تبلیغات

  چې د دين مخــــــــــالفان  يې وو خوراک په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو چې په کار يې محــــــــــــمد شو فرحناک که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي لاس زما د دلدل سواردزين فـــــــــــتراک[1]   د قيامت تر ورځې د حضرت علي مبارزه  د امت تر ټولو کړنو غوره ده ( مستدرک الصحيحين : درېم […]

 

چې د دين مخــــــــــالفان  يې وو خوراک

په داهسې مړنتـــــــــــــوب يې آفرين وو

چې په کار يې محــــــــــــمد شو فرحناک

که سواره يې مړني دلښــــــــکر ډېر دي

لاس زما د دلدل سواردزين فـــــــــــتراک[1]

 

د قيامت تر ورځې د حضرت علي مبارزه  د امت تر ټولو کړنو غوره ده

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له سفيان ثوري له بهز بن حکيم حکيم له پلاره له نيکه روايتوي،چې وايي : رسول اکرم (ص) ويل : د خندق د جګړې پر ورځ له عمرو بن عبدود سره د حضرت علي مبارزه د قيامت تر ورځې تر ټولو غوره عمل دى،چې زما امت به يې کوي .

دا روايت ( خطيب؛د بغداد تاريخي :ديارلسم ټوک،١٩ مخ ) له اسحاق بن بشر قرشي له بهز بن حکيم له پلاره له نيکه او دې ورته يو روايت فخر رازي په کبير تفسير کې د قدر سورت په تفسير کې راوړى دى .

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له ابن اسحاق روايتوي،چې وايي : عمرو بن عبدود د بدر په جګړه کې هم برخه اخستې وه؛خو د ټپ اخستو له امله يې د احد په جګړه کې برخه وا نه خسته؛نو د خندق جګړې ته ځکه راغلى و،چې د بدر په جګړه کې د اخستل شوي ټپ غچ واخلي او ټول ځان يې پر وسله پوښلى و، چې ټول يې وګوري،چې حضرت علي پرې غږ وکړ : عمرو ! له خداى سره دې ژمنه کړې وه،چې که په جګړه کې مقابل لورى قرشي وي؛نو يو له دوو وړانديزونو يې ومنې . عمرو ورته وويل : هو همداسې ده ! حضرت علي ورته وويل : وړانديز درکوم،چې د خداى او رسول بلنه يې و منې او مسلمان شې . عمرو وويل : زه دې خبرو ته اړتيا نه لرم ، دويم وړانديز دې څه دى ؟ حضرت علي ورته وويل : بل داچې راسره وجنګېږې . عمرو ورته وويل: وراره! دا څنګه وړانديز دې ورکړ،پر خداى قسم،چې نه غواړم  و دې وژنم . حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې غواړم  تا ووژنم . عمرو غيرتي شو او له اس يې راودانګل او د حضرت علي پر لور راغى  او غږ يې کړ : څوک دى،چې له ما سرو وجنګېږي ؟ دا مهال وسلوال حضرت علي پاڅېد،چې يوازې سترګې يې ښکارېدې او و يې ويل : رسول الله ! اجازه راکړه،چې ډګر ته ورشم. پېغمبر(ص)  ورته وويل : اخر هغه عمرو بن عبدود دى ، ته کېنه ! عمرو بيا غږ کړ : په تاسې کې سړى نشته ؟  رسول اکرم(ص)، علي ته اجازه ورکړه او ولاړ او و يې ويل :

لا تعجلن اتاک مجيب صوتک غير عاجز

ذونبهة و بصيرة والصدق منــجى کل فائز

انى لارجو اقيم عليک نامـــــحة الجنـــائز

من ضربة نجلاء يبقى ذکرها عندالهــزاهز

عمرو وپوښته :څوک يې ؟ ورته يې وويل : علي يم ؟ پوښتنه يې وکړه : د چا زوى يې ؟ زه د عبدمناف زوى علي بن ابيطالب يم . عمرو ورته وويل : ستا په لښکر کې داسې کسان شته ،چې تر تا پاخه وي،ستون شه !نه غواړم  ودې وژنم او وينه دې تويې کړم .حضرت علي : خو زه ستا د وينې تويولو لپاره هېڅ پروا او وېره نه لرم . عمرو له اسه راکوز شو او د برښنا په څېر يې خپله توره راوايسته او د  حضرت علي پر لور راغى . حضرت علي هم ورمخکې شو او د څرمنې سپر يې د تورې مخې ته ونيو. دواړه ونښتل او د نښـتې له امله دوړې شوې،چې يوه لښکر هم نه ليدل،چې څه روان دي،چې ناڅايه له دوړو د حضرت علي د الله اکبر غږ راپورته شو او پېغمبراکرم پوه شو،چې حضرت علي، عمرو له منځه وړى دى ._ تردې چې وايي : _ حضرت علي د رسول اکرم(ص) پر لور راغى حال داچې څېره يې ځلېده . حضرت عمر بن خطاب وپوښتل : ولې دې د هغه سلب را وا نه خست او د هغه د زغرې په شان بله زغره په عربو کې نشته ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مې چې وواهه او پر ځمکه ګوزار شو او چې غوښتل مې سر ترې غوڅ کړم؛نو عورت يې ښکاره کړ،وشرمېدم،چې سلب يې واخلم او تر مړينې وروسته يې لښکريانو له ځان سره وتښتاوه.

