تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فَاعْتَرَفُوا بِذَنبِهِمْ فَسُحْقًا لِّأَصْحَابِ السَّعِيرِ (الملک/۱۱) ژباړه : نو د خپلو (ګناهونو) پر پايلو يې اعتراف وكړ؛ نو دوزخيان دې د خداى له رحمته لرې وي.  خبره اورېدونكي او ويښ اندي په دوزخ كې نشته: دا آيت د دوزخيانو د بوږنوړي برخليك د يادولو په ترڅ كې، د دوى د […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَاعْتَرَفُوا بِذَنبِهِمْ فَسُحْقًا لِّأَصْحَابِ السَّعِيرِ (الملک/۱۱)

ژباړه : نو د خپلو (ګناهونو) پر پايلو يې اعتراف وكړ؛ نو دوزخيان دې د خداى له رحمته لرې وي. 

خبره اورېدونكي او ويښ اندي په دوزخ كې نشته: دا آيت د دوزخيانو د بوږنوړي برخليك د يادولو په ترڅ كې، د دوى د بدمرغۍ آريز علت ته ګوته نيولې، وايي: خداى يو خوا اورېدونكي غوږونه، عقل او هوښ وركړى او بلخوا يې خپل پيغمبران په څرګندو دلايلو ورلېږلي دي. كه دواړه سره يوځاى شي، د انسان نېكمرغي خوندي كېږي؛ خو چې انسان په خپلو غوږونو نه اوري، په خپلو سترګو نه ويني او په خپل عقل غور نه كوي، كه ټول الهي پيغمبران او اسماني كتابونه ورشي، اغېز نلري. له علي (ك) په يو روايت كې راغلي: ((جبرائيل، آدم (ع) ته راغى او ويې ويل: دنده راكړه شوې، چې په درېيو پېرزوينو كې دې واكمن كړم، چې كومه يوه ټاكې او دوه نورې پرېږدې. آدم وويل: څه دي؟ جبرائيل وويل: عقل، حياء او دين. آدم وويل: عقل مې وټاكه. جبرائيل، حياء او دين ته وويل: خوشې يې كړئ. ويې ويل: موږ دنده لرو، چې په هرځاى كې له عقل سره وسو او ترې جلا نشو، جبرائيل وويل: چې اوس داسې ده خپله دنده مو پلې كړئ. بيا اسمان ته پورته شو)). دا د عقل په اړه يو لطيف تعبير او له حياء او دين سره يې تړاو دى. كه عقل له دينه جلا شي، په ډېر لږ څيز له منځه ځي يا انحراف ته راښكودل كېږي. همدا راز حياء (چې له ګناهونو د انسان مانع ده) د عقل له پايلو ځنې ده(نمونه تفسیر، 24: 328 مخ)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!