ته خو عادل يې؛نو پلانى خپګان راته پېښ شو. قرآن وايي: ((‏وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ )) هر کړاو، چې در رسي د خپلو کړنو له لامله  مو وي.

په روايت کې راغلي دي:څوک چې د خپل ورور په لار کې څاه کني؛ نو خپله به پکې ولوېږي .

پر يوې پوښتنې رڼا

پوښتنه :په دنيا کې داسې وګړي شته،چې څومره يې له لاسه کېږي،پر خلکو ظلمونه کوي؛خو هوسا ژوند لري؛نو که د ناوړه پېښو راپېښېدل زموږ د خپلو کړنو پايله وي؛نو ولې هغوى چې زموږ په پرتله يې ظلمونه او ناړوه کارونه ډېر دي؛په بلا ګانو او خپګانونو نه اخته کېږي او سوکاله ژوند لري ؟

ځواب :د آيتونو او روايتونو په رڼا کې له ټولو خلکو او ډلو سره د خداى حساب يو شان نه دى او هغوى هر يو بېل حساب لري .

خداى د ځينو ځاى پر ځاى غوږونه تاووي .ځينو ته څه وخت ورکوي . ځينو ته د عمر تر پايه مهلت ورکوي او په سوکالۍ کې يې پرېږدي او حساب و کتاب يې قيامت ته ځنډوي؛ځکه موږ په خپل نړۍ ليد کې دنيا له اخرته جلا نه ګڼو .

البته دا خبره له ماغزو مه باسئ، دا توپيرونه د حکمت له مخې دي ؛ ځکه د ګناهکارانو د کړنو ډول او روحيه يو شان نه ده،چې حساب و کتاب يې سره مساوي او يو برابر وي.

کله يو ښوونکى د يو تکړه زده کوونکي پر غلطۍ پرېکنده او سخت غبرګون ښيي؛ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده، حال داچې له يوه ناغېړي زده کړيال سره يې حساب و کتاب داسې نه وي .

په قرآن شريف کې راغلي: خداى د اولياوو او پېغمبرانو په وړه تېروتنه، چې ان ګناه هم نه شمېرل کېږي او “ترک اولى” ورته ويل کېږي،ډېره سخته نيوکه کوي؛ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده؛خو ځينې سره له دې،چې ګناهکارن دي؛خو بيا هم مهلت ورکوي.(( لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا)) ځکه کله خداى د ظالمانو د کړنو پر وړاندي ژر غبرګون نه ښيي.(( فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ)) =زه کافرانو ته مهلت ورکوم اوبيا يې ترې اخلم او د مهلت علت يې هم داسې ښوولى دى : ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ (آل عمران/۱۷۸) = هغوى چې كافران شوي دي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان و نه كړي، چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى . موږ ځكه ورته مهلت وركوو، چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى.))

سپينه خو دا ده،چې همدا لنډ مهاله سوکالي د عذاب تر ټولو ستره وسيله ده؛ځکه قرآن شريف  وايي :

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ ان إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ (انعام/۴۴)= ( هو) چې كله ورته شوى نصيحت يې هېر كړ؛نو موږ ورته د هر ډول نعمتونو ورونه پرانستل،چې ( پوره) خوشحاله شي (او زړونه يې ورپورې وتړل)، ناڅاپه مو ونيول (او سخته سزا مو وركړه )؛نو په دې وخت كې ټول نهيلي شول (او د هيلو ورونه پرې وتړل شول )

البته، خداى چې له ځينو سره داسې معامله کوي؛خو ځينې نور،چې د اصلاح کېدو وړتيا لري؛نو په هکله يې وايي : ((لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)) ؛موږ  ورته د هغوى د ځينو کارونو ترخه سزا ورکوو؛نو کېداى شي اصلاح شي .

ډېرو روايتونو خبر ورکړى،چې که تاسې پرله پسې ګناهونه کوئ ؛خو په ژوند کې درباندې الهي عذاب نه راځي؛نو ووېرېږئ،چې کېداى شي،  د اصلاح کېدو د وړتيا له ولکې بهر شوي ياست او يوازې د کار چاره مو دوزخ شي .

لکه څنګه چې د يوه رنځور حال دومره خراب شي،چې نور يې ډاکټر پرېږدي او وايي : پرېږدئ ! څه چې کوي،و دې يې کړي او څه چې خوري  و دې خوري؛ځکه د رنځور له درملنې نهيلى شوى وي او داسې کسان شته،چې دومره يې ځان پرګناه لړلى وي،چې خداى ورته په قهر وايي : ((اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ)) ؛څه مو،چې خوښه وي و يې کړئ ، چې د خداى استازي به د خپل قوم له ښيونه نهيلي شول؛ نو ورته به يې ويل : زما قومه ! څه مو،چې له لاسه کېږي و يې کړئ ((يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ))

نهم ټکى: سختي د ودې لامل دى.

پخه خبره ده،چې زموږ د تکامل او پخېدو لار په سختيو کې تېره شوې ده. قرآن شريف  وايي :له ترخو پېښو سره مخامخېدل انسان ته د راوېښېدو زنګ دى . يو شان او بې بدلونه ژوند انسان لټوي.

په روايتونو کې راغلي : خداى پر خپلو وړ او غوره بندګانو ډېرې سختۍ راوړي . په يو روايت کې راغلي : په انسانانو کې تر ټولو سختې سختۍ د خداى پر استازي وې او بيا د هغه پر لارويانو او هغوى چې دوى ته نږدې وي .

حديث دى : خداى خپل ايمانوال بندګان په سختيو او بلاګانو کې روزي؛ لکه څنګه چې مور خپل ماشوم په شيدو روزي .

پردې سربېره،چې سختۍ د انسان په ژوند کې  ګټورې روزنيزې اغېزې لري؛بلکې را يادول يې هم ګټور دي .

سوکالي انسان ناغېړوي؛خو سختۍ يې غښتلى کوي. حضرت علي وايي:دهغه ونو لرګي خورا کلک وي،چې په وچو سوځنده دښتو کې شوى وي .

په يوه روايت کې راغلي : (( په سختيو کې خير دى )) ،چې سختۍ له يو اړخ زموږ او د خداى په منځ کې اړيکه غښتلى کوي او له بل اړخ ‏ له ناغېړۍ ‏مو راباسي او کوښښ ته مو اړ باسي؛نو کوم فشار،چې په سختيو کې زموږ پر بدن راځي؛نو د اروا د غښتلتيا لامل مو ګرځي، چې البته سختۍ په ډول ډول خلکو ډول ډول اغېزې لري .

حديث دى :((سختۍ د ظالمانو لپاره خبر،مؤمنانو ته د ازمېښت او ودې او الهي انسانانو ته د کرامت او مقام ګټلو وسيله ده .))

ځکه هغه سوکالي،چې خداى ځينو ته ورکړې؛ښه والی او نېکمرغي يې نه راښيي؛لکه څنګه چې پر ځينو خلکو د سختيو راتګ يې د بدوالي نښه نه ده . کله خو داسې هم کېږي،چې تر ټولو ښه انسانان په ډېرو سختيو کې راګېر شوي وي،چې غښتلي او پاخه شي او کمال ته ورسي .

زموږ انسانيت په خوړو او ويدېدو کې نه دى؛ځکه څاروى هم په دې چارو کې راسره شريک دى . زموږ انسانيت زموږ په کمالاتو او فضايلو؛لکه خداى ته پام،له انسانانو سره په مينه،سرښندنه او بښنه کې دى او د کاڼي کرښه ده،چې ددې فضايلو وده يوازې له سختيو سره په مبارزه کې ده .

لسم ټکى : ګټه او تاوان د ښېګڼو يا بديو د سنجولو کچه نه ده

د پرله پسې بارانونه له لامله  کېداى شي نېزونه شي او پخپله لار کې د ډېرو مېږيانو ځالې ورانې کړي؛خو تږې ځمکه خړوبوي او تازه کوي يې؛نو تاسې پخپله ووياست،چې د مېږيانو د ځالې د خرابېدو مخنيوي ته کړاى شو،چې د باران له ګټو سترګې پټى کړو؟ آيا مېږى حق لري، چې لمر،سمندرونو او ورېځو ته پر کنځل شي،چې د باران په راتګ کې ونډه لري،چې زموږ کورونه يې خراب کړل ؟ دا نيوکې يوازې زموږ د ځانمنۍ له لامله دي ؟ او آيا زموږ دا نيوکې ددې لپاره نه دي،چې موږ مسايلو ته يوازې له يوه ګوټه وګورو او هغه هم زموږ د خپلو ګټو لپاره دى.

ګواکې ټوله هستي بايد زما په خوښه او زما د ګټو د لاس ته راوړو له مخې وڅرخېږي؛ځکه کله ستونزې زموږ د سبا لپاره ښه او ګټور وي؛ خو موږ پر هغو چارو نيوکه کوو،چې همدا اوس او نن زموږ ته ګټه و نه لري که څه هم سبا ته مو ښه وي .

يوولسم ټکى : انسان تل ازمېيل کېږي

يو هرومرو الهي سنت دادى، چې انسان تل د خداى له لوري ازمېيل کېږي او دا خبره شل ځل په قرآن شريف کې راغلې  ده .

سختۍ او کړاوونه د الهي ازمېښت اوزار دي؛نوکله داسې هم کېږي، سره له دې،چې انسان هېڅ ګناه هم نه وي کړي؛خو سختۍ پرې راځي؛ لکه څنګه،چې سوکالي او خوشحالي هم د انسان د ازمېيلو لپاره اوزار ده . قرآن شريف  وايي : ((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ( بقره/۱۵۵)= او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سر و مال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته ))

دولسم ټکى : ناسمې پوهېدنې

ډېرى هغه خبرى،چې د الهي عدل په هکله نوموتي دي، زموږ د ناسمو پوهېدو له لامله  دي،چې انګېرو دنيا د خوب،خوړو او مزو چړچو ځاى دى او بيا وايو،چې ولې دا دومره ناکامۍ؟ حال داچې دنيا د ودې ډګر او د کر ځاى دى.

ديارلسم ټکى :که بديو ته ګورئ ؛نوښېګڼو ته هم ګورئ

انسان ته پکار دي،چې په خپل ورمند‏ون کې هر اړخيزه کتنه ولري او يوازې منفي ټکيو ته يې پام نه وي؛بلکې مثبتو ته يې هم پام پکار دى .

حضرت يوسف(ع) چې خپلو ورونو په څاه کې ګوزار کړ،نورو خلکو راوايست،د مريي په نامه وپلورل شو،ناروا تور پر ولګېد او بندي شو؛خو تر دې ټول سختيو وروسته د مصر واکمن شو او تر ډېرې مودې وروسته يې،چې خپل پلار وکوت؛نو پلار يې ورته وويل : وروڼو دې در سره څه وکړل ؟ حضرت يوسف ورته وويل: زما د وروڼو د کارونو په هکله مه پوښته؛بلکې د خداى د پېرزوينې په هکله مې وپوښته،چې څنګه يې له دې ټولو سختيو راوايستم او بيا يې دلته واکمن کړم . دا پخپله يو سول- منطق دى،چې انسان يوازې منفي ټکيو ته پام و نه کړي؛بلکې مثبتو ټکيو ته هم پام وکړي .

په يو روايت کې راغلي: داسې بلا به نه وي،چې خداى پکې انسان ته خېر نه وي ايښى،چې دا خير پر بلا برلاسى دى .

څوارلسم ټکى : له طبيعي قوانينو سترګې پټول نه دي پکار

ډېرې ستونزې پر هستۍ د علت او معلول د نظام د واکمنۍ لازمه ده . په بله وينا : موږ بايد په هستۍ کې له دې دوو نظرونو يو يې ومنو: يا بايد د هستۍ لپاره په حساب و کتاب قايل شو او داچې وايو ګډوډي ده؛نوکه هستي حساب و کتاب لري؛نو سختۍ او کړاوونه هم بې حکمته او بې حساب و کتابه نه دي .

که د هرې ناوړه پېښې علت وڅېړو؛نو وبه ګورو،چې دا پېښه يو لړ دقيقو او حساب شويو  علت او معلولونو را پېښه کړې ده. لنډه دا چې که هستي حساب شوې ده؛نو بلاګانې او کړاوونه هم لري او که حساب نه وي ؛نو ګډوډي تر ټولو ستره بلا ده .

پينځلسم ټکى :د استعدادنو رابرسېرنې ته هڅه ‏په کار ده

ځينې خلک،چې په کوم کار پسې وځي او پکې نه بريالي کېږي؛نو ځان ناکام ګڼي او په هستۍ پسې سپکې سپورې وايي او دا کار پر ځان ظلم ګڼي او په زړه کې يې کينه پيدا کېږي،چې بيا همدا کسان دي،چې په نورو چارو کې تر ټولو پر مخ ځي  .

وايي : د “ډاروين” پلار ډاکټر و او غوښتل يې زوى يې هم ډاکټر شي؛خو په داروين په طب کې بريالى نشو؛نو پلار يې هغه د مذهبي علومو زده کړو ته ور وړاندې کړ،چې مسيحي عالم  شي؛خو په دې مسلک کې هم ناکام شو. داروين تر دې دوو ماتو وروسته طبيعي علومو ته مخه کړه، چې پکې خورا مخکې ولاړ او پکې د خپلو څرګندونو خاوند هم شو.

حديث دى : که په کوم مسلک کې ناکام شوئ؛نو بدل يې کړئ او پوه شئ،چې کاميابي به مو په بل مسلک کې وي .

شپاړسم ټکى : خداى ته د نژدېدو لار او مانيزه وده د ټولو لپاره ده

پردې خبره بايد ټول پوه شي،چې کمالاتو ته د رسېدو لار ټولو ته خلاصه ده او هر څوک کړاى شي پر دې لار ګام کېږدي او د خپلې وړ تيا سره سم کمال ته ځان ورسوي .

په دعا ګانو کې راغلي : خدايه! چې ځان ته دې د رسېدو لار د غښتلي او کمزوري لپاره يو شان ايښې ده .

ځکه هر څوک د خپلې وړتيا او استعداد له مخې انعام اخلي او کمال ته رسي .

د څو پوښتنو ځوابونه

پوښتنه : آيا د ابليس خلقت د خداى له حکمت سره اړخ لګوي ؟

که  د انسان له خلقته د خداى موخه عبادت وي؛نو د ابليس په څېر د يو موجود خلقت له دې موخې سره اړخ نه لګوي. انسان په ډېر زحمت يو کار کوي؛خو بيا همدا کار د شيطان په وسوسو په درې لارو له منځه ځي: يا له هماغه پيله يې نه پرېږدي،چې په کار کې دې اخلاص وي او د ريا لپاره يې له الهي بڼې راوباسي او يا د ځانمنۍ په پار يې بې اغېزې کوي او يا تر کولو وروسته يې په ځينو نورو کړنو له منځه وړي .

ځواب :ړومبى داچې خداى شيطان،شيطان نه و پيدا کړى؛بلکې د نورو مخلوقاتو په څېر پيدا شوى و او د هغه شتون او امکانات،چې خداى ورته ورکړي ول،ټول خير او ښېګڼه وه؛نو د خداى له حکمه سرغړونه او شوم برخليک پخپله په شيطان پورې اړه لري نه په خداى پورې .

دويم داچې د هغه د وسوسو بڼه داسې نه ده،چې موږ کوم کار ته اړ کړي،شيطان يوازې بلنه ورکوي؛خو وسوسې يې زموږ اراده له منځه نه وړي او دا وسوسې کړاى شي هوښيار انسان ته مثبت اړخ هم و لري؛ ځکه زموږ مانيزه ‏وده له دننني ځاني غوښتنو او د شيطان له وسوسو سره په مبارزه کې ده او که وسوسه او شيطان نه وي؛نو د انسان ښه والي به ارزښت نه درلود او فرض کړئ که يو انسان د شيطان په وسوسو تېر وځي؛نو د توبې لار خو چا نه ده  تړلې او کړاى شي توبه وکړي؛ځکه خداى توبه منونکى دى؛لکه څنګه چې شيطان ،حضرت بابا آدم تېرايسته؛خو توبه يې وايسته او خداى يې هم توبه ومنله .

درېم داچې که يوازې موږ واى او د شيطان وسوسې؛نو کار خرابېده ؛ خو د دې پر وړاندې موږ عقل ،فطرت او د انبياوو بلنه لرو،چې پر نېغه لار د تګ او د شيطان له وسوسو او ګناه د ژغورولو لپاره تر ټولو غوره لاروښوونکي دي او که له دې خبرې هم راتېر شو؛نو شيطان هغه وسوسه کوي،چې پکې د شيطان د وسوسې د منلو چمتوالی وي او داسې نه ده، چې هغه مو په زور په ځان پسې راکاږي؛بلکې دا موږ يو،چې هغه مو پر ځان بر لاسى کړى دى . د مؤمن او شيطان اړيکه رټنده؛خو د فاسق او شيطان اړيکه دوستي ده ؛نو نشو ويلاى، چې د شيطان پنځونه له الهي عدل سره اړخ نه لګوي .

پوښتنه : په انسان کې شته غريزې انسان سرغړونې او ګناه ته هڅوي او له خدايه يې لرې کوي حال دا چې په خپله خداى ورته دا غريزه او ځاني غوښتنه ورکړې ده؛ نو آيا دا خبره د خداى له عدل سره اړخ لګوي ؟

ځواب : اړنګ-شک نشته،چې که له غريزو په سم ځاى کې ګټنه وشي؛نو د ټولو ښېګڼو او برکتونو لامل دي؛لکه د غاز په څېر که کنټرول شي،نغري ته ورننوځي؛نو د خير او برکت لامل دى؛خو که په هوا کې ازاد او ايله خوشې شي؛نو شر به جوړ کړي؛نو ګرانو ! پر دې  خبره ځان پوه کړئ ،چې پخپله غرېزه څه بد څيز ‏نه دى؛بلکې شتون يې د بشر استمرار ته اړين دى ؛لکه جنسي غريزه د کورنۍ جوړلو او د نسل توليد ته،د غوسې غريزه له مال او ځانه دفاع ته؛خو اصلي خبره دا ده،چې غريزه بايد کابو شي ،چې انسان دا کار کړای شي .

[ژباړن : پردې مطلب لا پوهېدو ته د انديال شهيد مطهري د “ښوونه او روزنه په اسلام کې “کتاب ولولئ،چې په پښتو هم چاپ شوى دى.]

پوښتنه : آيا خداى کړای شي بد جنت ته او ښه دوزخ ته بوځي ؟

ځواب : خداى ته هر کار اسان دى؛خو هر کار نه کوي؛ځکه خداى پر ځواک ‏سربېره يو لړ نور صفات هم لري؛هغه حکيم او عادل او پر خپله خبره او ژمنه ولاړ ذات دى،چې دا صفات له هغه څه سره اړخ نه لګوي،چې په پوښتنه کې مطرح شول .

پوښتنه : ولې بايد انسان له دې لامله  تل په دوزخ کې پاتې شي،چې په دنيا کې د يوې شېبې،ساعت ،ورځې، اونۍ،مياشت او يا کال لپاره يې ګناه کړې وي؛لکه څنګه،چې خداى په قرآن شريف کې هم وايي : ((فَادْخُلُواْ أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا))

ځواب : سزا کله قرادادي وي .قراردادي سزا هغه ده،چې يو تن او يا ډلې يوې ګناه او يا جرم ته ټاکلې وي؛نو داچې دا سزا قراردادي ده؛نو کموالى او ډېروالى پکې راتلاى شي؛خو کله ځينې ګناهګانې طبيعي دي، چې د لږېدو او ډېرېدو امکان پکې نه وي، د مثال په توګه : کې څوک له يوه متره ارتفاع راوغورځي؛نو پښه به يې خوږه شي؛خو که څوک له پينځو مترو لوړوالي راګوزار شي؛نو درد به يې ډېر وي،چې په دې ډول سزاګانو کې د سزا ورکولو موده د ګناه د کولو د وخت له اوږدوالي سره تناسب نه لري او کېداى شي د جرم د سر ته رسولو موده خورا کمه وي؛خو د سزا موده يې خورا ډېره وي.

پوښتنه : آيا د ناقص الخلقه (ګوډانو، کڼو، ړڼدو او …) انسانانو پيدا کول، چې ټول عمر په سختيو کې تيروي،د خداى له عدل سره اړخ لګوي ؟

ځواب :لکه مخکې،چې مو وويل، د ډېرو کړاوونو او سختيو لامل ،موږ پخپله يو،چې ددې ناقص الخلقه وګړيو په هکله هم همدا خبره صدق کوي او دا موروپلار دي،چې بايد روغتيايي او اروايي پاملرني وکړي او کله د مورو پلار غلطي د ناقص الخلقه ماشومانو د زېږون لامل ګرځي؛خو بله پوښتنه،چې ذهن ته راځي داده،چې په دې منځ کې د هغه ناقص الخلقه ماشومانو ګناه څه ده ؟

زما ځواب دادی،چې په دې  کې د خداى ګناه څه ده؟ که ماشوم ګناه نه لري؛نو خداى هم له ګناه پاک دى،چې په دې خبره کې که وغواړي که نه،موروپلار پړه دي او داسې نه ده،چې خداى زموږ د خرابکاريو دنده پر غاړه لري.

کېداى شي ووياست:موروپلار خبر نه ول،چې دا کړنه به په پلاني شرايطو کې پر نوزېږي ناوړه اغېز لري؟

ځواب دادى چې د موروپلار پوهېدنه د شيانو پر طبيعي خاصيت اغېز نه لري .

 

سرچینه : اصول عقاید، شیخ محسن قرآیتی د تفسیر نور مولف

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست