تبلیغات

مر بالمعروف والنهي عن المنكر پشتو پښتو تفصیلی شرحه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

پر نېکيو د امر کوونکيو او له بديو د منع کوونکيو دندې

پر نېکيو د امر کوونکيو دندې:

د قرآن له آيتونو لاندې ټکي لاس ته راځي:

 هغه کسان به پر نېکيو امر او له بديو په منع کې بريالې وي ،چې غوره ځانګړنې ولري؛توبه ايستوونکي وي،ډېر عبادتونه؛ سجدې او رکوع کوي:

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (توبه/۱۱۲) = دوی توبه كوونكي، عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!

دا کسان بايد له نورو توکیزه- مادي تمه ونه لري:

وَيَا قَوْمِ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَمَآ أَنَاْ بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّهُم مُّلاَقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّيَ أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ (هود/۲۹) = او زما قومه! زه ددې بلنې لپاره اجر (او بدله) درځنې نه غواړم؛ اجر مې يوازې پر الله دى او مؤمنان (ستاسې لپاره) شړلى نشم؛ځكه دوى له خپل پالونكي سره مخامخېدونکي دي (كه له ځانه يې وشړم؛ نو د قيامت په محكمه كې به مې د دعوى يو اړخ وي)؛خو داسې قوم مو وينم، چې جهالت او ناپوهي کوئ

د پرديو د راماتولولو لپاره بايد خپل له لاسه ورنه کړي:

مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُوْلَئِكَ هُوَ يَبُورُ (فاطر/۱۰) = څوك چې عزت غواړي (بايد له خدايه يې وغواړي؛ ځكه) عزت يوازې له الله سره دى، سپېڅلې خبرې (او گروهې) يوازې هماغه ته ورخېژي او ښې چارې یې اوچتوي او هغوى چې ناوړه دسيسې جوړوي؛ نو ورته سخت عذاب دى او چلونه (او فسادي هڅې) یې هم له منځه ځي (او كوم ځاى ته نه رسي).

په وينا کې دروندوالی ولري. په قرآن کې د بيان او خبرو لپاره ځينې تعبيرونه کارول شوي دي چې دادي :

 کلمات بايد په حقه او په زړه پورې وي:

إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ

په قرآن کې د “طيبه کلمه” له هغه ونې سره تشبيه او ورته شوې،چې ټينګې جرړې لري او څانګې يې په فضا کې خپرې او مېوې يې همېشنى وي:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاء (ابراهیم/۲۴) = ايا پوه نه شوې، چې څرنگه الله “پاکه کلمه” (او سپېڅلې وينا) د (داسې) پاکې (او ښه ذاتي) ونې په څېر بېلگه راوړه، چې بېخ يې (په ځمكه كې) ښخ او څانګې يې په اسمان كې دي.

احسن الحديث د قرآن له ځانګړنو ځنې دى:

اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (زمر/۲۳) = الله ډېره غوره او ښكلې وینا د كتاب [په بڼه] نازله كړې؛ (داسې) كتاب،چې آيتونه يې (په ښكلا، ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري،چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني ځږېږي، بيا يې دباندې او دننه (بدن او روح) د الله په ياد نرمېږي،دا د الله لارښوونه ده،چا ته یې چې خوښه شي، ورښيي یې او څوك چې الله بېلارې كړي؛نو بيا هېڅ لارښود ورته نشته .

قرآن راته حکم کړى، په غوره او ښه خبرو له نورو سره وغږېږو:

 وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا (اسراء/۵۳) = او بندګانو ته مې ووايه :((چې سنجېدلې او ښې خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان یې (د ناوړو خبرو له لارې) ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛[ځکه] چې شيطان تل د انسان ښكاره غلیم دى .

که مسلمان وي او که نه وي؛خو له ټولو سره بايد غوره او نېکې خبرې وشي:

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لاَ تَعْبُدُونَ إِلاَّ اللّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ (بقره/۸۳) = او(درياد كړئ) له بني اسراييلو مو ژمنه واخسته،(( یوازې الله به نمانځئ، له مور و پلار، خپلوانو، پلارمړیو او بېوزلیو سره به ښېګڼه او خلكو ته به ښې خبرې كوئ، نمونځ به كوئ او زكات به وركوئ .)) بيا (سره له دې، چې ژمنه مو كړې وه) بې له لږو نور ټول واوښتئ او (پر خپل تړون تر وفا ډېر) څنګزني وئ.

په قرآن کې مشرکينو ته هم سپکې سپورې ويل منع شوي دي؛ځکه هغوى هم ممکن زموږ مقدساتو ته سپکې سپورې ووايي:

وَلاَ تَسُبُّواْ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللّهِ فَيَسُبُّواْ اللّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ كَذَلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ (انعام/۱۰۸) = او “غیرالله” نمانځي مه کنځئ، هسې نه د دښمنۍ او ناپوهۍ له لامله “الله” وکنځي، دغسې موږ هرامت ته یې كړه ورښايسته كړي، بيا یې د خپل پالونكي لوري ته ورستنېدل دي او الله به یې د خپلو کړنو له (حقيقته) خبر (او بدله او سزا به) وركړي.

خبره بايد سولیزه – منطقي وي: ((په ټول قرآن کې د((بينة)) او ((برهان)) کلمې ډېرې تر سترګو کېږي او ان له کفارو غواړي،که سول- منطق لري؛نو را وړاندې يې کړئ:

وَقَالُواْ لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلاَّ مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَى تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره/۱۱۱) = او ویې ویل : (( بې له يهودو او نصاراوو به بل څوك جنت ته ولاړ نشي.)) دا يې هيلې دي. ورته ووايه: ((كه رښتيني واست (؛ نو ددې موضوع لپاره) څرګند دليل راوړئ!))

أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُم مُّعْرِضُونَ (انبیاء/۲۴) = ايا د الله پر ځای یې نور معبودان نیولي؟ ووايه :((دليل مو راوړئ، دا [د شرک نفې] زما د ملګرو خبره ده، او  (هم) زما د مخکېنیو خبره ده.))؛ خو ډېرى یې حق نه پېژني؛نو ځکه (ترې) مخ اړوونکي دي.

أَمَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ وَمَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (نمل/۶۴) = يا هغه چې پنځون پيلوي [او] بيا يې له سره نوی کوي او هغه چې تاسې ته له اسمان او ځمكې روزي دركوي؟ ايا له الله سره بل معبود شته؟!)) ووايه : ((كه رښتوني ياست؛ نو دليل مو راوړئ!))

وَنَزَعْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ (قصص/۷۵) = او (پر هغه ورځ به) له هر امته يو شاهد راوباسو؛ نو (مشركانو ته) به ووايو: ((دليل مو راوړئ!)) خو دوى به پوه شي، چې بېشکه (په الوهيت كې) حق يوازې د الله دى او هغه څه به تري تم شي، چې له ځانه یې په دروغو جوړول.

كه خبره سولیزه – منطقي وي؛نو په تاريخ او ټول جهان كې به پلويان پيدا كړي،كه په يوه زمانه كې سول – منطق د دباوونو او ګواښونو تر اغېزې لاندې راښكاره نشي او د څه مودې لپاره يې پټ كړي؛خو نږدې يا لرې به حق پخپله راڅرګند شي. “زليخا”پر حضرت يوسف (ع) تور ولګاوه او بندي يې کړ؛خو څو كاله روسته يې په ډاګه وويل چې يوسف په حقه دى:

قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ قُلْنَ حَاشَ لِلّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ قَالَتِ امْرَأَةُ الْعَزِيزِ الآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَاْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ (یوسف/۵۱) = ( باچا ښځې راوغوښتې او) و يې ويل :(( له يوسفه مو،چې ځان غوښتى و؛ نو دا پېښه مو څه وه؟)) ويې ويل: ((پاك دى الله ، موږ پكې څه بدي و نه ليده !)) (په دې وخت كې) د عزيز مېرمنې وويل : ((اوس حق څرګند شو! ما ترې ځان غوښتى و او بېشكه هغه له رښتونيو دى.))

ساده وينا: له ر ټلو او سپكاوۍ ډډه. لنډه او ګټوره وينا. د نرمو او عاطفي كلمو كارول. قرآن انبياد خلكو وروڼه ښوولي دي:

إِذْ قَالَ لَهُمْ أَخُوهُمْ صَالِحٌ أَلَا تَتَّقُونَ (شعراء/۱۴۲) = هغه مهال، چې رور يې صالح ورته وويل: ((ايا ځان (له شرکه) نه ساتئ؟!

 

او دا د خلكو د راماتولو تر ټولو غوره طريقه ده؛خو كه څوك يوه ګناه كوي ورته ووايو چې وروره! خورې!؛نو ډېر توفيق به مو لاس ته راوړاى وي. خداى حضرت موسى اوهارون عليهما السلام ته وايي: چې کله فرعون ته ولاړې؛نو ورسره په نرمه وغږېږئ :

فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى (طه/۴۴) = ((خو نرمه خبره ورته وکړئ، ښايي نصيحت ومني، يا (له خدايه) ووېرېږي.))

او كه د چا په بيان كې لږ څه دروندوالى وي؛نو غوره به وي چې له ځان سره څوك يوسي:

وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ (قصص/۳۴) = او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه،چې تاييد مې كړي؛[ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي .))

خداى او پرېښتې ددې لپاره چې تاسې له تيارو څخه د رڼا په پلو راوبولي، پر تاسې درود وايي:

 وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلاً (احزاب/۴۲) =(( او سهار او ماښام يې وستايئ.))

هو! د زړونو د نرمولو او خلكو ته د لارښوونې غوره لار له نرمې،خوږې ژبې او رحمته كار اخستل دي.قرآن وايي: 

الرَّحْمَنُ- عَلَّمَ الْقُرْآنَ (رحمن/۱-۲) =(( لوراند (الله)، قرآن (یې) ښوولى.))

 

كه دروژې آيت ته ځير شو؛نو وبه وينو چې په څومره غوره طريقه يې خلك دې سترې نېكۍ ته رابللي دي .د سارى په توګه : كه ډاكټر ماشوم ته ستنه وهي؛نو په پيل كې يې بايد چمتو كړي، ورسره په نرمۍ او په خندا خبرې وكړي،چې ته مې خوښ يې، مه وېرېږه،دا ستنه به تا ښه كړي. خداى د روژې د نيونې حكم كوي او وايي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ) اى هغو كسانو،چې پر ما مو ايمان راوړى او ماغواړئ .

ډاكتر ستنه وهي، خداى هم وايي: ((كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ )) ډاكتر ماشوم ته وايي: لږ وخت درد غواړي،نور څه هم نشته. خداى هم وايي[أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ] ډاكتروايي:ټول خلك ستنې وهي او ستنه وهل كوم مهم څيز نه دى. خداى هم وايي: [كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ] په ټولو اسماني اديانو كې روژه فرض وه. ډاكتر وايي: كه ستنه درباندې ښه نه لګي؛نو پر ځاى يې درمل وخوره. خداى هم وايي:[ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ] كه مسافر او يا ناورغ وې؛نو روژه مه نيسه، بې له رمضانه په بل وخت كې يې ونيسه.د روژې حكم هم؛لكه د يو زړه سواندي ډاكتر هغه خوږې او نرمې خبرې دي،چې ماشوم پرې ستنې وهلو ته چمتو كوي. هو! پر نېكيو د امر او همداراز پر نېكيو زموږ د امر په منځ كې څومره توپير دى؟د قرآن او د ډاكتر چلن مى له يو بل سره تشبيه كړ؛نو له دې بښنه غواړم. له بديو منع بايد داسې نه وي،چې دښمن ته پلمه وګرځي. په خواشينۍ سره بايد وويل شي چې : ځينې خپله وينا او ليكنې داسې وړاندې كوي،چې د اسلام د دښمنانو لپاره ښه پلمه ګرځي .

يو قرآني بېلګه يې داده :

پېغمبراكرم(ص) به چې خبرې كولې؛نو ځينو به غوښتل چې په خبرو كې ورته انحضرت(ص) پاملرنه وكړي؛نو پېغمبراكرم (ص) ته به يې ويل:[يا رسول الله راعنا]؛يعنې موږ ته هم پاملرنه وكړه.د “راعنا” كلمې په يهودانوكې ناوړه معنا درلودله؛نو يهودانو همدا غونډله- جمله پلمه كړه چې مسلمانان خپل پېغمبر ته وايې: “راعنا” نو دا آيت نازل شو:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقُولُواْ رَاعِنَا وَقُولُواْ انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ْوَلِلكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ (بقره/۱۰۴) = مؤمنانو! (چې له پېغمبره د قرآني آيتونو د زده كړې لپاره مهلت او وخت غواړئ؛ نو) ((راعنا)) مه وايئ؛ بلكى ((انظرنا)) ووايئ؛ (ځكه راعنا دوه ماناوې لري : (الف) موږ ته مهلت او وخت راكړه . (ب) موږ تحميق كړه، چې بيا دا دښمنانو ته پلمه كېږي) او (څه دستور، چې دركول كېږي) وايې ورئ او كافرانو (او ملنډو وهونكيو) ته دردناک عذاب (پر تمه) دى .

بايد پام مو وي چې د وییو – كلماتو، څرګندنو – اصطلاحاتو او دزړه پاكوالى په يوازې ځان بسیا نه دى او د مخالفينو پلمو ته هم بايد پام وكړو.د ساري په توګه: د جمعې د امام خطيب كېداى شي پر دولتي چارواكيو رغنده نيوكه وكړي او همدا خبرې كېداى شي،د پرديو له راديوګانو خپرې شي؛نو ځكه پر نېكيو امر او له بديو په منع كې د زړه پاكوالى يوازې بسیا نه دى او بايد داسې چلن وكړو،چې موږ او زموږ ټولنه د دښمن د خوشحالۍ لامل و نه ګرځي .

 بايد د خبرې د اغېزې سرېزې پيدا كړو:

ددې لپاره چې په ټولنه كې خېر ښېګڼې زياتې شي او له بديو مخه ونيول شي؛نو لومړى بايد د خبرو د اغېزو او عملي كولو سرېزې چمتو كړو؛ځكه هره خبره هر وخت نه منل كېږي؛ مسلمانان بايد د مخالفينو پر وړاندې سمبال وي او كه مسلمانان له، عملي، ټكنالوژيكي،جوړښتیز – تشكيلاتي،وټیز – اقتصادي، پوځي او سياسې اړخه پر خپلو پښو ودرېږي؛نو د نړيوالو بديو او منكراتو پر ضد پاڅون كولاى شي او د ملګرو ملتونو پر پريكړو[ په کوم ځاى كې چې د حق پر خلاف وي] نيوكه كولاى شي او نور هم مخالفت ته اړكولاى شي. په وګړنۍ امر او منع كې هم انسان بايد ځينې نورې ځانګړنې ولري،چې خبره يې په ټولنه كې ځاى پيدا كړي. په هر حال پر نېكيو امر او له بديو منع هغه وخت لازم دي،چې زموږ “امر و منع” پر مخاطب اغېز وكړي. موږ بايد له هره اړخه د خبرو د اغېزې شرايط چمتو كړو،دا كار څرنګه كېداى شي؟ عاطفي شرايط،د تلو راتلو او د ډالۍ د راكړې وركړې له لارې،علمي او وټیز شرايط چمتو كول،د لوړو زده كړو او پر خپلو پښو د ودرېدو له لارې يې رامنځ ته كولاى شو. پردې سربېره خلك بايد پوه شي،چې له منع او نيوكې زموږ موخه، له مقامه د چا ګوښه كول نه دي. هو! كه خلك وياند ته ښوین – خوشبين وي؛نو خبرو ته به يې غوږ كېږدي او كه نه د هڅو اغېز به يې لږ وي.

سملاسي ورمندون – قضاوت منع دى:

امام صادق (رح) خپل مېلمه ته كجورې راوړې. مېلمه دا قرآن دايت ووايه:

ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ (تکاثر/۸) = ((بيا به هرومرو پر هغه ورځ له (دركړ شويو) نعمتونو وپوښتل شئ.))

ښايي د مېلمه موخه دا وه چې ولې دا ښه كجورې د امام په كور كې دي.امام صادق (رح) وويل:((په قيامت كې به چې د كوم نعمت په هكله پوښتنه كېږي،هغه د كجورو نعمت نه؛بلكې د مشرۍ او رهبرۍ نعمت دى.))

مېلمه انګېرل،چې غوره او ښې كجورې د زهد او امامت پر ضد دي او غوښتل يې چې امام صادق ته ورم – پند وركړي؛خو له دې بې خبره و چې لومړى بايد “امر و منع” وپېژندل شي او نه ښايي چې په بيړه هره خبره وشي. په يو حديث كې راغلي: (( خداى له دې پاك دى،چې د توکیز- مادي نعمتونو په باب پوښتنه وكړي؛ځكه عادي انسانان چې چاته خوراك څښاك وركوي، پوښتنه ترې نه كوي ،خداى خو لا څه كوى. ))

منځلاريتوب:

مسلمانان په “امر و منع” كې بايد منځلاريتوب غوره كړي او له هر ډول زور زياتي اوكمزورۍ ډډه وكړي.[1]

د خبرې اغېز:

امام صادق (رح) وپوښتل شو: ايا پر نېكيو امر او له بديو منع پر ټولو واجب ده؟ امام صادق (رح) وويل:(( دا كار پر هغه واجب دى ،چې د نورو په نظر كې دروند وي او پر نېكيو پوره پوهه ولري او داسې نه وي،چې پخپله يې هم لار وركه كړې وي . ))

نو كه څوك له فساده مخنيوى كوي؛نو بايد له يو پرهېزګار عالمه لاروي وكړي،چې پر كږو لارو سم نشي او د غرض او د دښمنانو د دسيسو او ټګيو ښكار نشي.دلته په زړه پورې حديث رانقلوو چې پوه شو،چې پر نېكيو امر او له بديو منع ساده كار نه دى او هر څوك يې نشي كولاى،چې پخپلې خوښى او د زړه په غوښت يې وكړي.په روايت كې راغلي دي:

(( څوك چې پر نېكيو امركوي؛بايد پر دين پوه وي، حلال او حرام وپېژني او د خپل نفس تر اغېز لاندې نه وي. كه كومه خبره او يا ګام هم اوچتوي؛نو موخه به يې د ځان ښوول او د نورو كړول نه؛بلكې د خداى رضا وي،د خلكو خير غوښتونكى وي او نيت يې پاك وي،له خلکو سره نرم او ملګرى يې وي، چې زورزياتى ونه کړي،په نرمۍ او مينه خلک خير ته رابولي او غوره وينا ولري،بايد پوه وي،چې هر څوك ځانګړې خوى لري او له هر چا سره بايد په ځانګړي توګه خبرې وكړي.هغه بايد پر نفساني ټګيو خبر وي،تر څو د امر او منع له لارې ناوړه موخو ته راونه ښكودل شي. كه په دې لار كې يې كړاوونه وليدل؛نو نهيلى نشي او په دې كار كې تل زيار اوباسي. كه وځورېد، چې غچ وانه خلي او ګيله ونه کړي. په دې كار كې قومي او ټبریز تنګ الواکي – تعصب و نه لري،د خپل نفس لپاره پر غوسه نشي؛بلكې غوسه يې د خداى او د ناوړه كارونو د منځه وړو لپاره وي.[2] ))

پر نېكيو امر او له بديو د منع پر شرط پوهه :

امام صادق (رح) يوه ورځ ښايسته جامې اغوستې وې او يو زاهد مخې ته راغى او يې ويل: پر خداى قسم پېغمبر اكرم(ص) داسې جامې نه اغوستې. امام صادق خپلې جامې راپورته كړې او ويې ويل: (( ما ترې لاندې سختې او كلكې جامې اغوستي ،كلكې مې د خداى لپاره اغوستې دي،چې له سوكاله خلكو نه اوسم او دپاسه ښايسته جامې مې؛ځكه اغوستې چې په خلكو كې ښكلى ښكاره شم. ))

هو! پر نېكيو امر بايد د پوهې له مخې وي او نيكي بايد له هر اړخه وپېژني او دا كار بايد د بهرنيو لمسونو،ځاني غوښتنو، وهم و خيال پر بنسټ نه وي. امام صادق (رح) وايي:(( يوازې هغه كسان پر نېكيو امر كولاى شي چې په څه چې حكم كوي، پرې پوه وي. ))

 د دين په ټولو اركانو كې پوهه لازم شرط دى.د بېلګې په توګه، سوداګر ته وايي: لومړى يې زده كړه بيا سوداګري کوه.

حديث دى:((داسې حركت به نه وي،چې انسان پكې پوهې ته اړتيا نه لري.))

ايمان هم هغه وخت ارزښت لري،چې د اندنې – تفكراو تعقل پر بنسټ وي (نه تقليدي او رغیز- سطحي) قرآن داسې كسان ستايي او وايي:

الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ  (آل عمران/۱۹۱) = ((هغوى چې په ناسته، ولاړه او پرڅنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانونو او ځمكې په پنځون كې اندنه كوي ( او وايي) پالونكيه ! دا دې خوشې او (بې موخې) پیدا کړي نه دي، ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې)؛ نو د اور له عذابه مو وساته.))

هغوى لومړى د اسمانو او ځمكې په هكله فكر كوي او روسته بيا خپل ايمان ښكاره كوي. قرآن اجازه نه وركوي چې انسان دې په مستۍ كې نمونځ  وكړي او وايي داسې نمونځ  وكړئ چې پكې پوه شئ، چې څه وايئ:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا (نساء/۴۳) = مؤمنانو! د نېشې (مستۍ) په حال كې نمانځه ته مه ورنژدې كېږئ،چې پوه شئ څه وايئ او (همداراز) د جنابت په حال كې هم (نمونځ مه كوئ) څو لمبلي مو نه وي؛خو داچې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نه مومئ (چې غسل يا اودس پرې وكړئ)؛نو له پاكې خاورې كار واخلئ (داسې چې) خپل مخونه او لاسونه [پرې] مسح كړئ، په رښتيا الله له نرمۍ كار اخستونكى (او) بښونكى دى . 

پرنېكيو د امر لومړى شرط پر مسائلو او احكامو ځان پوهول دي .

 

 

[1] وسايل 11 \ 403

[2] بحار 97\83

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست