تبلیغات

ځلکدن او مړينه مړينه د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د مړينې لپاره ښکلي تعبيرات کارول شوي،چې موږ يې څو ته اشاره کوو : د خداى استازى وايي : له دنيا د مؤمنو انسانانو تګ،د مور له ګېډې د ماشوم د راوتو په څېر،له تيارو،تنګسو او دباوونو […]

ځلکدن او مړينه

مړينه د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې

د دولس ګونو امامانو په ويناوو کې د مړينې لپاره ښکلي تعبيرات کارول شوي،چې موږ يې څو ته اشاره کوو :

د خداى استازى وايي : له دنيا د مؤمنو انسانانو تګ،د مور له ګېډې د ماشوم د راوتو په څېر،له تيارو،تنګسو او دباوونو رڼا ته راوتل دي . (٦١) (نهج الفصاحه ۲۶۴۵ حديث)

حضرت امام حسين وپوښتل شو: مړينه څه ده ؟ويې وويل: مړينه هغه ستره خوشحالي ده ،چې مؤمن يې تجربه کوي .

امام حسين وايي :مړينه هغه پول دى،چې له سختيو او سرګردانيو مو هوساېنې او الهي پېرزو ته رسوي ؛لکه څنګه چې د خداى دښمنانو ته له ماڼۍ نه بند ته تګ دى. (٦٣) (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

امام سجاد وايي : د ايمان خاوندانو ته مړينه داسې وي؛لکه چې چټلې جامې وباسي او بېرته پاکې، په زړه پورې او ښه بويه جامې واغوندي او له قيدونو،درونو او بندونو خلاصون ومومي. بيا امام خپلو خبرو ته داسې ادامه ورکوي: او همدا مړينه کافرانو ته داسې ده؛لکه چې فاخرې جامې کاږي او چټلې جامې اغوندي او له هوسا کوره يې وباسي او وېرونکي کور ته وړل کېږي .(۶۴) (محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

امام محمد باقر وايي :مړينه هماغه مينه ده،چې هر شپه يې تجربه کوو؛خو په دومره توپير،چې مهال يې اوږد دى . (٦٥)(محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

البته د امام سپېڅلې نظر د مړينې او برزخ مسئله ده .

امام جعفر صادق وايي :مړينه مؤمنو انسانانو ته تر ټولو غوره د ښه بويونو بويول دي او کافرانو ته د مارانو او لړمانو د چيچلو په څېر وي . (٦٦)(محجة البيضاء ۸/ ۲۵۵)

په بل روايت کې لولو :مړينه د مؤمن لپاره درمل دى . په بل روايت کې دي،چې مړينه د مؤمن انسان لپاره حمام ته د تګ په څېر وي،که څه هم لږ زحمت لري ؛خو د پاکۍ او د بدن د سپکتيا لامل دى .

دې ويينې ته به د رسول اکرم په يوې وينا د پاى ټکى کېږدو،چې و يې ويل :زما په نظر خو مړينه د يو يخ او خوږ شربت په څېر ده،چې انسان يې په سوځنده ګرمۍ کې څښل غواړي .(٦٧) ( سفينة البحار ۲/ ۵۵۳)

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست