تبلیغات

پوهه، تدبر، اندنه – تفکر باخبره وسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده. باخبره وسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه  دى . باخبره وسئ!په هغه عبادت کې چې اندنه ‏نه وي؛ نو بې اغېزى دى . […]

پوهه، تدبر، اندنه – تفکر

باخبره وسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده.

باخبره وسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه  دى .

باخبره وسئ!په هغه عبادت کې چې اندنه ‏نه وي؛ نو بې اغېزى دى . (کافي ١/ ٣٦ اوتحف العقول )

لنډه شرح  :

په علمي فورمولونو،سوليز- منطقي قانونو او له فلسفي آرونو د ماغزو ډکول او هر ډول پوهه،چې له سم اند،نړۍ ليد او د انساني ژوند د آرونو له  پېژندګلوۍ سره سمون و نه خوري؛نو اغېز به يې ډېر لږ وي؛لکه چې که د قرآن  اۤيتونه  بې له تدبر او مانا‏ پوهېدو لولو؛نو اغېز به يې‏ ډېر لږ وي او پر هغه عبادت،چې  د اندنې ‏او تعقل د لمر وړانګې و نه  لګي؛نو د يو بې اروا جسم  په شان دی،چې له  هر ډول  لوړو روزنيزو اغېزو به تش او خالي وي .

د تدبير کچه

امام صادق (رح) وويل : د ژوند د حالاتو او ټولنې ‏سمونې ته له درېو دوه برخې هوښياري او ځيرکي او له  دريو يوه برخه بي اعتنايې پکار ده .( تحف االحقول ،صفحه ٢٦٧ . )

 لنډه شرح :

هېڅ کار بې له څېړنې،هوښيارۍ او طرح نه ‏کېږي او همداراز يو کار له بې اعتنايۍ  تر منزله نه رسي.

په بله وينا: که مو بې څېړنې او ځيرنې يو کار پيل کړ؛نو له ماتې سره به مخ شو؛خو که وغواړو د ټولو ممکنو احتمالاتو او اټکل شويو پېښو ته چارې وځنډوو؛نو د داسې چارې پيلول هم خورا سخت دي، چې هر يو کوچني کار ته په کلونو کلونو څېړنې ته اړتيا ده او همداسې ملګړي،برخوال او د ژوند شريک باڼې (ښځه يامېړه ) لپاره ؛ نوځکه په پورتني حديث کې د چارو د تدبيرکچه راښوول شوې ده .

د جسم او روح  دواړو اړخوړنو ته مو پام وسه

امام حسين وويل : هغوى ته حيران يم، چې د خپل جسم د خوړو فکر ورسره وي؛خو د اروا د خوړو په اړه لږ فکر هم نه کوي؛ ناوړه خواړه خپل نس ته نه اچوي؛خو خپل زړه پر زيانمنو او ناوړو مطالبو ډکوي . (سفينة البحارماده طعم )

لنډه شرح :

د پېغمبراکرم  (ص) د ګران لمسي خبره څومره ژوره او سمه ده،چې خلک د جسم د خوړو په اړه سخت دريځه دي،که رڼا نه وي او يا څراغ نه وي لګېدلى؛نو دسترخوان ته لاس نه ورنږدې کوي،په پټو سترګو خواړه نه خوري او له اړنګمنو- مشکوکو خوړو ځان ساتي او د جسم د خوړو په هکله ډول ډول روغتيايي قوانينو ته پاملرنه کوي؛خو ‏په پټو سترګو،په تپو تيارو کې او په ناخبرۍ کې هر ډول اړنګمن- مشکوک خواړه خپل ذهن او زړه ته اچوي،د نامناسبو انډيوالانو خبرې،زهرجن تبليغات او هر ډول د دروغو خبرې او شايعات مني، چې دا ډېره د هېښنې- حيرانتيا او خواشينۍ خبره ده.

 د قلم ونډه

امام صادق (رح) وويل:بل داسې ژړېدونکى مې و نه ليد،چې  د قلم  په څېر موسکى وي. (لطايف وظرايف )

لنډه شرح :

قلم د انسان د عواطفو وياند او د انسان د عقل ژباړن دى،قلم د تمدنونو بنسټګر او د ټولنې د څرخونو چورلوونکى دى،قلم په خپله ژړا کې د انسان د ملاماتو دردونو په اړه خبرې کوي او د شونډو په موسکا کې يې د عشق، نشاط، د ژوند ښکلي خوالونه – رازونه او د ډېرى زړونو د ښکلا‏  خواله -راز نغښتى دى؛خو د خواشينۍ خبره ده‏ همدا قلم،چې کله د بې ﻻريو ګوتو ته ورشي؛نو د ژړا اوښکې  يې د وينو سيلابونه وي او موسکا يې پر لوړو انساني ارزښتونو ملنډې دي او لېشې  پکې وهي.

دوه سترې دندې

امام صادق (رح)  وويل: مؤمن تل دوه څيزونو هک پک ‏کړى:تېرو ګناهونو، چې نه پوهېږي څښتن (ج) به ورسره څه کوي او د پاتې عمر په اړه، چې نه پوهېږي څه  به  پکې کوي!

لنډه شرح :

د ايمان تر ټولوڅرګنده نښه،د تېرو کړو او ورته د ورسپارل شويو دندو په اړه د مسئوليت ننګېرنه – احساس ده. هغوى چې ننګېرنه لري؛تل په دې فکر کې وي، چې خپل تېر وخت سکېنده-جبران کړي او تل د داسې لارې چارې په لټه کې وي،چې له پاتې وخت او فرصتونو ښه ګټنه وکړي او په همدې کې د يو انسان او يا د يو ملت  د بري خواله – راز ‏نغښتې ده،هغوى چې نه د تېر وخت په باب فکر کوي او نه د راتلونکې د جوړولو په  فکر کې وي؛ نو يو ړوند او بدمرغه  ملت دى .

د ټولنې د بربادۍ لاملونه

حضرت پېغمبر اکرم (ص ) وويل :څلور څيزه دي،چې که  يو يې هم کوم کور ته ننووت؛نو ويجاړ به شي او د څښتن (ج)  برکت  به  يې اۤباد نه  کړي: خيانت،غلا, د شرابو څښل او  زنا . (نهج الفصاحه )

لنډه شرح :

پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره دى؛بلکې ټولنه هم ددې  قانون  تر سيورې  لاندې  ده.

‏يوې ټولنې ته،چې خيانت راننووت؛نو پايله يې خامباوري وي.  په يوې ټولنه کې،چې په بېلابېلو بڼو غلا دود شوه (په تېره بيا په بيت المال کې) نو د ويسا – اعتماد ‏ ټغر ‏ټولېږي . شراب څښل،چې دود شول؛نو پايله به يې کمزوي اندونه،معلول اولاد او بې اغېزې ځوانان  وي او په  ټولنه يا کورنۍ کې، چې بې حيايي او زنا دود ‏ شوه؛ نو د کورنۍ بنسټ به سست شي او راتلونکى کهول ‏به يې وروست ‏وي                       

ناغېړي ‏او  بيوزلي

حضرت علي(ک) وويل:هغه ورځ چې ټولو څيزونو واده وکړ؛ نو”ناغېړۍ” او “بېوسۍ” هم کوروالى وکړ،چې  دوه زامن ترې وزيږېدل: “نشتمني” او ” تنګ لاسي” .( بحارالانوار٧٨ /٥٩ او تحف العقول ص ١٥٨)

لنډه شرح :

ناغېړي ‏او له  ستونزو تېښته هغه څيزونه دي،چې د ايمان د اروا اوبه ورسره په يوه وياله کې نه ځي،چې ددې څيزونو پايله يوازې نشتمني، هغه هم پراخ بنسټه نشتمني،چې له وټيزې- اقتصادي نشتمنۍ څخه نيولې تر اخلاقي او  مانيزې-معنوي پورې ټول رانغاړي،حال داچې هغوى چې ايمان لري،بايد له هره اړخه په خپلو پښو ولاړ وي، مړه خوا وي او پخپله يې وګټي او وسټي.

 پر زړونو د پوهې  ورښت

لقمان حکيم وويل : زويه ! څښتن (ج) د انسانانو زړونه د پوهې په څراغ رڼا کړل؛ لکه څنګه يې چې په  بارانونو شاړې ځمکې برکتي کړې. (بحارالانوار،لومړى ټوک )

لنډه شرح :

د انسان زړه د بڼ په څېر دى، چې د ډول ډول نيالګيو او ګلانو تخم پکې شيندل شوی،چې که پخپل وخت خړوب شي؛نو زرغون برکتي بڼ به ترې جوړ شي،چې د دې بڼ د خړوبولو لار يوازې د پوهې ‏څاڅکى دى؛ نوځکه بې پوهې ‏ زړونه مړه،بې يېبرور – بې حاصله او شاړ وي، تل او په هر حال کې خپل  زړه د پوهې ‏پر رڼا‏ ژوندى او تاند وساتئ .

 د پېسمنۍ- لويۍ سرچينه

امام صادق (رح) وويل :څوک هم ځان تر نورو ‏غوره نه ګڼي؛خو داچې ځان سپک ننګېري – احساسوي . (بحارالانوار ٧٣ / ٢٢٥ .  )

لنډه شرح :

د امام صادق دا خبره نن سبا ارواپوهانو هم جوته کړې،چې د پېسمنۍ ‏او ځان تر نورو د غوره ګڼلو سرچينه يوازې دا ده،چې انسان په خپله سپک وي او هغوى چې په دې ناروغۍ اخته وي؛نو د خپل زړه د سپکولو او د خپل  کمښتونو د سکېندۍ – جبران لپاره پردې ناسمه لار ګام ږدي؛يعنې په لاسي-مصنوعي توګه ځان په ټولنه کې ستروي،چې له دې لارې نور هم  په  ټولنه کې ځان سپکوي.‏ داچې مؤمنان غښتلي او دنننى وګړه – شخصيت لري؛نو د هر چا  پر وړاندې ‏متواضع دي.

درې ارزښناک څيزونه

آنحضرت (ص) وويل :درې څيزونه دي،چې انسان څښتن (ج) ته رسوي

د ليكلو پر مهال ‏د پوهانو د قلم  غږ .د جهاد په  ډګر کې  د مجاهد د پښى غږ.( د هېواد د پولو خوندي کولو او نظام جوړونې په جهاد کې د مجاهد اردو د پښو غږ ) .د پاک لمنې ښځې د څرخې غږ . (الشهاب فى الحکم والاداب ٢٢ مخ .)

لنډه شرح :

‏ څومره له مانا ډکه هېښنده خبره ده !درې غږونه دي،چې له هستۍ تېرېږي او غږ يې تر ابديته رسي او ځان  خدای ته رسوي : د پوهې او قلم  غږ؛ که څه هم  ټيټ دى. د څښتن (ج) په لار کې د جهاد غږ او د هر کار غږ او همدا درې څيزونه دي،چې  د ټولنې  د سر لوړۍ  لامل  ګرځى: پوهه ، جهاد او  کار.

د امام حسين شهادت

پېغمبراکرم(ص ) وويل : د امام حسين  شهادت  د مؤمنانو په  زړه  کې  داسې اور بلوي،چې کله هم نه  مړکېږي . (مستدرک الوسائل ٢ / ٢١٧ . )

لنډه شرح :

په نړۍ کې ډېری خونړۍ جګړې راپېښې شوې،چې ترڅو مياشتو او کلونو وروسته هېرې شوې،د وخت تېرېدو پرې د هېرېدو خاورې واچولې؛خو هغوى چې د څښتن (ج) په لار کې د انسان اۤزادۍ ته او د پتيالۍ او فضيلت په لار کې له خپل  هر څه تېر شول،کله به هم هېر نشي،چې امام حسين او توريالي ‏ياران  يې  ددې  زنځير‏ لومړۍ کړۍ دي.

 د واقعي مسلمان دوه نښې

پېغمبراکرم (ص) وويل : يوازې د ځينو ډېر لمونځ کولو،روژه نيولو، حج کولو او له نورو سره نېکيو ته مه ګورئ (که څه هم دا په خپل ځاى کې مهم دي)؛بلکې ريښتنولۍ او امانت  ته  مو يې پام وسه . (سفينة البحار )

لنډه شرح :

که انسان  لږ زيار وباسي او اسلامي سرچينې ولولي؛نو ور جوته به شي،چې د واقعي مسلمان څرګندې نښې “ريښتنولي ” او “امانت ساتي” ده که څه هم لمونځ، روژه او حج د اسلام تر ټولو لوړ روزنيز پروګرامونه دي؛خو دا يوازې د اسلام نښې نه دي؛بلکې مسلمان بايد خپل نيمګړى ايمان په ريښتنولۍ او امانت ساتۍ بشپړ کړي .

 د غوسې اور

امام باقر (رح) وويل : شيطان د غوسې د اور سوځونکې لمبه د انسان په زړه کې بلوي. (بحارالانوار ٧٣ /٢٨٧  )

لنډه شرح:

ډېر لږ پېښېږي،چې انسان په غوسه کې يو کار وکړي او يا يو هوډ يې نيولى وي او بيا پرې پښېمانه نشي؛ځکه د غوسې په لمبو کې عقل خپل کار پرېږدي او اعصاب او ورپسې د انسان غړي پر داسې لوري روانېږى,چې  ترې د راولاړې شويو پايلو سکېندول- جبرانول يې يو عمر وخت غواړي؛نو ګرانو ښه به وي،چې د لګېدو په وخت کې دا شيطاني لمبه مړه کړو؛ځکه کېداى شي د خپلاو يا د نورو د ژوند درمن  ته اور واچوو.

