تبلیغات

أخبرني زكريّا بن يحيي ، قال : حدّثنا   ] محمّد بن يحيي [ بن أبي عمر و أبو مروان ]محمّد بن عثمان بن خالد [ ، قالا : حدّثنا عبد العزيز] بن محمّد الدراوردي [ ، عن يزيد بن عبد الله بن ] أسامة بن [ الهاد ، عن محمّد بن نافع بن عجير ، […]

أخبرني زكريّا بن يحيي ، قال : حدّثنا   ] محمّد بن يحيي [ بن أبي عمر و أبو مروان ]محمّد بن عثمان بن خالد [ ، قالا : حدّثنا عبد العزيز] بن محمّد الدراوردي [ ، عن يزيد بن عبد الله بن ] أسامة بن [ الهاد ، عن محمّد بن نافع بن عجير ، عن أبيه ، عن عليّ ، قال: قال رسول الله (ص) : « أمّا أنت يا عليّ فصفيّي و أميني » .

 

د پېغمبر اکرم غوره او امين دوست

72- حديث: حضرت علي(ک) وايي : رسول اکرم راته وويل: علي! تۀ مې غوره او امين دوست يې.

 

72 حديث په نورو سر چينو كې : تاريخ كبير بخاري : ج 1 ، ص 249 ؛ سنن ابن ابي داود : ج 2 ، ص 284 ، ح 2287 ؛ كتاب السنه : ص 585 ، ح 1330 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 497 ، ح 413 ؛ مشكل الآثار : ج 4 ، ص 120 ، ح 3354 او ص 121 ، ح 3355 ؛ سنن کبرى بيهقي : ج 8 ، ص 6 ؛ مطالب العاليه : ج 2 ، ص 55 ، ح 1635 .

 

73 . أخبرنا أحمد بن سليمان ، قال : حدّثنا يحيي بن آدم قال : حدّثنا إسرائيل [ بن يونس [ عن أبي إسحاق ، عن حبشي بن جنادة السلولي ، قال:قال رسول الله (ص) : « عليّ منّي و أنا منه ، و لا يؤدّي عنّي إلاّ أنّا أو عليّ » .

 

73- حديث : رسول اکرم وويل : علي له ما او زه له علي يم او بې له ما او علي بل څوك زما دندې سرته نۀ شي رسولاى.

 

73 حديث په نورو سر چينو كې : سنن کبرى نسائي : ج 5 ، ص 45 ، ح 8147 .

 

74 . أخبرنا محمّد بن بشّار، قال:حدّثنا عفّان] بن مسلم [ و عبد الصمد]بن عبد الوارث [،قالا:حدّثنا حمّاد بن سلمة عن سماك بن حرب ، عن أنس ، قال: بعث النبيّ (ص) ببراءة مع أبي بكر ثمّ دعاه ، فقال: « لا ينبغي أن يبلغ هذا عنّي إلاّ رجل من أهلي ».ثمّ دعا عليّاً فأعطاه إيّاه .

 

پېغمبر اکرم، علي د توبې د سورت تبليغ ته ولېږه

74- حديث: حضرت انس(رض) وايي: پېغمبر اکرم حضرت ابوبكر(رض) د برائت (توبه) د سورت ابلاغ ته ولېږه او بېرته يې راوغوښت او ورته يې وويل: (( بې زما له اهل بيتو بل څوك ددې وړ نۀ دى،چې دا سورت خلكو ته ابلاغ كړي.)) بيا يې امام علي راوغوښت او سورت يې وركړ.

 

74 حديث په نورو سر چينو كې : مصنف ابن ابي شيبه : ج 6 ، ص 377 ، ح 32126 ؛ مسند احمد : ج 20 ، ص 423 ، ح 13214 او ج 21 ، ص 420 ، ح 14019 ؛ فضائل احمد : ص 43 ، ح 69 او ص 146 ، ح 212 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 275 ، ح 3090 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 484 ، ح 393 او ص 499 ، ح 417 ؛ مسند ابو يعلي : ج 5 ، ص 412 ، ح 3095 ؛ شواهد التنزيل : ج 1 ، ص 306 ، ح 309 ـ 312 او ص 308 ، ح 314 ـ 318 ؛ مناقب خوارزمي : ص 165 ، ح 197 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 2 ، ص 377 ، ح 879 او 880 .

 

75 . أخبرنا العبّاس بن محمّد ] الدوري [ ، قال :‌ حدّثنا أبو نوح ـ و اسمه عبد الرحمان بن غزوان ـ قراد ، عن يونس بن أبي إسحاق ، عن أبي إسحاق ، عن زيد بن يثيع ، عن عليّ :‌ أنّ رسول الله (ص) بعث ببراءة إلي أهل مكّة مع أبي بكر ،‌ ثمّ أتبعه بعليّ فقال له : « خذ الكتاب فامض به إلي أهل مكّة ». قال : « فلحقته فأخذت الكتاب منه ، فانصرف أبو بكر و هو كئيب ، فقال :‌ يا رسول الله أنزل فيّ شيء ؟ قال : « لا ] إلاّ [ أنّي أمرت أن أبلغه أنا أو رجل من أهل بيتي » .

75- حديث : پېغمبر اکرم،حضرت ابوبكر(رض) د برائت د سورت ابلاغ ته مكې ته ولېږه، بيا يې علي(ک) ورپسې ولېږه او ورته يې وويل:(( سورت به ترې واخلې او د مكې خلكو ته به يې ابلاغ كړې.)) علي (ک) وايي: له حضرت ابوبكر مې،چې سورت واخېست؛ نو خپه شو او راستون شو او پېغمبر ته يې په خپګان وويل: رسول الله! زما په باب وحې نازله شوې (چې له دې كاره دې منع كړم). رسول اکرم ورته وويل:(( نۀ! را ته امر شوى،چې يا دا كار په خپله وكړم يا زما له اهلبيتو يې وكړي.))

 

75 حديث په نورو سر چينو كې : مسند حميدي : ج 1 ، ص 26 ، ح 48 ؛ اموال ابو عبيد : ص 178 ، ح 458 ؛ مسند احمد : ج 1 ، ص 183 ، ح 594 او ج 2 ، ص 427 ، ح 1297 ؛ فضائل احمد : ص 703 ، ح 325 ؛ انساب الاشراف : ج 1 ، ص 64 ، ح 168 ؛ سنن ترمذي : ج 5 ، ص 276 ، ح 3092 ؛ مسند ابو يعلي : ج 1 ، ص 100 ، ح 451 ؛ تفسير طبري : ج 10 ، ص 46 ـ 47 ؛ علل دارقطني : ج 3 ، ص 164 ؛ مستدرك حاكم : ج 4 ، ص 178 ؛ سنن بيهقي : ج 9 ، ص 206 او 207.

 

76 . أخبرنا زكريّا بن يحيي ، قال :‌ حدّثنا عبد الله بن عمر]   بن محمّد مشكدانة [ حدّثنا أسباط ] بن محمّد [ عن فطر ، عن عبد الله بن شريك ، عن عبد الله بن رقيم ، عن سعد ، قال :‌ بعث رسـول الله (ص) أبا بكر ببراءة حتّي إذا كان ببعض الطريق أرسل عليّاً فأخذها منه ، ثمّ سار بها ، فوجد أبو بكر في نفسه ،‌ فقال:‌« قال رسول الله (ص) : إنّه لا يؤدّي عنّي إلاّ أنا أو رجل منّي » .

76- حديث :حضرت سعيد وايي: رسول اکرم حضرت ابابكر(رض) د برائت سورت د ابلاغ لپاره مكې ته ولېږه،چې نيمې لارې ته ورسېد؛ علي(ک) يې ورپسې ولېږه او سورت يې ترې واخېست.حضرت ابوبكر راستون او په دې كار خپه شو. حضرت سعد وايي: رسول اکرم، حضرت ابوبكر ته وويل: (( يا زه په خپله او يا څوك ،چې له ما وي،بايد دا دنده سر ته ورسوي.))

 

76 حديث په نورو سر چينو كې : كتاب السنه : ص 595 ـ 596 ، ح 1385 او 1384 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 471 ، ح 376 او ج 2 ، ص 466 ، ح 961 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 234 ، ح 278 ، الدر المنثور : ج 4 ، ص 123 .

 

77 . أخبرنا إسحاق بن إبراهيم ، قال : قرأت علي أبي قرّة موسي بن طارق،عن[عبد الملك [ بن جريج ، قال : حدّثني عبد الله بن عثمان بن خثيم عن أبي الزبير ، عن جابر : أنّ النبيّ (ص) حين رجع من عمرة الجعرّانة بعث أبا بكر علي الحجّ فأقبلنا معه حتّي إذا كنّا بالعرج ثوب بالصبح ثمّ استوي ليكبّر فسمع الرغوة خلف ظهره ،‌ فوقف عن التكبير ، فقال : هذه رغوة ناقة رسول الله (ص)[الجدعاء [ ، لقد بدا لرسول الله (ص) في الحجّ ، فلعلّه أن يكون رسول الله (ص) فنصلّي معه ! فإذا عليّ عليها ، فقال له أبوبكر : أمير أم رسول ؟ فقال : « لا ، بل رسول أرسلني رسول الله (ص) ببراءة أقرأها علي النّاس في مواقف الحجّ» . فقدمنا مكّة ، فلمّا كان قبل يوم التروية بيوم قام أبو بكر ،‌ فخطب النّاس ،‌ فحدّثهم عن مناسكهم حتّي إذا فرغ قام عليّ فقرأ علي النّاس براءة حتّي ختمها ، ثمّ خرجنا معه حتّي إذا يوم عرفة قام أبو بكر ، فخطب النّاس ،‌ فحدّثهم عن مناسكهم ، حتّي إذا فرغ ، قام عليّ فقرأ علي النّاس سورة البراءة حتّي ختمها ، ثمّ كان يوم النحر فأفضنا ، فلمّا رجع أبو بكر خطب النّاس فحدّثهم عن إفاضتهم و عن نحرهم و عن مناسكهم ، فلمّا فرغ ، قام عليّ ، فقرأ علي النّاس براءة حتّي ختمها ، فلمّا كان يوم النفر الأوّل قام أبو بكر ، فخطب النّاس ، فحدّثهم كيف ينفرون و كيف يرمون فعلّمهم مناسكهم ،‌ فلمّا فرغ ،‌ قام عليّ فقرأ علي النّاس براءة حتّي ختمها .

 

77- حديث : حضرت جابر وايي: پېغمبر اکرم چې له “جعرانه عمرې” راستون شو؛نو حضرت ابوبكر يې حج ته ولېږه. موږ ورسره وو ،چې په “عرج” نومي ځاى كې لمونځ ته ودرېد. له تكبير ويلو وروسته يې د اوښ اواز واورېد او و يې ويل : دا د پېغمبراکرم د “جرعا” (نوم) د اوښ اواز دى؛ لكه چې رسول اکرم د حج اراده كړېده، كه رسول اکرم وي؛ ورسره به لمونځ وكړو،چې اوښ راورسېد؛ نو و يې ليدل ، چې علي(ک) پرې سپور دى. حضرت ابوبكر ورته وويل: خير خو به وي؟ علي(ک) ورته وويل: له رسول اکرم نه مې درته پېغام راوړى. رالېږلى يې يم چې د برائت (توبه) سورت درڅخه واخلم ، چې حاجيانو ته يې ابلاغ كړم. موږ مكې ته ولاړو. يوه ورځ مخکې له ترويه (د ذي الحجه اتمه) حضرت ابوبكر پاڅېد او خلكو ته يې د حج طريقه وښووه،چې وينا يې پاى ته ورسېده؛نو علي(ک) پاڅېد او د برائت (توبه) سورت يې خلكو ته ابلاغ كړ، بيا له حضرت ابوبكر سره (له مكې) راووتو ، چې د عرفې ورځ شوه؛حضرت ابوبكر پاڅېد او خلكو ته يې وينا وكړه او د حج طريقه يې وښووه، ورپسې علي (ک) پاڅېد او د برائت (توبه) سورت يې ولوست . د قربانۍ ورځ راورسېده (د ذي الحجې لسمه) موږ منى ته ولاړو. حضرت ابوبكر هلته خلكو ته د حج او قربانۍ طريقه وښووه او ورپسې حضرت علي حاجيانو ته د برائت (توبه) سورت ابلاغ كړ. د بېرته راستنېدو پر لومړۍ ورځ حضرت ابوبكر حاجيانو ته خطبه وويله او د راستنېدو طريقه يې وښووه، ورپسې علي پاڅېد او د برائت سورت يې ابلاغ كړ.

77 حديث په نورو سر چينو كې : سنن دارمي : ج 2 ، ص 66 ؛ سنن کبرى نسائي : ج 2 ، ص 416 ، ح 3987 ؛ سنن نسائي : ج 5 ، ص 247 ؛ شواهد التنزيل : ج 1 ، ص 316 ، ح 326 ؛ سنن بيهقي : ج 5 ، ص 111 .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست