تبلیغات

ګڼ ښځي یوښځي،د ښځې او مېړه د ګډ ژوند خورا طبیعي شکل دی . د یوې مېرمنې په درلودو کې ځانګړلی-اختصاص اروا؛یعنې خصوصي او وګړنۍ اروا واکمنه ده،که څه هم،چې د شتمنۍ له خصوصي مالکیت سره توپیر لري . د یوې مېرمني په درلودو کې هر یو مېړه او ښځه د بل احساسات،عواطف او جنسي […]

ګڼ ښځي

یوښځي،د ښځې او مېړه د ګډ ژوند خورا طبیعي شکل دی . د یوې مېرمنې په درلودو کې ځانګړلی-اختصاص اروا؛یعنې خصوصي او وګړنۍ اروا واکمنه ده،که څه هم،چې د شتمنۍ له خصوصي مالکیت سره توپیر لري . د یوې مېرمني په درلودو کې هر یو مېړه او ښځه د بل احساسات،عواطف او جنسي ګټې خپلې شخصي او ځانګړې ګټې ګڼي.

د یوښځې په مقابل اړخ کې “څوښځي” یا اشتراکي زوجیت دی، چې ممکن په څو بڼو فرض شي .

 جنسي کمونیزم

یو دا چې په یو لوري کې هم ځانګړلي- اختصاص نه وي، نه سړى د معلومې ښځې او نه ښځه د معلوم سړي وي،چې دې ته جنسي کمونېزم هم وايي . جنسي کمونېزم د کورني ژوند له نفی سره مساوي دی . تاریخ او ان تر تاریخ مخکې فرضیات هم ددې ښوونکی نه دى،چې په هغه پېر کې دې بشر په ټولیز ډول کورنی ژوند ونه لري او جنسي کمونېزم دې پرې واکمن وي .ځینې ادعا کوي،چې دا شان ژوند په ځینو وحشي سړیو کې وه؛نو دا د جنسي کمونېزم او کورني اختصاصي ژوند تر منځ منځنی حالت و. وايي : په ځینو ټبرو کې به څو ورونو له څو خویندو سره په ګډه ژوند کاوه یا د یو ټبر سړیو به د بل ټبر له ښځو سره په ګډه واده کاوه.

ویل دورانت د “ د تمدن تاریخ،۶۰مخ” په کتاب کې لیکي:” په ځینو ځایو کې واده په ډلیز شکل و،په دې مانا،چې د ټبر یوې ډلې به د بل ټبر له ښځو سره واده کاوه. په “تبت” کې دود و،چې څو ورونه به له خپلو څو خویندو سره واده کاوه،چې معلوم نه و،کوم خور د کوم ورور ده او د ښځې او مېړه په اړیکو کې یو ډول جنسي کمونېزم و او هر سړی،چې له هرې ښځې سره سملاسته؛نو ازاد و. سزار همدې شان عادت ته د انګلستان په پخوانیو خلکو کې اشاره کړی،چې له دی پاتې شونو دا دي، چې د ورور تر مړینې وروسته له ښځې سره به یې واده کاوه،چې په یهودو او نوور قومونو يې دود و.”

د افلاطون څرګندونه

د افلاطون د “جمهوریت” په کتاب کې،چې ټول تاریخپوهان یې تایيدوي،د “ فیلسوفانو واکمنو او واکمن فیلسفانو” په څرګندونه کې دې پوړ ته د کورني اشتراک وړاندیز کوي او؛ لکه څرنګه،چې پوهېږو د نوولسمې پېړۍ د کمونېزم مشرانو هم دا شان وړاندیز کړی و؛خو د “فروید” او “له محارم سره د واده تحریم” له کتاب په قول د پراخو ترخو پېښو له کبله ځینو پیاوړیو کمونیستي هېوادونو پر کال ۱۹۳۸ کې یو ښځي رسمي قانون کړ.

څو مړوخي

د څو همسرۍ بله بڼه څو مړوخي ده؛يعنې یوې ښځې په عین حال کې څو مړونه درلودل . ویل دورانت وايي : دا دود د تودا او د تبت په ځینو نورو ټبرو کې و.

صحیح بخاري له حضرت عایشې بي بي رانقلوي :” په عربي جاهلیت کې څلور ډوله ودونه ول،یو دا دی،چې نن هم دود دى،چې یو سړی به د انجلۍ پلار ته د انجلۍ په مارکه تله او د مهر تر ټاکلو وروسته به یې له انجلۍ سره واده کاوه او کوم ماشوم،چې به ترې زېږېده؛نو پلار یې معلوم و. بل دا چې مېړه به خپلې مېرمنې ته بل سړی د محدود وخت لپاره راوړه،چې له هغه ځان ته غوره نسل پیدا کړي او ځان به یې تر هغې له خپلې ښځې بېلاوه،چې ښځه به یې دوه ځانې شوه او،چې پوه به شو ښځه یې دوه ځانې شوې؛ورنژدې کېده او دا کار یې ځکه کاوه چې هغه کس به يې د نسل په تولید کې تر ځان غوره ګاڼه،دې ډول نکاح ته یې “نکاح استبضاع” ویله،چې په واقع کې په واده کې واده و. بل دا شان و،چې لسو تنو به له یوې ټاکلې ښځې سره اړیکه ساتله،دا ښځه به چې دوه ځانې شوه او ماشوم یې زېږاوه؛ نو دې ټولو ته یې بلنه ورکوله او دود دا و،چې دې کسانو له دې بلنې سرغړونه نشوه کړای،ټول راتلل او دې ښځې به پکې پخپله خوښه خپل ماشوم ته پلار ټاکه او د سړي هم دا حق نه و،چې له دې کاره نمښته- انکار وکړي او په دې توګه دا ماشوم د هغه سړي رسمي زوی کېده.

څلورم ډول یې داسې و،چې هر سړي به کړای شو،له یوې ښځې سره هر وخت اړیکه ولري،دې ښځو به معمولا پر خپل کور بېرغ راځوړنداوه او له دې لارې پېژندل کېدې، دې ښځې به چې اولاد راوړه؛نو ټول هغه سړي یې راټولول،چې له دې سره يې اړیکه وه او بیا یې کاهن (پالي) او څېره پېژندونکي راټولول او ده به هم د څېرې د ځانګړنو له مخې ویل، چې دا ماشوم د چا دی او ماشوم،چې د هر سړي رسېده؛نو اړ و د څېره پېژندونکي نظر ومني او رسمي یې خپل اولاد وګڼي.

دا ټول دودونه خدای د حضرت محمد(ص) له لارې له منځه یووړل .”

له دې جوتېږي،چې څو مړوخي په عربي جاهلیت کې هم وه. “منتسکیو” په روح القوانین کې لیکي :”ابوالظهیر الحسن،عرب نړۍ ګرځی په نهمه زېږدیزه پېړۍ کې هندوستان او چین ته ولاړ او دا دود (څو مړوخي) یې ولیده او فحشاء یې ورته وویله. د مالاباد په سواحلو کې د “نایر” په نامه ټبر اوسېده. سړیو یې نشو کړای،چې له یوه ښځې ډېری وکړي، حال دا چې ښځو یې کړای شول له ګڼو ټبرو ډېر مړونه وکړي .زما په اند ددې قانون د وضع کېدو لامل دا و،چې د نایر د ټبر سړي خورا باتوران وو او په جګړه کې یې ډېره وړتیا درلوده؛لکه څرنګه چې موږ په اروپا کې سرتېري له واده کولو منع کوو،چې له کورنۍ سره مینه یې د عسکرۍ د دندې په ترسره کولو کې خنډ نشي؛نو د مالاباد ټبرونو هم تر ډېره بریده د نایر د ټبر سړي د کورنیو اړیکو له لېوالتیاوو معاف کړي ول، دا چې د ګرمۍ له کبله یې نشو کړای په مطلق ډول یې له واده منع کړي؛نو د څو سړیو به یوه ښځه و،چې کورنۍ اړیکې یې سستې وي او د جنګي دندو په لار کې یې خنډ نشي.”

 د څو مړوخۍ ستونزې

په دې دود کې د نسب د تېروتنې ستونزه ده؛نوځکه یې عملا هم بریا لاس ته نه ده راوړې . په دې اړیکه کې د پلار او زوی اړیکه په عملي توګه نامعلومه ده؛لکه څرنګه چې په جنسي کمونېزم کې هم د پلرونو او زامنو اړیکه معلومه نه ده؛لکه څرنګه،چې جنسي کمونېزم ونشو کړای ځان ته ځای پیدا کړي؛نو همداراز څو مړوخۍ هم ونشو کړای ځان ته ځای پیدا کړي او ټولنه یې ومني؛ځکه مخکې مو هم وویل،چې دا د بشر د غریزې او طبیعت غوښتنه ده،چې کورنۍ جوړه کړي او پخوانى او راتلونکى کهول سره وتړي . دا چې په استثنايي ډول په ځینو بشري ټبرونو کې څو مړوخي دود وه؛نو دا دلیل نشي کېدای،چې ووایو د کورنۍ نه جوړول د سړي د طبیعت غوښتنه نه ده؛لکه څرنګه،چې د ځینو سړیو او ښځو جره توب او له واده او ګډ ژوند یې لرېوالی او کوږوالی د دې دلیل نشي کېدای،چې بشر په طبیعي ډول د ښځې او مېړه د ګډ ژوند پلوی نه دی . د “څو مړوخي” نه یوازې د سړي له انحصار غوښتنې او اولاد دوستۍ سره اړخ نه لګوي ؛بلکې د ښځې له طبیعت سره هم مخالفه ده.د ارواپوهنې څېړنو جوته کړې،چې تر سړي ډېره،ښځه د یو مېړه غوښتونکې ده .

 ګڼ ښځي

څوښځي د څو همسرتوب بل ډول دی،د څوښځي او جنسي کمونېزم پر خلاف دې دود ډېر پرمختګ کړی،چې نه یوازي په وحشي ټبرونو کې رواج وه؛بلکې متمدنو ملتو هم منلی دی . بې له عربي جاهلیته، په یهودو او د ساسانیانو په وخت کې په ایران کې هم و. “منتسکیو” وايي : “د مالایو په قانون کې د درې ښځو کول ازاد و، والانتینین د روم امپراطورد ځانګړو علتونو له مخې اجازه ورکړه،چې سړی دې څو ښځې وکړي،دا قانون چې د اروپا له وضع سره یې اړه نه لګوله؛نو د روم امپراطورانو؛ لکه “تیودور” او “کاردیوس” او “مونوریوس” له منځه یووړل .”

 اسلام او ګڼ ښځي

د څو مړوخۍ پر خلاف،اسلام څو ښځي په ټولیز ډول لغو نه کړ؛بلکې حدود یې ورته وټاکل؛یعنې یو خوا یې نامحدودي له منځه یوړه او راکمې یې کړې،چې څلور شوې او بلخوا یې ورته شرایط وټاکل او هر چاته یې اجازه ورنه کړه،چې څو ښځي وکړي .په دې به وروسته رڼا واچو،چې شرایط يې څه دي او ولې اسلام “څو ښځي” په ټولیز ډول لغو نه کړه .

دا عحیبه ده،په منځنیو پېړیو کې یې د اسلام پر ضد داسې تبليغول،چې د اسلام پېغمبر(ص) په لومړي ځل په نړۍ کې د “ګڼ ښځي” دود رامنځ ته کړ او ادعا یې کوله ،چې د اسلام نچوړ د ګڼو ښځو کول دي او په نورو ملتونو او قومونو کې د اسلام د چټکې خپرېدنې لامل هم دا و،چې “ګڼ ښځۍ” ته یې اجازه ورکړې وه او دا یې هم ادعا کوله،چې د ختیځ د وروسته والي لامل هم د ګڼو ښځو کول دي .

ویل دورانت په خپل کتاب ( د تاریخ تمدن ۶۱ مخ) کې لیکي:” په منځنیو پېړیو کې دیني علماوو داسې انګېرله،چې ګڼ ښځي د اسلام د پېغمبر له نوښتونو ځنې دي،حال دا چې دا شان نه ده او لکه چې ومو لیدل په لومړنیو ټولنو کې “څو ښځي” ډېره دود وه او لاملونه یې هم ډېر دي،چې دا دود په هغو ټولنو کې ډېر دود و. سړي به په جګړو،ښکار او د ژوند په چارو کې بوخت او ډېر له ګواښ سره مخ وه؛ځکه تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر و او د ښځو شمېره ترې ډېره شوه او همدا دلیل و،چې ګڼ ښځي رواج وموند یا ښځې بې مړونو پاتې شي،په دې قومونو کې مړینه ډېره وه او ښځې هم بې واده نشوې پاتې کېدای،چې اولاد را نه وړي…. په واقع کې په لومړنیو ټولنو کې ګڼ ښځي یو تناسبي امر و؛ځکه ښځې تر سړو ډېرې وې .

د نسل د ښه والي په هکله هم باید وویل شي،چې له اوسنۍ یو ښځې ګڼ ښځي غوره وه. د نوي پېر تر ټولو مضبوط سړی ډېر ناوخته ښځه کوي اوځکه لږ ماشومان هم راوړي،حال دا چې په پخوا وختونو کې به مضبوط سړي تر ټولو ښه ښځه کوله او ډېر ماشومان یې راوړل؛ ځکه ګڼ ښځي په لومړنیو ملتونو او ان متمدنو ملتونو کې هم دوام موندلی او یوازې په دې وروستي او زموږ په وخت کې له ختيځو هېوادونو خپل ټغر ټولوي . ددې عادت په له منځه تللو کې څه لاملونو لاس درلود،چې دا دي : د بزرګرۍ ژوند،چې ثابت حالت لري،د سړیو سختۍ او پرېشانۍ يې راکمې کړې او خطرونه لږ شول؛نوځکه د سړي او ښځې شمېره سره یو برابر شوه او په دې وخت کې،ان په لومړنیو ټولنو کې هم د ګڼ ښځي د لږکیو شتمنو امتیاز شوی او عام خلک یوه ښځه کوي او زنا د خوند لپاره کاروي .”

ګوستاو لوبون په خپل کتاب “د تاریخ تمدن ۵۰۷ مخ) کې وايي: “په اروپا کې د ختیځ د ګڼ ښځۍ دود تر بل هر دود ډېر معرفي شوی او د بل هیڅ دود په هکله هم د اروپا نظر دومره نه دى تېروتې . اروپايي لیکوالان ګڼ ښځي د اسلام د دین نچوړ ګڼي او د دې دین په خپرېدو او د ختیځو ملتونو په کوږوالي کې د علتونو علل ګڼي. هغوی پر دې ټولو نیوکو سربېره،له ختیځو سره زړه خوږي هم کړى،وایي : ښځې یې د خواجه ګانو په کورنو کې بندي ساتلې او که د مړونو پر وړاندې يې څه لږ شانته خوځېدلې واى؛نو شونې وه،چې وژلې يې واى .

خو دا انګېړنه هیڅ سند او سټه نه لري .که ددې کتاب اروپايي لوستونکي،څه موده اروپايي تعصب ته شا کړي؛نو تصدیق به یې کړي،چې د ختیځ ټولنیز نظام ته ګڼ ښځي یو غټ دود و او په هغو کورنیو کې،چې دا دود و؛نو اخلاقي اروا یې د پرمختګ په حال کې وې او کورنۍ اړیکي یې مضبوطې پاتې شوي او په پای کې د همدې دود له مخې تر اروپا په ختیځ کې د ښځې درناوی ډېر و. ددې ادعا تر اثبات مخکې د دې مطلب ویل اړین دي،چې د ګڼ ښځي دود کله هم په اسلام پورې تړاو نه لري، تر اسلام مخکې هم په یهودو،عربو او ایراني قومو کې دا دود و. هغو قومونو،چې په خیتځ کې یې اسلام راوړه؛نو له دې اړخه یې له اسلامه کومه ګټنه ونه کړه او تر اوسه هم په نړۍ کې دا شان ځواکمن دین نه دی راغلی،چې د ګڼ ښځي په څېر دود رامنځ ته یا یې له منځ يوسي . دا دود د ختیځ په ځانګړې اوبو او هوا، ژوند ، توکمیزو ځانګړنو او نورو لاملونو پورې تړاو لري،نه دا چې دین رامنځ ته کړی وي. په لویدیځ کې اوبه او هوا او طبیعت دې دود ته مناسب نه دی،ګڼ ښځي داسې دود دی،چې موږ یې یوازې د قانون په کتابونو کې ګورو که نه خیال نه کوم،چې ترې نمښته-انکار وکړو،چې په واقعي ټولنو کې ددې دود کومه نښه پاتې وي . رښتیا د ختیځ مشروع ګڼ ښځي د لویدیځ له ګڼ ښځي ( په ازاد شکل) څه کم لري او ولې ترې لږې دي؟ زه وایم : لومړی تر دویمي له هر حیثه غوره او ښه دی . ختیځوال،چې زموږ هېوادونو ته راځي،له دې نیوکو مو هک پکېږي.”

هو! اسلام د ګڼ ښځۍ نوون رامنځ ته نه کړ؛بلکې یو خوا یې محدود او راکم کړ او بلخوا درانده شرایط یې ورته کېښوول . کومو قومونو،چې اسلام راوړی ،په هغوی کې له پخوا دا دود و؛ خو د اسلام له امله اړ و،چې حدودو او قیوداتو ته غاړه کېږدي .

کریستن سن د “ ايران د ساسانیانو پر مهال : ۳۴۶ مخ” په کتاب کې لیکي:” (د ساسانیانو په وخت کې په ایران کې) ګڼ ښځي د کورنیو سټې جوړولې.بېوزلیو سړیو یوه ښځه درلوده،د کورنۍ مشر د ځوځات له حقه برخمن و،یوه ښځه به له ټولو حقوقو برخمنه وه او د پاچایانو ښځه یا غوره ښځه یې ورته ویله او بله پرېوتې ښځه وه،چې خدمتکاره یې ورته ویله او ددې دواړو ښځو حقوق بېلابېل ول . وینځې او بندیوانې د خدمتکارانو په پوړ کې شمېرل کېدې،دا معلومه نه ده،چې غوره ښځې د یو سړي وې که نه؛خو په حقوقی ویینو کې د هغه سړي خبره هم شوې،چې دوه غوره ښځې یې درلودې،له دې ښځو هر یو یې بېل کور درلود او مېړه مکلف و،چې ټول عمر د غوره ښځې نفقه او پالنه وکړي . هر هلک او انجلۍ د واده تر منګه دا شان حقوق درلودل؛خو د خدمتکارو ښځو یوازې زامن په پلرني کور کې منل کېدل.”

سعید نفیسی په خپل کتاب “ د ساسانیانو له انقراضه د امویانو تر ځوړتيا پورې د ایران ټولینز تاریخ” کې لیکي:”سړیو بې شماره ښځې کولې او په یوناني لاسوندونو-اسنادو کې لیدل شوي،چې یو سړي په کور کې په سلګونو کې ښځې درلودې .”

منتسکیو په “روح القوانین” کې له رومي تاریخپوه،اکاتیاس نقلوي : “نه یوازې دا چې ګڼ ښځي دود وه؛بلکې سړی د نورو له ښځو سره هم سملاستل .”

په عربانو کې هم ګڼ ښځي بريد نه درلود. دا چې اسلام د ښځو په شمېره کې کموالی راوړ؛نو دا هغو عربو ته سخته وه،چې تر څلورو ډېرې ښځې یې درلودې،داسې کسان هم ول،چې لس ښځې یې هم وې او مجبور ول،چې شپږ یې پرېږدي .

نو جوته شوه،چې اسلام ګڼ ښځي رامنځ ته کړې نه ده؛بلکې پر عکس حدود او شرايط یې ورته وټاکل؛خو په ټولیز ډول یې منسوخ او لغو هم نه کړه.

د ګڼ ښځي تاریخي علتونه(۱)

د ګن ښځي تاریخي او ټولنیز علتونه څه دي؟ ولې د نړۍ ډېرو ملتونو او په تیره بیا ختیځو ملتونو دې دود ته غاړه کېښووه او ځینو نورو؛ لکه لویدیځوالو ورته غاړه کېنښووه؟

د څو مړوخۍ او جنسي اشتراکیت په پرتله څو ښځي ولې دومره په زړه پورې شوه او پرمختګ یې وکړ؟

څو ددې علتونو په هکله څېړنه ونه کړو؛نو د اسلام له نظره د ګڼ ښځي په هکله ویینه نشو کړای او د ننني بشر د اړتیاوو له نظره هم دا مسئاله نشو څېړلای .

که اروايي او ټولنیزو ملاحظاتو ته شا کړو او لکه د نورو لیکوالو غوندې رغی فکره وسو؛نو بسیا ده،چې د ګڼ ښځي د تاریخي او ټولنیزو علتونو او مخونو ته داسې ووایو: د ګڼ ښځي علت معلوم او واضح دی،علت یې د سړي زور او د ښځې وینځتوب دی،علت یې پلارواکي ده،سړی پر ښځه واکمن و او ټول قوانین یې د ځان په ګټه چورلول؛نوځکه یې په پېړيو ګڼ ښځي د ځان پر ګټې او د ښځې پر ضد چلوله او دا چې ښځه د سړي تر حکم لاندې وه؛نو څو مړونه یې نشو کړای،اوس چې د سړي د زور پېر پای ته رسېدلی؛نو د نورو غلطو امتیازاتو په څېر ګڼ ښځي له منځه تللې او پر ځای یې د ښځو او سړیو برابرو حقوقو ځای نیولی دی .

دا فکر ډېر رغی دی . د ګڼ ښځي د دود د پراختیا علت نه د سړي زور و او د څو مړونو نه کولو علت هم د ښځو کمزورتیا او محکومیت نه و او دا چې نن ګڼ ښځي له منځه تللي؛نو علت یې دا نه دی،چې د سړي زور پای ته رسېدلی او داسې هم نه ده،چې ګڼ ښځي ته په شا کولو کې سړي کوم امتیاز له لاسه ورکړی؛بلکې پرعکس د ځان په ګټه او د ښځې پر ضد یې امتیاز هم لاس ته راوړی دی .

دا چې زور او واک د بشري تاریخ د چلولو یو لامل دى،چې منکر ترې نه یم او دا چې د تاریخ په اوږدو کې د ښځې پر ضد سړي له خپل واک ناوړه ګټنه کړې؛نو له دې هم منکر نه یم؛خو ګروهمن یم دا چې د ښځې او سړي د کورني اړیکو په توضیح او مخونه کې ټول لاملونه یوازې په زور او واک پورې وتړو،دا له لنډ اندۍ راټوکېدلې ده.

که پورته څرګندونه سمه وي؛نو دې ته هم باید غاړه کېږدو،چې په نادرو او استثنايي مواردو کې څو مړوخي هم معمول و؛لکه د عربي جاهلیت پېر یا د منتسکیو په وینا : د نایر په ټبر کې،چې د مالابار په کڅ کې پرته ده؛نو ښځې،چې هم فرصت تر لاسه کړی او د سړي پر ضد یې واک لاس ته راوړی،د څو مړوخۍ دود یې پر سړیو ورتپلی دی او ودې منو،چې دا د ښځې طلايي پېر و،حال دا چې پوهېږو،عربي جاهلیت د ښځې په ژوند کې خورا تور پېر و . مخکې مو هم وویل : د نایر په ټبر کې څو مړوخۍ د ښځې په درناوي او واک پورې تړاو نه لري؛بلکې علت یې دا و،چې ټولنې سړی له کورني اړیکو لرې ساته،چې د سرتېرۍ روحیه په کې لاپسې مضبوطه پاتې شي .

پردې سربېره که د ګڼ ښځي علت پلار واکي یا پلارسالاري وي؛نو په لویدیځو ملتونو کې یې ولې رواج ونه موند؟ ایا پلار شاهي یوازې په ختیځ پورې تړاو لري؟ ایا لویدیځوال له هماغه پیله د سړي په پرتله ښځې ته برابر حقوق ورکړي ول؟ ایا یوازې په ختیځ کې د واک لامل د سړي په ګټه کارېده او په لویدیځ کې دا لامل د عدالت پر لار روان و؟

د لویدیځ ښځه تر نیمې پېړۍ مخکې خورا بدمرغه ښځه وه،ان په خپلو اموالو کې يې هم د مېړه څارنې ته اړتیا درلوده،خپله د غربیانو په وینا: په منځنیو پېړیو کې تر لویديځې ښځې،ختیځه ښځه په ډېره غوره حالت کې وه،ګوستالوبون وايي :

“د اسلام په تمدن کې ښځې ته عیناً هماغه حقوق ورکړل شو،چې ښځو ته په اروپا کې تر ډېرې مودې وروسته ورکړل شو؛یعنې تر دې وروسته،چې د اندلس د عربانو مېړنى چلن په اروپا کې خپور شو؛نو په اروپایانو کې دا مېړني اخلاق له مسلمانانو راغلي ول،چې له ښځو سره نېک او غوره چلن وکړي او دا اخلاق يې له مسلمانانو زده کړل، مسیحیت نه؛بلکې اسلام و،چې ښځه یې د پرېوتي او ذلت له مقامه وژغورله او د درناوۍ او پت هسکې څوکې ته یې ورسوله،عامه انګېرنه داسې ده،چې دا کار مسیحیت کړی؛ځکه وینو په منځنیو پېړیو کې په دې،چې مشران او رئیسان مو مسیحیان ول؛خو د ښځې درناوی یې نه کاوه او له پخواني تاریخونو جوتېږي،چې زموږ مشرانو له ښځو سره وحشي چلن کاوه او دا مسلمانان ول،چې زموږ مشرانو ته یې د ښځې درناوی وښود.”

نورو هم په منځنیو پېړیو کې د لویدځي ښځې وضع همدا شان بیان کړې.له دې ټولو حالاتو سره،دا چې په منځنیو پېړیو کې پلارواکۍ او د سړي زور په لوړه کچه واکمن و؛نو ګڼ ښځي پکې ولې معمول نه وه؟

حقیقت دا دی په کوم ځای،چې څومړوخي دود وه؛نو دا د ښځې واک نه و او له فرصته د ښځې ګټنه نه وه او دا چې د څو مړوخۍ دود ماتې وخوړه؛نو لامل یې د ښځې کمزورتیا نه وه او په ختیځ کې د ګڼ ښځي د دود د پراختیا لامل د سړي زور نه و او په لویدیځ کې هم د ګڼ ښځي د دود د نه پراختیا لامل هم د سړي او ښځې برابر حقوق نه ول.

د څو مړوخۍ د ماتې علت

د څو مړوخۍ د ماتې علت دا دی،چې نه د سړي له طبیعت سره اړخ لګوي او نه د ښځې له طبيعت سره. د سړي په اند ، دا خو لومړی د سړي د انحصار-ځانتنی غوښتنې له روحیې سره اړخ نه لګوي او دویم دا چې د پلار د ډاډ له آر سره مخالف دی . له اولاد سره مینه د بشر طبیعي او غریزي ځانګړنه ده.بشر طبعاً غواړي،چې زېږونه- توالد او تناسل وکړي او غواړي له راتلونکي او تېر شوي کهول سره یې اړیکه څرګنده او ډاډمنه وي،غواړي پوه شي،د کوم پلار زوی دی او د کوم زوی پلار دی.د ښځې څو مړوخي د بشر له غریزې او طبیعت سره اړخ نه لګوي او د څو ښځۍ پرخلاف ده،چې نه سړي ته تاوان رسوي او نه ښځې ته .

وايي څلویښت ښځې حضرت علي (ک) ته راغلې،ویې ویل: اسلام ولې سړیو د څو ښځو اجازه کړې او موږ ته یې د څو مړوخۍ اجازه نه ده راکړې؟ ایا دا تبعیض او ناروا چار نه دی؟

حضرت علي (ک) وويل : د اوبو کوچني لوښي راوړئ او هر یو یې يوې ښځې ته ورکړ،بیا يې وويل : په لوښو کې پرتې اوبه دې په ناسته کې پروت په غټ لوښي کې واړوي،حکم پلې شو او بیا یې وویل: اوس تاسې هر یو دويم ځل خپل لوښى له غټ لوښي ډک کړﺉ؛خو دا ځل باید هماغه اوبه راوخلی،چې مو پکې اچولې وې . ورته وویل شو،دا څرنګه شونې ده؟ اوبه يو له بل سره ګډې شوې او تشخیص یې ناشونی دی . حضرت علي وویل : که یوه ښځه څو مړونه ولري؛نو له ټولو سره کوروالی کوي او بیا دوه ځانې- امیندواره کېږي؛نو دا به څرنګه پېژندل کېږي،چې له دې لارې زیږېدلی ماشوم د کوم مېړه دی؟

خو د ښځې له نظره،څو مړوخي هم د ښځې له طبیعت او هم یې له ګټو سره په ټکر کې دی . ښځه له سړي یوازې دا نه غواړي،چې جنسي اړتیاوې یې پوره کړي،چې وویل شي،څومره،چې سړي ډېر وي؛نو لا ښه . ښځه غواړي د سړي زړه په موټي کې ونیسي،د هغې ملاتړی او مدافع وي،ورته سرښندنه وکړي،زیار اوباسي،پيسې ورته پیدا کړي او پرې ویې لګوي . هغه پيسې،چې سړی یې ښځې ته د فحاشۍ له کبله ورکوي او همداراز هغه پيسې،چې ښځه یې په کار او فعالیت لاس ته راوړي د ښځې اړتیاوې نشي پورې کولای،چې دا اړتیاوې د سړي څو ګرایه هم دي او همداراز د هغو پېسو په څېر ارزښت هم نه لري،چې سړی یې د مینې له کبله پر مېرمنې لګوي .

سړي تل د یو سرښنده په توګه د ښځې پراخې اړتیاوې برابرې کړي دي. کار او فعالیت ته د سړي تر ټولو مضبوطه او غوره هڅونه کورنۍ، مېرمن او اولادونه یې دي .

ښځه په څو مړوخۍ که نشي کړای د سړي سرښندنه،مینه او نږه عواطف ځان ته رامات کړي؛نو له دې مخې ښځه د فحاشۍ په څېر له څو مړوخۍ هم کرکجنه ده؛نو څو مړوخي نه د ښځې له لېوالتیاوو سره اړخه لګوي او نه د سړي له لېوالتیاوو سره .

د جنسي اشتراکیت ماتې

د جنسي اشتراکیت د ماتې علت هم همدا دی . جنسي اشتراک؛یعنې دا چې د لوریو له خوا ځانګړلي-اختصاص له منځه ځي،چې نه ښځه د معلوم سړي وي او نه سړی د معلومې ښځې. د افلاطون له خوا یې وړاندیز شوی و،چې دا کار دې یوازې په واکمن پوړ کې پاتې شي؛ یعنې د فیلسوفو واکمنو او واکمن فیلسوفانو پوړ. دا وړاندیز نه یوازې نورو ونه مانه؛بلکې په خپله افلاطون ترې هم پر شا شو.

په دې وروستۍ یوه پېړۍ کې د کمونېزم دویم پلار”فردریک انګلس” هم د دې فرضیې وړاندیز وکړ او دفاع یې ترې وکړه؛خو د کمونېزم نړۍ ونه مانه . وايي : د انګلس د ګډې کورنې د تیورۍ د پراخو ترخو تجربیاتو په پایله کې د شوروي دولت پر کال ۱۹۳۸ز یوښځي یې د کمونیستي رسمي قانون په توګه وپېژانده.

څوښځي کړای شي،سړي ته امتیاز وګڼل شي؛خو څومړوخي کله هم ښځې ته امتیاز نه و او نه به وي . ددې توپیر علت دا دی،چې سړی په خپله د ښځې غوښتونکی او ښځه د سړي د سرښندنو او زړه غوښتونکې ده. تر کومه،چې په خپله ښځه د سړي په واک کې وي؛نو دې ته اهمیت نه ورکوي،چې که د ښځې زړه له لاسه ورکړي؛نوځکه سړي ته یې اهمیت نه درلود،چې په څو ښځۍ کې د ښځې زړه او عواطف له لاسه ورکړي؛خو ښځې ته د سړي زړه او عواطف اصالت لري،که دا یې له لاسه ورکړل؛نو هر څه یې له لاسه ورکړي دي .

په بله وینا : د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې دوه عنصره دخالت لري،چې دا دي : توکیز او مانیز . د ښځې او مېړه د ګډ ژوند توکیز عنصرجنسي اړخونه دي،چې په ځوانۍ کې تر ټولو لوړ وي او په تدریجي ډول راکمېږي او مانیز اړخ یې ترمنځ نرۍ او صمیمانه اړیکې دي،چې د وخت په تېرېدو سره لا مضبوطېږي . د ښځې او سړي تر منځ یو توپیر دا دی،چې د سړي پر خلاف،ښځې ته تر لومړي عنصره دویم یې ډېر اهمیت لري . د ښځې او مېړه ژوند،ښځې ته ډېر مانیز اړخ لري؛خو سړي ته ډېر توکیز اړخ لري او یا لږ تر لږه سړي ته مانیز او مادي اړخ یو شان اهمیت لري .

مخکې مو د یوې اروپايي ارواپوهې خبرې هم راوړې،چې ښځه په زیلانځ کې د ماشوم روزونکی ده؛نو ځانګړی اروايي حالت لري او دا چې مېړه یې د ماشوم پلار دی؛نو په داسې وختونو کې د مېړه مینې ته ډېره اړمنه وي . څومره،چې مېړه د اولادونو د پلار په توګه له خپلې مېرمنې سره مینه کوي،چې د مېړه له کبله یې دا ماشومان زېږولى؛نو هومره به مور هم له خپل ماشوم سره مینه کوي او د ښځې دا اړتیا یوازې په یو ښځې کې لاس ته راتلای شي .

د ګڼ ښځي تاریخي علتونه(۲)

د سړي بې حده واکمني او ځاني غوښتنې په یوازې ځان د څو ښځي دود په رامنځ ته کېدو کې بسیا نه دي،هرومرو نوروعلتونو هم پکې لاس درلود؛ځکه ځان غواړي سړي ته تر څو ښځې اسانه او بې جنجاله لار دا ده، چې د خوند لپاره له ازادو ښځو سره کوروالى وکړي،بې له دې،چې نوموړی ښځه د مېرمنې په حیث وپېژني او د احتمالي اولادو پر وړاندې یې ژمن وسي .

ځکه په هغو ټولنو کې،چې څو ښځي معمول وه،یا دا چې د ځاني غوښتونکي سړي پر وړاندې اخلاقي او ټولنیز خنډونه وي،چې ازادې ښځې ته لاسرسى ولري او دا سړی دې ته اړ کېږي،چې د خوند لپاره له هرې ښځې سره واده وکړي او د اولادونو پلار یې شي او یا فرض کړو،چې بې له ځاني غوښتنو او تنوع غوښتنې نور علتونه هم شته (؛لکه جغرافیايي،یا ټولن وټیز).

جغرافیايي لاملونه

منتسکیو او ګوستاولوبون ډېر ټینګار کوي،چې جغرافیايي علتونه پکې راونغاړي . د ددې اندیالو په اند د ختیځ هوا د ګڼ ښځي د دود رامنځ ته کوونکې ده . په ختیځ کې ښځه ژر بلوغ ته رسي او ژر هم زړېږي؛ځکه سړی دویمې او درېمې ښځې ته اړتیا پیدا کوي، پردې سربېره د ختیځ په اوبو خړوب او روزل شوی سړی داسی دی،چې یوه ښځه یې جنسي اړتیاوې نشي پوره کولای .

ګوستاولوبون په خپل کتاب ” د عربو او اسلام د تمدن تاریخ،۵۰۹ مخ) کې لیکي: “ نوموړی دود (ګڼ ښځي) د ختیځ د اوبو او هوا او د ځانګړي توکمیزو پایلو،علتونو او نورو لاملونو او د ختیځ د ځانګړي ژوند له کبله رامنځ ته شوی،نه دا چې دین رامنځ ته کړی وي او جوته ده،چې اوبه او هوا او قومي ځانګړنې هغه لاملونه دي،چې په فوق العاده توګه اغېزمن او ان موږ يې اړین نه ګڼو،چې په اړه یې ډېرې لیکنې وکړو،پر دې سربېره، د ښځو د وجود ځانګړی جوړښت او د ماشوم د روزنې اړتیا او نورو ناروغیو ښځې دې ته اړ کړي،چې له سړي لږه څنډې ته شي او دا چې د ختیځ اوبه او هوا او قومي فطرت داسې دی،چې سړي ته دا لږه څنډې ته کېدنه ناشونې وه؛نوځکه ګڼ ښځي رواج وموند.”

منتسکیو په خپل کتاب “ روح القوانین،۴۳۰ مخ” کې لیکي:” هغه هېوادونه،چې توده هوا لري،ښځې پکې په اته او نهه او لس کلنۍ کې بلوغ ته رسي او تر دې وروسته یې ،چې مېړه وکړ،دوه ځانې کېږي او په ګرمسیر هېوادونو کې انجونې تر واده وروسته سملاسي دوه ځانې کېږي .

“پریدو” د اسلام د پېغمبر په شرح حال کې وايي : آنحضرت له پینځه کلنې خدیجې سره واده وکړ او په اته کلنې کې ورسره سملاست. دا دي،چې د ګرمسېرو هېوادونو انجونې په شل کلنۍ کې زړې دي او دا چې نوی یې عقل د کمال پر لوري شي؛ نو زړېږي،هغه هېوادونه،چې معتدله هوا لري،دا چې د ښځو ښکلا تر ډېرې مودې پاتې کېږي او ډېر ژر بلوغ ته رسي او چې واده وکړي؛نو د ډېر عمر له کبله تجربې لري او د ماشوم راوړنې پر مهال یې لږ څه عمر تېر وي او ښځه او مېړه تقریبا په یو عمر کې زړېږي،دا دی،چې د ښځې او سړي ترمنځ برابروالی راغلی او سړي تر یوې ډېرې ښځې نه کوي؛نو په اروپا کې د ګڼ ښځي د قانون منع او په اسیا کې یې خپرېدل د اوبو او هوا په غوښتنو پورې اړه لري.”

پورته مخونه په هیڅ ډول سمه نه ده؛ځکه د ګڼ ښځي دود په ختیځ کې یوازې په ګرمو سیمو پورې تړلی نه دی . د هوا له مخې ایران معتدل هېواد دی او تر اسلام مخکې هم دلته ګڼ ښځي رواج درلود. دا چې مونتسکیو وايي : په ګرمو سیمو کې ښځې په شل کلنۍ کې زړېږي،هسې تشه لاپه ده .

بله غټه لاپه یې دا ده،چې وايي : خدیجه بي بي پینځه کلنه وه،چې د اسلام پېغمبر ورسره نکاح وتړله او،چې د اتو شوه؛نو ورسره سملاست،حال دا چې ټول پوهېږو پېغمبراکرم پینځویشت کلن و،چې له څلویښت کلنې خدیجې بي بي سره یې واده وکړ.

دویم : که د ختیځو ښځو ژر زوړوالی او د سړي د جنسي ځواک ډېروالی ددې کار اصلي لامل وي؛نو ختیځوالو ولې د منځنۍ پېړۍ د لویدیځوال پر پل پل کېنښود،چې د ګڼ ښځي پر ځای یې خپل طبیعت په فحشا ارضا کړی وای؟؛ځکه د ګوستاولوبون په وینا: د ګڼ ښځي دود یوازې په کتابونو کې دی او په لویدیځو ټولنو کې یې څه اغېز نه تر سترګو کېږي .

او په ختیځ کې ګڼ ښځي قانوني بڼه درلوده؛یعنې ښځه به دې د مېرمنې په توګه او اولاد به ېې د زامنو په توګه منل؛خو په لویدیځ کې له ښځو سره اړیکه ازاده وه او ښځه به یې نه خپله مېرمن او اولاد به هم یې خپل اولاد نه ګاڼه .

په لویدیځ کې څو ښځي

دلته اړین دي،چې په منځنیو پېړیو کې په لویدیځ کې د څو ښځې مسئلې ته پام وکړم،چې د یو لویديځ تاریخ پوه له خولې یې را اخلم،چې ګران لوستونکي او ټول هغه کسان پوه شي،چې د ګڼ ښځي او حرمسرایو په نامه پر ختیځ نیوکې کوي او د لویديځ پر وړاندې د ختیځ خجالت او سرټيټي ګڼي . څه چې له دې اړخه په لویدیځ کې تېرېدل؛نو په ختیځ کې د دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره له لویدیځه یې زر ګرایه غوراوى درلود.

ویل دورانت په خپل کتاب “ د تمدن تاریخ ۱۷ ټوک” کې د اخلاقو د سستۍ په نامه څپرکى لري،چې پکې په ایټالیا کې د رنسانس په پېر کې د عمومي اخلاقو وضع راڅپړي . “ په جنسي اړیکو کې اخلاق” زه یې ددې برخې غورچاڼ را اخلم .

ویل دورانت په پیل کې لنډه سریزه لري او له دې لارې بښنه غواړي .

په سریزه کې وايي : “ د غیر روحاني خلکو د اخلاقیاتو د څېړنې او له جنسي اړیکو د پیل په شرح کې،لومړی باید دا ووایم،چې سړی ذاتاً څو ښځي طبیعت لري او یوازې تر ټولو مضبوط اخلاقي قيودات ،مناسبه بېوزلۍ او ستونزمن کار او د ښځې همېشنۍ څارنه کړای شي پر سړي یو ښځي وتپي .” بیا اصلي مطلب ته راځي، وايي:” دا معلومه نه ده،چې له واده شوې ښځې سره په منځنیو پېړو کې زنا لږه وه او که په رنسانس کې او؛لکه څرنګه،چې په منځنیو پېړیو کې زنا په باتورۍ سپېڅلې کېده؛نو دا شان د رنسانس په پېر کې هم په باسواده پوړو کې د ښځې اروا یې جادو ګره،نرۍ او ارماني ښووه او دا شان روزنه یې ورکوله. د اصیلو کورنیو انجونې تر ډېره بريده له هغو سړیو لرې ساتل کېدې،چې له دې کور سره یې تړاو نه درلوده. تر واده مخکې انجونو ته د پاکلمنۍ د ګټو ښوونه کېده،دا ښوونې به دومره اغېزناکې وې،چې وايي پر یوې ځوانې ښځې جنسي تېری وشو؛نو ځان یې په اوبو کې ډوب کړ،بېشکه دا ښځه ځانګړډوله- منحصر به فرد وه؛نوځکه تر مرګ وروسته یو اسقف (مسيحي ملا) ترې مجسمه جوړه کړه .

تر واده مخکې کيسو ته باید پاملرنه وشي که نه ګڼ شمېر ارمونو ماشومانو ته به په سخته دلیل پیدا کړو،چې د رنسانس ایټالیا په بېلابېلو ښارو کې موندل کېدل . د ارموني اولاد نه درلودل یو امتیاز ګڼل کېده؛خو درلودل یې هم کوم ښکاره ذلت نه و. د واده پر وخت سړي به خپلې ښځې ته ویل،چې ارمونی له ځان سره راوړي،چې د سړي له نور اولاد سره یې پالنه وشي . ارمونيتوب د چا له قدره څه نه راکمول او کوم داغ،چې ټولنې پرې واهه دومره مهم نه و او د کلیسا غړیو ته په بډې ورکولو یې د ارموني مشروعیت لاس ته راوړه.د مشروعو وارثانو یا باصلاحیته کسانو په نه درلودو کې ارموني هلکان ممکن وه،چې ان تاج و تخت ته ورسېږي . ‏په دې ترڅ کې “لومړی فرنته” د ناپل د بادشاه د “لومړي الفوسوی” او “ليو نللودسته” د “درېم نېکولای” ځایناستی شو. پر کال ۱۴۵۹ چې دویم پیوس ځايناستى شو؛نو اووه ارمونو شهزادګانو یې هر کلی وکړ. د رنسانس د پېر مهم کړکېچ د ارمونیو او حلالي شهزادګانو ترمنځ سیالۍ وې؛خو د هم جنسوالي په هلکه باید ووایم،چې د یونان د دودنو د بیا راژوندي کېدو یوه برخه وه.

“سان برنادینو” په ناپل کې دا ناوړه عمل دومره ډېر ولید،چې د ښار برښلیک یې په سدوم او عموره وګواښه .”ارتینو” هم دا کوږوالى په روم کې په همدې کچه ولید. د فحشاء په هکله هم همداشان خبرې کولای شو.د “اینفسورا” د روایت له مخې،دا یې خوښېدل،چې په پاپ مېشته روم کې شمېرنه ډېره وښيي،پر کال ۱۴۹۰ د روم په نوي زرلیزه نفوس کې ۶۸۰۰ ثبت شوې فاحشې وې،که څه هم،چې په دې شمېرنه کې پټې او غیر رسمي فاحشې نه راځي . په ونیز کې هم پر کال ۱۵۰۹ د نوموړوي ښار په درې لکه يیز نفوس کې ۱۱۶۵۴ فاحشې وې . په پینځلسمه پېړۍ کې هغه نجونې،چې مېړه یې نه و کړی؛نو د کورنۍ ذلت ګڼل کېده. په شپاړلسمه پېړۍ کې دا ذلت د عمر اولسو ته وخوت،چې انجونې ته د لوړو زده کړو لار هواره کړي .سړي،چې د فحشا له ټولو اسانتیاوو او ګټو برخمن ول، یوازې په هغه بڼه کې يې واده ته غاړه ایښووه،چې ښځه له ځان سره ډېر جهیز راوړي . د منځنۍ پېړۍ د واده د دود له مخې داسې تمه کېده،چې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند په بېلابېلو پړاونو کې د ښځې او مېړه ترمنځ مینه پخه شي،چې په خوشحالۍ او خپګان کې يو له بل سره شریک وي او په ظاهره په ډېرو ځایونو کې دا شان تمه هم پوره کېده. له دې حال سره بیا هم له واده شوې ښځې سره زنا دود وه او دا چې د لوړو پوړو ډېری ودونه د سیاسي او اقتصادي ګټو خوندېينې ته یو ډول ډیپلماټیکه بڼه درلوده؛نو ډېری مړونو ځان ته دا حق ورکاوه،چې معشوقه هم ولري که څه هم ممکن و،چې دا چار ښځه خپه کړي؛خو سترګې یې پرې پټولې او خوله یې نه راسپړله .

په منځنیو پوړو کې ځینې سړیو ګومان کاوه،چې زنا،مشروع تفریح ده.”ماکیاولي” او انډیولانو یې،چې د خپلو بې وفایو په هکله یو بل ته کيسې لېږلې رالېږلې؛نو په دې کار نه خپه کېدل . ښځې به یې د مېړه په تقلید له هغه غچ اخسته؛نو مړونو به یې په دې عمل سترګې پټولې او بې غيرتي به يې زغمله .”

هو! دا د هغوی د ژوند بېلګې وې،چې ختیځ تل د ګڼ ښځي په نه بښوونکي ګناه تورنوي او د ختیح اوبه او هوا،په اصطلاح ددې غیر انساني عمل مسوول ګڼي؛خو د هغوی اوبه او هوا کله هم له مېرمنې سره د بې وفايۍ او له یوښځې څخه د تېروتنې اجازه نه ورکوي!

پاتې دې نشي،چې په لوېديځوالو کې د مشروع ګڼ ښځي نشتوالې که ښه وي او که بد، د مسیح په دین پورې اړه نه لري . په اصل کې د مسیح په دین کې د ګڼ ښځي د منع په هکله کوم نص نشته،دا چې حضرت عیسی (ع) د تورات مقررات تایید کړي او په تورات کې ګڼ ښځي په رسمیت پېژندل شوې؛نو باید ووایم،چې د مسیح په دین کې په ګڼ ښځي سپارښتنه شوې ده،ان ویل کېږي،چې پخوانیو مسیحیانو ګڼې ښځې درلودې؛نو په قانوني او شرعي بڼه له ګڼ ښځي د لویدیځوالو ډډه نورعلتونه لري .

 میاشتېنۍ جامې

د ښځې میاشتینۍ جامې او په دې موده کې د سړي د اړتیاوو نه پوره کول او له ماشوم راوړنې د ښځې ستړیا او له مېړه سره له کوروالي ډډې ته کېدنه او د اولاد رورنه؛نو ځینو دا چارې د ګڼ ښځي لاملونه انګېرلي دي .

ویل دورانت وايي:” په لومړنیو ټولنو کې ښځې په چټکۍ زړېدې؛ځکه یې سړي له نورو ښځو سره کوروالي ته هڅول،چې پخپله د اوږدې مودې لپاره د ماشومانو روزنه او پالنه وکړي او له دې لارې ژر دوه ځانې نشي،بې له دې ،چې د خپلو مړونو د نسل راوړنې لېوالتیا ټکنۍ کړي او يا شهوت یې راکم کړې وي . غالباً دا لیدل شوي،چې لومړۍ مېرمن به خپل مېړه دې ته هڅاوه،چې بله ښځه وکړي،چې کار يې سپک شي او بله ښځه ځان ته نور ماشومان راوړي او ګټنه او شتمني یې زیاته شي.”

بېشکه میاشتېنۍ جامې او همداراز د ډېرو ماشومانو له زېږونود ښځې ستړیا،ښځه او سړی له جنسي اړخه له ناورته وضع سره مخوي او ددې لاملېږي،چې سړی بلې ښځې ته مخه کړي؛خو پورتني دوه علتونه په یوازې ځان د ګڼ ښځي د دود لامل نشي کېدای؛خو دا چې سړي ته اخلاقي یا ټولنیز خنډ وي،چې ونشي کړای له بلې معشوقې یا آزادې ښځې له لارې د خپل هوس پر اور یخې اوبه تويې کړي؛نو پورتنی هر لامل به هغه وخت پکې اغېزمن و،چې سړي په هوسبازۍ کې پوره آزادي نه درلوده .

 د ښځې د ماشوم زېږونې د پېر لنډوالی

د ځینو په اند د سړي پرخلاف،د ښځې د ماشوم زېږونې د پېر لنډوالی او دا چې ډېر ژر پر شا ځي یا شنډېږي؛نو دا هم د ګڼ ښځي د دود په پېدا کېدو کې یو علت دی . احیاناً ښځه دې عمر ته رارسېده،حال دا چې سړي ته یې بسیا ماشومان نه و راوړي یا مخکېني ماشومان یې غورځولي ول .

اولاد ته د پلار لېوالتیا او پردې سربېره، لومړۍ مېرمنې ته یې د طلاق د نه ورکولو لېوالتیا ددې لامل شوې،چې سړی دویمه او درېمه ښځه وکړي؛لکه څرنګه،چې د لومړۍ ښځې شنډوالی هم د بلې ښځې په کولو کې یو لامل دی .

 اقتصادي لاملونه

ګڼ ښځي ته یې اقتصادي جرړې هم يادې کړي او ویلي يې دي،چې د نن پر خلاف،په پخوانیو وختونو کې زياتو ښځو او اولادونو له اقتصادي اړخه سړي ته ګټور ول . سړي له خپلو اولادونو او ښځو؛ لکه د مریانو کار اخسته او احیاناً خپل اولادونه یې پلورل هم . د ډېرو وګړیو د مریتوب جرړه په جګړه کې یې بندیتوب نه؛بلکې پلرونو یې بازار ته د پلورنې لپاره راوړل .

دا اړخ کېدای شي د ګڼ ښځي علت وګنل شي؛ځکه سړی، چې ښځه رسمي خپله مېرمن وګڼي؛نو یوازې له دې لارې د ډېرو اولادونو له ګټې برخمنېدای شي.د معشوقې او ازادې ښځې ساتل دا ګټه نشي برابرولای؛خو لکه څرنګه چې پوهېږو دا علت هم په ټولو ځایونو کې،چې ګڼ ښځي رواج درلود د منلو وړ نه دی .

که فرض کړو،چې لومړنیو ملتونو همدې موخې ته دا کار کاوه؛خو ټول ملتونه دا شان نه ول . په پخوانۍ نړۍ کې معمولا هغو ګڼې ښځې کولې، چې تجملاتي ژوند یې درلود؛لکه باچايان،امیران،سرداران، ملایان او سوداګر او لکه څرنګه،چې پوهېږو دې پوړو له ښځو او اولادونو اقتصادي ګټنه نه کوله .

 د شمېر او ټبر لامل

د ډېرو اولادونو درلودل او د کورنۍ ګڼ مېشتي هم په خپل وار په ګڼ ښځي کې بل لامل و.یو اړخ،چې ښځه او سړی له بېل حالت سره مخوي دا دی،چې يوه ښځه کم اولادونه راوړي که يو مېړه ولري يا څو؛خو که سړی ګڼې ښځې ولري؛نو ګڼ شمېر اولاد راوړای شي . ممکن یو سړی په یوازې ځان د سل ګونو ښځو له لارې په زرګونو اولاد راوړي .

د نن پر خلاف،په پخوانۍ نړۍ کې ګڼ شمېري مهم ټولنیز لامل ګڼل کېده . ټبرونو او طایفو د ګڼ شمېرنې په موخه او دا چې شمېره یې راکمه نشي؛نو له هرې وسیلې یې کار اخسته. ددې خلکو له ویاړنو دا وه،چې ټبر یې ګڼ مېشتی دی؛نو څرګنده ده،چې ګڼ ښځي د ډېرو اولادونو د زېږونې يوازېنې وسیله وه.

 پر سړیو د ښځو د شمېر ډېروالی

د ګڼ ښځي وروستى لامل،چې ضمناً له مهمو لاملونو هم دی،تر سړیو د ښځو د شمېر ډېروالی دی . د انجونو زوکړه تر هلکانو ډېره نه وه او نه ده. احیاناً که په ځینو ځمکو کې تر هلکانو د انجونو زوکړه ډېره وي؛نو پرعکس په ځینو نورو کې د هلکانو زوکړه ډېره ده. دا چې د ښځو شمېره تر سړیو ډېره ده،علت یې دا دی،چې تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر و او دی او د سړیو د سر د زیان لوړوالی تل ددې لامل شوی او کېږي،چې د یوښځي په بڼه کې ډېری ښځې له قانوني مېړه،کور،ژوند او مشروع اولاده بې برخې شي .

دا چې په لومړنیو ټولنو کې دا شان و؛نو پکې د ویینې ځای نشته، مخکې مو هم له “ویل دورانته” نقل کړل،چې:” په لومړنیو ټولنو کې دا چې سړي ښکار او جګړې ته تلل؛نو د سړي ژوند په ګواښ کې و؛ځکه نو تر ښځو،سړيو ډېر د سر زیان لیده. تر سړیو د ښځو د شمېر لوړوالی ددې سبب شو،چې ګڼ ښځي دود شي او یا دا چې ځینې ښځې بې مېړه پاتې شي.”

 د علتونو او لاملونو څېړل

هغه علتونه او لاملونه ،چې له تاریخي اړخه د ګن ښځې منشا او جرړه یې فرضولای شو، همدا ول،چې وویل شول؛خو لکه څرنګه چې ولیدل شو،ځینې علتونه په واقع کې علت نه و او هسې د ګڼ ښځي د علتونو په لیکه کې راغلي دي؛لکه اوبه او هوا،له دې،چې تېر شو له درې ډوله علتونو سره مخېږو:

لومړی : دا چې سړي ګڼو ښځو ته مخه کول خپل اغېز درلودلى وي؛ خوسړي ته دا چار روا نه ګڼل کېده ؛نو ګڼ ښځي یوازې د زور،ظلم او استبداد اړخ درلود . اقتصادي اړخ یې هم وویل شو. څرګنده ده،چې د زوی پلورل د بشر تر ټولو وحشیانه او ظالمانه کار دی او دې وحشیانه او ظالمانه موخې ته ګڼې ښځې کول هم د خپل د عمل په څېر نامشروع دي .

دویم ډول یې له حقوقي اړخه د څېړنې وړ دی او سړي او ټولنې ته جواز شمېرل کېدای شي؛لکه د ښځې نه لنګوال یا شنډوالی او سړی اولاد ته اړتيا لري يا ټبر او هېواد يې ډېرمېشتۍ ته اړتیا لري . په ټولیز ډول طبیعي علتونه،چې ښځه او سړی د جنسي اړتیاوو د پوره کونې او يا د اولاد زېږونې له اړخه له نابرابره حالت سره مخوي؛نو دا کړای شي له حقوقي اړخه ګڼ ښځي ته جواز وپتېیل شي.

درېم علت،تر سړیو د ښځو د شمېرې ډېروالی دی . که په پخوانۍ نړۍ کې وه او یا هم په نننۍ کې . تر دې مخکې،چې دا چار سړي یا ټولنې ته د ګڼ ښځي جواز وګڼل شي،تر هر څه مخکې د ښځې حق او د سړي او ټولنې پر غاړه یو ډول مکلفيت دی .که فرض کړو،چې په تېر وخت یا په اوسني وخت کې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو له سړیو ډېره شي او یو ښځي هم د واده يوازېنى قانون وي او یوه ډله بې مړوښه د کورني ژوند له جوړېدو بې برخې شي؛نو څوښځي د بې برخو ښځو حق دی او د واده شویو سړیو او ښځو پر غاړه یو ډول مکلفيت ګڼل کېږي .

د واده حق د بشري حقوقو خورا طبیعي حق دی . په هېڅ نوم هم بشر له دې حقه بې برخې کېدای نشي . د واده حق هغه حق دی،چې هر وګړی یې پر خپلې ټولنه لري .

لکه څرنګه،چې د کار،خوړو،کور،ښوونې او روزنې او ازادۍ حق د بشر اصلي او لومړني حقوق دي او په هیڅ نوم یې ترې نشو اخستای؛نو واده هم طبیعي حق دی او چې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو له سړیو ډېره شي؛نو د یوښځې د واده د قانون انحصار له دې طبیعي حق سره په ټکر کې دی؛نو دا قانون د بشر د طبيعي حقوقو پر خلاف دی .

دا خو په پخوا پورې اړه لري،اوس باید څه ووایو؟ د ګڼ ښځو د اجازې علتونه او همداراز هغه علت،چې ګڼ ښځي ته د ښځې د حق په نامه رسمیت ورکوي،په دې وخت کې شته که نه؟ که فرض کړو،چې دا علتونه وي،د مخکېنۍ ښځې د حق په هکله دې څه ووایو؟

په ګڼ ښځي کې د ښځې حق

ګڼ ښځي،د ښځو د حق په توګه ګڼل کېږي . ددې ادعا اثبات ته دې دوه سرېزې روښانه شي : یو دا چې جوته شي،د غوڅو اوڅرګندو شمېرو له مخې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو سړیو ډېره ده او که داسې وي؛نو د بشري او انساني حقوقو له اړخه به ددې لامل شي،چې بې برخې شوې ښځې به پر واده شويو سړيو او ښځو يو حق پيدا کړي .

د لومړۍ څرګندونې له مخې : له نېکه مرغه په دې برخه کې په نننۍ نړۍ کې نسبتاً سمې شمېرې شته . د نړۍ ټول هېوادونه په هرو څو کلونو کې یو ځل سر شمېرنه کوي . دا سر شمېرنې په ځينو پرمختللیو هېوادونو کې په دقیق ډول ترسره کېږي،نه یوازې دا چې د نر او ښځې ټولیزه شمېره؛بلکې په بېلابېلو عمرونو کې د دواړو جنسونو د نسبت شمېره ترې هم لاس ته راځي . د ساري په ډول : روښانېږي،چې له شلو تر څلورویشتو کلو د هلکانو او انجونو شمېره څومره ده او همدا شان د نورو عمرونه هم معلومېږي . ملګري ملتونه د نفوس شمېرنې په کلنۍ کې دا شمېرنې خپروي .

دې ټکي ته مو پام وي،چې زموږ ددې ادعا لپاره دا بسیا نه ده،چې د یو هېواد د نرانو او ښځو ټولیزه شمېره څومره ده،څه چې اړین او ګټور دي دا دي،چې واده ته چمتو د ښځو او سړیو د شمېرنې نسبت څومره ده . غالباً واده ته چمتو د سړیو او ښځیو نسبت د نرانو او ښځو له ټولیز نسبت سره توپیر لري،چې دوه علتونه لري : یو دا چې انجونې تر هلکانو ژر بلوغ ته رسي؛ځکه معمولا د نړۍ په قوانینو کې د انجلۍ د واده قانوني عمر تر هلکانو ټیټ دی او په نړۍ کې ډېری ودونه د هغو سړیو او ښځو ترمنځ کېږي،چې سړی په منځني ډول پینځه کاله تر ښځې مشر وي .

بل بنسټیز او مهم علت دا دی،چې تر هلکانو د انجونو زوکړه ډېره نه ده او احیاناً په ځینو هېوادونو کې د هلکانو زوکړه ډېره ده او دا چې تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر دی؛نو دا چار د واده په عمرکې انډول خرابوي او کله هم په څرګند ډول ډېرېږي او واده ته چمتو د ښځیو شمېره واده ته تر د چمتو له سړیو ډېرېږي او ممکن د یو هېواد نرانو ټولېزه شمېره د ښځو له ټولېزې شمېرې سره یو شان یا ترې پورته وي؛خو واده ته چمتو پوړ؛یعنې هغه پوړ،چې د واده قانوني عمر ته رسېدلي وي،پرعکس وي .

“اشلي مونتاګو” په خپل کتاب “ ښځه غوره جنس” کې بې ځايه هڅه کړې،چې سینګار ته د ښځې لېوالتیا له ټولنیزو لاملو له کبله وښيي او په دې حقیقت منښته کوي، وايي: په ټول عالم کې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر سړیو لوړه ده.

تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته په المان کې نا واده شوې ښځې د قانوني مېړه او کورنۍ له درلودو بې برخې شوې،دوی رسماً د المان له دولته وغوښتل،چې د یوښځې قانون لغوه او ګڼ ښځي ته اجازه ورکړي، دولت د یو رسمي غوښتنې په ترڅ کې د “الازهر” له اسلامي پوهنتونه ددې کار فرمول وغوښت او بیا کلیسا له دې خبره شوه او له دې غوښتنې سره یې مخالفت او ځېل وکړ او ډېری ښځې یې له واده کولو بې برخې کړې او د ګڼ ښځي پر ځای یې فحشا خپرېدنه غوره کړه،یوازې دلیل یې دا وه،چې دا فرمول ختیځ او اسلامي دی .

 واده ته چمتو؛ تر سړیو د ښځو شمېر ډېره ده

ددې چار علت څه دی؟ دا چې تر هلکانو د انجونو زوکړه ډېره نه ده؛نو ولې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر سړیو ډېره ده؟

علت یې روښانه دی،د سړیو د سر زیان تر ښځو ډېر دی او دا زیان په هغه عمرونو کې پېښېږي،چې سړی باید د کورنۍ پالندوی وي . که ټولو پېښو ته ځیر شو؛ لکه جګړې، ورکېدنې،راپرېوتنې،تر خاورو لاندې کېدل،ټکرونه او نور؛نو وینو چې په دې ټولو کې د سړي د سر زیان ډېر دی او ښځه پکې لږه تر سترګو کېږي.که د انسان له انسان سره یا له طبیعت سره مبارزه وي؛نو دا سړی دی،چې پکې زیان ویني.

که یوازې جګړو ته ځیر شو؛نو د تاریخ تر لومړۍ ورځې داسې ورځ نه وه،چې د نړۍ په څو برخو کې نښتې نه وي او سړیو ته پکې د سر تاوان نه وي اوختې،بسیا دي،چې پوه شو د ودونو په عمرکې دا توازن ولې له منځه ځي . د صنعت په پېر کې د جګړو د زیانونو شمېر د بزګرۍ تر پېره سل ګرایه دی . په دوو نړيوالو جګړو کې اویا میلونو انسانانو ته د سر زیان واوخوت او دا شمېره د هغو جګړو له زیانو سره برابره ده،چې په څو پېړیو کې شوي دي .

ویل دورانت وايي:” ددې عادت (ګڼ ښځي) په له منځه تللو کې څو لاملونو لاس درلود،د بزګرۍ ژوند،چې ثابت حالت لري،چې د سړیو سختۍ یې راکمې کړې او ګواښونه هم راکم شول؛ځکه د سړیو او ښځو شمېره سره برابره شوه.”

د ویل دورانت دا خبر ه ډېره عجیبه ده،که د سړي د سر زیان یوازې له طبیعت سره په مبارزې پورې تړلى وي؛نو په دې اړه د ښکار او بزګرۍ د پېرونو ترمنځ خورا توپیر دی،حال دا چې د سړي د سر زیان ډېری په جګړو کې و،چې د بزرګرۍ په پېر کې تر ښکار لږ نه وه او بله دا چې سړي، ښځه تر خپلې څارنې لاندې نیوه او سخت او خطرناک کارونه یې پخپله کول؛نو د ښکار د پېر په څېر د بزګرۍ په پېر کې هم دا انډول نه و.

ویل دورانت د ماشیني او صنعتي پېر نوم نه اخلي،حال دا چې په دې پېر کې د سړیو د سر زیان تر ټولو ډېر دی او دا انډول پکې له منځه تللی دی .

 د ناروغیو پر وړاندې د ښځمنو ډېر مقاومت

بل علت،چې تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر دی،دا دی،چې د ناروغیو پر وړاندې تر ښځو د سړیو مقاومت لږ دی او دا موضوع د علم په پرمختګ سره موندل شوې ده او د ناروغیو له کبله تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر دی .

په یوه مقاله “ ښځه په سیاست او ټولنه کې” راغلي ول :” له علمي اړخه د ښځې طبیعت د سړي په طبیعت غورای لري . د ښځې X کروموزم د سړي تر Y کروموزمه مضبوط دی؛نو تر سړي د ښځې عمر ډېر دی،تر سړي د ښځې منځنې عمر ډېر دی،ښځه عموما تر سړي ښه روغتیا لري او د ناروغیو پر وړاندې یې مقاومت هم ډېر وي او ژر یې درملنه هم کېږي او د پېښو پر وړاندې یې مقاومت هم ډېر دی،په اوس وخت کې معلومه شوې،چې د نښتې پر مهال،تر سړي،ښځې ډېر ښه د زندان سختې زغملي دي، تقریباً په ټولو هېوادونو کې تر ښځو د سړیو ځان وژنې درې ګرایه دي .”

د ناروغیو پر وړاندې د ښځې ډېر مقاومت ښايي ددې لامل شي،چې فرضاً یوه ورځ سړی،ښځه د جګړې ډګر ته راوباسي او خپل غچ ترې واخلي او خطرناکو چارو ته یې ورمخې ته کړي،چې د سر زیان یې لوړ شي؛نو د ناروغیو پر وړاندې د ښځې ډېر مقاومت له لارې به دښځې او نر ترمنځ توازن بیاهم پاتې نشي.

دا ټول د لومړۍ سريزې په اړه ول،چې واده ته چمتو د ښځیو شمېره واده ته تر چمتو سړیو ډېره ده؛ نوجوته شوه،چې واقعاً دا شان حقیقت شته او دا هم جوته شوه،چې علت یې څه و او دا علتونه د بشر د تاریخ له پیله تر دې دمه شته دى .

 په څوښځي کې د ښځې حق

راځو دویمې سرېزې ته . دا چې واده ته چمتو د ښځیو شمېره واده ته تر چمتو سړیو ډېره ده؛نو دا حالت ناواده ښځې ته “حق” او واده شویو ښځیو او سړیو ته “دنده” رامنځ ته کوي .

دا چې واده د بشري حقوقو تر ټولو طبیعي حق دی،پکې شک نشته. هر څوک حق لري کورنى ژوند ولري،مېړه،ښځه او اولاد ولري؛لکه څرنګه چې حق لري،کار وکړي،کور ولري،له ښوونې او روزنې برخمن شي،له روغتیا ګټنه وکړي او امنیت او ازادي ولري . ټولنه نه یوازې دا،چې ددې حقوقو په لاس ته راوړو کې دې خنډ رامنځ ته نه کړي؛بلکې ددې حقوقو د لاس ته راوړو لاره چاره دې هم برابره کړي .

زموږ په اند د بشر د حقوقو د اعلامیې ستره نیمګړتیا دا ده،چې د واده حق ته یې پاملرنه نه ده کړې،دا اعلامیه د آزادۍ او امنیت حق،اغېزمنو ملي محاکمو ته د تګ حق،د تابعیت او ورته د شا کونې حق،له هر توکم و دینوال سره د واده حق،د مالکیت حق،د اتحادیې حق،د استراحت، فراغت ښوونې او روزنې حق یادوي؛خو د واده د حق او د قانوني کورنۍ د درلودو د حق خبره پکې نه ده شوې.

دا حق په ځانګړي ډول د ښځې له اړخه ډېر اهمیت لري؛ځکه ښځه د سړي تر درلودو مخکې کورنۍ ته اړتیا لري . مخکې مو وویل : ‏سړي ته واده ډېر توکیز؛خو ښځې ته مانیز او عاطفي اړخ لري .که سړی کور له لاسه ورکړي؛نو د فحشاء له لارې لږ تر لږه خپلې اړتیاوې پوره کولای شي؛خو ښځې ته د کورنۍ اهمیت ډېر دی .که ښځه کور له لاسه ورکړي؛نو د فحشاء له لارې نشي کړای،چې ان خپلې لږې مانیزې او توکیزې اړتیاوې هم برابرې کړي .

سړي ته د واده حق؛یعنې د غریزې اشباعول،د مېرمنې درلودل او د قانوني اولاد درلودل دي؛خو ښځې ته پر دې ټولو سربېره،واده؛یعنې داچې د ملاتړي او د عواطفو د ډډې درلودل دي .

اوس د پورتنیو دو مقالو تر اثبات وروسته :

۱- تر سړیو د ښځو شمېره ډېره ده.

۲- د واده حق یو طبیعي بشري حق دی.

پایله دا ده : که یوښځي د واده يوازېنى قانون وي؛نو عملاً د ښځو ډېری ډلې له خپل طبیعي انساني حقه (د واده کولو له حقه) بې برخې کېږي . د ځانګړو شرايطو په درلودو،یوازې د ګڼ ښځي د قانون په سپارښتنه دي،چې دا طبیعي حق بېرته راژوندی کېږي .

دا د روڼ آندو مسلمانو مېرمنو دنده ده،چې خپل رښتینې شخصیت وپېژني او د ښځې له حقه حقوقو د ملاتړ په نامه،له اخلاقو څخه د ملاتړ په نامه،د بشر له کهوله د ملاتړ په نامه،د بشر تر ټولو د طبیعي حق په نامه،په ملګرو ملتونو کې د بشر د حقوقو کمیسیون ته دې وړاندیز وکړي؛لکه څرنګه،چې اسلام په سولیز-منطقي شرایطو کې ویلي؛نو د ګڼ ښځي حق دې د بشر د حقوقو د حق په نامه په رسمیت وپېژني او له دې لارې دې ښځې او اخلاقو ته ستر خدمت وکړي؛نو دا دې ګناه ونه ګڼل شي،چې دا فورمول له ختیځه راغلی او لویديځ دې له ختیځه لاروي وکړي .

د راسل څرګندونه

برتراند راسل؛ لکه،چې مخکې مو هم وویل،دې ټکي ته یې پام دی،که یوښځي د واده يوازېنى قانون وي؛نو ډېری ښځې به بې برخې کړي؛نو د هوارۍ لار وړاندیزوي؛خو کومه لار؟ډېر ساده وايي : دا چې دا ښځې له اولاد درلودو بې برخې نشي؛نو اجازه دې ورکړ شي،چې سړي ښکار کړي او بې پلاره ماشومان دې راوړي او دا چې ښځه دوه ځانې شي؛نو دا مهال مادي مرستې ته اړتیا لري او د پلار د نفقې په نامه دې ورسره مرسته وشي او دولت ‏دې له دې اړخه د پلارځایناستی شي او له دا ډول ښځو سره دې وټیزې-اقتصادي مرستې وکړی . راسل وايي:” په اوسني انګلستان کې پر سړیو دوه میلونه ښځې ډېرې دي او د (یو ښځې) د دود له مخې دې تل ناواده پاتې شي،چې دا ورته ستر بې برخیتوب دی . پوره واده(یوښځي) د ښځو او سړیو د تقریبي برابرۍ پر فرض دی،په کوم ځای کې،چې برابري نه وي، د هغه کسانو په هکله ډېره دښمني کېږي، چې د ریاضي د حکم له مخې باید ناواده پاتې شي او که د ګن مېشتۍ په خیال کې وسو؛نو دا دښمني بې له خصوصي اړخه ،له عمومي اړخه هم جایزه ده.”

دا د هوارۍ هغه لار ده،چې د شلمۍ پېړۍ یو فیلسوف یې د ټولنیزې ستونزې هوارۍ ته وړاندې کوي او د اسلام د هوارۍ لار مو هم وویله. اسلام وايي : دا ستونزه داسې هواره کړﺉ : هغه سړی،چې له مالي ، اخلاقي او جسمي اړخه په تول پوره وي؛نو دویمه ښځه دې وکړي او ددې او لومړنۍ ښځې او همداراز ددې ښځې او لومړنۍ ښځې ترمنځ دې هیڅ ډول تبعیض او توپیر نه کوي او لومړنۍ ښځه دې د ټولنیزې دندې په نامه دې ښځې ته له خپل حقه تېره شي او سرښندنه دې ورسره وکړي؛خو د شلمې پېړۍ فیلسوف وايي : بې برخې ښځې دې د واده شویو ښځو مړونه ښکار کړي او هغه بې پلاره اولاد،چې له دې لارې زېږېږي، دولت دې يې پالنه وکړي . ددې شلمې پېړې د فیلسوف په اند واده ته د ښځې اړتیا یوازې له درې اړخونو ده : له جنسي اړخه،چې د ښځې په هوښیارتیا او دلربايۍ په ښه توګه برابرېدای شي،بل د اولاد له اړخه ده،چې د غلا له لارې برابرېدای شي او درېم له اقتصادي اړخه دی،چې د دولت له لارې دې چمتو شي. ددې فیلسوف په اند څه چې اهمیت نه لري دا دي،چې ښځه د مېړه صمیمانه عواطفو ته اړتیا لري، ښځه دې ته اړتیا لري،چې د سړي تر ملاتړ لاندې وي او ورسره یې اړیکه یوازې جنسي اړخ ونه لري . بله موضوع،چې ددې فیلسوف په اند اهمیت نه لري، د هغه ماشوم پرېشانه وضع ده،چې له دې لارې زېږېږي . هر ماشوم؛بلکې هر انسان پېژندل شوي موروپلارته اړتیا لري . تجربې ښوولې : د بې پلاره ماشوم مور له داشان ماشوم سره مینه نه کوي . د مینې دا کمبود له کومه برابر شي؟ ایا دولت یې برابر ولای شي؟

ښاغلی راسل خواشینی دی،که وړاندیز یې قانوني نشي؛نو ډېری ښځې به شنډې پاتې شي؛خو په خپله “راسل” ښه پوهېږي،چې د انګلستان ناواده ښځې د داسې قانون د زغملو وس نه لري،عملاً یې په خپل سر د ناواده شویو او بې پلاره ماشومانو ستونزه هواره کړې او د رسنيو له مخې په هرو لسو انګرېزانو کې يو يې ارمونى دى .

ګڼ ښځي منع؛خو همجنس بازي روا ده؟

د انګلستان دولت د راسل د څرګندونې پر خلاف عمل وکړ،ددې پر ځای،چې د ناواده شویو ښځو تکلیف روښانه کړي او په سړیوکې ورته حق په پام کې ونیسي ؛نو داسې کار یې وکړ،چې ښځې یې نورې هم له سړیو بې برخې کړې او د همجنس بازۍ قانون یې تصویب کړ .اوسمهال په انګلستان کې ګڼ ښځي منع؛خو همجنس بازي پکې روا ده .

خواشینې یم،چې ولې زموږ خلکو خپل منطق-سول له لاسه ورکړی دی؟ ولې ځوانانو او لوستو مو د شننې واک له لاسه ورکړی؟ولې یې ځان بایللى؟ دا چې په خپل لاس کې یې مرغلره وي او د نړۍ له هغه کونجه خلک ووايي،چې په لاس کې دې مرغلره نه؛بلکې مټاک غوز دی؛نو دوى یې هرومرو مني او لرې یې غورځوي؛خو که د پر دیو په لاس کې مټاک غوز وي او دوی ته وویل شي،چې دا مرغلره ده؛نو مني یې او ورپسي لېوني سپېلني کېږي؟

ایا سړی د “څو ښځي” طبیعت لري؟

له دې به هک پک شئ،که واموورېدل،چې د لویديځو فیلسوفانو او ارواپوهانو دوديزه ګروهه دا ده،چې سړی له “څو ښځي” طبیعت سره پنځول شوى او یو ښځي یې د طبیعت پر خلاف ده.

ویل دورانت په خپل کتاب “د فلسفې خوندونه ۹۱ مخ” کې له جنسي اړخه د نننیو اخلاقي کړکېچونو په هکله لیکي : “ سړی،ذاتاً د څو ښځي طبیعت لري او یوازې تر ټولو مضبوط اخلاقي قیودات، بیوزلۍ، سخت کار او د خپلې مېرمنې کلکه څارنه کړای شي،یوښځي پر سړي وروتپي.”

په یوه مقاله”ایا سړی طبیعاً خیانتکار دی؟” کې راغلي ول :” المانی پروفیسر اشمید ويلي : د تاریخ په اوږدو کې سړی تل خیانتکار و او ښځه په خیانت پسې روانه وه،ان په منځنۍ پېړیو کې هم ۹۰ سلنه ځوانانو خپلې معشوقې بدلولې او ۵۰ سلنه واده ورته شویو سړیو له خپلو مېرمنو سره خیانت کاوه. نامتو امریکايي څېړونکي رابرت کینزي په خپل راپور کې کښلي: په خیانت او بې وفايۍ کې د امریکا ښځو او سړیو پر نورو ملتو پښه وراړولې ده. د سړي پر خلاف ښځه په مینه او خوند کې له تنوع لټونې بېزاره ده؛ځکه ځینې وخت د سړي په چلن نه پوهېږي؛خو سړی له تنوع لټونې خوند اخلي او هغه ته عاطفي او اروايي نه؛بلکې جسمي خوند مهم دی .سړی تر هغه د عاطفي او اروايي چلن پېښې کوي،چې جسمي خوند یې نه وي تر لاسه کړی،یوه ورځ راته یو مخور ډاکتر وویل : د سړي پولیګام والی( تنوع دوستي او ګڼ غوښتنه) او د ښځې مونوګام والی( انحصارغوښتنه او یو پوهنه) یو څرګند چار دی؛ځکه په سړي کې په میلونونو سپرمونه تولیدېږي،حال دا چې ښځه د چمتووالي پر مهال له تخمدانه یوازې یوه هګې تولیدوي . بې د کینزي له فرضیې،بده نه ده،چې ځان وپوښتو،ایاسړي ته دا ستونزمنه ده،چې وفادار اوسي؟ فرانسوی هانري دومنترلان ددې پوښتنې په ځواب کې لیکي : دا ورته ستونزمنه نه؛بلکې ناشونې ده،یو ښځه یو سړي ته او یو سړی ژوند او ټولو ښځو ته پنځول شوی دی .که سړی له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي،په دې ګرم نه دی،خلقت او طبیعت ګرم دی،چې د خیانت ټول لاملونه یې پکې رامنځ ته کړي دي.”

په یوه مقاله “په فرانسوي دود مینه او واده” کې راغلي ول : “ فرانسوۍ ښځې او مېړه پخپل منځ کې د بې وفايۍ مسئله هواره کړې او ورته یې، قانون او حدود ټاکلي،که سړی له دې حدودو پښه هاخواکېنږدي؛نو خیانت یې کوم باک نه لري،ایا سړی تر دوه کالو ګډ ژوند وروسته وفادار پاتې کېدای شي؟ یقیناً نه!ځکه دا یې د طبیعت پر خلاف دي؛ خو د ښځو په هکله دا توپیر کوي او له نېکه مرغه هغوی له دې توپیره خبرې دي،که په فرانسه کې مېړه خیانت وکړي؛نو ښځه یې نه خپه کېږي؛ ځکه ځان ته ډاډ ورکوي،چې مېړه مې یوازې خپل بدن بل وړى او احساس،روح او زړه یې زما دی .”

بیولوژي پوه ډاکتر راسل لي وايي : دا چې سړی په یوه ښځه قناعت وکړي؛ نو د کمیت-څومره والي له اړخه نه؛بلکې د کیفیت- څومره والي له اړخه له نسل سره خیانت دی؛ځکه که سړی په یوې ښځه قناعت وکړي؛نو نسل به کمزوری شي،نسل په څو ښځي کې پياوړى کېږي .

زموږ په اند د سړي له طبیعته دا شان توصیف سم نه دی.ځانګړي ټولنیز حالتونه ددې اندیالو په ګروهه کې ونډه لري؛نه داچې د سړي طبيعت داسې دى؛البته مدعيان نه يو،چې ښځه او سړی له بيولوژيک او ارواپوهنيو اړخه ورته وضع لري،پرعکس ګروهمن یو،چې توپیر لري او خلقت له دې توپیرو څخه موخه لري؛نو د ښځې او سړي د انساني حقوقو تساوي ددې پلمه نشي،چې حقوق یې سره ورته او یک نواخته وګڼل شي.د یوښځي د روحیې له نظره په غوڅ ډول ښځه او سړی بېلابېلې روحیې لري . طبعاً ښځه یومړوخه ده او څو مړوخي یې د روحیې پر ضد ده. له مېړه څخه د ښځې د هیلو ډولونه له څو مړوخۍ سره اړخ نه لګوي؛خو سړی د یوښځي طبیعت نه لري،په دې مانا،چې څو ښځې یې د روحیې پر ضد نه ده،د ښځې له وجوده،چې سړی کومې هیلې لري؛نو څو ښځي ورسره نااړخه نه دى .

موږ له دې ګروهې سره مخالف یو،چې وايي د سړي روحیه له یوښځي سره اړخ نه لګوي؛خو له دې څرګندونې منکر یو،چې وايي،تنوع ته د سړي لېوالتیا د سمونې وړ نه ده.موږ له دې ګروهې سره مخالف یو،چې سړي ته وفاداري ناشونې ده او یوه ښځه،یو سړي ته او یو سړی ټولو ښځو ته پنځول شوى دی .

زموږ په اند په سړي کې د خیانت لاملونه خلقت او طبیعت نه؛بلکې ټولنیزو چاپېریالو رامنځ ته کړي دي . د سړي د خیانت مسئوول خلقت نه؛ بلکې ټولنیز چاپېریال دی . د خیانت لاملونه هغه چاپېریال رامنځ ته کوي،چې یو خوا ښځه هڅوي،خپل ټول هنر د پردي سړي ښکار ته وکاروي او بلخوا په دې پلمه،چې د واده قانوني بڼه یوازې یوښځي ده؛نو واده ته چمتو په میلونو ښځې د ښځې او مېړه له ګډه ژوند بې برخې کوي او د سړي ښکار ته یې ټولنې ته استوي .

په اسلامي ختیځ کې مخکې تر دې،چې د لویدیځ دود او آداب خپاره شي،۹۰ سلنه خلک رښتیني یوښځي وه،یوه شرعي مېرمن یې درلوده او کومه معشوقه یې نه درلوده،په رښتیني کلمه اختصاصي زوجیت په زیاترو اسلامي کورنیو واکمن و.

 “څو ښځي” د یوښځي” د ژغورنۍ لامل

هک پک به شئ که ووایم،چې څوښځي په اسلامي ختیځ کې د یو ښځي د ژغورنې تر ټولو مهم لامل و . هو! که داسې شرایط راشي،چې ګڼ ښځي ته پکې اړتیا وي او واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو له سړیو ډېره شي او د داسې ښځو د واده حق پر رسمیت ونه پېژندل شي او هغه سړیو ته د څوښځي اجازه ورنه کړ شي،چې اخلاقي،مالي او جسمي وړتیا لري؛نو د معشوقو ساتنه او ورسره مزې چړچې به د یو ښځي جرړه وچه کړي .

په اسلامي ختیځ کې له یوې خوا که ګڼ ښځي جایزه وه؛نو بلخوا دومره برمتوونکي لمسونې نه وې؛نو یوښځي په ډېری کورنیو واکمنه وه او د معشوقې ساتنې کار تر دې نه و رسېدلی،چې ورته فلسفه جوړه شي او ووايي،چې سړي څو ښځي طبیعت لري او سړي ته یوښځي ناشونې ده.

ممکن وپوښتی : د پوهانو په ګروهه،چې د طبعیت قانون سړی، څوښځي ګڼي او د ټولنې د قانون له نظره ګڼ ښځي غندي؛نو ددې دواړو قانونو ترمنځ د سړي دنده څه ده؟

ددې ښاغلیو په ښوونځي کې د سړي دنده روښانه ده : سړی دې قانوناً یوښځى او عملاً دې څوښځي وي،یوازې یوه قانوني او شرعي مېرمن دې ولري؛خو څومره معشوقې یې،چې زړه غواړي ساتلای یې شي. ددې ښاغلیو په اند د معشوقو ساتل د سړي،طبیعي،مشروع او څرګند حق دی او دا چې سړی په ټول عمر کې یوازې په یوې ښځه بسنه کوي؛نو دا یو ډول نامردي ده.

 د ویینې اصلي څېره

ګومان کوم،چې ګران لوستونکیو به دا مسئله درک کړي وي،هغه مسئله څه ده،چې د څو ښځي له اړخه بشر ته نوموتې وه او ده. مسئاله دا نه ده،چې ایا یوښځي غوره ده که څو ښځي. دا چې یوښځي غوره ده؛نو اړنګ نشته،چې یو ښځي؛یعنې کورنی اختصاص؛یعنې دا چې د ښځې او مېړه جسم او روح د یو بل دي . څرګنده ده،چې د مېړه او ښځې د ګډ ژوند روح،چې یووالی دی، په اختصاصي زوجیت کې په غوره او بشپړ ډول موندل کېږي .

هغه دوه لارې،چې بشر یې پر سر ولاړ دی دا نه ده،چې د یوښځې او څوښځې ترمنځ کوم یو یې غوره کړي . هغه مسئاله،چې بشر ورسره له دې اړخه مخ دى دا ده،چې د ټولنیزو اړتیاوو او په تېره بیا تر سړیو، واده ته چمتو د ښځو د شمېرې د ډېروالي له امله،یو ښځي عملاً په خطر کې لوېدلې ده.دا چې په ټولو کورنیو کې دې په مطلق ډول یوښځي وي؛ نو دا بې له افسانې بل څه نه دي . دلته دوه لارې لرو: یا دا چې ګڼ ښځي رسمیت ومومي یا دا چې د معشوقو ساتنه ډېره شي،په بله وینا : یا به څو متاهل سړي نورې ښځې وکړي،چې هرومرو له ۱۰ سلنو به یې شمېره پورته نشي او ناواده شوې ښځې به په کور شي او يا د معشوقو ساتنې لار پرانستل شي،چې په دې حالت کې به هر معشوقه له څو سړیو سره اړیکه ولري او ډېری متاهل سړي به عملاً څو ښځې ولري .

هو! دا د څوښځي د مسئلې سمه بڼه ده؛خو د لویدیځو لارو مبلغین چمتو نه دي،چې د مسئلې سمه بڼه طرح کړي،دې ته چمتو نه دي،چې حقیقت په ډاګه ووايي،دوی په رښتیا د معشوقو ساتنې پلویان دي او شرعي او قانوني ښځه په دې لار کې خنډ ګڼي او دا یوه هم زیاته ګڼي،دوه،درې یا څلور ښځې خو پرېږده،د واده له قیوداتو څخه په آزادۍ کې خوند لټوي‏؛خو پخپلو خبرو کې ساده ګانو ته ښيي،چې موږ د یوښځي ملاتړي یو او په معصومانه لحن وايي،موږ ددې پلویان یو،چې سړى دې یو مېرمن ولري او باوفا دې وي ،نه دا چې څوښځې ولري او بې وفا وي!

 د شلمې پېړۍ د سړي چل

د شلمۍ پېړۍ سړي په کورنیو حقوقو پورې اړوند مسایلو کې په دې توانېدلي،چې هر څه سرچپه وښيي او په ښایسته نومونو؛ لکه تساوۍ او ازادۍ ښځه وغولوي او د ښځې پر وړاندې خپلې ژمنې راکمې او خپلې مزې چړچې ډېرې کړي؛خو د ګڼ ښځي په مسئله کې یې دومره بریا لاس ته نه ده راوړې .

زه د ځینو لیکوالو په اثارو کې د ګن ښځي په اړه داسې څه ګورم،نه پوهېږم،چې ساده توب دى که اغفال؟ یو یې کښلي وو: “ اوسمهال په پرمختللیو هېوادو کې د ښځې و مېړه اړیکې د متقابلو حقوقي دندو پر بنسټ دي او ښځې ته څوښځي په هر شکل او نوم دومره ستونزمنه ده؛لکه سړی،چې وغواړي د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې خپل سيالان وزغمي.”

زه نه پوهېږم له دې مسئلې د داسې کسانو رښتینې انګېرنه همدا ده، چې هر څه سرچپه ښيي. ایا دوی رښتیا په دې نه پوهېږي،چې ګڼ ښځي له یوې ټولنیزې ستونزې راولاړه شوې،چې د واده شویو سړیو او ښځو په اوږو یې دروند بار ایښی دی او تر اوسه ددې ستونزې هوارۍ ته له ګڼ ښځي غوره پيدا شوې نه ده؟ ایا نه پوهېږي،چې په پټو سترګو کوم شعارونه ورکوي؛د یو درد درملنه هم نه ده،چې وايي:” یوښځي دې ژوندۍ وي او په څوښځي دې مرګ وي.” ایا په دې نه پوهېږي،چې ګڼ ښځي د سړیو نه؛بلکې د ښځو د حقوقو له برخې ده او د سړي او ښځې په مقابلو حقوقو پورې تړاو نه لري؟

خورا د خندا خبره خو دا ده،چې وايي : ښځې ته،ګڼ ښځي هماغومره ستونزمنه ده؛لکه سړى،چې وغواړي د ښځې او مېړه په ګد ژوند کې خپل سيالان وزغمي .

سره له دې،چې دا ناسمه پرتلنه ده،ښایي په دې نه پوهېږي،نننۍ نړۍ په وار وار له سړيو غواړي،چې د خپلې ښځې د مینې درناوى دې وکړي او د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې دې خپل سيالان وزغمي . نننۍ نړۍ دا ناخوالې د حسادت،تعصب،فناتیسم او نورو په نامه غندي .کاش کې ځوانانو مو لږ تر لږه د هغو بهېرونو له ژورو هم خبر وای، چې په دې اړه په لویدیځ کې تېرېږي .

جوته شوه،چې ګڼ ښځي د سړي له ذاتي طبیعته نه؛بلکې له ټولنیزې ستونزې راټوکېدلې ده.دا څرګنده ده که په هغو ټولنو کې،چې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو سړیو ډېره نشي؛نو ګڼ ښځي به له منځه ولاړه شي یا به راکمه شي‏ او که داشان شرایط رامنځ ته شي،چې ښځې پکې بې مړونو پاتې نشي؛نو په دې حالت کې ګڼ ښځي سمه او بسیا نه ده . دې موخې ته څو څیزونه اړین دي : لومړی ټولنیز عدالت،کار او بسیا ګټه،چې واده ته هر اړین سړی پرې کور جوړونې ته لاس پورې کړي او دویم د ښځې د ارادې ازادي او اختیار دی،چې پلار یا ورور یې په زوره کوم شتمن ته نکاح نه کړي . دا څرګنده ده،که ښځه ازاده او اختيارمنه وي او غير متاهل سره یې د واده شونتیا وي؛نو دا ښځه کله هم دې ته نه چمتو کېږي،چې بنه شي . دا د ښځې مشران دي، چې خپله لور خور د پیسو لپاره واده شوي شتمن ته په نکاح کوي او درېم دا چې لمسوونکي،کور وراني او برمتوونکي لاملونه ډېر نه وي. برمتوونکي لاملونه،ان متاهل ښځې د مړونو له کورونو د پردیو کورنو ته بوزي،پېغلې خو لا پر ځای پرېږده که ټولنه د سمونې په تکل کې وي او د رښتیني یوښځي د ژغورنې پلوۍ وي؛نو د پورته ویل شویو دریو لاملو په ساتنه کې دې هڅه وکړي که نه د ګڼ ښځي د قانون منع به فحشاء ته لار پرانېځي او بل کوم اغېز به ونه لري .

 له مړونو د بې برخو شویو ښځو کړکېچ

که واده ته چمتو د ښځیو شمېره تر واده ته چمتو سړیو ډېره وي؛نو د ګڼ ښځي منع له بشریت سره خیانت دی؛ځکه دلته یوازې د ښځو حق تر پښو لاندې کېدو خبره نه ده او که یوازې همدا خبره وه،چې د ځینو ښځو حقوق تر پښو لاندې دي؛نو بیا هم د زغم وړ ده، هغه کړکېچ،چې له دې لارې ټولنې ته رامنځ ته کېږي،تر بل هر کړکېچ خطرناک دی؛لکه څرنګه،چې کورنۍ تر بل هر مرکزه سپېڅلې ده.

ځکه هغه چې له طبیعي حقه بې برخې پاتې کېږي،د ښځې په نامه يو ژوندی موجود دی،چې ټول هغه غبرګونونه ښيي،چې بې برخې شوى ژوندى موجود يې ښيي؛يو انسان دى،چې په ناکاميو کې اروايي عوارضو او روحي کينې لري،ښځه ده له خپلو ټول چلونو سره؛ د “حوا” لور ده،چې د “آدم غولونې” پوره واک ورسره دى.

ښځه څه غنم او اوربشې نه دي که له لګښته ډېر شي؛نو په سیند کې به یې واچوي او یا یې بدې ورځې ته زېرمه کړي، تشه خونه او کور نه دی که اړتیا ورته نه وه؛قلف به يې کړې .

هو! ښځه یو ژوندی موجود دی،انسان دی،خپله حیرانووکي قوه به راښکاره کړي،چارې به ويجاړې او کورنۍ به ورانې کړي،کینې او غوټې به رامنځ ته کړي،د بشر به هغه وخت څه بده برخه وي،چې غریزه او کينه سره یو لاس شي .

له کورنیو بې برخې شوې ښځې به د سړي غولونې ته خپله وروستۍ هڅه کوي،چې سړی هم په دې برخه کې ډېر ښويېږي . ایا مطلب به همدلته پای ته ورسي؟نه! تر دې وروسته د کوروالا ښځو وار دی . هغه ښځې،چې خپل مړونه په خیانت کې ويني؛نو د غچ او خیانت فکر ورسره پیدا کېږي او دوی هم په سړي پسې ځي؛نو ددې چار وروستۍ پایله به څه وي؟پایله یې د “کینزي راپورت” په راپور کې راغلې وه،چې په یو جمله کې غورچاڼ شوې :” په بې وفايۍ او خیانت کې د امریکا ښځو او سړیو پر نورو ملتو پښه اړولې ده.”

وینئ،چې یوازې د سړي په فساد او کوږوالي پای نه مومي، په پای کې ددې اور لمبه واده شویو ښځو ته هم رسي .

 د ښځو د ډېروالي په برخه کې بېلابېل غبرګونونه

تل په بشري ژوند کې د ښځې نسبي ډېروالی و؛خو پر وړاندې يې غبرګونونه بېلابېل ول،چې ټولنې ته ستونزه رامنځ ته کوي . هغه ملتونه،چې روح یې له تقوا او پاکلمنۍ سره ډېر تړاو لري؛نو د سترو اسماني ادیانو په مشرۍ یې دا ستونزه په ګڼ ښځي هواره کړې او هغه ملتونه،چې تقوا او پاکلمني یې له روحیو سره څه اړخ نه لګوي ؛نو دا یې فحشاء ته یوه وسیله ګرځولې ده.

په ختیځ کې ګڼ ښځي نه د اسلام له دینه راټوکېدلې او نه په لویدیځ کې ورته شا کونه د مسیح په دین پورې اړه لري؛ځکه په ختیځ کې تر اسلام مخکې هم ګڼ ښځي دود وه او شرقي ادیانو جایز ګڼلې وه او په اصل کې د مسیح په دین کې هم د ګڼ ښځي د منع په هکله کوم نص نشته او چې څه دي د مسیح په دین پورې؛نه بلکې په لویدیځو ملتونو پورې تړاو لري . هغه ملتونه،چې د فحشاء پر لار تللي؛نو یوښځي ته یې تر هغو ملتو ډېر تاوان رسولى،چې د ګڼ ښځي سپارښتنه کوي .

ډاکتر محمد حسین هیکل په خپل کتاب “ د محمد(ص) ژوند” کې د قرآن د آیتونو تر يادولو وروسته د ګڼ ښځي په هکله لیکي : “ دا آیتونه په یوې ښځه بسنه غوره ګني او وايي،که وېرېږﺉ،چې په عدالت چلن نشئ کولای؛ نو یوه ښځه وکړﺉ . همداراز ټینګار کوي که په عدالت چلن نشی کولای؛خو په عین حال کې په ټولنیز ژوند کې ممکن داسې پېښې رامنځ ته شي،چې ګڼ ښځي ته پکې اړ شئ؛نوځکه یې هغه د عدالت په شرط روا ګڼلې ده. په هغو جګړو کې ،چې مسلمانان مړه کېدل او ښځې یې کونډې پاتې کېدې؛نوپېغمبر اکرم(ص) په دې طریقه عمل کاوه،تر جګړو،عمومي ناروغیو او اړ دوړ وروسته،چې په میلونونو انسانانو ته پکې د سر زیان رسي او ډېری ښځې بې مېړه پاتې کېږي؛نو ایا په رښتیا ویلای شو،چې په یوښځي بسنه تر څوښځي غوره دي،چې په استثنايي حالت کې د عدالت په مراعاتولو سره روا ګڼل شوې ده؟ ایا لویدیځوال دا ادعا کړای شي،چې تر نړيوالې جګړې وروسته په یوې ښځې بسنه عملاً پلې شوې ده؟

د څو ښځۍ ستونزې او نیمګړتیاوې

د ښځې او مېړه د ګډ ژوند نېکمرغي په خلوص، صمیمیت، تېرېدنه، سرښندنه او یووالي کې ده،چې دا هر څه په څو ښځۍ کې له خطر سره مخېږي .

د دوو میندو د اولادونو پر کړکېچنې وضع سربېره،خپله د سړي له نظره د ګڼ ښځي مسوولیتونه دومره درانده او ستړي کوونکي دي،چې ورته مخ کول ټولو خوشحالیو او سوکالۍ ته شا کول دي .

هغه کسان،چې له ګڼ ښځي خوښ دي؛نو په عمل کې له شرعي او اخلاقي مسوولیتو پښې سپکوي،یوې ته مخ او بلې ته شا کوي او د قرآن په تعبیر “کالمعلقه” یې پرېږدي،څه چې دا سړى ورته ګڼ ښځي وايي،په واقع کې له ظلم او جنایت سره یوځای یو ډول یوښځي ده.

په خلکو کې یو عام متل دی،”خدای یو؛نو ښځه هم یوه”. زیاتره سړي په همدې ګروهه وه او دي او که په رښتيا خوشحالي معيار او کچه ونيسو او مسئاله له وګړیز او شخصي اړخونو وسنجوو؛نو سمه ګروهه ده او که د ټولو سړیو په هکله رښتیني نه وي؛نو د زیاتره سړیو په هکله خو رښتیا ده .

که یو سړی وانګېري،چې له ټولو شرعي او اخلاقي مسوولیتو په منلو،ګڼ ښځي یې په ګټه ده او د سوکالۍ له اړخه به په دې برخه کې ګټنه وکړي؛نو سخت تېروتي دي.څرګنده ده،چې د خوشحالۍ په برابرولو کې تر څو ښځۍ ،یو ښځي غوراوي لري .

 سمه څېړنه

ګڼ ښځي،چې له شخصي او ټولنیزو اړتیاوو راټوکېدلې؛نو د سموالي او نه سموالي څېړنه یې په دې طریقه سمه نه ده،چې له یوښځي سره یې پرتله کړو.

سمه څېړنه یې په دې پورې اړه لري،چې علتونه او ایجابوونکي موجبات یې په پام کې ونیسو او ووینو،چې ورته د نه پاملرنې ناوړه پایلې یې څه دي او بلخوا هغو مفاسدو ته هم پاملرنه وکړو،چې خپله له دې مسایلو راټوکېږي،بیا،چې د مسئلې له دواړو خواوو کوم اثار او پایلې لاس ته راځي،ټولیزه محاسبه یې وکړو او یوازې په همدې صورت کې دا شان مسایل په واقعي بڼه طرح او تر څېړنې لاندې نیول کېږي .

توضیح ته یې یو مثال وایم . فرض کړﺉ غواړو،چې د اجباري عسکرۍ په اړه څرګندونه وکړو ،که یوازې د کورنۍ د ګټو له اړخه ورته ولیدل شي؛نو د عسکرۍ قانون ښه نه دی او څومره به ښه وي،چې دا قانون نه وي او سړی له خپل کوره ونه خوځي او د جګړې ډګر ته ولاړ نشي .

خو ددې مسالې دا شان څېړنه سمه نه ده او سمه یې دا ده،چې له کورنۍ څخه د غړي پر بېلوالي سربېره د عسکرۍ نشتوالې د هېواد د ګټو نه درلول دي . دلته سولیز-منطقي بریښي،چې د هېواد يو شمېر زلمي د عسکرۍ په نامه له هېواده دفاع او سرښندنې ته چمتو وي او کورنۍ یې د عسکرۍ له امله رامنځ ته شوي کړختونه وزغمي.

مخکې مو د ګڼ ښځي د شخصي او ټولنیزو اړتیاوو او جایز والي په هکله خبرې وکړې اوس یې مفاسد او نیمګړتیاوې څېړو،چې ټولېزې محاسبې ته لار هواره شي او په دې ترڅ کې دا هم روښانه شي،چې موږ ګڼ ښځي ته په یو لړ نیمګړتیاوو هم منښته کوو،که څه ځینې نیوکې سمې نه ګڼو،چې روښانه به یې کړو.د ګڼ ښځي نیمګړتیاوې ډېرې دي او له بېلابېلو اړخو دې ویینې ته ورننوځو.

له اروايي اړخه

د ښځې او مېړه ګډ ژوند یوازې په توکیز-مادي او جسماني چارو او مالي ملاتړ پورې تړلی نه دی .که یوازې په دې پورې یې اړه درلودای؛نو ګڼ ښځي د مخونې وړ وه؛ځکه توکیزې او جسماني چارې په بېلابېلو وګړیو کې د ویش وړ دي .

د ښځې او مېړه د ژوند بنسټ،روحي او مانیزې چارې،مینه،عاطفه او احساسات ‏دي . د واده او د لوریو د نښلون مرکز زړه دی . مینه او احساسات هم؛ لکه د هر روحي چار په څېر د شننې او ویش وړ نه دي،په بېلابېلو کسانو کې یې نشو ویشلای،ایا دا شونې ده،چې زړه دوه برخې کړو نیمه برخه یې په یو او نیمه یې په بل ځای کېږدو؟ایا دا شونې ده،چې زړه دوو کسانو ته وسپارو؟مینه او ستاینه یکه شناسه ده، شریک او سيال نه پېژني،غنم او جوار نه دي،چې وتلل شي او هر یوه ته پکې برخه ورکړه شي. پردې سربېره، احساسات د کابو کېدو وړ نه دي. بنيادم د زړه په اختيار کې دى؛ نه زړه د بنيادم په اختيار کې؛نو هغه څه د ویش او کابو کېدو وړ نه دي،چې د واده روح دی او انساني اړخ لري او د دوو انسانانو اړیکې له حیواني اړیکو بېلوي،چې حیواني اړیکې یوازې شهواني او غریزي دي؛نو ګڼ ښځي محکومه ده.

زموږ په اند په پورته ګروهه کې لږ څه ښنده-اغراق شوى؛ځکه دا رښتیا دي، چې د واده روح عاطفه او احساسات دي او دا هم رښتیا دي،چې د زړه احساسات د انسان په لاس کې نه دي؛خو دا چې وايي،احساسات د ویش وړ نه دي؛نو دا شاعرانه انګېرنه او مغالطه ده؛ ځکه دلته خبره دا نه ده،چې ځانګړي احساسات دې د یو جسم په څېر دوه برخې کړي او هر یو ته دې یوه برخه ورکړي،چې وویل شي روحي چارې د ویش وړ نه دي؛ بلکې خبره د بشر په روحي ظرفیت کې ده . په څرګند ډول د سړي روحي ظرفیت دومره هم محدود نه دی،چې و نه کړای شي دوه مينو ته ځای ورکړي .سړی د لسو اولادونو پلار کېږي او له لسو خورا مینه کوي او ټولو ته سرښندنه کوي .

هو! یو څیز څرګند دی،چې مینه او احساسات د ګڼوالي په بڼه کې کله هم هغه لوړې څوکې ته نه رسي؛لکه څرنګه په یووالي کې وي . د مینې او احساساتو لوړېدنه له ګڼوالي سره اړخ نه لګوي؛لکه څرنګه،چې له عقل او منطق- سول سره هم اړخ نه لګوي .

راسل په خپل کتاب “د ښځې او مېړه ګډ ژوند او اخلاق” کې وايي: “نن ډېری خلک مینه د احساساتو منصفانه مبادله ګڼي او همدا دلیل په یوازې ځان،بې له نورو دلیلونو،د ګڼ ښځي محکوموالي ته بسیا دی .”

زه نه پوهېږم که د احساساتو مبادله منصفانه وي؛نو ولې دې ځانتني– انحصاري وي؟ خو هغه پلار،چې له ګڼو اولادونو سره مینه کوي او هغوی هم له ده سره مینه کوي؛نو د احساساتو دا مبادله یې منصفانه نه ده؟ اتفاقاً دا چې اولادونه ګڼ دي؛خو د اولادونو په پرتله،چې له پلار سره مینه کوي،له اولادو سره د پلار مینه ډېره ده.

عجیبه خو دا ده،چې دا خبره هغه کوي،چې تل مړونو ته سپارښتنه کوي،دا چې مېرمن مو له کوم پردي سره مینه کوي؛نو ته ددې مینې درناوی کوه او د مینې د اړیکو په منځ کې یې مه خنډېږه او ښځو ته هم دا شان سپارښتنه کوي . د راسل په ګروهه بیا هم د ښځې او سړي د احساساتو مبادله منصفانه ده؟

 له روزنيز اړخه

ښځې ته تر بنې بل ستر دښمن نشته. څوښځي،مېرمنې د یو بل او ان د مېړه پر ضد پاڅون ته هڅوي او د ښځې او مېړه ګډ ژوند،چې له مینې او خلوصه ډګ دی،د جګړې،کینې او غچ پر ډګر بدلوي . د میندو ترمنځ کینه اولادونو ته یې هم غځول کېږي او په دوو یا څو ډلو ویشل کېږي.کورنی چاپېریال،چې د ماشوم د روحي روزنې،نېکۍ او لورنې لومړی روزنتون دی، د نفاق او نامردۍ د ښوونې پر مرکز اوړي .

دا چې څو ښځي دا شان ټولو روزنیزو ناخوالو ته لار برابروي،په دې کې شک نشته؛خو دې ته مو پام وي،چې دا اغېزې څومره د ګڼ ښځي له طبیعته او څومره د سړي او دویمې ښځې له چلنه راټوکېدلې دي . زموږ په ګروهه دا ټولې پرېشانۍ د ګڼ ښځي له طبیعته نه؛بلکې د پلې کېدو له طریقې یې راټوکېدلي دي.

مېړه او ښځه خپل عادي ژوند تېروي او ناڅاپه مېړه په یو نظر کې د بلې ښځې تر اغېز لاندې راځي او له مخې سره د څو ښځي تکل کوي .له څو پټو لیدنو کتنو وروسته دویمه مېرمن د لومړۍ مېرمنې کور ته راننوځي او مېړه او کور یې ترې په موټي کې نیسي او په حقیقت کې ژوند پرې تریخوي . دا ښکاره خبره ده،چې د لومړۍ مېرمن غبرګون به بې له غچ او کینې بل څه نه وي . ښځې ته تردې بل هیڅ هم خپه کوونکي نه دي،چې د مېړه له خوا یې سپکاوی وشي . ښځې ته تر ټولو ستره ماتې دا ده،چې احساس کړي،د مېړه په زړه ساتنه کې پاتې راغلې او ویني، چې څښتنولي یې بل چا په لاس کې نیولې ده. کله چې مېړه د خپلسرۍ او هوسرانۍ تکل کوي او دویمه ښځه د مېړه کور ته راننوځي،چې لومړۍ ښځه هم پکې ده؛نو په داسې وختونو کې له لومړۍ ښځې د صبر او زغم غوښتنه بې ځایه ده .

خو که لومړۍ ښځه پوه شوه،چې مېړه یې “جواز” لري او ترې نه دى موړ شوی او څو ښځي ته مخه کول یې دې ته د شا کونې په مانا نه دي او مېړه هم د استبداد،خپلسرۍ او هوسرانۍ له اوښه راکوز شي او د لومړنۍ ښځې عواطفو او احساساتو ته ډېره پاملرنه وکړي او همداراز که دویمه ښځه دې ته پاملرنه وکړي،چې لومړۍ مېرمن هم حقوق لري،چې درناوی یې وشي او ورباندې تیرى کول جایز نه دي،په تېره بیا که ټول دې ته پاملرنه وکړي،چې د ټولنیزې ستونزې په هوارۍ کې برخه اخلي؛نو په څرګند ډول دنننی تاوتریخوالی به راکم شي.

د ګڼ ښځي قانون د پراخ ټولنیز لیده راټوکېدلې،یو ډول پرمختللی د هوارۍ لار ده؛نو پلي کوونکي یې هم باید په لوړه کچه فکر وکړي او له سترې اسلامي روزنې باید برخمن وي .

تجربې ښوولې په هغو ځایونو کې،چې سړي د خپلسرۍ او هوسرانۍ پر اوښ سپور نه وي او مېرمنې دا احساس کړي،چې مېړه یې دویمې ښځې ته اړمن دی،خپله رامیدان ته شوې او مېړه ته یې بله ښځه کړې او نوموړی خپګان او تاوتریخوالی هم پکې نه وه. دا خپګانونه ددې قانون په پلي کېدو کې زیاتره د سړیو له وحشیانه چلنه راټوکېږي .

 له اخلاقي اړخه

وايي :ګڼ ښځي ته اجازه ورکول،شهوت ته اجازه ورکول دي او سړي ته اجازه ورکوي،چې په ځاني غوښتنو پسې یې ولاړ شي . د اخلاقو غوښتنه دا ده،څومره،چې شونې وي انسان دې خپل شهوات راکم کړي؛ ځکه د انسان د طبیعت غوښتنه دا ده،څومره،چې د شهوت دروازې پرانستي وي؛نو لېوالتیا یې لاپسې ډېرېږي او د شهوت اور یې نورې لمبې هم وهي . منتسکیو په خپل کتاب “روح القوانین،۴۳۴مخ) کې د ګڼ ښځي په هکله لیکي:”د مراکش پاچا په خپله حرمسرای کې له ټولو توکمونو؛لکه سپین،ژیړ، او تورو ښځې درلودې؛خو که دا له همدې شمېرې دوه ګرایه ښځې هم ولري؛نو بیا به هم تاندې ښځې غواړي؛ځکه د شهوت لمبې کله هم نه مړې کېږي او د زرو د لاس ته راوړنې حرص هم دا شان دی . ګڼ ښځي د طبیعت مخالف او ناوړه عمل او د (همجنس بازۍ) خپرېدو ته لمن وهي او ښوونه یې کوي؛ځکه د شهوترانۍ په ډګر کې هر عمل،چې له ټاکلو پولو ووت؛نو د بې قاعده کړنو لامل ګرځي. په اسلامبول کې،چې اړدوړ شو؛نو د واکمن په حرامسری کې،ان یوه ښځه هم نه وه؛ځکه واکمن به د طبیعت خلاف په شهوت کې شپې او ورځې تېرولی .”

دا نیوکه باید له دوو اړخو وڅېړو: یو دا چې وايي،ښه اخلاق د شهوت له کړنو سره په ټکر کې دي او د نفس پاکوالي ته شهوت باید تر ممکن بريده راکم کړو او بله هغه اروايي آر دی،چې وايي،د انسان د طبیعت غوښتنه دا ده،چې څومره ډېر ورسره موافقت وشي؛نو هومره سرغړاندى کېږي او چې څومره ورسره مخالفت وشي؛نو هومره ارامېږي.

لومړی نظر: په دې اړه باید ووایم،چې دا ناسمه انګېرنه ده او له مسیحي اخلاقو،چې سټه یې ریاضت دی او له هندي،بودايي او کلبي اخلاقو راټوکېدلې ده. اسلامي اخلاق په دې سټه نه دي . د اسلام له نظره دا شان نه دي،چې څومره هم شهوت راکم شي؛نو له اخلاقو سره لا اړخ لګوي او که صفر ته ورسي؛نو سل په سلو کې اخلاقي دی . د اسلام له نظره اخلاق،په شهوترانۍ کې له افراط سره اړخ نه لګوي .

دا چې پوه شو،ګڼ ښځي یو افراطي عمل دی که نه؛باید ووینو،چې سړی بالطبع یو ښځى دی که نه. مخکې مو وویل،ښايي نن یو سړی هم ونه موندل شي،چې د سړي طبیعت په یوښځي پورې محدود وګڼي او څوښځي یو انحرافي او ښندیز- افراطي عمل وګڼي . پرعکس د ډېرو ګروهه دا ده،چې سړی څو ښځي طبیعت لري او د تجرد په څېر یوښځي هم د سړي د طبیعت پر خلاف ده.

که څه هم موږ له دې څرګندونې سره مخالف یو،چې سړی څوښځي طبیعت لري؛خو له دې څرګندونې سره هم موافق نه یو،چې سړی يوښځي طبیعت لري او څو ښځي یې د طبیعت پر ضد ده او د همجنس بازۍ په څېر له طبیعته یو ډول کوږوالی او د طبیعت مخالف عمل دی.

د منتسکیو په څېر کسان،چې ګڼ ښځي له شهوتپالۍ سره یو شان ګڼي او نظر یې پر حرامسرای بازیو دی،انګېرلي یې دي،چې د ګڼ ښځي د قانون له لارې اسلام غوښتي،چې د عباسي او عثماني خلفاوو حرامسرایو ته جواز ورکړي .

اسلام تر ټولو مخکې ددې کارو مخالف دی،ګڼ ښځي ته، چې اسلام کوم حدود ټاکلي،له هوسرانيو یې په ټولیز ډول آزادي اخستې ده.

دویم نظر: دا ګروهه وايي : د سړي طبیعت،چې څومره ارضا شي؛نو په هومره سرغړاندى کېږي او چې څومره یې مخالفت وشي؛نو هومره ارامېږي .

دا د هغې ګروهې پر خلاف ده،چې نن د “فروید” په پلویانو کې راپیدا شوې او ورته تبلیغات کوي .

فرویدویان وايي:” طبیعت د ارضاء او اقناع له لارې ارامېږي او که ورته شا شي؛نو ډېرېږي .” نو دا ډله سل په سلو کې د آزادۍ پلویان او په تیره بیا په جنسي مسایلو کې د ادابو او دودو د ماتونې غوښتونکي دي. کاش کې،چې منتسکیو ژوندی وای،چې نن یې فرویدیان څرنګه پر فرضیې ملنډې وهي .

د اسلامي اخلاقو له نظره دا دواړه ګروهې،خطا دي . طبیعت،حقوق او حدود لري،چې دا حقوق او حدود باید وپېژندل شي . طبیعت په دوو څیزونو سرغړاندى کېږي او ارامتیا یې له منځه ځي : یو د بې برخېتوب – محرومیت او بل د بشپړۍ آزادۍ له کبله،چې له مخې یې ټول قیود او حدود هاخوا شي.

په هر حال نه ګڼ ښځي د اخلاقو ضد او د روحي ارامتیا له منځه وړونکی او د نفس د پاکۍ مخالفه ده؛لکه څرنګه،چې مونستکیو یې وايي او نه په ښځې یا مشروعو ښځو قناعت د اخلاقو ضد دي؛لکه څرنګه یې،چې عملاً فرویدیان وايي .

 له حقوقي اړخه

د واده د عقد له مخې ښځه او مېړه دواړه په یو بل پورې تړاو لري او د یو بل کېږي . د برخمنتوب-استمتاع هغه حق،چې په یو بل یې پیدا کوي، له دې مخې دی،چې د واده د عقد له لارې د مقابل لوري د مېړه او ښځې د ګډ ژوند د ګټو مالک شوی دی . له دې مخې په ګڼ ښځي کې لومړۍ مېرمن ده،چې لومړۍ درجه د حق خاونده ده. هغه معامله،چې د سړي او بلې ښځې ترمنځ کېږي،په حقیقت کې “فضولي” معامله ده؛ځکه د معاملې وړ توکي؛یعنې د سړي د ښځې او مېړه د ګډ ژوند ګټې وار له مخه په لومړنۍ مېرمنې پلورل شوي دي او لایملک برخه یې ګڼل کېږي. نو هغه کس،چې په لومړۍ درجه کې یې نظر ته پاملرنه وشي او اجازه ترې واخستل شي،لومړۍ مېرمن ده؛ نو که د ګڼ ښځي د اجازې د ورکړې خبره وي؛نو دا د لومړۍ مېرمنې په اجازې پورې اړه لري،په حقیقت کې دا لومړنۍ مېرمن ده،چې دا یې حق دی، د خپل مېړه په اړه تصمیم ونیسي،چې بله ښځه وکړي که نه .

نو دویمه،درېمه او څلورمه ښځه کول داسې دي؛لکه سړی یو ځل خپل مال په بل وپلوري او همدا پلورل شوی مال د دویم،درېم او څلورم ځل لپاره په نورو وپلوري . ددې معاملې صحت د لومړني،دویم او درېم مالک په خوښې پورې اړه لري او که عملاً د مال پلورونکی نوموړی مال نورو ته ورکړي؛نو په غوڅ ډول به د سزا وړ وي .

دا نیوکه په دې ولاړه ده،چې د واده حقوقي طبیعت د ګټو راکړه ورکړه-مبادله وګڼو او د ښځې و مېړه هر یو یې د بل لوري د ښځې او مېړه د ګډ ژوند د ګټو مالک فرض کړو. زه اوس په دې اړه ویینه نه کوم . فرض به کړو،چې د واده حقوقي طبیعت هم دا وي؛نو دا نیوکه هله پر ځای ده، چې ګڼ ښځي د سړي له خوا یوازې د تنوع او ساتېري بڼه ولري.څرګنده ده که د واده حقوقي طبیعت د مېړه او ښځې د ګټو راکړه ورکړه وي او ښځه له هر اړخه وسمنه وي،چې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند ګټې برابرې کړي؛ نو په دې بڼه کې به سړی،ګڼ ښځي ته هیڅ جواز ونه لري؛ خو که د ساتېرۍ او تنوع اړخ ونه لري او سړی له هغو جوازونو یو یې ولري؛لکه مخکې چې مو وویل؛نو دا نیوکه پر ځای نه ده.د ساري په ډول : که ښځه شنډه وي او سړی اولاد ته اړتیا ولري او یا ښځه ناروغه او ګټنه ترې نه کېږي؛نو په دا شان مواردو کې د ښځې حق د ګڼ ښځي خنډېدای نشي.

نو دا په هغه بڼه کې دي،چې د ګڼ ښځي جواز یوازې شخصي وي او په سړي پورې اړه ولري؛خو که ټولنیز علت موجود وي او د ګڼ ښځي سپارښتنه له دې کبله وي،چې تر سړیو د ښځو شمېره ډېره ده او یا دا چې ټولنه ګڼ مېشتۍ ته اړتیا لري؛نو دا نیوکه بله بڼه پیدا کوي . په داسې ځايونو کې ګڼ ښځي یو ډول دنده او کفايي فرض دی او هغه دنده ده،چې له فحشاء او فساده د ټولنې له ژغورنې او یا دا چې د ټولنې ګڼ مېشتۍ ته دا خدمت وشي . څرګنده ده، په کوم ځای کې،چې د دندې او ټولنیز تکلیف خبره وي؛نو خوښه او اجازه اخستل مفهوم نه لري. که فرض کړو،چې تر سړیو د ښځو شمېره ډېره شوه یا دا چې ټولنه ګڼ مرشتۍ ته اړتیا لري؛نو دا د ټولو واده شویو ښځو او سړیو دنده او پرې کفايي فرض دی او د ټولنې لپاره د واده شویو ښځو یو ډول سرښندنه او تېرېدنه ګڼل کېږي؛لکه د عسکرۍ وظیفه،چې کورنۍ خپل اولاد د ټولنې لپاره د جګړې ډګر ته لېږي؛نو دلته ناسمه ده،چې له ذپ نفع اشخاصو او یا شخصه اجازه واخستل شي.

هغوى چې وايي،د عدالت او حق غوښتنه دا ده،چې ګڼ ښځي دې د لومړنۍ ښځې په اجازه وشي؛نو یوازې د سړي د ساتېرۍ او تنوع غوښتنې له کونجه یې دې مسئالې ته کتلي دي او ټولنیزې او وګړیزې اړتیاوې یې هېرې کړي دي . له بېخه که وګړیز او ټولنیزې اړتیاوې نه وي؛ نو ګڼ ښځي،ان د لومړۍ مېرمنې په اجازه هم د منلو وړ نه ده.

له فلسفي اړخه

د ګڼ ښځي قانون د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ له هغه فلسفي آر سره په ټکر کې دی،چې په انسانیت کې د ښځې او سړي له تساوۍ راټوکېدلی دی . دا چې ښځه او سړی دواړه انسان او برابر حقوق لري،یا باید دواړو ته اجازه ورکړل شي،چې څو مړونه او څو ښځې وکړي او یا یې یو هم اجازه نه لري . دا چې سړي ته دې اجازه وي،چې څو ښځې وکړي او ښځې ته اجازه نه وي،چې څو مړونه وکړي؛نو دا یو ډول تبعیض او د سړي نازونه ده. دا چې سړي ته اجازه ورکول کېږي،چې څلور ښځې وکړي،په دې مانا دي،چې د یوې ښځې ارزښت د سړي له څلورمې برخې سره برابر دی . دا د ښځې د سپکاوي وروستى ‌بريد دی او ان په ميراث او شهادت کې هم د اسلام له نظر سره په ټکر کې دی،چې د دوو ښځو شهادت او ميراث د یو سړي د ميراث او شهادت سره برابر ګڼي.

دا خورا کم عقله نیوکه ده،چې په ګڼ ښځي کېږي.ګواکې نیوکه کوونکیو د ګڼ ښځي ټولنیزو او وګړیزو اړتیاوو ته لږه پاملرنه هم نه ده کړې،انګېرلي یې دي،چې یوازې د هوس موضوع ده او بیا وايي،چې د سړي هوس ته خو پاملرنه شوې؛خو د ښځې ته نه ده شوې؟

مخکې مو د ګڼ ښځي د علتو او جوازو په هکله ویینه کړې ده.

دلته همدومره وایم،که په ګڼ ښځي،شهادت او ميراث کې د اسلام فلسفه پر دې بنسټ وای ،چې د ښځې سپکاوى دې وشي او حقوقو ته یې پاملرنه ونشي او اسلام په انسانیت کې او له انسانیته په راټوکېدليو حقوقو کې د سړي او ښځې ترمنځ توپیر کولای؛نو په ټولو ځایونو کې به یې یو شان نظر ورکاوه؛ځکه دا فلسفه په هر ځای کې یو شان حکم کوي،په یو ځای کې به یې نه و ویلي،چې ښځه دې د سړي نیم ميراث یوسي او په بل ځاې کې یې نه ویل،چې ښځه دې له سړي سره برابر ميراث یوسي او په بل ځای کې به یې نه ویل،چې سړی دې څلور ښځې وکړي او همداراز د شهادت په هکله يې هم په هر ځاى کې يې بېل حکم نه کاوه . له دې ټولو ښه پوهېدای شو،چې نورې فلسفې په پام کې نیولي دي،مخکې مو د ميراث په اړه وویل او همداراز په بله ویینه کې مو وویل،چې د اسلام له نظره په انسانیت او له انسانیته په راټوکېدليو حقوقو کې د ښځې او سړي د حقوقو برابري،د بشري حقوقو له الفباوو ځنې ده. د اسلام له نظره د ښځې او سړي په حقوقو کې تر برابرۍ پورته نور مسایل هم شته،چې اړین دي په دقیقه توګه ومنل شي او پلي شي.

 په څو ښځۍ کې د اسلام ونډه

اسلام نه څوښځي اختراع کړه(؛ځکه په نړۍ کې تر اسلام مخکې له پېړیو راهیسې وه) او نه یې نسخ کړه(ځکه د اسلام له نظره ټولنې ته ستونزې راپیدا کېږي،چې یوازې په ګڼ ښځي هوارېدای شي)؛خو د ګڼ ښځي دود یې سم کړ.

 محدودیت

لومړنۍ سمونه دا وه،چې محدوده- لنډه ګڼده یې کړه.تر اسلام مخکې ګڼ ښځي نا محدوده وه،یو سړي سل ښځې هم کړای شوې او حرمسرای یې ترې هم جوړولای شو؛خو اسلام ورته حداکثر وټاکه او یو سړي ته یې اجازه ورنه کړه،چې تر څلورو ډېرې ښځې وکړي . په روایتونو کې د داسې کسانو نومونه شته،حال دا چې اسلام یې هم منلای و؛خو تر څلورو ډېرې مېرمنې یې درلودې او اسلام، دوی اړ کړل،چې تر څلورو زياتې پرېږدي . په دې کې یو “غیلان بن اسلمه” دی،چې لس مېرمنې یې درلودې او بل “نوفل بن معاویه” و،چې پینځه یې درلودې،د اسلام تر راوړو وروسته پېغمبر اکرم ورته حکم وکړ،چې لومړى دې شپږ او دويم دې یو ښځه هرومرو پرېږدي .

د امام صادق په وخت کې یو سړي اوه مېرمنې درلودې،امام صادق وپوښتل شو : څه ورسره وکړو؟ ویې ویل،دا سړى دې درې ښځې پرېږدي .

 عدالت

بله سمونه،چې اسلام وکړه دا وه،چې عدالت یې شرط کېښووه او کله یې هم دا اجازه ور نه کړه،چې د مېرمنو او اولادونو ترمنځ یې تبعیض وشي.قرآن کریم په زغرده وايي:

فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً– خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي، چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونه كړاى شئ؛ نو يوازې يوه ښځه وكړئ(نساء/۳) “

تر اسلامه مخکې په نړۍ کې عدالت ته هیڅ پاملرنه نه کېده،نه په مېرمنو کې او نه یې د اولادونو په منځ کې. په ساساني ایران کې ګڼ ښځي دود وه،چې د ښځو او اولادونو ترمنځ پکې عدالت ته پاملرنه نه کېده.یوه یا څو ښځې پکې غوره وې او د ښځو پاچايانې يې ورته ويلې او پوره حقوق یې درلودل او نورې یې خدمتګارې وې او لږې قانوني ګټې یې درلودې او ددې ښځو زامن که نران ول؛نو په پلرني کور کې د زامنو په توګه منل کېدل او که انجلۍ وه؛نو نه منل کېده.

اسلام دا ټول دودونه منسوخ کړل او دا اجازه یې ور نه کړه،چې یوه ښځه یا اولادونه دې لږ قانوني امتیازات ولري .

ویل دورانت په خپل کتاب ( د تمدن تاریخ) کې د ګڼ ښځي په هکله وايي: “که د چا شتمني به تدریجاً ډېرېده؛نو سودایي کېده،چې شتمني یې وویشل شي او هر اولاد ته یې لږه برخه ورسي؛نو دې به په خپلو مېرمنو کې توپیر کاوه،چې ميراث یې يوازې د اصلي ښځې اولادونو ته ورسي.”

دا جمله ښيي،چې د مېرمنو او اولادونو ترمنځ یې توپېر په پخوانۍ نړۍ کې یو معمول دود و،ویل دورانت بیا وايي: “ تر اوسني کهوله د اسیا په لويه وچه کې د ښځې مېړه دود دا شان و،لږ لږ اصلي ښځې ځانګړی مقام وموند او نورې ښځې د سړي یا پټې معشوقې شوې یا له منځه ولاړې .”

ویل دورانت دې ته پام نه دی کړى،یا یې نه غوښتل پام وکړي،چې څوارلس پېړۍ کېږي،چې د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې په اسیا کې د اولادونو تر منځ تبعیض منسوخ شوی دی . دا چې یوه دې اصلي مېرمن وي او نورې دې پټې معشوقې وي؛نو دا اسیايي نه؛بلکې اروپايي دود دی . دا دود په اوس وخت کې له اروپا څخه اسیا ته راغلی دی .

په هر حال د ګڼ ښځي په هکله دویم کار،چې اسلام وکړ دا دی،چې د مېرمنو او اولادونو ترمنځ یې تبعیض له منځه یووړ.

چې په هره بڼه وي د اسلام له نظره د معشوقو ساتنه جایز نه ده.د اسلام علماء یوه خوله دي،چې په ښځو کې تبعیض په هیڅ نوم جایز نه دی . د فقې په ځینو برخو کې یې د ښځې د حق داسې مخونه کړې،چې له تبعیض سره اړخ لګوي .زما په اند پکې دې شک وشي؛ځکه د قرآن کریم د آیت پر خلاف دي او پېغمبراکرم هم په دې هکله وايي: “ څوک چې دوه ښځې ولري او په عدالت ورسره چلن ونه کړي(یوې ته ډېر او بلې ته لږه پاملرنه وکړي) د قیامت پر ورځ به داسې محشور شي،چې خپل نیم بدن به په ځان پسې راکاږي، څو دوزخ ته ننوځي.”

عدالت تر ټولو ستر انساني فضیلت دی . د عدالت شرط په دې مانا،چې تر ټولو ستره اخلاقي قوه درلودل . دا چې د سړي احساسات د ټولو ښځو پر وړاندې یو شان او په یوه درجه کې نه دي؛نو عدالت ته پاملرنه او په ښځو کې له تبعیضه ډډه کول تر ټولو ستونزمن کار دی .

په دې ټول پوهېږو،چې پېغمبراکرم د خپل عمر په وروستیو لسو کلونو کې ګڼې ښځې نکاح کړې؛یعنې په مدینه کې،چې د اسلامي جګړو پېر و او په مسلمانانو کې ګڼې بې پالندویه ښځې موجودې وې . د آنحضرت(ص) ډېری ښځې کونډې او پوخمنګې وې او له خپلو تېرو مړونو یې زامن نه درلودل،په دوى کې یوازې حضرت عایشه بي بي پېغله وه او؛ځکه په دې ویاړېده او ویل یې:” زه يوازېنۍ مېرمن یم،چې بې له پېغمبره بل مېړه لاس نه دى راوړى .”

رسول اکرم(ص) د دوی ټولو په منځ کې تر وروستي بريده عدالت ته پاملرنه کوله او هیڅ تبعیض یې پکې نه کاوه.”عروة بن زبیر” د حضرت عایشې بي بي خورى دی،دا چې آنحضرت (ص) له خپلو مېرمنو سره څرنګه چلن کاوه؛نو په دې هکله یې خپله ترور وپوښتله، عایشې بي بي ورته وویل:”د پېغمبر اکرم دود دا و،چې موږ یې یوه هم تر بلې غوره نه ګڼلو،له ټولو سره یې په عدالت او تساوۍ چلن کاوه،داسې ورځ به نه وه،چې ټولو ته به نه ورتله او پوښتنه به یې نه کوله،د هر یوې وار،چې و، د نورو به یې یوازې پوښتنه کوله او له هغې سره به يې شپه کوله،چې نوبت یې و، که د یوې وار به و او غوښتل یې،چې بلې کره ولاړ شي؛نو رسماَ یې اجازه غوښته،که به ورکړه شوه؛نو تله ګنې نه تله.زه خپله داسې وم،چې اجازه یې راڅخه غوښته؛نو نه مې ورکوله.”

پېغمبراکرم،ان د ناروغۍ په حال کې،چې د خوځېدو وس یې نه درلود او له همدې ناروغۍ ومړ؛نو په دې حالت کې يې هم عدالت ته پوره پاملرنه کوله . دا چې عدالت او نوبت ته یې پوره پاملرنه کړي وي؛نو هره ورځ یې بستره له یوې خونې بلې ته وړه؛څو یوه ورځ یې ټولې راټولې کړې او اجازه یې وغوښته،چې په يوه خونه کې پاتې شي او ټولو اجازه ورکړه،چې د عایشې بي بي په کور کې پاتې شي.

حضرت علي (ک) هغه مهال،چې دوه مېرمنې یې درلودې،ان که غوښتل یې ،چې اودس هم وکړي؛نو د هغې ښځې په کور کې یې نه کاوه،چې نوبت یې نه و .

اسلام د عدالت شرط ته دومره په اهمیت ګوري،چې ان اجازه نه ورکوي،سړی او دویمه ښځه د عقد پر مهال يو له بل سره هوکړه وکړي، چې دویمه ښځه دې په نامساوي بڼه له لومړنۍ سره ژوند وکړي؛یعنې د اسلام له نظره عدالت هغه دنده ده،چې سړی نشي کړای، له ښځې سره یې د مخکېنۍ هوکړې له مخې پښې ترې سپکې کړي . ښځه او سړی حق نه لري،چې په عقد کې دا شان شرط وتړي . دویمه ښځه یوازې دا کړای شي،چې عملاً له خپلو حقوقو تېره شي؛خو نشي کړای دا شرط کېږدي، چې له لومړنۍ ښځې سره دې مساوي حقوق ونه لري . همداراز لومړنۍ ښځه هم عملاً په خپله خوښه له خپلو حقوقو تېرېدای شي ؛خو داسې کار نشي کړای،چې قانوناً دې حق ونه لري . امام باقر وپوښتل شو: ایا سړی له ښځې سره دا شرط کېښوولای شي،چې یوازې د ورځې هر وخت چې وغواړي ورته راتلای شي او په میاشت کې یو ځل یا په اوونۍ کې یوځل ورته راشي یا دا ورسره شرط کېږدي،چې د هغه بلې ښځې په څېر ورته پوره او برابره نفقه ور نه کړي او خپله ښځه په پیل کې دا شرطونه ومني؟

ورته یې وویل :” نه! دا شان شرطونه سم نه دي،هر ښځه د واده په کولو که هرومرو د یوې پوره ښځې حقوق پیدا کوي،څه چې دي تر واده وروسته هر ښځه کړای شي د مېړه راماتونې ته،چې یې پرېنږدي ‏یا په بل علت،له خپلو ټولو یا نیمو حقوقو تېره شي.”

ګڼ ښځي په دې شدید اخلاقي شرط،ددې پر ځای،چې سړي ته د هوسرانۍ وسیله شي،د دندې د ترسره کولو بڼه اخلي. هوسراني او شهوتپالي یوازې هغه وخت وي،چې په پوره آزادۍ د زړه په غوښتنو پسې ولاړ شي او ځان زړه ته وسپاري او زړه هم ځان لېوالتیاوو او هیلو ته وسپاري . زړه او د زړه هیلې منطق او حساب نه مني. په کوم ځای کې،چې د انضباط ،عدالت او د دندې خبره وي؛نو هوسراني او ځاني غوښتنې له هغه ځایه خپل ټغر ټولوي؛ځکه په اسلامي شرایطو کې ګڼ ښځي کله هم د هوسرانۍ لپاره وسیله پېژندل کېدای نشي . هغوی،چې ګڼ ښځي د هوسرانۍ وسیله کړې؛نو ناروا عمل ته یې له اسلامي قانونه پلمه جوړه کړې ده . ټولنه حق لري،چې داسې کسانو ته سزا ورکړي او دا پلمه ترې واخلي .

 عدالت ته د نه پاملرنې وېره

باید انصاف وکړو،هغوی،چې په اسلامي شرایطو کې په ګڼ ښځي کې عدالت ته پوره پاملرنه کوي؛نو داسې کسان ډېر لږ دي . په اسلامي فقه کې راغلي :”که وېرېږې،چې د اوداسه اوبه دې بدن ته زیان رسوي؛نو اودس مه کوه،که وېرېږې،چې روژه دې بدن ته زیان رسوي؛نو مه یې نیسه.”

دا دوه لارښوونې په اسلامي فقه کې شته،تاسې ډیر وګړي وینئ،چې پوښتي: وېرېږم،چې اوبه راته زیان ورسوي اودس وکړم که نه؟ وېرېږم،چې روژه راته زیان راورسوي،ویې نیسم که نه؟ که څه هم دا سمې پوښتنې دي او دا شان کسان دې اودس نه کوي او روژه دې نه نیسي.

خو د قرآن نص دا دی: خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي، چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونه كړاى شئ؛ نو يوازې يوه ښځه وكړئ.

نو په دې حال کې ایا تاسې په ټول عمر کې له چا اورېدلي،چې ووایي،غواړم بله ښځه وکړم؛خو وېرېږم،چې پکې عدالت وکړای شم ؛ نو ویې کړم که نه؟ ما خو نه دي اورېدلي ،تاسې به هم نه وي اورېدلي، دا خو اسان دي زموږ خلک ګڼې ښځې کوي، په دې علم او تصمیم ،چې په عدالت به چلن ونه کړي او دا کار د اسلام په نامه هم کوي او پخپل دې ناوړه عمل اسلام بدناموي .

هغو،چې په ګڼ ښځي لاس پورې کاوه،که لږ تر لږه دا یو شرط خو یې درلودای؛نو پلمې او نیوکې ته به څه ځای نه وه.

 حرامسرایانې

بله موضوع،چې ددې لامل شوې،د اسلام په ګڼ ښځي نیوکې وکړي، د پخوانیو خلفاوو او سلاطینو د حرمسرایو درلودل دي . ځینې مسیحي لیکوالان او مبلغین،حرمسرایانې له ټولو هغو بې پتیو او ظلمونو سره یوځای،له اسلامي ګڼ ښځي سره يو شان معرفي کوي او داسې ښيي،چې په اسلام کې ګڼ ښځي؛یعنې هماغه حرامسریانې،چې د تاریخ په اوږدو کې پخوانیو خلفاوو او سلاطینو دردلودې .

په خواشینې زموږ ځینې لیکوال هم،چې ټکى په ټکى د لویدیځوالو افکار او ګروهې بیانوي،چېرته چې هم د ګڼ ښځي نوم راشي؛نو له حرمسرای سره یې برابر ګڼي. دوی دومره شخصیت او فکري خپلواکي نه لري،چې په منځ کې يې توپیر وکړای شي.

 شرايط او نور امکانات

د عدالت پر شرط سربېره،نور شرطونه او دندې هم د سړي پر غاړه دي،په دې ټول پوهېږو،چې ښځه مطلقاً پر سړي یو لړ مالي او د برخمنۍ حقوق لري . هغه سړی د څوښځي تکل کړای شی،چې مالي توان هم ولري،په یوښځي کې هم مالي شرط شته . جسمي او غریزي امکانات هم په خپل وار سره شرط او بل واجب دی . په کافي او وسایل کې له امام صادق رانقل شوي :” که چا ګڼې ښځې وکړې او له جنسي اړخه یې غوښتنې پوره نه کړي او دا ښځې په ګناه لاس پورې کړي؛نو د فحشاء ګناه یې د سړي پر غاړه ده.”

ګرانو لوستونکیو! څو ښځي په جرړو او علتونو پوه شو او دا چې اسلام ګڼ ښځي ولې لغو نه کړه او څه شرایط او قیود یې ورته کېښوول؛ نو په دې هم پوره پوه شو.دا هم روښانه شو،چې اسلام نه دي غوښتي د ګڼ ښځي په سپارښتنه،د ښځې سپکاوى وکړي؛بلکې له دې لارې یې د ښځې ستر خدمت کړی دی . په هغو شرایطو کې،چې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر سړیو لوړه شي،چې تل په نړۍ کې وه او اوس هم ده او ګڼ ښځي ته اجازه ور نه کړای شی؛نو ښځه به تر ټولو په ناوړه بڼه کې د سړي لوبڅې شي،د سړي چلن به ورسره له یوې مینځې هم ناوړه وي؛ځکه لږ تر لږه انسان د مینځې پر وړاندې دومر ژمن دی،چې اولاد یې خپل اولاد ګڼي؛خو د معشوقې پر وړاندې خو دومره ژمنې بیخې نه لري .

 نننی سړی او ګڼ ښځي

نننی سړی له ګن ښځي بېزاره دی ولې؟ یوازې دا خبره ده،چې غواړي له خپلې ښځې سره با وفا وي او په یوې ښځې قناعت کوي یا دا چې خپل تنوع غوښتنې حس د ګناه له لارې اشباع کړي،چې ددې کار لارې چارې ورته په اسانۍ برابرېدای شي؟ وفا نه؛بلکې ګناه نن د ګڼ ښځي ځای نیولای دی؛ځکه نننی سړی له ګڼ ښځي سخت کرکجن دی،چې ژمنه او دنده ورته رامخې ته کوي .

پروني سړي که ګناه کوله؛نو دومره د ګناه لارې ورته نه وې؛نو اړ کېده ، چې ګڼ ښځي پلمه کړي او خپله هوسراني پرې وکړي .په دې چې له ځینو ژمنو یې پښې سپکولې؛خو د مېرمنو او اولادونو له ځینو مالي او انساني ژمنو یې رغید نه کېده؛خو نننی سړی هیڅ الزام او زور نه ویني،چې د خپلو نه ختمېدونکیو ځاني غوښتنو پر وړاندې ان کوچنۍ ژمنه هم ولري؛نو له ناچارۍ یې د ګڼ ښځي پر ضد پاڅون وکړ.

نننی سړی ډېر ژر خپلې معشوقې بدلوي او دې ته اړتیا نه لری،چې مهر،نفقه او یا طلاق ورکړي .

برتراند راسل د ګڼ ښځي سخت مخالف دی،وايي : “ د هغه د ژوند په لومړي پېر کې بې له خپلې نیا، دوو نورو ښځو ستره ونډه درلوده،چې یوه لومړنۍ “الیس” مېرمنه یې وه او بله یې د “اتولین” په نامه معشوقه وه،چې له مخورو ښځو وه او د شلمې پېړۍ له ډېرو لیکوالو سره اړیکې درلودې .”

ښکاره ده،چې داشان کسان له ګڼ ښځي سره موافق نه دي؛لکه همدې معشوقې یې له خپلې مېرمنې بیل کړ؛ځکه د راسل له خولې لیکي: “ یوه ورځ ماسپښین په بایسکل ښار ته روان وم،ناڅاپي مې احساس کړه،چې الیس مې بدې راځي .”

سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!