تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : نبوي سیرت پښتو

د پېغمبر اکرم (ص) وګړيز سيرت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) وګړيز سيرت  الهي نعمتونه به يې ډېر او ستر ګڼل که څه لږ او واړه به وو او هېڅکه به يې نه رټل . د دنيوي او مادي او توکيزو چارو په پار به […]

د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) ژړا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اكرم (ص) ژړا   رسول الله (ص)  يوه شپه له خپلې يوې مېرنې ام سلمه بي بي )رض) كره و. نيمه شپه له خوبه راپاڅېد او په يو كونج كې په دعا، ژړا او زاريو لګيا شو. ام سلمه (رض) وليدل، چې رسول الله (ص) په خپل ځاى كې […]

د پېغمبر اکرم (ص) ماشومتوب

د پېغمبر اکرم (ص) ماشومتوب تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نه و. 1 _ تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور […]

د رسول الله (ص) د ځوانۍ پېر

  د رسول الله (ص) د ځوانۍ پېر د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او شخصيت د نورو […]

حبشې ته هجرت

 حبشې ته هجرت حبشې ته د ځينو مسلمانانو هجرت،د زړوو له كومې يې پر ايمان  ګواهي وركوي. ځينو د قريشو له كړاوونو او شره د ژغورنې او په ارام چاپېريال كې د خداى لمانځنې هوډ وکړ، چې له مكې ووځي او له سوداګرۍ،كاروبار،خپلوانو او زامنو لاس واخلي؛خو حيران وو،چې چېرې ولاړ شي؛ځكه پر ټول “جزيرة […]

د عقبه تړون

د عقبه تړون پېغمبر اکرم د حج په موسم كې د “خزرج” د ټبر له شپږو تنو سره وكتل او ورته يې وويل:(( ايا تاسې د يهودو هم ژمني ياست؟ ))  و يې  ويل: ((هو!)) پېغمبر اکرم:(( راځئ كېنئ چې خبرې وكړو.))  پېغمبر اکرم ورته د قرآن شريف څو آيتونه ولوستل، چې اغېز يې پرې […]

په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى

په مدينه كې د نجران د استازيو پلاوى “نجران” “حجاز” او “يمن”  پر پوله پرته سيمه ده،چې اويا كلي پکې وو.د اسلام د لمر څرک له پېله،دا يوازېنۍ سيمه وه،چې د بوتانو عبادت يې نه كاوه او د “مسيحيت” پر دين وه. “ياقوت حموي” په ((معجم البلدان)) (5/ 267 – 266) كې د هغوى د […]

د پېغمبر اکرم (ص) ټولنيزه وګړه

بېلګې ته اړتيا د روزنې يوه غوره لار د برياليو بېلګو پېژندنه ده . بېلګو ته نظر،کلياتو او تئوري ګانوته  ژوند ورکوي . ښه بېلګه انسان په بدې بېلګې پسې له تګه ژغوري . ښه  بېلګه عملي بلنه او تبليغ دى . د امامانو د تلين د ورځې نمانځنه د همدې لپاره ده،چې په تاريخ […]

د سیرې مانا او ډولونه یې

د سیرې مانا او ډولونه یې ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيراً(احزاب/۲۱)–په يقين چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د اخرت ورځې ته هېله من وي او خداى ډېر يادوي .)) د […]