تبلیغات
دسته :شرحې

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۱۱)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت یوولسمه برخه (۱۲) مرګ يادونه : زويه! پوه شه آخرت ته پنځول شوى يې،نه دنيا ته، له دنيا تلونکى او پکې پاتېدونکى نه يې، مرګ ته پنځول شوى يې نه په دنيا کې تلپاتې ژوند ته او شونې ده،چې هره شېبه له دنيا ولاړ شې او […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۱۰)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت لسمه برخه (۱۱) د دعا قبلېدو شرايط : او د خداى د رحمت له زېرمو داسې څیزونه غواړه،چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛لکه ډېر عمر، د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي. بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې، په […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۹)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت نهمه برخه د الهي لورنو نښې  : پوه شه! هغه خداى اجازه درکړې او منل يې پر خپله غاړه اخستي، چې د اسمان او ځمکې زېرمې ورسره دي؛ امر يې کړى، چې و يې غواړې، چې در يې کړي. بښنه ترې وغواړې،چې و دې بښي او […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پر له پسې ۸)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت اتمه برخه د توښې لاس ته راوړو ته هڅه: پوه شه! سخته او ډېره اوږده لار دې پر مخ ده او په دې لار کې به هله بريا مومې، چې لازم زيار وکاږې، ډېره هڅه وکړې او پوره په تول تللې زېرمه او توښه ورته ولرې […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پر له پسې ۷)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت اوومه برخه (پرله پسې) د ټولنيزو اړیکو کچې: زويه! ځان دې د ځان او نورو ترمنځ تله کړه؛ څه چې خپل ځان ته خوښوې،نورو ته یې هم خوښ کړه او څه چې ځان ته نه خوښوې،نورو ته یې هم مه خوښوه. پر چا تېرى مه کوه؛لکه […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۶)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت شپږمه برخه آخرتپالي: زويه! د دنيا او له ډول ډول اوښتنو او له پوپنا کېدو او لاس په لاس کېدو مې یې خبر کړې او له آخرت او څه چې هلته انسانانو ته چمتو دي،مې هم خبر کړې او د دواړو بېلګې مې راوړې،چې ورم ومنې […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۵)

  امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت پېنځمه برخه معنوياتو ته پام کول اړين دي : زويه! په وصيت کې سمه آندنه وکړه او پوه شه، چې د مرګ واکوال هغه دى، چې ژوند يې په لاس کې دى او د مخلوقاتو پنځګر دى؛هغه يې مړه کوي او هماغه يې پوپنا کوي […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۴)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت څلورمه برخه د اولاد روزنې دود : د روزنې په پيل کې مې هوډ وکړ، چې د متعال څښتن کتاب د آيتونو له شنلو- تفسير سره درزده کړم او د اسلام شريعت او د حلالو او حرامو احکام يې دروښيم او پر نورو څيزونو لګيا نشم؛خو […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پر له پسې ۳)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت درېیمه برخه   په اولاد روزنه کې بيړه: زويه! چې ومې ليدل بوډا شوى يم او مخ پر کمزورۍ يم؛ نو د وصيت په کښلو کې مې درته بېړه وکړه او اخلاقي ارزښتونه مې درته پکې په نښه کړل او همداراز ځکه مې په کښلو کې […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۲)

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت پرله پسې دویمه برخه د ځان جوړونې پړاوونه : زويه! په رښتيا سپارښتنه درته کوم، چې له خدايه وډار شه او تل یې د احکامو لاروي کوه او خپل زړه دې د هغه پر ياد ژوندى ساته او پر رسۍ يې منګولې ولګوه، چې له الله […]