تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : نبوي سیرت

د نبوي سیرت لنډه څېړنه

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نبوي سیرت لنډه څېړنه   د پېغمبر اکرم (ص) د سيرت د لنډې څېړنې ته دوه مهمې مسالې څېړو: ۱- انساني غريزې او دين ته د بشر د اړتيا جرړې. ۲- د بعثت پر عصر او د اسلام له را ښکاره کېدو مخکې عربي نړۍ. انساني ځواکونه او غريزې يې […]

د الله استازي ته سترګې په لار

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله استازي ته سترګې په لار د قريشو سوداګر په کال کې يو ځل شام او يو ځل يمن ته تلل. ابوطالب د قريشو مشر او شيخ کله نا کله هم په دې سوداګريزو سفرونو کې ګډون کاوه. پيغمبراکرم (ص)، چې د خپل نيکه عبدالمطلب تر مړينې وروسته د خپل […]

الهي پرښتې

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن کریم کې پرښتو ته يوه کتنه   د هستۍ د سنبالنې‏ په چارو کې پرښتې د الهي فرمانونو د اجرا کولو دنده لري . په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې،چې دهماغې دندې نوم پرې ايښوول شوى دى : *النَّازِعَاتِ (نازعات/۱) . *الصَّافَّاتِ(صافات/۱) . […]

حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت محمد(ص) د خديجې په سوداګريز کاروان کې شام ته ځي د حضرت محمد(ص) اقتصادي وضع ښه نه وه او د خپل تره “ابوطالب” مالي مرستو ته اړ و، چې واده وكړي؛خو د خديجې بي بي د وكيل په توګه يې شام ته سوداګريز سفر اقتصادي وضع ښه كړه.محمد(صلی الله عليه […]

د پېغمبر اکرم (ص) وګړيز سيرت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د پېغمبر اکرم (صلی الله علیه و آله وسلم) وګړيز سيرت  الهي نعمتونه به يې ډېر او ستر ګڼل که څه لږ او واړه به وو او هېڅکه به يې نه رټل . د دنيوي او مادي او توکيزو چارو په پار به […]

د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) ژړا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر اكرم (ص) ژړا   رسول الله (ص)  يوه شپه له خپلې يوې مېرنې ام سلمه بي بي )رض) كره و. نيمه شپه له خوبه راپاڅېد او په يو كونج كې په دعا، ژړا او زاريو لګيا شو. ام سلمه (رض) وليدل، چې رسول الله (ص) په خپل ځاى كې […]

د پېغمبر (ص) موسكا

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبر (ص) موسكا يوه ورځ پيغمبر اكرم (ص) اسمان ته كتل او موسكى شو. چا وپوښت: يا رسول الله ولې موسكى شوې؟ ورته يې وويل: هو! اسمان ته مې كتل، ومې ليدل، چې ځمكې ته دوه پرښتې راغلې، چې د هغه مؤمن بنده د شوا روز لمانځنې بدله وكښي، چې […]

د بدر غزا

د بدر غزا د اسلام له سترو او څرګندو جګړو يوه هم د “بدر” جګړه ده او چا چې په دې جګړه كې ګډون كړى و؛نو وروسته يې په مسلمانانو كې ځانګړى امتياز درلود او په هره غونډه او خبره كې به، چې د بدر مجاهدين وو؛نو هغې خبرې يا غونډې به خورا اهميت درلود. […]

د پينځم هجري كال پېښې

د پينځم هجري كال پېښې  د فساد وروستۍ ځاله پر هماغه لومړي كال،چې پېغمبر اکرم مدينې ته راغى؛نو د کورنيو اختلافاتو او تربګنيو هواري ته يې مدينې او چاپيريال ته يو منشور او تړون چمتو كړ. اوسيانو، خزرجيانو او يهودانو ژمنه وكړه،چې د مدينې دفاع به كوي. بل خوا پېغمبر اکرم د مدينې له يهودو […]

ديني – سياسي سفر

ديني – سياسي سفر د هجرت شپږم کال له خوږو او ترخو پېښو سره د تېرېدونکى و،چې پېغمبر اکرم په خوب کې مسلمانان په “مسجدالحرام” كې پر عبادت بوخت وليدل او دا خوب يې يارانو ته ووايه. (282) ډېر وخت لا نه و تېر شوى، چې پېغمبر اکرم مسلمانانو ته حكم وكړ، چې عمرې ته […]