تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام حسين عليه السلام د اصحابو (رضي الله عنهم ) له نظره  (الف): عبيد بن حُنين رضى الله عنه وايي: حسين بن علي (رضى الله عنهما) راته وويل: يوه ورځ دويم خليفه رضى الله عنه پر منبر وينا كوله، ورغلم او منبر ته وختم،ورته مې وويل:  د پلار له منبره مې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

امام حسين عليه السلام د اصحابو (رضي الله عنهم ) له نظره

 (الف): عبيد بن حُنين رضى الله عنه وايي: حسين بن علي (رضى الله عنهما) راته وويل: يوه ورځ دويم خليفه رضى الله عنه پر منبر وينا كوله، ورغلم او منبر ته وختم،ورته مې وويل:  د پلار له منبره مې راكوز شه او د خپل پلار منبر ته دې ولاړ شه ! دويم خليفه”رض” وويل : د پلار مې منبر نشته . بيا يې زه ونيوم او په څنګ كې يې كېنولم او ما پر ګاټو لوبې كولې او چې راكوز شوم؛كور ته يې بوتلم،و يې وويل: دا خبره درته چا ښوولې؟ ومې ويل: پر خداى قسم هېچا نه ده راښوولې، ويې ويل:  زويه ښه دى،چې د ورځې سر راښكاره كوې.

 يوه ورځ ورغلم او له معاويه بن ابي سفيان سره يې غونډه وه او ابن عمر رضى الله عنه هم وره ته ولاړ و او چې هغه راستون شو؛نو زه هم راوګرځېدم،څه موده وروسته دويم خليفه وليدم،راته يې ويل : ولې رانغلې، چې ليدلاى مې واى؟

 ورته مې وويل: امير المؤمنينه ! راغلم او تاسې له معاويه سره خبرې كولې زوى دې هم درته ولاړ و، دواړه بېرته راوګرځېدو، راته يې وويل: “ته خو مې تر زويه غوره يې او دا د سر وېښتان مې د خداى په ځواک او ستاسې له بركته راشنه شوي دي.[1](؛يعنې دا درناوى او لويي مو ستاسې له بركته ده)

  (ب ) _ عبدالله بن عباس رضى الله عنه چې ستر صحابي او د ستر شخصيت خاوند و د حسن او حسين لپاره به يې ركاب نيوه او په ډېرې وياړنې به يې د هغوى پر اوږو جامې جوړولې او چا به چې پرې نيوكه كوله؛ نو ورته به يې ويل:” ناپوهه! پوهېږې داڅوك دي؟ دا د پېغمبر زامن دي ……..” [2]

  (ج) _حسنينو به چې له كعبې طواف كاوه؛ نو خلكو به پرې د تبرك او سلام لپاره راټولېدل تردې، چې تر پښو لاندې شي. [3]

(د) _ د مدينې منورې په جومات كې يوه  ډله ناسته وه، چې حضرت عبدالله رضي الله عنه هم پكې و، حسين ورباندې سلام واچاوه، هغوى ځواب وركړ؛ خو عبدالله رضى الله عنه راپورته شو او د حسين خواته ولاړ او په لوړ غږ يې د سلام ځواب وركړ او بيا يې ډلې ته  مخه كړه، و يې ويل: غواړئ د اسمانوالو له نظره د ځمكې ډېر غوره او محبوب وګړى دروښيم؟

 ډلې وويل: هو!

 عبدالله رضى الله عنه، امام حسين (عليه السلام) ته اشاره وكړه،و يې ويل: همدا لوی زړی – بزرګوار چې پر لار روان دى.[4]

  (ه) _ تاريخپوهان وايي: امام حسين د يوې جنازې په مراسمو كې ګوښې ناست و، حضرت ابوهريره رضى الله عنه رامخكې شو او په خپلو جامو يې د امام حسين له څپليو خاورې لرې كولې .

 امام حسين رضى الله عنه وويل: دا څه كوئ؟

حضرت ابو هريره رضى الله عنه وويل: نيوكې راباندې مه كوئ ! پر خداى قسم، زه چې ستاسې په باب پوهېږم،كه چېرې خلك پرې پوه شي؛ نو پر اوږو به مو وګرځوي.[5]

کورنی سیرت او روزنه

 د حسنینو ځانګړې ځانګړنې

سیرت پوهان لیکي: د رسول اکرم (ص)دواړه لمسيو ځانګړې ځانګړنې درلودې؛ لکه : امام حسن(رض) له سره تر سینې او همداراز له څېرې او مخه حضرت رسول (ص) ته ورته و، او له سینې تر مبارکو ګامونو،علي (رض) ته ورته و او حسین (رض) له سره تر سینې، علي(رض) ته ورته و او له سینې تر مبارکو قدمونو او همداراز قامت او اندام یې رسول الله (ص) ته خورا ورته والی درلود؛په عین حال کې له اوچتو اخلاقي ځانګړنو برخمن و،چې له هر پلوه یې له خپل نیکه سره ورته کاوه.

هاني بن هاني له حضرت علي (رض) روایتوي: حسن (رض) له سینې تر سره تر ټولو ډېر رسول اکرم (ص) ته ورته و او حسین (رض) له سینې ورکوز [6].

همدغسې فاطمې رضی الله عنها د حضرت (ص) د مرګوني ناروغۍ پر مهال حسنین وربوتلل ویې ویل: رسول الله(ص) ! دادې زامن دي ؛څه ورپېرزوکړه . رسول اکرم (ص) وویل: هیبت او ستریا مې حسن ته او جرات او سخاوت مې حسین ته ور رسي [7] .

 پر حضرت حسین د کورنۍ روزنې اغېزې

حضرت حسین (رض) د پېغمبر علیه السلام په کور کې د خپل ستر نیکه او موروپلار تر څارنې لاندې وروزل شو او اسلامي ارزښتونه او مفاهیم یې له نیکه او موروپلاره زده کړل. دا موقعیت یې د وګړې او شخصیت په جوړولو کې خورا اغېز درلود او لامل شو،چې پر اسلامي ښوونو پابند وي .

رسول اکرم (ص) ویلي: ((الناس معادن کمعادن الفضة والذهب،خیارهم في الجاهلیة خیارهم فی الاسلام ؛ خلک د سروسپینو د کانونو په څېر دي،هغوی چې په جاهلیت کې ښه خلک ول ،په اسلام کې هم ښه خلک دي ))

د حضرت حسین (رض) وجودي او شتونیز کان بېساری دی؛ ځکه په جاهلیت کې روزل شوی نه؛بلکې د نبوت په کورکې یې وده او پالنه شوې او همدا یې د سیادت او ښاغلیتوب راز دی. لنډه داچې حضرت حسین (رض) له داسې کورنۍ ځانګړنې برخمن و،چې څوک برخمن شوی ترې نه و او نه به شي؛ځکه نیکه یې حضرت محمد (ص)، پلار یې حضرت حیدر کرار؛علي مرتضی او مور یې فاطمه زهرا رضی الله عنها ول.

د رسول اکرم (ص) تر وفات وروسته امیرالمؤمنین علي (رض) د حسنینو د روزنې ذمه وار شو او نېغ په نېغه یې د دوی ښوونه او روزنه تر څارنې لاندې وه. علي(رض)د یوه پوره روزنپوه ځانګړنې درلودې او شک نشته چې د خدای ددې وینا پر حقیقت پوهېدلی و،چې وایي :((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ [8]=مؤمنانو! خپل ځانونه او خپله كورنۍ له هغه اوره وساتئ،چې سون به يې خلك او ډبرې وي،پر هغه (اور) غوسه ناكې (او) سخت زړې پرښتې (ګومارل شوي) دي او هېڅکله د خداى له فرمانه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته كېږي؛(پوره يې) ترسره كوي .)) .

 د روزنپوه ځانګړنې او پکار شرایط

۱- د ښوونې او روزنې پر اهمیت پوهېدل او ورته ځانګړې پاملرنه :

حضرت علي (رض) د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه درلوده او د دوی ښوونې اوروزنې ته یې د همت لېچې رانغاړلې وې او دې موضوع ته یې ځانګړی اهمیت ورکاوه؛او په دې بهیر کې یې د خدای د رضا په پار هڅه کوله، چې خپل  اولاد د رسول اکرم ( ص) د لارښوونو له مخې او د الله جل جلاله د اطاعت او بندګۍ پر بنسټ وروزي .

۲-اولادونوته بېلګه جوړونه :

که د روزنې په چار کې د ښې بېلګې شتون خورا مهمه مساله نه وای؛ خو لږ تر لږه په ښوونه او روزنه کې یوه غوره مساله ده،چې د انسان په طبیعت او فطرت کې جوړه لري او هڅه کوي چې په خپل ژوند کې یوه بېلګه ولري،چې لاروی یې شي.

ابن خلدون وایي:((د کوچني په پنځکلنۍ یا شپږ کلنۍ کې تقلید او لاروي شدت اوسختي مومي او د کوچنیتوب تر پایه سوکه سوکه او په اعتدلالي ډول غځېږي )) .

۳-د روزنې په ترڅ کې مینه او نرمي کارول :

حضرت علي (رض) مینناک او زغمناک و او له حسنینو سره په مینه او نرمۍ چلېده او د پېغمبراکرم (ص) او زهرابي بي پر مقام او درجې پوهېده.

د حسین (رض) پر روزنې او وګړې جوړونې د ټولنې اغېز:

 ټولنیز چاپېریال،د وګړیو پر وګړه جوړونه کې ښه اغېز لري .

حضرت حسین(رض)د اصحابو رضی الله عنهم همپېره و او له هغو کسانو سره وسېده، چې رسول اکرم (ص) روزلي ول،چې دغسې ټولنه له فضیلت، تقوا،وړتیا او ځانګړنو برخمنه وه، چې تر نورو ټولنو یې توپیر درلود؛ نو ځکه حضرت حسین(رض) له دغسې ټولنې پرېمانه ګټنه وکړه؛ځکه د رسول اکرم (ص) ډېری یاران په مدینه کې مېشت ول او تر وفات وروسته یې هم په مدینه کې یاران ډېر ول .

نو ځکه د کومې ټولنې چې ړومبی زڼی پېغمبر(ص) ایښی او ښه انسانان یې پکې روزلي وي؛ نو دا یوه غوره ټولنه ده،چې یوه بشري ټولنه هم پرتله کېدای ورسره نشي.

د مدینې ټولنه د وحې پر راکېووتو شاهده-لووې وه او د بلنې له خاوند سره یې نېغه اړیکه درلوده او دا چار لامل شو،چې د پېغمبر اکرم(ص) له لوري ورښوول شوي ایماني مفاهیم او اروایي اغېز په هر یوه مؤمن صحابي رضی الله عنهم کې بنسټېز شوې؛نو ځکه د مدینې ټولنې د خلکو زړونه او ارواوې په ځان پسې راکاږلې او د دوی پرکړنو او ویناوو یې اغېز شینده،چې حسین (رض) هم له دې اغېزو برخمن و.

 حسنینو ته یې د پلار وصیت

امیرالمؤمنین علي (رض) حسنین راوغوښتل ورته یې وویل : ((وصیت درته کوم،چې الهي تقوا خپله کړﺉ،دنیا مه غواړﺉ؛که څه دنیا مو غواړي،څه مو چې له لاسه ورکړل، ورپسې مه خپه کېږﺉ؛حق خبره کوﺉ،له پلارمړیو سره مینه وکړﺉ؛د مظلومانو ملاتړ شئ؛ خپل آخرت ته زیار وګالئ،د ظالم دښمن او د مظلوم مرستندوی وسئ؛د قرآن پر احکامو او لارښوونو عمل وکړﺉ او د خدای په لار کې له ټپسورۍ مه ډارېږﺉ)) .

بیا  یې محمد بن حنفیه ته وکتل و یې ویل :کوم وصیت چې مې ستا وروڼو ته وکړ،یاد دې شو؟

ورته یې وویل : هو.

علي مرتضی ورته وویل:(( کوم وصیت مې چې ستا وروڼو ته وکړ،تا ته یې هم کوم،سپارښتنه درته کوم،چې د خپلو وروڼو درناوی به دې کوې؛ځکه دوی ستر حق درباندې لري؛ نو ځکه خبرې ته یې غوږ ږده او هر کار په مشوره ورسره کوه ))

بیا یې حسنینو ته وویل: (( تاسې ته د محمد بن حنفیه سپارښتنه کوم،چې پلرنی ورور مو دی او پخپله پوهېږﺉ،چې ډېر راته ګران دی )) او حسن (رض) ته یې وویل:((سپارښتنه درته کوم،چې الهي تقوی خپله کړې،لمونځ پر خپل ړومبی وخت وکړې،د خپل مال زکات پر ځای ورکړې،په ځیر او ښه اودس وکړې؛ ځکه نمونځ بې له اوداسه او پاکۍ نه کېږي او څوک چې د خپل مال زکات ورنکړي،نمونځ یې نه قبلېږي.

سپارښتنه درته کوم چې د نورو له بدیو تېر شې،غوسه دې وزغمه ،خپلوي پاله، د ناپوهۍ پر وړاندې زغمناک وسه،د دین علم زده کړه، ټینګ او ثابت قدمه وسه،پر قرآن او (احکامو یې ) پابندي کوه ،له ګاونډیانو سره نېکي کوه ، پر نېکیو له امر او د بدیو له منع غافل مه شې اوله بدیو اوګناهونو ډډه وکړه [9]))

امام حسين د خپلو كينه كښو تربورانو له نظره

 يزيد د مدينې منورې والي (وليد) ته په ليك كې د امام حسين د وژنې حكم كړى و او د ډول ډول غوړې ژمنې يې هم ورسره كړې وې، وليد چې ليك ولوست “ولاحول” يې وويله او زياته يې كړه:

 كه يزيد ټوله دنيا او راز راز نعمتونه هم راوبښى؛خو د پېغمبر د زوى په وينو به مې لاسونه ككړ نشي او نور چې هر څه كېږي.[10]

مروان،چې وليد ته د امام حسين”رض” د وژنې وړانديز وكړ؛ نو ورته يې وويل: پر تادې افسوس وي، ته ما د پېغمبر د لور فاطمې د زوى وژنې ته هڅوې،پر خداى قسم ! د چا چې د حسين په وينو لاسونه ككړ وي، د قيامت پر ورځ به يې د لوى خداى پر وړاندې د  کړنو تله سپكه وي. [11]

 او په بل روايت كې: پر خداى قسم! ښه مې نه ايسي،چې ټوله دنيا زما وي؛خو لاسونه مې د حسين په وينو ككړ وي. [12]

  مروان ورته وويل: وېرېږم،چې  يزيد ته به دې مقام راټيټ شي. وليد وويل: قرار كېنه! پر تا دې افسوس وي، له دې خبرو  تېر شه ! د فاطمې بي بي د زوى په باب سمې خبرې كوه، چې هغه د پېغمبرانو د زامنو پاتې شونى دى. [13]

  وليد،چې خبر شو امام حسين عراق ته ځي؛نو ابن زياد ته يې ليك ولېږه،چې حسين بن علي عراق ته درځي، هغه د فاطمه بتول (له حيض او نفاسه پاكه) زوى دى او فاطمه د پېغمبر لور ده. ابن زياده! له دې وډار شه،چې ورسره ناوړه چلن وكړې او پايله يې درته په دنيا كې ننګ و عار شي،چې بيا به يې هېڅ څيز جبيره كولاى نشي او د دنيا تر پايه به د هرچا په خوله كې وي.[14]

  د امام تر شهادت وروسته، د عبيدالله مور؛ “مرجان” خپل زوى ته وويل: پليده! د پېغمبر د لور زوى دې وواژه! پر خداى قسم، هېڅكله به د جنت مخه ونه وينې. [15]

  حميد بن مسلم وايي: د كربلا تر پېښې وروسته، د پخوانۍ دوستۍ له مخې، له عمر بن سعد كره ولاړم او له حالاتو مې وپوښتل، ويې ويل: كورته ډېر بد راستون شوى يم، د خپلوۍ اړيكې مې پرېكړې او ستره ګناه مې كړې. [16]

  سنان بن انس (د يوه روايت له مخې، د امام حسين سر يې له تنې بېل كړى و) د عمر سعد کېږدۍ ته ولاړ،چې جايزه واخلي او دا شعر يې ووايه:

بوجۍ مې له سرو سپينو ډكه كړه، چې ستر پاچا مې وژلى! داسې، چې د كورني نسب، پلار او مور له اړخه خورا غوره و.[17]

  د ابوسفيان زوى معاويه يوه قريشي ته وويل:

 جومات ته چې ننووتې او و دې لېدل،چې يوه كړۍ ناسته ده، چې يو مخې چوپ ده او ځان نه خوروي،ګومان به كوې، چې مرغان يې پر سرونو ناست دي؛نو پوه شه،چې هلته به ابو عبدالله حسين ناست وي او نښه يې داده،چې لستوڼي به يې بډ وهلي وي (او هغوى به دامام حسين له دبدبې او هيبته ارام ناست وي). [18]

 لمسى د نيکه ترڅنګه

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: په جنت كې د”وسيلې” په نامه يوه درجه شته؛نو له خدايه د وسيلې مقام وغواړئ . وپوښتل شو : په دې مقام كې درسره څوك دي؟ ورته يې وويل: علي، فاطمه، حسين او حسن.[19]

  همداراز ويلي يې دي: فاطمې! زه او ته او دا ويده (علي) حسن او  حسين به په قيامت كې يو ځاى يو. [20]

  پېغمبر اكرم ويلي دي : زه، علي، فاطمه، حسن او حسين به تر عرش لاندې په يوه ګومبزه كې يو. [21]

 پېغمبر اكرم، علي(ك) ته وويل: زه به لومړى تن يم،چې جنت ته به ننوزم او ته، فاطمه، حسن او حسين به راسره يو ځاى وسئ . ورته وويل شو:  زموږ مينوال او دوستان به څنګه؟  ويې ويل: په تاسې پسې به درځي.[22]

 د غزل بابا ويلي دي :

چې هر څوك د پنجتن نه لري ياري
مرګ  د روح يې دى له دغې بيماري
د كور خلق برابر د پردو نه وي
زه اول يم پنج تني بيا چار ياري
چې احمد علي زهرا حسين واړه
اولى نه ګڼي عبث كوي خواري
پس د دوي نه مې پسند واړه اصحاب دي
چې لري په تابعينو سرداري
زه حمزه د بو تراب د در تراب ىم
چې يې قيض تر قيامته دى جاري

جنتي ښاغلي

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: (( حسن او حسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي.))[23]

  او په ځينو رواياتو كې يې زياته كړې : او پلاريې تر دواړو غوره دى .

 او ويلي يې دي: د چا چې دا ښه ايسي،چې د جنتي ځوانانو ښاغلي وويني؛ نو (حسين) ته دې وګوري. [24]

 د امت د مهدي پلار

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله ويلي: كه د نړۍ يوه ورځ هم پاتې وي؛ نو خداى پاك به دا ورځ اوږده كړي،چې زما له ځوځاته يو څوك (چې زما همنام به وي) راپورته كړي (چې ځمكه به له عدل او انصافه ډكه كړي).

دحافظ الپوري (ديوان 59 مخ) وايې:

 د عادل مهدي په عدل به بدل شي _مخ د ځمكې درست له ظلمه پيمانه

 سلمان رضى الله عنه وويل: دابه ستا دكوم زوى له ځوځاته وي؟

 پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله د حسين پر سر لاس كېښود او ورته يې وويل: ددې له نسله. [25]

  سلمانرضى الله عنه وايي: پېغمبر اكرم ته ورغلم، حسين يې پر زنګانه ناست و او آنحضرت به يې خوله ښکولوله،ويې ويل:

 ته ښاغلى، د ښاغلي زوى او د ښاغليو پلار يې، ته امام د امام زوى او د امامانو پلار يې، ته حجت د حجت زوى او د نهه ګونو حججو پلار يې، چې ستا له ځوځاته به وي او نهم به يې قائم وي.[26]

 حضرت جابر بن عبدالله انصاري رضى الله عنه ويلي دي : پېغمبر اكرمصلى الله عليه و آله په عرفات كې و او علي ورته مخامخ ناست و، پېغمبر اکرم ما او علي ته اشاره وكړه،چې نژدې راشئ، موږ ورنژدې شو،و يې ويل: علي رانژدې شه ! او لاس دې زما پر لاس كېده، بيا يې وويل: علي! زه او ته له يوې ونې يو، زه د ونې بېخ او ته يې ډډ يې، حسن او حسين يې څانګې دي؛ نو هر څوك چې د ونې پر يو ښاخ ونښلي، خداى به يې جنت ته ننباسي. [27]

د غزل بابا وايي :

ادم د پاره و ، په دعا کې اثر علي
كنعان د پير اميد ، دليمو نظر علي
قرآن اذا تلها تري ايت كړلو ګواه
حضرت نبي شو نمر دهدى او قمر علي
سلمان و ، كه بوذر و ، كه مقداد و ، كه عمار
هر يو زمونږه تاج و ، ددوي تاج د سر علي
د زړو نو كه پرسان كړي كه پرسان كړي له ليمو
موجود يى دى درون کې هم دى بهر علي
حمزه نامه يې اخله چى شي زور د ماسوا
يرغل ته داو هامو كړى پيدا خطر علي
په دعا کې د ادم اثر علي دى
په ليمه کې د يعقوب نظر علي دى
د اذا تلها څه نوري تفسير شته
نمر د علم محمد قمر علي دى
الف لام كه مبتدى ميم يې خبر وي
ميم د هر څه مبتدى خبرعلي دى
چى يې ستر ګى د نبي په مخ پرانستى
په تير و د ضلالت سحر علي دى
ستا با طن ظاهر په دواړه حمزه ښه شي
بى نوا په خوي نبي په بر علي دى
ګويا يو موج دى د قدرت په سيند کې زور دعلي
زړه د الحاد د بړبوكو چولى شور د علي
ورور د علي و د نبي د نبي كور د علي
كور دعلي و ، د نبي د نبي كور د علي
نامه دخداى  چى شوه نامه د علي نام خدا
ځكه نشان شولو سوا د حد نه خور دعلي
پرانيزهستدګي څه پرسان د مرتبو يې كوي
باغ د اسلم دى په رنګ رنګ ګلو سمسور د علي
چې په شكم کې د مادر يې هدايت كولو
و ما سوى ته احتياج ګڼه پېغور د علي
څوك يې چى غم د قرزندانو كاندي غم يې څه دى
دى چى محبوب د كبريا غوندى غم خور د علي
چى غوره شوى دكوثر د اوبو ويش لره و
په مصيبت د صبر جام نه شو نسكور د علي
راشه جوهر د قربانى كړه راپهزړه د حسين
سړيتوب په ايېنه باندى دى پور د علي
حمزه نظر به وي پرى تل چى بى نواليمه وي
اوشوي ككى دي چى ككى دي ځي په تور د علي
چى مخلص په محبت کې د علي يم
زه هر څوكه ګنهګاريمه ولي يم
لا به ماپه خوب کې شو ى نه يم ازيې يم
داد هغى پاكى مينى بركت دى
چى دښمن د خارجي او درغلي يم
دا چى څه زما د خولى نه اوريده شي
هم ددى په څير په زړه باندى جلي يم
شوه سر سبزهيى هستي له بو ترابه
ددانى نه رسيدلى تر پلي يم
هر قدم د تخيل مي حي دفعت ته
فخر علم  ته چى خاورى د تلي يم
دا علمون هظاهر ي د ي ټولهډونه
باب د علم روږ دى كړىپه نلي يم
كربلا شى ما حمزه ته چى دانه وي
دحسين د ذكر فكر عملي يم

اصحابو کرامو ته د امام حسین مقام

اصحابو په  تېره راشدینوخلفاوو ته  حسنین (حسن اوحسین)  خورا ګران ول، نازول یې او درناوی یې کاوه.

 حضرت ابوبکر(رض):

حضرت ابوبکر(رض) اهل بیتو ته په ډېر درنښت قایل و ویل یې : «ارقبوا محمدا فی اهل بیته[28] =»د پېغمبر په پار یې د اهل بیتو درناوی کړﺉ»

 چې کله حسنین ناروغ شول؛نو له رسول اکرم (ص) سره ابوبکراو عمر رضی الله عنهما پوښتنې ته یې ورغلل.

حضرت ابوبکر (رض) وویل :علي! که زامن موله دې ناروغۍ روغ شول؛ نو د خدای د رضا لپاره څو ورځې روژه شئ.

همداسې وشول اوکورنۍ یې درې ورځې روژه شوه.

ددې پېښې کیسه اوږده ده اود «ویطئمون الطعام علی حبه مسکیناً ویتیماً واسیراً » آیتونه دنبوي کورنۍ په اړه نازل شوي دي[29].

هو! د رسول اکرم له اهل بیتو په تېره لمسیو سره یې د خلفا وو مینه یو متل دی .

علامه ابن کثیر دمشقي وایي: « کان الصدیق، یکرمه ویعظمه ؛ صدیق یې عزت او درناوی کاوه.»

 حضرت عمر(رض)

حضرت حسین بن علي (رض) وايي: یوه ورځ حضرت عمر(رض) راته وویل: زویه، ښه به وای،چې تل راتلې، یوه ورځ ورغلم؛خو له معاویه بن ابوسفیان سره یې خبرې کولې او زوی یې عبدالله هم دباندې ولاړ و او د ورننوتو اجازه یې نه ورکوله؛ نو راستون شوم.

وروسته،یو وخت عمر(رض)ولیدم راته یې وویل: زویه ولې رانغلې؟ ومې ویل: راغلم خو تا له معاویه سره خبرې کولې او زوی دې هم ستون شو؛ نو زه هم ستون شوم. حضرت عمر(رض) وویل : ته خو تر عبدالله  وړ وې چې راننووتی وای ؛ځکه ستاسې (اهل بیتو) په پېرزوینه او برکت مو ایمان په زړه کې جرړه ځغلولې ده [30] .

ابن سعد،له جعفرصادق (رض) ،له پلار یې محمد باقر(رض) له پلار یې علي بن حسین (رض) روایتوي: له یمنه یې دویم خلیفه (رض) ته اغوستن او جامې راوړې او د اصحابو پر زامنو یې ووېشلې.ځوانانو نوې جامې واغوستې اوجومات ته راغلل . حضرت عمر(رض) د منبر او د رسول الله (ص) د قبر ترمنځ ناست و، ټول راتلل او سلام یې ورباندې اچاوه او دعا یې ورته کوله.دا مهال حسن اوحسین د خپلې مور فاطمې بي بي له کوره راووتل اود ډلې ترڅنګ تېر شول؛خو نوې جامې یې پر تن نه وې. حضرت عمر (رض) یې په کتو ډېر خپه شو، وپوښتل شو: ولې خپه شوې ؟

ویې ویل: ددې دوو هلکانو په پار خپه شوم،چې د تن جامې یې نه وې، بیا یې په یمن کې خپلو مامورینو ته ولیکل،چې ډېر ژر حسنینو ته دوه جوړه جامې راولېږﺉ، چې جامې راورسېدې،ور وا یې غوستې؛ بیا نو خوشحال و[31].

ابن جعفر وایي: مسلمانانو چې سوبې وکړې؛ نو حضرت عمر (رض) هوډ وکړ،چې ټولو ته حقوق وټاکي؛نو دې موخه ته یې یو شمېر اصحاب سلامشورې ته راټول کړل. عبدالرحمن بن عوف (رض) وویل: ړومبی یې له ځانه پیل کړه. ویې ویل :نه ! پر خدای قسم ! د رسول الله (ص) خپلوان پر ټولو ړومبی کوم، ورپسې د نورو بني هاشمو برخه ټاکم،چې د رسول اکرم(ص) ټبر دی او ړومبی یې د عباس او علي رضی الله عنهما برخه وټاکله.

بیا یې د پینځو ټبرونو میاشتنی معاش اوډون کړ، چې ورستی ټبر(یې خپل ) عدی بن کعب و.

اوډنه داسې و،چې لومړی یې د هغو بني هاشمو نومونه ثبتول،چې په بدر غزا کې یې برخه  اخستې وه ورپسې یې د بني امیه وو بدریان، ورپسې یې د خپلوۍ په ګډون او حسن او حسین ته یې بېلې برخې وټاکلې[32] .

د ابن سعد په طبقاتو (او حافظ ابن عساکرهم په خپل تاریخ ) کې راوړي، چې کله دویم خلیفه عمر (رض) د معاش اخستونکیو نوملړ چمتو کړ؛نو حسن اوحسین ته یې درسول اکرم (ص) د خپلوۍ په پار، د دوی د پلار هومره هر یوه ته پینځه زره درهمه ورکړل، که څه بدریان نه ول [33] .

حضرت امام باقر رحمة الله وایي: دویم خلیفه ته یې د یزدګرد لور  راولېږله،د مدینې ښځې یې لیدو ته راغلې، جومات ته یې  راوسته او حضرت عمر (رض) د اصحابو په تېره علي (رض) په مشوره ازاده پرېښووله، چې څوک غوره کوي، په پای کې یې حسین غوره کړ.

دا پېښه راښیي،چې عمر (رض) د اهل بیتو درناوی کاوه او حضرت عمر (رض) ته د حسین (رض) مقام جوتوي[34].

مداین پر ۱۶ هجري کال سوبه شو او ولجې یې مدینې ته راولېږل شوې. حضرت عمر (رض) ترې هر یوه حسن او حسین ته زر زر درهمه ورکړل او خپل زوی عبدالله ته یې پینځه سوه درهمه ورکړل .

دا پېښه هم له حسنینو سره د عمر(رض) مینه څرګندوي او راښیي،چې دوی یې تر خپل زویه غوره ګڼل.

 عبدالله بن عمر (رض)

ابونعیم وایي: په یوه ناسته کې چا عبدالله بن عمر (رض) د غوماشي د ویني د حکم په اړه وپوښت.

عبدالله ورته وویل: د کوم ځای یې؟

سړي وویل: عراقی یم .

عبدالله هېښنده وپوښت: د کوم ځای؟ سړي وویل: د عراق  .

عبدالله شاوخواناستو زده کړیالانوته وویل: داسړی وینئ،چې د غوماشي د ویني د حکم په اړه مې پوښتي؛خو د رسول اکرم (ص) اولاده یې شهیده کړه او څه پروا یې هم نه درلوده. پخپله مې له رسول اکرم (ص) واورېدل چې ویې ویل : «حسن اوحسین مې له نړۍ کشمالي ګلان دي[35]»

[1] . تهذيب التهذيب 2/300

[2] . د ابن عساكر تاريخ 13 / 212

[3] .  البدايه والنهايه 8/37

[4] . مجمع  الزوائد 9/186

[5] . ګنجي، شافعي، كفايه الطالب /425

[6] ابن سعد،طبقات،۱: ۲۴۷مخ.

[7] استادعثمان الخمیس ، الاحادیث الواردة بشان السبطین ، ۲۸۷مخ .

[8] تحریم – ۶ آیت

[9] طبري ، تاریخ ، ۶/ ۶۳مخ .

[10] . د ابن اعثم كوفي تاريخ فارسي ژباړه 345 مخ.

[11] . ابو حنيفه الدينوري، اخبار الطوال /208

[12] . تذكره الخواص /236

[13] . خوارزمي، مقتل 1/181

[14] . خوارزمي مقتل 1/122.

[15] . تذكره الخواص /259

[16] . اخبار الطوال /260

[17] . اسدالغابه 2/21

[18] . عبدالله علايلي، الامام الحسين /118 (د ابن عساكر له تاريخه اخستل شوي دي).

[19] . كنزالعمال 13 /639

[20] . كنزالعمال 13 / 640

[21] . كفاية الطالب /311

[22] . ذخائر العقبى 123

[23] . ابن ماجه، سنن 1/56 ترمذي، سنن 5/321

[24] . ذخائر العقبى /129

[25] . ذخائر العقبى /136 مخ

[26] . خوارزمي، مقتل 146 مخ، 7 فصل، قندوزي ينابيع الموده /445

[27] . ينابيع الموده /91، ابن  مغازلي شافعي، المناقب 297 او 90 مخونه

[28] دهلوی ،شاه عبدالحق ، تکمیل الایمان ، ۱۶۸مخ.

[29] اسماعیل ارباب سیمای کامل فاطمة الزهرا.

[30] الاصابة ۱/  ۱۳۳مخ + ندوي ، المرتضی ، ۱۱مخ .

[31] الاصابة ۱/ ۱۰۶مخ .

[32] ابویوسف،کتاب الخراج ، ۲۴- ۲۵ مخونه .

[33] ابن سعد،طبقات الکبری.

[34] اسماعیل ارباب، سیمای دومین اختر تابناک خلافت حضرت عمر (رض).

[35] صحیح بخاري ۳۷۵۳ ګڼه حدیث+ترمذي سنن ۳۷۹۵ ګڼه حدیث.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!