تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر    حشر سورت تفسیر   حشر سورت څلرویشت آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. داچې ددې سورت په دویم آیت کې «حَشر» کلیمه راغلې؛ د «حشر» نامه یې پرې ایښې ده؛البته له حشر مراد د قیامت ورځ نه ؛ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر  

 حشر سورت تفسیر

 

حشر سورت څلرویشت آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

داچې ددې سورت په دویم آیت کې «حَشر» کلیمه راغلې؛ د «حشر» نامه یې پرې ایښې ده؛البته له حشر مراد د قیامت ورځ نه ؛ بلکې د کډنېدو لپاره د خلکو راغونډېدو ته وايي.

ددې سورت پیل او پای، الله (ج) ته د موجوداتو د تسبیح په اړه ده او د منځپاګې ډېری برخه یې د مسلمانانو پرخلاف د مدینې له یهودو سره د منافقانو همکاري ده، چې قرآن وايي: نقشې یې ځای نه نیسي او پایله یې یوازې ماتې او خواري ده.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

سَبَّحَ لِلّهِ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«1»=څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، الله ته تسبيح وايي [او] هغه ناماتى حکيم دى.

 

ټکي:

* په قرآن کې شاوخوا 85 ځل د «تسبیح» کلیمه راغلې ده. په لمانځه کې هم د رکوع، سجود او قیام په بېلابېلو حالتونو کې، په ځغرده د الله (ج) تسبیح تر سترګو کېږي.

* تسبیح په لغت کې په اوبو کې تېز حرکت او لامبو وهلو ته وايي او په اصطلاح کې له نیمګړنو د الله (ج) سپېڅلي ګڼلو او په عبادت کې چټکۍ ته وايي.

*الله (ج) دوه ډوله ځانګړنې لري: ثبوتیه او سلبیه.

ثبوتیه، د الله (ج) کمالات بیانوي؛ لکه علم او ځواک.

 سلبیه، الله (ج) له هر ډول بېوسۍ او ناپوهۍ او اړتیا سپېڅلی ګڼي.

 تسبیح سلبیه ځانګړنو ته او حمد د ثبوتیه ځانګړنو لپاره وي.

*د قرآن او لمانځه په ځینو ځایونو کې تسبیح او الهي حمد یوځای راغلي دي. «یُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ[1]»، «سبحان ربی الاعلی و بحمده»او د ثبوتیه او سلبیه ځانګړنو ترمنځ جمع ده، په دې مانا چې ویوونکی یې هم الله (ج) له هر ډول نیمګړتیا لرې ګڼي او د پېرزوینو لاس ته راوړو ته یې ستاینه کوي.

 

د موجوداتو تسبیح

ځینو ویلي: د موجوداتو له تسبیح مراد تکویني تسبیح ده، نه تشریعي؛ یعنې ټول موجودات د حال په ژبه، نه د قال په ژبه د الله (ج) تسبیح او تنزیه کوي؛ ځکه د هر موجود پنځون، د الله (ج) پر علم، حکمت او ځواک دلیل او له هر ډول ناپوهۍ، چټیاتو او بېوسۍ یې د لرېوالي او سپېڅلتیا څرګندوی دی؛ نو اړتیا نشته، چې موجودات دې په ژبه تسبیح ووايي؛ بلکې شتون یې د الله (ج) تسبیح ده.

خو داسې برېښي، چې د موجوداتو له تسبیح د قرآن مراد، په ژبه تسبیح وي؛ ځکه:

که د موجوداتو حکمیانه پنځون یې د تسبیح نښه وي؛ نو موږ په دې نښه پوهېږو، خو الله (ج) په بل آیت کې وايي: تاسې د موجوداتو په تسبیح نه پوهېږئ. «لا تَفْقَهُونَ تَسْبِیحَهُمْ[2]»

که د موجوداتو پنځون د تسبیح نښه وي، دا نښه ځانګړې وخت نه لري، حال دا په ځینو آیاتو کې کې د موجوداتو تسبیح ، په ځانګړې وخت کې اوڅار شوې ده . «بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ» [3]

که د موجوداتو پنځون د تسبیح نښه وي، د ګردې هستې د پنځون نښه ده، نه ځینې، حال دا چې قرآن کله د ځینو ښکارندو نامې اخلي لکه د برېښنا کړسهار « وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ» [4]

که پنځون د تسبیح نښه وه؛ لکه ښکلې ودانۍ چې د خپل جوړونکي او انجینر ستاینه کوي؛ نو ولې وايي: «کُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلاتَهُ وَ تَسْبِیحَهُ[5])) موجودات پر خپل لمانځه او تسبیح پوهېږي او دا چار د درک او شعور له مخې دی، نه تکویني او ناځانخبری.

که تسبیح تکویني ده؛ نو ونې، غرونو له داوود علیه السلام سره تسبیح ویله، بلکې باید بې له ده هم تسبیح ولري.« إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ» [6]

*موجودات تل د الله (ج) تسبیح کوي. دا چار په ځینو سورتونو کې د ماضي فعل په بڼه راغلې دی: «سَبَّحَ» او په ځینو کې د فعل مضارع په بڼه.«یسبح»

 

پېغامونه:

1-د ځمکې او آسمانونو موجودات یو ډول شعور او درک لري. «سَبَّحَ لِلّهِ»

2-که ځینې انسانان تسبیح نه وايي؛ خو ټوله هستي د الله (ج) تسبیح ویونکې ده.( سَبَّحَ لِلّهِ …)

3- الهي عزت او حکمت دی، چې ټول یې تسبیح ته اړ باسي.( سَبَّحَ لِلّهِ … وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ)

4-که څه عادي انسانان په ځواک بې تولې کېږي؛ خو الله هم ځواک لري او هم یې ټولې چارې حکیمانه دي. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

 

 

هُوَ الَّذِی أَخْرَجَ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ مِنْ دِیارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ما ظَنَنْتُمْ أَنْ یَخْرُجُوا وَ ظَنُّوا أَنَّهُمْ مانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنَ اللّهِ فَأَتاهُمُ اللّهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوا وَ قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ فَاعْتَبِرُوا یا أُولِی الْأَبْصارِ«2»= (الله) هغه (ذات) دى، چې د كتابيانو كافر خلک يې (له مسلمانانو سره) په لومړۍ راټولونه (او جګړې ته په ډله ييز حركت كې) له خپلو کورونو (مدينې) وايستل،تاسې نه انګېرله،چې دوى به ووځي او دوى (هم) ګڼله، چې ټينګې كلا ګانې به يې له الهي عذابه وژغوري؛ نو د الله [عذاب] له داسې لوري ورغى،چې خيال يې هم نه و او (الله) یې په زړونو كې وېره واچوله (داسې چې) خپل كورونه يې پخپلو لاسونو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول؛ نو د ((ليد)) خاوندانو عبرت واخلئ.

 

ټکي:

* د«حشر» کلیمه د راغونډولو او له هستوګنځي د ایستو په مانا ده.

* تاریخ تمځی نه؛ بلکې ګودر دی «فَاعْتَبِرُوا»له «عبر» اخستل شوی او له ظاهره تېرېدو او باطن ته رسېدو ته وايي. د «عبارت» کلیمه له لفظ نه د تېرېدو او مانا ته د رسېدو په مانا ده او «د خوب تعبیر »،د خوب له ظاهره تېرېدو او باطن ته یې ورسېدو ته وايي.

* درېیو یهود ټبرونو؛ بني نضیر، بني قریظه او بني قینقاع مدینې ته هجرت وکړ او هلته مېشت شول او له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سره یې د نه تعرض هوکړه وکړه؛ خو تر احد جګړې روسته یې ځینې، د مکې له مشرکانو سره یولاسي شول او د مسلمانانو پرخلاف یې دسیسه وکړه، پېغمبراکرم ترې خبر شو. د کعب بن اشرف په نامه یې یو مشر ومړ او په یهودو کې څپڅپاندي جوړه شوه او یوې کلا ته یې پناه وروړه. مسلمانانو د پېغمبر په حکم، نوموړې کلا، کلابنده کړه او ترڅو ورځې کلابندۍ او جګړې روسته، یهودو ومنله چې له مدینې ووځي، هغوی د تګ پرمهال، خپل هومره مالونه چې وړای شول له ځان سره یووړل، ؛ خو چې کوم یې نشول وړای، له خپلو کورونو سره یې وران ویجاړ کړل، چې روغ د مسلمانانو لاس ته ورنشي[7].

* په قرآن کې څو ځل، د دښمن په زړه کې وېره، الهي مرسته شمېرل شوې ده؛ لکه: «قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ» ، «سَأُلْقِی فِی قُلُوبِ الَّذِینَ کَفَرُوا الرُّعْبَ[8]»«سَنُلْقِی فِی قُلُوبِ الَّذِینَ کَفَرُوا الرُّعْبَ[9]»هو، وېره د دښمن د تېښتې او بې وینې تویېدنې، د مسلمانانو د بري لاملېږي.

په حدیث کې لولو: درې لښکرې به د حضرت مهدی مرستې ته راځي، د پرښتو لښکر، د مؤمنانو لښکر او د دښمن په زړونو کې وېره[10].

* اندنه او عبرت اخستل یو ډول عبادت دی؛ لکه څنګه چې په روایتونو کې لولو: «کان اکثر عباده ابی ذر التفکر و الاعتبار[11]» د حضرت ابوذر تر ټولو ډېر عبادت، اندنه او د عبرت زده کړه وه.

* نه الهي مینه زموږ په محاسباتو پورې ځانګړې ده،«یَرْزُقْهُ مِنْ حَیْثُ لا یَحْتَسِبُ[12]» او نه یې پرغز- قهر «فَأَتاهُمُ اللّهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوا»

*الله په زړونو کې تصرف کوي. کله سکون او آرام رانازلوي: «أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ[13]» او کله وېره وراچوي. «قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ»

 

پېغامونه:

1-پر کافرو ژمنمناتو یهودو د الله (ج) غوسه حکیمانه ده. «الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ هُوَ الَّذِی أَخْرَجَ»

2- د الله (ج) د عزت نښه، د ژمنماتو دسیسچیانو یهودو تس نسېدل وو.«الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ هُوَ الَّذِی أَخْرَجَ»

3-ټولې بریاوې له هغه وګڼئ. (هُوَ الَّذِی أَخْرَجَ الَّذِینَ کَفَرُوا …)

4-د دسیسچیانو کتابیانو حساب له نورو جلا دی. «الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ»

5-له وطنه شړل، یوه الهي سزا ده.( هُوَ الَّذِی أَخْرَجَ … مِنْ دِیارِهِمْ)

6-د یوه چا او ډلې ځواک هم همېشنی مه ګڼئ. «ما ظَنَنْتُمْ أَنْ یَخْرُجُوا»

7- د کفارو محاسبي، تل واقع وېنې نه وي « ظَنُّوا أَنَّهُمْ مانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ »

8-هغه چې له خپلو ټولنیزو ژمنو وځي، سزا یې داده، چې له وطنه وایستل شي[14]. (أَنْ یَخْرُجُوا …)

9- د الهي ارادې پر وړاندې، د کفارو محاسبات او شونتیاوې، ناچله او بې ګټې دي.«ظَنُّوا أَنَّهُمْ مانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ»

10-له کفارو سره په جګړه او جهاد کې دې ټول محاسبات، د تجهیزاتو او شونتیاوو پر بنسټ نه وي. «فَأَتاهُمُ اللّهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوا»

11-په ځینو ځایونو کې د دښمن د ودانیو ویجاړول جایز دي. «یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ»

12-هلته چې الهي اراده وي؛ نو دوست او دښمن په یوه کار لاس پورې کوي. «یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ بِأَیْدِیهِمْ وَ أَیْدِی الْمُؤْمِنِینَ»

12- الله (ج) هم سبب ساز دی او هم سبب سوز، وېره یې سبب کړه او کلاوې له سببیته غورځوي. «قَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ»

14-د تاریخ مطالعه، سرګرمي نه، عبرتوزله ده. (فَاعْتَبِرُوا …) تاریخ، د تېرېدو ځای دی، نه تمځی.

15- له تاریخه عبرت اخستل، لیدانه/ بصیرت غواړي. «فَاعْتَبِرُوا یا أُولِی الْأَبْصارِ»

 

وَ لَوْ لا أَنْ کَتَبَ اللّهُ عَلَیْهِمُ الْجَلاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیا وَ لَهُمْ فِی الْآخِرَهِ عَذابُ النّارِ«3»=او كه الله يې له هېواده شړنه نه واى پر برخه کړې (؛ نو) هرومرو يې په همدې دنيا كې پر نورو عذابونو اخته کول او البته په آخرت كې ورته د اور عذاب چمتو دى!

ذلِکَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ وَ مَنْ یُشَاقِّ اللّهَ فَإِنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقابِ«4»=دا ځكه دوى له الله او استازي سره یې دښمني وكړه او څوك چې له الله سره دښمني وكړي؛ نو (پوه دې شي، چې) الله سخت عذابى دى!

 

ټکي:

* «جلاء» د کړاوونو او بلاوو له لامله ټاټوبي پرېښودو ته وايي.

* «شَاقُّوا» له «شق» اخستل شوی او د درز جوړېدو، بېلتون، ټلوالې جوړونې او دښمنۍ ته وايي.

په مجادله سورت 21 آیت کې وايي: «کَتَبَ اللّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَ رُسُلِی» او په دې آیت کې وايي: «کَتَبَ اللّهُ عَلَیْهِمُ الْجَلاءَ»؛ یعنې هم بری او هم وطن پرېښوول په الهي اراده دي.

*ددې سورت د ۴ آیت په څېر، یو آیت په انفال سورت ۱۳ آیت کې، د جګړې په اړه راغلی دی.

* د خدای «شَدِیدُ الْعِقابِ» توب، له «أرحم الراحمین» توب سره په ټکر کې نه دی؛ ځکه هر یو یې په خپل ځای کې دي او په افتتاح دعا کې لولو:«و ایقنت انک أرحم الراحمین فی موضع العفو و الرحمه و أشد المعاقبین فی موضع النکال و النقمه»

 

پېغامونه:

1-د ژمنماتۍ لږترلږه سزا، له وطن شړل کېدل دي.(بني نضیر د خیانت او دسیسې په پار، د سختې سزا وړ وو؛ خو دا حکم یې په شړل کېدو واوړېد) «لَوْ لا أَنْ کَتَبَ اللّهُ عَلَیْهِمُ الْجَلاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیا»

2-د بني نضیرو دښمني، د الهي غوسې لامل شوه؛ نه یهودیتوب یې.«ذلِکَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللّهَ»

3-الهي سزاوې د انسان د کړنو له مخې او عادلانه دي. «ذلِکَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللّهَ»

4-د آسماني مشرتابه پر وړاندې ټلواله جوړول، په رښتینه کې د الله (ج) پر وړاندې ټلواله جوړول دي. (د آیت په پیل کې، د الله (ج) او استازي پر وړاندې یې ټلواله ده؛ خو په پای کې یې د الله (ج) پر وړاندې ټلواله اوڅار شوې ده.) شَاقُّوا اللّهَ وَ رَسُولَهُ … یُشَاقِّ اللّهَ)

 

ما قَطَعْتُمْ مِنْ لِینَهٍ أَوْ تَرَکْتُمُوها قائِمَهً عَلی أُصُولِها فَبِإِذْنِ اللّهِ وَ لِیُخْزِیَ الْفاسِقِینَ«5»=تاسې چې د كجورو کومې ونې ووهلې يا څه مو پر خپل حال پرېښوولې؛ نو (دا ټول) د الله په حكم ول او دا چې پوله ماتي خوار او رسوا كړي .

 

ټکي:

* «لِینَهٍ» د نرمۍ په مانا ده او د کجورې ونې ته هم په دې پار ویل کېږي، چې نرمه مېوه لري[15].

* اسلام، جنګیالي د دښمن د اوبو له زهرجنولو، بندولو او ونې پرې کولو منع کوي؛ خو کله د جنګیالیو د لار پر سر د ونې د مزاحمت له کبله او د ژمنماتو کافرانو د روحیې ماتونې ته د ونې پرې کولو حکم ورکول کېږي.

شونې ده، دا آیت د مسلمانانو هغه شک ته ځوابوي، چې د یهودو ونې یې پرې کړې وې، چې قرآن وايي:دا حکم د الله له لوري و. 

پېغامونه:

1-د جګړې په ډګر کې دې هر څه د بولندوی تر څارنې لاندې وي.( ما قَطَعْتُمْ … فَبِإِذْنِ اللّهِ)

2-په ځینو شرایطو کې د کورونو ړنګول او د ونو پرې کول پکار دي. (یُخْرِبُونَ بُیُوتَهُمْ … قَطَعْتُمْ …)

3-د ونې پرې کول او نه پرې کول یې بریدونه لري او دا کار دې په الهي جواز وشي. (ما قَطَعْتُمْ …أو ترکتم… فَبِإِذْنِ اللّهِ)

4- فسق او ورستې ګروهې، د انسان د مال په تویېدو کې اغېز لري. (ما قَطَعْتُمْ …اَلْفاسِقِینَ)

5- ایذایي او ځورونکې چارې په جګړه کې پروا نلري. «لِیُخْزِیَ الْفاسِقِینَ»

 

وَ ما أَفاءَ اللّهُ عَلی رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَما أَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَ لا رِکابٍ وَ لکِنَّ اللّهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلی مَنْ یَشاءُ وَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ«6»=او څه چې الله له دوى [يهودو] د غنيمت په دود خپل استازي ته ورکړل، تاسې يې د لاس ته راوړو لپاره نه کوم آس ورځغلولی او نه کوم اوښ (څه زيار مو نه دى ايستى)؛ خو الله چې پر چا وغواړي، خپل استازي برلاسوي؛ او الله پر هر څه قادر دى.

 

ټکي:

* «أَفاءَ» له «فیئ» اخستل شوی او د ورستنېدا په مانا دی او مراد ترې هغه مالونه او ولجې دي، چې بې جګړې او وینې تویېدنې د مسلمانانو مشرتابه ته په لاس ورغلې وي، داچې «فیئ» ورته وايي، شونې ده دلیل یې دا وي، چې د مالونو آریز څښتن، چې الهي اولیاء دي، مالونه هماغوی ته ورګرځي؛ ځکه الله (ج) د نړۍ ټول نعمتونه لومړی د مؤمنانو لپاره او تر هغوی مخکې پېغمبرانو ته پنځولي او نور خلک یې که څه په شرعي یا عرفي بڼه څښتان دي؛ خو آریز څښتنان یې پېغمبران او مؤمنان دي.

* «أَوْجَفْتُمْ» په آس او اوښ تاخېدو ته وايي. «خَیْلٍ»؛ یعنې اس او «رِکابٍ» ؛ یعنې اوښ.

*هغه مالونه چې د مسلمانانو لاس ته ورځي، څو ډوله دي:

الف)هغه مالونه چې په جګړه کې په جنګ لاس ته راځي، چې غنیمت نومېږي او مجاهدین یې مالکان دي؛ خو خمس دې یې ورکړي.

ب)هغه مالونه چې بې نښتې او یرغله په لاس ورځي، چې نامه یې «فیئ» ده او په دې آیت کې یې حکم راغلی دی.

ج)شاړې ځمکې، غرونه، سیندونه، نېرونه او درګې، چې نامه یې انفال ده، د انفال سورت په لومړیو کې یې حکم راغلی دی.

*ددې آیت پر بنسټ، هغه مالونه چې بې نښتې او جګړې، مسلمانانو ته په لاس ورځي، واک یې د پېغمبراکرم دی، نه د مجاهدینو او پېغمبر یې په خپله خوښه هغوی ته ورکوي، چې صلاح یې وویني. ددې چار حکم په ورپسې آیت کې راغلی دی.

*اسلامي احکام حکیمانه دي،په هغه ځای کې چې په جګړه کې په ګډون یو څه لاس ته راځي، نو مالکان کېږي یې؛ خو په هغو ځایونو کې چې زحمت یې نه وي ګاللی؛ نو دا مال د اسماني مشرتابه دی.

 

پېغامونه:

1-په وټیزو – اقتصادي چارو کې، ان پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله هم پکې، بې د الله (ج) له اجازې لاسوهنه نشي کولای.«ما أَفاءَ اللّهُ عَلی رَسُولِهِ»

2-ټولې بریاوې په جګړه او جهاد نه وي. «فَما أَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَ لا رِکابٍ»

3-داچې د الهي اولیاوو ولکه، د هغه په اراده او حکم ده؛ نو ارزښتمنه ده. «یُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلی مَنْ یَشاءُ»

4-هلته چې الهي اراده وي، کلاوې او دېوالونه اغېزمن نه وي. (مانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ … وَ لکِنَّ اللّهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلی مَنْ یَشاءُ)

 

ما أَفاءَ اللّهُ عَلی رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُری فَلِلّهِ وَ لِلرَّسُولِ وَ لِذِی الْقُرْبی وَ الْیَتامی وَ الْمَساکِینِ وَ ابْنِ السَّبِیلِ کَیْ لا یَکُونَ دُولَهً بَیْنَ الْأَغْنِیاءِ مِنْکُمْ وَ ما آتاکُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَ ما نَهاکُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقابِ«7»=څه چې الله ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته ورکړي؛ نو دا یوازې د الله ، استازي (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ او د الله له (مخالفته) ځان وساتئ، چې الله سخت عذابى دى.

 

ټکي:

* «دُولَهً» چورلېدو او مال لاس په لاسولو ته وايي.

* په قرآن کې څلور ځل، د خمس د یوې برخې او فییء په ورکولو د پېغبراکرم (ص) له اهلبیتو پر وټیز – اقتصادي ملاتړ ټینګار شوی دی: «وَ لِذِی الْقُرْبی[16]»، «وَ لِذِی الْقُرْبی[17]»، «وَ آتِ ذَا الْقُرْبی حَقَّهُ[18]» او «فَآتِ ذَا الْقُرْبی حَقَّهُ[19]»

*ددې سورت په ۴ آیت کې هم هغوی ته «شَدِیدُ الْعِقابِ» عبارت راغلی، چې له پېغمبراکرم سره مخالفت کوي او په دې آیت کې هم هغوی ته چې شونې ده، د فیئ د ویش په اړه له پېغمبر اکرم سره مخالفت وکړي.

*په دې آیت کې لومړی حکم راغلی دی، (فَلِلّهِ وَ لِلرَّسُولِ وَ لِذِی …) بیا د حکم دلیل، ( کَیْ لا یَکُونَ دُولَهً …) او په پای کې د پېغمبراکرم حکومتي احکامو ته د پاملرنې خبره شوې ده.

* الله (ج) «ذی القربی» ته هم د مانیز – معنوي مقام سپارښتنه کړې «قُلْ لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی[20]»او هم د وټیز ملاتړ. (ما أَفاءَ اللّهُ … لِذِی الْقُرْبی)

*که څه د فیئ ویش ته ۶ ځایونه وښوول شول؛ خو پکار نه ده، چې په ټولو ځایونو کې دې یوشان وویشل شي[21].

* فیئ، پخپله په رسول الله صلی الله علیه و آله پورې ځانګړی نه دی؛ بلکې د هغه موقعیت، مقام او ځګي ته دی؛ نو تر پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله روسته یې د هغه پرحق ځایناستیو؛ یعنې د اهل بیتو واک یې دی او په غیبت پېر کې د عادلو او بې هوسو فقهاوو واک دی.

*په هغو ځایونو کې چې د جنګیالو په هڅه غنایم لاس ته راغلل، یوازې خمس/پینځمه یې پر شپږو ډلو ویشل کېږي؛ لکه څنګه چې په انفال سورت ۴۱ آیت کې راغلي دي؛ خو هغه مهال چې کوم غنیمت، بې زحمته لاس ته راشي؛ نو ټول پر شپږو ډلو ویشل کېږي.

 

پېغامونه:

1-د قرآن قوانین ټولیز دي؛ نه د نزول په وخت پورې ځانګړي.(د فیئ قانون په ټولو هغو ځایونو پورې اړوند دی، چې کفارو خپل مال پرېښی وي او تللي وي او یوازې د بني نضیر په یهودو پورې اړوند نه دی.د «ما» او«قری» کلیمې د عمومیت نښه ده.) «ما أَفاءَ اللّهُ عَلی رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُری»

2-د تښتېدلیو کفارو د مال واک د دیني مشر دی. «ما أَفاءَ اللّهُ عَلی رَسُولِهِ»

3-اسلامي نظام وټیز ملاتړ ته اړتیا لري، چې یو یې فیئ او هغه مالونه دي، چې بې نښتې د کفارو د تېښتې یا پرېښودو له لامله د مسلمانانو لاس ته ورغلي وي. (ما أَفاءَ اللّهُ عَلی رَسُولِهِ …)

4-خبره په ادب پکار ده. (لومړی د الله نامه، بیا د رسول الله او بیا د نورو خلکو). (فَلِلّهِ وَ لِلرَّسُولِ …)

5- د الله (ج) برخه دې د پېغمبر ترڅارنې لاندې، د الله (ج) خوښۍ ته ولګول شي.( فَلِلّهِ …)

6-بېوزلي له منځه وړل د اسلام یوه آریزه کړلار ده. «وَ الْمَساکِینِ»

7-که د شتمنۍ چورلېدل، د شتمنو مسلمانو په لاس کې منع ده؛ نو د کفارو په لاس کې خو بیخي منع ده.( کَیْ لا یَکُونَ دُولَهً بَیْنَ الْأَغْنِیاءِ …)

8-په اسلامي نظام کې دې وټیز کړلار جوړوونکي، د شتمنۍ انډول او تعدیل ته او د یوې ځانګړې ډلې په لاس کې یې نه راټولېدو ته متوجه وي.( کَیْ لا یَکُونَ دُولَهً بَیْنَ الْأَغْنِیاءِ …)

9-د پېغمبراکرم له حکمونو لاروي واجب ده؛ ځکه پېغمبراکرم معصوم دی؛ که داسې نه وه؛ نو د مطلق لاروۍ خبره به ترې نه اوڅارېده.( ما آتاکُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ …)

10-د پېغمبر اکرم د حکمونو منل، لازم الاجرا دي. «ما آتاکُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ»

11-پکار نه ده، چې ټول احکام دې په قرآن کې راغلي وي؛ بلکې د هرې «امر و نهې » دې لاروي وشي، چې د پېغمبر اکرم په خبرو کې راغلي وي. «ما آتاکُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَ ما نَهاکُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا»

12-د پېغمبر حکمونه په چټکۍ ترسره کړئ. (فَخُذُوهُ … فَانْتَهُوا) (د فاء چټکۍ ته دی).

13-په وټیزو چارو او ویش کې تېروتنې وي، چې باید په تقوا ترې تېر شو.( ما أَفاءَ اللّهُ … وَ اتَّقُوا اللّهَ)

14-له پېغمبراکرم کټ مټ لاروي د تقوا ښکارندوی ده.( ما آتاکُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ … وَ اتَّقُوا اللّهَ)

15- تقوا نه درلودل سخته سزا لري. «وَ اتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقابِ»

16-د سختې سزا رایادول د تقوا لامل دی. (وَ اتَّقُوا اللّهَ … شَدِیدُ الْعِقابِ)

 

لِلْفُقَراءِ الْمُهاجِرِینَ الَّذِینَ أُخْرِجُوا مِنْ دِیارِهِمْ وَ أَمْوالِهِمْ یَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللّهِ وَ رِضْواناً وَ یَنْصُرُونَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ أُولئِکَ هُمُ الصّادِقُونَ«8»= (په دې مالونو کې) هغه بېوسي مهاجرين هم برخمن دي،چې له خپلو كورونو او مالونو شړل شوي او د الله فضل او خوښي لټوي او د الله او استازي یې ملاتړ دي، همدا دوى رښتوني دي.

 

ټکي:

*دا آیت د فیئ شپږ ځایه لګښتونو ته شرح او تفسیر دی، چې په «مساکین» او«ابن السبیل» کې په هغو بېوزلیو خلکو پسې هم ورشئ، چې د الله (ج) په لار کې د هجرت او د رسول الله د یارۍ او ملتیا له امتیازه برخمن دي.

*په بېوزلیو کې هغه شړل شوي مهاجرین په لومړیت کې دي، چې نږه د دین ملاتړي دي.

 

پېغامونه:

1-که څه د اړمنو خلکو سترګې زموږ مالونو ته نه وي، «یَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللّهِ»؛ خو موږ دې یې برخه وکړو. «لِلْفُقَراءِ»

2-له وطن سره مینه یو طبیعي او الهي حق دی چې خپل اجر لري. «أُخْرِجُوا مِنْ دِیارِهِمْ»

3-هغوی چې د دینوالۍ په ادعا کې رښتیني دي، له بېوزلۍ او کډوالۍ سره سره بیا هم د الله (ج) او رسول الله ملاتړ دي. (لِلْفُقَراءِ … أُخْرِجُوا … یَنْصُرُونَ اللّهَ … هُمُ الصّادِقُونَ)

4- هغه کمالات ستاینوړ دي، چې تل وي. (یَبْتَغُونَ … یَنْصُرُونَ )( مضارع فعل د استمرار نښه ده.)

5-دنیا له آخرت سره ارزښتمنه ده.( فَضْلاً … وَ رِضْواناً)

6-مخلص وګړي، الهي پېرزوینې د هغه فضل ګڼي، نه خپل حق. «فَضْلاً مِنَ اللّهِ»

7-رښتینولي په کړنو جوتېږي، نه په خبرو.( یَنْصُرُونَ … اَلصّادِقُونَ)

 

وَ الَّذِینَ تَبَوَّؤُا الدّارَ وَ الْإِیمانَ مِنْ قَبْلِهِمْ یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ إِلَیْهِمْ وَ لا یَجِدُونَ فِی صُدُورِهِمْ حاجَهً مِمّا أُوتُوا وَ یُؤْثِرُونَ عَلی أَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ کانَ بِهِمْ خَصاصَهٌ وَ مَنْ یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ«9»=او (همداراز) هغوى چې تر (مهاجرينو) مخكې په (مدينه) كې هستوګن ول او ايمان يې راوړى (او) ورمهاجر شوي یې ښه ایسي او څه چې دوى (مهاجرينو) ته (له فیئ) وركړ شوي، پخپلو زړونو كې ورته اړتيا قدرې (كينه او کنجوسي) نه احساسوي او (دوی) تر خپلو ځانونو (غوره او) لومړي ګڼي، كه څه دوى پخپله ډېر اړمن وي او څوك چې خپل ځان له کنجوسۍ خوندي شو؛ نو همدا دوى بريالي دي.

 

ټکي:

* «تَبَوَّؤُا» له «بواء» اخستل شوی او په یوه ځای کې نزول او کېوتو ته وايي[22]. «خَصاصَهٌ»،هغه بېوزلۍ ته وايي چې ژوند څيرې کړي او «یُوقَ» له «وقایه» د ساتنې او کابو کوونې په مانا دی، «شُحَّ» له حرص سره کنجوسۍ ته وايي[23].

* له فیئ نه د مهاجرینو د برخمنولو ترڅنګ، الله (ج) د مدینې خلک او انصار ستايي چې هغوی هم خپل کورونه مهاجرو ته چمتو او هم یې خپل ایمانونه بشپړ کړل او بې اندېښنې یې ټول احکام پلي کوي.

* په روایت کې لولو: امام جواد (رح) د شپې له پیله تر پایه یوازې یوه دعا کوله:«اللهم قنی شح نفسی» خدایه ! د نفس له کنجوسۍ مې وساتې. راوي وايي: امام ته مې وویل:درځار، له تا خو مې بې له دې بله دعا وا نه ورېده! امام وویل:«فای شیء اشد من الشح» تر کنجوسۍ به بل څه خطرناک وي.

په بل حدیث کې لولو:«لا یجتمع الشح و الایمان فی قلب رجل مسلم[24]»، کنجوسي او ایمان د یوه مسلمان په زړه کې نه ځایېږي.

* ایثار، یو ډول کمال دی؛ خو له منځلارۍ دې د وتو لامل نشي؛ لکه څنګه چې په فرقان سورت ۶۷ آیت کې د عبادالرحمن په ځانګړنو کې وايي: «وَ الَّذِینَ إِذا أَنْفَقُوا لَمْ یُسْرِفُوا وَ لَمْ یَقْتُرُوا وَ کانَ بَیْنَ ذلِکَ قَواماً» هغوی په انفاق کې نه بې خرتي کوي او نه لنډون؛ بلکې منځلاري دي.

پر دې موضوع، له امام صادق (رح) نه په یوه روایت کې هم ټینګار شوی دی[25].

 

پېغامونه:

1-نورو ته د چوپړتیاوو لاراواری یو ډول ارزښت دی. «تَبَوَّؤُا الدّارَ»

2- هم ظاهري سینګار په کار دی او هم باطني. «تَبَوَّؤُا الدّارَ وَ الْإِیمانَ»

3-له ایمانوالو سره مینه، ټاټوبی او پوله نلري. «یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ إِلَیْهِمْ»

4- د نورو د ایثار او ښو خویونو یادونه وکړئ.( یُحِبُّونَ … یُؤْثِرُونَ)

5-کوټلې دوستي خو هغه ده،چې د کمالاتو په پار یو کس راباندې ګران وي؛ نه د تمې، ټبر او نامې په پار. «یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ»

6-ځان په کمال ښوول ارزښت نه لري، کمال خو هغه دی چې د زړه په تل کې وي. «لا یَجِدُونَ فِی صُدُورِهِمْ حاجَهً»

7-د یوې ډلې په ستاینه کې بله مه هېروئ، چې راپارېدل پکې نه وي.په تېر آیت کې د مهاجرینو ستاینه وشوه او په دې آیت کې انصار وستایل شول. «یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ إِلَیْهِمْ»

8-تر مېلمه پالنې مهمه، مهاجرپالنه ده؛ ځکه مېلمه خو څو ورځو ته وي؛ خو مهاجر ډېرې مودې ته درکره وي. «یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ إِلَیْهِمْ»

9-په ستایلو کې د مراتبو لړۍ او مخینو ته پام کوئ. لومړی مهاجرین (تېر آیت) بیا انصار(دا آیت) او په تېر آیت کې یې تابعین ستایلي دي.

10-الله (ج) د هغوی ستاینه کړې، چې حسد نه لري. (معمولاً حسادتونه د مال ویش پرمهال راڅرګندېږي، سره له دې چې پېغمبراکرم،فیئ یوازې مهاجرو ته ورکړ؛ خو د انصارو ورته سترګې نه وې.) (لا یَجِدُونَ … حاجَهً مِمّا أُوتُوا)

11- قرآن پراخه ټنده/سینه او پراخ لید ستایلی دی. «لا یَجِدُونَ فِی صُدُورِهِمْ حاجَهً»

12-دوستي یوازې په خوله نه؛ بلکې عملي دې وي.( یُحِبُّونَ … یُؤْثِرُونَ)

13-بښنه دې هله ارزښتمنه ده، چې په خپله هم هماغه څیز چې ورته اړتیا لرې، و یې بښې.( یُؤْثِرُونَ … وَ لَوْ کانَ بِهِمْ خَصاصَهٌ)

14-کنجوسي مه کوئ، چې بریالي شئ.( مَنْ یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ … هُمُ الْمُفْلِحُونَ)

15-کنجوسي په نفس کې اغږل شوې ده، هغه چې له کنجوسۍ لاس واخست؛ نو نه یوازې له مال؛ بلکې له ځانه هم تېرېدای شي. «یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ»

16-کنجوس نه بریالی کېږي. «مَنْ یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»

17-په الهي مرستو له کنجوسۍ خلاصون موندای شو. د «یُوقَ» کلیمه مجهوله راغلې ده؛ ځکه ژغورنکی خو الله (ج) دی.

18-ډېر کمالات له کنجوسۍ په خلاصون پورې اړوند دي. د «یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ» غونډله – جمله، د کونجي په حیث، د آیت په پای کې راغلې ده.

 

وَ الَّذِینَ جاؤُ مِنْ بَعْدِهِمْ یَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنا وَ لِإِخْوانِنَا الَّذِینَ سَبَقُونا بِالْإِیمانِ وَ لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ لِلَّذِینَ آمَنُوا رَبَّنا إِنَّکَ رَؤُفٌ رَحِیمٌ«10»=او (همداراز) څوک چې تر دوى [= مهاجرينو او انصارو] روسته راغلي (او) وايي: ((پالونكيه! موږ او زموږ هغه روڼه وبښه، چې تر موږ مخكې يې ايمان راوړى او په زړونو كې مو مؤمنانو ته (هېڅ ډول) كينه مه اچوه. پالونكيه! ته خواخوږى لورين يې.))

 

ټکي:

*په تېرو آیتونو کې مهاجرین او انصار وستایل شول او په دې آیت کې د تابعینو خبره ده، چې تر پېغمبراکرم روسته ټول مسلمانان پکې رانغاړلی شوو.

* له ۸ نه تر ۱۰ آیتونو پورې د یووالي لاملونو ته اشاره وشوه:

1.مینه. «یُحِبُّونَ مَنْ هاجَرَ إِلَیْهِمْ»

2.سرښندنه. «وَ یُؤْثِرُونَ عَلی أَنْفُسِهِمْ»

3.دعا. رَبَّنَا اغْفِرْ لَنا … رَبَّنَا

4.چوپړ. «تَبَوَّؤُا الدّارَ»

5.له حرص او کینې لرېوالی. لا یَجِدُونَ فِی صُدُورِهِمْ حاجَهً مِمّا أُوتُوا …

6.له کنجوسۍ لرېوالی. «یُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ»

7.رورولي. «اغْفِرْ لَنا وَ لِإِخْوانِنَا»

8.پراخه سینه او د کینې نه درلودل. «لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

مغفرت او استغفار

په قرآن کې تر ۲۰۰ ځلو ډېر، د مغفرت موضوع او کلیمې یې راغلي دي. هم دې پخپله استغفار وکړو، هم دې له الهي اولیاوو وغواړو،چې استغفار راته وکړي. «یا أَبانَا اسْتَغْفِرْ لَنا[26]»ان پرښتې هم مؤمنانو ته استغفار کوي. «وَ یَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِینَ آمَنُوا[27]»

البته د مشرکانو او منافقانو استغفار اغېز نه لري. «سَواءٌ عَلَیْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ[28]»، «ما کانَ لِلنَّبِیِّ وَ الَّذِینَ آمَنُوا أَنْ یَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِکِینَ[29]»

 

د الهي مغفرت لاملونه‎

1.له آسماني مشرتابه لاروي. «فَاتَّبِعُونِی یُحْبِبْکُمُ اللّهُ وَ یَغْفِرْ لَکُمْ ذُنُوبَکُمْ[30]»

2.تقوا. إِنْ تَتَّقُوا اللّهَ … یَغْفِرْ لَکُمْ (([31]

3.د خلکو عفو او ترې تېرېدل. «وَ لْیَعْفُوا وَ لْیَصْفَحُوا أَ لا تُحِبُّونَ أَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَکُمْ[32]»

  1. مستدله او کلکه وینا. قُولُوا قَوْلاً سَدِیداً … یَغْفِرْ لَکُمْ(([33]

5.قرض الحسنه. إِنْ تُقْرِضُوا اللّهَ … یَغْفِرْ لَکُمْ(([34]

6.توبه او استغفار. «وَ مَنْ یَعْمَلْ سُوءاً أَوْ یَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ یَسْتَغْفِرِ اللّهَ یَجِدِ اللّهَ غَفُوراً رَحِیماً[35]»

 

پېغامونه:

1-بشپړ ښوونځی خو هغه دی، چې راتلونکيو لارویانو ته هم د کمال او ودې کړلار ولري. «وَ الَّذِینَ جاؤُ مِنْ بَعْدِهِمْ»

2-له ناوړپوهنې مخنیوي ته، لومړی دې له خپلو تېروتنو استغفار وکړو او بیا د نورو. «اغْفِرْ لَنا وَ لِإِخْوانِنَا»

3- مؤمن له ګناه خوندي نه دی؛ خو چې هره ګناه یې وکړه، بې ځنډه دې استغفار وکړي. «اغْفِرْ لَنا وَ لِإِخْوانِنَا»

4-تېرو ته د خیر دعا، د راتلونکیو دنده ده. ( وَ الَّذِینَ جاؤُ مِنْ بَعْدِهِمْ یَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ … اَلَّذِینَ سَبَقُونا بِالْإِیمانِ)

5-ټول مسلمانان یو د بل روڼه دي او یو بل ته دې دعا کوي. «اغْفِرْ لَنا وَ لِإِخْوانِنَا الَّذِینَ سَبَقُونا بِالْإِیمانِ»

6-په ایمان کې مخینه یو ارزښت دی. «سَبَقُونا بِالْإِیمانِ»

7-واقعي رورولي، د ایمان تر سیوري لاندې وي. «لِإِخْوانِنَا الَّذِینَ سَبَقُونا بِالْإِیمانِ»

8- په دیني رورولۍ کې وخت، ځای او توکم اوڅار نه دی. «لِإِخْوانِنَا الَّذِینَ سَبَقُونا بِالْإِیمانِ»

9-نورو ته د خیر په دعا مو له زړونو کینې وباسئ[36].( رَبَّنَا اغْفِرْ … لِإِخْوانِنَا … لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ لِلَّذِینَ آمَنُوا)

10- مؤمن د نورو بد نه غواړي. «لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ لِلَّذِینَ آمَنُوا»

11- بې د الله (ج) له مرستې، ځانسازي ناشونی چار دی.( رَبَّنَا … لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ)

12-په سمونو کې په جرړو پسې ورشئ، د ډېری ګناهونو جرړه په کینو، حسادتونو او دښمنیو کې ده، چې جرړه دې یې راوایستل شي. «لا تَجْعَلْ فِی قُلُوبِنا غِلاًّ»

13-الهي ربوبیت، رأفت او لورنې ته پاملرنه، د دعا له ادابو ځنې او د منل کېدو يې ملاتړ ده.( رَبَّنَا اغْفِرْ … إِنَّکَ رَؤُفٌ رَحِیمٌ)

14- د خیر په دعا، له زړونو کېنې لرې کړو. « رَبَّنَا اغْفِرْ …. لِإِخْوانِنَا … لا تَجْعَلْ…. غِلاًّ لِلَّذِینَ آمَنُوا »

 

أَ لَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ نافَقُوا یَقُولُونَ لِإِخْوانِهِمُ الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَکُمْ وَ لا نُطِیعُ فِیکُمْ أَحَداً أَبَداً وَ إِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّکُمْ وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ«11»=ايا منافقان دې لیدلي نه دي، چې خپلو كافرو كتابيانو روڼو ته وايي: ((كه (له هېواده) وشړل شوئ (؛ نو) موږ به هم هرومرو درسره وځوو او ستاسې په باب به هېڅكله د هېچا خبره ونه منو او كه جګړه درسره وشوه؛ نو هرومرو به مو مرسته كوو!)) او الله شاهدي وركوي، چې دوى بېخي دروغجن دي.

 

ټکي:

* د مهاجرینو، انصار او تابعینو تر ستایلو روسته،دا آیتونه، د هغو منافقانو او کفارو څېره انځوروي، چې یو د بل ترڅنګ ولاړ او مسلمانانو ته یولاسي دي. هو! یو مغفرت او بښنې ته بلنه کوي او بل یې ځېل، پر کفر ټینګار او بې دینۍ ته.

* په تفاسیرو کې راغلي : منافقانو، هغو ژمنماتیو یهودو ته چې د اسلام پېغمبر ورته غوسه شوی وو، پېغام ورواستاوه، چې خپل سنګرونه مه پرېږدئ، چې موږ درسره یو.

* د «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَهٌ[37]» آیت په پامنیوي، چې رورولي، ایمانوالو ته ځانګړوي، و دې ویل شي: له کافر سره، د منافق رورولي ظاهري رورولي ده. (لِإِخْوانِهِمُ الَّذِینَ کَفَرُوا …)

په حقیقي رورۍ کې، سرښندنه او ځان بلهارول دي؛ لکه انصارو چې له مهاجرینو سره داسې وکړل، «وَ یُؤْثِرُونَ عَلی أَنْفُسِهِمْ»؛ خو په ظاهري رورۍ کې ان ظاهري یاري هم نه وي. «لَنَنْصُرَنَّکُمْ وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ»

 

پېغامونه:

1-د اسلامي ټولنې مشر دې له بهرني دښمن سره د کورنیو منافقانو له اړیکو خبر وي. «أَ لَمْ تَرَ»

2-په صدر اسلام کې داسې منافقین ول، چې له کفارو سره یې پټې او خاینانه اړیکې درلودې او په خپلو ژمنو یې هیلمنول.( أَ لَمْ تَرَ إِلَی الَّذِینَ نافَقُوا …)

3- منافق د کافر رورو دی. (نافَقُوا … لِإِخْوانِهِمُ الَّذِینَ کَفَرُوا)

4-ټول کتابیان د مسلمانانو پر وړاندې ولاړ نه دي، یوازې یوه ډله یې د دسیسې او دښمنۍ په تکل کې دي. «الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْکِتابِ»

5-داچې خلک د دورغجن منافق پر خبره باور وکړي؛ نو خپله خبره پرېکنده کوي.( لَنَخْرُجَنَّ مَعَکُمْ … لَنَنْصُرَنَّکُمْ)

6- منافق په سياسي او ټولنیزو چارو کې د اسلامي مشرتابه تابع نه دی. «لا نُطِیعُ فِیکُمْ أَحَداً أَبَداً»

7- منافقان، ان خپلو ملګرو ته هم دروغ وايي. «وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ»

 

لَئِنْ أُخْرِجُوا لا یَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَ لَئِنْ قُوتِلُوا لا یَنْصُرُونَهُمْ وَ لَئِنْ نَصَرُوهُمْ لَیُوَلُّنَّ الْأَدْبارَ ثُمَّ لا یُنْصَرُونَ«12»= كه [يهود] وايستل شي، ورسره به ونه ووځي او كه جګړه ورسره وشي، (منافقين) به يې مرسته و نه كړي او كه مرسته يې هم وكړي، هرومرو (د جګړى له ډګره) شا اړوي او تښتي، بيا یې څوك مرسته نه كوي.

 

پېغامونه:

1-د کفارو له ماتې خبرېدل او پر خپلو ژمنو د منافقانو نه پابندي، د مسلمانانو د روحیې د پیاوړۍ لاملونه دي.( لا یَخْرُجُونَ مَعَهُمْ … لا یَنْصُرُونَهُمْ)

2-د منافقانو له ډوزو او ډنډورو مه ډارېږئ، چې د عمل خلک نه دي او ډېر دوه خپلې او دوې پردۍ کوي او تښتي.( لا یَخْرُجُونَ … لا یُنْصَرُونَ … لَیُوَلُّنَّ الْأَدْبارَ)

3-د منافقانو ژمنماتي دومره ده، چې ان خپلو کافرو همژمنو ته هم وفادار نه دي. (لا یَخْرُجُونَ … لا یُنْصَرُونَ)

4-د نفاق پایله، خواري او یوازېیتوب دی. «لا یُنْصَرُونَ»

 

لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَهً فِی صُدُورِهِمْ مِنَ اللّهِ ذلِکَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا یَفْقَهُونَ«13»=البته تر خدایه، له تاسې ډېر ډارېږي؛ځكه دوى ژور نه پوهېږي.

 

ټکي:

* «رَهْبَهً» دنننۍ او ژورې وېرې ته وايي، چې اغېز یې په کړنو کې څرګندېږي.

*دا آیت د تېر آیت د دلیل په څېر دی، چې منافقان جګړې ته چمتو نه دي او که جګړې ته را هم شي؛ نو تښتي؛ ځکه هغوی ایمان نه لري او الهي ځواک نه پېژني؛ خو د تورې پړک چې وویني؛ نو تر تاسې له الله (ج) ډېر ډارېږي.

 

پېغامونه:

1- مؤمن برمیال دی. «لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَهً فِی صُدُورِهِمْ»  

2-د الله (ج) پرځای، له خلکو وېره، د څرګند نفاق نښه ده. «لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَهً فِی صُدُورِهِمْ مِنَ اللّهِ»

3- منافقان خبر نه دي او نه پوهېږي، چې د مسلمانانو د عزت او ځواک خواله، الهي اراده او پېرزو ده. «لا یَفْقَهُونَ»

4-له خلکو وېرېدل او له الله (ج) نه وېرېدل، د رغي لید او ناپوهۍ پایله ده.( لَأَنْتُمْ أَشَدُّ رَهْبَهً … لا یَفْقَهُونَ)

 

لا یُقاتِلُونَکُمْ جَمِیعاً إِلاّ فِی قُریً مُحَصَّنَهٍ أَوْ مِنْ وَراءِ جُدُرٍ بَأْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِیعاً وَ قُلُوبُهُمْ شَتّی ذلِکَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لا یَعْقِلُونَ«14»= (يهودان) هېڅكله په ګډه درسره نه جنګېږي؛خو د ټينګو كلاګانو يا دېوالو ترشا (به جنګېږي)، په (خپلو) کې يې جګړه سخته ده (؛خو ستاسې په مقابل كې کمزوري دي.) ته يې يو موټى ګڼې او (حال دا) د زړونو (لارې يې) سره جلا جلا دي؛ ځكه دوى بې عقله قوم دى.

 

ټکي:

* «قُریً» د«قریه» جمع ده او د خلکو د راټولېدو ځای ته وايي، که ښار وي که کلی. «مُحَصَّنَهٍ» له «حصن» اخستل شوی او د کلا په مانا ده. «قُریً مُحَصَّنَهٍ»؛ یعنې هغه سیمې چې په دېوال، خندق، کنده یا بُرج ساتل کېږي.

* ټولو خلکو ته په لږه اندنه او تعقل، د یووالي او اتحاد ارزښت، ونډه او برکتونه څرګندېږي؛ نو د آیت په پای کې وايي: «قَوْمٌ لا یَعْقِلُونَ»؛ خو په دې پوهېدل، چې ټول ځواک د الله (ج) دی او نباید له انسانانو، تر الله (ج) ډېر وډارېږو؛ نو دا چار ژور معرفت او نږه توحید ته اړتیا لري؛ نو تېر آیت، په «قَوْمٌ لا یَفْقَهُونَ» پای ته ورسېد.

 

پېغامونه:

1-د دښمن او د هغوی د همژمنو د روحیاتو او جنګي کړنلارو ارزول پکار دي.(لا یُقاتِلُونَکُمْ جَمِیعاً إِلاّ … تَحْسَبُهُمْ جَمِیعاً وَ …)

2-پام مو وي، چې منافقان دې ځانونو ته ستاسې له لاسرسي لرې، خوندي سیمې جوړې نه کړي؛ ګنې خطر به یې جدي شي.( لا یُقاتِلُونَکُمْ … إِلاّ فِی قُریً مُحَصَّنَهٍ)

3-هغه ظاهري یووالی او ټلوالی ارزښت نه لري، چې بنسټ یې ایمان او زړګنۍ لېوالتیا نه وي.«تَحْسَبُهُمْ جَمِیعاً وَ قُلُوبُهُمْ شَتّی»

4-توکیزې او فزیکي شونتیاوې او وزلې امنیت نشي راوستی، کفار سره له هومره شونتیاوو، ناامنه دي[38]. (قُریً مُحَصَّنَهٍ … بَأْسُهُمْ بَیْنَهُمْ شَدِیدٌ)

5-د اسلام دښمنان سپک او کمزوري کړئ.( قَوْمٌ لا یَفْقَهُونَ … قَوْمٌ لا یَعْقِلُونَ)

6-په جنګ کې اړپېچ، د بې عقلۍ نښه ده(. لا یُقاتِلُونَکُمْ جَمِیعاً … قُلُوبُهُمْ شَتّی …لا یَعْقِلُونَ

 

کَمَثَلِ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَرِیباً ذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ وَ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ«15»=(د بني نضیر د یهودو مثال) د هغو کسانو مثال دی، چې تر دوی لږ وړاندې ول (او د منافقانو په ژمنو اغفال شول) او د خپل کار تراخه یې وڅکل، او دردونکی عذاب ورته دی.

 

ټکي:

* «وَبالَ» د یوه چار ناوړه پایلې ته وايي.

* مؤمن له یوې سوړې دوه ځل نه چیچل کېږي؛ خو د بني نضیر یهود د منافقانو په ژمنو تېروتل او دومره فکر یې ونکړ، چې څه موده مخکې، دې منافقانو همدا ژمنې له بين قینقاع یهودو سره هم کولې؛ خو وفا یې پرې ونکړه.

 

پېغامونه:

1-د وګړیو او ګوندونو پېژندو ته یې مخینه وګورئ. «کَمَثَلِ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

2-د ټولنې مشر دې د قومونو او ډلو په تاریخ پوه وي. «کَمَثَلِ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ»

3- په تبلیغ او روزنه کې له هغو بېلګو ګټنه وکړئ، چې د خلکو آشنايي ورسره آسانه وي. «قَرِیباً»

4-توکیز تراخه د کافرانو د سزا یو څرک دی. «ذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ»

5-تاریخ ثابت دودونه او قوانین لري، کفار که پر یوه لار ولاړل؛ نو تراخه یې وڅکل؛ که تاسې هم پرې ولاړ شئ؛ تاسې به یې هم وڅکئ. «ذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ»

6-خواږه او تراخه مو د خپلو کړنو پایله ده. «وَبالَ أَمْرِهِمْ»

7-له منافقانو سره همکاري، هم په دنیا کې عذاب لري او هم په آخرت کې. «ذاقُوا وَبالَ أَمْرِهِمْ وَ لَهُمْ عَذابٌ أَلِیمٌ»

 

کَمَثَلِ الشَّیْطانِ إِذْ قالَ لِلْإِنْسانِ اکْفُرْ فَلَمّا کَفَرَ قالَ إِنِّی بَرِیءٌ مِنْکَ إِنِّی أَخافُ اللّهَ رَبَّ الْعالَمِینَ«16»= (همداراز كار يې) د شيطان په څېر دى، چې كله يې انسان ته وويل: ((كافر شه (چې ستونزې دې لرې كړم).)) خو چې كافر شو، (شيطان) وويل: ((په رښتینه كې زه ستا په باب څه ژمنه نه لرم؛ زه له نړۍ پال الله وېرېږم.))

فَکانَ عاقِبَتَهُما أَنَّهُما فِی النّارِ خالِدَیْنِ فِیها وَ ذلِکَ جَزاءُ الظّالِمِینَ«17»=نو د دواړو ( شیطان او کافر د كار) پايله دا شوه، چې دواړه به همېشني اورمېشتي وي او دا د ظالمانو سزا ده!

 

ټکي:

*دا آیت د تېر آیت په دوام کې، منافقان له شیطان سره ورته کوي، چې له خلکو سره ژمنې کوي؛ خو ژمنې یې یوازې چل ول دی. ډېر دي داسې شیطان صفته وګړي او حکومتونه چې له خپلو لوبڅو سره ژمنې کوي؛ خو د خطر پر ورځ یې پر خپل حال پرېږدي.

* حضرت ابن عباس ددې آیتونو تر تفسیر لاندې دا کیسه رانقلوي:

په بني اسرائیلو کې د برصیصا په نامه یو عابد و، چې کلونه کلونه یې عبادت کړی و، مشهور شو او خلکو به خپل رنځوران رغېدو ته وربوتلل، تردې چې یوه ورځ د شتمنو یوه ښځه ورغله، شیطان هغه وسوسه کړ او ښځې ته یې لاس وراچاوه، بیا یې ووژله او په یوې بیدیا کې یې ښخه کړه. د ښځې روڼه خبر شول او خبره ډنډوره شوه او عابد له خپل موقعیته راګوزار شو.د وخت واکمن راوغوښت او هغه هم پر خپل چار منښته وکړه او حکم وشو، چې غرغره دې شي. دا مهال، شیطان ورمخې ته شو، چې شیطان ته یې وویل: ستا وسوسو پردې حال کړم؛ نوشیطان ورته وویل: که راته په سجده شوې؛ نو ازاد به دې کړم.عابد وویل: د سجدې وس نلرم. شیطان وویل: د سترګو د وریځو په اشاره سجده راته وکړه، همداسې یې وکړل او په ټولیزه توګه یې له دینه خلاص کړ[39].

* شیطان، هر چا ته خپله نقشه لري:

د بني اسرائیلو عابد یې په خپل عبادت ورکلاری کړ.

قارون یې په علم او مدیریت غره کېږي. «عَلی عِلْمٍ عِنْدِی[40]»

بلعم باعورا د سترې نامې په درلودو په ځاني غوښتنو پسې ځي. «آتَیْناهُ آیاتِنا فَانْسَلَخَ مِنْها[41]»

سامري په خپل علم او هنر غره کېږي. «بَصُرْتُ بِما لَمْ یَبْصُرُوا[42]»

یو یې په مال او شتمنۍ غره کېږي. «فَلَمّا آتاهُمْ مِنْ فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ([43] بل یې په زامنو. «وَ بَنِینَ شُهُوداً[44]» بل یې په واکمنۍ. «أَ لَیْسَ لِی مُلْکُ مِصْرَ[45]» بل یې په وزلیو، شونتیاوو او برجونو. «جابُوا الصَّخْرَ بِالْوادِ»[46]، «تَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبالِ بُیُوتاً[47]»

 

د منافقانو او شیطان ورته والی

  1. دا دواړه د انسان دښمنان دي: «إِنَّهُ لَکُمْ عَدُوٌّ مُبِینٌ[48]»، «هُمُ الْعَدُوُّ[49]»

2.دواړه دې فحشا او منکر ته رابلي: «یَأْمُرُکُمْ بِالْفَحْشاءِ[50]»، «یَأْمُرُونَ بِالْمُنْکَرِ[51]»

3.له دواړو لرېوالی پکار دی: «وَ لا تَتَّبِعُوا خُطُواتِ الشَّیْطانِ»[52]، «فَاحْذَرُوهُمْ[53]»

4.دواړه څومخي او تېرایستونکي دي: کَمَثَلِ الشَّیْطانِ إِذْ قالَ لِلْإِنْسانِ اکْفُرْ … قالَ إِنِّی بَرِیءٌ مِنْکَ ، «وَ إِذا لَقُوا الَّذِینَ آمَنُوا قالُوا آمَنّا وَ إِذا خَلَوْا إِلی شَیاطِینِهِمْ قالُوا إِنّا مَعَکُمْ[54]»

5.دواړه دې د ښېګڼو په شعارونو اغفالوي: «هَلْ أَدُلُّکَ عَلی شَجَرَهِ الْخُلْدِ[55]»، «قالُوا إِنَّما نَحْنُ مُصْلِحُونَ[56]»

6.داوړه دوزخیان دي: «أَنَّهُما فِی النّارِ(([57]«إِنَّ الْمُنافِقِینَ فِی الدَّرْکِ الْأَسْفَلِ مِنَ النّارِ[58]»

 

پېغامونه:

1- د مطلب جوتولو او په مخاطب کې د ډېر نفوذ لپاره، له څو بېلګو او تجربو ګټنه کولای شو.( کَمَثَلِ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ … کَمَثَلِ الشَّیْطانِ)

2-د منافقانو وسوسې او راپارونې، د شیطان د وسوسو یوه بېلګه ده.( کَمَثَلِ الَّذِینَ … کَمَثَلِ الشَّیْطانِ)

3- شیطان یوازې کږلارۍ ته بلنه درکوي، دا انسان دی چې پخپل واک کږلاري مني. ( اُکْفُرْ … فَلَمّا کَفَرَ)

4-د شیطان کټ تر نیمې شپې وي. «اکْفُرْ فَلَمّا کَفَرَ قالَ إِنِّی بَرِیءٌ»

5-د بې دینه انسان چار، دې ځای ته رسي، چې شیطان هم ترې کرکه کوي. «إِنِّی بَرِیءٌ مِنْکَ»

6- شیطان او منافقان، خپلو ژمنماتیو ته له الله (ج) وېره، مخونه کوي، «إِنِّی أَخافُ اللّهَ» د کفر او نفاق پایله، همېشنی اور دی.

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَ اتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ خَبِیرٌ بِما تَعْمَلُونَ«18»= مؤمنانو! د الله له (مخالفته) ډډه وكړئ او هر څوك دې وګوري، چې (خپل) سبا (قيامت) ته يې څه مخكې ورلېږلي او [خپل ځانونه] د الله له [عذابه] وساتئ، په حقيقت كې څه چې كوئ، الله پرې خبر دى.

 

ټکي:

*په دې آیت کې د تقوا حکم تکرار او ټینګار پرې شوی دی، چې پر ټینګار سربېره، نورې ماناوې هم درلودای شي؛ لکه:

1.لومړۍ تقوا د کار اصل او دویمه یې د کار څرنګوالي ته ده.

  1. لومړۍ تقوا نېکچاریو او دویمه محرماتو پرېښوولو ته ده.

3.او شونې ده لومړۍ تقوا له تېرو توبې ته او دویمه راتلونکې ته زېرمه وي.

* په روایتونو کې لولو: په نیمه کجوره دانه او که نه یې لرئ، په ښه خبره زړونه خوشحاله کړئ، تر قیامته چې الله (ج) پوښتي: ما سترګې، غوږونه او… درکړل، څه زېرمه دې رالېږلې، چې بیا هغه مهال خېجله و نه وسې؛ ځکه پر هغه ورځ، هر څوک هرې خوا ته ګوري؛ خو هغه زېرمه به نه مومي، چې ځان خلاصون ته یې تر ځان مخکې ورلېږلې وي[59].

 

پېغامونه:

1- ایمان، د تقوا زمینه او د ایمان د ګټې شرط، تقوا درلودل دي. «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا»

2-د پاتوړیو/وارثانو د خیر پر تمه مه کېنئ، هر څوک دې د خپل قیامت په سوچ کې وي. «وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ لِغَدٍ»

3-پام مو وي، چې څه د نېکو کړنو په نامه زېرموئ. «وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ ما قَدَّمَتْ»

4-له نفس سره حساب پکار دی. «وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ» (که نن مو پام نه وي؛ نو د سبا پام به مو د خېجلتیا لامل وي.) «یَوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ ما قَدَّمَتْ یَداهُ وَ یَقُولُ الْکافِرُ یا لَیْتَنِی کُنْتُ تُراباً[60](

5-قیامت رانږدې دی. «لِغَدٍ» (لکه څنګه چې په بل ځای کې وايي: «إِنَّهُمْ یَرَوْنَهُ بَعِیداً وَ نَراهُ قَرِیباً[61]»)

6- د ګاندې – راتلونکې پامنیوی او اوږد اندي د ایمان لازمه ده. «ما قَدَّمَتْ لِغَدٍ»

7- تقوا، د نفس د شمېرانې – محاسبې لاره چاره او د نفس شمېرانه، د تقوا د ودې او پیاوړتیا لامل دی.( «وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ» د دوو «اتَّقُوا اللّهَ» په منځ کې راغلی دی).

8-هېڅوک دې په یوه پړاو کې هم ځان خوندي نه ګڼي. (یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ … وَ اتَّقُوا اللّهَ)

9-د الله (ج) پر خبیروالي ایمان، د تقوا لامل دی.( وَ اتَّقُوا اللّهَ … إِنَّ اللّهَ خَبِیرٌ)

 

وَ لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ نَسُوا اللّهَ فَأَنْساهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولئِکَ هُمُ الْفاسِقُونَ«19»=او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ، چې الله يې هېر كړى؛ نو الله (هم) د دوی خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدا دوى پوله ماتي دي.

لا یَسْتَوِی أَصْحابُ النّارِ وَ أَصْحابُ الْجَنَّهِ أَصْحابُ الْجَنَّهِ هُمُ الْفائِزُونَ«20»=دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي دي.

 

ټکي:

* منافقان د هغو وګړیو څرګند مصداقونه دي، چې الله (ج) یې هېر کړی دی. په توبه سورت ۶۷ آیت کې د منافقانو په اړه لولو: «نَسُوا اللّهَ فَنَسِیَهُمْ» البته الله هېرونکی نه دی؛ بلکې پېرزو به پرې نه کوي. «وَ ما کانَ رَبُّکَ نَسِیًّا[62]»

* غفلت د انسان تر ټولو خطرناک آفت دی. قرآن وايي: یوه ډله خلک تر څارویو هم بتر دي؛ ځکه غافل دي، «أُولئِکَ کَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولئِکَ هُمُ الْغافِلُونَ[63]»؛ نو پردې بنسټ، له الله (ج) غفلت «نَسُوا اللّهَ[64]»،له قیامت غفلت «نَسُوا یَوْمَ الْحِسابِ[65]» او له الهي آیتونو غفلت «أَتَتْکَ آیاتُنا فَنَسِیتَها[66]» انسان تر څارویو هم لاندې پوړ ته پرېباسي.

*هغه چې الله (ج) هېروي؛ نو هرومرو به بېلارې، بې مشره، بې موخې، بې قانونه او په شهوتونو کې ډوب وګړی وي او ټولې موخې او کړنې به یې سلیقوي او د ځاني غوښتنو له مخې وي او دا انسان ته ستر خطر دی.

څوک چې د هغه پېرزو هېره کړي، نهیلی به شي او ډپ ته به رسي.

څوک چې د هغه بښنه هېره کړي، ځان سمونوړ نه ګڼي او هر کار کوي.

څوک چې الهي مشران هېر کړي، په هر طاغوت پسې ځي او ورستېږي.

څوک چې د هغه قانون هېروي، هره ورځ په یوه غږ پسې ځي او کړهاند او لالهلاند شي.

څوک چې د هغه لار هېره کړي، په نورو سلونو لارو کې به لالهاند او ورکلاری شي.

څوک چې د هغه اولیاء هېر کړي؛ نو کاږه ملګري به یې ولوبوي.

څوک چې الهي نعمتونه هېر کړي؛ د نورو غوړه مال شي.

* څوک چې الله (ج) هېر کړي؛ نو قهرا د انسان پنځون په اړه به یې حکیمانه موخې هم هېرې کړي او څوک چې د خپل پنځون موخه هېره کړي؛ نو عمر، پانګه او وړتیا یې تویوي.

* انسان فطرتاً الله پېژاندی دی او په لنډمهاله هېر اخته کېږي. د«نسیان» کلیمه په هغو ځایونو کې ده، چې مخکې یې پرې پوهه درلوده او ترې خبر و.

 

پېغامونه:

1- مؤمنان، د الله (ج) له یاده د غفلت په درشل کې دي؛ نو خبرداري ته اړتیا لري. ( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللّهَ … وَ لا تَکُونُوا کَالَّذِینَ نَسُوا اللّهَ)

2-انسان لومړی له ځانه پرېوځي او ځان هېرونه الهي سزا ده. «نَسُوا اللّهَ فَأَنْساهُمْ»

3-الهي سزا، له عمل سره همغږې ده. «نَسُوا اللّهَ فَأَنْساهُمْ أَنْفُسَهُمْ»

4- ګناه او کږلاري، د الله (ج) له یاده د غفلت پایله ده. «نَسُوا اللّهَ فَأَنْساهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولئِکَ هُمُ الْفاسِقُونَ»

 

لَوْ أَنْزَلْنا هذَا الْقُرْآنَ عَلی جَبَلٍ لَرَأَیْتَهُ خاشِعاً مُتَصَدِّعاً مِنْ خَشْیَهِ اللّهِ وَ تِلْکَ الْأَمْثالُ نَضْرِبُها لِلنّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَکَّرُونَ«21»=كه موږ دا قرآن پر كوم غره نازل كړى واى، بېشکه هغه به دې د الله له وېرې وېرجن ټوټه ټوټه كېدونکى لیدلی واى! او دا بېلگې خلكو ته وايو، ښايي (پر خپل حالت) غور او اندنه وكړي.

 

پېغامونه:

1-د روزنې یوه کړنلار، ناسیده رټنه ده.( لَوْ أَنْزَلْنا هذَا الْقُرْآنَ … تِلْکَ الْأَمْثالُ نَضْرِبُها …)

2- قرآن یو الهي کتاب دی، نیمګړتیا نلري؛ خو خلک یې وړتیا نه لري. ( لَوْ أَنْزَلْنا هذَا …)

3- مانیزو – معنوي حقایقو ویلو ته متل ویل، یوه قرآني کړنلار ده.( لَوْ أَنْزَلْنا هذَا الْقُرْآنَ عَلی جَبَلٍ …)

4-دا لا څنګه خبره ده، چې غر له هومره ستروالي سره، د قرآن پر وړاندې خاشع دی؛ خو د ځینو انسانانو زړه تر ډبرې هم کلک دی ؟( لَوْ أَنْزَلْنا هذَا الْقُرْآنَ عَلی جَبَلٍ لَرَأَیْتَهُ خاشِعاً …)

5-هستي شعور لري، که قرآن پر غره ورنازل شوی وای؛ نو خشوع او خشیت به یې راڅرګندېده. «لَرَأَیْتَهُ خاشِعاً مُتَصَدِّعاً مِنْ خَشْیَهِ اللّهِ»

6-د قرآن متلونه او مثالونه تدبر، اندنې او تفکر ته اړتیا لري، ګنې سم به درک نشي.«تِلْکَ الْأَمْثالُ نَضْرِبُها لِلنّاسِ لَعَلَّهُمْ یَتَفَکَّرُونَ»

 

هُوَ اللّهُ الَّذِی لا إِلهَ إِلاّ هُوَ عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ هُوَ الرَّحْمنُ الرَّحِیمُ«22» دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، پر پټو او ښكاره وو پوه دى، هغه لوراند (او) لورين دى.

 

ټکي:

*په روایتونو کې د حشر سورت پر تلاوت ټینګار شوی او ډېر برکتونه ورته ویل شوي دي؛ لکه: د ګناهونو بښل کېدل او د شهید د مقام پولو ته ورسېدل.

* احتمال یې ورکول کېږي، چې انسان په هغو نامو کې چې په (22-24) آیتونو کې راغلي دي، اسم اعظم ته لاسرسی وکړي؛ ځکه په دې آیتونو کې ۱۵ او که ښه ځير شو ۱۸ الهي ځانګړنې راغلي دي، چې هره یوه د هغه د ناپایه کمالاتو ښکارندوی دی.

