تبلیغات

امام زین العابدین وويل: يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل ‏شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درګاه کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟! لنډه شرح : په قرآن مجيد کې راغلي: ((څښتن (ج) يواځې […]

امام زین العابدین وويل:

يو کار چې څومره هم کم او وړکى وي؛خو که له اخلاص سره اغږل ‏شوى وي،کم نه دى،څنګه څوک داسې ويلای شي،چې يو عمل به د څښتن (ج) په درګاه کې قبول وي او ورته کم او وړکى وويل شي؟!

لنډه شرح :

په قرآن مجيد کې راغلي: ((څښتن (ج) يواځې هغه عملونه قبلوي،چې له تقوا او پاک نيت سره يوځاى وي))؛ نو تر هر څه ‏زيات بايد د نيت پاکوالي، اخلاص او تقوا ته پام وکړو،نه د کار ډېروالي يا کم والي ته؛ځکه چې داسې عمل که څومره هم کم وي،ارزښت يې ډېر وي .ولې ؟ دا ځکه چې د څښتن (ج) په درګاه کې منل کېږي؛نو تاسې په خپله وواياست هغه عمل،چې د څښتن (ج) په درګاه کې قبلېږي، کم د‌ى؟ لنډه دا بې اخلاصه ډېرکار بې ارزښته وي؛خو ‏لږ اخلاصمن ښه کار‏ ارزښتمن دى.

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!