تبلیغات

  په هر غم كې نېکه تجربه پټه وي، ان هغه تجربې، چې موږ ته دردوونكى هم وي . غمونه او ښادۍ په ګډه زموږ ژوند جوړوي . ستر انګليسي شاعر “ويليام بليك” داسې وايي: “غم او ښادي سره ګنډل کېږي او خدايې روح ترې جوړېږي.” او همداسې په “امير” كې داسې راغلي دي : […]

 

په هر غم كې نېکه تجربه پټه وي، ان هغه تجربې، چې موږ ته دردوونكى هم وي . غمونه او ښادۍ په ګډه زموږ ژوند جوړوي . ستر انګليسي شاعر “ويليام بليك” داسې وايي: “غم او ښادي سره ګنډل کېږي او خدايې روح ترې جوړېږي.”

او همداسې په “امير” كې داسې راغلي دي : د ژړا يوه شپه وي، چې وروسته ترې د خوشالۍ سباوون راځي . غم او ښادي د شپې او ورځې په څېر په يو بل پسې راځي؛ خو د غم يوه شپه راته د كال هومره او كال ښادي راته د يوې ورځې هومره ښكاري.

غمونه او كړاوونه د ژوند يوه برخه او ښوونكى ده . كه غم او كړاو مو په برخه نه و؛نو د ژوند ډېرې ښوونې مو نه دي زده كړي؛خو افسوس،چې په موږ كې ډېرى خلك پردې خبره نه پوهېږي او له دې په ظاهره كړونکيو تجربو تښتي.

چې کله ستونزه را پېښه شي؛نو له ستونزې تښتو؛ خو بايد پردې خبره پوه شو، چې له ستونزو تېښته په کارنه ده .

كړونكې پېښې لنډ مهال ته پر شا ځي؛ خو په بله بڼه، بله ورځ بيا راپېښېږې؛ خو اصلي خبره دا ده، چې له وړو وړو ستونزو سرغړونه خپل ژوند ته د غټو غټو ستونزو رابلنه ده .

ځينې خلك چې خپلې ستونزې نشي هوارولاى؛ نو ورته تسليمېږي . هغوى مقاومت نه كوي؛ بلكې ځان ستونزې ته ورسپاري او داسې وايي: پر كومې بلا چې دې زور نه رسي؛نو ورغاړې وځه؛ خو درېمه لار هم شته، چې تر ټولو سمه ده؛ له ستونزو سرغړونه بې ځايه او ورته تسليمېدل ناپوهي ده او درېمه لار دا ده، چې هرې ستونزې ته د ملګري په سترګه وګورئ، چې زده كړه يې له ځان سره راوړې ده؛ نو كله هم هڅه و نه كړئ، چې له ستونزو وتښتئ؛ ځكه چې له ستونزو د تېښتې لار، تل تړلې وي، كوښښ وكړئ مخكې تردې، چې ستونزې مو مخې ته راشي، تاسې يي مخې ته ورشئ او په پراخه سينه ورته وواياست :ستړې مه شې! زما ملګريه ! زما د “څښتن” له اړخه دې څه پېغام راوړى‏؛ نو هله به وي چې پوه به شئ ، چې دا ستونزه ستاسې کمزورۍ ته اشاره كوي، چې بايد سمه ‏شي او له تاسې غواړي، چې په سم هوډ او اقدام ، يو بل ګام د نېکۍ او راستۍ په لار كې اوچت كړئ؛ نو همغه به وي، چې هر ستونزه به يو پاكټ وي، چې پکې به ارزښتمنه ډالۍ راغلې وي او هره كړونكې تجربه يو پاكټ دى، چې پكې د عقل او ځواک ‏ډالۍ پټه ده او څوك،چې دې خبرې ته ورسېد؛ نو په موسكا او خوشحالۍ به ستونزو ته ښه راغلاست وايي او هغه به ناماتى انسان وي، چې د بري پر لور لوړ ګامونه اوچتوي .

څو كاله مخکې يو خرڅونكى له ښاره بهر ووت، چې راستون شو؛ نو و يې ليدل چې په نشتون كې يې كور او پلورنځى دواړه په اور كې سوځيدلي؛ خو هغه څه وكړل؟ موسكى شو او سترګې يې اسمان ته كړې او و يې ويل: خدايه! اوس څه غواړې، چې و يې كړم؟!

بله ورځ راغى او د پلورنځي او كور پر ويجاړ ديوال يې وليكل:

پلورنځى مې وسوځېد؛

كور مې وسوځېد؛

مال مې وسوځېد؛

؛خو                                   ايمان مې نه دى سوځېدلى؛

سبا به بل كار پيل كړم.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!