تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ اسلامي امت ځوان قشرد زوال په حالت کې  لیکنه :  شریف الله صابر څنګه به وکړای شو چې له نړۍ سره سیال شو، پداسې حال کې چې ځوانان/پیغلې مو            د قیلون په استعمال،                           د تابلیت کا په استعمال،                                         په مادرن ډم توب تیک ټاک اخته،  د بل په سپکولو اخته،                                 او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اسلامي امت ځوان قشرد زوال په حالت کې

 لیکنه :  شریف الله صابر

څنګه به وکړای شو چې له نړۍ سره سیال شو،
پداسې حال کې چې ځوانان/پیغلې مو           
د قیلون په استعمال،                          
د تابلیت کا په استعمال،                                        
په مادرن ډم توب تیک ټاک اخته، 
د بل په سپکولو اخته،                                
او دا چې د هرې ناوړه کړنو په تر سره کولو اخته وي،                              

د ټولنیزو شبکو په ناوړه استفادي،
د سریالونو/فلمونه د کردار په اداکوالو،
په بې حیا کړنو لاس پورې کولو
او دا چې په اسلامي تعلیماتو ناخبرتیا،
د خپل تاریخ څخه په ناخبرتیا،      
د محمدي اخلاقو څخه په ناخبرتیا،       
د فحاشۍ په خورولو اخته،                                
  د مور و پلار په نافرمانۍ اخته،                
د ټلویزیون په مجازي نړۍ مجازي ژوند،
د حقیقي ژوند پریښودل،
او دا چې په خپله د اسلامي مقدساتو په سپک ګڼلو اخته وي،نو څنګه به وکړای شو چې موږ دې د نړۍ سره سیال شو،ځوانان/پیغلې د یو امت د ملا تیر ګڼل کیږي خو زموږ ځوانان د مجازي عشق اور لولپه کړ.
نو دلته لا ډیر وخت ته اړتیا ده/لرو چې ذهنیت سازي وکړو.!

ځوان قشر که له خپل تاریخه خبر کړو.!  

 ځوان ته که خپل مسؤلیت ور ویپژنو.!
ځوان ته که خپل ځان ور وپیژنو.!
اولاد/کورنۍ که مو په پیغمبري  اخلاقو برابرې کړو،
د تیرو هستیو د سیرت او صورت څخه یې خبر کړو،
د صحابه کرامو له ژونده یې اګاه کړو،
اسلامي امت ته پر مخکې پراته چیلنجونو یې خبر کړو،
او تر ټولو دا چې خپل نصاب مو اصلاح کړو.!!!
نو لرې دې نه وي چې له دغه سخت حالته به زر ووځو.
ځوان قشر ته که پوهه ورکړای شي،
چې اسلامي امت ته څومره چیلنجونه مخکې پراته دي،
ځوان ته که د خپل غزت او برم کیسې بیان شي،
دا نو بیا ډیره مشکله ده چې غرب دې
زموږ څخه بیا دا سرمایه واخلي،
ځوان قشر هغه سرمایه ده،
که سالمه روزنه یې ونشوه
بل وخت ورورسته خپل  هیواد خپل ځان په غرب پلوري،
د یو څو پیسو لالچ لپاره.نو دلته لا ډیر وخت ته اړتیا لرو چې اسلامي امت ته مخکې شته چلنجونه مات کړو،
دلته کار ته اړتیا ده،دلته شعور ته اړتیا ده،
دلته عمل ته اړتیا ده ،
او دلته د غرب د پلانونو شنډولو ته اړتیا ده،
بیا نو پدعه حالت کې موږ بري یو،
موږ کولی شو نړۍ چلنج کړو،
موږ کولی شو د غزت ژوند وکړو ببا به نو ځوانان/پیغلې هغه سرمایه وي چې غرب ته به ترې سرخوږی جوړیږي،نو دلته لا ډیر وخت ته اړتیا لرو تر څو موږ ځوان قشر په اسلامي روحیه سمبال کړو.!
دلته د دوه څلویښت ملکونو اشغال وه/دی
دلته یې په لسګونه ټلویزیوني چینلی
په سلګونه راډیوګانې  فعاله کړې په زرګونه
خپرونې یې ددې ملت ددې وطن له کلتور عنعناتو
اخلاقو مخالف خپرې کړې
همدارنګه اخبار،کتابونه،مجلې او  دیته ورته په سلهاوو چارو څخه کار واخست دلته یې نسل راووژه
مونږ یې فکري استعمار کړو مونږ د خپل ځان د خپل کلتور د خپلو بد اخلاقیو غلامان جوړکړو
د غرب ناولې مفکوره/مفکورې یې
زموږ نسل ته د کامیابۍ راز په توګه معرفي کړې،
دلته هغوې خپل هدف ته ورسیده یو نسل یې په  غیرمستقیم ډول د ځان/کلتور/فکر غلام جوړ که ،
د مکاتبو نصاب یې  له خپل تاریخه خپلو اشخاصو ډک کړه،
تاسې په نصاب کې لا تر اوسه
د اسلامي نړۍ هغه اشخاص درپیژندل شوي
چې نړۍ ته یې نوی رنګ ورکړ تاسو تر اوسه هغه اسلامي پوهان چې په طب/تاریخ/جغرافیه/ساینس/ستورپوهنه
او نورو بخشونو کې یې د لومړي ځل لپاره کشفیات کړي
درمعرفي کړي/شوي ایا اشنا ورسره یې؟
نه هیڅکله نه
ځکه دلته غرب خپل تاریخ/اشخاصو/کلتور
او د ژوند هره برخه یې زمونږ ژوند ته
راننویستله او کار یې ورته وکړ
دلته یې سرمایه ګزاري وکړه،
د دوې اغیز به پر مونږ تر لسګونه کلونو پورې پروت وي،
زموږ کلتور زموږ اخلاق زموږ دین زمونږ ویاړلي
اشخاص یې راته چلنج کړه، دوې وکړه هو!
دا یې کار وه چې ښه په بې  شرمۍ سره یۍ وکړه،
نو اوس مونږ ته څه پکار دي اوس به نو له ټلویزیون له راډیو د معارف له نصاب د هلکانو د بې لارۍ څخه ګیله نه کوو
مونږ اوس بیا اړ یو چې له سره یې شروع کړو،
نصاب په خپل ځای
هر څه په خپل ځای اوس نو والدین اړ دي
چې اولاد ته اسلامي تربیه،اخلاق،د پیغمبر سیرت،
د صحابه وو ژوند د هغوې کارنامي،د دین بشپړ علم،
د خپل تاریخ څخه یې خبرول،په خپل تیر تاریخ یې اګاه کول،
اوس نو همدعه لار راپاتې ده چې والدین باید د خپل اولاد روزنه په خپله په خپل کور په غاړه واخلو، د غرب اشغال مونږ دومره وځپلو، چې دلته یو کال،دوه کاله،درې کاله کار کولو ته اړتیا نه،بلکلې لس ګونه کالو ته اړتیا لرو،چې مونږ خپل نسل،خپله ټولنه بیرته راخپله کړو،اوس نو ددې وخت ندی،چې ووایو مونږ ستړي یو بس دی، اوس نو د کار کولو وخت دی،اوس نو د زړورتیا وخت دی،هو همدا مو مسؤلیت دی،پام چې ځان بې مسؤلیته ونه ګڼې، غربیان چې زمونږ ټولنه اشغالوي غربیان چې زمونږ کلتور/اخلاق/تاریخ/ویاړلي اشخاص را ننګوي، ته څه فکر کوي؟ولې هعوې نه ستړي کیږي؟ هعوې زیار نه باسي؟ نه هعوې دا هر څه په ځان منلي دي؟پام چې ونه وایې چې بس دی،
ته نه ګورې چې غرب ګوته پر ماشه ولاړ دی،نا مونږ یې کولی شو تا د محمد بن قاسم د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه،همدلته نږدې د  احمدشاه ابدالي میرویس نیکه د سلطان محمود غزنوي  رح تاریخ نه دی لوستی ګوره وینې چې په څومره کمو وسایلو یې پر نړۍ واګي چلولې.
نور نو د خیر په ګدۍ نه کینو مونږ یې کولی شو چې  خپل نسل را خپل کړو مونږ پیاوړي یو مونږ ته د اسلام تاریخ د اصحابه کرامو کارنامې را زده کوي وینې هغوې په ډیرو لږو امکاناتو په نړۍ پاچاهي کوله وینې چې په نړۍ یې د عدالت ساری نه وو تا ته یاد ندي چې عثماني خلافت نړۍ ته څونه ښکلا ورکه تا ته یاد ندي چې غربت پکې ورک شو له مینځه ولاړ تا هیر کړي دي چې د زکات اخستو لپاره څوک نه وو ګوره یاد دې شو  چې  زکات یې د غرونو په څوکو مرغانو ته وشینده دا وو ستا تاریخ ستا اخلاق ستا ویاړلي اشخاص هو مونږ یې وړ یو مونږ پر مخ ځو چې نړۍ ته امن ورکړو ،مونږ غواړو نړۍ له علمه ډکه کړو،  مونږ ځو نړۍ ته د سولې پیغام وروړو، ودې لیده مونږ یې کولی شو نه مونږ نه ستړی کیږو راځئ چې دوام ورکړو راځئ چې پیل یې کړو.!
شریف الله صابر

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست