تبلیغات

چې علت دی د عللو ستا وجود ده هم ستا نه کارخانه د هست و بود هر یو څیز دی مجموعه ستا د صفاتو یی هم ته د هر وجود سره موجود چې نزول واحدیت و ته تا وکړه په دنیا د امتیاز کې شوی معبود تجلی دې د وحدت چې په چا اوشوه هغه […]

چې علت دی د عللو ستا وجود

ده هم ستا نه کارخانه د هست و بود

هر یو څیز دی مجموعه ستا د صفاتو

یی هم ته د هر وجود سره موجود

چې نزول واحدیت و ته تا وکړه

په دنیا د امتیاز کې شوی معبود

تجلی دې د وحدت چې په چا اوشوه

هغه وايي بل مې نشته دی مقصود

چې نقطه احدیت دې چا محسوس کړه

بې له تا به بل څه نه ګڼي موجود

هم معبود یې هم مقصود یې هم موجود یې

دا په دې چې ته له وصفه یې ودود

که شاهد او که مشهود وې بې له خلقه

پس له خلقه هم شاهد شوې هم مشهود

که هژده هزار عالمه دې حجاب شي

په اتلس زره رنګه دې نمود

ای هغه چې ستا انکار هم یو اقرار دی

ای هغه چې ستا عدم هم دې وجود

ستا د هست همه اثر دی چې ښکارېږي

په هستۍ کې حرکت دی که جمود

په رنګ رنګ دی چې ثنا کېږي راضي یې

دا یهود! او نصاری! او دا هنود

دهریت شي چې عرفان له حده تېر شي

ګویا شي له ډېره رشکه نه حسود

چې نعمت له حده واوړي زړه پرې تنګ شي

رنګ د زیان پیدا کوي چې ډېر شي سود

د مخلوق د دل تنګۍ په یک رنګۍ کې

په کثرت د رنګ یې وي د زړه کشور

چې نه ستا نه څوک جدا دي نه ترې ته یې

بې نیازه څوک مقبول او څوک مردود

امتیاز د نېکو بدو خو زما دی

ګڼي دود څه د ګنډېر او څه د عود

د رحمت صیقل دشته دی امیدوار یم

دی مرات مې د هستۍ ګناه آلود

وسیله مې محمدصلی الله علیه و اله وسلم او اهل بیت دي

شته امید چې عاقبت مې شي محمود

د هغوی د مینې اور مې دې تازه وي

د لوګي په څېر یې ته مه کړې مفقود

ستا قانون ته چې فطرت یې سرنګون دی

عفوه بویه که حمزه نه کړي سجود

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!