تبلیغات
|

ژړا کنم ( شیر و  شکر) لطفی نما تو جان من خندا کنم خندا کنم دا مینه ناکراره خپل رسوا کنم رسوا کنم    ور تو نیایی در برم ګرځم درپسې خامخا په برخه لیونتوب زما ژړا کنم ژړا کنم می خواهمت می پویمت مین شومه پړ نه یمه هر خوا ته به دې څارمه […]

ژړا کنم ( شیر و  شکر)

لطفی نما تو جان من خندا کنم خندا کنم

دا مینه ناکراره خپل رسوا کنم رسوا کنم   

ور تو نیایی در برم ګرځم درپسې خامخا

په برخه لیونتوب زما ژړا کنم ژړا کنم

می خواهمت می پویمت مین شومه پړ نه یمه

هر خوا ته به دې څارمه پیدا کنم پیدا کنم

ترکم مکن ای جان من په مینه کې دې پایمه

په تا به دا تیاره دنیا رڼا کنم رڼا کنم

طبیب من درمان من زړګی زما ناروغه دی

په هیله د لیدو یمه دوا کنم دوا کنم

بوقچه ای دل را وا کنم راڅه چې درته ویې سپړم

که وانخلې خبر زما ښېرا کنم ښېرا کنم

جدا مشو تو یار من په هجر کې دې سوځمه

پوهیار ته دي ویلي و شیدا کنم شیدا کنم

 

سرچینه : ګلونه رنګارنګ، شاعر: الحاج راز محمد پوهیار فاریابي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!