تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه حضرت علي (ک) وايي: أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ اثْنَانِ اتِّبَاعُ الْهَوَى وَ طُولُ الْأَمَلِ فَأَمَّا اتِّبَاعُ الْهَوَى فَيَصُدُّ عَنِ الْحَقِّ وَ أَمَّا طُولُ الْأَمَلِ فَيُنْسِي الْآخِرَةَ أَلَا وَ إِنَّ الدُّنْيَا قَدْ وَلَّتْ حَذَّاءَ فَلَمْ يَبْقَ مِنْهَا إِلَّا صُبَابَةٌ كَصُبَابَةِ الْإِنَاءِ اصْطَبَّهَا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

حضرت علي (ک) وايي:

أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمُ اثْنَانِ اتِّبَاعُ الْهَوَى وَ طُولُ الْأَمَلِ فَأَمَّا اتِّبَاعُ الْهَوَى فَيَصُدُّ عَنِ الْحَقِّ وَ أَمَّا طُولُ الْأَمَلِ فَيُنْسِي الْآخِرَةَ أَلَا وَ إِنَّ الدُّنْيَا قَدْ وَلَّتْ حَذَّاءَ فَلَمْ يَبْقَ مِنْهَا إِلَّا صُبَابَةٌ كَصُبَابَةِ الْإِنَاءِ اصْطَبَّهَا صَابُّهَا أَلَا وَ إِنَّ الْآخِرَةَ قَدْ أَقْبَلَتْ وَ لِكُلٍّ مِنْهُمَا بَنُونَ فَكُونُوا مِنْ أَبْنَاءِ الْآخِرَةِ وَ لَا تَكُونُوا مِنْ أَبْنَاءِ الدُّنْيَا فَإِنَّ كُلَّ وَلَدٍ سَيُلْحَقُ بِأَبِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَ إِنَّ الْيَوْمَ عَمَلٌ وَ لَا حِسَابَ وَ غَداً حِسَابٌ وَ لَا عَمَلَ .

( تر جمل جګړې روسته ، حضرت علي (ک) پر ٣٦ رجب کوفې ته راغى، خلکو ورته ښه راغلاست ووايه، جومات ته ولاړ او تر دوو رکعتونو لمانځه روسته يې اوږده وينا وکړه، چې يوه برخه يې همدا ده: )

 خلکو! په رښتيا پر ستاسې له دوو څيزونو ډېر ډارېږم : ځاني غوښتنې او اوږدې هيلې. په ځاني غوښتنو پسې تلل، انسان له حقه اړوي او اوږدې هيلې له انسانه آخرت هېروي.

 باخبر! دنيا مخ ګرځولى او په تېزۍ تېرېږي او دومره پکې پاتې دي؛ لکه د رانسکورې کاسې په بيخ کې چې څه خيرى وي. پوه شي آخرت مو مخې ته دى دنيا او اخرت هر يو بچي لري، هڅه وکړئ د آخرت له بچو ځنې شئ، نه دنيا؛ ځکه د قيامت پر ورځ هر اولاد خپل مور و پلار ته ورستنېږي، نن د کړنو ورځ ده، نه حساب او سبا د حساب ورځ ده نه د کړنو.

د امیر حمزه خان شینواري سپړنه او کېنستنه – شرحه:

په دې خطبه کې چې امیر المومنین کوم لوړ ادبي حقایق څرګند کړي؛ نو د نن پرمختللي ذهن ته یې هم د رڼا مشعل ګڼلای شو. د ځاني غوښتنو په اړه وايي، څوک چې د ځاني غوښتنو په لمسون ژوند کوي؛ نو حق ته شا کوي او چې بېځایه هېلې لري، اخرت ته یې شا کړې. دا هغه اراویز ټکي دي، چې په دې اوسني پرمختللي پېر کې هم اروا پوهان ددې په رڼا کې نوې لارې جوړولای شي او انسان ته د بریالي ژوند مشعل بلولای شي. دا ښکاره ده چې نفس تل د حیواني غوښتنو د پوره کولو نغوته کوي. حیوانیت د انساني نفس بنسټیز صفت دی او همدا حیوانیت، انسانیت سترګې غړولو ته نه پرېږدي. دې ته قرآن کریم “إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ” وايي او مغلوبولو ته یې ”  وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى ” حکم رالېږلی دی. څومره چې انسان د نفس له غلبې خلاص وي؛ نو هومره به یې انسانیت لوړ او ذهن روښانه وي. کومې پوهې چې څښتن د انسان لپاره ټاکلي؛ نو هغه په حیواني غلبه کې انساني ذهن ته نشي راتللای؛ ځکه چې پر ذهن د حیوانیت د غلبې ګرد پروت وي او چې دا حیواني ګرد لرې نشي؛ نه انسان حقیقي او مثبتې پوهه ترلاسه کولای شي او نه په نړۍ کې د امن وامان رڼا پیدا کېدای شي.

د محبوب الهي، حضرت نظام الدین اولياء په اړه ویل کېږي، چې داسې یو حالت به پرې راتله، چې خادمان به یې له ژونده نهیلي شو. یوه هندو مرتاض و، چې په توجه به یې رنځونه له منځه وړل. خادمانو ورته وویل که خوښه مو وي، له دې هندو مرتاضه به د توجه غوښتنه وکړو. نظام المشایخ دا غوره و نه ګڼله. یوه ورځ یې حالت ډېر خراب شو؛ خادمانو یې کټ دې هندو مرتاض ته یووړ، ده چې ورته توجه وکړه، نو دا حالت یې لرې شو او نظام المشایخ روغ رمټ شو. هندو مرتاض یې وپوښت چې دا ځواک دې له کومې لارې پیدا کړی، ویې ویل، له ځاني غوښتنو سره د مخالفت له لارې. نظام المشایخ ورته وویل، خپل نفس دې وپوښته چې د اسلام منل څه باک لري. مرتاض یو ساعت په فکر کې ډوب و بیا یې وویل، نفس مې اسلام منلو ته غاړه نه ږدي. نظام المشایخ ورته وویل ستا مجاهده به هله تکمیل شي، چې د نفس ددې غوښتنې مخالفت هم وکړې. دې مرتاض سملاسي اسلام ومنه او د نظام المشایخ په مریدانو کې شامل شو.

دویم نفساني حقیقت چې امیرالمومنین بیان کړی، هغه بېځایه اوږدې هیلې دي. د اماره نفس ددې ډول اوږدو هیلو لومه دا ده، چې انسان او په تېره ذهن یې د دنیا په لاس ته راوړنه کې داسې بوختوي، چې له خپل راتلونکي یې غافلوي. د انسان لیوالتیا او غوره والی زیاتره حق پلو ته وي او که نفس یې بوخت نکړي، ښايي د انسانیت په مرسته اماره نفس زندۍ کړي او په دې توګه حیوانیت خپله ازادي له لاسه ورکړي. د کیمیا مینه وال به مو لیدلي وي چې په خپل خیال کې د سرو زرو زېرمې جوړوي او بیا د خپلې ودانۍ او بډایۍ خوبونه ویني، ان تر دې چې اخري وخت یې راورسي او ناکامه او نامراده ګور ته ولاړ شي. داسې نور رنګین خوبونه هم د انسان ګرانبیه وخت ضایع کوي او انسان ټول عمر د حیوانیت په لمسون د انسانیت له رڼا ځنې ړوند پاتې شي. که څوک د امیر المومنین په دې لارښوونو عمل وکړي؛ نو بېشکه نه یوازې دا چې یو کارنده – فعال او بریالی انسان به ترې جوړ شي؛ بلکې دده له کبله به نور انسانان هم د انسانیت معراج ترلاسه کړي. ( سپېڅلې ویناوې ، امیر حمزه خان شینواری )

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست