تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ګټور علم حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنو په باب وايي : وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم متقيان چې ګټور علم ته غوږ ږدي، په پيل کې يې له د باندې او د ښوونځې له ارزښتونو د اخستنې له لارې پوه شوي، چې لار يې کومه ده، څه ته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ګټور علم

حضرت علي (ک) د متقیانو د ځانګړنو په باب وايي : وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم

متقيان چې ګټور علم ته غوږ ږدي، په پيل کې يې له د باندې او د ښوونځې له ارزښتونو د اخستنې له لارې پوه شوي، چې لار يې کومه ده، څه ته راغلي او چېرې ځي، روسته دې لارې ته په پامنيوي، خپلې څېړنې تنظيموي او خپلو پوهو ته لوری ورکوي او د علم په لاس ته راوړو کې پرېمانه اندېښمني او ځيرنه کاروي؛ ځکه د امام غزالي په وينا: «علم هيڅوک پر خپل حال نه پرېږدي؛ يا يې ابدي هلاکوي او يا ابدي ژوند وربښي»

په اسلامي فرهنګ کې عالم کېدل په دې مانا نه دي چې په ذهن کې يو لړ علمي مسالې ورډېری کړې. دا په عام عرف کې د ننني عالم مانا ده. کافي ده چې پر يوه څه (لکه د رياضي فورمولونه، د شاعرانو اشعار، د پلاني ليکوال ويناوې يا د پلاني علم قوانين) وپوهېږې چې عالم دې وبولي. خو په اسلامي معارف کې يو تن د دې معلوماتو په درلودو، عالم يا اسلامي عالم نه بلل کېږي، توپير نلري چې علم يې څه دی: د توحيد علم دی، که د فلسفې، فقې،تفسير، رياضياتو او کيميا. يوازې په يو لړ پوهو پوهېدل، په اسلامي شريعت کې څوک عالمولای نشي. بايد پوهې يې ګټورې وي چې له دې ځايه د عالم وګړه یا شخصیت اهميت مومي او دا عالم بايد خشيت (يو ډول ځانګړې ډارنه)، صمت (چوپتيا) او زغم ولري او علم يې د غفلت پر ځای د هوښيارۍ او ځيرکۍ لامل شي؛ يعنې له ځانه يې پردی نه کړي او د ځان پېژندنې حجاب يې ونه ګرځي او پر بوختيا ورته وانه وړي او يا يې د وياړنې، ځانښوونې او پېر پلور وزله ونه ګرځي.

د علم زده کړې په مخالفت کې د عارفانو د وينا سم تفسير

اسلامي عارفانو د پوهې او د پوهې د زده کړې په اړه ډېرې هېښنده خبرې کړي. کله داسې په نظر رسي چې دوی د علم له زده کړې سره مخالفت کړی؛ خو داسې نه ده. هو په صوفيانو کې داسې کسان ول چې ان له لوست ليک سره يې هم مخالفت کاوه؛ خو زموږ خبره د دوی په اړه نه؛ بلکې د هغو عزتمنو په اړه ده چې د اسلامي معارفو له سمندره يې يو غړپ اخستی او دا مبارک تيونه يې رودلي دي. په ظاهره د دوی په ويناوو کې د علم له زده کړې سره د ضديت يو ډول بوی راخېژي؛ خو دا بايد سم تفسير کړو.

دوی په رښتینه کې د نارباني عالمانو او ناګټور علم مخالفين وو او خبره يې دا وه که څوک غواړي په اسلامي دقيقه مانا، عالم وي، کافي نه ده، يوازې پر څه څېزونو پوه شي؛ بلکې بايد ځينې ځانګړنې هم ولري.

د مولوی په کلام کې د رټل شوي علم يوه بېلګه

مولوی په خپلو څرګندونو کې د وحې سرچينې په مرسته دا مانا ويلې ده. په توپان کې نوح (ع) خپل زوی ته وويل چې په بېړۍ کې راسپور شه، او نن به څوک هم و نه ژغورل شي خو دا چې بېړۍ کې سپور شي، زوی يې ورته وويل:

سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاء (هود/۴۳) =: د غره سرته به وخېژم، چې اوبه نه ور رسي، او ځان به وژغورم.

مولوی له دې داستانه دا ګټنه کوي، که کوم علم چا ته له وحې ځنې د استغنا او بې پروايۍ غرور راولاړ کړ؛ نو دا رټل شوی او مذموم علم دی؛ يعنې که چا وويل دا چې پر يو څه پوهېږم؛ نو د مرشد ارشاد او د لارښود ښيون – هدایت او د نبي وحې ته اړمن نه يم، پر علمي استکبار اخته شوی او ځان هيڅ سرچينې ته اړمن نه بولي؛ نو چورلټ غوليدلی او زيانمن شوی دی:

همچو كنعان سر ز كشتى وامكش        كه غرورش داد نفس زيركش‏

كه برآيم بر سر كوه مشيد        منت نوحم چرا بايد كشيد (…)

كاشكى او آشنا ناموختى        تا طمع در نوح و كشتى دوختى‏

كاش چون طفل از حيل جاهل بدى        تا چو طفلان چنگ در مادر زدى‏

يا به علم نقل كم بودى ملى        علم وحى دل ربودى از ولى‏

(مثنوى، څلورم دفتر ، 1409 -1416 بیتونه)

کاشکې ضمير يې له دې تورو پاک سپين وای، چې ځان يې انبياوو ته اړمن ننګيرلای.

د علومو د ګټورتوب لږ تر لږه شرط دادی،چې د غفلت او ځان پېژندنې خنډ نشي

همدغسې شونې ده، چې يو انسان په هستۍ پېژندنه کې دومره ډوب شي چې له ځان پېژندنې غافل شي. زموږ خپله وجود او شتون ارزښتمنه پانګه ده. تر دې به بل څه پيکه وي چې انسان هر څه وپېژني؛ خو ځان نه، د هر څيز په قيمت پوهېږي؛ خو د ځان په بيه نه. هر علم زده کړي؛ خو ځان پېژندنه زده نکړي، څه چې علم ګټوروي، دا دی که پر ځان پېژندنې پای ته ونه رسي، لږ تر لږه پر ځان پېژندنې لار ورډپ نکړي؛ يعنې غفلت رانه وړي. داسې کسان ډېر دي، چې نړۍ پېژني، د علومو قوانين پېژني؛ اتم چاودوي؛ خو د همدې بوختياوو له لامله په ژوند کې يې يوه ورځ يا ساعت ور مخې ته شوی نه دی چې له ځانه وپوښتي، موږ څوک يو؟ ولې راغلي يو؟ او دا پوښتې د عوامو په څېر ځوابوي:

صدهزاران فضل داند از علوم        جان خود را مى‏نداند آن ظلوم‏

داند او خاصيت هر جوهرى        در بيان جوهر خود چون خرى‏

گويد از كارم برآوردند خلق        غرق بيكاريست جانش تا به حلق‏

گويد او كه روزگارم مى‏برند        خود ندارد روزگار سودمند

(مثنوى، درېیم دفتر ، 2645 -2649 بیتونه)

او دا خو لا څه چې له خلکو ګيله کوي، چې کار ته يې نه ورپرېږدي. حال دا چې په واقع کې بېکاره دی؛ ځکه آريز کار ځان ته وررسېدنه او ځان پېژندنه ده:

كار او دارد كه حق را شد مريد        بهر كار او ز هر كارى بريد

ديگران چون كودكان اين روز چند        تا به شب‏تر حال بازى مى‏كنند

(مثنوى، شپږم دفتر، 586 او 587 بیتونه)

د علومو د ګټورتوب ړومبی او خورا لږ شرط دادی چې که پر ځان پېژندنې نه لګیا کېږي، لږ تر لږه يې مانع او خنډ نشي؛ ځکه چې

جان جمله‏ى علمها اين است اين        كه بدانى من كه‏ام در يوم دين‏

«د ټولو علومو نچوړ دادی، چې د قيامت  پر ورځ پوه شې چې څوک يم» دنيوي ژوند زموږ د ابدي ژوند يوه ډېره کوچنی برخه ده. ايا دا پوهه په آخرت کې پکارېږي که نه؟

د ګټور علم يو شرط دادی چې آخرت دريادوي

انسان خپلې پوهې دومره زياتولای شي، چې د خپل ځواک منګولې د طبيعت په تنې کې ورښخې کړي او پر نورو لاسبری شي. خو ایا يو مانادوست انسان، په همدې اندازې قانع وي او د اخروي ژوند جوړونه يې مطلب نه وي؟ يو مسلمان ته هر څه د آخرت په تړاو تعريفېږي. پېغمبر(ص) يې و پوښت:

« ای المؤمنين اکيس: خورا ځيرک مؤمن څوک دی؟» ورته يې وويل:

اكثرهم ذكرا للموت و اشدهم استعدادا له: څوک چې تر ټولو ډېر مرګ يادوي او مړينې ته چمتو وي[1]»

د دې خبرې مانا داده، په دنيا کې چې څه تنظيموو، د آخرت فکر او حساب به مو په پام کې نيولی وي. نبايد د هغو په څېر اوسو چې:

وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا (یونس/۷) = هغوی چې په دنيوی ژوند راضي شول او زړونه يې پرې ډاډمن شول.

هغوی چې دنیا مسافرتون نه ګڼي، بلکې ته وا راغلي چې پکې ميشت شي، نو د دوی علم هم دنيوي علم دی او دا هغه څه دي چې مولوي ويلي:

هم در اين سوراخ بنايى گرفت        در خور سوراخ، دانايى گرفت‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 3979 بیت)

يعنې په همدې سوړه کې يې کور جوړ کړ او د سوړي د وړتيا هومره يې پوهه ترلاسه کړه، يعنې د يو موږک په څېر دی چې د یوې سوړي په کونج کې يې کور دی او پوهه يې هم د سوړي د کونج په وړتيا ده. خپله ټوله پوهه په دې لار کې کاروي کومه څنډه چې ورکړه شوې او پکې پروت دی، په زړه پورې او ښه سنبال شي.

دلته د عالم يوې بلې ځانګړنې ته ور رسو. هر علم چې له انسانه اخرت هېروي او دنیا ورته ښه ور برېښووي د بې ګټې او رټل شويو علومو يوه برخه ده.

د بې عمله عمل زده کړه، د تمې يو مصداق؛ نو ځکه رټل شوی دی

* بې عمله عمل هم د بې ګټې علم یو مصداق دی:

از صد يكى به جاى نياورده شرط علم        وز حب جاه در طلب علم ديگرى‏

از من بگوى عالم تفسيرگوى را        گر در عمل نكوشى نادان مفسرى‏

علم آدميت است و جوانمردى و ادب        ور نى ددى به صورت انسان مصورى‏

با شيرمردى‏ات سگ ابليس صيد كرد        اى بى‏هنر بمير كه از گربه كمترى‏

(كليات سعدى، ص 753 او 754)

« د علم له سلو شرطونو ځنې دې یو هم عملي نکړ، او د ځانخوښونې له مینې د نورو علومو په لاس ته راوړو کې هڅه کوې، زما له لوري تفسیرونکی عالم ته ووایه، که په عمل کې هڅه ونکړې ناپوه مفسر یې، علم سړیتوب، ځوانمردي او ادب دی، که نه لیوه یې، چې په انساني بڼه انځور شوی یې د نارینتوب په زمري دې د ابلیس سپی ښکار کړ، ای بې هنره ومره چې تر پیشو ورټیټ یې» ( د سعدي کلیات:۷۵۳ او ۷۵۴ مخونه)

د بې عمله عالم علم راټولونه د تمې یو مصداق دی او تمه د اخلاقي رذایلو یوه برخه ده، چې یوازې د مال په راټولو کې نه ښکاره کېږي ډېر ځل د علم په راټولونه کې هم راڅرګندېږي. علم د دنیوي متاعو یوه برخه ده او د دنیا له نورو څېزونو سره هیڅ توپیر نلري؛ خو دا چې د عالم له خشیت، صمت او حلم… له ځانګړنو سره واغږل شي، چې د اخروي نعمت برخه شي.

د علم په راټولو کې تمه، او په دې نیت چې پر نورو پر خپل علم وویاړې، چې دا په ټولنه کې د شخړې، کبر او ویاړنې لاملېږي. دا طماع ( تمه کوونکي) عالمان دي چې دنیا ته یې اور اچولی. د دنیوي متاع نښه داده چې شخړه او لانجې پرې کوي. پر جنتي نعمت شخړه نه کېږي، بلکې پر څه چې شخړه کېږي هغه د دنیوي څېزونو او اجناسو شمېر دی. دا خدای رازده کړي چې جنت هغه ځای دی چې له زړونو ټولې کینې مینځلېږي.

وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ ( حجر/۴۷) = له سينو يې هر ډول كينې او دښمنۍ لرې كوو،چې د وروڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ کېني .

إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

چېرې چې شخړه وي، هلته به د جهنم یوه لمبه وي، چېرې چې مینه او دوستي او وي، هلته به د جنت یو ګل راټوکېدلی وي، ان په همدې دنیا کې.

کوم علم چې د شخړې او ویاړنې لامل شي، دنیوي دی نو ځکه رټلی دی

کوم علوم چې د شخړې او ویاړنې لاملیږي، ناګټور دی. مولانا وایي: تاسې ړانده یاست. د علم و عقل لکړه یې درکړه، او تا یې ددې پر ځای چې لار پرې ووینئ، په جګړه او شخړه مو لاس پورې کړ او د خپل ښوونکي سره مو پرې وواهه.

او عصاتان داد تا پيش آمديد        آن عصا از خشم هم بر وى زديد

چون عصا شد آلت جنگ و نفير        آن عصا را خرد بشكن اى ضرير

(مثنوى، لومړی دفتر ، 2137 او 2138 بیتونه)

اوس چې لکړه د شخړې لامل شوې، ماته يې کړه، نوره نه پکارېږي؟ که علوم په دنيا کې د شخړې، وياړنې، ځانښوونې او تزين لامل شي، علوم نه دي او پوهېدونکی يې په اسلامي فرهنګ او معارفو کې عالم نه ګڼل کېږي. نړۍ ته نالوستو اور اچولی که لوستو؟ هر لوستی، حقيقي عالم نه دی او علم بې له سواد او لوستې دی.

 

[1] المحجة البيضأ : ۲۴۲/۸ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!