تبلیغات

انبياوو ته د اړتيا دليلونه ١_د هستۍ موخه درلودل په الهي نړۍ ليد کې،هستي موخه لري او انسان هم د هستۍ يوه برخه ده او هستي انسان ته جوړه شوې ده (١) او په واک کې يې ده (٢)؛نو داسې خو نشي کېداى ،چې انسان په هستۍ کې ايله او سرخوشې وي . فرض کړئ […]

انبياوو ته د اړتيا دليلونه

١_د هستۍ موخه درلودل

په الهي نړۍ ليد کې،هستي موخه لري او انسان هم د هستۍ يوه برخه ده او هستي انسان ته جوړه شوې ده (١) او په واک کې يې ده (٢)؛نو داسې خو نشي کېداى ،چې انسان په هستۍ کې ايله او سرخوشې وي .

فرض کړئ د يو ښوونځي پرانستلو ته ټول امکانات وي؛لکه لابراتوار، کتابتون،علمي امکانات او …… او زده کوونکي هم په ټولګي کې ناست وي؛خو ښوونکى نه وي؛نو دا ټول کارونه به بې ځايه او بې ګټې وي .

٢_د هستۍ حرکت

ارواښاد علامه طباطبايي وايي : بېشکه ټوله هستي يو حرکت لري. پر دې مانا،چې ټول موجودات پخپله وده کې شکمن نه دي او په پاى کې ودې او کمال ته رسي؛نو په دې بڼه کې ‏آيا سمه ده،چې انسان حيران وي؟ اړنګ نشته،چې انسان هم بايد بې له خطا او څپڅپاندۍ – تزلزل لار ولري،چې ورباندې پر تلو يې کمال ته ورسي او دا لار حکيم او عادل خداى هماغسې،چې نورو موجوداتو ته ښوولې ده، انسان ته يې هم ښوولې ده؛خو کوم توپير،چې انسان له نورو موجوداتو سره لري،دا دى چې انسان کړاى شي پر دې لار ولاړ شي او يا يې پرېږدي .

٣_ د خداى پېرزوينه

خداى د خپلې پېرزوينې له مخې (٣) خپلو بندګانو ته لار ښيي او د الهي پېغمبرانو او اسماني کتابونو رالېږل هم ستره الهي پېرزوينه ده؛لکه څنګه چې په قرآن شريف کې وايو : ((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى = په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده،)) (٤)

خداى خبر دى،چې د انسان د تګ پر بهير ډول ډول کږې لارې شته، شيطانان ورته پټ دى او ځاني غوښتنې يې هرې خوا ته راکاږي؛ نو تاسې ووياست،چې آيا مهربان خداى به انسان بې له کوم لارښوده پرېږدي؟

٤_د انسان ناپوهي

په دې خو ټول خبر دي،چې انسان د ځان او هستۍ په هکله خورا لږ معلومات لري؛خو مجهولات يې ډېر دي؛نو بشر ښوونکي ته اړتيا لري،چې خپل مجهولات کم او معلومات ډېر کړي .

کېداى شي،ذهن ته دا خبره هم راشي،چې د وخت په تېرېدو د انسان معلومات ډېرېږي؛نو پېغمبرانو ته اړتيا نه لري،په ځواب کې بايد وويل شي :که څه هم د وخت په تېرېدو انسان پر يو لړ خبرو پوهېداى شي؛خو دا معلومات ورته بسيا نه دي‏،چې لاندې آيت له دې حقيقته پرده اوچته کړې: ((وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُواْ تَعْلَمُونَ)) (٥)؛يعنې پر څه چې نه پوهېداى،خداى درته وښوول.

دا آيت وايي، داسې څيز نشته،چې تاسې پرې نه پوهېږئ !تاسې په خپله ووياست،چې بشر به څنګه وکړای شي پخپلو محدودو ماغزو د برزخ او قيامت پر پېښو پوه شي؛نو پوه شئ، چې دا کار يوازې د انبياوو کار دى.

مرحوم علامه طباطبايي وايي :ما د قُم ملايانو ته دوه دورې د فلسفې درس ووايه او په دواړو دورو کې،چې د معاد ويينې ‏ته ورسېدم؛نو تم شوم؛ځکه د معاد آر پر فلسفه جوتولاى شو؛خو بې له وحې او الهي پېغمبرانو به څنګه د معاد د پېښو په هکله خبرې وکړو.

 

د انبياوو لار د انسانانو پخوانۍ غوښته وه

عدالت غوښتنه د انسان له طبيعي هيلو ده او د تاريخي لاسوندونو- شواهدو له مخې ددې ډول حکومتونو څرګنده بېلګه،يوازې په انبياوو او په عادلانه نظام کې يې او په هغوى کې ليدل شوي،چې د دين له پلوه انبياوو ته نږدې ول او دې طبيعي غوښتنې ته يوازې د انبياوو ليکه مثبت ځواب ورکولاى شي.

 

پر نبوت نه ګروهه ‏د خداى د نه پېژندنې نښه ده

خداى ټوله نړۍ د انسان ګټنې ته پيدا کړې او موږ ټول يې تلپاتې نېکمرغۍ ته خپل عبادت ته رابللي يو او ددې خبرې په پامنيوي‏،چې موږ لار نه پېژنو او د لارې په ټاکنه ‏کې تېروځوو او پر لار د تګ پر مهال پر خطاګانو،شيطاني وسوسو او کږلاريو ککړېږو؛نو دلته زموږ کوربه لوراند ‏خداى دى؛نو که د پېغمبر په څېر ‏مشر د معجزې په څېر له څراغ سره او د قرآن په څېر له بشپړې ونډهې سره را و نه لېږي؛نو خداى چې کومې بلنې راکړې،بې ځايه به وي.

د پېغمبرانو له رالېږلو نهايي موخه د واقعي تکامل پر لور د انسان حرکت دى او هر حرکت مبدا،مقصد او د لارې مشر او وسيلې ته اړتيا لري او په دې ټولو اړتياوو کې مشر ته اړتيا تر ټولو ضروروي چار دى؛ ځکه که مشر نه وي؛نو هم به لار ورکه کړو او هم موخه او هم به له وسيلو په خپل ځاى کې ګټه وانخلو .

د قرآن شريف د وينا له مخې : ((أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ (مائده/۱۵۰)= ايا( له تا) د جاهليت حكم او پرېکړه غواړي ؟! حال دا چې منونکې ډلې ته به د خداى له پرېکړې د چا پرېکړه غوره وي؟ ))(٦)

خداى ترټولو پوه دى،هغه پيدا کړي يو او د هر څه جوړونکى د خپل جوړ شوي په هکله بشپړ معلومات لري .

قرآن شريف وايي : ((أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ(ملک/۱۴)= آيا چا چې (موجودات) پيداكړي دي، د هغوى له حاله خبر نه دى؟ حال دا چې هغه (له دقيقو رازونو) خبر دى.)) (٧)

تاسې پخپله ووياست،چې څنګه به داسې وشي،چې حکيم خداى ټول موجودات انسان ته پيدا کړي؛خو انسان بې له کومې کړلارې خوشې او ايله پر خپل حال پرېږدي؟ آيا دا چار د حکمت پر خلاف نه دى؟که څوک داسې فکر کوي؛نو سمه خبره خو دا ده،چې خداى يې سم نه دى پېژندلى.

 

 

آيا د علم او عقل لارښوونې بسيا ‏دي ؟

اسلام عقل او پوهې ته ډېر ارزښت ورکړى تردې،چې عقل د انسان دنننى پېغمبر ګڼي او د انسانانو سزا او ثواب يې د هغوى د عقل پر بنسټ ټاکلې ده . قرآن شريف، ټول اندنې ‏،تعقل او تدبر ته رابللي او په ډېرو آيتونو کې خو يې يوازې د عقل او فکر خاوندان مخاطب دي.

څه چې اسلام د پوهې ‏د ارزښت په هکله د جاهليت پر مهال ويلي ول،تر اوسه يوعالم هم په يو ځاى کې،هغه ته ورته نه دي ويلي.

تاسې د يو مکتب خاوند پيدا کړئ، چې د پوهې ‏د زده کړې موده يې له زانګو تر مړينې ټاکلې وي او ان خپل مخالف هم ښوونکي ټاکي او زده کړې ته لرې لرې مسافرتونو ان تر اسمان پورې پراخوي؛خو له دې ټولو سره،علم او عقل ‏کله هم نشي کړاى د انبياوو ځاى ونيسي او له پېغمبرانو مو مړه خوا کړي .

 

د علم د نيمګړتيا دليلونه

الف: د انسان د علم محدوديت

هره ورځ وينو،چې په دنيا کې پوهنځي زياتېږي او انسان ډول ډول اختراعات او اکتشافات کوي؛خو انسان خپل عقل او علم ته پرېښوول په حقيقت کې هغه په کنده کې ګوزارول او ګنګسول يې دي؛ځکه د خلکو پوهه او علم سره توپير لري . ډېر خلک يو څه د ځان په ګټه ګڼي؛ خو نور يې په خپل تاوان . هو ! د انسان پوهه لږه ده . نه له تېرو سم خبر دى او نه له راتلونکي او نه د خپلو کړنو له چټک او ورو ورو غبرګونونو خبر دى. څومره ښه يې ويلي دي،چې د انسان پوهه د هغه د ناپوهۍ په پرتله لکه څاڅکي چې سمندر ته وي .

 

ب: د معرفت په لار کې د خنډونو ډېروالى

انسان هله پر حق پوهېدای شي،چې د معرفت په لار کې ورته خنډونه نه وي. انسان د عقل، فکر او پوهې په درلودو کله داسې د غريزو په توپانو کې راګېر شي،چې د واقعيت په پېژندو کې سرګردان شي او لار ترې ورکه شي . ډېر داسې باطل دي،چې حق راته ښکاري او ډېر داسې حق،چې باطل راته ښکاري.

داچې انسان د غريزو په ځاله کې راښکېل دى او واقعيتونه نه ويني او کله هم د سمې پوهېدنې پر خلاف عمل کوي؛نو انسان د قانون جوړونې حق نه لري .

قرآن شريف وايي : ((إِنِ الْحُكْمُ إِلاَّ لِلّهِ)) (٨).

ج: په پوهېدو کې ځنډ

کله د وخت په پيدا کېدو او د علم په پرمختګ يو لړ واقعيتونو ته رسي؛ خو دا د کلونو د ځنډ ګناه به د چا پر غاړه وي ؟ د ساري په توګه: تقريباً نيمه پېړۍ کېږي،چې انسان پوه شوى،چې د سرکوزي د غوښې خوړل د کدو دانې او د ((تريشين)) د چنجي لامل ګرځي؛خو هغوى،چې د وحې له لارې د سرکوزي ‏د غوښې له حراموالي خبر ول؛پېړۍ پېړۍ دي،چې له دې ګواښه ژغورل شوي دي.د اسلام د سپېڅلي دين ډېر داسې احکام او اسرار دي،چې له اسرارو يې د وخت په تېرېدو علم پرده اوچته کړې ده؛خو د انبياو لارويان له هماغه پيله په داسې پړاو کې واقع شول،چې د علم او تجربې پر بنسټ عالمان ورته تر پېړيو وروسته ورورسېدل .

 

‏پر معنوياتو پوهېدنه

انسان په خپل عقل،علم،مشورې او څېړونو يوازې کړاى شي د محسوسو توکيزو چارو په هکله ګام اوچت کړي او ځان ته لار وټاکي؛خو له تلپاتې نېکمرغۍ،مانيزې ‏ودې او اروايزې ‏روزنې ته انسان لاس رسي نه لري ،چې بې له وحې او انبياو بله لار نه لري .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست