تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  ښیون (هدايت)، د قرآن د نازلېدو موخه   ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (بقره/۲) = دا هماغه (ستر) كتاب دى، شك پكې نشته (او) متقیانو ته لارښود دی.    ښیون؛ يعنې د لارې ښوول، په داسې ډول، چې انسان مقصد ته ورسوي[1]. لارښود هغه دى چې د يوې ډلې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

ښیون (هدايت)، د قرآن د نازلېدو موخه

 

ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ (بقره/۲) = دا هماغه (ستر) كتاب دى، شك پكې نشته (او) متقیانو ته لارښود دی.

 

 ښیون؛ يعنې د لارې ښوول، په داسې ډول، چې انسان مقصد ته ورسوي[1]. لارښود هغه دى چې د يوې ډلې په مخ كې روان وي او لار ورښيي[2]. الله  تعالى په ډېرو آيتونو (لكه په دې آيت كې) قرآن د ښيون كتاب ښوولى دى.

 هو! قرآن په رښتيا مازې ښیون دى، هغه ښيون، چې هېڅ ډول بېلارېتوب او بدمرغي ورته سوړه كړاى نشي[3]؛ نو له نازلولو يې د الله  موخه، د هغې لارې ښوول دي چې د انسانانو په ابدي نېكمرغۍ پاى ته رسي؛ لكه چې الله  په مائده سورت كې وايي:

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِمَّا كُنْتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ (مایده/۱۵) = كتابيانو! دا دی زموږ استازی درغلى، چې د اسماني كتاب ډېرحقايق،چې پټ كړي مو وو، درڅرګندوي او له ډېرو (چې اوس يې رابرسېروول مصلحت نه دي) درتېرېږي (هو!) د الله له لوري رڼا درغله او (يو) حق برسېروونكى كتاب.))  

يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (مایده/۱۶) = چې الله یې په رڼا کې، په رضا پسې یې تلونکیو ته، د امن او سلامتۍ لارې ورښیي او په خپل توفیق یې له تیارو ځنې رڼا ته راباسي او سمه لار ورښيي .                                        

دې مطلب ته په پامنيوي،څرګندېږي چې قرآن يو تاريخي، علمي او …. كتاب نه دى؛ بلكې قرآن چې د پېغمبرانو او تېرو قومونو تاريخ بيانوي او ډول ډول علمي مطالب او… يادوي؛ نو موخه يې يوازې انسان ته ښيون او د نېكمرغې لار ورښوول دي.

 

 


[1] ( كشاف 1/ 35)

[2] ( مجمع البيان ا / 65)

[3] (موضوعي تفسير، 1 / 183)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!