تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه  د تېرو کلونو کړنو ته ګوتڅنډې ټولنپوهنیزه شننه څېړنه: اجرالدین اقبال سریزه : څه چې لولئ د تمدن او تجدد په نامه د یوه مسلمان اندیال ارواښاد ډاکتر علي شریعتي پښتو ته د اړول شوې ګوتڅنډې ټولنپوهنیزه شننه ده چې د ختیځو او اسلامي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه 

د تېرو کلونو کړنو ته ګوتڅنډې ټولنپوهنیزه شننه

څېړنه: اجرالدین اقبال

سریزه : څه چې لولئ د تمدن او تجدد په نامه د یوه مسلمان اندیال ارواښاد ډاکتر علي شریعتي پښتو ته د اړول شوې ګوتڅنډې ټولنپوهنیزه شننه ده چې د ختیځو او اسلامي هېوادونو ښکیلولو ته د پردیو اندیزې او وټیزې لارې چارې پکې ځیر شوي. ددې شننې په رڼا کې څه چي په هېواد کې تیرېږي ښه یې کتلی او نیوکه پرې کولای شئ او هم سمې سیخې لارې ته مو د ورسمیدو په اندیزه پیاوړتیا سنبالوي چې د خپل دین، فرهنګ او تاریخ په رڼا کې د برم بیا ژواکۍ ته مټې رابډوهئ.

تمدن له تجدد سره توپیر لري

((د نړۍ ستر ادیان په تېره اسلام د بشري تکامل، د انسان د فرهنګي او مانیزې – معنوي بډاینې، انسان له وحشي توبه لرې کولو او تمدن، فرهنګ او معنویت ته د ورنژدې کېدو لپاره راغلي دي. دا چې وایم ((په تېره اسلام)) مطلب مې دادی چې سترو او پر حق ادیانو غالباً مانیز، اخلاقي او روحي اړخ درلود او همدغسې د بشر مانیز او روحي تکامل یې خپل رسالت غوره کړی و، حال دا چې اسلام په عین حال کې ، یو تمدن ساز او ټولن ساز دین دی. نو ځکه د ((تمدن)) ، ((تجدد))، فرهنګ، وحشي توب، متمدن او متجدد په باب خبرې کول یوه بنسټیزه مساله ده چې باید تل د هر مسلمان په ذهن کې اوڅار وي، په تېره روڼ اندي او زده کړه وال، چې نیغ په نیغ د خپلې ټولنې د تجدد یا تمدن رسالت پرغاړه لري.

نن په نا اروپایي او دغسې اسلامي ټولنو کې د تجدد مساله اوڅار ده . دلته ځان پوهوو چې تجدد او تمدن یو له بل سره څه تړاو لري او لکه څنګه یې چې پوهولي یو، تجدد له تمدن سره مترادف او په یو کتار کې دی، که نه، تجدد یوه بیله ویینه او بله ټولنیزه ښکارنده ده چې له تمدن سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

خو په خواشينۍ چې تجدد یې د تمدن په نامه د نااروپایې ټولنو په خولو کې ورغورځولی . له نژدې دوو پیړیو راهیسې چې نااروپایي ټولنې او له دې ځنې، اسلامي ټولنې له لویدیځ تمدن سره په اړیکه کې دي باید متمدنې شوې وای او لویدیځ هم ددې ټولنو د متمدنولو رسالت پرغاړه درلود؛ خو د متمدنولو او له تمدن سره د اشنا کولو په نامې یې ګردو نااروپایې ټولنو ته تجدد ورډالۍ او مانا یې کړ، چې همدا تمدن دی او باید کلونه مخکې مو د روڼ اندو ورپام شوی او خلک یې پوهولي وای، چې تجدد له تمدن سره توپیر لري. تجدد یو څیز دی او تمدن بل او کومې ټولنې چې تمدن غواړي د تجدد له لارې ورسېدای نشې؛ خو دا کار یې ونکړ. ولې د نااروپایې ټولنو روڼ اندو دغسې مسالې ته ورپام نشو،علت یې ددې ویینې په ترڅ کې درڅرګندوم.

دلته د ښه پوهاوي لپاره څو اصطلاحات په ځانګړي مفهوم شرح کوم او روسته خپلې ویینې ته وردانګم.

۱. “روښانفکر” – روڼ اندی څه مانا لري چا ته ” روښانفکر” وایو؟ څوک روڼ اندی  دی او په خپلو ټولنو کې څه ونډه او رسالت لرې؟ اصلا روښانفکران څوک دي؟

په اروپا کې روښانفکران د اروپایي ټولنې ځانګړی او مشخص قشر دی چې د دوی د پیدایښت، تکوین او ودې څرنګوالی او همداراز په خپلو ټولنو کې یې کړندود او ونډه څرګنده ده. په نااروپایې هېوادونو لکه په اسلامي او افریقایي ټولنو کې هم د روښانفکر په نامې یو شمېر راپیدا شوي چې یو قشر دی او خلک ورته روښانفکران وايي. دوی له اروپايی روښانفکرانو سره څه توپیر لري؟ ایا توپیر لري یا د اروپایي روښانفکرانو د خوځښت پوره غځوونکي دی ؟

۲  . Assimilation اسمیلیشن (همرنګي، یو رنګي): دا کلمه د هغو ویینو او برخلیک بنسټ دی چې نن ټول نااروپایان او مسلمانان پرې اخته دی.  

۳ . Alienation (له ځانه پردیتوب) الینیشن: الینیشن یعنې له ځان پردي کېدنه؛ یعنې انسان ځان ورکوي او د ځان پرځای بل څیز یا څوک احساسوي او دا د انسان یو ډول ستره ټولنیزه او روحي ناروغي ده.

 Assimilation اسمیلیشن؛ یعنې څوک چې ځان په لویی لاس یا ناخبرۍ کې له بل سره ورته، همرنګه او یو رنګه کوي؛ یعنی ځان له بل سره ورته کول. انسان چې پر دې ناروغۍ اخته شي؛ نو کله یي هم خپلې وګړې – شخصیت، اصالت او ځانګړنو ته نه ورپامېږي، بلکې که ورپام یې شي کرکه یې ترې کیږي؛ ځکه له خپلو ټولو وګړیزو یا ټولنیزو، کورني یا ملي ځانګړنو لرې شوی، ځان بې قید و شرطه او په پریمانه اندیښنو سره بل ته ورته کوي، چي له هغه ننګ احساسولو چې په ده او په ده پورې ورمنسوب دی، ځان ترې بچ وښیي او له هر ډول ویاړنو او فضایلو چې په بل کې احساسوي ،برخمن شي .

 Alienation  الینیشن، په څو څرنګوالي (کیفیت) او بڼو شتون لري او هم په لاملونو پوری تړاو لري.

د کار وزله یو لامل دی چې انسان مسخ کوي. په ټولنپوهنه او ارواپوهنه کې په ډاګه ده ، څوک چې په خپل عمر کې په کومه کچه له وزلې یا یو ډول کار سره ډېر په اړیکه کې وي؛ نو لږ لږ خپله خپلواک او حقیقي شخصیت هېروي او پرخپل ځای د کار وزله احساسوي.

لکه یوڅوک چې تل له یوه ماشین او یا یو پیچ سره سروکار لري له ګهیځه تر مازیګره یا ماښامه اته یا دولس ساعته باید پر خپل کار ولا‌ړ وي؛ چې ګرد احساسات، افکار، عواطف او انساني ځانګړنې یې ځنډېدلي او یوازینی کار یې دادی چې دا پېچ په لاس ونیسي او دا ځانګړی ورسپارل شوی ماشیني کار دې وکړي. لکه یوه تخته یې ترمخ تیرېږي، ورته وايي دوه پیچونه چې تېرشول، درېیم پېچ یو ځل تاو کړه. دا یو انسان چې ډول ډول عواطف، فعالیتونه، افکار، سلېقې، لېوالتیاوې، څوبتیاوې، کرکې، دښمنۍ او ننګېرنې لري؛ نو د خپل کار پر یو “پېچ تاو” موجود اوړي. په دې لسو یا دولسو ساعتونو کې هيڅ څیز نه دی، ټولې ځانګړنې یې رخصت شوي او د یوه ورته او یکنواخت عامل “ترسره کوونکی” شوی دی.

“الینه” په لغت کې یعنې پېریانی کېدل. په پخوا وختونو کې پېریاني کېدل و چې څوک به لېونی شو، ویل کېدل چې پېریانی شوی، پېری پکې ورننوتی، پر عقل یې پېری ناست دی، د ده عقل یې له منځه وړی او دمګړۍ یې په ورح کې پېری دی، ځان نه احساسوي په ځان کې یو پېری احساسوي.

 نن ټولنپوهانو او ارواپوهانو دا لغت دغسې ناروغیو ته راوړی؛ یعنې لکه څنګه چې مخکې به یوعقلمن انسان له پېري سره د تماس یا پيري ورسره د تماس له لامله، پيريانی کېده ؛ یعنې پېری پکې ورننوته ؛ نن انسان له ځانګړې ماشینې وزلې سره دهمېشني تماس یا له پراخو اداري سازمانو سره د تړاو له لامله ددې ماشین یا ادارې پر یوه غړي اوړي، نه د سترې بشري کورنۍ غړی.

د بشري کورنۍ، غړیتوب ډېر لږ احساسوي، ان خپلې ځانګړنې هم نه احساسوي او ترې ورک کېږي ، یعنې لکه څنګه یې چې ویل پیری په انسان کې ورننوځي، لیونی کوي یې، دغسې هم په ننني انسان کې د خپل کاروزلې او یا د کار بڼه یې ورننوځي او لږ لږ د ده انساني سم او اصیل شخصیت او وګړه له منځه وړي او د ماشین شخصیت، د کار وزله او یا د کار بڼه او یا یې د خپلې ادارې د مراتبو لړۍ پکې ورننوځي او کله چې ((ځان)) احساسوي، ډېر دا څیز خپل ((ځان)) احساسوي.

یو بل ډول دردناک پيریانیتوب یا په انسان کې د یوې بلې ښکارندې ورننوتل چې له ځانه یې پردی کوي او یا یوه ټولنه له ځانه پردی کوي، هغه دا دی چې یوې ټولنې ته یو ځانګړې انددود – طرز تفکر، فرهنګ، لید یا ځانګړې ذوق ورننوځي چې دا ټولنه ورسره هیڅ ورته والی نلري. دا ټولنه ځانګړی ذوق لري، خلک یې ځانګړې انددود، لید، موخې، هیلې، دردونه او اړتیاوې لري چې له خپلو ټولنېزو حالاتو سره یې تړاو لري؛ روسته همدا ټولنه له بلې ټولنې سره د تماس له لامله، چې بله وضع لري او وګړي یې په بل ډول شرایطو کې اوسي پر یو شمېر کسانو د خپلو افکارو، اندودودنو، سلیقو، ذوق ، اړتیاوو او دردونو ټولګه ورتپي او یا یې ورتزریقوي او په پایله کې یو شمېر “مسخ شوي” کسان پکې راپيدا کېږي.

څنګه مسخ شوي؟ داسې چې دا انسان خو په یوې داسې ټولنه کې اوسي چې ځانګړی تاریخ، دین،  ځانګړنې او ځانګړې ټولنیزې او اقتصادي اړیکي لري؛ خو ددې انسان انددود یې د خپلې ټولنې پیداوار نه دی او له بلې ټولنې سره یې د تماس یا تبلیغ له لامله راخستی چې یو متناقض انسان ترې جوړیږي ؛ هغه انسان چې خپله د یوې ټولنې پیداوار دی او فکر یې د بلې او په دې توګه شونې ده یو انسان او یا یوه ټولنه، د یوې بلې ټولنې په وسیله چې نه یې خلک ورته والی ورسره لري او نه یې وخت او زمان ورته والی ورسره لري، الینه او پېریانی شی، یعنې له ځانه پردۍ شي .

روسته دا ځوان، زده کړوال، روښانفکر او یا تیاره فکر، چې په یوې ځانګړې ټولنې پورې اړوند دی او په دې ټولنې پورې اړوند د يوه شخصیت خاوند دی؛ خو نه خپله ټولنه پېژني او نه خپلې ځانګړنې او نه ځان پيژني چې څوک دی او په پایله کې ځان، په هغې بلې ټولنې پورې اړونده احساسوي.

 دا انسان چې مثلا د یوه شرقي هېواد اوسېدونکی دی؛ ځان اروپایي احساسوي؛ ذوق، سلیقه، لېوالتیاوې، څوبتیاوې، انددود، کړاوونه، رنځونه، غمونه، احساسات او هیلې یې ټولې اروپایي وي ؛ خو دا هیلې، کړاوونه،غمونه او اړتیاوې د بلې ټولنې دي او دا اصلاً له هغې ټولنې سره په یوې نا ورته یا نا متشابه ټولنې کې اوسي، داسې یو انسان له ځانه پردی شوی او ناروغ دی، څنګه ناروغ دی؟ اروایي ناروغ هغه دی چې خپله یو څیز وي؛ خو خپل شخصیت نه احساسوي او د خپل شخصیت پر ځای بل شخصیت احساسوي. شخصیت یعنې د انسان انددود، ذوق او سلیقه؛ او زه چې د دې ټولنې اوسېدونکی یم؛ نو شخصیت مې له دې ټولنې سره تناسب او تړاو لري؛ خو خپل شخصیت نه احساسوم؛ ځکه مسخ شوی یم، ځکه د یوې بلې ټولنې انددود راکې راننوتی دی. نو ځکه زه یو ” اوښ غويي پړانګ ” انسان یم ؛ یعنې خپله یو څیز یم ؛ خو کله چې ځان احساسوم ، یو بل څیز احساسوم؛ ځانګړي دردونه لرم؛ خو نه یې حسوم ځکه ځان او خپلې ځانګړنې نه حسوم او د بل کس دردونه احساسوم؛ خو خپله دا دردونه نه لرم.

دغسې انسان ناروغ دی . کوم انسان چې د لوږې درد لري وږی دی؛ خو لوږه نه احساسوي؛ بلکې د یو موړ کس ناروغۍ او خپګانونه احساسوي . څوک چې موړ شي، په مړښت او نس ډکېدنې پوری اړوند یو ډول هیلې، غوسې او خپګانونه لري، خو وږی یې نه لري او هیلې، ذوق ، سلیقې ، دردونه او خوښونې یې ورسره توپیر لري ؛ خو کله چې وږی په موړ الینه (او پېریانی) شي، سره له دی چې خپله په رښتیا وږی دی؛ خو ددې پرځای چې د یو وږي دردونه احساسات او کړاوونه احساس کړي، د ماړه دردونه او هیلې احساسوي .

وږی خو د یو کپ ډوډۍ په فکر کې دی، د ژوند غم ورسره دی، د خپلو بچیانو د مړولو اندیښنه ورسره ده، مادي دردونه لري او د مادي اړتیاوو د پوره کول په فکر کې وي. موړ انسان، ځانګړي غمونه او هیلې لري؛ لکه زړه یې غواړي چې یوه تابلو وپېري چې په هر قیمت وي، که څه خپله نیمه شتمني پرې ورکړي . روسته وینو همدا وږی چې په ماړه مسخ شوی، د ده ، د ښځې او اولادونو په څېره کې یې د لوږې او په کور کې یې د نیستی نښې له لرې ښکاري، خو ددې وږي کس هیلې او غمونه د یو شتمن او موړ کس په شان دي. نو دا سړی ناروغ دی؛ ځکه خپله یو څیز دی؛ خو د ځان پرځای بل څوک ننګیري او احساسوي .

په دې توګه اروپایي ټولنو نا اروپایي ټولنې الینه کړي؛ یعنې له ځانه پردۍ شوي؛ یعنې د شرقي ټولنې زده کړه وال او روښانفکر د شرقي په څېر نارې سورې نه وهي، د شرقي به څېر هیلې نه لري، د خپلې ټولنې د کړاوونو په تړاو د یوې ټولنې په څېر رنځونه نه اوڅاروي ؛ بلکې د یو پانګوال او له مادي پلوه د پوره برخمن انسان، اروپايي انسان رنځونه ، دردونه احساسات او اړتیاوې احساسوي.

د نا اروپایي شخصیتونو اروایي انحراف او کږلیچ ، د اوسنۍ بشري ټولنې یو ستر کړاو او ناروغي ده ، چې واقعیتونه یې بل څيز دی؛ خو خلک یې بل څه او بل څوک احساسوي، حال دا چې دوه سوه کاله وړاندې به چې نا اروپايي هېوادونو ته ورتلو، که څه نننی اروپايي تمدن يې نه درلود؛ خو هر یو خپله یو هېواد و؛ ځان ته یې احساسات، هیلې، انددود، ښه و بد، هنر، ښکلا، دیني او فلسفي اندود او…درلودل . لکه یو افریقایي هېواد ته به چې ورغلې، پوهېدی چې دا یو افریقايي هېواد دی، که هند ته به ورغلې، پوهیدې چې دا هند دی؛ خپله ځانګړې سلیقه، ساختمانونه او د ساختمانونو رنګونه لري ، شاعر یې خپل شعرونه وایي، چي د خپلې ټولنې کړاوونه او اندود پکې څرګندوي او هر څه یې خپل دي، په عین حال کې چې د تمدن کچه یې ټیټه او له مادي برخمنۍ لږ برخمن وو؛ خو هر څه یې خپل وو، ناروغان نه ول، که څه بېوزلي وه او ناروغي بې له بېوزلۍ ځنې ده.

خو نن اروپایي ټولنو په هماغه کچه چې توانېدلي چې نا اروپايي ټولنو ته د خپل تمدن مظاهر، پیداوار او لګښتي وزلې وردننه کړي، نو همغومر توانېدلي چې د خپلې ټولنې فلسفي انددود، ځانګړې ګروهې، سلېقې او ځانګړي چلنونه هم وردننه کړي، چې دا ټول کله هم د نااروپایي ټولنو له انددود، سلیقې او چلنونو سره اړخ نه لګوي . یو تورپوټکی ستراندیال “علیون دیوپ “وايي : په دې توګه له اروپايي تمدن دباندې موزايیکي ټولنې رادبره شوې؛ موزاييکي ټولنې یعنې څه ؟ لکه موزاییک. موزاییکونه چې په سل ګونو رنګین او په جلا جلا بڼو کوچنۍ ګاڼې لري، ټول په یوه قالب کې پرس شوي وي، خو کومه بڼه یې رادبره کړې ده ؟ هیڅ . د موزاییک تخته مختلف رنګونه لري، بېلابېلې جلا جلا ذرې لري ، خو هیڅ بڼه یې رامنځ ته کړې نه ده . ولې ؟ دا تمدنونه هم موزاییکي تمدنونه دي؛ یعنې هغه تمدنونه چې له پخوا پکې یو اندازه توکي پاتې دي او هم له اروپا ځنې یوه اندازه بې بڼې او بې رویه توکي پکې ورننوتي او روسته د (( نیمه متجددې ټولنې)) په نامې یو موزایيکي قالب شوی دی .((موزاییک)) په دې پار دی، چې موږ په خپله ټولنه کې د یوه تمدن جوړولو لپاره څه چې د اروپا په تمدن کې کارېدلي وه، خپله مو ((انتخاب او غوره)) کړي نه دي؛ ځکه نه پوهېدو چې تمدن څه دی او کومه بڼه لري؟ بڼه هم دوی راکړه ؛ نو ځکه بې له دې چې پوه شوو، په خپله ټولنه کې څه جوړ کړو او بې له دې چې مخکېنی هوډ ولرو، چې خپله ټولنه په خپل انددود په کومه بڼه کړو، چې د خپلې مخکېنۍ نخچې له مخې ورته توکي له ځان یا نورو واخلو او په دې جوړښت او ساختمان کې یې وکارو؛ نو بې له طرحې مو له شا وخوا بېلابېل توکي او مصالح یو پر بل واچول، داسې توکي چې هم بومي یا ځايي دي،هم اروپايي، هم له تېرو ځنې دي او هم اوسني دي؛ خو بې بڼې، بې څېرې او بې قوارې پر یو بل پراته دي داسې چې ټولنه په خپورو ورو، بې بڼې او بې موخې انددود جوړه شوې ده. دا نا اروپایي ټولنې دي چې په یوې یا یوې نېمې پېړۍ کې یې د تمدن په نامه توکې او مصالح له اروپا واخستلای شو .

 په نا اروپایي ټولنو کې دا موزاییکي تمدن او زما په تعبیر ((اوښ غويي پړانګ)) ټولنې چې ځانګړې بڼه او موخه نه لري او معلومه نه ده چې څنګه یوه ټولنه ده او خلک او اندیالان یې پوهېدای نشي چې څه ته ژوند کوي، موخه، ګانده – راتلونکې او ګروهه یې څه ده، ولې رادبره شوې ؟ نو علت یې دادی :

په اتلسمه پېړۍ کې په اروپا کې ماشین پیدا شو، وده یې وکړه (ماشین د اروپایي پانګوال په لاس کې و). د ماشین ځانګړنه دا ده چې کار کوي؛ نو تل او هرکال دې د خپلو تولیداتو کچه لوړوي. دا، هډو د ماشین جبر دی. که کوم ماشین د لسو یا پینځلسو کلونو په موده کې د تولید کچه ډېره نه کړي ؛ له منځه ځي، خپل کارغځولاوی نشي او همدغسې له نورو ماشینونو سره سیالي نشي کړای . که د پیداوار کچه لوړه نه کړي، نور، په نورو ماشینونو چې همدا جنس تولیدوي، په ډېر تولید خلکو ته ارزانه جنس وروړاندې کولای شي او خلک هم دا جنس اخلي او دهغه بل جنس پاتېږي او ناچار د دې لپاره چې هغه هره ورځ د کارګر مزدوري لوړه کړي او په عین حال کې ترخپل سیاله ارزان جنس وپلوري؛ نو باید خپل تولیدات ډېر کړي .

ماشین د علم او تخنیک په مرسته خپل تولیدات زیات کړل او په پار یي د بشریت د ژوند بڼه واوړېده. خیال مه کوئ چې دا په اوسنۍ نړۍ کې یوه له مطرحو مسایلو ځنې ده ؛ نه ! په دې دوو پیړیو کې بې له دې بله هیڅ مساله نه وه ؛ ګردې مسالې په همدې پار وې، اروپا په همدې پار په نړۍ کې ټول مسایل اوبدلي اوڅار کړي دي .

ماشین باید هرکال په تصاعدي ډول خپل جنس زیات کړي، نو ځکه د پاتېدو لپاره باید تصاعدي لګښت هم پیدا کړي؛ خو د خلکو لګښت د ماشین د تولید هومره نه زیاتېږي. یوه ټولنه وینو چې په وروستیو لسو کلونو کې یې د کاغذ لګښت ۳۰ سلنه ډېر شوی، د کاغذ سازۍ ماشینونه وینو، چې په دې لسو کلونو کې یې د کاغذ پیداوار۳۰۰ یا۴۰۰ سلنه اضافه شوی: یعنې تولید یې څلورګرایه شوی؛ یعنې که یو ماشین لس کاله مخکې په ساعت کې پینځه کیلومتره کاغذ تولیداوه، اوس پنځوس کیلومتره تولیدوی، حال دا په دې لسو کلونو کې د کاغذ لګښت دومره لوړشوی نه دی او نه دومره لوړېدای شي؛ نو باید پردې اضافي تولید څه وکړي؟ باید ددې موخی لپاره نوی لګښت تولید کړي،

نوی لګښت!

هر اروپایي هېواد ځانګړی لګښت لري او نفوس یې هم معلوم دی او هر کال چې په تصاعدی بڼه توليد زیاتېږي، خلک اړایستای نشو چې لګښت پورته کړي، دا شونې نه ده؛ نو ځکه ماشین چې جبراً تولید زیاتوي، باید جبراً له خپلو پولو دباندې بازار پیدا کړي. په اتلسمه پېړۍ کې چې پانګوالو ته له نوي تخنیک او علم سره ماشین لاس ته ورغی؛ نو د بشر راتلونکی برخلیک څرګند و. ولې ؟ د اقتصادي ټولنیز جبر، او نوي تخنیک او علم په پار نوي ماشینونه تولید ډېروي او په بیړه، په پینځو کلونو کې د اروپا بازارونه ډکیږي؛ نو باید جبراً د ځمکې پر مخ انسانان د ماشین د پیداوار لګښتیان اوسي او باید دا پیداوار اسیا او افریقا ته ولېږل شي. باید افریقایي له ناچارۍ اروپايي جنس مصرف کړي؛ ځکه ماشین دغسې غواړي. که نه ماشین ((ماتېږي )).  له ناچارۍ باید ګرد ختیزوال دا جنس ولګوي. د ختیزوالو ژوندود چې د دغسې اجناسو د لګښت تقاضا نه لري؛ نو ایا په سادګۍ دا اجناس پرې ورتپلای شو چې هرومرو یي مصرف کړي؟ دا شونې نه ده.

په اسیایي ټولنه کې ښځې خپلې جامې ګنډي او یا يې بومي ګنډونکي ګنډي، خپلې ځايي او کلیوالې جامې اغوندي. اروپايي کارخانې چې ټوکرونه اوبدي او جامي ګنډي، په اسیايي ټولنو کې پېرودونکي نلري . په افریقايي ټولنه کې وینو چې د انسان پر اس له سپریدو سره ډیره مینه ده او ښه بوختیا یې همدا ده، د اس له ښکلا خوند اخلي، اصلاً اس یې د سپرلۍ وزله ده ، بوختیا، ذوق او هنر یې هم دی . هډو سړک او چلوونکی نه لري او په ذهن کې یې د موټر مفهوم هم نشته؛ موټر ته اړتیا هم نه لري . ژوند یې په داسې بڼه دی، چې پیداوار او لګښت یې له خپلو دودونو، ذوق ، سلیقې او اړتياوو سره په تړاو دی؛ نو ځکه اروپایي موټر ته اړمن نه دی.  په اروپا کې د سینګار مدرنې کارخانې په بېړه ډول ډول پرېمانه ، زښت ډېر او له څومروالي او څرنګوالي له پلوه سنګاریز توکي تولیدوي؛ نو اروپایان دا توکي اسیا او افریقا ته ورلېږي. په اسیا او افریقا کی باید نارینه او ښځې دا سینګاریز توکي ولګوي؛ خو شونې نه ده چې ددې ځایونو د اتلسمې او ان نولسمې پېړیو نارینه او ښځې دا توکي ان که وړیا یې هم ورکړې، وبه یې نه لګوي. دوی خپله ځانګړی بومي سینګارونه لري، د ښکلا خپل مواد لري چې کاروي يې او ښه هم پرې ښکاري، مارګرت ستور ته هیڅ اړتیا نلري او د بڼې بدلون ته هم نوې اړتیا پکې راغلې نه ده ؛ نو ځکه پر اروپایي کارخانې دا اجناس ورډېری کېږي او د پورته ځانګړنوله مخې د اسیا او افریقا انسانان داسې دي چې د اروپا د اتلسمې او نولسمې پېړیو د صنعتي اجناسو لګښتیان وي، نو چاره څه ده ؟

باید دوی د اروپايي اجناسو لګښتیان کړو او ټولنې یې په داسې بڼې تنظیم کړو چې زموږ اجناس واخلي، نارینه او ښځمنې داسي ښکلاوې خوښې کړي، چې ناچار زموږ سینګارېزو توکیو ته ورمخ کړي. یو ملت باید واړو، ادلون بدلون پکې راولو، یو انسان باید واړو، چې جامې یې بدلې شي، چې لګښت یې بدل کړو ، چې سینګار یې بدل کړو، چې د کور فرنیچر و ښکلا یې بدله کړو، د ښار بڼه یې ورواړو؛ نو باید فکر او روح یې بدل کړو. څوک د یو ملت روح او د یوې ټولنې فکر اړولی شي؟ اروپایي پانګوال، اینجنر او د اجناسو تولېدوونکي دا چار نشي کړای. دلته باید اروپایي اندیالان (دا د لوټ تالان هغه ځای دی چې د ګردو نااروپايي، اسیايي او افریقایي هېوادونو برخلیک بدل شو) کیني او یو ځانګړی انددود او کړلار جوړه کړي، چې ړومبی : د نااروپایي انسان سلیقه او فکر واوړي؛ دویم : زموږ په خوښه یې د ژوند بڼه بدله شي؛ ځکه شونې ده داسې واوړي چې زموږ د اجناسو لګښتیان نشي؛ بلکې په داسې بڼه یې سلیقه ، خوښونه، کړاوونه، غمونه، هیلې، ارمانونه، ښکلاوې، دودونه، تفریحات، ټولنېزې اړیکې د فراغت وختونه او … بدل شي چې پخپله زموږ د توکو پېرېدونکي او جبراً د اروپایي صنعت د توکو لګښتیان شي.

په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې د اروپا سترو پانګوالو او د اجناسو تولېدوونکو، اندیالانو ته کړلار ورکوي، چې باید د ځمکې، مخ ګرد وګړي، ورته او یکنواخت شي، باید د ژوند بڼه یې یوه شي، باید یوچوکاټي او فرمي فکر وکړي؛ خو نه کیږي چې ټول ملتونه یوچوکاټي فکر وکړي؛ څه څیز په یوه ملت کې یوچوکاټي فکرتولید او منځ ته راولي؟ دین، فرهنګ، تاریخ، تېرتمدن، روزنه او دودونه یې .

دا د یوه نسان د شخصیت او وګړې، روحي او فکري څرنګوالي او د ژوند سازوونکیو لاملونو ټولګه ده. دا لاملونه په هره ټولنه او سیمه کې په یوې بڼې شته، په اروپا کې په یوه بڼه، په اسیا کې په بله او په هرځای کې په یو ډول شته: یو ځای کې اسلام دی، په بل ځای کې بودايي دین او په بل ځای کې بل دین دی . دوی هر یو، یو ډول ټولنه جوړه کړې، یو ډول ملت یې ساز کړی، یو ډول سلېقې، ذوق، رنځ ، هیلې، حساسیتونه، تېر، دین او اړیکې لري؛ خو په هرحال ټول باید یکنواخت او ورته وي . د ورته

والي لپاره باید په هر ملت، ټولنې او سیمې کې بېلابېلې بڼې او شکلونه له منځه ولاړ شي او ګرد یوه بېلګه ولري . بېلګه څه ده ؟ بېلګه اروپا غوره کوي: دې بڼې ته ځير شئ!

خپل کارپوهانو ته یو انسان ورښیي، چې باید اسیایي، افریقايي او شرقي انسان په دې بڼه کړئ: دغسې جامې واغوندي، دغسې فکر وکړي، دغسې غم و خپګان ولري، دغسې ټولنیزې اړیکې ولري، دغسې کور جوړ کړي، دغسې لګښت وکړي ، دغسې هیلې ولری، دغسې نخچه وکاږي، دغسې ګروهه ولري او دغسې خوښونه وکړي!

څه موده روسته وینو چې د ((تجدد)) په نامې ګردې نړۍ ته یو نوی فرهنګ ور وړاندې شوی. ((تجدد)) یو بهترین ګوزار و، چې د نړۍ په هره برخه او نا اروپایي ټولنو کې نا اروپايي انسان ـ چې په هر بڼه او فکري قالب کې دی ـ له دې چوکاټ، فکر او خپل شخصیت او وګړې دباندې راوباسي . او زموږ د اروپایانو یوازېنی کار دادی، چې د هرې بڼې او دین په درلودونکې ټولنو کې د متجدد کېدو وسوسه او اندیښنه ورواچوو. که په هر چل ول په یوه شرقي کي د متجددېدو وسوسه او مینه ورځای کړو؛ نو په پایله کې خپل تېر تاریخ، هر عامل چې د ده بومی شخصیت او فرهنګ یي ورجوړ کړې، پخپله او یا زموږ په مرسته لتاړ کړي.

نو ځکه د ګردو هېوادونو، تورپوټکیو هېوادونو، اسلامي هېوادونو، لرې ختیځ، منځني ختیځ او نژدې هېوادونو ګډه وجه دا ده چې په دوی کې د متجددېدو شوق ورپيدا کړو او متجددېدل دادي : (( اروپایي انسان ته ورته کېدنه )) متجدد یعنې ((لګښت کې متجدد)) (په همدې مانا يې په نړۍ کې پیل کړی و) څوک چې متجددیږي؛ یعنې په لګښت کې نوی کېږي؛ یعنې نوي توکي لګوي، د نوي ژوند بڼې لګوي؛ یعنې د نوي ژوند بڼې او اجناس چې لګوي، د ده د تېرو دودېزو، ملي یا ټولنېزو اجناسو او د ژوند د بڼې په څېر نه؛ بلکې له اروپا راصادرې شوې بڼې دي؛ نو ځکه باید دوی د لګښت له پلوه متجدد کړو؛ خو نه کېږي ورته ووایو چې په ماغزو، شعور او وګړه (شخصیت) کې دې نوښت رادبره کوو؛ بلکې خواړه دې بدلوو، د پخوانیو خوراکونو پر ځای، پر دسترخوان دې زموږ سازکړي خواړه ږدو؛ خو که هغه پورته خبرې ورته وشي، مقاومت پکې رادبروي .

 نو ځکه زموږ هڅه دې دا وي، بېلابېلې ټولنې چې زموږ توکي نه لګوي، متجددې یې کړو؛ یعنې په خولو کې یې نوي لګښتونه ورکړو، باید ویې پوهو چې ((تجدد)) یعنې ((تمدن))؛ ځکه هر انسان د یوه تمدن هیلمن دی؛ نو ځکه موږ تجدد ورته تمدن مانا کوو؛ ځکه خپله به په متجدېدوکې همکاري راسره وکړي او وینو چې د اتلسمې، نولسمې پېړیو، بورژوازۍ، پانګوالۍ او اروپايي صنعت تر عواملو ډېر، زموږ خپلو روښانفکرانو هڅه وکړه چې زموږ د توکو لګښت او د ټولنو ژوند بڼه نوې شي . هغه انسان چې لګښت یې متجدد دی؛ یعنې متجدد دی ؛ یعنې نوی لګښت کوي؛ ځکه خپله نوی لګښت نه سازوي  ځکه خپله نوی نه دی، ټولنه یې نوې شوې نه ده، خپله دا ښاغلی یا اغلې متجدده شوې ده  –  او نور خو پخواني، بومي توکي لګولی نشي او نه د مخکې په څېر ژوند کوې او نه جامې اغوستی شي ( متجدد دی ؛) 

   نوځکه پخپله په هغه ماشین پوری پېييلېږي چې توليد ورته کوي او سترګې پرلاردی چې نوموړی متجدد شي چې د ماشين تولیدي توکي وپېري .

د اروپا په یوه پوهنتون کې مې زده کړې کولې، د اعلاناتو پر دړه يې لیکي و ((د ټولنپوهنې او ارواپوهنې زده کړوالو ته اړتیا ده او ښه معاش هم ورکول کيږي.)) دا د موټرو د يوې تولېدوونکې کارخانې خبرتیا وه . زه هم د کار په لټه کې وم او په دې ترڅ کې ډېره زړه راښکونې راته وه ، چې د موټر جوړولو کارخانه او پلورځی په ټولنپوه او ارواپوه څه کوي ؟ کارخانې ته ورغلم د عمومي اړیکو مسول خبرې راسره پیل کړې : د اسیا او افریقا نخچه یې راوښووه چې : په ( الف ) ، (ب) ، (ج) ، او (د) ښارونو کې زموږ موټرونه ښه پلورلیږي؛ خو په ( ن) ، (م) او (ی) کې نه . نه پوهېږو ولې؟  له اینجنر څخه دا پوښته نشو کړای، موږ هم نه پوهېږو؛ نو په دې کار کې باید یو ټولنپوه وپوهېږي چې دا خلک څه سلیقه لري یا ولې دا ډول موټر نه پېري، چې د موټرو رنګ او وضع بدله کړای شو او که دا کار وشو کړای چې د خلکو سلیقه واړو؛ نو موټر به مو وپېري. روسته یې یوه بریالۍ بېلګه راتشریح کړه چې اروپایې ټولنپوهانو په متجددولو کې ترلاسه کړې وه ؛ دا ډېره زړه پورې او له سترو بریاوو ځنې وه : د افریقا په چاد هېواد کې یې د ساحل پرغاړه یوه غرنۍ ځنګلي سیمه راوښووه . یو شمېر پخواني بومي ټبرونه پکې میشت ول چې سمي جامې یې نه درلودې د شپنو ژوند یې درلود، څو ځایونه یې راوښوول چې په بانډه کې اوسېدل او د ټبرمشر لویه کلا یې په منځ کې وه. راته یې وویل چې په دې سیمه کې ښوونځی او سړک نشته، عادي خلک یې سمې جامې نه لري یو ساده او معمولې پوښ یې له ځانه راتاوکړی وې، کوټې نشته او عام خلک یې کیږدۍ مېشتي دي. د خلکو ویاړنې یې د ښو اسونو، سپیو او رمو درلودل وو، او په همدې کې یې سیالي کوله چا چې ښه اَس درلود، نو په ټولو کې به مشهور و او نورو به حسرت کاوه چې کاشکې دغسې اس مې درلودای. ښځو یې ځانونه د ځنګلي ونو په کنډونو ښکلول ،خوراک څښاک یې کلیوالي او محلي و د پاریس سنیګار وزلې او فرانسوي ((رینو )) ډوله موټر یې نه پيژانده. نو تر څو چې په دوی کې د ښه اس درلودو روحیه وي؛ نو موټر نه؛ بلکي اس پېري او موږهم اسونه نه تولېدول، خپله یې تولېدول؛ نو باید یو کار وکړو چې زموږ د کارخانې تولید شوي موټر وپېري.همدغسې د نارینه وو او ښځینه ووسلیقه بدله کړو، چې د ځانونو سینګارولو ته زموږ د کارخانو تولیدي توکي وپېري .

په هرحال ډېرې سرېزې لامل شوې چې زموږ کارپوه ټولنپوه په دې سیمه کې یو کار وکړي، مخکې تردې چې سړک جوړ او خلک په یوه ځای کې راټول ژوند پیل کړي او موټر راشي، سلیقه یې له اس سره وه او دوه ښکلي ښکلي اسونه به د کلا ترڅنګ پر موږي ولاړ ول او بهترین ښکاري سپي به هم په یوه ځای کې پراته وو؛ نو ګرده ویاړنه یې دا وه چې ((دوه ښکلې اسونه یې پر اخور ولاړ دي)) موږ دوه (رینو) ډوله موټر چې زرینې پټۍ یې درلودې وروړل او د کلا ترڅنګ مو ودرول، د کلا پرشا وخوا مو اوه اته کیلومتره سړک ورجوړ کړ، موټر چلونکی به هم اوه اته میاشتې ورسره و او میاشتینی معاش یې ورکاوه، د تیلو ټانک نه وه او له لرې لرې ځایونو به یې په بېړۍ کې تیل ورته راوړل . په لومړیو کې یې چې موټر وپېره ، لږ لږ یې چلاوه او خلک به همدلته راټولېدل او ننداره یې کوله رو رو د دوی سلیقه مو بدله کړه او د اسونو د ویاړنې پر ځای به یې له پورته ماډل ((رینو)) موټرسره مینه شوه او په دې توګه مو په لګښت کې متجدد کړل چې دا یوه ستره بریا وه.

په دې توګه وینو چې موخه ددې وګړیو متمدنول نه دي؛ خو په رښتیا یې متجدد کړي دي . هغه چې پر اس ویاړېده یا پر اس سپرېده ، اوس پر خپل موټر ویاړي او پکې سپرېږي. ټبرمشر یا دا اسیایي یا افریقايي وګړی، په رښتیا متجدد شوی؛ خو ډېر به سادګان یو یا به مو سرسري قضاوت کړی وي چې ووایو متمدن شوی دی!

تجدد دا دی : له زړو څخه نویو ته د دودونو او د مادي ژوند د بېلابېلو لګښتونو وراړول؛ ځکه زاړه خو خپله نا اروپایانو ـ  هر چا په خپله ټولنه کې ـ جوړول؛ خو نوي د اتلسمې ، نولسمې او … پېړیو ماشینونه جوړوې. په دې توګه ، باید له اروپا لرې ټول وګړي متجدد کړو او ددې کار لپاره، لومړی باید له دین سره جګړه وکړو؛ ځکه دین لاملېږي چې هره ټولنه په دین درلودو ځان باشخصیته احساسوي . دین یعنې هغه معنویت چې هر څوک ځان په دې اوچت معنویت پورې ورتړلی بولي، که دا معنویت وځپوو او سپک یې کړو؛ نو ورپورې اړوند انسان مو سپک کړی دی . نو په همدې پار ناڅاپه په اسیا، افریقا، لویدیځ او ختیځ کې یې په ځایې روښانفکرانو له تعصب سره د مبارزې خوځښت رامنځ ته کړ.

((فانون)) وایې: اروپا غوښتل چې له اروپا لرې خلک د ماشین بندیان کړي؛ ایا کېدای شي انسان یا انساني ټولنه، مخکې تردې چې شخصیت یې وځپل شي او له شخصیته لرې کړای شي، د ماشین یا اروپایي ځانګړي تولید بندي شي؟

کو څیزونه یوې ټولنې ته وګړه (شخصیت) ورکوي؟

  1. دین
  2. تاریخ
  3. فرهنګ؛ د ټولنې فرهنګ ـ د ټولنې  د ذوق ، معنویاتو، افکارو، هنري او ادبي زېرمو ټولګه ــ انسان ته وګړه ورکوي.

په نولسمې پېړۍ کې د یو مسلمان میشتي هېوادوال په توګه احساسوم چې د څلورمې، پینځمې، شپږمې ، اومې او اتمې پېړیو په بېساري ستر اسلامي تمدن پورې اړوند یم، چې ګرده نړۍ یې تر اغېز لاندې وه، احساسوله مې چې (تر شلو پېړیو لا ډېر) په څوپېړیز فرهنګ پورې اړوند یم، چې بشري نړۍ ته یې په بېلابېلو بڼو نوی فرهنګ، معنویت، اداب او هنر رادبره کړی او یا په داسې اسلام پورې اړوند یم، چې اوچت نوی نړیوال دین دی، چې ګرد سره معنویات یې رامنځ ته کړي، بېلابېل تمدنونه یې په ځان کې ترتیب او ستر تمدن یې رامنځته کړی، له انساني سترو عواطفو، اوچتو پېښو او د بېلابېلو خېلونو او نژادونو له تجربو ډک تاریخ یې جوړ کړی. په داسې یو اسلام پورې تړاو لرم، چې انساني اوچتې
څېرې یې روزلي او د یو انسان په نامې، د نړۍ او د هر چا پر واړاندې مې ځان یوه انساني وګړه  ننګېرولای شوه ؛ نو ځکه دغسې یو ((زه یا انا )) څنګه د یوې وزلې په توګه ــ چې یوازې او یوازې ارزښت مې په دې کې دی چې نوي توکي ولګوم ـ کړي ؟ نو دا یو ناشونی چار و .

باید دا انسان چې دغسې وګړه لري او ځان هاغسې احساسوي دا مانیزې زېرمې ترې سلب او لرې کړو ، باید احساس کړي او باور یې راشي، چې په یو پرېوتي فرهنګ، تمدن او خېل پورې تړلی او باور وکړي چې د اروپا تمدن د لویدیځ تمدن او غربي خېل یو اوچت تمدن ، فرهنګ او خېل دی . افریقا باید باور وکړي چې یوه وحشي افریقا وه، چې د ((متمدنېدو)) وسوسه پکې راولاړه کړې او په اسانۍ خپل برخلیک راوسپاري چې متمدنه یې کړم او کله یې چې د متمدنېدو پرځای متجدده کړم؛ نو نه به پوهېږي! ناڅاپه وینو چې په اتلسمه او نولسمه پېړیو کې افریقایي وګړي سړیخور او وحشي تبلیغ شو، که نه اسلامي تمدن په پېړیو له تورې افریقا سره سروکار درلوده او کله هم افریقایي سړیخواره مشهور نه و؛ دا اروپايي دی چې باید افریقایي سړیخور کړي : (( افریقایي بل بوی لري او تورپوټکی بل بوی لري، هډو له بل خېل او نژاده دی؛ د تورپوټکي د مغزو خاکستري او ایرني ژوندینکې کار نه کوي او د اروپایي پرخلاف د ختیزوال او افریقایي د مغزو د ژوندینکو لکۍ لنډه ده)) او ان د دوی د طب او بیولوژي عالمانو ثابته کړې چې د لویدیزوالو ماغزه یوه اضافي ایرنه طبقه لري چې د لویدیزوال او سپین پوټکي انسان په شعور او احساس کې دخالت کوي او په ختیزوال او تورپوټکي کې نشته او هم د غربي د ماغزو ژوندینکه یوه اضافي لکۍ لري (دا یې خپله لکۍ وه ، نه یې د ماغزو؛) نو ځکه نبوغ او تعمل پکې ډېر رامنځ ته کېږي او شرقي یې نه لري. روسته یې داسې فرهنګ رامنځ ته کړ، چې په خپله یې د لویدیځ تمدن او انسان اوچتوالی باوري کړ او نړۍ او ان موږ یې باوري کړو چې په اروپایي کې قوي عقلي اړتیا او استعداد شته خو په شرقی کې نشته. په شرقي کې احساسي او عرفاني قوي وړتیا شته، نه عقلي او تخنیکي او په وحشي او تورپوټکي کې د نڅا، لوبو، موسیقۍ، سندرو، رنګمالۍ او انځورسازۍ استعداد شته؛ نو ځکه نړۍ وویشل شوه : یوازې اروپایي خېلي فکر کړای شي، له لرغونی یونانه نیولې تر اوسنۍ اروپا؛ او شرقي یوازي ښه احساس کړای شي شعر ویلای شي یا صوفیانه او عرفاني احساسات درلودای شي؛ او تورپوټکی ښه جاز وهلای شي، ښې سندرې ویلای شي او ښه نڅا کړای شي.

روسته یې دا اندیز ښوونځی چې یوه ګروهیزه بېخبنا وه او د نا اروپایي ټولنو متجددولو ته یې اعلانوله، د نااروپایي ټولنو د زده کړوالو (یعنې زموږ روښانفکرانو) اندیزه بېخبنا هم شوه او ورپسی يې سل کاله د متجدد او متقدم په نامو په دې ټولنو کې چټي او هسي په هسي جګړه رامنځ ته کړه.

په کومو څیزونو کې تجدد؟ په انده کې نه (؛بلکې) په لګښت کې او په کومو څیزونو کې تقدم او ړومبېتوب؟ په بڼه او لګښت کې او جوته ده ، چې دا جګړه د متجدد پرګټه پای ته ورسېده او که – پر هغې بڼې – د متقدم پر ګټه پای ته رسېدلې وای، بیا هم د خلکو پرګټه نه وه؛ ځکه اروپایي د متجدد او متقدم د جګړې بیرغچي و . د ((متمدنولو)) په نامې د ((متجددولو)) جګړه پیل شوه او ورپسې له سلو ورډېرو کلونو افریقایي، شرقي او نااروپایي ټولنو، د خپلو زده کړوالو په مشرۍ د متجددیدو لار خپله کړه . څنګه دا زده کړوال جوړ کړای شو؟ افسوس؛ ((ژان پل سارتر)) وایي : د اسیایي او افریقایي هېوادونو ځوانان مو غورچاڼول او امستردام ، پاریس، لندن یا بلجیم ته مو راوستل، څو میاشتې مو ګرځول، د دوی جامې او سینګار مو بدلول،  نڅا، ټولنېزې اړیکې او تشریفات مو ورزده کول، د دلالانو اکټونه او پیښې مو ورزده کولې، بېرته مو خپلوهېوادونو ته ورلېږل؛ دوی داسې انسانان نه ول چې خپله خبرې وکړي (انسان هغه دی چې خپله خبرې وکړي) ؛ زموږ جارچیان ول: دلته موږ په اروپا کې د ((انسانیت)) او ((برابرۍ)) چغې وهلې او دوی چې خپلو هېوادونو ته ورستانه شول په همدې شعارونو یې د خلکو غوږونه کڼول. ورپسې همدوی خپل خلک و پوهولای شو چې ((باید تعصب یوې خوا ته کړو ، یاید خپل دین څنډې ته کړو، دا بومي، پرېوتی او روسته پاتی فرهنګ چې له مدرنې اروپایي ټولنې یې پرڅټ کړي یو، ورشا کړو او باید له سره تر پښو، له ماغرو تر نوکانو فرنګیان شوو))

په صدوراو لېږد فرنګي کېدای شو؟ ایا تمدن یو جنس دی چې له یوه ځایه یې له یوې ټولنې یې بلې ته د یوه دوو او پینځو کلونو په موده کې وردننه کړو او یوه ټولنه د څو کلونو په ترڅ کې پوره متجدده کړو، لکه چې یو وګړی، ان تر اروپایي په یوه شواروزکې پوره متجدد ولای شو؛ که لګښت او سینګار یې بدل کړو، متجددېږي او دوی هم بې له دې نور څه نه غوښتل !

خو انسان په دې سادګۍ متمدنېدای نشي. تمدن او فرهنګ د اروپا جوړې، وزلې، توکي او اجناس نه دي او راته ويل شوي چې همدا تمدن دی او چا چې درلودل؛ نو متمدن دی او روسته په خپله خوښه مو هرڅه ګوذارکړل، ان خپل ټولنيز او اخلاقي شخصیت او معنویت او داسې کسان رانه جوړ شوو، څه چې اروپایی په خوله کې راکوي په اشتها یې روو. دا ؛ یعنې متجدد! او ورپسې داسې انسان رادبره شو، چې له هر ډول تېرو تش و، له تاریخه او خپل دین څخه پردی ؤ، نیکونو یې چې په نړۍ کې کوم خېل او تاریخ جوړ کړی و، ترې پردی و، له خپل انسانې شخصیته پردی و، دویم لاس انسان و؛ هغه انسان چې لګښت یې واوړېد؛ خو انده یې نه یوازې بدله نشوه؛ بلکې پخوانۍ انده، تېرې ښکلاوې او کوم معنویت یې هم چې درلود، و یې نه ساته، ځان یې تش کړ او تشه پيپه شوه او د ((ژان پل سارتر)) په وینا : په دې هېوادونو کې مو ((Assimilation ،اسمیلیشن )) رادبره کړ؛ یعنې په نا اروپایي ټولنو کې مو ظاهراً په خپله بڼه انسانان رامنځ ته کړل ــ Assimilation اسمیلیشن ــ او خپلې نامې ((روښانفکران)) مو پرې کېښوولې . ورپسې خلکو د دوی خولو ته کتل چې روښانفکران څه وایي. کوم کسان په نا اروپایي ټولنو کې روښانفکران وو؟ د تولېدونکي او لګښتي ترمنځ منځګړي؛ چا چې توکي او اجناس درلودل او هڅه یې کوله چې مصرف شي او خلک باید ددې توکو لګښتیان شي . دا منځګړي دې ته اړتیا لري چې د اجناسو او توکو د خاوند پر ژبه وپوهېږئ چې پوه شي څه وکړي او د خلکو پر ژبه هم؛ نو ځکه یې (( اروپایي روښانفکر)) ته ورته بومي (( ورته روښانفکر)) جوړ کړ چې خپله د انتخاب، غوراوي تشخيص او هوډ جرئت نه لري او پر خپلې مانا هم نه پوهېږي!

ورپسې د انساني مقام له پلوه دومره ټیټ او پرېوتي انسانان رامنځ ته شول : کوم څښاک چې څښي، وایو خوندور دی که بې خونده؟ کومه موسیقي چې اوري، وایو ښه ده که خرابه ؟ کومې جامې چې اغوندي، وایو خوښې دې شوي که نه ؟ نو جرئت نه لري چې ووایي دا څښاک خوندور دی یا بې خونده، دا موسیقي ښه ده یا خرابه، دا جامې خوښوم یا نه خوښوم؛ ځکه خپله یې نه خوښوي باید ورته وویل شي دا جامې خوښې کړه او دا یې هم خوښوي او که ورته ووایي د مار زهر دې نه خوښېږي؛ خو د اروپايي خوښېږي؛ نو خوري یې او جرئت نه لري چې و وایي ښه مې نه ایسي.

 د نا اروپايي هېوادونو کارپوه (( کارولا ګر ابرت)) وايي : په امریکا او اروپا کې ډېری کسان له جاز موسیقۍ یې بد ایسي او چېرې یې چې واوري، وايي: ((دا چغې بندې کړئ)) خو په شرقي او اسلامي هېوادونو کې هیڅوک دا جرئت نه لري چې ووایي: ((جازمې ښه نه ایسي))؛ ځکه بڅري هومره انسانیت یې ورپرېښی نه دی، چې ان جرئت ولري د خپلو جامو رنګ غوره کړي، د خپل څښاک او شربت خوند پخپله خوښ کړي. د ((فانون)) په وېنا : دا چې نا اروپايي ټولنه په پټو سترګو مو لاروۍ شي او هر کار مو د بېزو په څېر وکړي؛ نو یوازېنی لار دا ده چې ورازباد کړو، له غربي انسان سره د یو برابر شخصیت خاوند نه یې؛ دین، تاریخ، ادب او هنر يې ورسپک او ورپسې له دې ګردو یې پردی کړو . نو په دې توګه څه [ دین (د انسان ایمان)، فرهنګ (د انسان ګردې ځانګړنې) او تېر یې (د ټولنې ګردې ویاړنې ) ] چې انسان ته وګړه اوشخصیت ورکوي، ړومبی یی ورسره پردي کړو، چې پوه نشي څه دي  او دویم په انسان کې له دوی نه کرکه رادبره کړو چې باور وکړي تر ما ټیټ دی، ځان تکذیب کړي، ځان دروغجن وګڼي، له ځان، وجدان او څه چې ورمنسوب دي لاس ترې واخلي او ځان په هره بڼه له هغه سره چې دغسې سپکاوی نه لري (یعنې ځان له اروپايي سره) ورته کړي،چې لږ تر لږه هر نا اروپایي ووايي :  (( شکر، چې شرقي نه یم ؛ځان مې په اروپايي کچه متجدد کړای شو)) او پر کوم وخت چې نااروپایي خوشحال دی چې ((متمدن)) شوی؛ نو د اروپا پانګوال او بورژوا د زړه له کومي خاندي چې ((لګښتي شوی مې یي)) !  

څه مو چې ولوستل درته به څرګنده شوې وي؛ هغوی چې د بې چوکاټه ازاد بازار پالیسي رامنځ ته کړې وه، هغوی چې ولسواکۍ ته د یوې پروژې په سترګه ویني، هغوی چې د هېواد د شرایطو په نه پامنیوي ، سیاسي، اقتصادي، امنیتي، پوځي او تشکیلاتي کړلارې جوړوي او پلې کوي؛ نو په لوی لاس او یا ناځانخبرۍ د هېواد په (متجدېدو) کې يې برخه درلوده او لري او د ولسواکۍ او پرمختګ په نامو د ټولنې له پېژندو خورالرې وو؛ نو ځکه نوی کهول دې د تېرو کلونو د ځينو تېروتنو عبرت واخلي او د هیواد د متمدنولو لپاره دې ځانونه د اسلام، ملي فرهنګ او ملي تاریخ په رڼا کې د اندیز او سیاسي ځواک خاوندان کړي. دهغي ورځې پر تمه چې دا هیله مو ترسره شي.  

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!