تبلیغات

حضرت علي د جنت او دوزخ ويشونکى  چې په دوى به يې بښل شي پاک ناپاک بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک [1] ( صواعق محرقه : ٧٥ مخ ) وايي : دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغو شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې،چې حضرت عمر شورا ورسپارلې وه،چې […]

حضرت علي د جنت او دوزخ ويشونکى

 چې په دوى به يې بښل شي پاک ناپاک

بل سړى نه دى صاحـــــــــب دى دلولاک [1]

( صواعق محرقه : ٧٥ مخ ) وايي : دارقطني په خپل سند نقل کړي، چې حضرت علي له هغو شپږو کسانو سره اوږدې خبرې وکړې،چې حضرت عمر شورا ورسپارلې وه،چې ځينې يې دادي : پر خداى مو په تاسې کې داسې څوک شته،چې رسول اکرم به ورته ويلي وي : ته د قيامت پر ورځ د جنت او دوزخ ايشونکى يې ؟ نه زه ؟ ټولو وويل: پر خداى چې داسې څوک راکې نشته .

له امام رضا روايت شوى،چې وايي : علي ! ته د اور او جنت ايشونکى يې او د قيامت پر ورځ به ته يې،چې اور ته به وايې : دا ستا او دا زما .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٤٠٢ مخ ) د حضرت علي د خولې وينا راخستې : زه د اور ويشونکى يم .

دا حديث شاذان فضيلي هم په ردالشمس کې او کنوزالحقايق هم په ٩٢ مخ کې دې ورته يو بل روايت نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

 له پل صراطه تېرېدو ته د حضرت علي اجازه په کار ده

( د بغداد تاريخ : لسم ټوک،٣٥٦ مخ ) په خپل سند له حضرت انس بن مالک روايتوي،چې حضرت ابوبکر مرګونې ناروغ شو؛نو څه خبرې يې وکړې _ تردې چې و يې ويل : _ ما د خداى له استازي واورېدل،چې ويل يې : د جنت پر صراط _ خطرناکه _ پېچومی دی،چې هېڅ څوک به هم ترې وا نه وړي؛خو د علي په اجازه _ يا جواز _ تر دې چې وايي : او همداراز مې واورېدل،چې رسول اکرم حضرت علي ته وويل :علي ! زه خاتم الانبياء او ته خاتم الاولياء يې .

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت علي روايتوي، چې وايي : رسول اکرم وويل : چې د قيامت پر ورځ ړومبني او وروستي خلايق راټول شي او پر دوزخ پل ولګوي؛نو هېڅ څوک به ترې وا نه وړي؛خو دا چې له تا برائت ولري؛يعنې په دنيا کې ستا ولايت ورسره وي.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٧٢ مخ ) له حضرت قيس بن حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي له حضرت ابوبکر سره پر لار يو ځاى شو،چې حضرت ابوبکر ورته موسکى شو،و يې ويل :د خداى له استازي مې واورېدل،چې ويل يې : هېڅ څوک به له پل صراطه تېر نشي؛خو داچې د علي جواز ورسره وي .

دا حديث ابن سمان هم د ( موافقت ) په کتاب کې روایت کړى.

(ارمغان ٥مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!