دا روايت ( شبلنجي؛ نورالابصار :٧٩ مخ ) هم راوړى؛خو په دومره توپير چې د عمرو بن عبدود شعرونه يې هم راوړي،چې وايي :

ولقد بحجت من النداء لجمعکم هل من مبارز

و وقفت اذوقت الشجاع مواقف القرن المناجر

و کذلک انى لــــــم ازل متترعاً قبــــــــل الهزاهز

ان الشجاعة فى الفتى و الجود من خير الغرائز

 غږ مې ټپ شو،دومره چغې مې ستاسې لښکر ته ووهلې،چې څوک دى مبارز او د مړانې پر مقام ولاړ يم،چې د خپل قوم ستر يم او مبارز غواړي زه تل د اوښانو اخستونکى او د جګړې د ورځې په هيله وم . هو ! مړانه په مېړنيو کې او سخاوت تر ټولو غوره غريزه ده .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٣ مخ ) په خپل سند له عاصم بن عمر ابن قتاده د عمرو له خور څخه د خپل ورور په مرثيه کې شعرونه نقل کړي،چې دادي :

لوکان قاتل عمرو قاتله     بکيته ما اقام الروح فى جسدى

لـــکن قاتله من لايعاب به    و کان يدعى قديما بيضة البد

که د عمرو قاتل بې له هغه بل څوک و،چې وژلى يې دى؛نو چې ژوندۍ وم، ژړل به مې؛خو د ورور وژونکى مې هغه دى، چې چا پکې نيمګړتيا نه ده ليدلې او زما د ورور پر وژلو هم نه رټل کېږي او هغه هم دى،چې له پخوا به يې ورته د قوم مشر وايه .

فخر رازي په کبير تفسير کې د بقره د سورت د (تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ؛تېر انبياء مو ځينې پر ځينو غوره کړل ) آيت په تفسير کې روايتوي،چې د عمرو عبدود تر وژولو وروسته،رسول اکرم (ص)، حضرت علي وپوښت: علي ! هغه مهال دې خپل زړه څنګه وموند ؟ حضرت علي ورته وويل : هغه مهال مې زړه دومره پياوړى و،چې که ټوله مدينه راسره جنګېدلې واى؛نو ورسره به جنګېدلاى وم .

سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ) د آيت په تفسير کې له ابي حاتم، ابن مردويه او ابن عساکر ټول له ابن مسعود روايت کړى، چې هغه دا آيت داسې ولوسته کړ : ( و کفى الله المؤمنين القتال بعلي بن ابيطالب ) او دا مانا ذهبي هم د ميزان الاعتدال د دويم ټوک په ١٧ مخ کې له ابن مسعود نقل کړې _ ؛البته مانا يې دا نه ده،چې د علي بن ابيطالب ټکى هم د قرآن برخه وه،چې بيا لرې شوې؛بلکې ابن مسعود غوښتل ووايي،چې دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه  نازل شوى دى .

خوشال بابا وايي :

ذوالفقــــــــــار يې ازدها وو دوى يې ژبې

د خيبرپه کوټ يې هســـې زور ښکاره کړ  چې له ويخه يې راونــــــــــــــــړول پاک [2]

د خيبر او حنين غزاګانې

( امام احمد بن حنبل؛مسند :شپږم ټوک،٨ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي رافع روايتوي،چې له حضرت علي سره د خيبر د کلاوو پر لور ولاړو؛نو همدا چې کلاوو ته ورنږدې شو؛نو له کلاګانو پرې يرغل وشو او له  حضرت علي سره ونښتل،چې يو سړي پر حضرت علي د تورې ګوزار وکړ او ډال يې ترې ګوزار کړ؛نو حضرت علي يو ور راواخسته او خپل ډال يې کړ او تر هغې يې په لاس کې و، چې خيبر يې سوبه کړ او بيا يې پر ځمکه ګوزار کړ، چې بيا زه او اووه کسان نور ولاړو،چې ور راپورته کړو،چې څومره دروند دى؛خو څومره زورونه مو چې ووهل،له ځايه مو و نه خوځاوه .

دا روايت  (ابن جرير طبري؛ تاريخ : دويم ټوک :٣٠٠ مخ ) او ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٦ مخ ) کې هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

( د بغداد تاريخ : يوولسم ټوک،٣٢٤ مخ ) په خپل سند له حضرت جابر بن عبدالله روايتوي،چې د خيبر د سوبې پر ورځ،چې حضرت علي کوم ور اوچت کړى و؛نو تر څلوېښت کسانو لږو ونشو کړاى اوچت يې کړي .

 دا روايت ( ذهبي؛ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢١٨ مخ ) ، ( عسقلاني؛ فتح الباري :نهم ټوک،١٨ مخ ) ، ( علي بن سلطان؛مرقاة : پينځم ټوک،٥٦٧ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٨٨ مخ ) هم راوړى او محب طبري او علي بن سلطان ويلي : بيا چې غوښتل دا ور پر خپل ځاى کېږدي؛نو اويا کسانو دا کار وکړ او دا خبره يې د حاکمي اربعين ته نسبت ورکړې ده .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٨ مخ ) له حضرت جابر بن سمرة روايتوي،چې وايي :  حضرت علي د خيبر پر  ورځ ور راونړاوه او مسلمانان کلا ته ننووتل او کلا يې سوبه کړه او  بيا تر څلويښتو لږو کسانو و نه شو کړاى ور اوچت کړي .

( ابن عبدالبر؛ استيعاب : دويم ټوک،٣٩٨ مخ ) له زبير بن بکار له عبدالله بن بريده له حضرت بريده روايتوي،چې حضرت ام سلمه بي بي هم د خيبر په جګړه کې وه او و يې ويل : د مرحب پر غاښونو مې د علي د تورې د ګوزار غږ واورېد .

فخر رازي په کبير تفسير کې د کهف د سورت د (أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا) آيت په تفسير کې د کراماتو پېښېدو ته شپږم دليل راوړي،وايي : څوک چې د عالم غيب په اړه  ډېره پوهه ولري؛نو زړه او ماغزه يې غښتلي وي؛نو ځکه حضرت علي کرم الله وجهه وايي : پر خداى قسم،چې هغه مهال مې د خيبر ور په جسماني ځواک پورته نه کړ او په رباني او اسماني ځواک مې پورته کړ او داچې هغه مهال حضرت علي کرم الله وجهه په ټوليزه توګه له توکیزې- مادي نړۍ سره اړيکه پرېکړې وه او د نور پرښتو پرې د عالم کبرياء رڼا اچولې وه،چې په پايله کې يې اروا د ملکي ارواګانو په څېر غښتلې شوې وه او داسې ځواک يې لاس ته راوړى و،چې تر اوسه لا هيچا هم لاس ته نه و راوړى .

  ( هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،١٨٠ مخ ) وايي : له حضرت انس بن مالک روايت،دى چې وايي : د حنين د جګړې پر ورځ له حضرت عباس د پېغمبر تره، حضرت ابوسفيان بن حارث د پېغمبر د تره زوى او حضرت علي پرته ټول وتښتېدل او يوازې دوى ول،چې په هغه حال کې جنګېدل .

او د هماغه ټوک په ١٨٢ مخ کې له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب يو موټى خاورې رسول اکرم ته ورکړې او رسول اکرم پر دښمن وروشيندلې .

 حضرت علي پر ځمکه سيف الله او اسدالله دى

( ذخاير العقبى :٩٢ مخ ) له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې وايي : پېغمبراکرم (ص) پر منبر کېناست او ډېره وينا يې وکړه او بيا يې وپوښتل: علي بن ابيطالب چېرته دى ؟ حضرت علي له ځايه پاڅېد او و يې ويل : رسول الله حاضر يم . پېغمبر اکرم خپلې سينې ته رانږدې او د دوو سترګو تر منځ يې ښکل کړ او پر لوړ غږ يې وويل : مسلمانانو ! دا زما ورور،د تره زوى او زوم دى؛زما غوښه ، وينه او ويښته دى؛دا زما د دوو زامنو پلار دى،چې د جنت د ځوانانو ښاغلي دي، دا دى چې تل يې زما د ستونزو غوټى پرانستې،پر ځمکه د خداى دښمنانو پر خلاف سيف الله او اسدالله دى، پر دښمنانو دې يې د خداى لعنت وي،زه او خداى يې له دښمنانو کرکجن يو او که څوک غواړي له ما او خدايه بېزاره شي؛نو له علي دې بېزاره شي او ناست کسان دې دا خبره هغوى ته ورسوي،چې نشته . بيا يې وويل : علي کېنه ! چې خداى معرفي کړې.

( ابن قتيبه؛الامامة والسياسية :٩٧ مخ ) له ابو المجحن ثقفي پرته له سنده روايت نقل کړى،چې معاويه ته ورغى او ورته يې وويل : زه له بې سره، بې ژبې، ډارن او بخيل علي بن ابيطالب څخه راغلم . معاويه ورته وويل : ته او خداى ! پوهېږې چې څه وايې ؟ او دا چې ودې ويل، هغه بې ژبې دى؛نو پر خداى قسم که د خلکو ټولې ژبې يو ځاى شي؛نو يوازې د علي ژبه ورته کافي ده او داچې و دې ويل،چې هغه ډارن دى؛نو مور دې سر ته کېنه؛ تا تر اوسه څوک ليدلى،چې علي ته به ټينګ شوى وي او پر منځ به يې نه وي نيم کړى؟ او داچې و دې ويل،هغه کنجوس دى؛نو پر خداى قسم،چې يو کور له سرو زرو او بل له بوسو ورکړې؛نو سره زره به تر بوسو مخکې انفاق کړي . د ابوالمحجن زوى وويل :نو ولې وسره جنګېږې . معاويه ورته وويل : د حضرت عثمان د وينې د غچ لپاره .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢٢٥ مخ ) حضرت ابن عباس وپوښتل شو: د صفين په جګړه کې په خپله جګړې ته تللى وې که نه ؟ ځواب يې ورکړ: پر خداى قسم د هغه په څېر مې هېڅ څوک نه دي ليدلي،چې د مرګ خولې ته ځان ورغورځوي او له ډېرو جنګياليو سره جنګېدلى او ټول يې وژلي دي .

محب طبري د ذخاير په ٩٩ مخ کې راوړي او  واقدي ته يې نسبت ورکوي او وايي : ابن هشام له يو داسې کس نقل کړي،چې ډاډ يې پرې درلود چې وايي : پر هغه ورځ،چې مسلمانانو  بني قريظه کلا بندکړي ول؛ نو حضرت علي يوازې يو غږ وکړ: د ايمان سرتېرو بريد وکړئ او په خپله له حضرت زبير بن عوام سره مخکې ولاړ او غږ يې کړ : پر خداى قسم،هغه شربت څښم،چې تره مې حمزه سيد الشهدا وڅښکه او يا به کلا سوبه کړم . د کلا خلکو چغې کړې : محمده ! د سعد بن معاذ پرېکړه مو قبوله ده .

 د ټولو جګړو مشري د حضرت علي په لاس کې وه

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) او همداراز ( درېم ټوک،١٣٧ مخ ) په دې اړه  دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې مالک بن دينار وايي : حضرت سعيد بن جبير مې وپوښت: په جګړو کې د رسول اکرم بېرغ د چا په لاس کې و ؟ له مانا ډکه کتنه يې راته وکړه او را ته يې وويل : راته ښکاري،چې ډېر بې فکره او خونسرده انسان يې . زه ډېر خپه شوم او د هغه دا خبره مې د هغه ملګري قراء ته وکړه،چې ما له سعيد پوښتنه وکړه، و يې ويل : په داسې ځاى کې دې وپوښت،چې له حجاج څخه وېرېده او پټ و او نن راغلى او د کعبې په شاوخوا کې يې پېدا کولاى شې؛نو ته کړاى، شې چې ورشې او خپله پوښتنه ترې وکړې او ځواب دې واخلې؛نو ما هم د کعبې مخامخ پوښتنه وکړه او راته يې وويل : په ټولو جګړو کې د رسول الله (ص) بېرغ له حضرت علي سره و او زه دا له حضرت ابن عباس روايتوم .

دا روايت ابن سعد هم د طبقات د درېم ټوک په ١٥ مخ کې په لږ اختلاف نقل کړى،چې سعد وايي : پر لار به د جګړې بېرغ ابن ميسره عبسي وړه؛خو چې جګړه به شوه؛نو رعلي به په لاس کې نيوه .

 دا روايت ( ذخاير :٧٥ مخ ) هم راوړى او د احمد بن حنبل مناقب ته يې نسبت ورکړى دى .

په تېرو مخونو کې مو له ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٤٩٩ مخ ) له قيس بن ابي حازم يو روايت راوړ،چې وايي : په مدينه کې په بازار کې ګرځېدم او د زيب تېږې ته ورسېدم،چې يوه ډله مې وليده،چې حضرت علي ته کنځل کوي او څوک هم ورته څه نه وايي،چې حضرت سعد بن ابي وقاص رامخکې شو او و يې ويل : آيا علي ړومبى مسلمان، ړومبى لمونځ کوونکى، تر ټولو زاهد، تر ټولو عالم، د رسول اکرم زوم او د خداى د رسول د بېرغ خاوند نه و . ( د حديث تر پايه )

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،٣٦٨مخ  ) په خپل سند له مقسم ( ابن حجر؛ تهذيب التهذيب :درېم ټوک،٤٧٥ مخ ) له نوموړي (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢٠ مخ ) له حضرت ثعلبة بن ابي مالک، ( کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٩٥ مخ ) له حضرت سعد بن عباده ، ( ابن سعد؛ طبقات :درېم ټوک،لومړى قسم،١٤ مخ ) له حضرت قتادة ، ( رياض النضره:دويم ټوک،١٩١مخ ) له حضرت ابن عباس ، ( هيثمي؛مجمع : پينځم ټوک، ٣١١ مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١١١ مخ ) ، (کنزالعمال : پينځم ټوک،٢٦٩ مخ ) له حضرت ابن عباس، (هيثمي؛مجمع :شپږم ټوک،١١٤ مخ ) ، (رياض النضره : دويم ټوک،١٩١ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،١٦ مخ ) ، (اسدالغابه : څلورم ټوک،٢١ مخ ) او ( صواعق محرقه :٧٦ مخ ) په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : ابويعلي له حضرت ابوهريرة روايتوي،چې وايي : حضرت عمر بن خطاب وويل : علي ته داسې ځانګړنې لرې،چې که يوه يې هم ما درلوده؛نو تر ټولو نعمتونو به راته ښه وه . پوښتنه وشوه : هغه کومې ځانګړنې دي؟ له فاطمې سره واده، په جومات کې ژوند او د خيبر د جګړې د ورځې بېرغ.

 

خوشحال بابا وايي :

د علي د آل دوستي د ايمـــــان زړه دى

څوک دې شک په داپه زړه نه راولي

د علي د آل په مدح کې جنــــــــــت دى

د خوشحال خټک په داده تـــــــــــسلي [3]

 

خداى د حضرت علي زړه پر ايمان ازمېيلى دى

( صحيح ترمذي: دويم ټوک ) په خپل سند له ربعي بن حراش روايتوي چې وايي : حضرت علي بن ابيطالب د کوفې په رحبه کې خلکو ته وويل : د حديبيه پر ورځ يوه ډله مشرکانو،چې سهيل بن عمر هم پکې و، رسول اکرم (ص) ته وويل : زموږ ځينې زامن، خپلوان او مريان  په دې نامه،چې مسلمانان شوي مدينې ته درغلي؛خو شته داسې کسان،چې نه پوهېږي، چې اصلاً دين څه ته وايي او مطلب يې دا و،چې زموږ مالونه يې له ځان سره مدينې ته دروړي؛نو داسې خلک راوسپارئ . رسول اکرم (ص) ورته وويل : که ديني پوهه نه لري؛نو ديني پوهه به ورزده کړو او په ګواښ يې وويل : د قريشو ډلې ! يا مو له دې چارو لاس واخلئ او يا به داسې سړى درولېږم،چې په توره مو سمې لار ته راوړي،چې خداى يې پر ايمان زړه ازمېيلى دى . خلکو وپوښتل : رسول الله ! هغه څوک دى ؟ دا مهال حضرت ابوبکر او حضرت عمر دواړو په يو بل پسې سرونه راپورته کړل . پېغمبراکرم (ص) چوپ و او بيا يې وويل : هغه چې خپلې پڼې ګنډي او هغه مهال حضرت علي د رسول اکرم پڼې ګنډلې. بيا حضرت علي راوکتل،و يې ويل : د خداى استازي وويل : کور دې وسوځېږي د هغه چې پر موږ دروغ تړي .

 دا روايت ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٤٠٧ مخ کې راوړى او ابن جرير ته يې نسبت ورکړى او صحيح يې ګڼلى )، ( مستدرک الصحيحين: دويم ټوک،١٣٧ مخ او همداراز څلورم ټوک،٢٩٨ مخ  ) ، ( متقي؛ کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٦ مخ ) همدې مضمون ته نږدې يو بل روايت هم نقل کړى ، ( د بغداد تاريخ :لومړى ټوک،١٣٣ مخ ) له ربعي او د اتم ټوک په ٤٣٣ مخ کې له بلې لارې او دويم ټوک په ٤٠٨ مخ کې په لنډه نقل کړى دى .

( صحيح ترمذي : 2 ټوک ،301 مخ ) پر خپل سند له ابي حمزه _ انصاري _ څخه روايت کړى،چې و يې ويل :  له حضرت زيد بن ارقم نه مې واورېدل،چې و يې ويل : حضرت علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راوړ.

دا روايت حاکم  د مستدر ک الصحيحين د 3 ټوک په 136 مخ کې نقل کړى او صحيح يې ګڼلى او نسائي هم  د خصايص په  2 مخ کې راوړى  او ابن سعد هم د طبقات د 3 ټوک لومړۍ برخې په 12 مخ کې نقل کړى او هم ابن اثير  د اسد الغابه د 4 ټوک په 17 مخ کې راوړى او همداراز  متقي؛ کنزالعمال ، 6 ټوک ، 40 مخ .

ابن شيبه او احمدبن حنبل د  مسند په 4 ټوک  کې پر دوو سندونو؛ يو په 368 مخ او بل په 371 مخ کې نقل کړى.

ابن جريرطبري هم د خپل  تاريخ  د 2 ټوک په 55 مخ کې پر دوو سندونو؛ له محمد بن منکدر او ربيعه بن ابي  عبدالرحمن او ابي حازم  مدني او کلبي  نقل کړى،چې  ټولو  ويلي  دي  : (( او حضرت علي هغه مهال نهه کلن و .))

( مستدرک الصحيحين :3 ټوک ، 465 مخ ) له حضرت ابن عباس څخه له ابو موسى اشعري (رض)  همدا مضمون  او د هماغه ټوک په 136 مخ کې  له حضرت سلمان  څخه په دې مضمون روايتوي : رسول اکرم (ص) وويل : ((په تاسې کې به تر ټولو  ړومبى هغه ما ته د کوثر د حوض غاړې ته راشي،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړى وي او هغه علي دى.))

او همداراز دا حديث خطيب بغدادي د خپل تاريخ د 2 ټوک په 18 مخ، ابن عبد البر؛استيعاب :2 ټوک ،457 مخ .ابن اثير؛ اسد الغابه: 4 ټوک، 17 مخ  او مناوي په کنوزالحقايق کې يې تر نقلولو وروسته وايي :دا حديث ديلمي او هم کنزالعمال په شپږم ټوک ،400 مخ کې راوړى او کنزالعمال د ابن ابي  شيبه خبره هم راوړې او همداراز هيثمي هغه د مجمع د 9 ټوک په 102 مخ  کې نقل  کړى او د طبراني خبره يې هم  راخستې ده.

( مستدرک الصحيحين :3ټوک ،499 مخ ) پر خپل سند له قيس بن ابي حازم څخه روايت کړى،چې وايي : په مدينه کې وم،چې په دې  ترڅ کې،چې په بازار کې مې چکر واهه ،چې باحجارزيت  ته ورسېدم او  ومې ليدل،چې يوه ډله  د يوه سپاره شاوخوا ته راټول شوي او هغه هم حضرت علي ته کنځلې کوي،خلکو هم ورته غوږ نيولى و او چا هم ورته څه نه ويل،چې دا مهال ناڅاپه حضرت سعد بن ابي وقاص راورسېد او ورسره ودرېد او و يې پوښتل : څوک دى ؟ ورته وويل شول : يو سړى دى، چې حضرت علي ته کنځلې کوي . حضرت سعد غوښتل رامخکې شي؛خو خلکو لار ور نه کړه ؛خو حضرت سعد پخپله ځان هغه سړي ته ورورساوه او و يې پوښته : سړيه ! ولې علي ته کنځلې کوې ؟ مګر علي تر ټولو ړومبى اسلام را نه  وړ؟ مګر هغه تر ټولو مخکې د خداى له استازي سره لمونځ و نه کړ ؟ مګر هغه تر ټولو زاهد نه و ؟ مګر تر ټولو پوه نه و؟ او همداراز د حضرت علي يو يو فضليت يې وايه،چې دلته راورسېد : مګر هغه د خداى د استازي زوم نه و؟ مګر د خداى داستازي د جګړو بېرغچي نه و؟ او پر دې  مهال مخ په قبله ودرېداو دعا يې وکړه : خدايه! دا سړى ستا يو ولي ته کنځلې کوي؛نو مخکې له دې،چې خلک له دې ځايه خپاره شي،خپل زور وروښيه .

قيس وايي : پر خداى قسم! تر اوسه لا خپاره شوي نه وو،چې د سړي اس اوټاو شو او لاندې يې راګوزار کړ او سر يې پر ډبره ولګېد او د سر ماغزه يې وشيندل شول .

حاکم وايي : دا حديث د اعتبار لپاره ټول هغه شرايط لري، چې مسلم او بخاري يې د يو حديث د اعتبار لپاره غواړي .

(احمد حنبل؛مسند:5 ټوک ، 26 ټوک ) پر خپل سند له معقل يسار (رض) څخه نقلوي : يو ه ورځ مې پېغمبراکرم (ص) پرېمنځه ؛ نو راته يې وويل : لېوال يې چې له فاطمې سره ملاقات وکړې ؟ ورته مې وويل :هو ! بيا پاڅېد حال داچې پر ما يې ډډه وهلې وه او و يې ويل : خبر شه، چې ډېر ژر به مې دروندوالى بل  زغمي او يوازې ته به يې اجر وړې  او په هماغه حال کې مې وليدل،چې هغه مبارک بېخي دروند نه دى ؛ته وا؛لکه چې بېخي وزن نه لري او په همدې حال کې د بي بي فاطمې کور ته ورننووتو؛نو رسول اکرم (ص) وويل : (( پر خداى چې خپګان او رنځ مې ډېر شوى دى .))

ابو عبدالرحمن وايي : ما د خپل پلار په کتاب د هغه په خپل خط دا حديث داسې وموند،چې رسول اکرم (ص) بي بي فاطمې ته وويل : خوښه نه يې چې داسې سړي ته مې ور واده کړې ،چې تر ټول امته مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې پوهه او زغم يې ډېر دى؟

دا روايت متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په 153 مخ کې راوړى او هيثمي هم د مجمع د نهم ټوک په 101 او 114 مخونو کې راوړى او دواړو ويلي،چې هغه طبراني روايت  کړى دى .

( امام ابي حنيفه؛مسند:247 مخ ) پر خپل سند له حبه روايت کړى،چې و يې ويل : له حضرت علي مې واورېدل،چې ويل يې : (( ما ترټولو ړومبى اسلام راووړ او د خداى له استازي سره مې لمونځ وکړ .))

خطيب بغدادي هم د خپل تاريخ د څلورم ټوک په 223 مخ کې دا روايت راوړى دى .

(الاصابه:4ټوک،لومړى قسم ،118 مخ ) وايي : ابن شاهين له ابراهيم ابن جعفر له پلار يې جعفر بن عبدالله  بن سلمه له عمرو بن مره جهني او عبدالله بن مزني _ دا دواړه اصحابان وو _ له حضرت جابر څخه روايت کړى، چې ټولو به ويل : (( علي ړومبى تن و،چې اسلام يې راوړ .))

( الاصابه:8 ټوک ،لومړى قسم ،183 مخ ) وايي : له علي بن هاشم بن يزيد څخه يې روايت راوړى،چې ليلاى غفاريه راته وويل : د خداى له استازي سره جګړې ته تللې وم،چې هلته د ټپيانو ټپونه درمل کړم او چې کله حضرت علي د بصرې جګړې ته تله او چې هلته مې ام المؤمنين عايشه وليده، ورغلم،ورته مې وويل : د خداى له استازي دې نه اورېدل،چې د حضرت علي د فضايلو په ويلو نه مړېده . عايشې بي بي را ته وويل : ولې اورېدلي مې ترې ول او ښه مې يادېږي؛پر هغه ورځ، چې حضرت علي، رسول اکرم(ص)  ته راغى او پېغمبر اکرم له ما کره و او له ځانه يې يو زوړ څادر راتاو کړى و، چې حضرت علي راغى او زما او د رسول اکرم په منځ کې کېناست؛نو ورته مې وويل : له دې ځايه دې بل پراخ ځاى و نه موند،چې راغلې او دلته کېناستې؟رسول اکرم راته وويل :عايشې ! ورور ته مې داسې خبره مه کوه؛هغه تر ټولو ړومبى اسلام راووړ او تر ټولو وروستى به وي، چې راسره پر کړې ژمنه ولاړ وي او د قيامت پر ورځ به  هغه ړومبى تن وي،چې ما به ويني.

( اسد الغابه :5 ټوک،520 مخ ) پر خپل سند له حارث او له حضرت علي روايت کړى، چې و يې ويل :  حضرت  ابوبکر او حضرت عمر د رسول اکرم (ص) پر لور فاطمې مرکه وکړه؛خو رسول اکرم (ص) يې مرکه و نه منله، چې حضرت عمر ورته وويل : علي ! ته د فاطمې يې . ما ورته وويل : زه خو د دنيا له ماله هېڅ نه لرم او يوازې دا زغره لرم او بالاخره رسول اکرم (ص) خپله لور حضرت علي ته ورکړه  او دا خبره،چې فاطمې ته ورسېده ؛ نو ويې ژړل ،چې پېغمبراکرم (ص) ورغى او ورته يې وويل : لورې ! ولې ژاړې؟ پر خداى قسم ! په مسلمانانو کې مې تر ټولو پوه او هغه ته ورکړې،چې حلم يې تر ټولو ډېر دى او تر ټولو ړومبى يې پر ما ايمان  راووړ.

(متقي؛کنزالعمال،6 ټوک ،392 مخ ) ددې حديث تر نقلولو وروسته په اختلاف سره وايي : دا روايت ابن جرير(دا روايت صحيح ګڼلى) او دولابي د ( الذريه الطاهره ) په کتاب کې نقل کړى دى.

( رياض النضره:2ټوک ،182 مخ ) وايي : او له حضرت انس څخه روايت دى،چې کله رسول اکرم (ص) خپله لور فاطمه ،حضرت علي ته ورنکاح کړه؛نو رسول اکرم(ص)  ام ايمن ته وويل : لور مې ناوې کړه او د علي کور ته يې يوسه ! او ورته ووايه : تر هغې لاس مه وروړه،چې زه نه يم راغلى او د ماڅښتن تر لمانځه وروسته يې د اوبو يو لوښى راواخست او پکې اوبه يې په دعا دم کړې او بيا يې علي ته وويل : له  دې اوبو وڅښه او اودس هم پرې وکړه او بيا يې فاطمې ته همدا خبره وکړه  او په داوړو پسې يې ور وتاړه،چې فاطمې وژړل . رسول اکرم (ص) وپوښتله : ولې ژاړې؟ حال داچې داسې سړي ته مې ور واده کړې يې، چې تر ټولو مخکې يې اسلام راووړ او تر ټولو يې خوى غوره دى (او بيا وايي : ) د ا حديث ابوالخير حاکمي هم نقل کړى دى.

( استيعاب:2ټوک ،456 مخ ) د حضرت علي د اسلام او پر نورو اصحابانو يې د غوره والي په اړه  پر خپل سند په 457 مخ کې له حضرت عمر او غفره مريي روايت کړى،چې ويې ويل : محمد بن کعب قرظي وپوښتل شو : ړومبى تن څوک و،چې اسلام يې راوړ؟ علي (ک) و که ابوبکر(رض) ؟ په حيرانتيا يې ځواب ورکړ : سبحان الله ؛ په هغو دوو کې علي ړومبى و او که په دې  باب څوک تېروتي وي؛نو له دې امله به وي،چې علي خپل اسلام له خپل پلار پټاوه؛ خو ابوبکر (رض) خپل اسلام ښکاره کړ؛ګنې هېڅ شک نشته،چې علي تر ټولو ړومبى اسلام راوړ ( ليکوال : کېداى شي دا پټول د ابوطالب تر ايمان راوړو مخکې وي ) او په 458 مخ کې پر خپل سند له قتاده له حسن او په هماغه مخ کې يې له حضرت ابن عباس څخه په همدې ټکيو يو بل روايت نقل کړى او بيا يې ويلي : دا روايت له دوو معتبرو او ښو  لارو له ابن عمر (رض) نه هم نقل شوى دى .

ابن اثير؛ اسدالغابه ،4ټوک ،17 مخ او همداراز هيثمي ؛ مجمع الزوايد،9 ټوک ، 395 مخ هم دا روايت له طبراني راخستى دى .

( کنز العمال :6ټوک ، 395 مخ ) له حضرت عمر نه روايت کړى،چې و يې ويل : هېڅکله علي ته بدرد و نه وياست او نيوکه پرې و نه کړئ؛ ځکه د خداى له استازي مې په اړه  يې درې ځانګړنې واورېدې،چې که يوه يې ما درلوداى؛نو تر ټولو هغو څيزونو به را ته ښه وې، چې پر ځمکه پرې لمر لږي  او بيا وايي : د خداى له استازي سره وم چې حضرت ابوبکر، حضرت ابو عبيده جراح او يوه ډله نور اصحاب هم  ورسره ول،چې رسول اکرم د علي پر اوږه لاس کېښود  او ويې ويل : (( علي ! ړومبى تن وې، چې اسلام دې راوړ او ړومبى تن وې،چې ايمان دې راوړ او داسې راته يې؛لکه هارون چې موسى ته و )) ( بيا وايي ) د ا روايت  ابن النجار هم نقل کړى دى او په خپله کنزالعمال هم پر يو بل سند له حضرت ابن عباس او حضرت عمر بن خطاب  نه نقل کړى دى، چې و يې ويل : په علي پسې سپکې مه وياست او هېڅکله ورپسې بدې ردې مه وياست، چې له رسول اکرم نه مې واورېدل،چې ويل يې : په علي کې درې ځانګړنې دي. حضرت عمر په پاى کې ويلي دي :رسول اکرم (ص) وويل :((علي ! راته به دروغ وايي،چې راته وايي مينه درسره لرم؛خو تا دښمن ګڼي. ))

( د کنزالعمال خاوند وايي : ) دا حديث حسن ابن بدر په روايات خلفاء کې او حاکم په کني کې او شيرازي په القاب کې را وړى دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،153 مخ ) د  حضرت علي د اسلام ،زغم او علم په باب روايت راوړى،چې طبراني هم نقل کړى او همداراز د شپږم ټوک په 153 او 397 مخونو کې يو بل روايت راوړى او ويلي يې دي : دا روايت خطيب د المتفق و المتفرق په کتاب کې له حضرت بريده نقل کړى او په 153 مخ کې همدې روايت ته نږدې يو بل روايت په دې زياتوالي راوړى،چې پرښتو د حضرت علي تر اسلامه اوه کاله مخکې پر ما او  حضرت علي درود وايه . ( له ابن عسا کر نه نقل شوى دى )

( حلية الاولياء :4ټوک ،294 مخ ) پر خپل سند له حسن نه روايت کړى، چې و يې ويل : همداچې حجاج بن يوسف، سعيد بن جبير لاس تړلى ونيو؛نو ورته يې وويل :شقي بن کسير يې ؟ ورته يې وويل : سعيد بن جبير يم . ورته يې وويل :بلکې ته شقي بن کسير يې .ويې ويل :ستا په پرتله مور مې زه او زما نوم ښه پېژانده؛ ورته يې وويل : ته د محمد (ص) په اړه  څه وايې ؟ پوښتنه يې وکړه : مراد دې پېغمبراکرم دى ؟ ويې ويل : هغه د آدم د ځوځات ښاغلى؛مصطفى او تر ټولو غوره پاتې شوى او تر ټولو غوره تېر شوى دى ( تردې چې حجاج وپوښت: ) د علي په اړه  څه وايې ؟ هغه د خداى د استازي د تره زوى او هغه و،چې تر ټولو ړومبى يې اسلام راوړ او د خداى  د استازي زوم و او د حسن  او حسين پلار و (تر پايه حديث ) .

( هيثمي؛مجمع ،9ټوک ،220 مخ )  له مالک بن نويرث نه يو حديث او بل حديث له حضرت بريده نه او بل حديث له حضرت ابي رافع نه نقل کړى،چې په نارينه وو کې ړومبى حضرت علي اسلام راوړ او په ښځمنو کې بي بي خديجه وه . ( له بزار  نه نقل شوى، چې راويان يې هم صحيح دي ).

( سيوطي په در المنثور کې تر : (( و کنتم ازواجا ثلاثا ))(واقعه/8 )آيت  لاندې له ابن مردويه  له حضرت ابن عباس څخه نقل کړي،چې و يې ويل: د ( السابقون والسابقون ) جمله د حزقيل د آل فرعون د مؤمن او حبيب نجار په اړه  ده،چې د دويمي کيسه د يس په سورت کې راغلې او هم د حضرت علي په اړه  دى؛ځکه  دا درې واڼه پخپلو امتونوکې تر ټولو  مخکيني دي او له نورو وړاندې دي او په دې درېو کې حضرت علي تر ټولو  غوره او افضل دى .

( کنزالعمال :6ټوک ،152 مخ ) وايي : د خلکو مخکيني درې دي : د موسى د امت يوشع بن نون او د عيسى د امت حبيب نجار دى،چې کيسه يې د يس په سورت کې راغلې ده او د محمد (ص) د امت  حضرت علي دى . (طبراني او ابن مردويه  له حضرت ابن عباس څخه راويت کړى دى )

ليکوال : مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په 135 مخ کې او ابن حجر د صواعق په 72 مخ کې او د ابن حجر د وينا له مخې  ديلمي هغه له عايشې بي بي او همداراز محب طبري د ذخاير په 58 مخ کې  او د رياض النضره د دويم ټوک په 158 مخ کې نقل کړي،چې دا حديث ابن ضحاک د ( الاحاد والمثاني ) او سيوطي په در المنثور کې د ( و کنتم ازاجا ثلاثه؛ واقعه:8 ) تر آيت لاندې  او ابن ابي حاتم له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .ثعلبي د قصص په 238 مخ  کې وايي: د خداى له استازي روايت دى، چى و يې ويل : درې کسان دي، چې ان د سترګې د رپ هومره يې هم کفر نه دى کړى،چې لومړى يې حزقيل د آل فرعون مؤمن، دويم  حبيب نجار د يسين خاوند او درېم يې علي دى، چې تر هغو دوو غوره دى.ثعلبي همدا روايت په 257 مخ کې راوړى او ويلي يې دي : علي د آل محمد مؤمن دى او علي تر هغو دوو غوره دى او په 58 مخ کې د خمشاوي خبره پر خپل سند له ابن ابي ليلي او له پلاره يې راويت کړې، چې و يې ويل : الخ زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د : [وَجَاء مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ ( یس/۲۰) تر آيت لاندې او دې ته ورته سيوطي په درالمنثور کې د [وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءهَا الْمُرْسَلُونَ (یس/۱۳)]ترآيت  لاندې له ابن عدد او ابن عساکر څخه نقل کړى او خطيب هم د بغداد په تاريخ کې د څلورم ټوک په  155 مخې کې دې ته ورته يو حديث له حضرت جابر څخه د حبيب نجار،علي او آسيه د فرعون د مېرمن په اړه  نقل کړى دى .

( تهذيب التهذيب؛7 ټوک ،236 مخ  د عفيف کندي د حال په شرح کې له عسکري نقل کړي،چې عفيف وويل : (( که خداى دا وياړ را پر برخه کړى،چې اسلام راوړم؛نو دا وياړ هم لرم، چې دويم تن وم، چې تر علي وروسته مې اسلام راوړ )) او له دې حديثه جوتېږي، چې حضرت علي په اسلام راوړو کې ړومبى و او موږ به هم  له څو لارو  د عفيف کيسه راواخلو .

( مستدرک الصحيحين:3ټوک ،125 مخ ) پر خپل سند له ابي اسحاق څخه روايت کړى،چې و يې ويل : قثم بن عباس مې وپوښت : څنګه ده، چې تاسې هم د خداى داستازي د تره زامن ياست؛خو يوازې علي د خداى له استازي ميراث وړي او تاسې يې نه وړئ؟ ويې ويل : ((ځکه تر موږ ټولو يې مخکې د خداى پر استازي ايمان راووړ او تر موږ ټولو يې ډېر د آنحضرت خدمت کړى دى. )) د مستدرک خاوند وايي : دا حديث صحيح دى .

متقي؛کنزالعمال ،6ټوک ،400 مخ هم دا حديث له ابن ابي شيبه نقل کړى دى .

( نورالابصار :69 مخ ) وايي : او له هغې _؛يعنې فاطمه بنت اسد _ نه روايت دى،چې هغه مهال يې چې  حضرت علي پر ګېډه و؛ نو بوتانو ته يې سجده نشوه کړاى؛ځکه ماشوم به پر خپله پښه د مور ګېډې ته فشار ورکاوه او خپله شا به يې د مور په شا پورې نښلوله؛نو ځکه هر مهال چې يې نوم راوړل کېږي؛نو وايو : ( کرم الله وجهه)؛يعنې خداى تردې ستر کړ، چې خپل مخ د بوتانو پر وړاندى د خاورې پر لور کوږ کړي .

 د حضرت علي ايمان تر ټولو پياوړى و

( کنزالعمال :6ټوک ،156 مخ ) د خداى له استازي نقلوي، چې و يې ويل: که ټول اسمانونه او ځمکه د تلې په يوه تله کې او د علي ايمان په بله کې کېښوول شي؛نو د علي ايمان به ترې درون  وي ( له ديلمي او ابن عمر نه نقل دى ).

رياض النضره :2ټوک ،226 مخ کې له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه روايت شوى،چې د پورتني روايت پر مضمون يې لېينه- ګواهي ورکړې ده . ( له ابن سمان او حافظ نه د سلفي په کتاب کې نقل )

 


[1] . (ارمغان ٥مخ)

[2] . (ارمغان ٥مخ)

[3] .    ( ارمغان – ٦٣٧ مخ )

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!