تبلیغات

جنتي مېرمنې په قرآن شريف کې څو ځل د جنتى ښخو اوځانګړنو په هکله يې خبره شوې ده: وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ (صافات/۴۸) = او ورسره به د ښكليو [او] غټو سترګو خاوندانې (مېرمنې) وي،چې يوازې له خپلو مړونو سره مينه لري (٥٧٩) جنتي ښځې بې له خپلو مړونو نورو ته سترګې نه اړوي او […]

جنتي مېرمنې

په قرآن شريف کې څو ځل د جنتى ښخو اوځانګړنو په هکله يې خبره شوې ده:

وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ (صافات/۴۸) = او ورسره به د ښكليو [او] غټو سترګو خاوندانې (مېرمنې) وي،چې يوازې له خپلو مړونو سره مينه لري (٥٧٩)

جنتي ښځې بې له خپلو مړونو نورو ته سترګې نه اړوي او هغوى ته په مينه او مستو سترګو نه ويني . هغه ښخې هم پر خپلو مړونو مينې وي او هم د عمر له پلوه يو د بل انډول دي .

عُرُبًا أَتْرَابًا(واقعه/۳۷) = د خپلو مړونو عاشقانې او همزولې دي. (٥٨٠)

هغه ښځې د لوءلوء په څېر ښايښته دي او چا لاس نه وي ور وړى.

كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ(واقعه/۲۳) = لكه په سيپۍ کې مرغلرې. (٥٨١)

او هر کله چې ورسره مړونه يو ځاى کېږي ؛نوباکره به وي.

فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا(واقعه/۳۶) = نو هغوى مو پېغلې ګرځولي دي. (٥٨٢)

د هغوى سينې ډېرى غټې نه وي او نوې راوتلې وي.

وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا (نباء/۳۳) = او همځولې نوې پېغلې. (٥٨٣)

او دې ښځو ته به لا هېڅ چا لاس نه وي ور وړى.

فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ رحمن/۵۶)= په هغو جنتي باغونو كې د حياناکو سترګو خاوندانې ښځې وي،چې له دغو جنتيانو مخكې به هيڅ انسان يا پېري لاس نه وي وروړى. (٥٨٤)

دا ښځې خوندي او پاکلمنې ‏دي او مبتذلې نه دي.

حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ (رحمن/۷۲)= په (جنتي) خېمو كې (ناستې) سترمنې حورې. (٥٨٥)

او دومره ښايښته دي،ته به واچې ياقوت او مرجان دي.

كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ (رحمن/۵۸) = هغوى؛لکه چې ياقوت او مرجان وي (٥٨٦) .

او له دې ټولو،چې راتېر شو دا حورې د کمالاتو له پلوه د جنت او جنتيانو وړتيا لري او هر ډول نيمګړتياو پاکې دي ((وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ)) ددې حورو شمېر خورا ډېر دى او په حديث کې راغلي : په جنت کې د انسان د کوروالي قوت او وس سل تنو ته رسي او داچې موږ په دې هکله دومره خبرې وکړې،د هغوى د ارزښت له کبله ول، چې په حديث کې هم راغلي : (( په دنيا او اخرت کې تر ټولو غوره نعمت له ښکلو مېرمنو سره کوروالى دى . (٥٨٨) ( وسايل، ۱۴/ ۱۰)

 

نورې بېلګې

لکه څنګه چې مو وويل، قرآن شريف د قيامت په مسئله څه له قلمه نه دي غورځولي او په دې هکله تر زرو آيتونو ډېرې دي او حق يې هم دې، چې دومره رڼا پرې واچول شي؛ځکه د انسان تلپاتې ژوند هلته دى او پر هغه ژوند ايمان په دې دنيا کې د ژوند ښه کېدو لامل هم دى؛نو د قيامت او دوزخ د ځانګړونو بيانول، چې پکې وېره او هيله ده، روزنيز اړخ لري،چې په دې هکله ډېر آيتونه شته، بيا يې هم څو ته اشاره کوو :

 

په جنت کې لوړ او عالي تختونه دي

فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ(غاشيه/۱۳)= هلته لوړ ښكلي تختونه دي. (٥٨٩)

هلته د سرو او سپينو زرو ښايسته لوښي ايښوول شوي دي.

وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ(غاشيه/۱۴) = او( ددې چينې پرغاړه ) كوزې ايښوول شوي دي. (٥٩٠)

په جنت کې تکيه ګانې او بالښتونه په ځانګړى توګه ايښوول شوي دي.

وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ(غاشيه/۱۵) = او بالښتونه پر يوه ليكه ايښوول شوي. (٥٩١)

هلته ډېر ښايسته او غوره فرشونه هوار شوي دي.

وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ(غاشيه/۱۶) = او(قيمتي) فرشونه غوړول شوي. (٥٩٢)

د جنتي مېوو د خوړولو لپاره يې جنتيان نه په زحمتېږي ؛ځکه مېوه لرونکي ښاخې به د جنتيانو په اراده رانږدى شي. ((وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا)) ( انسان/ ۱۴) (٥٩٣) که ناست وي که ملاست او که ولاړ وي ؛ نو مېوې به يې په اراده په واک کې وي. قرآن شريف دا دنيا له دې دومره نعمتونو،کانونو،بحرونو او …..سره پر ناڅيزه کم بيه څيز تعبير کړې ده؛خو جنت ته يې (( ملک کبير )) ويلى دى .

وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا(انسان/۲۰) = هلته چې (هرې خواته) ګورې (؛نو) پراخه نعمتونه او ستر سلطنت به دې تر سترګو شي. (٥٩٤)

پېغمبره !چې کله جنت ووينې؛نو هله به نعمتونه،ملک، پادشاهي او سترتيا پر خپلو سترګو ووينې .

د جنتيانو يو بل ته مخامخ کېناستل د نعمتونو يوه بله بېلګه ده،چې په قرآن شريف کې ورته څو ځل اشاره شوې او د هغوى تختونه داسې ايښوول شوي دي،چې يو بل ويني.

عَلَى سُرُرٍ مَّوْضُونَةٍ. مُتَّكِئِينَ عَلَيْهَا مُتَقَابِلِينَ ( واقعه/ ۱۵،۱۶) = هغوى (=مقربان) په زرو او جواهرو او بدل شويو تختونو، يو بل ته يې مخامخ پرې ډډه وهلې ده. (٥٩٥)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست