تبلیغات

ژوند دود

پوهه، تدبر، اندنه – تفکر باخبره وسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده. باخبره وسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه  دى . باخبره وسئ!په هغه عبادت کې چې اندنه ‏نه وي؛ نو بې اغېزى دى . […]

ګوره هسې کردګار دې رب زما

امام جعفر صادق (رح)  د خپل وخت ډېر صبرناکه مدرس او ښووند و، هر ورځ به يې ښوونه کوله او په پاى کې به يې د خپلو علمي مخالفينو پوښتني ځوابولي. د جعفر صادق يو علمى مخالف ابوشاکر نومېده، يو ورځ يې جعفر صادق ته وويل: اجازه ده چې څه ووايم؟ جعفر صادق وويل: هر […]

قرآن او د انسان پیدایښت (پرله پسې ۲)

د تکامل فرضيه او د خداى پېژندنې مساله   سره له دې،چې ډېرى هڅه کوي،چې ددې فرضيې او خداى پېژندنې ترمنځ پر يو ډول تضاد قايل شي او ښايي له يوه پلوه حق وي ؛ځکه د ((ډاروينېزم)) د ګروهې او د کلسيا د متوليانو ترمنځ سختې جګړې رادبره شوې او هغه مهال د سياسي او […]

ځوانان دې بوډاتوب ته نه په تمه کېږي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ځوانان دې بوډاتوب ته نه په تمه کېږي تر څو غواړئ د غفلت په خوب کې ووسئ او په فساد او تباهۍ کې ډوب وسئ ؟ له خدايه وډارېږئ؛د چارو له عاقبته ځان وساتئ،د غفلت له خوبه راپاڅئ .تاسې تر اوسه لا راويښ شوي نه ياست؛تر اوسه مو لا ړومبى ګام […]

الهي رزاقیت

  کېداى شي د ځينو ماغزو ته دا شبهه راشي،چې موږ موحدان يو، خداى خالق او رازق ګڼو او داچې زموږ اسماني کتاب په ډاګه وايي : رزاق او متکفل خداى دى،هغه روزي پنځوونکى او روزي ورکوونکى دى او داسې ساه کښ به نه وي،چې خداى يې رزق او روزي پر غاړه اخستي نه وي. […]

سختۍ او کړاوونه د خدای پېرزوینې

د قرآن پاک په آیتونو او همداراز په روایتونو کې دا مضمون ډېر تر سترګو کېږي،چې خدای پلانی پېغمبر یا پلانی نېک بنده پرسختیو او بلاګانو اخته کړ . یا دا مضمون،چې خدای سختۍ او بلاګانې هغو ته ځانګړې کوي،چې د هغه تر لورنې لاندې وي،یا دا مضمون،چۍ سختۍ او کړاوونه الهي ډالۍ ده. د ساري […]

دنيا د دين له نظره

دلته مو له دين څخه مراد اسلام دى او په دې ويينه کې مو ډېرى پام هغه سول – منطق ته دى،چې قرآن يې لري . پکار ده،چې دا سول روښانه شي؛ځکه په ټولنه کې دود ده،چې که څوک غواړي چاته نصيحت وکړي؛نو نصيحت يې د دينا رټنه او دنيا ته د شا کولو سپارښتنه […]

د ايمان ګټې او اغېزې

د ايمان په هکله غالباً دوه اړخه د پام وړ دي : يو داچې ديني ايمان او ګروهه له کومه کېږي او څه لامل دى،چې انسان دين او ايمان ته راکښل شي؟ دا لامل دنننى دى که بهرنى؟؛يعنې د بشر له ذاتي فطرته سرچينه اخلي که بهرني لاملونه يې دې لوري ته راکاږي؟په بله وينا […]

علم د اسلام له نظره

په دې ويينه ده،چې آيا دين او علم يو له بل سره اړخ لګوي که نه؟ دين د علم په هکله او علم د دين په هکله څه نظر لري او په دې هکله له پخوا راهيسې خورا ارزښتمن کتابونه ليکل شوي دي. دوو ډلو کوښښ کړى،چې دين او علم د يو بل مخالف و […]

ديني پوښتنې

ځينې ديني پوښتنې فرض دي او ځواب ورکول يې هم فرض دي؛خو ځينې پوښتنې حرامې دي سره له دې،چې ديني عنوان لري او ورته ځواب ورکول او وخت پرې ضايع کول هم حرام دي.قرآن کريم په ډاګه وايي: په څه،چې نه پوهېږئ؛نو پوهان وپوښتئ. ((فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ(نحل/٤٣)= که نه پوهېږئ؛نو پوهان […]