تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۰مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)   حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي (دویمه برخه) د بني اميه وو له اړخه هر ورځ له هر لوري پر حضرت ابوذر(رض)  زور زياتېده،تردې چې معاش يې هم پرې بند كړ؛خو حضرت ابوذر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت ابوذر غفاري (رض) ژوند ( پرله پرسې ۲۰مه برخه ) ( لیکوال عبدالحمید جودة السحارة)

 

حضرت ابوذر(رض) ربذې ته شړل كېږي (دویمه برخه)

د بني اميه وو له اړخه هر ورځ له هر لوري پر حضرت ابوذر(رض)  زور زياتېده،تردې چې معاش يې هم پرې بند كړ؛خو حضرت ابوذر (رض) له خپلې مبارزې لاس وا نه خست او يوه شېبه يې هم ظالم ته سرټيټ نه کړ او له حكومته يې د دين پرده لرې كړه؛يوه ورځ يې په خپله وينا كې وويل : بني اميه ما له مرګ او فقره ډاروي،پر خداى قسم،چې له ژونده پر مړينې خوښ يم،پر فقر له غنا ډېر خوشحاله يم . پانګوالو او شتمنو! د خداى دركړي مالونه د خداى پر بندګانو په مساوي توګه واېشئ او مه وياست،چې د خداى لاس تنګ دى او خداى فقير دى ا و موږ خانان يو.

((إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ وَاللَّهُ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ . فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا استَطَعْتُمْ وَاسمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنفِقُوا خَيراً لِأَنفُسِكُمْ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ . إِن تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضاً حَسَناً يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ . عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ .(تغابن/١٨-۱۵)= مالونه او اولادونه مو يوازې [د] ازمېښت [وسيلې] دي او دا خداى دى،چې ستره بدله ورسره ده؛نو ترخپلې وسې [خپل ځانونه] د خداى له  [عذابه] وساتئ او واورئ او اطاعت وكړئ او [د خداى په لار كې] نفقه وركړئ،چې درته غوره ده او څوك چې د خپل ځان له کنجوسۍاو حرصه وژغورل شي؛نو يوازې همدوى بريالي دي .كه خداى ته غوره پور(قرض الحسنه) وركړئ؛نو هغه به درته څو ځل زيات كړي او و به مو بښي او خداى ډېر منندوى او زغمناک دى .(هغه) پر پټو او څرګندو پوهېږي  ]او] بريمن حکيم دى .]

هغه ورځ حضرت ابوذر(رض) همداسې خپلو هڅو ته دوام وركړ، چې د شپې كور ته روان و؛نو ور ياد شول،چې لور يې په كټ كې ناروغه پرته ده، مبارزې ترې خپله لور هم هېره كړې وه،له زړه پرې د “إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلاَدُكُمْ فِتْنَةٌ ” آيت غږ  وشو، په سوچ كې روان و،چې كور ته راورسېد؛نو ګوري،چې لور يې پرته او مور يې ورته ناسته ده . د حضرت ابوذر(رض) مېرمن،چې د لور ناروغۍ وارخطا كړې وه، د حضرت ابوذر(رض) په ليدو په ژړا شوه . حضرت ابوذر(رض) چې د خپلې ښځې دا حال وليد؛سترګې يې له اوښكو ډكې او په  ژړا شو،په سختۍ يې خپلې سترګې پټې كړې او له ځان سره يې وويل : خداى يو دى او هغه ته بېرته ورستنېږو، ولاړ او د كوټې په ګوټ كې كېناست.

د حضرت ابوذر(رض) د كور پر اسمان د غم او سكوت ورېځې راخپرې شوې او ورياد شول،چې د قريشو غلو د اسلام تر راووړو مخكې پر مدينه يرغل وكړ او په دې يرغل كې د حضرت ابوذر(رض) يو زوى هم مړ شو او د هغه حبيب ورته د زوى د مړينې تسلي وركوله، په شونډو كې يې ويل : د مرګ لپاره يې زېږولى و او خرابۍ ته يې ابادي كړې ده.

د حضرت ابوذر(رض) نيوكې پر شتمنو ورځ پر ورځ زياتېدې،چې دا كار د معاويه بن ابوسفيان د حكومت لپاره ستر ګواښ ګڼل كېده. معاويه بن ابوسفيان هم په دې فكر كې و،چې خپل ټولنيز دريځ او حكومت له دې ګواښه  وژغوري . سوچ ورغى،چې راشه تور پرې ولګوه او خلكو ته ووايه،چې حضرت ابوذر(رض)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!