تبلیغات

  ښځه په پښتو عاميانه ادب كې   له فولكوري رواياتو او ځينو تاريخي شواهدو معلومېږي، چې دستي كولو )ژوندي سوځولو( دود د افغانستان په لرغونو آريايي قبايلو كې هم دود و، په آريايي قبايلو كې دستۍ عنعنه پر ښځو د تعدى په تاريخ كې تر ټولو زړه بوږنوونكې اوضد انساني پېښه ده. د )ستي( […]

 

ښځه په پښتو عاميانه ادب كې

 

له فولكوري رواياتو او ځينو تاريخي شواهدو معلومېږي، چې دستي كولو )ژوندي سوځولو( دود د افغانستان په لرغونو آريايي قبايلو كې هم دود و، په آريايي قبايلو كې دستۍ عنعنه پر ښځو د تعدى په تاريخ كې تر ټولو زړه بوږنوونكې اوضد انساني پېښه ده. د )ستي( دود له احكامو سره سم به هره كونډه د خاوند له مړي سره يوځاى ژوندۍ اور ته اچول كېده،د پښتو په عاميانه شعر په تيره لنډيو كې دستي پراخ كارول دا اټكل منځته راولي، چې د پښتني ښځو لرغونې ميندې هم )ستي( شوي په پښتني قبايلو كې كونډه د عرف له مخې د خاوند د ټبر ملكيت بلل كېده او دا حق ورته نه و، چې د آزاد انسان په حيث پخپله خوښه له يوه نارينه سره واده وكړي او دا متل عام و، چې ))كونډه د لېوره ده(( غالباً دغه كونډه د مړي ورور، تره زوى، يا بل ميراث خور ته ورپاتې ده او دا واك يې درلود، چې له دغې كونډې سره واده وكړي او يا يې كوم بل چاته واده كړي. ددې ښځې منقول او غير منقول اموال او اولادونه ګرد سره ددې د ولي بلل كيده او دا د ميړه او پلار له ميراث او له ټولو مادي شتمنيو بې برخې وه.

پښتون پلار لا تر اوسه زوى پر لور غوره ګڼي، د زوى په زيږيدو ډولونه غږ وي، ډزې كوي، ميله او مصرف مني، مګر د لور په زېږيدو خپه كېږي او حتى مباركي يې ځانته يو راز پيغور او اهانت ګڼي، لا تر اوسه ښځه لكه ځمكه او مال د بديو بدل ده او د قتل او بل كوم جرم په مقابل كې د مجرم له لوري مجنى عليه ته په بدوكې وركول كېږي.

همدې تاريخي اوږده جريان پښتني ښځه چغو، فريادونو، ژړاوو، ښيراوو، پيغورونو، كنځلو او تمرد ته راښكودې ده، هغې له خپل اجتماعي ناوړه موقعيت سره د مبارزې او ور څخه د خلاصون له پاره خپل ټول امكانات كارولي دي.

په حقيقت كې د پښتني ښځې همدا ژور تاريخي تكل او تلوسه ده، چې د ښځمنو لنډيو ته يې نه تمامېدونكى ډيناميزم او نه ستومانه كېدونكى خوځښت وركړى دى. همدا تكل دى، چې د نارينه پر ضد يې د واقعي محرك په توګه ښځمنو لنډيو ته لورى وركړى او د مبارزې، تكل او ژوند الهام يې وربڅښلى دى.

د پښتنې ښځې سندره او د څېرې مطالعه يې د هغې په مجبوريت او بيوسۍ كې ليدلاى شو،دى مجبوريت داسې ادب را پيدا كړى، چې لوړ شعري ارزښت لري او په واقعي توګه د يو اولس روح منعكسوي.

دا يوه داسې انساني سندره ده، چې د انسان اصلي اوژور انساني انګېرنې او عواطف بيانوي. څه، چې په ځانګړې توګه په دې ادب كې مومو او په نورو ادبياتو كې يې كم يا هېڅ نه مومو، هغه د ښځې موجوديت دى. يعنې ښځه نه يوازې د شعر د موضوع په حيث بلكې د شعر او شعريت په لنډيو كې د مصنفى او ايجادوونكي په حيث ځان راڅرګندوي او دا د ښځې شعري نوښت وينو.

په لنډيو كې، چې ښځې ځان څرګندوي د خپل چاپېريال او مال په اړه غږېږي، چې يوه عجيبه په زړه پورې څېره راوځي.

لنډۍ، چې د پښتو د عاميانه ادبياتو د شهكارونو يوه بې سارې او غني برخه ده، له نيكه مرغه زياتره يې زموږ د هېواد د ځپل شوې او نهيلې ښحې دفاع پر غاړه اخيستې ده او لكه ړوند بلبل بې له دې، چې د ښكاري له سيوري وترهېږي پرله پسې چغې وهي اود ښځې د آزادي غوښتنې او مورولي آواز ژوندى ساتي. لنډۍ په عاميانه ادبياتو كې په ټولييزه توګه د ښځې د عواطفو ترجماني پر غاړه اخستې او په سلو كې تر پنځوسو زياتې د ښځو له دفاع او فكره رازېږدلي دي. لنډۍ د مستبد نارينه له جبر او ستمه پرده اوچتوي او د پښتني ټولنې د مظلومې ښځې آواز او د زړه لمبې كليو، كېږديو، درو، دښتو، غرونو او رغونو ته ليږدوي او هڅه كوي، چې د ښځې ]د هويت رادبره كولو[ له پاره يوه مرستندويه ژبه او يوه صادقه ترجمانه شي.

موږ په ښځمنو لنډيو كې د اعتراض او نيوكې تاريخي سرچينه مومو، ښځه له جسمي زحمتونو دومره شكايت نه كوي، خو څه، چې ښځه ډېره ځوروي، هغه ددې فشار روحي او اخلاقي اړخ دى احساسوي، چې انساني ښځينه طبيعت يې تر پښو لاندې كېږي، نارينه ورته په سپكه ګوري او له ځانه يې مقام ټيټ بولي، د نيمګړي فكر او د شرير طبيعت خاونده ورته وايي، ميړه ورسره يوځاى ډوډۍ نه خوري او د زيږيدو په وخت كې يې كورنۍ ماتم نيسي او نارينه د لور په زيږيدو شرمېږي، د كورنيو په منځ كې بدلېږي، ودېږي او هډو تپوس ترې نه كېږي.

ښه نو اوس دا پوښتنه پيدا كېږي، چې ددې فزيكي او روحي شرايطو په مقابل كې د ښځې غبرګون څه دى؟ ظاهراً اطاعت او تسليم ښكاري، خو پپه باطن كې يې زړه د سرو وينو ډنډ دى، چې خپل دا حال داسې څرګندوي:

تن مې د شنې نكرېزې پاڼه
ظاهر تازه دننه رنګ په وينو يمه
لاس مې د زړه په وينو رنګ دى
خلكو ته وايم ما نكرېزې ايښې دينه

 

پښتنه ښځه د نارينتوب ارزښتونه قبلوي او سر ورته ټيټوي، مګر كه لږ څه ځير شو، نو معلومه به شي، چې دا تسليم يوازې ظاهري بڼه لري، ښځه مخالفت كوي او خپل نا رضايت ښكاره كوي او دا مخالفت په دوو بڼو ښودل كېږي: انتحار او سندره افغانه ښځه د ډير مجبوريت له امله انتحار كوي يا زهر )سنګتيا( خوري يا سيند ته دانګي او يا پر ځان تيل اچوي او ځان ته اور ورته كوي، چې دا وروستۍ پېښې په دې وروستيو كې د هيواد په ځينو سيمو كې زياتې ليدل كېږي او په دوهمه بڼه كې خپل اعتراض او مخالفت په سندرو )لنډيو( كې څرګندوي. په سلګونو ښځمنې لنډۍ شته، چې د نارينه سالارۍ پر ضد د پښتني ښځې اعتراض او تاريخي عصيان او سرغړاوي راڅرګندوي.

ښځه بې له دې توپيره، چې په كومې اجتماعي طبقې او قشر پورې تړلې ده، پرله پسې د لنډيو پپه نه چوپيدونكي اودايمي بهير كې چغې وهي او د ځان په هكله د نارينه تېرى بربنډوي.

صورت مې خپل واك مې د بل دى
صورته خاورې شې چې نور دې واك كوينه

 

په دې لنډۍ كې ښځه د خپل جنسيت د غريزې تمايل او غوښتنو په خلاف هغه تاريخي موقعيت، چې د نارينه له خوا د خاصو تاريخي شرايطو په مرسته پرې ورتپل شوى، را بربنډوي اود هغه ټولنيز غونډال پر ضد د اعتراض غږ اوچتوي، چې له ښحې يې د خپل ځان واك اخيستى او دا يې د خپل آزادۍ او واكه بې برخې كړيده. ددې اعتراض منطق دومره روڼ، ساده او قانع كوونكى دى، چې د هر راز مخالفت او منفي مقابلې مخه نيسي. څوك به له دې واقعيته انكار وكړاى شي، چې پښتون اولس د خپل پېچلي او رنګين تاريخ په اوږدو ك له خپلو خويندو او لوڼوسره له ميندو او ميرمنو سره د خپل ميراثي مال په توګه )لكه د جاهليت د زماني د عربانو او نورو لرغونو قومونو په څېر( معامله كړې نه ده او لګيا دي اوس هم دا ناوړه چال چلند كوي.

لا تر اوسه په پښتنو پرګنو كې ښځه د خپل ځان واك نه لري، چې اوس مهال ترې په تاوتريخوالي تعبيرېږي او ددې واك د ترلاسه كولو له پاره وروسته پاتې او خرافاتي ذهنونه د افغان ميرمنې هر راز هڅو ته ضد اخلاقي مخونه وركوي.

پښتون اولس لا تر اوسه له ښځې سره د وګړو، كورنيو او قبايلو تر منځ د بديو، مرګونو او تيريو دروغې په بدلانه كې د عوض اوپټۍ )مرهم( په توګه معامله كوي، د نذرانې او داسې نورو مقاصدو له پاره هم ډالۍ او پلورل كېږي.

ښځه د همدې ترخه او ضد انساني موقعيت د رسوا كولو په پار او د نارينه پر ضد د خپل تاريخي اعتراض د بيان له پاره دا ښكلې زړه راښكوونكې او سوچه لنډۍ د پښتنو پر ګنو حافظې ته ورشيندي:

پلاره كلا دې هديره شه

چې ترينه وځي پپه ژړا ملالې نجونه

زه د ظالم دادا له لاسه

د مرګي سين ته ولېدم كته مې وړينه

پلاره! كوډله دې ايره شه

سوركۍ مڼه دې په كارغانو وخوړمه

مورې! ستي شې پلاره ومرې

زه د نيكه په كټ كې خاورې ايرې شومه

په سره دوزخ كې دې دېره شه

كور دې ايره شه زه دې اورته ونيومه

خدايه د كونډو پنا ګير شې

چې ميراث خور يې په ليوانو ودوينه

په نيمه شپه سوې نارې شوې

مور له لورانو بېلوي كوكې وهينه

په پورته ډول مونږ د پښتني ښځې د اعتراض غږ او د زمانې له ناخوالوددې سرټكونه اوشكايت په پښتو لنډيو كې وليد، چې دا پر دې لطيف موجود د تر سره شوي تاوتريخوالي پر ضد ددې سوې نارې، كوكي او شكايت و، پټه دې نه وي، چې د لرغوني هېواد افغانستان پر پښتنو ښځمنو سربېره د نورو قومونو ښځو هم د زماني د ناخوالو ناترسه څپېړې خوړلي اوددې ظالم پر وړاندې زموږ ددې خويندو هم د خپل اعتراض غږ په خپلې مورنۍ ژبه په دوه بيتيو اومحلي سندرو كې منعكس كړي دي.

 

¯¯¯

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!