تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صحیفه سجادیه (څلور پنځوسمه دعا) د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه   يَا فَارِجَ الْهَمّ، وَ كَاشِفَ الْغَمّ، يَا رَحْمَانَ الدّنْيَا وَ الْ‏آخِرَةِ وَ رَحِيمَهُمَا، صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِ مُحَمّدٍ، وَ افْرُجْ هَمّي، وَ اكْشِفْ غَمّي.يَا وَاحِدُ يَا أَحَدُ يَا صَمَدُ يَا مَنْ لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُولَدْ وَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

صحیفه سجادیه

(څلور پنځوسمه دعا)

د امام زین العابدین د دعاوو ټولګه

 

يَا فَارِجَ الْهَمّ، وَ كَاشِفَ الْغَمّ، يَا رَحْمَانَ الدّنْيَا وَ الْ‏آخِرَةِ وَ رَحِيمَهُمَا، صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِ مُحَمّدٍ، وَ افْرُجْ هَمّي، وَ اكْشِفْ غَمّي.
يَا وَاحِدُ يَا أَحَدُ يَا صَمَدُ يَا مَنْ لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُولَدْ وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً أَحَدٌ، اعْصِمْنِي وَ طَهّرْنِي، وَ اذْهَبْ بِبَلِيّتِي. وَ اقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيّ وَ الْمُعَوّذَتَيْنِ وَ قُلْ هُوَ اللّهُ أَحَدٌ، وَ قُلْ‏ اللّهُمّ إِنّي أَسْأَلُكَ سُؤَالَ مَنِ اشْتَدّتْ فَاقَتُهُ، وَ ضَعُفَتْ قُوّتُهُ، وَ كَثُرَتْ ذُنُوبُهُ، سُؤَالَ مَنْ لَا يَجِدُ لِفَاقَتِهِ مُغِيثاً، وَ لَا لِضَعْفِهِ مُقَوّياً، وَ لَا لِذَنْبِهِ غَافِراً غَيْرَكَ، يَا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ أَسْأَلُكَ عَمَلًا تُحِبّ بِهِ مَنْ عَمِلَ بِهِ، وَ يَقِيناً تَنْفَعُ بِهِ مَنِ اسْتَيْقَنَ بِهِ حَقّ الْيَقِينَ فِي نَفَاذِ أَمْرِكَ.
اللّهُمّ صَلّ عَلَى مُحَمّدٍ وَ آلِ مُحَمّدٍ، وَ اقْبِضْ عَلَى الصّدْقِ نَفْسِي، وَ اقْطَعْ مِنَ الدّنْيَا حَاجَتِي، وَ اجْعَلْ فِيمَا عِنْدَكَ رَغْبَتِي شَوْقاً إِلَى لِقَائِكَ، وَ هَبْ لِي صِدْقَ التّوَكّلِ عَلَيْكَ.
أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ كِتَابٍ قَدْ خَلَا، وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرّ كِتَابٍ قَدْ خَلَا، أَسْأَلُكَ خَوْفَ الْعَابِدِينَ لَكَ، وَ عِبَادَةَ الْخَاشِعِينَ لَكَ، وَ يَقِينَ الْمُتَوَكّلِينَ عَلَيْكَ، وَ تَوَكّلَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَيْكَ.
اللّهُمّ اجْعَلْ رَغْبَتِي فِي مَسْأَلَتِي مِثْلَ رَغْبَةِ أَوْلِيَائِكَ فِي مَسَائِلِهِمْ، وَ رَهْبَتِي مِثْلَ رَهْبَةِ أَوْلِيَائِكَ، وَ اسْتَعْمِلْنِي فِي مَرْضَاتِكَ عَمَلًا لَا أَتْرُكُ مَعَهُ شَيْئاً مِنْ دِينِكَ مَخَافَةَ أَحَدٍ مِنْ خَلْقِكَ.
اللّهُمّ هَذِهِ حَاجَتِي فَأَعْظِمْ فِيهَا رَغْبَتِي، وَ أَظْهِرْ فِيهَا عُذْرِي، وَ لَقّنّي فِيهَا حُجّتِي، وَ عَافِ فِيهَا جَسَدِي.
اللّهُمّ مَنْ أَصْبَحَ لَهُ ثِقَةٌ أَوْ رَجَاءٌ غَيْرُكَ، فَقَدْ أَصْبَحْتُ وَ أَنْتَ ثِقَتِي وَ رَجَائِي فِي الْأُمُورِ كُلّهَا، فَاقْضِ لِي بِخَيْرِهَا عَاقِبَةً، وَ نَجّنِي مِنْ مَضَلّاتِ الْفِتَنِ بِرَحْمَتِكَ يَا أَرْحَمَ الرّاحِمِينَ.
وَ صَلّى اللّهُ عَلَى سَيّدِنَا مُحَمّدٍ رَسُولِ اللّهِ الْمُصْطَفَى وَ عَلَى آلِهِ الطّاهِرِينَ.

د کړاوونو د لرې کېدو لپاره دعا

ای د غمونو هاخوا کوونکیه او د خپګانونو لرې کوونکیه! ای په دنیا او آخرت او دواړو نړیو کې بښانده، پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه، غم مې هاخوا او خپګان مې لرې کړه.

ای ایکي یو خدایه! مړه خوا، ایکي یوه، ای هغه چې نه یې زېږولی او نه زېږېدلی او ساری یې نشته. و مې ساته، پاک مې کړه او کړاوونه مې لرې کړه.

(تر دې دعا کولو روسته حضرت امام سجاد زین العابدین وايي، چې آیت الکرسي او څلور قل وویاست او بیا وویاست:)

خدایه! درځنې یې غواړم، د هغه چا په څېر، چې ژوند پرې راسخت شوی، کمزوری شوی او ګناهونه یې ډېر شوي. د هغه چا د غوښتو په څېر، چې کړاوونو ته یې بل څارنوال، کمزورۍ ته یې بل ځواکمن او ګناهونو ته یې بې له تا بل بښونکی نه مومي. ای د جلال او کرامت څښتنه، هغه کړنې درځنې غواړم، چې له بندګانو دې پرې خوشحالېږې او هغه ډاډ، چې په پار یې، له تا په غوښتنه کې حق الیقین ته ورسي.

پالونکیه! پر حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم) او آل یې درود ووایه او پر داسې حال مې مړ کړه، چې چارې مې سمې شوې وي او په دنیا کې مې اړتیاوې راپوره کړه.

او په هغو وزلو، چې په واک کې دې دي، غوښتنې مې ستا د دیدار لېوالتیا ته څوبمن کړې او پر تا باندې د توکل رښتینولي راوبښه.

خدایه! د هغه څه خبر درځنې غواړم، چې زما په باب یې لیکلي او تېر شوي او له هغه څه پناه دروړم، چې په اړه مې لیکل شوي او تېر شوي.

خدایه! د عابدو بندګانو وېره، ستا د درشل د خاشعینو عبادت، د توکل کوونکیو ډاډ او پر تا د ایمان راوړونکیو توکل درځنې غواړم.

پالونکیه! له تا مې د غوښتو لېوالتیا، له تا ځنې د خپلو اولیاوو د غوښتو د لېوالتیا په څېر او په زړه کې مې وېره د هغوی د وېرې په څېر کړه او د خپلې رضا په لار کې مې دې داسې یو چار ته اړ باسه، چې د مخلوقاتو له وېرې دې دین  کوم حکم پرېنږدم.

خدایه! دا مې اړتیاوې دي؛ نو ورلېوالتیا مې ورستره کړه او د هغې په اړه مې عذر څرګند کړه او په دې عذر کې یو دلیل راوښیه او په دې ازمېینه کې روغه سټه راکړه.

خدایه! څوک چې سهار، سبا کوي او ډاډ او هیله یې بې له تا پر بل وي؛ نو زه داسې نه یم، سهار کوم او په ټولو چارو کې مې هیله او ډاډ ته یې؛ نو د چارو عاقبت مې په خیر کړې او ای د لوراندانو لورانده! په خپله لورنه مې دې له بېلاروونکیو فتنو وساته او د خدای درود دې زما پر بادار؛ حضرت محمد(صلی الله علیه و آله وسلم)، چې پالونکي ټاکلی دی او پر پاکې کورنۍ دې یې وي.

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!