تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه رحمان بابا وايي : که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی غره مه شه ددې عمر په بقا اوس پوښتو، چې ولې موږ انسانان د غرور سوداګران یو؟ او څه راباندې تېرېږي چې په دغسې  لومه کې راګېر شوي یو، له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په دنیا کې د غرور را پيدا کېدو لاملونه

رحمان بابا وايي :

که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی

غره مه شه ددې عمر په بقا

اوس پوښتو، چې ولې موږ انسانان د غرور سوداګران یو؟ او څه راباندې تېرېږي چې په دغسې  لومه کې راګېر شوي یو، له آره ددې عالم واقعیت او ددې طبعیت سټه  څه ده چې داسې نه جلا کېدونې ځانګړنه لري؟

لومړی لامل : غفلت

دویم لامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

درېیم لامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

څلورم لامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

لومړی لامل: غفلت

ددې پوښتنې په ځواب کې وایو چې «غفلت» په دنیا کې د ژوند ړومبی شان او حالت دی او البته غفلت ټګیجن دی. که خلک له راګېر غفلته راویښ شي، د دنیا ژوند، پر کوم حال چې دی، پاتې به نشي. علي(ک) خپلو یارانو ته ویل:

و لو تعلمون ما اعلم مما طوى عنكم غيبه، اذا لخرجتم الى الصعدات تبكون على اعمالكم و تلتدمون على انفسكم و لتركتم اموالكم لا حارس لها و لا خالف عليها و لهمت كل امرى‏ء منكم نفسه، لا يلتفت الى غيرها (نهج البلاغه،۱۱۶مه خطبه)

« او که درنه په نغښتل شویو څېزونه پوهېدئ؛ خو زه ورباندې خبر یم؛ نو غرونو ته مو پناه وړه او پر خپلو کړو وړو مو ژړل او خپل مخونه مو وهل او خپل مالونه مو بې ساتندویه پرېښوول او هر یو به د خپل کار په فکر کې وئ او بې له ځانه مو بل ته نه پامېده»

غفلت ددې عالم ستن ده.

لو عقل اهل الدنيا خربت (غرر الحکم)

دلته «غفلت» درې ماناوې لري:

یوه یې دا ده چې موږ انسانان د خپلو چارو له پای او عواقبو ناخبره یو.

دویم دا، دومره پر کار بوخت یو، چې دباندې ترې پاملرنه نلرو او نورې چارې بر بوخت کار دومره راته جدي نه دي، درېیم دا پر بوخت کار مینه ددې کار نیمګړتیا را نه پټوي[1].

موږ په دنیا کې په درې واڼو ماناوو پر غفلت اخته یو. البته چې کله دا غفلتونه له نوادرو څنډلېږي؛ خو د هستۍ مدار پر دې دی چې خلک پوه نشي څه کوي.

رحمان بابا وايي :

غفلت هیڅ مناسب نه دی په دنیا کې

ساکنان د دهر کل واړه خراب وي

د بېلګې په توګه که خلکو هره شپه په خوب کې لیدل، چې سبا به څه وکړي، څه به ورباندې تېر شي، یا پوهېدل چې د نورو په زړونو کې څه تېرېږي او نور هم له زړونو مو خبره وو؛ د هستۍ ټول نظام بدلېده. دا شته ژونددود پر دې روان دی چې ډېری معلومات نلرو. ژونددود مو نه یوازې زموږ له پوهېدنو سره تړاو لري، چې ډېر یې، زموږ له ناپوهېدنو سره هم تړاو لري. معمولاً د انسانانو پام نه دی، چې مجهولات یې د ژوند په بڼې ورکونې کې څومره ستره برخه لري.

البته بېشکه د انسان معلومات په ژوند کې یې اغېزمن دی. موږ د طبیعت د ښکاره او پټو قوتونو په راسپړنې لکه برښنا، اور او… خپل ژوند تنظیم کړی؛ خو غالباً هېرېږي مو، چې ژوند مو زموږ د مجهولاتو  په سیوري کې هم بڼه مومي او بلکې دا مجهولات ډېره جدي ونډه لري او که یوه ورځ راښکاره شي، د ژوند اوسنۍ بڼه به مو یو مخې بدلون ومومي او بلکې له بېخه به ژوند په اوسنۍ بڼه ناشونی وي. محال ده، چې د خپلو چارو له عواقبو او د نورو له زړونو باخبره اوسوو او په عین حال کې اوسنی ژوند دود ولرو.

د پالونکي د ستاریت مانا

 الله تعالی ستار دی. خو ستاریت یې یوازې د عیوبو او ګناهونو په پوښلو کې نه رانغاړېږي؛ بلکې یوه بنسټیزه مانا هم لري: خدای د نړۍ پر هر څیز د پټوني یوه پرده اچولې؛ یعنې د هستۍ د حقایقو یوه غټه برخه پټه ده او څه چې خلکو ته ورښکاره دي، تر پټو څېزونو خورا ډېر لږ دي. همدا پټ دي چې روان بشري ژوند دود یې شونی کړی دی. موږ د همدې پټو له لامله د یو بل په څنګ کې کېناستای شو، د یو بل خبرې ته غوږ ږدو، یو له بل سره مرسته کوو، یو له بل سره دوستي کوو او یو له بله نه تښتوو. د یو عارف په وینا:

لو كانت الذنوب تفوح، ما جلس احد الى احد

«که ګناهونو بوی کولای؛ نو څوک له چا سره نه کېناسته»

تر ټولو مهمتر د همدې ستاریت له لامله په بوختیا او کار کې سخت بوخت او تاوده لګیا یو او دا چې د چارو له عواقبو ناخبره یو، په هیله او ډېرې ارزو په خپلو موخو پسې ورځغلو. دا هیله او شوق، د کار عیوب رانه پټوي او له نورو مهمو چارو مو غافلوي.

له دنیوي ژوند سره د غفلت تړاو

نو ځکه موږ انسانان د ځان او د نړۍ د جوړښت له لامله، دقیقاً په درې واڼو ماناوو، له غفلته خورونه – تغذیه کېږو او په دې خورونه – تغذیه، خپل دنیوي ژوند لاپسې څربوو. موږ انسانان د خپل ژوند په ډیوه کې د غفلت تېل وراچوو او په دې مانا هم غفلت پېرو او هم غفلت پلورو؛ نو ځکه د غرور تاجر او د ټګۍ سوداګران یو او که دا راکړه ورکړه ونه لرو، ژوند به مو ناشونی وي.

د پېغمبرانو کار په نړۍ کې د هر ډول غفلت څنډنه نه ده

البته پېغمبران راغلي چې د غرور او غفلت پرده څېرې کړي؛ خو هغه پرده، د غرور او غفلت دا پرده نه ده، چې په اړه یې ګړېږو. ددې غرور او غفلت پرده څېرېدونې نه ده او بلکې یوازې د انسان په مرګ به څيرې شي.

 هست از پس پرده گفت و گوى من و تو        چون پرده برافتد نه تو مانى و نه من‏

هغه پرده، عین وجود مو دی او څیرل یې زموږ د وجود له راسپړولو سره مساوي دي. موږ پخپله پرده یو او چې کله پرده ولوېږي، په واقع کې موږ خپله لوېدلي یو. پېغمبران نه دي راغلي، چې انسان له انسانوالي وغورځوي، نه  دي راغلي چې د دې دنیا ژوند ناشونی کړي؛ بلکې راغلي چې همدې غولېدلیو او په غرور کې راښکیل انسانانو ته اسماني پیغام راوړي او انسانانو ته د همدې غفلت په چوکاټ کې سم ژوند دود ورزده کړي. دوی نه دي راغلي چې انسانان د بل موجود له بېخه راوسپړي او بیا دې نوي موجود او غیر انسان ته، د ژوند سبق ورکړی. زموږ شتون، ژوند او دنیوي ژوند مو په دې غفلت او غرور کې رانغاړل شوی، چې په اړه یې خبرې کوو؛ نو ځکه ددې مانا له مخې، بېشکه موږ ټول انسانان ددې ډول غرور سوداګر یو او بلکې نشو کړای نه اوسو. خو په دې نړۍ کې د غولېدو نور ډولونه هم شته، چې انسانان مکلف دي د ځینو پر وړاندې یې هڅه وکړي او په نسبي ډول یې ځان له منګولو وژغوري.

رحمان بابا وايي :

همګي واړه ټګان دي ټګي کاندي

فروشنده و خریدار د دې دنیا

دویم عامل: پر ټول حقیقت د انسان د احاطې نشتوالی

 انسانان په دنیا کې د خپل محدود لید په پار، تل د حقیقت له یوې برخې سره مخېږي او دا برخه، له هغو برخو رنګ اخلي، چې د انسان په واک کې نه دي. په دې مانا موږ تل په نیمه لار کې یو او په همدې دلیل له حقیقته نیمګړې او ناقصه انځورنه لرو. دا چار هم په هیڅ وجه لرې کېدونی نه دی. موږ داسې مسافرین یو چې تل په نیمایې لار کې او مقصد ته رسېدلي نه یو. په دنیا کې مو مسافروالی، او په نیمایي لار کې مو اوسېدانه، داسې یو نقصان راترغاړې کوي، چې له لامله یې هرومرو او لا محاله غولېږو.البته شونې ده چې ځینې کسان په دې دنیا کې ژوند کوي؛ خو په عین حال کې په بله نړۍ کې زیږي، دوی په واقع کې مخلصان، پاکان او اولیاء الله دي چې:

صحبوا الدنيا بابدان ارواحها معلقه بالمحل الا على (نهج البلاغه، ۱۴۷ حکمت)

 «بدنونه یې په دنیا کې دي؛ خو لوړ روح یې له پاسنۍ نړۍ سره نښتی دی»

دوی د علي(ک) په وینا ذاکرین دي او ذکر یې د دنیا پر ځای غوره کړی او هیڅ بیع، سوداګري او راکړه ورکړه یې د ذکر مخه نشي نیوای[2] خو دا کسان له نوادرو دي.

رحمان بابا وايي :

په دنیا به مینه نه کاندي هیچرې

چې خبر وي په اصرار د دې دنیا

چې نظر د چا په دین و په دنیا وي

هغه نه کا انتظار د دې دنیا

په نړۍ کې عام مخلوقات، تل پر نیمه لار او مقصد ته نارسېدلي دی؛ نو ځکه له نیمو حقایقو باخبره دي او هغه نور پټ نیمایي اجازه نه ورکوي؛ چې دا نیم ښکاره هم ښه وپېژندل شي. دا خبره د هرې ټولګې په باب د منلو وړ ده. انسانان له یوې ټولګې سره په مخامخېدو کې چې ډېرې برخې لري، نباید وګڼي، چې د یوې برخې پېژندل یې، حقیقتاً ددې ټولګې یوه برخه یې پېژندلې ده. د هرې برخې پوره پېژندل یا ښانده د ټولګې د نورو برخو په پېژندو کې نغښتې ده. څومره چې د یوې ټولګې برخې راته ناپېژنداې وي؛ نو په پېژندل شویو برخو کې به هم خلل رامنځ ته شي. په تیاره کوټه کې د فیل قصه همدا مانا څرګندوي، د مولوی، بلخي په وینا دنیا یو ځګ والا سمندر دی:

كف درياست صورتهاى عالم        ز كف بگذر اگر اهل صفايى‏

درېیم عامل: د هستۍ مرکب والی او د انسان ظاهر ویني

 موږ انسانان له یو سمندر سره مخ یو، چې تر ځګونو لاندې یې پرېمانه اوبه دي؛خو څه چې سترګو ته مو ښکاري،ځګ دی. البته داسې کسان هم دي چې دا ځګ یې څيرې کړی او اوبو ته ورسېدلي؛ خو عام خلک له همدې ځګ سره ژوند کوي. له سمندره یې انځورنه، د ځګونو یو غر دی. هغه لامبو وهوونکي چې اوبو ته ورسېدلي او په تل کې یې غوپي وهلي، ډېر لږ دي. خپله قرآن د «ځګ» تعبیر رازده کوي. خدای په قرآن کې وایي:

أَنزَلَ مِنَ السَّمَاء مَاء فَسَالَتْ أَوْدِيَةٌ بِقَدَرِهَا فَاحْتَمَلَ السَّيْلُ زَبَدًا رَّابِيًا (رعد/۱۷) = (خداى) له اسمانه اوبه وورولې او په هره دره او خوړ كې یې د وړتيا هومره نېز وبهېد؛ نو نېز اوچت ځګ پر سر واخست.

 « زَبَدًا رَّابِيًا» تعبیر ته ځیر شئ، د ځګ خبره ده – خو اوچت ځګ نه لنډ.

وَمِمَّا يُوقِدُونَ عَلَيْهِ فِي النَّارِ ابْتِغَاء حِلْيَةٍ أَوْ مَتَاعٍ زَبَدٌ مِّثْلُهُ (رعد/۱۷) = او همدغسې ځګ د هغو څيزونو پر مخ هم راځي، چې ( په بټيو كې يې) د ګاڼو او يا نورو وزلو جوړولو ته ويلي كوي.

كَذَلِكَ يَضْرِبُ اللّهُ الْحَقَّ وَالْبَاطِلَ (رعد/۱۷) = او خداى دغسې د حق او باطل بېلګه وړاندې كوي

ځینو ژباړونکیو، دا آیت دغسې ژباړلې ده: « خدای دغسې د حق او باطل بېلګه راوړي». خو دلته د بېلګې راوړو خبره نه ده. خدای نه وايي چې دغسې د حق و باطل بېلګه درته راوړم؛ بلکې ظاهراً وایي دغسې حق و باطل درته لاندې باندې کوم. حقو او باطل دغسې په نړۍ کې یو له بل سره ګډوډ دي: حق د اوبو په څېر تر ځګ لاندې دی او باطل د جګ ځګ په څېر د اوبو پر مخ دی؛ داسې چې نا آشنا کتونکی او نا دقیق لیدونکی چې پر ظواهرو میین دې صحنې ته ویني هډو اوبه نه ویني؛ بلکې یوازې ځګ یې سترګې مړوي.

فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاء وَأَمَّا مَا يَنفَعُ النَّاسَ فَيَمْكُثُ فِي الأَرْضِ (رعد/۱۷) = خو ځګ دباندې غورځي (او) له منځه ځي؛ خو څه چې خلكو ته ګټور دي [= اوبه يا سوچه فلز] په ځمكه كې تمېږي

 البته د خدای تقدیر دادی، چې باطل له منځه ولاړ شي او څه چې خلکو ته ګټور دي، پر ځمکه پاتې شي؛ خو په هر حال په دنیا کې حق لاندې او باطل پر مخ دی او ډېری خلک بې له ځګه بل څه نه وینی.

بحر كف پيش آرد و سدى كند        جر كند و ز بعد جر مدى كند

(مثنوى، دویم دفتر، 195 بيت)

آنكه كف را ديد سر گويان بود        وآنكه دريا ديد او حيران بود

(مثنوى، پنځم دفتر، 2908 بيت)

انسان، هم د ځګ او هم د سمندر په لیدو هک اریانېږي؛ خو دا دواړه حېرانتیاوې یو له بل سره توپیر لري. ړومبی هيښتیا – حېرانتیا،عین غفلت دی او دا غفلت له ځک سره ملازم او د سمندر له جوړښته اخستل شوی دی. ځګ هم د سمندر یوه برخه ده؛ نو ځکه انسان د ځک پېژندو ته د سمندر ښاندې – پېژندنې ته هم اړین دی. څوک چې سمندر نه ویني له ځګه هم سم معلومات نلري؛ او انګیري چې ځګ، «مستقل بالذات» یو څیز دی.

 انسان ددې لپاره چې ظاهر وپېژني، باید باطن ته رجوع وکړي او له دې منظره ظاهر ته وویني؛ خو البته نباید کله هم د ظواهرو په بند کې پاتې شي؛ خو باید څه وکړو چې دنیا مازې باطن او لغړ حقیقت نه؛ بلکې څه چې د انسان په واک کې ورکول کېږي، یو ځګن حقیقت دی، او موږ انسانان یې په همدې نړۍ کې ژوند ته رابللي یو؛ نو:

ما چو كشتى‏ها به هم بر مى‏زنيم        تيره چشميم و در آب روشنيم‏

اى تو در كشتى تن رفته به خواب        آب را ديدى، نگر در آب آب‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 1273 -1272 بیتونه)

موږ انسانان «ړانده او په اوبو کې سترګور یو» د دنیا حقایق په یوې پردې کې نغښتل شوي او موږ باید په خپله دا حقیقت وپېژنو؛ خو سترګې مو په اپوټه لیدو روږدې دي، محیط، مرکز ویني او مرکز محیط او دا اپوټه لاملېږي چې واقعیات په پرده کې پاتې شي.

نو ځکه بل ټکې دادی چې هستي ذواجزأ او مرکبه ده. هستي، ددې دنیا او هغې دنیا، د پردې دې خوا او هغې خوا او باطن و ظاهر دی. موږ په ړومبي قدم کې هستۍ له ظاهر سره تماس نیسو او په دې ترڅ کې لږ شمېر خلک د ظاهر له بریده تېرېږي او باطن ته وررسي.

يَعْلَمُونَ ظَاهِرًا مِّنَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ عَنِ الْآخِرَةِ هُمْ غَافِلُونَ (روم/۷) = (ځکه) هغوى د دنيوي ژوند برسېرن اړخ پېژني او له آخرت (او د كار له پاى) بې خبره دي .

او ددې غفلت لرې کونه ناشونې ده؛ خو دا چې یو پيغمبر او د وحې راوړونکی غوږونو ته مانیز او آسماني غږونه واوروي او له بواطنو سره یې اشنا کړي، که نه ټول خلک په غفلت کې دي او غفلت پېر پلوري.

رحمان بابا وايي :

واړه غم دي که یې پیرې که یې پلورې

نور څه نشته په بازار ددې دنیا

څلورم عامل: په دنیا کې د انسان د مسافر والي د شان هېرول

همدغسې وویل شو، چې په نړۍ کې زموږ مسافروالی د غفلت او غرور یوه وزله هم ده؛ ځکه غالباً دا ځانګړنه هېروو چې له لامله یې د غرور او غفلت یوه بله پرده راغوړېږي. البته خدای انسانانو ته د یو شمېر غفلتونو د څنډنې لپاره وزلې وړکړي دي. څوک مري، په واقع کې غږ پورته کوي، چې د سفر وار به راورسي؛ خو یوازې دا غږ بسیا نه؛ بلکې اورېدونکی غوږ هم لازم دی، کوم غوږ چې دا غږ نه اوري، د غولول شویو غوږ دی.

علي(ک) په همدې لیک کې وایي چې دنیا غرور راپیدا کوونکې ده، چې موږ د مسافروالي او ددې شان د هېرولو په پار، غرورمن یو. علي(ک) خپل زوی ته وایي:

يا بنى انى قد انباتك عن الدنيا و حالها و زوالها و انتقالها و انباتك عن الاخره و ما اعد لاهلها فيها  = زویه، د دنیا له حال او زواله مې خبر کړې، د آخرت په هکله مې هم خبرې درته وکړې او ومې ویل، چې هلته یې آخرتیانو ته څه څېزونه چمتو کړي دي.

و ضربت لك فيهما الامثال لتعتبر بها  =  ددې دواړو نړیو او ددې دواړو ژوندونو په باب مې ډېرې بېلګې درته راوړې، چې د عبرت لامل دې شي.

بیا د دنیا او آخرت په اړه خپله بېلګه بیانوي:

انما مثل من خبر الدنيا كمثل قوم سفر نبابهم منزل جديب فاموا منزلا خصيبا و جنابا مريعا =  چا چې دنیا ښه پېژندلې او له باطنه یې باخبره دی، د هغه په څېر دی، چې په سفر کې دی، او له وچې، بې خوړو او بې روزۍ ځمکې د ښه او شنه منزل په لټه کې روان دی.

فاحتملوا و عثاء الطريق و فراق الصديق و خشونه السفر و جشوبه المطعم = د لارې کړاو، د یارانو لرېوالی، د سفر سختي او د خوراک بې مزېتوب زغمي»

لياتوا سعه دارهم و منزل قرارهم = دا ځکه چې خپل پراخ کور ته ورسي او ارامي پکې ومومي.

فليس يجدون لشى‏ء من ذلك الما و لا يرون نفقه فيه مغرما = پوهېږي، څه چې لګوي، زیان به ونکړي، پوهېږي چې کړاو به یې بې پایلې نشي؛ نو ځکه کړاو ورته څه نه ښکاري او لګښت ورباندې دروند نه پرېوځي.

و لا شى‏ء احب اليهم مما قربهم من منزلهم و ادناهم من محلهم = یوازې مقصد ته وررسوونکی څیز یې ښه راځي؛ بلکې تردې ګران څیزو ورته نشته. یوازې یوه برخه لري او دا واقعي منزل ته رسېدل دي؛ نو ځکه په ټولو هغو وزلیو یې زړه تړلی، چې دې منزل ته یې ورنژدې کوي.

و مثل من اغتربها كمثل قوم كانوا بمنزل خصيب = خو پر دنیا عاشق، لکه په نعمتونو ډک ټاټوبي کې اوسېدونکی

فنبابهم الى منزل جديب =  او بیا وچ، بې خوړو او بې روزۍ ټاټوبې ته ورځي.

فليس شى‏ء اكره اءليهم و لا افظع عندهم من مفارقه ما كانوا فيه الى ما يهجمون عليه =  او هیڅ کرکجن څیز به تر دې نه وي، چې دوی راواخلي او له دې ښه ځایه یې هغه بد ځای ته بوځي.

ددې نړۍ غرور همدا دی. د مولوي په تعبیر: څوک چې خوږ ژوند کوي، تریخ مري.

 او د امام صادق په تعبیر: الدنيا سجن المومن و القبر حصنه و الجنه ماواه و الدنيا جنه الكافر و القبر سجنه والنار ماواه (بحار الانوار:۳ټ،۹۱مخ) = دنیا د مؤمن زندان، قبر یې پناه ځی او جنت یې هستوګنځی دی او دنیا د کافر جنت، قبر یې زندان او جهنم یې هستوګنځی دی.

خوږ ژوند کول، د ترخې مړینې لاملېږي؛ یعنې هغه کسان چې څومره یې دا دنیا جدي نیولې، چې خپل مسافروالی یې له یاده ایستلی، نو دوی تریخ مري او څومره چې دا غفلت او غرور پکې ټینګ وي، دا سفر او هجرت به ورته خورا تریخ وي.

دا د غرور یوه له مهمو پردو څخه ده، چې په نړۍ کې د انسانانو پر سترګو او غوږونو غوړول شوې ده او ډېری یې مفتون کړي دي؛ یعنې په دنیا کې ډېر روسته پوهېږي، چې انسانان دا حقیقت ومومي او تصدیق کړي، چې مسافر دي، موږ انسانان ځانونه هستوګن یا مقیم بولو او که په رښتیا خپل مسافروالی ومومو، ټوله وګړه به مو واوړي.

رحمان بابا وايي :

که مقصود لرې تلوار کړه وقت کوتاه دی

غره مه شه ددې عمر په بقا

هره نبسه چې صحیح ګڼې په زړه کې

په غرور به هغه نښه کړې خطا

ډېر لږ کسان د زړه له کومي باور لري، چې مري او تلونکي دي او دې حقیقت یې ژوند اړولی دی. علي(ک) د دنیا فاني والي په ملاحظه کې، له آره انسانان دوه ډوله بولي. یوه ډله دا فاني والی نه درک کوي؛ نو ځکه د خپل همېشوالي په ګومان ځان ورباندې پلوري او بله ډله چې د دې فنا ژوروالی درک کوي؛ نو ځکه هڅه کوي، چې ځان له دنیا بېرته وپېري.

رحمان بابا وايي :

نادانانو هسې دین په دنیا بایلو

لکه وړکي دُر بدل په پاره نان کا

الدنيا دار ممر الى دار مقر و الناس فيها رجلان: رجل باع فيها نفسه فاوبقها و رجل ابتاع نفسه فاعتقها (نهج البلاغه،۱۳۳حکمت)  دنيا د تېرېدو ځاى دى، نه تمځاى او خلک یې دوه ډلې دي: هغې ډلې، چې ځان وپلوره او ورکه شوه او بلې چې ځان وپېره او ازاده شوه. »

جوته ده چې د دواړو ډلو چلن او کړه وړه یو له بل سره له ځمکې تر آسمانه توپیر کوي.

[1] لکه چې علي(ک) هم درې واڼو ته اشاره کړې ده: «قد غاب عن قلوبكم ذكر الاجال و حضرتكم كواذب الامال فصارت الدنيا املك بكم من الاخره و العاجله اذهب بكم من الاجله» (نهج البلاغه:۱۱۳مه خطبه)

 [2] و ان للذكر لاهلا اخذوه من الدنيا بدلا، فلم تشغلهم تجاره و لا بيع عنه ـ (نهج البلاغه: ۲۲۲مه خطبه)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!