تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر  البیّنه سورت تفسیر     بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه لَمْ یَکُنِ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ وَ الْمُشْرِکِینَ مُنْفَکِّینَ حَتّی تَأْتِیَهُمُ الْبَیِّنَهُ«1» رَسُولٌ مِنَ اللّهِ یَتْلُوا صُحُفاً مُطَهَّرَهً«2» فِیها کُتُبٌ قَیِّمَهٌ«3» وَ ما تَفَرَّقَ الَّذِینَ أُوتُوا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر  البیّنه سورت تفسیر

 

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

لَمْ یَکُنِ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ وَ الْمُشْرِکِینَ مُنْفَکِّینَ حَتّی تَأْتِیَهُمُ الْبَیِّنَهُ«1» رَسُولٌ مِنَ اللّهِ یَتْلُوا صُحُفاً مُطَهَّرَهً«2» فِیها کُتُبٌ قَیِّمَهٌ«3» وَ ما تَفَرَّقَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ إِلاّ مِنْ بَعْدِ ما جاءَتْهُمُ الْبَیِّنَهُ«4»= د كتابيانو كافرانو او مشركانو

 (ویل) چې څرګند دلیل رانشي له خپله دینه لاس نه اخلو. د خداى له لوري يو استازى (ورشي) چې سپېڅلې پاڼې ورولولي، [چې] بېخي سمې ليكنې پکې وي (؛ خو چې ورغى ویې نه مانه؛ لكه كتابيانو) او كتابيان هم ترهغه روسته خواره واره شول، چې څرګند دليل (قرآن او پېغمبر) ورغى.

 

ټکي:

* «بینه» هغه روښانه دلیل دی، چې حق له باطله بېل کړي.

 * «قَیِّمَهٌ» د نېغ، کلک،ارزښتمن او ګرانبیه په مانا دی.«قیم» هغه ته وايي، چې زړه سواند وي او د نورو ګټو ته راولاړ شي. په«قَیِّمَهٌ» کلیمه کې د (تاء)) تورې مبالغې ته دی؛ لکه علاّمة،نه تأنیث.

*دا آیت یې دوه ډوله تفسیر کړی دی: د یوه تفسیر له مخې، د کتابیانو او مشرکینو د بې وفایۍ او نه رښتینولۍ خبره ده او د بل تفسیر له مخې، پر هغوی د غاړې خلاصونې خبره ده.

د کفارو ادعا دا وه: څو روښانه دلیل رانشي، پر خپله لار به یو؛ خو چې روښانه دلیل ورغی، بیا هم پر خپله لار پاتې شول او ډېرو لږو یې ایمان راووړ. دې مضمون ته ورته خبره په بقره سورت ۸۹ آیت کې هم راغلې، چې د اسلام تر راښکاره کېدو له مخه، نوي پېغمبر ته په تمه ول او ځان ته به یې زېری پرې ورکاوه؛ خو «فَلَمّا جاءَهُمْ ما عَرَفُوا کَفَرُوا» همدا چې ورغی؛ نو هغه څه یې و نه منل، چې پېژندل یې.

* «صحف»د «صحیفه» جمع ده. ته وا د اسماني کتاب هره برخه یې یوه صحیفه ده. تورات یو کتاب دی؛ خو په قرآن کې یې په اړه وايي: «صُحُفِ إِبْراهِیمَ وَ مُوسی[1]»

 

پېغامونه:

1-بې له څرګند دلیله تمه مه لرئ، چې خلک به درته له خپلې ګروهې لاس پر سر شي.(َمْ یَکُنِ … مُنْفَکِّینَ حَتّی تَأْتِیَهُمُ الْبَیِّنَهُ)

2-په غاړه خلاصونه کې کفار او مشرکان سره جلا نه دي؛ الله پر ټولو خلکو، که کفار دي که مشرکان، په بیّنه (څرګند دلیل) یې پرې غاړه خلاصه کړې ده. «تَأْتِیَهُمُ الْبَیِّنَهُ»

3-له کتابیانو ډېره تمه ده (سره له دې چې په لومړي آیت کې د کتابیانو او مشرکانو خبره وه؛ خو په ورپسې آیتونو کې نیوکه یوازې پر کتابیانو شوې ده) «وَ ما تَفَرَّقَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ»

4-د الله اتمام حجت په آسماني پېغمبر او کتاب دی.(رَسُولٌ … یَتْلُوا صُحُفاً مُطَهَّرَهً)

5-قرآن له هر ډول تېروتنې، کږلارۍ، چټیاتو، باطلو او اړونې خوندي دی. «صُحُفاً مُطَهَّرَهً»

6- په قرآن کې، قوام بښاندي احکام دي[2]. «فِیها کُتُبٌ قَیِّمَهٌ»

7- قرآن هم په خپله منځلاری (معتدل) کتاب او له کږنې انګېرنې لرې دی[3] او هم د ټولنې د اعتدال او قوام لامل دی[4]. «قَیِّمَهٌ»

8-د ځاني غوښتنو په شتون کې علم او پوهه ستونزاواری نه دی، کتابیان څرګند په حق پوهېدل؛ خو د ځاني غوښتنو په پار په درز اخته شول.(وَ ما تَفَرَّقَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ …)

 

وَ ما أُمِرُوا إِلاّ لِیَعْبُدُوا اللّهَ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ حُنَفاءَ وَ یُقِیمُوا الصَّلاهَ وَ یُؤْتُوا الزَّکاهَ وَ ذلِکَ دِینُ الْقَیِّمَهِ«5»=او دوى ته یوازې امر شوى و، چې په پوره اخلاص به د توحید په دین الله لمانځئ، لمونځونه وكړي او زكاتونه وركړي او همدا دی سم (او ټينګ) دين.

 

ټکي:

* «حُنَفاءَ» د«حنیف» جمع او حق ورماتېدو او لېوالتیا ته وايي، د «جنیف» کلیمې پر وړاندې چې باطل ورماتېدو ته وايي.

* که د «ذلِکَ دِینُ الْقَیِّمَهِ» آیت د «فَأَقِمْ وَجْهَکَ لِلدِّینِ حَنِیفاً فِطْرَتَ اللّهِ[5]» آیت ترڅنګ کېږدو؛ نو ګټنه ترې کړای شو، چې نږه عبادت او له الله سره سمه ښکلې اړیکه (لمونځ) او له نورو سره مرسته (زکات) د هر انسان په خټه کې اغږل شوې چارې دي.

 

 

پېغامونه:

1-د نورو سلیقې او ځاني غوښتنې بېلابېلې دي. پایښتی او ټینګ دین، الله ته نږه ځان سپارنه ده.(مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ … ذلِکَ دِینُ الْقَیِّمَهِ)

2- بې ایمانه، بې لمونځه او بې زکاته انسان کوټلی نه دی. «یُقِیمُوا الصَّلاهَ وَ یُؤْتُوا الزَّکاهَ وَ ذلِکَ دِینُ الْقَیِّمَهِ»

3-د ځیلونو او درزونو مخینې ته پاملرنه، د پېغمبر اکرم او لارویانو یې د ډاډ او تسل لامل دی. (وَ ما تَفَرَّقَ الَّذِینَ … إِلاّ مِنْ بَعْدِ ما جاءَتْهُمُ الْبَیِّنَهُ)

4- توحید او د الله نږه لمانځنه د یووالي لامل دی.(وَ ما تَفَرَّقَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتابَ … وَ ما أُمِرُوا إِلاّ لِیَعْبُدُوا اللّهَ)

5-پېغمبرانو خلک الله ته رابلل، نه ځان ته. «وَ ما أُمِرُوا إِلاّ لِیَعْبُدُوا اللّهَ»

6-نږه توب د پایښتۍ لامل دی. (مُخْلِصِینَ … ذلِکَ دِینُ الْقَیِّمَهِ)

7-د توحید، لمونځ او زکات حکم په ټولو اسماني ادیانو کې و.(وَ ما أُمِرُوا إِلاّ لِیَعْبُدُوا اللّهَ …)

 

إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ وَ الْمُشْرِکِینَ فِی نارِ جَهَنَّمَ خالِدِینَ فِیها أُولئِکَ هُمْ شَرُّ الْبَرِیَّهِ«6» إِنَّ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ أُولئِکَ هُمْ خَیْرُ الْبَرِیَّهِ«7»=په حقيقت كې د كتابيانو كافران او مشركان، د دوزخ په اور كې دي (او) تل پکې پاتېږي [او] همدا دوى ډېر بد مخلوقات دي. په رښتینه كې هغوى چې ايمان راوړى او ښې [چارې] يې كړي، همدا دوی (د الله) غوره مخلوقات دي.

 

ټکي:

* د «بریه» کلیمه یا له «بری» اخستل شوې، چې د خاورې په مانا او مراد ترې ټول خاورین او له دې ځنې بشر دی او یا له «برء» اخستل شوې، چې د پیدا (خلق) په مانا ده او«بریه»د فعیله پر وزن د مفعوله په مانا؛ یعنې مخلوقات دي.

*په شیعه او سني روایتونو کې رانقل شوي، چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم، علي بن ابیطالب ته وويل: ته او ملګري دې خیر البریّه یاست[6].

*دې آیت ته ورته آیت، د قرآن په بل ځای کې راغلی دی: «إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِنْدَ اللّهِ الصُّمُّ الْبُکْمُ اَلَّذِینَ لا یَعْقِلُونَ[7]»

*د انسان د خورا ناوړتوب دلیل دادی، چې استازی او کتاب ورغی، په حقیقت پوهېږي؛ خو د غرور او تکبر له لامله ځېل کوي.( کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ … هُمْ شَرُّ الْبَرِیَّهِ)

 

پېغامونه:

1- هغوی کافر دي، چې اسلام نه مني، که مشرک وي که کتابیان. «إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ وَ الْمُشْرِکِینَ»

2-د کتابیانو او مشرکانو برخلیک یوشان دی. «أَهْلِ الْکِتابِ وَ الْمُشْرِکِینَ فِی نارِ جَهَنَّمَ»

3-د هستۍ تر ټولو غوره مخلوق؛ یعنې انسان، منطق او بیّنه ته په ورشا کولو ډېر ناوړه مخلوقېږي.«شَرُّ الْبَرِیَّهِ»

4- انسان په خپله ټاکنه، خپل ځایګی ټاکي،یا شرّ البریّه او دوزخي شي او یا خیر البریّه او جنتي.( کَفَرُوا … شَرُّ الْبَرِیَّهِ … آمَنُوا … خَیْرُ الْبَرِیَّهِ)

5- د کفر او ایمان ترمنځ او  د دوی د کار د پای پرتلنه ، غوره روښانول دي. «شَرُّ الْبَرِیَّهِ – خَیْرُ الْبَرِیَّهِ»

6-د نورو موجوداتو وده او پرېوتنه محدوده ده؛ خو د ا نسان وده او پرېوتنه ناپایه ده. «شَرُّ الْبَرِیَّهِ – خَیْرُ الْبَرِیَّهِ» (انسان په ایمان او نېکچاریو ان تر پرښتو هم غوره کېدای شي.)

7- غوره کېدنه د ایمان له لامله ده او ناوړېدنه په کفر ده. (په «هُمْ» کلیمه کې د انحصار مانا ده.) (أُولئِکَ هُمْ شَرُّ الْبَرِیَّهِ … هُمْ خَیْرُ الْبَرِیَّهِ)

8-ایمان هله ګټور دی، چې نېکچاري یې مل وي. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ» (خو کفر په یوازې ځان د دوزخ لامل دی.)

 

جَزاؤُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّاتُ عَدْنٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها أَبَداً رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوا عَنْهُ ذلِکَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّهُ«8»=بدله يې د خپل پالونكي پر وړاندې همېشني (ځانګړي) باغونه دي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي، تل به هلته وسي،(هم) الله ترې خوښ دى او (هم) دوى له خدايه خوښ دي؛ دا (لوړ مقام) د هغه لپاره دى،چې له خپل پالونكي ووېرېږي !

 

ټکي:

* په تېرو آیاتو کې یې دوزخیانو ته وویل : « خالِدِینَ فِیها» خو په دې آیت کې یې جنتیانو ته پر « خالِدِینَ فِیها» سربېره « أَبَداً » هم ورزیات کړی، چې د الله د لورنې نښه او څرک دی.

* «خَشِیتُ» هغه وېره ده، چې د تعظیم او عظمت پر بنسټ وي.

*دا آیت وايي: جنت اهل خشیت ته ځانګړی دی. «ذلِکَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّهُ» او بل آیت وايي: یوازې علماء اهل خشیت دي«إِنَّما یَخْشَی اللّهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَماءُ[8]»؛ نو جنت علماوو ته ځانګړی دی.

بلخوا پوهېږو، چې ټول علماء جنتیان نه دي؛ ځکه قرآن، ډېری دوزخیان هغه کسان ګڼي، چې تر پوهې او علم روسته ورکلاري شوي دي:«أَضَلَّهُ اللّهُ عَلی عِلْمٍ[9]»او همداراز ټول نالوستي دوزخیان نه دي؛ نو هغه علم چې د خشیت لامل شي، اصطلاحي علم نه؛ بلکې مراد ترې یوه طبیعي او الهي پوهه ده، چې زړه رڼا کړي.

 

پېغامونه:

1-د بدن جنت، بڼ، ویالې او د روح جنت د الله خوښي ده.(جَنّاتُ عَدْنٍ …

رَضِیَ اللّهُ عَنْهُمْ)

2-الهي خشیت، پر الهي احکامو د عمل سرچینه ده. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا

اَلصّالِحاتِ … جَزاؤُهُمْ … جَنّاتُ … ذلِکَ لِمَنْ خَشِیَ رَبَّهُ»

3-مؤمنانو ته د جنت تلپاتېینه هرومرو چار دی.(د«عَدْنٍ» ، «خالِدِینَ» و «أَبَداً» کلیمې، ټولې د خلود او همیشتوب د هرومرتوب څرګندوی دي.) (جَنّاتُ عَدْنٍ … خالِدِینَ فِیها أَبَداً)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال: شیخ محسن قرآئتی

 

[1] – اعلی،19.

[2] –  «کُتب» د دیني احکامو په مانا کېدای شي؛ لکه «کتب علیکم الصیام» آیت، چې کتاب د حکم په مانا دی.

[3] – که«قیمه» د ثابت او پایښتي په مانا او په ادبي اصطلاح لازم فعل وګڼو.

[4] – که«قیمه» د راولاړوونکي په مانا او د عربي ادبياتو په اصطلاح متعدي او مفعول والا وګڼو.

[5] – روم،30.

[6] – شواهد التنزیل، ۲ ټ، ۳۵۷ مخ، له نمونه تفسیر نه مو راخستی دی.

[7] – انفال،22.

[8] – فاطر،28.

[9] – جاثیه،23.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!