* واقعي معبود هغه ذات دی، چې بشپړ علم، لورنه، سپېڅلتیا، عزت، ځواک، برم او احاطه لري؛ نو داچې دا ټولې ځانګړنې یوازې په الله (ج) کې دي؛ نو هغه یوازېنی معبود دی.

* په قرآن کې چې په هر ځای کې غیب او شهود یو د بل ترڅنګ راغلي دي؛ نو لومړی غیب راغلی او بیا شهود او دا یې یا ارزښت او یا یې ډېروالي ته دي.

* امام صادق (رح) وویل: «الغیب ما لم یکن و الشهاده ما قد کان[67]»غیب هغه دی، چې واقع شوی نه وي او شهود هغه دی، چې شته شوی وي.

 

پېغامونه:

1- توحید او ایکي یو والی، په الهي صفاتو کې لومړي او مهم دي. «هُوَ اللّهُ الَّذِی لا إِلهَ إِلاّ هُوَ»

2-هغه چې ټول ورپسې دي، الله (ج) دی. «هُوَ اللّهُ»

3- پر غیب او شهود د الله (ج) پوهه یوشان ده. «عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ»

4-سره له دې چې الله (ج) له هر څه خبر دی، «عالِمُ الْغَیْبِ وَ الشَّهادَهِ»؛ خو په لورنه له خپلو بندګانو سره چلي. که علم یې وېره زېږوی، لورنه یې هیلمنوونکې ده او د انسان روزنې ته وېره او هیله دواړه وي. «الرَّحْمنُ الرَّحِیمُ»

5-بې له ايکي یو الله (ج)، نور هېڅوک هم پراخه لورنه او پوهه نلري. (هُوَ … عالِمُ الْغَیْبِ … هُوَ الرَّحْمنُ الرَّحِیمُ)

 

 

هُوَ اللّهُ الَّذِی لا إِلهَ إِلاّ هُوَ الْمَلِکُ الْقُدُّوسُ السَّلامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَیْمِنُ الْعَزِیزُ الْجَبّارُ الْمُتَکَبِّرُ سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یُشْرِکُونَ«23»=دی هغه الله دى، چې بې له ده معبود نشته، آریز واكمن او مالك دى، له هرې نيمګړتيا پوره پاك دى، پر چا تېرى نه كوي، امان وركوونكى دى؛ پر ټولو څيزونو څارن دى، داسې بريمن ځواك دى، چې پخپل ځواک هره چاره سموي، د پرتم خاوند دى (او) الله له هر هغه څه پاك دى، چې دوی يې ورسره شريكوي!

 

ټکي:

* «ملک» د خلکو د چارو څښتن او د دوی واکمنۍ ټولواک دی.«قدوس» پاک او له هرې نیمګړتیا سپېڅلي ته وايي ،«مهیمن» د ولکې او ساتنې خاوند ته وايي.

«جبار» پر جبر د قادر او جبرانوونکي په ماناوو راغلی دی.

* «سلام»؛ یعنې هغه چې په سلام او عافیت چلن کوي؛ نه په جګړه، شر او ضرر.

«مؤمن»؛ یعنې هغه چې امنیت درکوي او تا په خپل امان کې خوندي ساتي[68].

* بشري واکمنان له سره تر پښو له بېوسۍ، اړتیا او محدودیتونو ډک دي او خلک ترې په امان کې نه دي؛ خو متعال الله (ج)، هغه واکمن دی، چې هم سپېڅلتیا لري او له هرې نیمګړتیا پاک دی، هم دې خوندي ساتي، هم پر هرڅه ولکه او نفوذ لري، ناماتی ځواکمن دی، جبرانوونکی او کبریایي برم لري.

 

پېغامونه:

1-د هستۍ ایکي یو معبود هغه دی، چې مطلق واکمن دی. «هُوَ اللّهُ الَّذِی لا إِلهَ إِلاّ هُوَ الْمَلِکُ»

2-د الله (ج) واکمني له هر ډول تېري او کمۍ لرې او له سپېڅلتیا ډکه ده. «الْقُدُّوسُ السَّلامُ»

3-الله (ج) خپل مخلوق ته تاوان نه ورکوي. «السَّلامُ»

4-الله (ج) پر هستۍ بشپړ راچاپېر دی. «الْمُهَیْمِنُ»

5-د الله (ج) په باب د مشرکانو ګومانونه ناسم دي. «سُبْحانَ اللّهِ عَمّا یُشْرِکُونَ»

 

هُوَ اللّهُ الْخالِقُ الْبارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنی یُسَبِّحُ لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«24»=دی پنځوونکی الله؛ (بې مخینې) پنځګر، (بېسارى) انځورګر؛ غوره نامې (او ځانګړنې) يوازې د ده دي، په اسمانونو او ځمكه كې چې هر څه دي، تسبيح یې وايي؛ او دی ناماتى حكيم دى.

 

ټکي:

* «بارئ» د هغه ښکارنده جوړونکي په مانا دی، چې هره ښکارنده یې یو له بله جلا او سره توپیر لري.

*دا یوازېنی سورت دی، چې پیل او پای الهي تسبیح ده. ( سَبَّحَ لِلّهِ … یُسَبِّحُ لَهُ …) لومړی آیت د عزت او حکمت خبره ده او روستی آیت په عزیز او حکیم پای ته ورسېد.

 

پېغامونه:

1-الله (ج) هغه پنځګر دی، چې د مخلوقاتو په پنځون کې یې له چا او یا له کوم ځایه بېلګه/کاپي نه ده اخستې؛ بلکې پخپله د ښکارندو انځورګر دی. «الْخالِقُ الْبارِئُ الْمُصَوِّرُ»

2- د ټولو کمالاتو څښتن د ټولې هستۍ د تسبیح وړ دی.(لَهُ الْأَسْماءُ الْحُسْنی یُسَبِّحُ لَهُ …)

3-د موجوداتو تسبیح یې، پر هستۍ د یو ډول شعور او پوهې ښکارندوی ده. «یُسَبِّحُ لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

4- د موجوداتو تسبیح، هغو انسانانو ته یو پند او تذکر دی، چې تسبیح نه وايي. «یُسَبِّحُ لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

5-الهي ځواک له حکمت سره دی، نه له تېري او یرغل سره. «هُوَ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

«و الحمدللّه ربّ العالمین»

 

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

 

[1] اسراء/۴۴ آیت

[2] – .اسراء،44.

[3] ص/۱۸

[4] رعد/۱۳

[5] – نور،41.

[6] صد/۱۸

[7] – نمونه تفسیر.

[8] – انفال،12.

[9] – آل عمران،151.

[10] – نمونه تفسیر، له اثبات الهدی ۷ ټ، ۱۲۴ مخ نه راخستی دی.

[11] – خصال صدوق.

[12] – طلاق،3.

[13] – فتح،4

[14] . ژباړن: پښتو متل: له ښاره وځه؛ خو له نرخه مه وځه.

[15] – مفردات راغب.

[16] – انفال،41.

[17] – حشر،7.

[18] – اسراء،26.

[19] – روم،38

[20] -شوری،23

[21] – احسن الحدیث تفسیر

[22] – مراغي تفسیر.

[23] – مفردات راغب.

[24] – مجمع البیان تفسیر

[25] – نورالثقلین تفسیر

[26] – یوسف،97.

[27] – غافر،7.

[28] – منافقون،6.

[29] – توبه،113

[30] – آل عمران،31

[31] – انفال،29

[32] – نور،22.

[33] – احزاب،70-71.

[34] – تغابن،17.

[35] – نساء،110.

[36] .ژباړن: په طب کې ارواپوهنه هم وايي: څوک چې دې بدې راتلل؛ نو دعا ورته کوه؛ نو سوکه سوکه به یې کینه له زړه ووځي.

[37] -حجرات،10.

[38] .ژباړن: نن (۲۶/۱/۱۳۹۹) چې ددې سورت تفسیر ژباړم؛ نو ټوله نړۍ د کرونا رنځ له کبله، په کورونو کې قرنطین ده او ددې رنځ له وېرې بهر وتلی نشي. ددې رنځ لامل، کرونا وایرس خورا کمزوری وایرس دی، چې د خولو په توکاڼو، تودوخه، د معدې په تېزابو، صابون او خورا کمزوریو میکروب ضد توکیو له منځه ځي؛ خو سره له دې چې دومره کمزوری دی او ان په سترګو هم نه لیدل کېږي؛ خو د نړۍ ستر پوځي ځواکونه یې په ګونډو کړي او هغوی چې ادعا درلوده، په نړۍ کې چې څه وغواړو؛ نو د ستر پوځ په مرسته یې لرې کولای شو؛ خو دې وایرس ټول په ژړا کړي او په نړۍ کې تر ټولو ډېره مړینه یې هغو هېوادونو ته اړولې، چې د نړۍ ستر پوځي- وټيز ځواکونه دي؛ یعنې دوی چې دومره په خپلو پوځي شونتیاوو، استخباراتو او اقتصاد غره وو، دې په سترګو نه لیدل کېدونکي موجود یې، د غرور پوزه په خاورو موږلې ده او هېواد مشران یې په تلویزون او نورو رسنیو کې په راڅرګندېدو له خلکو غواړي چې یوازې په دعا او الهي مرسته له دې بلا ژغورل کېدای شو؛ نه په نننۍ ټکنالوجۍ، پوځي، فزیکي او کیمیاوي شونتیاوو.

[39] – مجمع البیان،قرطبي او روح البیان تفسیرونه

[40] – .قصص،78.

[41] – اعراف،175.

[42] – طه،96.

[43] – .توبه،76

[44] – .مدثر،13

[45] – زخرف،51.

[46] – فجر،9.

[47] – شعراء،149

[48] – یس،60.

[49] – منافقون،4

[50] – بقره،268

[51] – توبه،67.

[52] – بقره،208.

[53] – منافقون،4.

[54] – بقره،14

[55] – طه،120

[56] – بقره،11

[57] – حشر،17

[58] – نساء،145.

[59] – . نورالثقلین تفسیر .

[60] – نبأ،40.

[61] – معارج،6.

[62] – مریم،64.

[63] – .اعراف،179

[64] – توبه 67.

[65] – ص،26.

[66] – طه،126

[67] ـ راهنما تفسیر ؛معاني الاخبار،ص 146.

[68] – المیزان تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!