تبلیغات
لیست خبرهای برچسب : قرآن

د انرژيو قيامت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د انرژيو قيامت الَّذِي جَعَلَ لَكُمْ مِنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنْتُمْ مِنْهُ تُوقِدُونَ ﴿یس/۸۰﴾ = هغه چې له شنې ونې یې اور درپيدا كړى او د (اړتيا) پر مهال ترې اور بلوئ.))  په مفسرانو كې مشهوره ده، چې دا آيت د ((مرخ)) او ((عفار)) ونو ته اشاره لري، چې یو […]

د سورة ق د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  د سورة ق د منتخبو آیتونو شرح د ق سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د ويينو چورليز – بحث محور معاد دى او تقريباً ټول آيتونه پر همدې چورليز چورلي او نور مسايل پکې په ترڅ کې راغلي دي.په معاد پورې په اړوند مسايلو کې […]

قرآن حکیم

  قرآن زموږ اسماني کتاب او زموږ د پېغمبر تلپاتې معجزه ده.دا کتاب د درويشت کالو په ترڅ کې په تدريج د خداى رسول ته راغلى دى. قرآن کريم،چې هم د پېغمبر اکرم کتاب او هم يې د اعجاز ښکاروندوى دى، د حضرت موسى (ع) تر همسا او د حضرت عيسى (ع) تر ساه اچولو […]

قرآن او د انسان پيدايښت

په دې ويينه کې د قرآني آيتونه په رڼا کې د انسان پنځونه اوڅار شوې، چې د طبي څانګو زده کړيالان د امبريالوژي (( جنين پوهنې)) په برخه کې ترې ګټنه وکړاى شي . دلته مو د تفسير نمونه له ((11))، ((۱۴)) او ((۱۷)) ټوکونو مطالب راغونډ او ژباړلي دي او تمه ده د نوي […]

د قرآن ځانګړنې

قرآن،تورات او انجيل قرآن تورات او انجيل تاييد کړل؛خو و يې ويل،چې په دې کتابو کې اړونه شوې او د بشر خاين لاس پکې وهل شوى دى . قرآن په الهياتو او د پېغمبرانو په کيسو کې ددې دوو کتابو غلطۍ سمې کړې. قرآن خداى له غېږ نيوو او پېغمبران له ناروا تورونو پاک وګڼل،چې […]

سورة الاخلاص – پښتو ژباړه

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ﴿۱﴾ ووايه : (( هغه (ایکي یو) “الله” دى، (۱)   اللَّهُ الصَّمَدُ ﴿۲﴾ “الله” پر ځان پوره او مړه خوا (صمد) دى (۲)   لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿۳﴾ نه يې زېږولى او نه زېږېدلى دى . […]

سورة التحریم

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۱﴾ پېغمبره! ولې د خپلو [ځینو] مېرمنو د خوشحالۍ لپاره هغه څه (پرځان) حراموې، چې الله درته حلال کړي دي؟! او الله ډېر بښونكى (او) لورين دى.  . […]

پر ((زمانې)) پوهېدنه ديني اړتيا ده

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پر((زمانې )) پوهېدنه ديني اړتيا ده  په قرآن مجيد کې د يو سورت نوم ((عصر)) دى، چې ددې سورت پر منځپانګې تر پوهېدو روسته ، ټولو هېواد والو ته جوتېږي، چې څنګه موږ د ملي، سيمه ييزو او نړيولو شرايطو له سمې ګټنې، په هېواد کې ټیکاو راولو او نظام ټينګ […]