د شتمنۍ سرچينې

پېغمبراکرم(ص)وويل :روزي تر ځمکې لاندې ولټوئ . (نهج الفصاحه)

لنډه شرح :

هغه مهال چې خلکو ته لا د کانونو او په ځمکو کې د پټو زېرمو ارزښت نه و معلوم،چې دا لارښوونه رسول اکرم(ص) وکړه،چې مسلمانان تر ځمکې لاندې  په  لټه  کې  شي او څه چې  ترې راباسي، خپل  ژوند دې  پرې  ښکلى کړي . د پېغمبراکرم دا لارښوونه د اسلامي ښوونو ژورتيا راښيي او هم مسلمانان دې ته هڅوي، چې  پتمن ژوند وکړي.

تر ټولو ناوړه کسب

پېغمبراکرم(ص )  وويل:تر ټولو ناوړه کسب هغه دى،چې له ربا سره يو ځاى شوى وي،تر ټولو ناوړه کسب سود خوړل دي، پر سود ککړ کسب تر ټولو کسبونو ناوړه کسب دی.‏(١٥)

امام صادق وويل :څښتن (ج) چې وغواړي  يو ملت هلاک كړي؛نو سود خوړل پکې رابرسېروي  ‏(يا دودوي).

لنډه شرح  :

سره  له  دې  چې نن سبا د سود خورو بازار خورا ګرم  دى او د نړۍ اقتصاد په بېلابېلو بڼو کې په سود خورو پورې  تړلى دى؛خو اړنګ – شک نشته ،چې  سود خوړل د هر اقتصادي نظام ملاماتوي او ددې لامل ګرځي،چې شتمني په وحشتناکه توګه يوازې د څو تنو او موسسو په واک کې وي،چې د شتمنيو دا غېرعادلانه ويش پخپله د ډول  ډول  ټولنيزو بدمرغيو او اخلاقي فسادونو جرړه  ده .

امير او بنديوان

حضرت علي(ک) وويل : که غواړې د چا امير شئ؛ نو نېکي ورسره وکړه ! ځان له هرچا مړه خوا کړه،چې د هماغې په څېر شې،که غواړى، د چا بنديوان شې؛نو اړين او محتاج  يې شه .

لنډه شرح  :

د خلکو او ملتونو په ټولنيزو اړيکو کې دا قانون په ټول ځواک ‏ واکمن دى،چې حکومت مرستندوى لاس دى او مرسته اخستونکى که  وغواړي که نه ؛نو تر لاس  لاندې يې وي. اړين  وګړي او ملتونه  په  واقع  کې هغه مريان دي،چې خپل مرييتوب يې نورو ته  د اړمنۍ ‏ د لاس  په غځولو تثبيت کړى دى .

واقعي مسلمان هغه دى،چې هڅه وکړي ‏خلکو او ملتونو سره اړيکې او مرسته  د متقابلو مرستو پر بنسټ ټينګې کړي،نه يوه اړخيزه او بلاعوضه مرستې اخستل يوازې د معلولو او له  کاره  ولېدليو وګړيو چار دى .

ريا او ځان ښوونه

امام صادق وويل:خپل  نېک کارونه هغو خلکو ته د ځان د ښوولو لپاره مه کوئ،چې ستاسې ژوند او مرګ يې په لاس کې نه دى؛نه ځواک ‏لري ‏او نه مو ‏کومه ستونزه هوارولاى شي .(١٦)

لنډه شرح :

هغوى چې په ځان ښوونه او ريا روږد شوي وي؛نو د ژوند ټولې چارې يې تشمنځې-پوچې وي،د تمدن پر ځاى يوازې پر يوه بې روحه ظواهرو او د ژوند پر ځاى پر خيالاتو،کږنو او انګېرنو- اوهامو او د نېکمرغۍ په ځاى  يوازې  په نوم او د دين  پر ځاى يوازې پر څو ظاهري  تشريفاتو يې ځان قانع کړی وي؛نو ښکاره خبره ده،چې ددې خلکو برخه هم له ټولو څيزونه څخه يوازې “ظواهر” دي؛نو ځکه اسلام  دا ناوړه عمل  په کلکه رټلى او وايي،چې ستا برخليک ددې خلکو په لاس  کې نه  دى؛نو ولې دومره ځان ښيي؟

کينه

امام صادق وويل:کينه کښ مخکې تر دې،چې  بل  ته  تاوان ورسوي، ځان يې زيانمن کړى دى .( ١٧)

لنډه شرح  :

کينه  دې ته  وايي،چې انسان  و نشي کړاى‏ نور خلک  په نعمت کې وويني او په دې هڅه کې وي،چې څنګه کېږي هغه له دې نعمته بې برخې کړي او يا زيان ور ورسوي . کينه تل د وروسته پاتې کېدو لامل دى نه پرمختګ.کينه ‏ستره اخلاقي ناروغي ده،چې کينه کښ له اروايي پلوه پخپله د نورو په  پرتله زيات سوځي او وروسته پاتې کېږي او سپکېږي؛ نو غوره به وي،چې انسان ددې پر ځاى، چې خپل وخت او انرژي د نورو خلکو په خرابولو کې تويې ‏ کړي،پخپله  مټې ‏بډ وهي،ملا وتړي او پخپله يې وګټي او‏  وسټي.

 د څښتن (ج)  له  رحمته  بې برخې

حضرت علي(ک ) وويل : د چاچې اوبه او ځمکه په واک کې وي او نشتمن ‏او اړين  پاتې شي؛نو د څښتن (ج) له  رحمته بې برخې دى . (١٨)

لنډه شرح  :

له اسلامي حديثونو دا حقيقت په  ډاګه کېږي،چې د نړۍ مسلمانان بايد له  ټولو سرچينو؛لکه مالداري، کرنه، تر ځمکې لاندې کانونو، کسب، سوداګرۍ ‏او صنعته کار واخلي،چې  نشتمني ‏له منځه يوسي؛ ان که يو هېواد يوازې اوبه يا ځمکه ولري؛نو ‏خپله اقتصادي ستونزه دې پرې هواره‏ کړي.‏حال داچې‏ وينو،‏ډېری ‏مسلمانان له ډېرو ‏نعمتونو ‏برخمن دي؛خو ناغېړي ‏دي او زحمت نه ګالي او که داسې يې و نه کړل؛ نو په دې ملت لعنت ويل شوى او د څښتن (ج) له رحمته بې برخې دي او له اسلامه خورا ‏لرې دي. په اسلام کې  نورو ته اړتيااو لاس اوږدول غندل او رټل شوي دي.

ناوړه انډيوالان

حضرت علي(ک) وويل :ستا تر ټولو ناوړه انډيوالان هغوى دي،چې ښه او  په غوړه  ژبه درسره چلن کوي او پر نيمګړتياوو دې  پردې اچوي. (١٩)

لنډه شرح  :

له واقيعتونو‏ تېښته او پرحقيقتونو پرده اچول نه کومه غوټه پرانځي ‏او نه چا ته چوپړ ګڼل کېږي؛نو هغه انډيوالان،چې کوښښ کوي ‏د رغنده نيوکې پر ځاى حقايق پټ کړي او د انډيوال د خوشحالۍ لپاره يې پر نيمګړتياوو پرده واچوي او مصنوعي باتور ترې جوړ کړي؛نو دا کار نه يوازې انډيوالي نه ده؛بلکې سترخيانت هم دى .

 د چارو بشپړول

پېغمبراکرم(ص )  وويل : تر پيلولو يې د نېک کار بشپړول غوره او مهم  دى. (٢٠)

لنډه شرح  :

په خپل ټولنيز ژوند کې به هرومرو له  داسې چارو سره مخ شئ،چې نيمګړى پاتې وي،چې د هغو کارکونکيو د ننګېرنو – احساساتو تر اغېزې لاندې د ‏ښه کار کولو ته سملاسي ملاتړلې ده؛ خو ډېر ژر يې د ننګېرنو ‏بېړۍ ډوبه شوې وه او کار يې نيمګړى پرېښى او  پخپله لار‏ تللى دى .  د اسلام هغه مؤمنان او خواري کښ انسانان خوښ دي،چې يو ګټور کار پيل  کړي او تر پايه  يې  ورسوي .

 تلپاتې چارې

امام صادق وويل : څښتن (ج) خپلو ټولو پېغمبرانو ته حکم وکړ، چې نړيوال رښتينولۍ او امانتوالۍ ته راوبلي.   ( ٢١)

لنډه شرح  :

يوه روغه ټولنه په ډول ډول شتمنيو ولاړه وي،چې تر ټولو‏ غوره يې د  ډاډ او عمومي ويسا – اعتماد شتمني ده ،چې پکې پر وينا او پر کړنو ويسا هم راځي‏ او ‏ددې با ارزښته شتمنۍ تر ټولو ستر دښمن  دروغ او خيانت دى.

په هغه ټولنه کې،چې دروغ او خيانت دود شي؛نو ټول يو له بله وېرېږي،ټول يوازېتوب ننګېري ټول بايد د ژوند پېټى ځان ته پخپله يوسي،چې دا هماغه د “يوازيو”ټولنه ده؛نو ځکه وويل شول،چې رښتينولي او امانتوالي د ټولو پېغمبرانو دنده  وه .

 ډېره  درنه سزا

 پېغمبر اکرم (ص ) وويل : څوک چې په څه پوهېږې اوعمل پرې نه کوي او له خپلې پوهې ‏ګټنه نه کوي؛نو د قيامت پر ورځ  به يې سزا تر ټولو‏ درنه وي .  ( ٢٢)

لنډه شرح  :

د اسلام سول – منطق وايي،چې پوهه ‏تل د وګړيز او ټولنيز ژوند ښه کولو ته ده ،چې بې له دې  پوهه ‏ارزښت نه لري .

هغوى چې نه پوهېږي او يو کار کوي؛نو مسوليت يې دومره  دروند نه دى؛خو د قيامت پر ورځ د هغوى پرحال ژړل په کار دي،چې خلک نېکیو ته رابلي؛خو  پخپله په ناوړو چارو لاس پورې کوي او د پوهې ‏پر خلاف عمل کوي .

 د  پور  بلا

پېغمبراکرم (ص)  وايي :څومره مو، چې له لاسه کېږى پور مه اخلئ؛ ځکه د  شپې غم او د ورځې  ذلت راوړي . (٢٣)

لنډه شرح  :

زموږ په وخت کې بې ځايه دودونه او په ژوند کې سینګار پالۍ ‏ته پام، خلک د پور ‏تر پېټي لاندې ډوب کړي دي . ‏داچې پوروړى ‏ اۤزاد انسان نه شمېرل کېږي؛ نو ‏خپل مشر ‏راته حکم کړی،چې ‏له لاسه مو کېږې؛نو له چا پور مه اخلئ . که د هېوادونو ترمنځ د پور مسالې ته په ځير وکتل شي؛ خطرناکه او وېرونکې ده او  د يو ملت  خپلواکۍ ‏او اۤزادۍ  ته ګواښ دى .

روغ  ټولنيز ژوند

امام صادق وايي : که خلک يو د بل حق  ورکړي او د اړينو خلکو اړتياوې لرې کړى؛نو ژوند به  ډېر خوږ او په  زړه پورې شي. (٢٤)

لنډه شرح  :

پورتنۍ وینا چې د زکات او د بېوزليو د لاسنيوي په اړه ‏ويل شوې، ټولو ته خبردارى ورکوي،چې د نورو حق‏ ورکول يوازې ‏اخلاقي او انساني مساله نه ده؛ بلکې يو مهم  ټولنيز بنسټ دى،چې د روغ  ټولنيز ژوند او  ډاډ لامل ګرځي .

داچې ځينو ځينې زبېښلي؛نو د ټولنې هوسايي  یې له  منځه  وړې،ددې خبرې  ستر  ږوی- ګواه همدا اسلامي  فرمان  دى،چې نړيوال “حق ” له ” زور” سره مساوى ګڼي او زورور هغه حقونو ته چې  پر غاړه  يې  دي، غاړه کېږدې ؛نو هم  پخپله  په خطر کې دى او هم انساني  ټولنه  د خطر کندې ته راکاږي .

سرچینه: یکصدو پنجاه درس زندګي : ناصر مکارم شیرازی

 

١٥ –وسائل ١٢/ ٤٢٦ و٤٢٧

١٦ – بحارالانوار ٦٢ /٣٠٠

١٧ – بحارالانوار ٧٣/ ٢٥٥ .

١٨ – بحارالانوار ١٠٣ / ٦٥

١٩ –غررالحکم .

٢٠ –نهج الفصاحه .

٢١ –سفينة البحار

٢٢ – – بحارالانوار ٢ / ٣٨ .

٢٣ – بحارالانوار ١٠٣ / ١٤١

٢٤ – وسائل  ٦ / ٢

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست