تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام صادق (رح) ګټورې وېناوې غوره واکمن درې ځانګړنې لري: لورنه، سخاوت او عدالت درې څېزونه د سمې اندنې نښې دي: ښه چلېدل، ښه غوږ نیول او ښه ځواب ورکول نه ښايی چې واکمن په درېیو څېزونو کې لنډون وکړي: له پولو څارنه، شکایتونو ته ځان رسونه او د صالحو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام صادق (رح) ګټورې وېناوې

غوره واکمن درې ځانګړنې لري: لورنه، سخاوت او عدالت

درې څېزونه د سمې اندنې نښې دي: ښه چلېدل، ښه غوږ نیول او ښه ځواب ورکول

نه ښايی چې واکمن په درېیو څېزونو کې لنډون وکړي: له پولو څارنه، شکایتونو ته ځان رسونه او د صالحو کارمندانو ټاکنه

عقلمن هیڅوک سپک نه ګڼي، په تېره درې ډلې: پوهان، چارواکي او (دیني) وروڼه. که پوهان سپک وبولي؛ نو خپل دین یې لاسه ورکړې او چې خپل (دیني) ورور سپک وبولي او درناوی یې ونه کړي؛ نو خپله مړانه یې ټکنۍ کړې ده

دنیا په درېیو څېزونو پایښته ده: اور، مالګه، اوبه.

څوک چې په ناحقه درې څېزونه غواړي؛ نو په حقه له درېیو څېزونو بې برخې کېږي: څوک چې دنیا په ناحقه وغواړي، په حقه له آخرته بې برخې کېږي، څوک چې په ناحقه ریاست وغواړي، په حق له اطاعته بې برخې کېږي او څوک چې په ناحقه مال وغواړي نو په حقه یې له پایښته بې برخې کېږي.

خلک درې ډوله دي: عاقل، احمق او ګناهګار. عاقل که وپوښتل شي ځواب درکوي، که خبرې پیل کړي؛ نو سمې خبرې کوي، که واوري، ښه یې یادوي. احمق په بیړه خبرې کوي په خبرو کې ځان بایلي، که ناوړه کار ته اړ کړای شي ترسره کوي یې. که ګناهګار ته امانت ورکړې خیانت کوي او که کومه خبره ورسره شریکه کړې؛ نو د ننګ لامل دې ګرځي.

وروڼه درې ډوله دي: یو د خوړو په څېر دی، چې تل ورته اړتیا ده ، چې دا عقلمن دی، بل د درد په څېر دی (چې کله ناکله له ناچاری ورسره لاس و ګریوانېږي) او دا احمق دی او درېیم درمل ( او د درد علاج) دی او دا اندیال دی.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!