تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ځان ستاينه مه كوئ الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى ﴿نجم/۳۲﴾ = هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛ خو بې له كوچنيو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ځان ستاينه مه كوئ

الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ إِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنْتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى ﴿نجم/۳۲﴾ = هغوى چې له سترو ګناهونو او ناوړو (كارونو) ډډه كوي؛ خو بې له كوچنيو ګناهونو (چې کله پرې ككړېږي)؛نو شك نشته،چې ستا د پالونكي بښنه پراخه ده،هغه تاسې له هغه وخته ښه پېژني،چې له ځمكې يې راپيدا كړئ او چې لا د خپلو ميندو په ګېډو كې ((پټ)) وئ؛ نو خپل ځانونه پاك مه ګڼئ (او ځانونه مه ستايئ) او الله ښه پوهېږي،چې رښتينى پاک څوک دى.

ددې ناغوره كړنې آريزه سرچينه، د ځان نه پېژندل دي؛ ځكه كه انسان ځان ښه وپېژني او وپوهېږي، چې د خداى د ستریا پر وړاندې خورا كوچنى او كړنې يې د درونو مسووليتو پر وړاندې ناڅيزه او خداى بې شمېره نعمتونه هم وركړي؛ نو كله هم د ځان ستاينې لار نه خپلوي.

ښاڅمني- غرور، پېسمني- كبر، غفلت، ځان غوراوی او جاهلي اندونه هم ددې ناوړه چار سرچينې دي. داچې ځان ستاينه د انسان پر خپل كمال د ګروهې څرګندوونكې ده؛ نو د روسته پاتېوالى يې لامل دى؛ ځكه په كمزوريو او نيمګړتياوو منښته، د تكامل رمز دى؛ نو ځكه همېش د خداى دوستان او وليان د الهي دندو پر وړاندې پر خپلو نيمګړتياوو منښتي ول او خلك يې د ځان ستاينې او د خپلو كړنو له ستر ګڼلو منع كول.

 له امام باقر(رح) نه په يو روایت كې لولو: ((نه ښايي يو مو هم د خپل لمونځ، روژې، زكات، حج او عمرې په زيادښت ووياړي؛ ځكه خداى متقیان ښه پېژني))

(نهج البلاغه، 184 خطبه) علي (ك) د متقیانو د غوره ځانګړنو په اړه وايي: ((له خپلو لږو كړنو ناخوښي دي او ډېر عبادت يې په پام كې لږ ښكاري. تل ځان تورن بولي او له خپلو كړنو ډارن دي او چې څوك یې په پاكۍ وستايي؛ نو له دې ستاينې ډارېږي او وايي: زه خپل ځان ښه پېژنم او تر ما مې پالوونكى ښه پېژنې. پالونكيه! په هغه څه مې مه نيسه، چې زما په اړه یې وايي؛ تر هغه مې غوره وګرځوه، چې انګېري یې او هغه ګناهونه مې وبښه، چې ترې ناخبره دي)). (نمونه، 22: 542 مخ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست