تبلیغات

د انبياوو ځانګړنې الهي انبياء يو لړ ځانګړنې لري،چې د هغوى د معرفۍ او موخو پلي کولو ته ګټور دي،چې موږ يې څو ته اشاره کوو . ١_معجزه: معجزه يو له هغو ګټورو او محسوسو اوزارو ده،چې انبياوو درلوده، چې په دې اړه مو مخکې خبرې وکړې. ٢_وحې : له دې لارې به پېغمبرانو له […]

د انبياوو ځانګړنې

الهي انبياء يو لړ ځانګړنې لري،چې د هغوى د معرفۍ او موخو پلي کولو ته ګټور دي،چې موږ يې څو ته اشاره کوو .

١_معجزه:

معجزه يو له هغو ګټورو او محسوسو اوزارو ده،چې انبياوو درلوده، چې په دې اړه مو مخکې خبرې وکړې.

٢_وحې :

له دې لارې به پېغمبرانو له خداى سره اړيکه نيوه او د خداى پيغام به ورته راته .

خداى د نورو پېغمبرانو په هکله خپل وروستي استازي ته وايي : ((وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلاَّ رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ ( انبياء/۷)= موږ تر تا مخكې يوازې سړي (چې انسانان او د بشر له جنسه وو،د پېغمبرانو په توګه) لېږلي وو،چې وحې مو ورته کوله. )) (٣٥)                                                                                                                 

د وحې په هکله يو لړ پوښتنې نوموتېږي،چې موږ يې پر دوو رڼا اچوو :

پوښتنه : آيا وحې يو ډول بشري نبوغ نه دى ؟

ځواب: ځينې،چې نه غواړي له بلې نړۍ سره اړيکه ونه مني؛نو په وحې او ورته مسئلو کې لتې وهي،چې يوه توکيزه مخونه ‏ورته راوړي .

که تاسې د انبياوو د ځانګړونو برخه ولولئ؛نو پوه به شئ،چې د انبياوو او بشري نوابغو تر منځ خورا توپير دى؛له هر ډول شک،سهوې او ګناه څخه عصمت،له غېبو خبرېدل ،سوچه او د زړه له کومې نږه عبادت او هر څه د خداى ګڼل هغه خبرې دي،چې په نوابغو کې نشته؛ځکه نوابغ هم غلطي کوي او هم معصوم نه دي او هم له غېبو خبر نه دي او له الهي عارفانه نږه عبادته لرې دي او څه چې لري؛نو د خداى (ج) له لوري يې نه ګڼي.

مګر موږ نورې نابغې نه لرو؛نو ولې هغوى د قرآن شريف په څېر رانه وړ او نشى کړاى رايې وړي ؟

پوښتنه :ولې موږ ته وحې نه کېږي؟

ځواب:هره راډيو،هر چاينل او څپې نه را کاږي. دنننى اخلاص، پاکي،تقوا او نور شرطونه پکار دي او بايد زړه الهي وحې او الهام ته چمتو والى ولري .

٣_د غيبو علم

انبياء د غيبو علم لري . په دې هکله قرآن شريف وايي : ((عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا. إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا(جن/ ۲۶، ۲۷)= (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛خو هغه استازى (ترې خبروي)، چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي‏)) (٣٦)

پوښتنه : د قرآن شريف په آيتونو کې لولو : بې له الله بل څوک د غيبو علم نه لري : ((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُو َ)) (٣٧)؛نو ددې آيت په شتون کې،چې د غيبو علم يې يوازې د خداى لپاره ځانګړى کړى دى؛ نو څنګه د غيبو علم د پېغمبرانو او امامانو لپاره جوتولاى شئ ؟

ځواب : د غيبو علم يوازې په خداى پورې ځانګړى دى او که پېغمبر (ص) او امام په دې هکله څه معلومات لري ؛نو خداى به ورته ورکړي وي او پېغمبر (ص) او امام له ځانه له غيبو خبر نه وي .

٤_عصمت :

د خداى د استازي (ص) بل امتياز عصمت دى .عصمت؛يعنې انسان د ايمان،معرفت او بشپړ يقين له کبله د داسې ستر روح خاوند شي،چې په بشپړه ازادۍ،واک او پوهې ګناه نه کوي ؛بلکې د ګناه په فکر کې هم نه وي.

د اسماني مشر د عصمت اړتيا

معصوم مشر ته زموږ د اړتيا دليل زموږ تېروتنې،انديزې او عملي بې لارۍ دي؛نو خداى دې انسان له هغه ورځې ساتي،چې مشر هم بې لارې شي؛ځکه په دې بڼه به هغه هم معصوم مشر ته اړتيا پيدا کړي او که هغه هم معصوم نه وي؛نو هغه به هم معصوم ته اړتيا پيدا کړي .

څو يادونې :

الف:ځينې د قرآن شريف ځينې آيتونه لوبڅي کول او د پېغمبرانو عصمت ټکنۍ کوي .موږ چې د قرآن شريف په آيتونو کې کومه څېړنه کړې؛نو سره له دې،چې پېغمبرانو ته وړانديزونه،خبر او اخطارونه ورکړل شوي؛خو دا يو هم د عصمت له مقام سره منافات نه لري.

ب: پېغمبران نه يوازې په ګروهو او احکامو کې او نه يوازې په کبيره ګناهونو کې؛بلکې په ټولو ګناهګانو کې او نه يوازې په لوى لاس تېروتنو؛ بلکې په سهوي تېروتنو کې هم معصوم وي،چې دښمن ته يوه پلمه هم د دوست د ډاډ د خرابولو لپاره پيدا نشي . په قرآن شريف کې راغلي: ((فَلِلّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ= ټينګ (او غوڅ) دليل خو له الله سره دى)) (٣٨)

ج: عصمت د خداى د استازي له لمونځونو ،مغفرتونو او ژړاګانو سره منافات نه لري ؛ ځکه همداچې د خداى استازى او يا امام ځان د خداى پر وړاندې وګوري؛نو د زړه له کومې يې مني،چې خداى يې له ماغزو او زړه خبر دى او څاري يې او ټولې کړنې يې ليکل کېږي؛نو داسې يو حالت پرې راپېښېږي،هغه کارونه،چې ګناه هم نه وي؛نو شرم پکې احساسوي. د ساري په توګه : که زه په کور کې ټوخى کوم ؛نو نه شرمېږم؛خو چې خلکو ته خبرې کوم؛نو که يو ټوخى هم وکړم؛نو سره له دې،چې دا کار ګناه نه دى؛خو شرمېږم او له خلکو بښنه غواړم؛ځکه ځان د خلکو پر وړاندې وينم؛نو د خداى اولياء هم،چې ځان د خداى پر وړاندې ويني؛نو ان له خپل کوچني ‏عمله خجالت احساسوي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست