تبلیغات

خدایه موږ ته پاکه برخه د ایمان را مونږ ته علم غوره پوهه د قرآن را پل په پل چې د مقصد منزل ته ورشو محبت د محمدصلی الله عیله و آله وسلم  آخر زمان را په تعلیم زمونږه زړونه نوراني کړه په رنجو د امتیاز مو تور چشمان را د دنیا په باغ مو […]

خدایه موږ ته پاکه برخه د ایمان را

مونږ ته علم غوره پوهه د قرآن را

پل په پل چې د مقصد منزل ته ورشو

محبت د محمدصلی الله عیله و آله وسلم  آخر زمان را

په تعلیم زمونږه زړونه نوراني کړه

په رنجو د امتیاز مو تور چشمان را

د دنیا په باغ مو کړه خندان ګلونه

خیال په بويي پسې نسیم غوندې پریشان را

د پرو جنبو لعنت زمونږ نه ورک کړه

ښه جذبه د رورولۍ د مسلمان را

اسلامي جهان راغونډ په یو مرکز کړه

نور جهان چې کړې روښان هغه جهان را

ما حمزه ته یثربي باده خاونده

په ښاغلي پیمانه کې د افغان را

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!