تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ښځو پر وړاندې د بدوينۍ لامل د ښځو پر ضد فرهنګ پر اسراييلياتو ولاړ دى   د عامو خلکو په پوهاوۍ، ادبياتو او باورونو فولکلور کې د ښځې پر ضد نظريات پر يو فرهنګ اوړيدلي و. دا، چې دا فرهنګ پر يو شمېر رواياتو ولاړ و، ته وا، چې خپل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ښځو پر وړاندې د بدوينۍ لامل

د ښځو پر ضد فرهنګ پر اسراييلياتو ولاړ دى

 

د عامو خلکو په پوهاوۍ، ادبياتو او باورونو فولکلور کې د ښځې پر ضد نظريات پر يو فرهنګ اوړيدلي و. دا، چې دا فرهنګ پر يو شمېر رواياتو ولاړ و، ته وا، چې خپل مشروعيت يې له اسلام، پيغمبر )ص( او خداى اخستى دى. ددې رواياتو بېلګې، چې د سني او شيعه په رواياتي کتابونو کې راغلي، د شاهد په توګه راوړو:

1_ د ښځې د پيدايښت په اړه ويل شوي، چې خداى تعالى ښځه د نارينه له خورا پريوتې پښتۍ ښځولې ده: خلفت من اسف اضلاعه)1(.

2_ ښځه د آدم له کيڼې پښتۍ پنځول شوې ده:

خلقت من الضلع الايسر الادم)2(.

خلقت من ضلع الاعوج )3(.

3_ چې ښځه د آدم له کږې او کيڼې پښتۍ پيدا شوې وي، نو ماهيت او هويت به يې بې له کوږوالي بل څه نه وي. ښځه په يو لړ رواياتو کې د کږې پښتۍ په څېر انګېرل شوې ده:

مثل المراة مثل الضلع العوجاء)4(.

مثل المراة مثل الضلع المعوج)5(.

دا روايات او څېر يې، د ښځو په هکله د يو ډول پوهيدنو لامل شوي، چې بې له تاسف او زيانه بله ګټه نلري. ځينې ښځې د څارويو په کتار کې ګڼي او وايي، چې ځينې څاروي خوراک، ځينې سپرلۍ او ښکلا ته دي او حينې يې نکاح لپاره دي.

ځينې وايي، ښځه درې ځل له کوره وتاى شي، يو د زوکړې پر وخت، بل د واده پر مهال او درېيم په ګور کېدل.

او په پښتنو کې دا مشهور متل ))ښځه يا په کور ده يا پر ګور ده(( هم په پام کې ونيسئ.

ځينې وايي که ښځه پيردولو ته هم له کوره ووته، نو ودې ګواښل شي او ان ځينې ګروهن دي، هره ښځه چې له کوره ووته، نو سزا يې وژل دي.

آريزه پوښتنه دا ده، چې آيا:

1_ دا نظريات او باورونه قرآني او اسلامي جرړه لري؟

2_ ايا د پيغمبر اکرم )ص( او امامانو له سيرته دغسې يوه انګيرنه تر لاسه کېداى شي؟

لانده خبره دا، چې ددې رواياتو جوړه اسراييليات دي، چې له مخې يې نظريات جوړ شوي او نظرياتو هم د ښځې پر منديو فرهنګ رادبره کړى دى يا په بله وينا:

اسراييليات_ )د ښځې پرمند( جوړ کړاى شوي روايات_ نظريه_ فرهنګکه ددې رواياتو جرړه سمه وپېژنو، نو بېشکه، چې له اسلامي ټولنو به د ښځې پر ضد نظرياتو آريزه جرړه مو را ايستلې وي. په تورات کې د ښځې _ حوا _ په هکله دوه آريزې مسالې راغلي دي:

1_ د ښځې پيدايښت.

2_ ښځې تير ايستل.

))او د خداى، خداى آدم ته درون خوب راووړ، چې ويده شو، نو دده يوه پښتۍ يې راونيوه او له غوښې يې ډکه کړه او يوه ښځه يې ترې جوړه کړه او آدم ته يې راوسته(()6(.

ښځه، چې د آدم له پښتۍ پيدا شوه، له مار سره هم صحبته کيږي او آدم د ممنوعه ونې په خوړو کې تيرباسي:

او د خداى خداى، چې د بيديا ټول حيوانات جوړ کړي ول، مار ترې خورا هوښيار و او ښځې ته يې وويل ايا خداى په رښتيا ويلي، چې د باغ له ټولو ونو يې مه خورئ. ښځې مارته وويل د باغ د ونو ميوه خورو. خو خداى وويل، چې د باغ په منځ کې ونې ميوه به نخورئ، لاس مه وروړئ. هسې نه، چې ومرئ. مار ښځې ته وويل، سکه وبه نه مرئ، بلکې خداى پوهېږي پر کومه ورځ يې، چې وخورئ سترګې مو پرانستل کېږي او د خداى په خير به د ښو او بدو عارف شئ. او، چې ښځې وليدل، چې هغه ونه خوراک ته ښه ده او په نظر يې خوشنما، زړه راښکوونکې او پوهه زياتوونکې ونه وه، نو ميوه يې راوشکوله، ويې خوړه او خپل ميړه ته يې هم ورکړه او ويې خوړه.

او، چې ددواړو سترګې پرانستل شوې:

))خداى آدم ته ورغږ کړ، چېرې يې. ويې ويل دا، چې ستا غږ مې په باغ کې واورېد، وترهېدم؛ ځکه، چې برنډيم، نو ځان مې پټ کړ. ويې ويل چا پوه کړې، چې بربنډ يې. د کومې ونې له خوراکه مې، چې منع کړى وې ودې خوړل. آدم وويل: دا ښځه، چې زما ملګرې دې کړه، د ونې ميوه يې راکړه، چې ومې خوړه(()7(.

د تورات له مخې په ډاګه ده، چې: 1_ حوا د آدم له پښتۍ پيدا شوې ده. 2_ آدم خپلې ښځې _ حوا _ تير ايستى دى، خو دا دواړه مسالې زموږ په اسماني کتاب کې پوره بله بڼه لري.

1_ په اسلام کې نارينه او ښځه له يوه خېله پيدا شوې دي. خداى تعالى نارينه او ښځه له يوه خېله پيدا کړې دي. په بله وينا په قرآن کې د نارينه او ښځې پيه پيدايښت پورې اړوند آيتونو، د دواړو جنسيت د انساني ماهيت او ذات له حريمه د باندې ګڼلى او هډو يې نارينتوب او ښځوب د انساني ډول د تميز لامل بللى نه دى:

نساء_ 1 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا((.

نحل_ 72 آيت: )) وَاللّهُ جَعَلَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا وَجَعَلَ لَكُم مِّنْ أَزْوَاجِكُم بَنِينَ وَحَفَدَةً وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَتِ اللّهِ هُمْ يَكْفُرُونَ((.

نو په دې توګه د اسلامي ښوونو له مخې نارينتوب يا ښځوتوب يو هم، د شرافت، وياړ او غوراوي لامل نه دى. قرآن وګړيو د غوراوي لامل داسې څرګندوي:

حجرات_ 13 آيت: )) يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ ((.

له پورته ايتونو سره همغږي، له پيغمبر اکرم )ص( نه د ښځو په درناوي کې روايات راغلي لکه: ما اکرم من دنيا کم الا النساء و الطيب: ستاسې له دنيا مې يوازې ښځه او ښه بوى خوښېږي.

من اخلاق الانبياء حب النساء. د پيغمبرانو له اخلاقو، له ښځو سره مينه درلودل دي.

و انهن امانة الله عندکم فلا تضاروهن ولا تعفلوهن. سکه ښځې درسره الهي امانتونه دي، نو تيرى پرې مه کوئ.

خيرکم خيرکم لنسائکم و بناتکم. غوره مو هغوى دي، چې له خپلو ښځو او لوڼو سره غوره چليږي.

ما اکرم النساء الاکريم ولا اهانهن الالئيم. عزتمن د ښځو درناوى کوي او بې عزته يې سپکوي.

ايراني عالم طباطبايي د الميزان د تفسير مؤلف، د لبنان دوه تنه عالمان سيد محمد حسين فضل الله او سيد محمد مهدي شمس الدين د ړومبيو تېرو اسراييلي رواياتو د جرړې په راسپړنې، ليکلي: دا روايات له قرآن سره اړخ نه لګوي)8(.

2_ د قرآني آيتونو له مخې، نارينه او ښځې دواړه وغولېدل. د اسلام په دين کې که آدم وغوليد، نو تير ايستنه يې د حواله وجهې نه وه، بلکې دواړه يو ځاى وغوليدل:

بقره_ 36 آيت : ))فازلهما الشيطان، نو شيطان له جنته د هغوى د ښوييدنې لامل شو((.

اعراف_ 20 آيت: ))فوسوس لهما الشيطان، نو شيطان دواړو ته وسوسه واچوله((.

ډېر مهم ټکى، چې ډېر لږ په پام کې نيول شوى، دا دى، چې خداى تعالى په قران کې ويلي، چې ادم عصيان کړي.

طه_ 21 آيت: ))وعصى آدم ربه فغوى، آدم د خپل پالوونکي سرغړاوى وکړ او لار يې ورکه کړه((.

په داسې حال کې، چې د بني کريم )ص( سيرت په ډاګه ښيي، چې آنحضرت )ص( ښځو ته د نارينه و په څېر ان په واکمنۍ کې پر حقوقو قايل و. له ښځو سره بيعت يې د اسلامي تاريخ وياړنې پاڼې دي. په هغو ټولنو کې، چې نوې زيږېدلې نجونې ژوندۍ ښخوي، نو پيغمبر )ص( په وينا وو او کړنو، د ښځو عبرناک درناوى کوي د بيلګې په توګه پيغمبر )ص( ښځې په بيعت کې يعنې د خپلې واکمنۍ په مشروعيت کې راګډوي.

په سياسي چارو کې ګډون يو قرآني دستور دى. خداى وايي:

توبه_ 71 آيت: )) وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ((.

د حضرت فاطمې رضى الله عنها په سيرت کې وينو، چې د پيغمبر اکرم )ص( تر وفات وروسته، د حکومت په چار کې فعاله او د نظر خاونده وه)9(. همدغسې د ام المؤمنين عايشې رضى الله عنها سيرت ته په کتنې څرګندېږي، چې په صدر اسلام کې يې په حکومتي او علمي چارو، کې ونډه درلوده)10(.

نو د اسلام له نظره ښځه د يو انسان په توګه د ټولنې په مرکزيت او منځ کې ده او هيله ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په سيوري کې له نارينه و سره يوځاى د هيواد په رغاونه او د نظام د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

)1( بحار الانوار 6/276 مخ او 1/99، 100 او 112 مخونه.

)2( بحار الانوار 1/117 مخ.

)3( بحار الانوار 1/220 مخ.

)4(بحار الانوار 12/36، 91 او 97 مخونه.

)5(بحار الانوار 12/116 مخ.

)6( کتاب مقدس، سفر پيدايش، باب 2، ايه 23.

)7( کتاب مقدس باب 3، 4 مخ.

)8( )الف( علامه طباطبايي، الميزان 4/248_ 249 مخونه.

       )ب( سيد محمد مهدي شمس الدين، اهلية لتولى السلطه )بېروت: مؤسسه المنار، بى تا( 14- 15 مخونه.

       )ج( سيد محمد حسين فضل الله، المراة بين واقعها و حقها فى الاجتماع السياسي الاسلامي )بيروت: دار الثقلين، 1995(.

)9( اجر الدين اقبال، د حضرت فاطمة الزهرا ژوند.

)10( سيد مرتضى عسکري، نقش ام المؤمنين عايشه در تاريخ اسلام.

 

¯¯¯

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!