تبلیغات

کمیل بن زیاد ته د حضرت علي (ک) وینا د ځینو مطالبانو تر ویلو وروسته یې وویل: په واقع کې زړونه لوښي دي، چې غوره یې ښه ساتونکي دي [؛نو] څه چې درته وایم، یاد یې کړه! خلک درې ډوله دي : رباني عالم، د ژغورنلارې زده کړیال، او پست احمقان چې ( د رمې […]

کمیل بن زیاد ته د حضرت علي (ک) وینا

د ځینو مطالبانو تر ویلو وروسته یې وویل: په واقع کې زړونه لوښي دي، چې غوره یې ښه ساتونکي دي [؛نو] څه چې درته وایم، یاد یې کړه!

خلک درې ډوله دي :

رباني عالم، د ژغورنلارې زده کړیال، او پست احمقان چې ( د رمې په څېر) په هر غږ پسې وردرومي او د مچ په څېر ځان د هر باد له لګېدو سره هم لوری کوي، نه د علم له رڼا، رڼا اخلي، چې لار پرې ومومي او نه ډاډمن سنګر ته پناه وړي، چې وژغورل شي.

کمیله! پوهه تر شتمنی غوره ده، پوهه تا ساتي؛ خو ته به شتمني ساتې. شتمني په لګولو له منځه ځي؛ خو پوهه پرې زیاتېږي . پوهه واکمنه او شتمني محکومه ده ( په علم د شتمنۍ په باب ورمندون کوه).

کمیل بن زیاده! د عالم مینه[1] د خلکو دین دی، چې باید غاړه ورته کېدي او د علم په سیوري کې بنیادم په خپل ژوند کې بندګي او تر مرګ وروسته نېکنامي ترلاسه کوي. شتمني چې له منځه ولاړه شي، ګټه یې هم ورسره ځي. پانګوال او شتمن سره له دې چې په ظاهره ژوندي دي؛ خو مړه دي، حال دا چې پوهان د نړۍ تر پایه ژوندي دي . تنې یې له منځه ځي؛خو [علمي او مانیز] اثار یې په زړونو کې پاتېږي .

هن! په رښتیا دلته – خپلې سینې ته یې په اشارې وویل –خورا علم دی؛ خو ( افسوس) چې زېرموال ورته نه مومم . هو! یوه ډله مې ومونده، چې ښه یې زده کاوه؛ خو ډاډمنه نه وه؛ځکه د دین وزله د دنیا په چار کې کاروي، د خدای په حجتونو او دلایلو، د خدای له دوستانو سره په جګړې لاس پورې کوي او نعمتونه يې په ګناه لګوي . بلې ډلې حقوالو ته غاړه ایښې؛ خو لازمه لیدانه او تېز هوښي نلري، چې د علم خواله ومومي، په لږې شبهې شکمنېږي او په زړه کې یې د شک لمبې ژبغړانېږي او دا دواړه ډلې د علم زده کړې صلاحیت او وړتیا نلري . یا درېیمه ډله، چې پر خوندونو میېنه او په شهوتونو کې راښکېل ده او یا څلورمه ډله، چې زړه یې پر شتمنۍ بایلودی او د پانګې راټولو په اند کې ده او دا دواړه ډلې هم د دین د پاسوالۍ وړتیا نلري او نه لید او ډاډ لري،چې څرنده څارویو ته ډېر ورته دي . هو! دغسې ده، چې علم د عالمانو په مړینه مري!

خو ( داسې نه ده، چې علم او عالم یو مخې ورک او له منځه ولاړ شي) ځمکه کله هم د خدای له حجتونو تشه نه پاتېږي؛که ښکاره او مشهور وي که ډارن او له سترګو پټ، چې د خدای حجتونه او برهانونه او د کتاب راویان یې له منځه ولاړ نشي او دوی چېرې دي؟!

دوی خورا لږ دي؛ خو د خدای پر وړاندې ستر مقام لري .خدای په دوی خپل حجتونه ساتي، چې (راوروسته ځوځات او) د دوی هم څېرو ته یې ورورسوي او په زړونو کې یې د علم نیالګی کېنوي.

علم، دا ډله د ایمان له حقایقو سره اشنا کړې، د ډاډ روح یې موندلی؛ نو ځکه څه چې نازولي یې، ځان ته ستونزمن بولي (؛لکه لوږه، د شپې پاڅېدل، په ځان او مال سرښندنه) دوی پر ځان اسان کړي او ناپوهان، چې له څه نه په وحشت او ډار کې دي (؛لکه یوازېتوب ،د شپې تیاره، تشلاسي، غربت او….) د دوی ورسره مینه ده . په دنیا کې په تنو اوسېږي؛ خو روح یې له (ملا اعلی) سره نښتی دی .

کمیله! دوی په خلکو کې د خدای امینان،پر ځمکه یې ځایناستي، په ښارونو کې یې بلې ډیوې او دین ته یې رابلونکي دي .

وه! لیدو ته یې ډېر لېوال یم، له خدایه ځان او درته بښنه غواړم .

 

کمیل ته د علي (ک) د سپارښتنولنډیز

کمیله! هره ورځ د خدای په نامې پیلوه، وایه : ((لا حول و لا قوة الا بالله))، پر خدای بروسه وکړه، موږ یاد کړه او درود راباندې وواست او دا پر ځان او څه چې ساتنې ته یې ستا پام دی، ورباندې وګرځوه (چوف کړه)، چې د هغې ورځې له شره په امان شې . ان شاالله .

کمیله! سکه ،خدای، رسول ا لله (ص) ته ادب ورزده کړ او ما ته پېغمبر او زه به مؤمنان وروزم او عزتمنو ته به [د ژوندانه] آداب پاتوړی کړم .

کمیله! هر علم مې پرانستی او له هر رازه به زموږ قایم [پرده اوچته او] پای ته ورسوي.

کمیله! [ د پېغمبر ځوځات ] یوه کورنۍ ده، چې یو له بله ( او له یوه خېله) دي او خدای اورېدونکی او پوه دی.

کمیله! بي له موږه له چا {مطلب او مسایل] مه زده کوه،چې رانه وشمېرل شې.

کمیله! د هر حرکت [ صلاح و فساد ، خیر و شر] پېژندو ته اړمن یې .

کمیله! د خوړو پر مهال د خدای نامه یاده کړه، چې له نامه سره یې هېڅ درد، زیان نه رسوي او نامه یې هرې بدۍ (او درد) ته درمل ده .

کمیله! په خپلو خواړو کې دې نور له ځان سره برخوال کړه،کنجوسي مه کوه، ته چا ته روزي نه ورکوې [مېلمه خپله روزي خوري] او خدای پردې کار پرېمانه بدله درکوي؛ [ نو له خپل هم خوراکي سره] ښه چلېږه او دسترخوان ته یې په مناسب ځای کې کېنوه او پر خپل چوپړیال بدګومانه مه وسه.

کمیله! خواړه ورو ورو خوره، چې ملګری دې موړ شي او نور هم ګټنه وکړي .

کمیله! تر خوړو وروسته د خدای شکر وکاږه او په لوړ غږ شکر وباسه، چې نور هم شکر وکاږي او اجر دې ډېر شي.

کمیله! معده دې په خوړو مه ډکوه،اوبو او باد ته هم ځای پرېږده [ چې ساه ایستل درته اسان وي] او چې لا اشتها دې وي، له خوړو لاس واخله، که دغسې وکړې، خواړه به درته خوندور وي؛ نو په واقع کې روغتیا په لږ خوراک څښاک کې ده.

کمیله! برکت د هغه په مال کې دی، چې زکات ورکړي، له مؤمنانو سره مرسته وکړي او خپلولي وپالي ( د شتمنۍ یوه برخه مؤمنانو وروڼو او خپلوانو ته ځانګړي کړي).

کمیله! مؤمنو خپلوانو ته دې تر نورو مؤمنانو ډېر څه ورډالۍ کړه، ورولورېږه او ډېره پاملرنه ورته کوه او مسکینانو ته خیرات ورکوه.

کمیله! چا چې د اړتیا لاس دراوږد کړ، مه یې بې برخې کوه، که څه د انګورو یا خرما نیمه دانه وي؛ ځکه خیرات د خدای په نزد وده مومي.

کمیله! تواضع او عاجزي د مؤمن ښکلې ګاڼه ده، پاکلمني یې ښکلا، شرف یې پر دین ژور پوهېدل اوعزت یې د خولې له شخړې ډډه کول دي .

کمیله! په هر ټولګې کې یوه ډله تر بلې غوره او (شرافتمنده) وي؛ نو هسې نه چې له پستو سره یې خوله واړوې،که څه بد یې درته وویل، و یې زغمه او له هغوی ځنې مه وسه، چې خدای یې په اړه وايي: ((… چې ناپوهان (بې عقله) خبرې ورسره کوي، سلام وایي ( اوترې تېرېږي[2]) ))

کمیله! په هر حال کې حق وایه، له ځانساتیو (متقیانو) سره دوستي او مینه کوه، له فاسقانو او سرغړاندو لرې ګرځه، له منافقانو ځان ساته او له خاینانو سره ناسته ولاړه مه کوه.

کمیله! د ظالمانو ((ور)) مه ټکوه، چې مل یې شې، هسې نه درناوی یې وکړې یا یې غونډو ته ورشې، چې دا کار خدای غوسه کوي او که اړ شوې غونډې ته یې ورشې؛ نو خدای یادوه او بروسه پرې وکړه او له شره یې خدای ته پناه یوسه، سرځوړند کړه ( او د جنایتکارانو مخونو ته یې مه ګوره) په زړه کې یې کړه وړ بد وبوله، په لوړ غږ خدای په درنښت یاد کړه،چې یې واوري؛ ځکه په دې توګه [خدای] دې ملاتړېږي او له شره یې خوندي کېږي .

کمیله!د خدای او اولیاوو(توحید،نبوت او مشرتوب) یې پر حقانیت تر منښتې وروسته هغه غوره څیزونه، چې بندګان یې د خدای درشل ته وروړاندې کوي دادي : پاکلمني، زغم، صبر او پایښتي.

کمیله! تنګلاسي دې خلکو ته مه ورښکاره کوه، په عزت او پردې دې د خدای لپاره صبر وکړه.

کمیله! باک نشته،چې خواله دې خپل ورور ته ووایې؛ خو ورور دې څوک دی؟ هغه چې په سختۍ کې دې پرېنږدي او چې کله ګناه ته راښکودل کېږې؛ نو د ژغورنې لپاره دې راودانګي، بې له غوښتنې دې اړتیا درپوره کړي او په کار کې دې یوازې پرېنږدي، چې ته یې مرستې ته راوبولې؛ نو دغسې ورور چې بېلاریتوب ته څوبتیا پیدا کړه؛ نو سم او اصلاح یې کړه .

کمیله! مؤمن د مؤمن هنداره ده؛ ځکه په ځیرنه یې څاري، چې اړتیا یې ومومي او ورپوره یې کړي او حالات یې ور ښه کړي .

کمیله! مؤمنان وروڼه دي او د ورور په نظر کې تر خپل ورور بل ګران څیز نشته .

کمیله! که ورور دې درته ګران نه و؛ نو ورور یې نه یې . مؤمن هغه دی، چې زموږ خبرې وکړي؛ نو څوک چې له دې آره سرغړونه کوي، زموږ په اړه یې لنډون کړی د او څوک چې زموږ په باب لنډون وکړي، له موږه نه ګڼل کېږي او څوک چې له موږ سره نه وي، د دوزخ په لاندېنۍ پوړۍ کې دی.

کمیله! د زړه خواله په خوله ویل کېږي؛نو که چا زموږ په اړه یو مطلب [ د راز په بڼه] درته ووایه او درنه یې وغوښتل چې یې وساتې؛ نو هسې نه رابرسېره یې کړې؛ چې دا ګناه توبه نلري او که توبه نه وي؛ نو د کار پای د اور له لمبې سره وي.

کمیله! د آل محمد (ص) خواله رابرسېرول نه جبرانېدونکې ده او له چا ځنې نه زغمل کېږي؛ نو څه چې درته وایي، یوازې یې ډاډمن مؤمن ته ووایه .

کمیله! په هرې سختۍ او ستونزه کې (( لا حول و لا قوة الا بالله)) ووایه، چې لرې شي او د هر نعمت پر مهال (( الحمد الله) وواست، چې پرېمانه شي او چې روزي دې ټال شي؛ نو استغفار ووایه، چې خدای پکې پراخي راولي.

کمیله! زموږ په ولایت دې شتمني او اولاد د شیطان له ګډونه ازاد کړه.

کمیله! په رښتیا ایمان ثابت او لنډ مهاله (بې ثباته) حالت لري؛ نو ځان بچ کړه، چې له هغو نه وسې چې بې ثباته ایمان لري او په حقیقت کې ایمان ددې وړ دی، چې ثابت وي، چې په سیوري کې یې په څرګنده لار ولاړ شې او بې لارېتوب ته دې رانه کاږي او له لارې دې ونه باسي (؛ یعنې د اهل بیتو علیهم السلام له ولایته لاس مه اخله)

کمیله! د فرض ( نمانځه) په پرېښوولو کې اجازه نشته او په مستحبو کې سختدریځي نشته.

کمیله! په حقیقت کې ګناهونه دې تر ښو چارو ډېر دي او غفلت دې تر هوښیارۍ او یاددښته ډېر دی او کوم نعمتونه چې خدای در کړي، تر کړنو وړو دې ډېر دي.

کمیله! ته د خدای له نعمتونو او عافیته بې برخې نه یې؛ نو په هر حال یې له مننې، تمجید، تسبیح، تقدیس او یاده لاس مه اخله.

کمیله! هسې نه له هغو وسې چې خدای یې په اړه ویلي : ((…. خدای یې هېر کړی؛ نو خدای (هم) خپل ځانونه ترې هېر کړل[3])) او دوی یې پوله ماتي او فاسقان ګڼلي ؛ نو دوی د فاسقانو له ډلې دي.

کمیله! دا مهمه نه ده،چې نمونځ وکړې،روژه ونېسې او خیرات ورکړې، مهمه او پاموړ داده چې نمونځ په پاک زړه د خدای د رضا او په خشوع او عاجزۍ وکړې او ووینه چې چېرې او پر څه نمونځ کوې [ د نمانڅه د ځای په اړه ځیر شه] او که [جامې او ځای] له سمې او حلالې لار نه و؛ نو نه قبلېږي.

کمیله! ژبه له زړه خړوبېږي او زړه له خوړو قوت اخلي، ووینه چې زړه او تنې ته دې څه خواړه ورکوې، که حلال نه وي؛ نو خدای دې تسیح او شکر نه قبلوي.

کمیله! ښه پوه شه، هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې د خلکو امانت ور ونه سپارئ، څوک چې په دې هکله له ما څخه اجازه روایتوي، چټي خبره کوي او ګناه یې کړې او د دروغو سزا یې اور دی، سوګند خورم، چې پېغمبر اکرم (ص) تر مړینې یو ساعت وړاندې درې ځل راته وویل: (( ابوالحسنه! امانت یې خپل خاوند ته ورستون کړه، که خاوند یې نېکچاری وي که بد چاری، امانت ستر وي یا کوچنی ان که ستنه او تار وي))!

کمیله! جهاد یوازې د عادل واکمن تر توغ لاندې روا دی او غنیمت یوازې د فاضل امام له لاسه حلال دی.

کمیله! که کوم پېغمبر ( په خلکو کې) نه وي او د ځمکې پر مخ مؤمن پرهېزګار وي او غواړي خلک د خدای لوري ته وبلي [ او د پېغمبرانو دنده ترسره کړي]؛ نو دا کړنه یې سمه ده که ناسمه؟ پر خدای ناسمه ده؛ خو داچې خدای دغسې دنده ورکړې وي او د دې مقام وړ یې کړي .

کمیله! دین یوازې د خدای او خدای یې په اړه د هیچا قیام او تصدي نه مني؛ خو دا چې رسول، نبي یا وصي وي [ رسالت تر نبوت پراخ او دروند مقام لري او په یو شمېر پېغمبرانو پورې ځانګړی دی]

کمیله دا الهي مقام ، نبوت، رسالت او امامت دی او بې له دې بل مقام نشته ؛خو لاروي پلویان یا سرګردانه بدعتګران؛ خو په واقع کې خدای یوازې د پرهېزګارانو (طاعت او عبادت) قبلوي .

کمیله! خدای کریم، زغمناک، ستر او لورین دی، دا اخلاق [ او صفات یې؛ یعنې کرم، زغم، سترتوب او مهرباني ‎] یې راوښوول او امر یې راکړ، چې عملي یې کړه او خلک ورته راوهڅوه ،موږ پرېکنده دا دود خپل کړ، بې نفاقه مو عملي کړ، بې نمښتې مو تصدیق کړ او بېشکه مو ومانه.

کمیله!پر خدای قسم غوړه مال نه یم، چې امر مې ومني او د هیلو پوره کوونکی نه یم، چې سرغړونه رانه و نه کړي او د عربو له [نامشروع] خوړو سره څه مینه نلرم، چې د مؤمنانو واکمني راپرېږدي او د مؤمنانو امیر راته ووایي .

کمیله! چا چې له فاني نړۍ څه ګټه وکړه؛ نو دا زوالېدونکې ده؛ خو موږ له پایښتي او تل تر تله آخرته برخمن یو.

کمیله! په رښتیا ټول آخرت ته ور روان یو؛ خو موږ په آخرت کې د خدای په رضا او د جنت پر لوړو درجو میین یو، چې خدای یې پرهېزګارانو ته وربرخه کوي .

کمیله! هغه چې په جنت کې مېشتېدای نشي؛ نو د دردناک او پایښتي خوارۍ زېری ورکړه.

کمیله! په هر حال کې د خدای پر توفیقاتو منندوی یم، که غواړې ؛ نو پاڅه .

[1] ( او د نهج البلاغې په روایت : د علم پېژندنه)

[2] [فرقان (۲۵) – ۶۳ آیت:]

[3] [حشر (۵۹) – ۱۹ آیت:]

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت علی کرم الله وجهه د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست