تبلیغات

ښځه او ازادي   ښځه د نارينه په څېر پنځول شوې او ښه يې ايسي، چې بې د نورو له لاسوهنو ژوند وكړي. ازادۍ ته لېوالتيا يوه طبيعي او مشروع غوښتنه ده، خو ايا انسان په ټولنه كې ازاد ژوند كړاى شي. انسان نورو انسانانو ته اړتيا لري او بايد حقوق اوغوښتنې يې هم رعايت […]

ښځه او ازادي

 

ښځه د نارينه په څېر پنځول شوې او ښه يې ايسي، چې بې د نورو له لاسوهنو ژوند وكړي. ازادۍ ته لېوالتيا يوه طبيعي او مشروع غوښتنه ده، خو ايا انسان په ټولنه كې ازاد ژوند كړاى شي.

انسان نورو انسانانو ته اړتيا لري او بايد حقوق اوغوښتنې يې هم رعايت كړي او خپلې ازادۍ د ټولنيزو مقرراتو په چوكاټ كې محدود او را ايسارې كړي، دا ډول محدوديتونه د انسان پر زيان نه، بلكې پر ګټه يې دي. پر دې سربېره، كله ازاد وسېدل او په ځاني غوښتنو پسې تلل د انسان پر واقعي زيان تمامېږي، بايد په دغسې ځايونو كې، محدوديت ومني، ځكه په واقعي ګټه يې ده.

اسلام هم سره له دې، چې د انسانانو د آزادۍ حق محترم بولي، مطلق ازادي نه شونې بولي او نه د انسانانو د وګړيزو او ټولنيزو مصالحو له مخې كېدوني ګڼي. د همدې دليل له مخې د انسانانو دځاني، د نيوي او اُخروي او وګړيز او ټولنيزو ګټو په پامنيوي يې احكام، قوانين او مكلفيتونه تشريع كړي او د دوى ازادۍ يې محدودې او را ايسارې كړي. شونې ده، چې ځينې شرعي محدوديتونه د انسانانو په مذاق ښه ونه لګي او د خپلو ازاديو مزاحم يې وګڼي، خو دا ورمندون له دې راولاړ شوى، چې انسان خپلې واقعي ګټې سمې پېژندلې نه دي. كه بشر د خپل ژوند له واقعي مصالحو خبر واى، نو شرعي چوكاټونه يې د ازاديو ايسته كول نه ګڼل او په پوره خوښه يې منل.

د ښحو د ازاديو په اړه هم همدا وضع ده. اسلام د ښځو ازادي محترمه بولي او په خپلو قوانينو كې يې رعايتويي _ په دې شرط، چې د واقعي مصالحو او د نورو وګړيو پر خلاف نه وي _ خو په هغو ځايونو كې، چې ازادي د واقعي مصالحو له مخې نه وه، محدوديت ورباندې غوره بولي. دلته په لنډو د ښځو يو شمېر ازادۍ را اخلو:

1_ په كار كې ازادي: لكه، چې وويل شو، اسلام ښځه د ټولنې له دوو اركانو يو ركن ګڼي او ځينې مسووليتونه يې ورتر غاړې كړي دي. ښځه د ټولنې يوه بېكاره پرزه كېداى نشي او نبايد وي. اسلام كار كول دنده او له خورا غوره عباداتو بولي او خپل لارويان له لټۍ، بېكارۍ او لګښتۍ منع كوي، په دې اړه پرېمانه احاديث شته، چې بېلګې يې دا دي:

رسول اكرم ويلي: ))عبادت او يا برخې لري او د حلالې روزۍ تر لاسه كول يې غوره برخه ده(( كافي 5/78 مخ.

موسى بن جعفر )رح( ويلي: ))د خداى خوبي او بې كاره بنده ښه نه ايسي(( كافي 5/84 مخ.

د اسلام له ليد لوري كار كول، نه يو حق، بلكې يوه دنده ده او نارينه او ښځه له دې اړخ څه توپير نه ري. ښځه هم بايد په ټولنيزو چارو كې دنده تر سره كړي او د بوختيا په ټاكنه كې ازاده ده، خو د ښځې د بدني او اروايي ځانګړنو په پامنيوي پر هر چار بوختيا يې په شان او صلاحيت كې نه ده. ښځه يو ظريف، لطيف او ښكلى موجود دى، چې له امله يې نارينه ته زړه راښكونكې ده، نو ځكه د دكار په ټاكنه كې بايد هڅه وكړي، چې ښكلا يې ټكنۍ نشي. له همدې امله په درنو، سختو او ستومانوونكيو چارو يې بوختيا پر ګټه نه ده لكه د درونو ماشينونو چلول، شپني كارونه، په كانونو كې كارګري، د اوسپنې د ويلېدو، موتر جوړولو او سيمټو په كارخانو كې كار كول، بزګري، شپونتوب او په څېر يېز پر دې چارو بختيا د ښځو له وسې اخوا دي، ښكلا، لطافت او جاذبيت يې له خطر سره مخوي، چې نه ددوى پر ګټه ده او نه يې د ميړونو. له همدې امله اسلام نارينه و ته سپارښتنه كوي، چې مېرمنې مو ستونزمنو چارو ته مه اړ باسئ.

حضرت علي )ك( خپل زوى امام حسن )رض( ته وويل:

))ښځه د هغه چار كولو ته مه اړ باسه، چې له وسې يې اخوا وي، ځكه دا موضوع يې حال ته خورا مناسبه، زړه اراموي او ښكلا يې ساتي، ښځه، لطيفه او د ګلل په څېر ده او اتله نه ده(( وسائل الشيعه 20/168 مخ.

بله مهمه موضوع دا ده، چې د ښځې ښكلا او جذابيت، د جنسي راپارونو پر وړاندې د ډېرى نارينه و د بې وسۍ په څېر، يو طبيعي چار دى، نو ځكه د ښځو پر ګټه اود ټولنې پر مصلحت ده، چې ښځې داسې بوختياوې وټاكي، چې د خپل كار په چاپېريال كې له پرديو نارينه و سره ډېر لږ تماس او اړيكه ولري، چې له هغو احتمالي خطرونو يې وساتي، چې ايمان او پت يې پرې زيانمنېږي او د ټولنې د چاپېريال پاكۍ، په تېره ځوانانو او له غر متاهل نارينه و سره مرسته وشي.

دې مهم ټكي ته پامنيوى هم لازم دى، چې ښځه يو عاطفي اومينه ناك موجود دى او غالباً تر نارينه و ډېر ژر د عواطفو تر اغېز لاندې راځي، له همدې امله پر هغو چارو بوختيا، چې ډېر پرېكندتوب او تاوتريخوالي ته اړتيا لري، د ښځو او تولنې پر ګټه نه دى لكه پوځي، پوليسي او قضايي چارې.

وروستى ټكى، چې بايد ښحې يې د كار په ټاكنه په پام كې ولري، د خپلو اولادونو حالاتو ته يې ورپامېدل او د كورنۍ ساتنه ده. كه ښحې واده كړى وي او اولاد لري، نو بايد پام يې وي، چې ډېر درون مسووليت يې ورتر غاړې دى، چې دا مېړه پالل او د اولادونو سم روزل دي، چې ځانګړي پيدايښت يې ورتر غاړې كړي دي. سمه ده، چې د كار په ټاكنه كې ازاده ده، خو بايد داسې كار وټاكي، چې د كورنۍ مينه ناك بنسټ ونه لړزوي او اولادونه له مورنۍ مينې او سمې روزنې بې برخې نه كړي.

په دې ځايونو كې، بايد د تفاهم او پوهاوى آر په پام كې ونيول شي اونارينه هم بايد له بې ځايه تعصبونو، ځانمنيو او د نارينه سالارۍ له خوى لاس واخي او د انصاف او مصالحو له مخې مېرمنو ته اجازه وركړي، چې په مناسبو چارو كې بوختې شي.

2_ د مالكيت ازادي: اسلام، د ښحې مالكيت ته، د نارينه په خېر درناوى كوي. ښځه د كار، سوداګرۍ، اداري كار، ولور، ډالۍ او هرې مشروع لارې شتمني تر لاسه كولاى او ګټه يې كارولاى شي او ان مورو پلار، مېړه او اولاد يې حق نه لري، چې بې اجازې يې په شتمنيو كې تعرف وكړي قرآن وايي:

نساء: 33 آيت: )) وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا =((.

3_ په واده كې ازادي: ښځه هم د نارينه په خېر په واده او د مېړه په ټاكنه كې پوره ازاده ده. د بالغې نجونې واده بې خوښى يې سم نه دى. هيڅوك حق نلري، چې كومه ښځه واده كولو يا د ځانګړي مېړه كولو ته اړ كړي، ان پلار، مور، نيكه او ورور يې.

امام صادق ويلي: ))د واده په باب د باكرې او غير باكرې ښځې دې اجازه وغوښتل شي او بې خوښى يې واده، سم نه دى(( وسائل 20/284 مخ.

يو تن خپله خور مېړه ته وركوله او حضرت صادق )رح( ورته وويل: ))بايد له خپله نجونې اجازه وغوښتل شي، كه په ځواب كې يې چوپ شوه، نو چوپتيا يې اجازه ده، خو په هر حال بې اجازې يې نكاح سمه نه ده(( وسائل 20/274 مخ.

نو ځكه په سم واده كې د ښځې )كه باكره وي يا غير باكره( اجازه لازمه ده. دلته پوښتنه دا ده، چې د نجونې په سم واده كې، د نجونې پر اجازې سربېره، د پلار يا نيكه اجازه يې هم اړينه ده يا نه؟

ويلي يې دي: په هغه حال كې، چې ښځه باكره نه وي، د پلار يا نيكه اجازې ته يې څه اړتيا نشته او پخپله په خپلواك ډول هوډ نيواى شي، چې په احاديثو كې يې څرګندنه شوې ده:

امام صادق د غير باكرې ښځې د واده په باب ويلي:

))هغه د ځان په هكله تر بل چا واكمنه ده، كه مخكې يې واده كړى وي، له خپلې خوښې سړي، كه له شانه سره يې برابر وي، سره واده كړاى شي(( وسايل 2/269 مخ.

امام صادق ويلي: ))كومه ښځه، چې باكره نه وي، بې د خپل پلار له خوښې واده كړاى شي، خو كه په چار كې يې څه ستونزه نه وي(( وسايل: 20/272 مخ.

خو كه نجلۍ باكره وي، نو ډېرى فقها وو يې سم واده د پلار يا نيكه په اجازې پورې اړوند ګڼلى او په دې باب يې په ځينو احاديثو استدلال كړى دى:

امام صادق ويلي: ))كومه باكره نجلۍ، چې پلار لري، بې له اجازې يې واده ونه كړي(( وسائل 20/270 مخ.

د مېړه په ټاكنه كې د باكرې نجلۍ ازادي، يوازې په دې ځاى كې د پلار يا نيكه په اجازې پورې تړل شوې ده، خو دا محدوديت نه يوازې د نجلۍ پر زيان نه، بلكې ډېر يې پر ګټه دى، ځكه باكرې نجلۍ خو مخكې واده كړى نه دى او په دې باب تجربه نه لري او د شرم او حيا له مخې د خپل غوښتونكي په باب پوره څېړنه كړاى نشي، نو زړه سواند، مهربان او با تجربه مشاور ته اړتيا لري، چې له لارښوونو يې ګټنه وكړي، نو پلار و نيكه غوره وګړي دي، چې په دې برخليك سازي چار كې مرسته ورسره وكړي. پر دې سر بېره د پلار اجازه يوه بله ګټه هم لري او هغه د پلار درناوى او د خوښې او همكارى تر لاسه كول يې دي.

بېشكه، دغسې يو چار د خپلوۍ د اړيكو په تينګښت او د نجلۍ او زوم د راتلونكي ژوند د احتمالي ستونزو په هوارولو كې ښه اغېز درلوداى شي.

د ويلو ده، چې له پلاره په اجازې اخستو كې دوه ځايونه استثنا شوي دي:

)1( په كوم ځاى كې، چې پلار يا نيكه ته لاسرسى نه وي، چې اجازه ترې واخستل شي. )2( هغه مهال،چې نجلۍ مېړه كولو ته اړتيا لري او غوښتونكى يې هم مناسب انسان وي، خو پلار بې دليله پلمې جوړوي او هره مركه ځوابوي. نو يوازې په همدې دوو ځايونو كې نجلۍ ته اجازه وركوي، چې بې د پلار له اجازې د خپلې خوښې او هم شان سړي سره واده وكړي.

4_ د علم او پوهې په لاسته راوړو كې ازادي: بې مړوښه ښځه پر علمي تحصيلاتو بوختېداى شي او څوك يې د تحصيل خنډېداى نشي، خو كه مړو ښه وي، نو بايد د مېړه او اولادونو حقوق دې رعايت كړي او د تحصيلاتو په دوام كې دې له خپل مېړه سره سلا مشوره وكړي.

5_ د كور په ټاكنه كې ازادي: بې مړوښه ښځه د كور په ټاكنه كې پوره ازاده ده، خو مړوښه د كور په ټاكنه او د اوسېدانې په ځاى كې بايد په مېړه پسې ولاړه شي. د كور چمتو كول د مېړه پر غاړه او لله اختياراتو ځنې يې دي. البته مېشتځى بايد د كورنۍ په شان او د مېړه په مالي وس كې وي، داسې، چې د كورنۍ ارامي خوندي كړي. كه په ګډ كور كې وسېږي، خو مېرمن د ارامۍ له امله شخصي كور غواړي، نو مېړه كه وس لري، غوښتنه دې يې ومني، همدا راز كه كور يې كوچنى وي، يا هلته څه ستونزې رامخې ته كېږي او مېرمن د كور بدلونه غواړي، نو كه سړى وس لري، نو غوښتنه دې يې پوره كړي، ځكه دا ټول په نېك چلن كې راځي. خداى تعالى په قرآن كې وايي:

نساء: 19 آيت: ))وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ =((.

طلاق: 6 آيت: )) تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ =((.

سره له دې، چې د كور ټاكنه د مېړه په اختيار كې ده، خو مېرمن د نكاح تړلو ترڅ كې اوسېدنې ته د يو ځانګړي ځاى وړانديز وكړي يا اوسېدا نه په خپل اختيار كې كړي، نو كه مېړه يې ورسره ومنل، نو مؤظف دى، چې د مېرمنې خبره ومني او په نه كولو كې يې ګناهګار دى.

 

¯¯¯


له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست