تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ کوفیان او لیکونه یې کوفه : باید پوه شو له کومې سیمې سره،چې حضرت حسین (رض) او حضرت مسلم (رض) سروکار درلود، زیات شمېر یې نوي مسلمانان شوي، ازاد کړای شوي مریان، ساساني ازاد او سوکاله عربان ول . عراقیان له واک،شتمنۍ پالۍ، ورځچلندۍ – فرصت طلبۍ او قوم پالۍ سره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

کوفیان او لیکونه یې

کوفه :

باید پوه شو له کومې سیمې سره،چې حضرت حسین (رض) او حضرت مسلم (رض) سروکار درلود، زیات شمېر یې نوي مسلمانان شوي، ازاد کړای شوي مریان، ساساني ازاد او سوکاله عربان ول .

عراقیان له واک،شتمنۍ پالۍ، ورځچلندۍ – فرصت طلبۍ او قوم پالۍ سره روږدې شوي ول؛ دا ځانګړنې هغه وخت رابربنډې شوې، چې یو لوري ته ګروهه، آرونه او اخلاق ول او بل لوري ته شتمني، دبدبه، مقام او ژرتېرې ګټې پر خپلو آرونو او ګروهو غوره وګڼلې [1].

 د کربلاپېښه

که ددې زړه بوږنوړی پېښې له یادولو، د سترګو پټولو څه چاره وای؛ نو بیخې مې نه یادوله؛ ځکه په دې پېښه هر مسلمان له شرمه خپه کېږي، سر ځوړندوي او خولې پرې راماتېږي؛ خو تاریخ له ترخو او خوږو غوړپکو – پېښو سره خپل بهیر غځوي او تاریخپوه د غوړپکو د ثبت  او اکر بکر – حالاتو د څرګندولو په پار اړ دی، چې د خپلو زړګنیو غوښتنو پرخلاف دا ډول زړه ویروړی غوړپکې رایادې کړي.

اوس له خپل ځان او وجدانه په بښنې او د نبوي کورنۍ فضایل پېژاندو لوستونکیو څخه په معذرت  د پېښې پر یادولو لګیا کېږم :

 حضرت حسین(رض) له یزید سره بیعت ونکړ، پردې دریځ ټینګ ودرېد. یزید او مامورینو یې د عبدالله بن عمر، عبدالله بن زبیر او عبدالرحمن بن ابوبکر او نورو(رضی الله عنهم) له بیعت نه کولو د حسین بن علي (رض) تر بیعت نه کولو له رسول اکرم(ص) سره د خپلوۍ او ددې خپلوۍ د اغېز له امله ډېر اهمیت ورکړ. دغسې پردې هم پوره پوهېدل،چې علي (رض) له معاویه سره څه ډول دریځ درلود. حضرت حسین (رض) یزیدیانو ته سر  ټیټ نه کړ او په بصیرت او لیدانې یې چې کوم دریځ نیولی و، ترې وانه وړېد[2].

 کوفیان 

چې کوفیان خبر شول،معاویه بن ابوسفیان مړ شوی او چارواکي یزید ته ور پرېښوول شوې او حسین (رض) له یزید سره له بیعته ډډه کړې او مکې ته راغلی؛نو پرېمانه بلنلیکونه یې ورولېږل، چې کوفې ته راشي، په ځینو روایاتو کې راغلي،چې دا اتلس زره لیکونه ول [3] .

 مسلم بن عقیل(رض) او د کوفې حالات

حسین (رض) د لیکونو د سموالي معلومولو او د حالاتو ارزونې لپاره د خپل تره زوی، مسلم بن عقیل(رض)کوفې ته ورولېږه.

مسلم (رض) له قیس بن مسهر صیداوي سره مدینې ته ورغلل او په مدینه کې یې دوه لارښوونکي له ځان سره کړل. د کوفې پر لار دواړو لارښوونکیو، لار ورکه  او له تندې مړه شول.

مسلم بن عقیل چې تر ډېرو ستونزو وروسته یو ځای ته ورسېدل، حسین (رض) ته یې د یوه لیک په ترڅ کې وکښل، چې د بېرته راستنېدو اجازه دې ورکړي؛خو حسین ورته وکښل چې درومئ [4] .

مسلم ستړی او خپه له بېدیا مېشتو د کوفې لار پوښتي او ځان یې کوفې ته ور ورساوه. په کوفه کې د مختار بن ابوعبید ثقفي[5]  په کور کې  مېشت شو او وروسته چې عبیدالله بن زیاد د کوفې والي شو، دا چې کړلارې یې رابرسېره نشي؛ نو«هاني بن عروة» کره ورغی او چې پرې شکمن شول؛ نو له مسلم عوسجه اسدي کره د ډېر لږ وخت لپاره ولاړ. اسدي د حسین له سر سختو پلیونو ځنې و، چې پرېمانه لیکونه یې وراستولي ول[6] .

خلک چې د مسلم له راتګه خبر شول؛ نو د ده یې خورا عزت او درناوی وکړ او دولسو زرو او په بل روایت کې اتلسو زرو تنو د حسین په نیابت چټک او په ځانګړیو شرایطو بیعت ورسره وکړ؛ مسلم ددې حالاتو په لیدو حسین (رض) ته لیک ولېږه،چې د کوفې شرایط چمتو او خلک درته کازمن – لېوال دي [7] .

 د لوړې موخې پر لور

حسین (رض) ته چې د مسلم لیک ور ورسید؛ نو پر۶۰س دذی الحجې پر اتمه (د مسلم تر شهادت یوه ورځ مخکې) له مکې راووتلل. له حسین سره خپل اهلبیت او شپېته کوفي مشران ول. د حسین ډېرو دوستانو ترې وغوښتل،چې کوفې ته ولاړ نشي او دا یې وریاده کړه،چې کوفیانو یې له پلار او ورور سره بې وفایي کړې او ناسم چلېدلي ول؛ خو حسین له خپل هوډه لاس وانخست او خپله لار یې ونیوه .

په دې باب لومړی د اصحابو دریځونه څرګند وو؛ځکه ډېری اصحاب یې کوفې ته پر ورتګ خوښ نه ول.

د حسین د پاڅون په اړه د اصحابو دریځونه او عبیدالله ته د یزید نوي احکام

  د اصحابو او تابیعنو دریځونه 

د رسول الله (ص) اصحاب، چې کوفې ته د حضرت حسین (رض) د ورتلو له هوډه خبر شول؛ نو سملاسي یې ځانونه ور ورسول او له دې چاره یې منع کړ،چې دادي :

 عبدالله بن عمر،عبدالله بن زبیر، عبدالله بن عباس او ورور یې محمد بن الحنفیه رضی الله عنهم اجمعین.

 د عبدالله بن عباس (رض) دریځ

عبدالله بن عباس (رضی الله عنهما) ورته وویل : خبر شوی یم عراق ته ځې ، هلته به څه کوې؟

حسین (رض) ورته وویل : د عراق ورتلو ته مې ټینګ هوډ نیولی او په دې نژدې ورځوکې ورتلونکی یم .

ابن عباس وویل: ایا هغې سیمې ته ورځې،چې خپل امیر یې شهید کړ او له دښمن سره یو لاس شو؟ بیا هم ورځې؟ ته یې فتنې او جګړې ته بللې یې، هلته دې په امن کې نه وینم. زړونه یې له تا سره؛ خو تورې یې له امویانو سره دي؛ یعنې چا چې بللی یې، د جګړې پر مهال دې غلیمېږي.

حضرت حسین(رض) وویل: په دې اړه له «الله » سره استخاره کوم او وینم چې څه به وشي؟

ابن عباس یې له خبرې پوه شو،چې تلو ته چمتو دی؛ خو خپل تګ ترې پټوي.

سبا بیا ورغی ورته یې وویل:د تره زویه! له ورتلو دې ډارېږم او وېریږم،چې هسې نه شهید دې کړي؛ ځکه عراقیان سرغاړي دي. دلته کېنه، چې خپل غلیم له منځه یوسي؛ بیا ورشه، که نه یمن ته ولاړ شه؛ ځکه هلته دې د پلار دوستان دي او کلاګانې هم شته او له خلکو ګوښه شه؛ نو ځکه هغوی چې لیکونه در استولي،ورته ووایه : « لومړی خپل غلیم له منځه یوسئ،بیا درځم» که داسې یې وکړل،ډېر ښه او هیلمن یم که دغسې وکړي؛نو ډېر به ښه شي.

حضرت حسین(رض) وویل: د تره زویه! پر خدای قسم پوهېږم،چې راته ورماند – ناصح او امین یې؛ خو د تللو مې  ټینګ هوډ کړی دی.

ابن عباس ورته وویل: که بې ورتګه دې څه چاره نه وي؛ نو له کورنۍ سره دې مه ځه؛ ځکه ډارېږم  د حضرت عثمان (رض) په څېر د خپلې کورنۍ په مخ کې شهید نشې.

لنډه دا چې خبرې وغځېدې او حسین قانع نشو، تر دې چې وخت یې راورسېد او له خپلې کورنۍ سره ولاړ[8]  .

 د عبدالله بن عمر(رض) دریځ 

حسین (رض) دوه ورځې لار وهلې وه،چې عبدالله بن عمر(رض) ځان ور ورساوه ورته یې وویل: چېرې ځې؟

حسین (رض) ورته وویل : کوفې ته ځم او د عراقیانو لیکونه او بیعت لیکو نه یې ور و ښوول .

عبدالله بن عمر(رض) چې د کوفیانو لیکونه وکتل، له حسین سره یې زیاتې خبرې وکړې او کوفیانو چې د ده له پلار او ورور سره کومې نادودې او ناځوانۍ کړې وې، ټولې یې له غوږه ورتېرې کړې او ترې یې وغوښتل چې کوفې ته بیخي مه ځه او که اړ یې چې له مکې نه ووځې؛ نو یمن غوره ځای دی .

حسین (رض) د مننې په ترڅ کې ورته وویل: کوفې ته له ورتګه مې هیڅ چاره نشته.

عبدالله بن عمر(رض) په ژړا او زاریو په غېږ کې ونیو ورته یې وویل: شهیده! د خدای په امان .

 د عبدالله بن زبیر(رض) دریځ

په ځینو کمزوریو او ان منکرو روایاتو کې عبدالله بن زبیر(رض) تورن شوی، چې دا عراق ته  د حسین (رض) د ورتللو آریز لامل دی.

په ډېری کتابونو کې راغلي، کومې خبرې چې د حسین(رض) په زړه کې تېرېدې، عبدالله بن زبیر(رض)پرې پوهېده؛ نو ځکه یې کوفې ته له ورتلو منع کاوه،قسم یې ورکاوه او داسې خبرې یې ورسره کولې: « چېرې ځې؛ هغه قوم ته چې ستا پلار یې شهید کړ او پر ورور دې یې ګوزار وکړ[9]»

په مداین کې سنان جعفی پر امام حسن(رض) ګوزار وکړ.

عبدالله بن زبیر(رض) پوهېده، چې که حسین(رض) کوفې ته ولاړ شي، هرومرو شهیدېږي؛ نو ځکه ډګر کې یزید ته یوازې پاتېږي او پردې هم پوهېده، چې د حسین شهیدانول هم څه اسان چار نه دی؛ نو که دا شهید کړي زما(ابن زبیر) شهیدانول ورته خورا اسان دي .

نو ځکه عبدالله بن زبیر(رض) سلامشوره ورکوي،چې همدلته پاتې شه او خلافت تر ګوتو کړه: « که دلته پاتې شې؛ ملګرتوب به دې  وکړم، ورم -نصیحت به درته وکړم او بیعت درسره کوم[10] »

عبدالله بن زبیر(رض) په دې خبره کې د حسین د درناوي او مقام په پار عمومي ریاست ورسپاري .

حسین (رض) وویل :« که په پلانۍ سیمه یا بله سیمه کې ووژل شم، تردې به غوره وي،چې «حرم الله » مې په پار تر برید لاندې ونیول شي[11] »

ډېری اصحابو په بېلابېلو دودونو سلامشوره ورکوله،چې کوفې ته له ورتلو یې واړوي؛ خو حسین یې خبرو ته څه پاملرنه نه کوله.

د عبدالله بن جعفر(رض)دریځ

عبدالله بن جعفر(رضی الله عنهما) یې د یوه لیک په ترڅ کې کوفې ته له ورتلو منع کوي او لیک د مسلم بن عقیل زامنو«عون او محمد» ته ورلېږي. لیک دادی :

«اما بعد:

پر خدای قسم درکوم! چې کله دا لیک وینې؛ نو له خپلې موخې واوړه؛ ځکه خیرخواه دې یم؛ نو راستون شه، چې په دې لار کې ورکېږې او اهل بیت دې بندیانېږي. »

خو حسین راستون نشو.

عبدالله بن جعفر(رض) انګېرله، چې ښایي د مکې له  والي« عمرو بن سعید بن العاص» څخه ډارېږي؛ نو ځان یې په بیړه ورورساوه او والي یې له پېښې خبر کړ ورته یې وویل: حسین(رض) ته یو امان لیک ولیکه او ژمنه ورکړه، څو په مکه کې وي، د ده له شان سره مناسب چلن به ورسره کېږي.

عمرو بن سعید، عبدالله بن جعفر ته وویل: « څه چې لیکې، زه به یې ټاپه او مهر کړم »

عبدالله بن جعفر (رض) وکښل:

« بسم الله الرحمن الرحیم

له عمرو بن سعید نه حسین بن علي ته .

اما بعد:

له الله سبحانه وتعالی غواړم له خپل نېته دې وګرځوي او د خیر لار دروښيي. خبرشوی یم عراق ته دې مخه کړې او له خدایه په مسلمانانو کې له درز  اچولو پنا غواړم؛ځکه په دې باب دې له منځه تلل وینم او عبدالله بن جعفر او خپل ورور یحیی بن سعید درلېږم؛ نو له دوی سره راستون شه، راسره په امان کې یې، په نېکۍ به چلن درسره وشي او یو له بل سره به ښه ګاونډیان وسو او په دې باب الله سبحانه وتعالی، ګواه، کفیل او وکیل دی. والسلام علیکم[12] »

خو حسین(رض) راستون نشو او خپله لار یې ونیوه.

 یزید خبر شو

چې کله «نعمان بن بشیر» د کوفیانو له لیکونو او د مسلم بن عقیل له راتګه خبر شو،د ښار په جومات  کې یې خپل دریځ اعلان کړ:

« د الله بندګانو! له الله وډار شئ او په فتنه  او درز کې یو له بل سره سیالي مه کوﺉ؛ځکه په فتنو کې سړي وژل کېږي او وینې بهېږي او شتمنۍ غصبېږي.»

په پای کې یې وویل: چې څوک جګړه راسره ونکړي، ورسره نه جنګېږم؛خو که خپل بیعت مو مات کړ او له خپل امام سره مو مخالفت وکړ؛نو پر خدای قسم،چې څو مې توره په ښي لاس کې کې وي، پرې یې وهم او هیلمن یم حق پېژاندي تر باطل غواړیو ډېر وي[13] .

نعمان بن بشیر په دې وینا اشاره وکړه،چې د حسین(رض) له مرستندویانو یم.

په همدې وخت کې له امویانو سره همژمنی «عبدالله بن مسلم بن سعید حضرمي» راپاڅېد ویې ویل: دا څه د کمزوریو او لاس پښو ماتو دریځ دې ونیو او باید په اړه یې خپل دریځ واړوې او کوفې ته بېرته امنیت راولې.

نعمان یې خبرې رد کړې ویې ویل: که د الله د اطاعت په لار کې له کمزوریو ځنې وسم،تردې غوره ده،چې د ګناه په لار کې له زورورو ځنې  ووسم .

ته وا په سیاست کې یې ډېر خدای په پام کې نیوه[14].

تردې وروسته «عبدالله بن مسلم بن سعید حضرمي » په یوه لیک کې یزید د کوفې له پېښو، د نعمان بن بشیر له دریځ او له حسین(رض) سره د خلکو له بیعته خبر کړ.

یزید د یوه لیک په ترڅ کې، د بصرې والي عبید الله بن زیاد ته د کوفې امارت هم وروسپاره او امر یې ورکړ همدا چې کوفې ته ورننووتې؛نو مسلم پیدا؛ یا یې بندي کړه، یا یې له ښاره وباسه اویا یې ووژنه.

 زلنده – ظالم واکمن 

مسلم بن عقیل،چې کوفې ته راورسېد؛نو د حسین(رض) په استازیتوب لږ تر لږه دولسو زرو تنو بیعت ورسره وکړ.

مسلم چې له حسین سره د خلکو دا مینه او تلوسه ولیده؛ نو لیک یې ور وکښه،چې د خپلو پلیونو؛ د کوفې ښار ته راوځغله.

حسین (رض) د اصحابو له سخت ناباندۍ – مخالفت سره سره له مکې نه کوفې ته راروان شو او بلخوا یزید هم عبید الله بن زیاد د کوفې والي ګومارلی و.

کوفیان هم خبر شوي ول،چې حسین(رض) کوفې ته راروان دی او ژر به را ورسي؛ نو بې صبره ورته سترګې پر لار ول.

عبیدالله په بصره کې خپل ورور عثمان بن زیاد خپل نایب وټاکه او د بصرې له مخورو؛ لکه مسلم بن عمرو باهلي، شریک بن اعورحارثي او حشمه او کورنۍ سره یې کوفې ته را روان شول [15].

 د ښار دباندې یې توره پګړۍ وتړله او خپل مخ یې هم ورباندې پټ کړ،چې ونه پېژندل شي او ملګرو یې هم همدغسې وکړل،چې ښار ته ورننووتل . کوفیانو تود ښه راغلاست ورته ووایه، ټولو ویل:« السلام علیک یا ابن رسول الله (ص) » د رسول  الله (ص) زویه !سلام درباندې .

عبیدالله د لاس په اشارې ځواب ورکاوه. ډېر خلک ورپسې روان ول،چې د امارت ماڼۍ ته ورسېدل.

نعمان بن بشیر،چې د نورو خلکو په څېر شکمن نه و، چې حسین(رض) راغلی، په ظاهر یې د امارت ماڼۍ بنده کړې وه، عبیدالله بن زیاد، ور ډېر وټکاوه او ور یې ورته پرانست،چې ور پرانستل شو؛نو عبیدالله خلکو ته خپل مخ  ورښکاره کړ،خلک یې په لیدو سخت خپه شول، په تېره نعمان بن بشیر.

عبید الله چې ماڼۍ ونیوه؛ نو امر یې وکړ،چې سملاسي دې د کوفې د ټبرونو مشران راټول کړي،چې راغلل ویې ګواښل که هر یو مشر د خپل قوم ښورښي وګړي و نه ښيي؛ نو له بیت الماله به یې معاش پرې شي.

ورپسې نمانځه ته راووت او خلکو ته یې وویل: څوک چې ملګرتوب راسره کوي،ورته خیر دی او ښورښي وګړیو ته ناوړه پایلې او ګواښو نه دي [16] .

بیایې د شام یو هستوګن «معقل» ته درې زره درهمه ورکړل ورته یې وویل : په مسلم بن عقیل پسې وګرځه، بیعت ورسره وکړه او داپیسې هم ورکړه .

 «معقل » پېسې واخستې او د ښار ستر جومات ته ولاړ، یو یې ولید،چې د جومات له ستنې سره ډېر نمونځونه کوي. ورنژدې شو، چې له نمانځه خلاص شو، ورته یې وویل: درځار! زه د شام یم او د «کلاع» له ازاد کړای شویو مریانو ځنې یم . الله د اهل بیتو مینه راکړې او همدغسې له هغه سره مینه، چې له اهل بیتو سره مینوال وي، دا درې زره درهمه راسره دي او هغه ته یې ورکوم،چې اهل بیتو ته ورسي.

خبر شوی یم دلته له اهل بیتو یو تن راغلی، راښولای شې چې دا پیسې ورکړم، چې د خپلو دوستانو ستونزاواری پرې کړي ؟

نمونځ کوونکي وویل : په دې ټولو نمونځ کوونکیو کې څنګه پوه شوې ،چې زه هغه تن درښوولای شم؟

معقل وویل: له څېرې دې د خیر نښې څرګندېږي؛ نو ګومان مې وکړ،چې ته مې وربوتلای شې.

نمونځ کوونکی د معقل په خبرو وغولید،ویې ویل : هو، زه هم یو له هغو ځنې یم ،چې مسلم راکره دی.

نامه مې «مسلم بن عوسجه» او د اهلبیتو له مرستندویانو ځنې یم او له لیدو دې خوښ یم او ددې سرغړاند «ابن زیاد» له ډاره مې ځای ورکړی دی .

معقل سبا ګهیځ ورغی او تر ماښامه ورسره و اوځان یې پر حالاتو خبر کړ او د شپې ابن زیاد ته ورغی او د مسلم بن عقیل ټولې کړلارې یې وربربنډې کړې ورته یې وویل: مسلم، همدا اوس  له «هاني بن عمروه» کره دی[17] او په دې توګه ابن زیاد ځان د مسلم بن عقیل پر کړلارو پوه کړ .

 د هاني بن عروة بندیانول

«محمد بن اشعث» او«اسماً بن خارجه» عبیدالله بن زیاد ته ډېر ورتلل .

ابن زیاد وویل: هاني بن عروه څه کار کوي؟

ویې ویل :هغه بوډا او ناروغ دی او دباندې راوتی نشي.

ابن زیاد وویل: خبر شوی یم چې هره ورځ  د کور دباندې کېني؛څه شوی چې ماته نه راځي؟

دواړو وویل: خبره دې وررسوو، تر ناستې وروسته عروه ته ورغلل او د ابن زیاد خبره یې ورته وکړه .

ویې ویل: که اوس راسره ولاړ نشې؛ نو ابن زیاد به راغوسه شي.

هاني، پر خپله غاتره سپور شو، چې د امارت ماڼۍ ته ورنژدې شو، خپلو ملګرو ته یې وویل: ډارېږم.

ویې ویل: ولې ډارېږې،پر تا خو کوم تور نشته .

هاني چې ابن زیاد ته ورغی، ابن زیاد دا شعر ورته ووایه:« ارید حیاته ویرید قتلی؛ غواړم ژوندی پاتې شي؛ خو هغه غواړي چې مې ووژني.»

هاني وویل: امیره!  مطلب مو څه دی ؟

ابن زیاد وویل :څه به تردې ستر وي،چې مسلم بن عقیل دې خپل کور ته راوستی او حسین ته بیعت اخلې؟

هاني وویل: خبر ترې نه یم !!!

ابن زیاد خپل مریی ته وویل : معقل ته ووایه چې راشي.

چې هاني،معقل ولید؛نو پوه شو،چې دا یو ځری دی؛ نو ځکه یې د مسلم په راتلو نټه وکړه. هاني چې ځان سپیناوه ویې ویل: ما رابللی نه دی او مېلمه راکره راغلی، ورځم چې خپله ژمنه ورسره ماته کړم او له کوره یې وشړم .

ابن زیاد وویل: پر خدای  قسم! ولاړ به نشې،چې راوستی دې نه وي.

هاني وویل: مېلمه مې راولم،چې ویې وژنې! پر خدای قسم بېخي دا چار نه کوم .

ابن زیاد د هاني په خبره سخت غوسه شو او په کونټۍ یې ټپي کړ. په ښار کې ډنډوره شوه،چې عبیدالله هاني وژلی دی. عمرو بن الحجاج زبیدی خبر شو، چې عبید الله د هاني قوم مشر وژلی دی.

عمرو د ولایت ماڼۍ  کلابنده کړه ویې ویل: له محاصرې تر هغې لاس نه اخلم، چې د هاني له سلامتۍ خبر نشم.

ابن زیاد د ښار قاضي ته امر وکړ، چې د هاني «بندخوني» ته ورشي او وویني، چې ژوندی دی او بیا یې دوی له ژوندیتوبه خبرکړي .

قاضي همداسې وکړل او قوم ته یې وویل چې ژوندی دی او له محاصرې یې لاس واخست[18] .

 له مسلم بن عقیل سره د کوفیانو چلن

(مسلم له کوفیانو د بیعت اخستو پر مهال ویلي و، چې کله مې وویل: یا د امت ملاتړو، مانا یې دا ده، چې د ژمنې شېبه رارسېدلې او باید جګړې ته چمتو شئ) چې کله مسلم د هاني له ټپي کېدو خبر شو، سملاسي سړک ته راووت او چغه یې کړه: د امت ملاتړو. ددې خبرې په اورېدو د حسین(رض) په زرګونو مینوال وسلوال واټ ته راووتل اود ولایت د ماڼۍ مخې ته ورروان شول .

مسلم له خپلې سترې ډلې سره، ولایت کلابند کړ. عبید الله چې وار له مخه د کوفې له مشرانو سره غونډه درلوده، ورباندې غوسه شو ویې ویل : ورشئ او خپل سرغړاندي خپاره واره کړﺉ.

د قومونو مشرانو د ماڼۍ له کړکیو،څوک یې چې پېژندل په نامه یې ورته غږ کاوه،چې ستانه شئ.

عبیدالله یو شمېر له ماڼۍ رابهر کړل،چې په ډنډوره ،خلک وډاروي. ویل یې: له شامه یو ستر لښکر راروان دی او ټول وژني؛ نو هره ښځه راتله او خپل زوي یا مېړه یې له لاسه نیوه او بوته یې[19] .

مسلم د ماسپښین نمونځ له څلورو زرو تنو ملګرو سره په جماعت  وکړ، تر نمانځه وروسته یې د ملګرو شمېر چټک لږېده؛ داسې چې د مازیګر نمونځ یې له پینځوسو(۵۰۰) تنو سره وکړ.

چې د ماښام نمونځ یې کاوه؛ نو شمېر یې دېرشو تنو ته رسېدلی و؛ نو ځکه خطر یې وننګېره او د کنده د ابوابو پر لور وخوځید، چې مخ یې راواړو؛ نو یوازې لس تنه ورپاتې ول، چې له سړکه تېر شو؛ نو یوتن هم نه و، چې لار وروښیي یا یې خپل کور ته بوځي [20] .

له مسلم بن عقیل سره د کوفیانو د بې وفایۍ کیسه اوږده او دردناکه ده او دا د بشر پر کمزوري پنځ – طبیعت یو ښکاره دلیل دی، چې د مادیاتو، دبدبې او مقام پر وړاندې سرټیټی دی، که څه مخې ته یې اوچت ارزښتونه پراته وي.

   مسلم شهیدېږي

مسلم کړهاند او ځلبلاند ولاړ او د ښار په وروستیو برخو کې یې یو ځانته کور ولید؛ دا کور د  حضرت علي د پلیونو د یوې ښځې کور و، چې زوی یې د محمد بن اشعث ازاد کړای شوی مریی و [21] .

مسلم ور ټک ټک کړ، ښځې ژر ور پرانست (فکر یې کاوه،چې زوی یې دی )

مسلم وویل: تږی یم،اوبه راکړه.

ښځې یوه کاسه اوبه ورکړې. مسلم د اوبو تر څښلو وروسته هملته کېناست.

څه شېبه وروسته ښځه بیا راغله او مسلم یې هملته ولید ورته یې وویل : وروره! ښه نه ده،چې دلته کېنې خپل کور ته دې ولاړ شه.

مسلم وویل: کور نه لرم «مسلم» یم؛ دې خلکو ټګی راسره وکړه او خوشې  یې کړم.

ښځې هېښنده وویل: ته مسلم یې؛ ژر راننوځه، ښځې مسلم ته ځانګړې کوټه ورکړه ښه یې وپاله. زیات وخت تېر نه و، چې زوی یې راغی. زوی ولیدل، چې مور یې هغې کوټې ته ځي راځي، دلیل یې  ترې وپوښت. مور تر څه وخته هڅه وکړه، چې ځواب ورنکړي؛ خو په پای کې اړه شوه، چې ورته ووایي: چا ته څه مه وایه،چې مسلم راکره  دی.

زوی یې تر ګهیځه د عبیدالله د انعامونو خوبونه لیدل؛نو ځکه ځان یې ډېر کابو نشو کړای او ګهیځ خپل مولا محمد بن اشعث ته ورغی او له پېښې یې خبرکړ.

عبیدالله یو لښکر ورولېږه او مسلم هم توره له تېکې راوایسته او ورسره ونښت او درې ځل یې له کوره وشړل او په پای کې لښکر له دباندې ډبرې ورولې او کور یې وروسوځاوه او مسلم اړ شو،چې له کوره راووځي او دباندې جګړه ورسره وکړي ، محمد بن اشعث په کور کې و؛ ځکه مسلم ته یې امان ورکړی و، او مسلم هم خپله توره محمد بن اشعث ته وسپارله ،بیا یې مسلم بېوسلې او پر یوې غاترې یې سپور کړ.

چې مسلم ځان بندي ولید؛ نو په ژړا شو. ځینو په ملنډو وپوښت: ولې ژاړې؟

ویې ویل: د ځان لپاره نه ژاړم؛ بلکې حسین ته ژاړم،چې تاسې ناځوانو ټګي راسره وکړه او ما لیک ورلېږلی چې راشه، نن یا سبا به راورسي.

مسلم، محمد بن اشعث ته وویل : سړیه!

نن یا سبا مې له امانه بېوسېږي؛ نو زما له لوري حسین ته یو تن ورولېږه ورته ووایه چې زه بندي (مسلم) شوی او نن یا سبا وژل کېږم،کوفیان دې و نه غولوي؛ځکه دوی دې د پلار یاران دي او تل یې ستا د پلار د مړینې یا وژنې هیله درلوده ،کوفیانو غولولی وې او دروغجن حافظه نلري؛ نو له هماغه ځایه ستون شه .

ابن اشعث قسم وخوړ،چې دا کار کوم او ابن زیاد ته هم وایم،چې ما امان درکړی دی .

محمدبن اشعث، ایاس بن عباس طایي راوغوښت ورته یې وویل: حسین ته ځان ورسوه او د مسلم خبرې ورته وکړه. ایاس ته یې سپرلۍ او توښه هم ورکړه چې ولاړ شي [22] .

استازی په «زباله » ځای کې له حسین (رض) سره مخ شو او د مسلم پیغام یې ور ورساوه[23] .

ابن اشعث، مسلم د امارت ماڼۍ ته بوت او ابن زیاد ته یې هم وویل چې ما امان ورکړی دی .

ابن زیاد وویل: ما امان ورکولو ته استولې نه وې او امان دې هم نه منم [24].

مسلم چې د ولایت ماڼۍ ته ننووت اوبه یې وغوښتې، عمار بن عقبه سړې اوبه ورته راوړې؛ خو دا چې ډېرې وینې ترې بهېدې، له اوبو سره ګډې شوې او له څښلو یې ډډه وکړه.

چې بن زیاد ته ورغی؛ نو ترمنځ یې سختې خبرې اترې وشوې، په پای کې عبید الله ابن زیاد وویل :زه دې وژنم.

مسلم وویل: رښتیا وایې؟

ابن زیاد وویل :هو.

مسلم وویل: اجازه راکړه،چې وصیت وکړم.

شاوخوا یې ولیدل او پر عمر بن سعد یې سترګې ولګېدې، ورته یې وویل: ما او تا خپلوان یو، راځه چې خپل وصیت درته وکړم.

عمربن سعد ورغی او په یوه ګوښه کې کېناستل.

مسلم ورته وویل: په کوفه کې اوه سوه درهمه پوروړی یم، ور یې کړه، تنه مې له ابن زیاده واخله او ښخ مې کړه او حسین ته یو استازی ولېږه او له راتلو یې منع کړه؛ ځکه ما لیک ورلېږلی، چې کوفې ته راشي.

عمربن سعد،چې د مسلم بن عقیل خبر واورېدې ،ټولې یې ابن زیاد ته وکړې.

ابن زیاد ورسره ومنلې؛ خو بې له حسینه، چې په اړه یې وویل: موږ څه کار ورسره نلرو او هغه هم نباید څه کار راسره ولري،که څه کار راسره لري ؛نو موږ هم کار ورسره لرو.

تردې وروسته ابن زیاد امر وکړ،چې مسلم ماڼۍ ته وخېژوي او سر یې پرې کړي. د ابن زیاد جلاد «بکیر بن حمران» د مسلم بن عقیل سر له تنې جلا کړ، حال دا چې مسلم تکبیر وایه او دعا یې کوله: «پالونکیه! زموږ او د هغه قوم ترمنځ پرېکړه وکړه،چې ویې غولولو او خوار یې کړو».

لومړی یې د مسلم سر او بیا یې تنه کوزه راوارتوله[25] .

مسلم بن عقیل پر۶۰ س د ذی الحجې پر نهمه شهید کړای شو او حسین رضی الله عنه یوه ورځ مخکې له مکې څخه کوفې ته راروان شوی او له شهادته یې خبرنه و.

د مسلم تر شهادت وروسته یې «هاني» هم د کوفې بازار ته راوست او اعدام یې کړ، حال دا چې خپل قوم ته یې چغې وهلې؛خو چا یې مرستې ته را و نه دانګل ،بیا یې د «مسلم » تنه راوسته او ترڅنګ یې ورته راځوړنده کړه[26] .

عبید الله بن زیاد ته لیکونه

د مروان بن حکم لیک

مروان بن حکم عبید الله بن زیاد ته په لیک کې کښلي ول :

«اما بعد:

په رښتیا حسین بن علي درروان دی او هغه حسین د فاطمې زوی او فاطمه د رسول اکرم (ص) لور ده او پر الله قسم! چې له حسین سره په دوستۍ کې څوک راته برابر نه دی؛ نو ځان دې له هغو څيزونو وساته، چې کابو کولای یې نشي؛ځکه عام خلک یې نه هېروي . والسلام علیکم[27] »

 د مکې د والي عمرو بن سعید لیک

عمروبن سعید هم ابن زیاد ته لیک ولېږه او د حسین(رض) له ورتګه یې خبر کړ او سپارښتنه یې کړې وه،چې ښه چلن ورسره وکړه[28] .

 د یزید بن معاویه لیک

په دې ترڅ کې یزید هم د حسین(رض) د پاڅون له پېښې خبرېږي او ابن زیاد ته په یوه لیک کې سپارښتنه کوي،چې ناوړه چلن ورسره ونشي او لیکي :

 خبر شوی یم حسین درځي او الله تر ټولو وختونو ستا وخت او ستا سیمه تر ټولو سیمو په ازمېښت کې کړې او له ټولو والیانو یې ته په فتنه کې اچولی یې ؛نو ځکه پر وړاندې مې د ټولو ازاد شویو په څېر ازادېږي او یا د مریانو په څېر، مریی پاتېږې[29] »

د عبید الله ابن زیاد په څېر شري انسان ته همدا بس چې د دولت اراکین یې د کړنو مخه ونه نیسي او په دې څو مانیز لیک ورته بسیا ده،چې خپل شرارتونه عملي کړي .

 د عبیدالله کلکې امنیتي هاندوهڅې

حضرت حسین (رض) چې له هره ځایه بې خبره و، لږ لږ کوفې ته ورنژدې کېږي او ابن زیاد هم پر کلکو امنیتي هاندوهڅو لاس پوری کړی و او د قادسیه او خفان ترمنځ او له قادسیه تر قطفطانه او لعلع پورې یې ځایونه له لښکره ډک کړي او والیا نو ته یې لیکلي و: هر ناپېژاندی چې مو ونیو را ویې سپارﺉ او د بصرې له لارې شام ته تګ راتګ منع دی .

حضرت حسین چې کوفې ته ورنژدې شو؛نو خپل استازی قیس بن مسهر صداوي یې کوفې ته ولېږه، چې کوفیان یې له راتلو خبر کړي[30] .

خو پر لار  په  قادسیه کې یې حصین بن نمیر نیسي[31] .

او ابن زیاد ته یې ورلېږي او ابن زیاد هم امر کوی چې و یې وژنئ[32] .

حسین (رض)، مسلم بن عقیل ته یو بل استازی ورلېږي، دا هم حصین بن نمیر نیسي او ابن زیاد ته یې ورلېږي او سملاسي یې وژني[33] .

په دې وخت کې حسین (رض) پوه شو،چې په کوفه کې حالات یې د زړه په غوښت نه دي، په تېره چې بانډیڅیانو ورته وویل،چې څوک کوفې ته تلی راتلای نشي .

 

[1] ندوی ، المرتضی ، ۳۱۳ مخ .

[2] ندوی ، المرتضی، ۳۱۱مخ .

[3] ذهبي، سیراعلام النبلاً ، ۳/ ۲۹۹ مخ .

[4] طبري ،تاریخ، ۲/ ۲۶۷مخ .

[5] طبري ،تاریخ ۶/  ۲۶۷مخ .

[6] طبري ، تاریخ ۶/ ۲۸۳- او۲۸۴مخونه .

[7] الانساب الاشراف ۳/ ۱۶۷مخ + طبري تاریخ ۶/ ۲۷۲مخ .

[8] ابن اثیر،الکامل فی التاریخ ۲/  ۵۴۶مخ .

[9] ابن ابی شیبه،مضف ۱۵- ۹۵مخونه .

[10] انساب الا شراف ۴/  ۱۳مخ + مواقف المعارضة، ۵۱۸ مخ.

[11] ابن ابی شیبه ، ۱۵/ ۹۵مخ .

[12] تاریخ الطبري،۶/۳۱۱مخ.

[13] تېره سرچینه .

[14] تېره سرچینه ۶/ ۲۷۷مخ .

[15] تاریخ الطبري،۶/ ۲۷۹مخ .

[16] تاریخ الطبري، ۶/ ۲۸۰مخ .

[17] الاخبارالطوال،۲۱۸ مخ +تاریخ الطبري ۶/ ۲۸۴مخ .

[18] الاخبار ا لطوال ، ۲۱۹ مخ +تاریخ الطبري ۶/ ۲۸۸مخ .

[19] تاریخ الطبري ۶/  ۲۹۳مخ + البدایة والنهایه ۸/ ۱۵۴- ۱۵۵مخونه .

[20] تېره سرچینه .

[21] ندوي په المرتضی کتاب کې ، عبدالرحمن بن اشعث راوړی ؛خونورولیکوالو محمدبن اشعث راوړی دی .

[22] البدایة والنهایة ۸/ ۱۵۸ مخ .

[23] تېره سر چینه ، ۱۵۹مخ .

[24] تاریخ الطبري، ۶/  ۲۹۸مخ .

[25] البدایة والنهایة ۸/ ۱۵۶- ۱۶۰ مخونه .

[26] تېره سرچینه + طبري تاریخ ۶/ ۳۰۲مخ .

[27] ابن سعد، الطبقات ، ۵/  ۱۶۷مخ + تهذیب الکمال ۶/ ۴۲۲مخ .

[28] تهذیب الکمال ۶/ ۴۲۲مخ + مواقف المعارضة ، ۲۶۳مخ .

[29] المعجم الکبیر، ۳/ ۱۱۵مخ .

[30] البدایة والنهایة ۱۱/ ۵۱۲مخ .

[31] تاریخ الطبري ، نقلاً عن مواقف المعارضة، ۲۶۶مخ .

[32] الطبقات ،۵ / ۳۷۶مخ + انساب الاشراف ۳/ ۱۶۷مخ .

[33] انساب الاشراف ۳/  ۱۶۸مخ + مواقف المعارضة ، ۲۶۶مخ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست