تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ګټوره مينه       حضرت سلمان فارسي (رض) له  پېغمبر اكرم (ص) روايتوي : (( سلمانه! كه څوك زما له لور فاطمې سره مينه ولري؛ نو په جنت كې به راسره وي او كه ورسره كينه ولري؛ نو ځاى به يې دوزخ وي، سلمانه!انسان ته له فاطمې سره مينه په سلو ځايو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ګټوره مينه

      حضرت سلمان فارسي (رض) له  پېغمبر اكرم (ص) روايتوي : (( سلمانه! كه څوك زما له لور فاطمې سره مينه ولري؛ نو په جنت كې به راسره وي او كه ورسره كينه ولري؛ نو ځاى به يې دوزخ وي، سلمانه!انسان ته له فاطمې سره مينه په سلو ځايو كې ګټه رسوي: په مړينه،قبر،د کړنو په تللو،حشر او په پل صراط كې به انسان ته اسانتياوې وي.كه لور مې فاطمه له چا راضي وي؛ نو زه به ترې راضي يم او له چاچې زه راضي يم؛ نو خداى به ترې راضي وي او كه چا مې لور غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم او پر چاچې زه غوسه شم؛ نو خداى به پرې غضب وكړي  سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،مېړه يې علي او لارويانو يې تېرى وكړي .[1]))

حضرت فاطمه د امامانو په هكله وايي: (( موږ د رسول الله اهل بيت او له مخلوق سره د خداى د اړيکې وسيله يو. موږ د خداى غوره كړاى شوي يو او د شپېڅلتيا چينه يو. موږ د خداى څرګند دلايل او د الهي پېغمبرانو وارثان يو.[2]))

داحديث په څرګنده د”آل محمد” مقام او ورسره د مينې ارزښت او اهميت بيانوى :

(( رسول اکرم (ص) ويلى دي :”څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې مړ شي؛بښلى مړ شوى دى . پوه شئ څوک چې له ” آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛نو له توبې سره ومړى دى.څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې مړشي ؛نو په پوره ايمان مؤمن ومړى دى. څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛د مرګ پرښته او ورپسې نکير او منکر ورته د جنت زېرى ورکوي.څوک،چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړشي،داسې جنت ته بېول کېږي؛لکه ناوې، چې مېړه کره وړل کېږي .څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي،خداى د خپلې لورنې له مخې،پرښته ورته د قبر زيارت کوونکې ټاکي.څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛نو زما پر سنتو به له نړۍ تللى وي .پوه شئ څوک،چې له “آل محمد”سره په دښمنۍ کې مړ شي؛د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې محشر ته راځي،چې د سترګوپه منځ کې به يې ليکل شوي وي:((دخداى له رحمة نهيلى.))پوه شئ څوک،چې له “آل محمد” سره په دښمنۍ کې مړ شي؛هېڅکله به د جنت بوى و نه سږي [3].

برکتي کور

د “خندق” په غزا کې مدينه محاصره وه او هر چا به تر خپله وسه د جګړې ملاتړ کاوه؛حضرت فاطمې به ډوډۍ پخولې او مجاهدينو ته به يې وړې . يوه ورځ يې خپلو زامنو ته ډوډۍ پخه کړې وه؛نو پلار ورته راپر ياد شو؛په منډه يې ځان د جګړې ليکې ته ورساوه،و يې ويل : (( دا ډوډۍ مې خپلو بچو ته پخه کړې وه، ته مې را پر ياد شوې او زړه ته مې ونه شوه؛نو رامې وړه.)) پېغمبر اکرم وويل: (( دا لومړۍ مړۍ ده،چې پلار دې يې درې ورځې وروسته خوري . [4]))

له حضرت “جابر بن عبدالله” (رض) روايت دى،چې رسول الله څو ورځې هېڅ نه وو خوړلي، د خپلو مېرمنو كور ته ولاړ، هلته هم څه نه و؛ نو د لور كور ته  راغى، و يې ويل: (( لورې! خواړه شته،وږې يم؟)) فاطمې: ((پر خداى قسم، نه !)) رسول الله،چې د فاطمې له كوره ووت؛يوې ګاونډۍ ښځې دوې ډوډۍ او لږه غوښه راوړه،فاطمې خواړه په لوښي كې كېښوول او امام حسن او امام حسين يې په رسول الله پسې ولېږل . رسول الله،چې راغى؛فاطمې ورته وويل: (( ستر خداى راته څه راولېږل او درته مې كېښوول.)) د خوړو لوښى يې، چې پېغمبر اكرم ته راووړ او سر يې ترې پورته كړ؛نو له غوښې او ډوډۍ ډك و. حضرت فاطمې،چې دا حالت وليد؛حيرانه شوه. پېغمبر اكرم  ورته وويل: (( لورې دا دې له كومه كړل؟)) حضرت فاطمې وويل: ((د خداى له لوري دي، خداى،چې وغواړي،هر چا ته بې حسابه روزي وركوي.)) پېغمبر اكرم وويل: (( د خداى شكر كوم، چې خداى ته د بني اسراييلو د ښځو د سردارې (مريم) په څېر ګرځولې يې.)) د  رسول الله مېرمنو او حضرت علي هم له دې خوړو وخوړل او بيا هم خواړه په لوښي كې پراته ول .حضرت فاطمه وايي:((ما ګاونډيانو ته هم خواړه ولېږل او خداى په كې ډېر بركت اچولى و.[5]))

 

[1] . وګورئ :(١)خوارزمي؛مقتل : 1\ 64 .(٢)درالمنثور : 4\153 .(٣)ميزان الاعتدال : 2\518 .(٤) تاريخ بغداد : 5\87 .

[2] . وګورئ : شرح ابن ابي الحديد : 16/201.”زمخشري” په “کشاف” ( ٤/٢٢٠ – ٢٢٠ -٢٢١ مخونه) تفسير کې يو حديث نقل کړى،چې بيا “فخر رازي” ( ٢٧/١٦٥-١٦٦مخونو) او “قرطبي” ( ٨/٤٣- ٥٨ مخونه ) هم له هغه اخستى.

[3] . وګورئ : (١)امام فخررازي؛تفسير٢٧\١٦٥.(٢)ابن عربي؛تفسير ٢\٢١٩. (٣) قرطبي؛ تفسير١٦\٢٢ .(٤)ثعلبي؛تفيسر ٥\١٥٧.(٥)مقريزي؛فضل آل البيت : ١٢٨مخ.(٦)شيخ سليمان قندوزى؛ينابيع المودة  ٢\٣٣٢.(٧)ابن صباغ مالکي؛الفصول المهة ١\٥١٣. (٨) زمخشري؛الکشاف  ٣\٤٦٧.

[4] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٢٠/٢٤٥ ، ١٠ حديث .(٢) احقاق الحق : ١٠/٢٨٥.

[5] . وګورئ : زمخشري،كشاف، سيوطي، درالمنثور، ثعلبي(تفاسير).

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!