تبلیغات

  پوښتنه: ولې انبياء د بشر له جنسه دي ؟ ځواب : يوه نيوکه،چې پر انبياوو به کېده دا وه ،چې ولې هغوى بشر دی او پرښتې نه دي ؟ حال داچې ددې چارې ښکلا په همدې کې ده،چې انبياء بشر وي؛ځکه که بشر نه وي؛نو بشر به لانجه کوله،چې انبياء زموږ له ستونزو او […]

 

پوښتنه: ولې انبياء د بشر له جنسه دي ؟

ځواب : يوه نيوکه،چې پر انبياوو به کېده دا وه ،چې ولې هغوى بشر دی او پرښتې نه دي ؟ حال داچې ددې چارې ښکلا په همدې کې ده،چې انبياء بشر وي؛ځکه که بشر نه وي؛نو بشر به لانجه کوله،چې انبياء زموږ له ستونزو او مسايلو خبر نه دي او يوازې فرمانونه راکوي !

انبياء بايد د نورو انسانانو په څېر شهوت او غضب ولري او ځان کابو کړي، چې نورو ته بېلګه شي . خداى خپل استازي (ص) ته وايي : ((قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ [1]= زه خو ستاسې په څېر يو بشر يم))

آيا انبياوو خپله ارماني ټولنه جوړه کړه ؟

ځواب:د خلکو ښيون-ښيون ته د انبياوو او اسماني قانون راتګ يو ضروري چار دى؛خو د خلکو له لوري د يوې دندې منل بېله خبره ده او ددې دواړو حساب و کتاب سره توپير لري . د خداى پروګرام داسې نه دى،چې خلک په زور ښيون شي او که داسې وي ؛نو اوس به ټول ښيون شوي ول. ((وَلَوْ شَاء لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ))

د خداى د استازي ډانګ په لاس کې نه و او د چا ازادي يې هم له منځه يونړه . (( لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ[2]= ته پر هغوى زورور نه يې (چې ايمان راوړ ته يې اړ باسې) ،)) خداى بايد خلکو ته د ښيون وسيله چمتو کړي . ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى[3]= په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده)).

او خلک هم بايد د ښيون منونکي وي؛خو ځينو خلکو ښيون ‏ونه مانه او دا خبره بايد ددې لامل نشي،چې د خداى له لوري د نورو د ښيون ‏لړۍ هم پرې شي؛لکه څنګه چې بڼوال ‏کله هم د مرداربوټو له کبله د ټول بڼ  د  ونو له خړوبولو لاس نه اخلي .

په قرآن شريف  کې وايو :وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ [4]=(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي  پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې،چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه تر آدمه مخكې ځمكني موجودات پر فساد او وينه تويېدنه ككړ ول،كه د دغه انسان له پيدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاينه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږ ئ.)) دا خلک دي،چې بايد ارماني ټولنه جوړه کړي او که د خداى استازيو ارماني ټولنه جوړه نه کړه؛نو په دې  کې د خلکو لټي وه .

پوښتنه : ولې ټول انبياء په ختيځ کې راغلي دي ؟

ځواب: موږ ته د لويديځ پخوانى تاريخ روښانه نه دى او موږ هم هېڅ داسې دليل نه لرو،چې ټول انبياء په ختيځ کې راغلي دي؛خو د ((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ)) له آيته په ګټنې ويلاى شم،چې هر ملت پېغمبر درلود.

پوښتنه: انبياء څو تنه ول او پر هغوى ټولو ايمان څه ضرورت لري؟

ځواب :په قرآن شريف کې د پينځه ويش پېغمبرانو نومونه راغلي دي؛ خو د غافر په سورت کې لولو : ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ مِنْهُم مَّن قَصَصْنَا عَلَيْكَ وَمِنْهُم مَّن لَّمْ نَقْصُصْ عَلَيْكَ[5]= او په يقين  موږ تر تا مخكې استازي لېږلي وو،د ځينو قيصې مو درته كړي او د ځينو نه))

له دې آيته ګټنه کېږي،چې د پېغمبرانو شمېر يوازې دومره نه و،چې په قرآن شريف کې يې نومونه راغلي دي . په روايتونو کې ډول ډول شمېرې ښوول شوي؛چې تر ټولو مشهور يې هغه حديث دى،چې له حضرت ابوذر غفاري (رض) را نقل شوى،چې وايي : د خداى استازى مې وپوښت :انبياء څو تنه وو؟راته يې وويل :يو لک او څلورويشت زره. او همداراز د بقرې د سورت د ١٣٦ آيت له مخې او د آل عمران د سورت د ٨٦ آيت له مخې او همداراز د نساء د سورت د ١٠٥ سورت په رڼا کې،پر ټولوانبياوو ايمان پکار دى او کېداى شي دليل يې دا وي، چې بعثت يو ناڅاپي مسله نه ده؛بلکې يو الهي امر او پړاو دى. پر پخوانيو پېغمبرانو ايمان؛يعنې د تاريخ په پوړيو کې پر انسانانو د خداى پر همېشني او تلپاتې پېرزو ايمان درلودل؛د خداى پر ثابت حکمت باندې؛يعنې پر باطل د حق د برلاسېدو ايمان درلودل او پر دې خبره ايمان درلودل،چې په تاريخ کې پر حقه انسانان يوې لوري ته او طاغوت بلې لوري ته و او په دې  ټولو پړاوونو کې په پاى کې برى د حق و او د باطل پوزه پر خاورو وه او د خداى پر همدې سنت ايمان درلودل، د ودې ،استقامت او پايدارۍ راز دى.

که خداى عادل دى؛نو د موجوداتو په تېره بيا د انسان په پيدايښت کې دا دومره توپيرونه د څه لپاره دي ؟

که هستي پر عدل ولاړه ده ؛نو دا دومره ناوړه پېښې؛لکه ناروغۍ او… د څه لپاره دي ؟

ولې د يوې شېبې ګناه تلپاتې ګناه لري ؟

ځواب به د دوو آيتونو او روايتونو په رڼا کې ورکړو،چې له دې ټکيو هر يو د يوې معما د هواري ‏کونجي ده او د ډېرو شبهو ځواب دى .

ړومبۍ خبره : خداى د يو موجود هم  پوروړى نه دى .

خداى عادل دى؛يعنې د هېڅ موجود حق نه ضايع کوي او له هر موجود سره د حکيمانه نظام له مخې چلن کوي او ظلم د حق ضايع کول دي او ظلم او عدل په هغه ځاى کې مانا پيدا کوي،چې د حق خبره په منځ کې وي .

اوس پوښتنه دا ده ،چې آيا خداى د چا پوروړى دى او آيا موجوداتو له پخوا کوم حق درلود،چې ضايع شوى او ظلم  پرې شوى وي؟ مګر موږ مخکې وو او له مخکې مو څه درلودل،چې رانه اخستل شوي وي؟ البته په دنيا کې توپيرونه شته؛د ساري په ډول : يو جماد دى،يو بوټى،يو څاروى دى او بل انسان دى؛خو هېڅ موجود له پخوا څه نه درلودل ،چې ترې اخستل شوي وي .

که يوه ستره قالينه څيري څيري کړئ؛نو ويلاى شو:دا قالينه پخوا ستره وه او اوس يې په شلېدو خپله ستريا له لاسه ورکړې ده؛خو که له هماغه پيله مو کوچنۍ ‏قالينه جوړه کړه؛نو قالينه بيا د نيوکې حق نه لري،چې زه ولې کوچنۍ‏ يم؛ځکه هغې تردې مخکې هېڅ نه درلودل،چې چا ترې څه اخستې وي او ظلم ورسره شوى وي؛نو که خداى د چا پوروړى نه وي او خداى ورته څه ورکړي او بل ته يې له هماغه څخه دوه څيزه ورکړي وي؛ نو دا ظلم نه دى او پردې سربېره که خداى چا ته ډېر نعمت ورکړى وي ؛نو مسئوليت يې هم ډېر وي .

دويم ټکى: تبعيض ظلم دى؛نه توپير

خداى ټول موجودات له حکميانه توپيرونو سره پيدا کړل او د هر موجود لپاره يې کمال ته د رسېدو لپاره مناسبه لار وټاکله او ورپسې يې د سزا او اجر حکم هم ورکړ. په توکمنو،امتونو او وګړيو کې په هېڅ ډول تبعيض قايل نشو.

د لاس ګوتې يو له ‏بل سره توپير لري؛خو دا ظلم نه دى . داچې هره يوه ځانګړې ځانګړنه لري او پردې هم پوهېدل پکار دي،چې تبعيض او توپير يو له بل سره توپير لري.

تبعيض؛يعنې په يو برابر شرايطو کې د موجوداتو او وګړيو ترمنځ توپير قايلېدل. د مثال په توګه : که د يو ټولګي ټول زده کوونکي په مساوي توګه د ښوونکي په زده کړه پوه شوي وي؛خو ښوونکى يې په نمرو کې توپير وکړي؛نو دا ظلم او تبعيض دى؛خو که د ښوونکي د نمرو توپير د زده کوونکيو د زده کړې د پوهې په کچې پورې اړوند وي؛نو دا خبره پروا نه لري

درېم ټکى: عدل تل د مساوات په مانا نه وي

دې خبرې ته پام پکار دى،چې عدل په هر ځاى او وخت کې د مساوات او برابرۍ پر مانا نه دى . که يو ډاکټر ټولو ناروغانو ته د هغوى د ناروغۍ او حال په نه پامنيوي‏،يو ډول درمل ورکړي؛نو ظلم يې کړى دى .د ډاکټر عدالت په دې  کې دى،چې ناروغ ته د ناروغۍ له مخې درمل ورکړي .

څلورم ټکى:د ټولنې حقوق د وګړيو پر حقوقو لومړيت لري .

فرض کړئ اسلامي دولت عمومي سوکالۍ ته د يو واټ د جوړولو اراده وکړي،چې جوړول يې د ټولنې پرمختيا ته وي او ددې واټ تر ونډهې لاندې  د ځينو کورونه راشي او وران شي او دا خلک مخکې تر دې،چې له دولته د خپلو کورونو پېسې يا ځمکه واخلي؛نو يو لړ ستونزې بايد وګالي،چې دلته د څو خلکو د ستونزو په پار بايد د ټولنې له سوکالۍ سترګې پټې نشي.

سره له دې،چې اسلام د وګړيو حقوقو ته ارزښت ورکوي؛خو د ټولنې حقوقو ته يې ډېر پام وي

حضرت علي (ک) مالک اشتر (رض) ته  وايي :

په حکومت کې په چارو کې د عمومي خلکو سوکالۍ او خوښۍ ته پام وکړه که څه  خواص درنه خپه شي .

پينځمه خبره: زموږ پوهه محدوده ده .

په ډېرو وختونو کې ډېر څيزونه ځان ته شر ګڼو حال داچې خير مو پکې وي او کله ډېر څيزونه خير ګڼو حال داچې چې شر وي . قرآن شريف هم همدې خبرې ته زموږ پام رااړوي،وايي : ((وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ))

او په بل آيت کې زموږ د پوهې لږوالي ته اشاره کوي،وايي : ((وَمَا أُوتِيتُم مِّن الْعِلْمِ إِلاَّ قَلِيلًا)).

شپږمه خبره : ورمندونه- قضاوتونه مو بېړني دي .

په قرآن شريف کې راغلي :ډېرڅيزونه ناوړه ګڼئ حال داچې خداى پکې درته خورا خير اچولى دى: ((فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)).

که په قرآن شريف کې د ((حسبان)) د ټکي مانا ته پام وکړو؛نو پوه به شو،چې قرآن شريف په پرله پسې توګه موږ ته خبر راکوي،چې ډېر ګومانونه او خيالونه مو باطل دي؛نو داسې مه کوئ او داسې فکرونه هم مه کوئ او دا تعبيرونه راښيې،چې خداى پر بېړني ورمندونو نيوکه کوي. لنډه داچې موږ د خداى د عدالت په ويينه ‏کې پر کومه شبهه اخته شوي يو،که خداى عادل دى؛نو ولې داسې او هغسې؟

خو دې خبرى ته هم پام پکار دى،چې له موږ ډېر رازونه پټ دي او بله دا چې موږ له انديز ‏او تجربي اړخ محدود را ايسار يو.

اوومه خبره :مقطعي ورمندون منع دى .

نه ښايي چې ورمندون مو د يو ځانګړي څيز په پامنيوي وي .د مثال په توګه : يو ماشوم ته د ستنې وهلو پر مهال د ماشوم،چغې نه ښايي چې زموږ د ورمندون ‏بنسټ وي؛بلکې موږ بايد د ماشوم اوسنۍ ناروغي، تېر شوي دردونه او راتلونکې روغتيا په پام کې ونيسو او بيا ورمند ‏وکړو او همداراز د دنيا چارو ته ليد مو ټوليز او هر اړخيز وي؛نو بايد د تېر شوي او راتلونکي وخت او د دنيا او اخرت په پامنيوي ورمند ‏وکړو .

روايت دى : خداى د قيامت پر ورځ ځينو ته انعام ورکوي او وايي : (( دا ثواب مې د هغه دعا له کبله درکړ،چې و دې کړه؛خو ما درسره و نه منله؛ځکه وخت يې نه و،چې ومنل شي )).

د خداى د عدل په باب هم مقطعي ورمند‏ و نه کړو او ټولو اړخونو ته مو پام وي.

اتمه خبره : له خپلې ونډې مه غافلېږئ .

د ناوړه پېښو په راپېښېدو کې موږ پر خپلې ونډې ځان کوڼ کړى دى او هر څه د خداى له اړخه وينو او پر نيوکو لاس پورې کوو او وايو : خدايه! ته خو عادل يې؛نو پلانى خپګان راته پېښ شو. قرآن وايي: ((وَمَا أَصَابَكُم مِّن مُّصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ )) هر کړاو، چې در رسي د خپلو کړنو له امله مو وي.

په روايت کې راغلي دي:څوک چې د خپل ورور په لار کې څاه کني؛ نو خپله به پکې ولوېږي .

پوښتنه :په دنيا کې داسې وګړي شته،چې څومره يې له لاسه کېږي،پر خلکو ظلمونه کوي؛خو هوسا ژوند لري؛نو که د ناوړه پېښو راپېښېدل زموږ د خپلو کړنو پايله وي؛نو ولې هغوى چې زموږ په پرتله يې ظلمونه او ناړوه کارونه ډېر دي؛په بلا ګانو او خپګانونو نه اخته کېږي او سوکاله ژوند لري ؟

ځواب :د آيتونو او روايتونو په رڼا کې له ټولو خلکو او ډلو سره د خداى حساب يو شان نه دى او هغوى هر يو بېل حساب لري .

خداى د ځينو ځاى پر ځاى غوږونه تاووي .ځينو ته څه وخت ورکوي . ځينو ته د عمر تر پايه مهلت ورکوي او په سوکالۍ کې يې پرېږدي او حساب و کتاب يې قيامت ته ځنډوي؛ځکه موږ په خپل نړۍ ليد کې دنيا له اخرته جلا نه ګڼو .

البته دا خبره له ماغزو مه باسئ، دا توپيرونه د حکمت له مخې دي ؛ ځکه د ګناهکارانو د کړنو ډول او روحيه يو شان نه ده،چې حساب و کتاب يې سره مساوي او يو برابر وي.

کله يو ښوونکى د يو تکړه زده کوونکي پر غلطۍ پرېکنده او سخت غبرګون ښيي؛ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده، حال داچې له يوه ناغېړي زده کړيال سره يې حساب و کتاب داسې نه وي .

په قرآن شريف کې راغلي: خداى د اولياوو او پېغمبرانو په وړه تېروتنه، چې ان ګناه هم نه شمېرل کېږي او “ترک اولى” ورته ويل کېږي،ډېره سخته نيوکه کوي؛ځکه ددې کار تمه يې ترې نه درلوده؛خو ځينې سره له دې،چې ګناهکارن دي؛خو بيا هم مهلت ورکوي.(( لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا)) ځکه کله خداى د ظالمانو د کړنو پر وړاندي ژر غبرګون نه ښيي.(( فَأَمْلَيْتُ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ))=زه کافرانو ته مهلت ورکوم اوبيا يې ترې اخلم او د مهلت علت يې هم داسې ښوولى دى : ((وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ أَنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ خَيْرٌ لِّأَنفُسِهِمْ إِنَّمَا نُمْلِي لَهُمْ لِيَزْدَادُواْ إِثْمًا وَلَهْمُ عَذَابٌ مُّهِينٌ[6]= هغوى چې كافران شوي دي (او د سرغړونې لار يې نيولې ده) ګومان و نه كړي، چې زموږ وركړى مهلت يې په ګټه دى . موږ ځكه ورته مهلت وركوو، چې يوازې د خپلو ګناهونو پېټى دروند كړي او هغوى ته سپكوونكى عذاب (چمتو شوى) دى.))

سپينه خو دا ده،چې همدا لنډ مهاله سوکالي د عذاب تر ټولو ستره وسيله ده؛ځکه قرآن شريف  وايي :

فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ ان إِذَا فَرِحُواْ بِمَا أُوتُواْ أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ[7] = ( هو) چې كله ورته شوى نصيحت يې هېر كړ؛نو موږ ورته د هر ډول نعمتونو ورونه پرانستل،چې ( پوره) خوشحاله شي (او زړونه يې ورپورې وتړل)، ناڅاپه مو ونيول (او سخته سزا مو وركړه )؛نو په دې وخت كې ټول نهيلي شول (او د هيلو ورونه پرې وتړل شول )

البته، خداى چې له ځينو سره داسې معامله کوي؛خو ځينې نور،چې د اصلاح کېدو وړتيا لري؛نو په هکله يې وايي : ((لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ))؛موږ  ورته د هغوى د ځينو کارونو ترخه سزا ورکوو؛نو کېداى شي اصلاح شي .

ډېرو روايتونو خبر ورکړى،چې که تاسې پرله پسې ګناهونه کوئ ؛خو په ژوند کې درباندې الهي عذاب نه راځي؛نو ووېرېږئ،چې کېداى شي،  د اصلاح کېدو د وړتيا له ولکې بهر شوي ياست او يوازې د کار چاره مو دوزخ شي .

لکه څنګه چې د يوه رنځور حال دومره خراب شي،چې نور يې ډاکټر پرېږدي او وايي : پرېږدئ ! څه چې کوي،و دې يې کړي او څه چې خوري  و دې خوري؛ځکه د رنځور له درملنې نهيلى شوى وي او داسې کسان شته،چې دومره يې ځان پرګناه لړلى وي،چې خداى ورته په قهر وايي : ((اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ))؛څه مو،چې خوښه وي و يې کړئ ، چې د خداى استازي به د خپل قوم له ښيونه نهيلي شول؛ نو ورته به يې ويل : زما قومه ! څه مو،چې له لاسه کېږي و يې کړئ ((يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ))

نهم ټکى: سختي د ودې لامل دى.

پخه خبره ده،چې زموږ د تکامل او پخېدو لار په سختيو کې تېره شوې ده. قرآن شريف  وايي :له ترخو پېښو سره مخامخېدل انسان ته د راوېښېدو زنګ دى . يو شان او بې بدلونه ژوند انسان لټوي.

په روايتونو کې راغلي : خداى پر خپلو وړ او غوره بندګانو ډېرې سختۍ راوړي . په يو روايت کې راغلي : په انسانانو کې تر ټولو سختې سختۍ د خداى پر استازي وې او بيا د هغه پر لارويانو او هغوى چې دوى ته نږدې وي .

حديث دى : خداى خپل ايمانوال بندګان په سختيو او بلاګانو کې روزي؛ لکه څنګه چې مور خپل ماشوم په شيدو روزي .

پردې سربېره،چې سختۍ د انسان په ژوند کې  ګټورې روزنيزې اغېزې لري؛بلکې را يادول يې هم ګټور دي .

سوکالي انسان ناغېړوي؛خو سختۍ يې غښتلى کوي. حضرت علي وايي:دهغه ونو لرګي خورا کلک وي،چې په وچو سوځنده دښتو کې شوى وي .

په يوه روايت کې راغلي : (( په سختيو کې خير دى ))،چې سختۍ له يو اړخ زموږ او د خداى په منځ کې اړيکه غښتلى کوي او له بل اړخ ‏ له ناغېړۍ ‏مو راباسي او کوښښ ته مو اړ باسي؛نو کوم فشار،چې په سختيو کې زموږ پر بدن راځي؛نو د اروا د غښتلتيا لامل مو ګرځي، چې البته سختۍ په ډول ډول خلکو ډول ډول اغېزې لري .

حديث دى :((سختۍ د ظالمانو لپاره خبر،مؤمنانو ته د ازمېښت او ودې او الهي انسانانو ته د کرامت او مقام ګټلو وسيله ده .))

ځکه هغه سوکالي،چې خداى ځينو ته ورکړې؛ښه والی او نېکمرغي يې نه راښيي؛لکه څنګه چې پر ځينو خلکو د سختيو راتګ يې د بدوالي نښه نه ده . کله خو داسې هم کېږي،چې تر ټولو ښه انسانان په ډېرو سختيو کې راګېر شوي وي،چې غښتلي او پاخه شي او کمال ته ورسي .

زموږ انسانيت په خوړو او ويدېدو کې نه دى؛ځکه څاروى هم په دې چارو کې راسره شريک دى . زموږ انسانيت زموږ په کمالاتو او فضايلو؛لکه خداى ته پام،له انسانانو سره په مينه،سرښندنه او بښنه کې دى او د کاڼي کرښه ده،چې ددې فضايلو وده يوازې له سختيو سره په مبارزه کې ده .

لسم ټکى : ګټه او تاوان د ښېګڼو يا بديو د سنجولو کچه نه ده

د پرله پسې بارانونه له امله کېداى شي نېزونه شي او پخپله لار کې د ډېرو مېږيانو ځالې ورانې کړي؛خو تږې ځمکه خړوبوي او تازه کوي يې؛نو تاسې پخپله ووياست،چې د مېږيانو د ځالې د خرابېدو مخنيوي ته کړاى شو،چې د باران له ګټو سترګې پټى کړو؟ آيا مېږى حق لري، چې لمر،سمندرونو او ورېځو ته پر کنځل شي،چې د باران په راتګ کې ونډه لري،چې زموږ کورونه يې خراب کړل ؟ دا نيوکې يوازې زموږ د ځانمنۍ له امله دي ؟ او آيا زموږ دا نيوکې ددې لپاره نه دي،چې موږ مسايلو ته يوازې له يوه ګوټه وګورو او هغه هم زموږ د خپلو ګټو لپاره دى.

ګواکې ټوله هستي بايد زما په خوښه او زما د ګټو د لاس ته راوړو له مخې وڅرخېږي؛ځکه کله ستونزې زموږ د سبا لپاره ښه او ګټور وي؛ خو موږ پر هغو چارو نيوکه کوو،چې همدا اوس او نن زموږ ته ګټه و نه لري که څه  سبا ته مو ښه وي .

يوولسم ټکى : انسان تل ازمېيل کېږي

يو هرومرو الهي سنت دادى، چې انسان تل د خداى له لوري ازمېيل کېږي او دا خبره شل ځل په قرآن شريف کې راغلې  ده .

سختۍ او کړاوونه د الهي ازمېښت اوزار دي؛نوکله داسې هم کېږي، سره له دې،چې انسان هېڅ ګناه هم نه وي کړي؛خو سختۍ پرې راځي؛ لکه څنګه،چې سوکالي او خوشحالي هم د انسان د ازمېيلو لپاره اوزار ده . قرآن شريف  وايي : ((وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ ( بقره/۱۵۵)= او موږ به هرومرو تاسې په وېره او لوږه او د سر و مال او حاصلاتو په زيانولو ازمېيو او زېرى وركړه د زغم خاوندانو ته ))

دولسم ټکى : ناسمې پوهېدنې

ډېرى هغه خبرى،چې د الهي عدل په هکله نوموتي دي، زموږ د ناسمو پوهېدو له امله دي،چې انګېرو دنيا د خوب،خوړو او مزو چړچو ځاى دى او بيا وايو،چې ولې دا دومره ناکامۍ؟ حال داچې دنيا د ودې ډګر او د کر ځاى دى.

ديارلسم ټکى :که بديو ته ګورئ ؛نوښېګڼو ته هم ګورئ

انسان ته پکار دي،چې په خپل ورمند‏ون کې هر اړخيزه کتنه ولري او يوازې منفي ټکيو ته يې پام نه وي؛بلکې مثبتو ته يې هم پام پکار دى .

حضرت يوسف(ع) چې خپلو ورونو په څاه کې ګوزار کړ،نورو خلکو راوايست،د مريي په نامه وپلورل شو،ناروا تور پر ولګېد او بندي شو؛خو تر دې ټول سختيو وروسته د مصر واکمن شو او تر ډېرې مودې وروسته يې،چې خپل پلار وکوت؛نو پلار يې ورته وويل : وروڼو دې در سره څه وکړل ؟ حضرت يوسف ورته وويل: زما د وروڼو د کارونو په هکله مه پوښته؛بلکې د خداى د پېرزوينې په هکله مې وپوښته،چې څنګه يې له دې ټولو سختيو راوايستم او بيا يې دلته واکمن کړم . دا پخپله يو سول- منطق دى،چې انسان يوازې منفي ټکيو ته پام و نه کړي؛بلکې مثبتو ټکيو ته هم پام وکړي .

په يو روايت کې راغلي: داسې بلا به نه وي،چې خداى پکې انسان ته خېر نه وي ايښى،چې دا خير پر بلا برلاسى دى .

څوارلسم ټکى : له طبيعي قوانينو سترګې پټول نه دي پکار

ډېرې ستونزې پر هستۍ د علت او معلول د نظام د واکمنۍ لازمه ده . په بله وينا : موږ بايد په هستۍ کې له دې دوو نظرونو يو يې ومنو: يا بايد د هستۍ لپاره په حساب و کتاب قايل شو او داچې وايو ګډوډي ده؛نوکه هستي حساب و کتاب لري؛نو سختۍ او کړاوونه هم بې حکمته او بې حساب و کتابه نه دي .

که د هرې ناوړه پېښې علت وڅېړو؛نو وبه ګورو،چې دا پېښه يو لړ دقيقو او حساب شويو  علت او معلولونو را پېښه کړې ده. لنډه دا چې که هستي حساب شوې ده؛نو بلاګانې او کړاوونه هم لري او که حساب نه وي ؛نو ګډوډي تر ټولو ستره بلا ده .

پينځلسم ټکى :د استعدادنو رابرسېرنې ته هڅه ‏په کار ده

ځينې خلک،چې په کوم کار پسې وځي او پکې نه بريالي کېږي؛نو ځان ناکام ګڼي او په هستۍ پسې سپکې سپورې وايي او دا کار پر ځان ظلم ګڼي او په زړه کې يې کينه پيدا کېږي،چې بيا همدا کسان دي،چې په نورو چارو کې تر ټولو پر مخ ځي  .

وايي : د “ډاروين” پلار ډاکټر و او غوښتل يې زوى يې هم ډاکټر شي؛خو په داروين په طب کې بريالى نشو؛نو پلار يې هغه د مذهبي علومو زده کړو ته ور وړاندې کړ،چې مسيحي عالم  شي؛خو په دې مسلک کې هم ناکام شو. داروين تر دې دوو ماتو وروسته طبيعي علومو ته مخه کړه، چې پکې خورا مخکې ولاړ او پکې د خپلو څرګندونو خاوند هم شو.

حديث دى : که په کوم مسلک کې ناکام شوئ؛نو بدل يې کړئ او پوه شئ،چې کاميابي به مو په بل مسلک کې وي .

شپاړسم ټکى : خداى ته د نژدېدو لار او مانيزه وده د ټولو لپاره ده

پردې خبره بايد ټول پوه شي،چې کمالاتو ته د رسېدو لار ټولو ته خلاصه ده او هر څوک کړاى شي پر دې لار ګام کېږدي او د خپلې وړ تيا سره سم کمال ته ځان ورسوي .

په دعا ګانو کې راغلي : خدايه! چې ځان ته دې د رسېدو لار د غښتلي او کمزوري لپاره يو شان ايښې ده .

ځکه هر څوک د خپلې وړتيا او استعداد له مخې انعام اخلي او کمال ته رسي .

پوښتنه : آيا د ابليس خلقت د خداى له حکمت سره اړخ لګوي ؟

که  د انسان له خلقته د خداى موخه عبادت وي؛نو د ابليس په څېر د يو موجود خلقت له دې موخې سره اړخ نه لګوي. انسان په ډېر زحمت يو کار کوي؛خو بيا همدا کار د شيطان په وسوسو په درې لارو له منځه ځي: يا له هماغه پيله يې نه پرېږدي،چې په کار کې دې اخلاص وي او د ريا لپاره يې له الهي بڼې راوباسي او يا د ځانمنۍ په پار يې بې اغېزې کوي او يا تر کولو وروسته يې په ځينو نورو کړنو له منځه وړي .

ځواب :ړومبى داچې خداى شيطان،شيطان نه و پيدا کړى؛بلکې د نورو مخلوقاتو په څېر پيدا شوى و او د هغه شتون او امکانات،چې خداى ورته ورکړي ول،ټول خير او ښېګڼه وه؛نو د خداى له حکمه سرغړونه او شوم برخليک پخپله په شيطان پورې اړه لري نه په خداى پورې

دويم داچې د هغه د وسوسو بڼه داسې نه ده،چې موږ کوم کار ته اړ کړي،شيطان يوازې بلنه ورکوي؛خو وسوسې يې زموږ اراده له منځه نه وړي او دا وسوسې کړاى شي هوښيار انسان ته مثبت اړخ هم و لري؛ ځکه زموږ مانيزه ‏وده له دننني ځاني غوښتنو او د شيطان له وسوسو سره په مبارزه کې ده او که وسوسه او شيطان نه وي؛نو د انسان ښه والي به ارزښت نه درلود او فرض کړئ که يو انسان د شيطان په وسوسو تېر وځي؛نو د توبې لار خو چا نه ده  تړلې او کړاى شي توبه وکړي؛ځکه خداى توبه منونکى دى؛لکه څنګه چې شيطان ،حضرت بابا آدم تېرايسته؛خو توبه يې وايسته او خداى يې هم توبه ومنله .

درېم داچې که يوازې موږ واى او د شيطان وسوسې؛نو کار خرابېده ؛ خو د دې پر وړاندې موږ عقل ،فطرت او د انبياوو بلنه لرو،چې پر نېغه لار د تګ او د شيطان له وسوسو او ګناه د ژغورولو لپاره تر ټولو غوره لاروښوونکي دي او که له دې خبرې هم راتېر شو؛نو شيطان هغه وسوسه کوي،چې پکې د شيطان د وسوسې د منلو چمتوالی وي او داسې نه ده، چې هغه مو په زور په ځان پسې راکاږي؛بلکې دا موږ يو،چې هغه مو پر ځان بر لاسى کړى دى . د مؤمن او شيطان اړيکه رټنده؛خو د فاسق او شيطان اړيکه دوستي ده ؛نو نشو ويلاى، چې د شيطان پنځونه له الهي عدل سره اړخ نه لګوي .

پوښتنه : په انسان کې شته غريزې انسان سرغړونې او ګناه ته هڅوي او له خدايه يې لرې کوي حال دا چې په خپله خداى ورته دا غريزه او ځاني غوښتنه ورکړې ده؛ نو آيا دا خبره د خداى له عدل سره اړخ لګوي ؟

ځواب : اړنګ-شک نشته،چې که له غريزو په سم ځاى کې ګټنه وشي؛نو د ټولو ښېګڼو او برکتونو لامل دي؛لکه د غاز په څېر که کنټرول شي،نغري ته ورننوځي؛نو د خير او برکت لامل دى؛خو که په هوا کې ازاد او ايله خوشې شي؛نو شر به جوړ کړي؛نو ګرانو ! پر دې  خبره ځان پوه کړئ ،چې پخپله غرېزه څه بد څيز ‏نه دى؛بلکې شتون يې د بشر استمرار ته اړين دى ؛لکه جنسي غريزه د کورنۍ جوړلو او د نسل توليد ته،د غوسې غريزه له مال او ځانه دفاع ته؛خو اصلي خبره دا ده،چې غريزه بايد کابو شي ،چې انسان دا کار کړای شي .

پوښتنه : آيا خداى کړای شي بد جنت ته او ښه دوزخ ته بوځي ؟

ځواب : خداى ته هر کار اسان دى؛خو هر کار نه کوي؛ځکه خداى پر ځواک ‏سربېره يو لړ نور صفات هم لري؛هغه حکيم او عادل او پر خپله خبره او ژمنه ولاړ ذات دى،چې دا صفات له هغه څه سره اړخ نه لګوي،چې په پوښتنه کې مطرح شول .

پوښتنه : ولې بايد انسان له دې امله تل په دوزخ کې پاتې شي،چې په دنيا کې د يوې شېبې،ساعت ،ورځې، اونۍ،مياشت او يا کال لپاره يې ګناه کړې وي؛لکه څنګه،چې خداى په قرآن شريف کې هم وايي : ((فَادْخُلُواْ أَبْوَابَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا))

ځواب : سزا کله قرادادي وي .قراردادي سزا هغه ده،چې يو تن او يا ډلې يوې ګناه او يا جرم ته ټاکلې وي؛نو داچې دا سزا قراردادي ده؛نو کموالى او ډېروالى پکې راتلاى شي؛خو کله ځينې ګناهګانې طبيعي دي، چې د لږېدو او ډېرېدو امکان پکې نه وي، د مثال په توګه : کې څوک له يوه متره ارتفاع راوغورځي؛نو پښه به يې خوږه شي؛خو که څوک له پينځو مترو لوړوالي راګوزار شي؛نو درد به يې ډېر وي،چې په دې ډول سزاګانو کې د سزا ورکولو موده د ګناه د کولو د وخت له اوږدوالي سره تناسب نه لري او کېداى شي د جرم د سر ته رسولو موده خورا کمه وي؛خو د سزا موده يې خورا ډېره وي.

پوښتنه : آيا د ناقص الخلقه (ګوډانو، کڼو، ړڼدو او …) انسانانو پيدا کول، چې ټول عمر په سختيو کې تيروي،د خداى له عدل سره اړخ لګوي ؟

ځواب :لکه مخکې،چې مو وويل، د ډېرو کړاوونو او سختيو لامل ،موږ پخپله يو،چې ددې ناقص الخلقه وګړيو په هکله هم همدا خبره صدق کوي او دا موروپلار دي،چې بايد روغتيايي او اروايي پاملرني وکړي او کله د مورو پلار غلطي د ناقص الخلقه ماشومانو د زېږون لامل ګرځي؛خو بله پوښتنه،چې ذهن ته راځي داده،چې په دې منځ کې د هغه ناقص الخلقه ماشومانو ګناه څه ده ؟

زما ځواب دادی،چې په دې  کې د خداى ګناه څه ده؟ که ماشوم ګناه نه لري؛نو خداى هم له ګناه پاک دى،چې په دې خبره کې که وغواړي که نه،موروپلار پړه دي او داسې نه ده،چې خداى زموږ د خرابکاريو دنده پر غاړه لري.

کېداى شي ووياست:موروپلار خبر نه ول،چې دا کړنه به په پلاني شرايطو کې پر نوزېږي ناوړه اغېز لري؟

ځواب دادى چې د موروپلار پوهېدنه د شيانو پر طبيعي خاصيت اغېز نه لري .

پوښتنه : ولې خداى په همدې دنيا کې سزا نه ورکوي ؟

داپوښتنه ډېر ځوابونه لري،چې موږ يې يوازې څو ته په لنډه اشاره کوو :

لومړى ځواب : نور هم پرې ککړېږي .

هو! دنيا د سرايت ځاى دى؛يعنې زما په غم خوشحالۍ کې نور هم شريکېږي؛نو په دې بڼه که  سزا په دې  دنيا کې ورکول کېده ؛نو يو ډول تېرى او بې عدالتي  به وه؛خو په قيامت کې هر ډول اړيکې شلېږي او هر څوک په خپل فکر کې وي او د قرآن شريف د وينا له مخې،چې انسان له خپل اولاد،ښځې او مېړه هم تښتي او يوازې د خپل ځان د خلاصون په فکر کې وي او هلته که پر مجرم کومه بلا راغله؛نو يوازې پر هغه به راغلې وي او نور به پرې نه ککړېږي.

کېداى شي ووياست : که داسې وي؛نو موږ ته د يو مجرم هم اصلاح  کول نه دي پکار؛ځکه خپلوان يې را څخه خپه کېږي .

داسې نه ده! که پر کوم مجرم د کورنۍ د خپګان له امله يې د خداى او شرعي حد جاري نشي؛نو په ټولنه کې به ددې فاسدو خلکو په واسطه په نورو خلکو کې  وارخطايي راپيدا شي او د امنيت احساس به نه کوي او دا پخپله بې عدالتي ده،چې موږ د څو خلکو د خپګان مخنيوي ته د ټولې ټولنې امنيت ته ګواښ جوړ کړو؛نو په داسې ځايونو کې بې له دې بل هېڅ چاره نه لرو،چې د ټولنې سازښت د وګړي په پرتله وړ وبولو.

دويم ځواب :دا کار د خلکو له اختيار او ازادۍ سره سمون نه خوري .

که خداى په دنيا کې سزا او يا اجر ورکړي؛نو خلک به يا له  وېرې او يا د تمې له کبله بد کارونه نه کوي او ښه چارې به کوي،چې دا ډول ښېګڼه جبري او په زور ده او دومره ارزښت نه لري . انسان بايد ښو او بدو کولو ته ازاد وي .

دلته دا پوښتنه ماغزو ته راځي،چې ايا د جنت ژمنه او له دوزخه وېرول خلک ښو چارو ته نه اړوي ؟

په  ځواب کې بايد ووايم:داچې دوزخ او جنت په دې دنيا کې نه دى ؛ نوانسان د ښو او بدو چارو په کولو کې جبر نه احساسوي .

هو! په هغه پسې،چې پوروړى يې سبا راځي او په بل پسې يې يو مياشت وروسته؛نو دا دواړه سره توپير لري. لومړی وارخطا وي؛خو دويم يو څه ارامتيا لري؛ځکه يو څه وخت خو د پور ورکولو ته لري .

درېم ځواب : په دنيا کې د سزا امکان نشته .

دنيا د هغه محدوديتونو له امله،چې لري يې، بدو ته د سزا د ورکولو امکان پکې نشته .د مثال په توګه : د خداى استازي حضرت محمد مصطفى (ص) ددې دين راوړو ته څومره سختى وګاللى ؛نو د زحمتونو اجر يې په دې دنيا کې څه ورکړل شو او څنګه يې ورکوې ؟!

تر شاتو او کبابو غوره خواړه،تر ورېښمو غوره فرش او تر الوتکى غوره سپرلۍ په دې دنيا کې لرو ؟ آيا دا ټول هغه څه نه دي،چې جنايتکاران هم ترې ګټه اخلي ؟؛نو په دې دنيا کې به د خداى د استازي (ص) اجر څه وي ؟ آيا هغه شهيد،چې له ځانه يو سپېڅلې موخې ته تېر شوى،په دې  دنيا کې داسې څه شته،چې اجر او انعام يې ورکړ شي؟

سربېره پردې داسې کسان او د واک خاوندان،چې په زرونو بې ګناه کسان يې وژلي؛نو دې خلکو ته څنګه سزا ورکوئ؟ داسې فرض کړئ،چې همدا کس مو راونيو او اعدام مو هم کړ ؛نو وژل به يې يوازې د يو کس پر وړاندې وي ؛نو د هغه نورو پاتې شويو وينه څه شوه ؟

له مړينې ولې وېرېږو ؟

له مړينې وېره ډول ډول دليلونه لري،چې د بېلګې په رواړو به هر يو ته اشاره وکړو:

د اسلام له نظره دنيا د تېرېدو ځاى دى او انسان تېرېدونکى او د دنيا مال يې وسيله او اوزار دي او له مړينې وېره ددې مثال لري؛لکه يو موټر چلونکى،چې په بېلابېلو شرايطو کې ووېرېږي :

١_ چلونکى وېرېږي،چې ويني موټر يې په اوخوتو دى او له منځه به ولاړ شي. هغوى چې پر معاد ايمان نه لري او مړينه له منځه تلل ګڼي؛نو له مړينې هم وېرېږي .

٢_چلونکى،چې په ډېرو سختيو يې موټر اخستى وي او ورسره خورا مينه هم لري؛نو له دې وېرېږي،چې څوک ترې دا موټر وانخلي او له خپل موټره د بېلېدو تصور يې زوروي او داسې خيال کوي،چې بې له دې موټره بل هېڅ څه هم غوره نشته .

هغوى چې له دنيا سره مينه لري؛نو له دې دنيا د بېلېدو تصور ورته خورا کړونکى دى؛خو که انسان په دنيا کې زاهد وي او پر دنيا يې زړه نه وي بايللى؛نو له دنيا ورته بېلېدل هم ستونزمن نه دي .

يو سړي رسول اکرم وپوښتنه : ولې له مړينې وېرېږو ؟ د خداى استازي ورته وويل: آيا شتمني لرې ؟ هغه سړي وويل: هو! پېغمبراکرم وويل :آيا له شتمنۍ دې څه د خداى په لار کې ورکړې ده ؟سړي وويل: نه! د خداى استازي وويل :؛نو همدا دی،چې له مړينې وېرېږى .

همدې ته ورته پوښتنه هم يو سړي له امام حسين نه وکړه،چې امام ورته ځواب ورکړ: خپلې دنيا جوړولو ته مو ټول کوښښونه کړي؛خو د اخرت جوړولو ته مو هېڅ هم نه دي کړي؛ځکه له مړينې وېرېږئ،چې له ښه ځايه بد ځاى ته ولاړ نشئ .[8]

٣_کله خو د چلونکي وېره ځکه وي،چې لار نه پېژني او د لارې نه پېژندل يې زوروي .

يوه ورځ امام هادي د خپل يو رنځور يار پوښتنې ته ولاړ،و يې ليدل،چې هغه سړى له مړينې د وېرې له امله ژاړي . امام هادي ورته وويل :ته له مړينې ځکه وېرېږى،چې نه يې پېژنې .

٤_ کله چلونکى له دې څخه نه وېرېږي،چې موټر به له لاسه ورکړي او يا داچې لار نه پېژني؛بلکې وېرېږي،چې لار اوږده ده او تېل ورسره لږ دي او يا داچې موټر يې دومره غښتلى نه دى .

د اخرت په هکله هم ځينې د لارې له اوږدوالي او د توخې له لږوالي وېرېږي .

حضرت علي په نهج البلاغه کې وايي: ځکه سر ټکوم،چې توخه مې لږه،لار مې اوږده او مقصد مې خورا ستر دى [9].

د معصومو امامانو په دعاګانو کې هم له اخرته وېره ځکه ده،چې کېداى شي عمر مو بېځايه تېر کړى وي،ځينې فرضونه مو نه وي ترسره کړي ،ګناهونه مو کړي او يا داچې په غلطه مو لاس ته راوړنې لرلې وي .

٦_کله هم چلونکى د پاسنيو خبرو له امله وېره نه لري؛بلکې وېره يې له دې امله وي،هغه مهال،چې مقصد ته ورسي؛نو تر هغه وروسته به پرې څه کېږي. کله فرضوي،چې د قوانينو تر پښو لاندې کولو له امله جريمه نشي؛نو آيا د هغه د خوښې له مخې به ورسره چلن وشي که نه ؟ او آيا  دې دومره اوږدې لارې د وهلو ارزښت درلوده که نه ؟

پوښتنه : څه وکړو، چې له مړينې و نه وېرېږو؟

ځواب : ړومبى بايد له ځانه له مړينې د وېرې لاملونو لرې کړو .

څوک له انسانه ساه اخلي ؟ خداى، حضرت عزرائيل او که کومه بله پرښته ؟

قرآن شريف په يوه ځاى کې دا کار د خداى ګڼلى، وايي:اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا[10]= خداى ساګانې د هغوى د مړينې په وخت كې پوره اخلي .

په بل ځاى کې دا کار د “ملک الموت” ګڼل شوى،وايي :قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/۱۱)= ووايه: (( پر تاسې چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده، ستاسې (روح) اخلي،بيا د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ. ))

او په يوه بل ځاى کې يې دا کار د نورو پرښتو ګنلى دى : ((تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا[11] )) يعنې زموږ درلېږل شوى پرښتې ساه اخلي .

دا درې آيتونه يو له بل سره منافات نه لري؛ځکه “ملک الموت” ته هم د خداى له لوري دنده ورکړل شوې،چې په قرآن شريف کې هم د ((وُكِّلَ بِكُمْ)) په غونډلې-جملې دې دندې ته اشاره شوې؛لکه څنګه چې پرښتو ته هم د خداى له لوري ددې کار دنده ورکړ شوې ده .

[1]  (فصلت/۶)

[2]  (غاشيه/۲۲)

[3] (ليل/۱۲)

[4] (بقره/۳۰)

[5] (غافر/۷۸)

[6]  (آل عمران/۱۷۸)

[7] (انعام/۴۴)

[8] (بحارالانوار ۶/ ۱۲۹)

[9] (نهج البلاغه، ۷۴ حکمت)

[10] (زمر/۴۲)

[11] ( انعام/۶۱)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!