تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه څاه ته د شيطان په ورسته رسۍ مه وركوزېږئ   كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿ حشر/ 16﴾ = او (همداراز كار يې) د شيطان په څېر دى، چې كله يې انسان […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

څاه ته د شيطان په ورسته رسۍ مه وركوزېږئ

 

كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ ﴿ حشر/ 16﴾ = او (همداراز كار يې) د شيطان په څېر دى، چې كله يې انسان ته وويل: ((كافر شه (چې ستونزې دې لرې كړم).)) خو چې كافر شو، (شيطان) وويل: ((په رښتینه كې زه ستا په باب څه ژمنه نه لرم؛ زه له نړۍ پال خدايه وېرېږم.))

داچې په دې آيت كې له انسانه مطلب څوك دى، ډول ډول خبرې پرې شوي. ځينو ويلي، مطلب ټول هغه انسانان دي، چې د شيطان تر اغېز لاندې دي، په دروغجنو ژمنو غولېږي او د كفر لار خپلوي او په پاى كې شيطان يې يوازې پرېږدي او كركه ترې څرګندوي. ځينو ويلي، منظور د ابوجهل او لارويانو په څېر يې ځانګړي انسانان دي، چې د بدر په غزا كې د شيطان په غولوونكيو ژمنو وغولېدل او په پاى كې يې د ماتې تراخه وڅكل. (وګورئ: انفال_48) ځينو مفسرانو او حديثپوهانو، تردې آيت لاندې د بني اسرائيلو د يو نمنځچاري – عابد ((برصيصا)) كيسه راوړې، چې ګردو وګړيو ته يو ستر سبق كېداى شي، چې كله هم څاه ته د شيطان او منافقانو په ورستې رسۍ كوز نشي، چې تلل به يې په څاه كې لوېدل وي. د كيسې لنډيز دا دى: په بني اسرائيلو كې (( برصيصا)) نامى يو عابد و، اوږد وخت يې عبادت كړى و او د قرب مقام دې بريد ته وررسېدلى و، چې اروايي ناروغان یې ورته راوستل او په دعا يې رغېدل. يوه ورځ د يوې با وګړې – با شخصیتې كورنۍ يوه ښكلې ښځه خپلو روڼو ورته راوسته او د رغېدا لپاره څه موده ورسره پاتې شوه. دلته شيطان په وسوسې اچولو لګيا شو او عابد ته يې ننداره دومره ښكلې انځور كړه، چې عابد له ښځې سره زنا وكړه. څه موده روسته څرګنده شوه، چې ښځه دوه ځانې شوې (او داچې د يوې ګناه كول همېش د سترو ګناهونو سرچينه وي) ښځه يې ووژله او د بېديا په يوې څنډې كې يې ښخه كړه. روڼه يې له پېښې خبر شوو او دا خبر په ټول ښار كې خپور شو او امير هم پرې خبر شو او له يو شمېر خلكو سره وخوځېد، چې ځان له پېښې خبر كړي. چې كله د عابد ګناه جوته شوه؛ نو له عبادتځي یې راوكېښ. عابد  پر خپلې ګناه تر اعتراف روسته، امير امر وكړ، چې پر دار يې راځوړند كړئ. چې دار ته ور وخوت، شيطان يې په سترګو كې انځور شو او ويې ويل: زه وم، چې پردې ورځ مې اخته كړې او چې څه وايم، منه يې، چې و دې ژغورم. عابد وويل: څه وكړم؟ ويې ويل: يوازې سجده راته بسیا ده. عابد وويل: په دې حال كې خو مې له وسې پوره نه ده. شيطان وويل يوه اشاره هم بس ده. عابد د سترګې په كونج يا لاس يوه اشاره وكړه او شيطان ته يې سجده وكړه او ومړ او په مازې كفر له نړۍ ولاړ. هو! د شيطانانو، او د دوی د  منافقانو پلیونو د وسوسو پايلې دغسې دي. (نمونه، 23: 537 او 544 مخونه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!