تبلیغات

قرآن پوهنه (پرله پسې ۴)

تاويل د اسلام له صدره په تېره بيا تر څلورمې پېړۍ وروسته په مهم بحث،چې مطرح و،چې په مفسرانو او څېړونکيو کې د تاويل علم دى،چې په دې باب بېلابېل نظريات مطرح شوي دي . تاويل؛يعنې څه ؟ د تاويل په باب ډول ډول نظريات دي،چې موږ يې لاندې نظر راوړى دى : د الفاظو […]

قرآن پوهنه (پرله پسې ۲)

نزول،تنزيل اونجوم څه ته وايي؟ د نزول تعريف : هغه كلام،چې د څښتن تعالى له اړخه د پېغمبر اکرم(ص) پر زړه نازلېده. د تنزيل تعريف: د څښتن تعالى هغه كلام،چي حضرت جبرائيل به راووړ . نجوم : هغه آيتونه او كلام،چې په پټه او غيبو كې د پېغمبر اکرم “ص” زړه ته رالېږل كېدل . […]

قرآن پوهنه

قرآن کریم په احادیثو کې رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم فرمايي : (( پر نورو خبرو د قرآن غوراوى داسې دى؛لکه چې خداى پر خپلو مخلوقاتو غوره دى .( مستدرک الوسايل ٤\٢٣٧) د قرآن د ښوونکي او زده کوونکي لپاره ټول موجودات ان کب په سمندر کې بښنه غواړي . ( مستدرک […]

قرآن کريم د قرآن کريم له نظره

قرآن شريف قرآن رامعرفي كړى دى * ((ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ  (بقره/٢)= دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي . )) * ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا (کهف/١)= ځانګړې ستاېنه د هغه خداى ده،چې دا(اسماني)كتاب يې پر خپل (غوره) […]

قرآني پوښتنې او ځوابونه

  د خلکو د بې دینه کولو لپاره د دښمن هیلې او طریقې کومې دي؟  ځواب : د مومنانو له بېلارۍ سره ټینګه څوبتیا – ليوالتیا لري: «ودّت طائفة من أهل الكتاب لو یضلّونكم» [ آل عمران، 69] حق له باطل سره اغږي: «یا أهل الكتاب لم تلبسون الحق بالباطل» [ آل عمران، 71] په […]

د مسد سورت شان نزول

د مسد سورت شان نزول: له حضرت ابن عباس( رض) نه روايت شوى، چې د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[1])) آيت رانازل شو او پېغمبراکرم (ص) مامور شو، چې خپل نژدې خپلوان انذار او اسلام ته يې راوبلي؛ نو د صفا پر غره ودرېد او مكيان يې راوبلل. ګڼ شمېر خلك ورغلل. ويې ويل: (( راته ووياست […]

د قرآن ځانګړنې

قرآن،تورات او انجيل قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې. قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې […]

خداى په قرآن کې

خداى په قرآن کې له پورتنيو موضوعاتو يوازې ((خداى او له نړۍ او انسان سره يې اړيکه)) روښانه کوو. که موږ يوازې ددې مسئلې د نوموتولو څرنګوالى په پام کې ونيسو او له بشري فکرونو سره يې پرتله کړو؛نو د قرآن فوق العادګي او معجزه توب به راروښانه شي. قرآن،خداى توصيف کړى او پخپل توصيف […]

قرآني موضوعات

قرآني موضوعات په قرآن کې خورا موضوعات نوموتي دي؛خو په لنډه ورته ځغلنده کتنه لرو: ١- خداى،ذات،صفات او ايکي يو والى يې او هغه څه چې بايد خداى ترې پاک وګڼو او هغه څه چې خداى پرې ستايل کېږي (سلبيه او ثبوتيه صفات). ٢-معاد،قيامت او د مړيو راژوندي کېدل،د مړينې او قيامت ترمنځ پړاوونه (برزخ). […]

د قرآن مانا

د قرآن مانا د مانا له پلوه د قرآن اعجاز پراخې ويينې او يا لږ تر لږه د يو ستر کتاب ليکنې ته اړتيا لري؛خو په لنډو ورته اشاره کوو. په سريزه کې بايد پوه شو،چې قرآن څرنګه کتاب دى؟ آيا فلسفي ، علمي،ادبي،تاريخي او که يوازې هنري اثر دى؟ ځواب دادى،چې قرآن يو له […]