تبلیغات

دا شان اّيتونه لكه : ” وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء ” يا ” يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ” ښايي چې خداى هر چاته وغواړي يا عزت وركوي يا ذلت همداراز په قرآن كې داسې هم شته ” إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ ” د خداى له حكم پرته بل حكم نشته” په دې […]

دا شان اّيتونه لكه : ” وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء ” يا ” يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ” ښايي چې خداى هر چاته وغواړي يا عزت وركوي يا ذلت همداراز په قرآن كې داسې هم شته ” إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ ” د خداى له حكم پرته بل حكم نشته” په دې ځاې كې د بنده او عبد رول څه دى؟ آيا انسان په خپل ذات او عزت كې كومه ونډه لري؟

ځواب: پورتني آيتونه د خلكو لاسوهنه او رول نه نفى كوى “ إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ ” يعنى دا چې يوازې د هغ حكم نافذ دى؛ نو خدای د ټول جهان واکمن دی .

دا يو ټولیز آر- اصل دى؛خو خداى پخپله حكم كړى كه چا زيار ووېست؛نو اجر به يې وركړم، بریا به ورته ورکړم‏ او كه زيار يې ونكړ ځما له پيرزوینو به بې برخې وي دا د خداى حكم دى او وايي: ” وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا ” ” وَإِن تَعُودُواْ نَعُدْ ” چې جنت او دوزخ ته د خلكو لېږل هم د خداى په حكم دى. چا چې ايمان راوړې وي او نيك عمل تر سره كړي؛ نو جنت ته به ځي او څوك چې د ورانۍ پر لار ولاړل؛نو دوزخ ته به ځي.

د لارې هوارول هم د خداى د حكم پر اساس دى خداى حكم كړې كه چا لار هواره كړه؛نو زه به ورته ډېر رزق او خورا عزت وركړم.

پيران هم مسلمان او هم كافر لري. علامه طباطبائى د پيريانو له خولې وايي: په موږ كې سني پيرايان نشته، ځكه په موږ كې ځینې داسې كسان تر اوسه پورې شته چې د غدير پر ورځ هلته موجود ول، د پيريانو د درك كچه تر اناسانانو ټيټه ده؛ خو تحرك يې تر انسان زيات دى. تر اوسه نه دې نقل شوې چې ايا دوی هم پيغمبر لري او كه نه دوی زموږ د پيغمبر امتيان دي.

ډېری پيریان د انسانانو په خدمت كې دى او مزاحم نه دى له پيرى څخه ويره او پر انسان باندې د پيريانو كيناستل سم نه دي. په هغوي كې هم سترې ښځې او سړي شته؛خو د نبوت او امامت مقام ته نشي رسيدلاى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!