تبلیغات

د روزنې لاملونه   تفکر_د اولياوو مينه_واده_جهاد تفکر تفکر په اسلامي ښوونو کې روزنير اړخ لري.په ډېرو ځايو کې راغلي،چې تفکر عبادت دى:تفکر ساعة خير من عبادة سنة،تفکر ساعة خير من عبادة ستين سنة،تفکر ساعة خير من عبادة سبعين سنة. جملې لږ اختلاف سره لري،چې البته دا اختلاف نه دى،د تفکرونو توپير دى.   درې […]

د روزنې لاملونه

 

تفکر_د اولياوو مينه_واده_جهاد

تفکر

تفکر په اسلامي ښوونو کې روزنير اړخ لري.په ډېرو ځايو کې راغلي،چې تفکر عبادت دى:تفکر ساعة خير من عبادة سنة،تفکر ساعة خير من عبادة ستين سنة،تفکر ساعة خير من عبادة سبعين سنة.

جملې لږ اختلاف سره لري،چې البته دا اختلاف نه دى،د تفکرونو توپير دى.

 

درې ډوله عبادت

په خپله تفکر عبادت دى؛نو موږ به درې ډوله عبادت ولرو: بدني عبادت؛لکه لمونځ کول او روژه نيول. مالي عبادت؛لکه زکات او خمس ورکول او په ټوليزه توګه ټول انفاقات. فکري عبادت (يوازې روحي عبادت)،چې نوم يې تفکر دى او تفکر تر ټولو عبادتونو افضل او غوره دى.دا چې وايي:تفکر ساعة خير من عبادة سنة،تفکر ساعة خير من عبادة ستين سنة،تفکر ساعة خير من عبادة سبعين سنة))؛نو څرګندېږي،چې د تفکر ارزښت تر نورو عبادتونو ډېر دى. يو ساعت تفکر تر بدني بې فکره عبادته د شپېتو کالو هومره ثواب لري او بيا غلط نه شو،چې مراد يې د عبادتونو ځايناستي کول دي،چې هغه عبادت پرېږدئ او په دې پورې ونښلئ. مراد ترې د چارې د ضرورت بيان دى.

هر يو په خپل ځاى کې په کار دى .په څه کې تفکر؟البته موږ تفکر نه محدودوو.

په اسلامي ښوونو کې د تفکرونو پر ځانګړونو رڼا اچول شوې ده.

 

په پيدايښت کې تفکر

د خداى د پېژندو او معرفت په موخه،په پيدايښت کې تفکر د تفکر يو ډول دى.

قرآن حکيم (آل عمران/١٩٠_١٩١)وايي:

((الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ . رَبَّنَا إِنَّكَ مَن تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ = په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په  پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي.هغوى چې خداى په ناسته، ولاړه او ملاسته يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او (او بې موخې) نه دي پيدا كړي،ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته .))

اړنګ نشته،چې که انسان په پيدايښت کې ځيرنه او تفکر وکړي او موخه يې،خداى پوهنه او پر حقيقت ځان پوهول وي؛نو هم علم دى،هم عبادت او علمي تفکر،چې ستر عبادت دى.

 

په تاريخ کې تفکر

په قرآن کريم کې په تاريخ کې په تفکر سپارښتنه شوې،چې د تېرو خلکو په برخليک کې تفکر وکړئ.

قرآن شريف کيسو،حکايتونو او تاريخ ته لنډه اشاره کوي؛خو هغه برخو ته يې ډېر پام وي،چې انسانانو ته پکې عبرت وي او وايي،چې موږ د سات تېرۍ لپاره کيسې نه کوو؛بلکې : ((وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ذَّلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُواْ بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ = او كه موږ غوښتي واى؛ نو په دې آيتونو(او پوهې) مو د هغه (مقام) لوړاوه (؛خو جبر زموږ د سنتو پر خلاف دى؛نوځكه مو پرخپل حال پرېښود)؛خو هغه ځمكې [=دنيا] ته سر ټيټ كړ او په خپل نفس پسې ولاړ،د هغه حالت د سپي غوندې دى،چې كه ته پرې حمله وكړې،هم ژبه راځوړندوي او كه پرې يې ږدې،هم ژبه راځوړندوي (؛يعنې دومره د دنيا وږى دى،چې بېخي نه مړېږي ) دا د هغې ډلې مثال دى،چې زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي؛نو دا قيصې ورته وايه،ښايي چې غور وكړي ( او راويښ شي ) .))

((فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ=؛ نو دا قصې ورته وايه، ښايي چې غور وكړي ( او راويښ شي ).))

چې دا هم د اسلام له نظره يو ډول عبادت دى.

 

د ځان په هکله د انسان تفکر

يو بل تفکر،چې عبادت دى_،چې له دې بحثه مو مراد ډېرى همدا برخه ده_ د ځان په هکله د انسان تفکر دى،چې دوه ډوله دى: يو وخت په خپله انسان يوه علمي موضوع او د تفکر موضوع وي او يو وخت انسان د خپلو کارونو په اړه تفکر کوي،چې څنګه هوډ ونيسي او څه وکړي او زموږ همدا دويمنى مراد دى.

 

آيا پر انسان د ټولنې جبر واکمن دى؟

يو وخت انسان د يو داسې خس او خشاک په څېر شي،چې په نېز کې غورځېدلى وي او هرې خوا ته،چې نېز ځي؛له ځان سره يې وړي. اړنګ نشته،چې ټولنه د نېز په شان ده او وګړي له ځان سره هاخوا او دېخوا وړي؛خو داسې هم نه ده،چې مطلق جبر به وي. چاپيريال،ټولنه او ټولنيزه وضع د مطلق جبر په بڼه پر انسان واکمنه نه ده؛يعنې داسې هم نه ده،چې انسان په دې نېز کې يو هوډ هم نشي نيواى،و نشي کړاى،چې خپل ځاى بدل کړي او ان خپل لورى د خلاف پر لوري وټاکي؛بلکې په دې روانو اوبو کې په خپله روان دى،د اوبو پر خلاف لورى وټاکي او کېداى شي،ددې نېز پر برخليک هم اغېزمن شي او بل لوري ته يې روانې کړي.

پوهېږو،چې د اسلامي ښوونو بنسټ همدا څرګندونه ده؛ګنې نو مسئووليت،دندې،پر نېکيو امر او له بديو منع”، جهاد او… به له بېخه مانا نه درلوده؛بلکې سزا او ثواب به مانا نه درلوده.که انسان مطلق مجبور وي او هر وګړى د ټولنې پر وړاندې مطلق مجبور وي او مطلق لاس تړلى وي؛نو له بېخه نېکۍ او بدۍ او قهرا سزا او ثواب_په دنيا او اخرت دواړو کې_ به انسانانو ته مانا نه درلوده او اسلامي ښوونې د فکر پر خلاف دي.

 

تفکر؛د ځان او ټولنې پر برخليک د برلاسۍ بنسټيز شرط

ددې لپاره،چې انسان پر ځان او د ټولنې پر برخليک برلاسى شي؛نو بنسټيز شرط يې تفکر دى او دا تفکر،چې ويينه پرې ده،”محاسبة النفس” ته ورته دى؛يعنې انسان بايد په شواروز کې يو ساعت خپل ځان ته ځانګړى کړي او له ځان سره پکې حساب کتاب وکړي.د مثال په توګه:کتاب يې لوستى؛نو له ځان سره دې فکر وکړي،چې له دې کتابه مې څه زده کړي او څه اغېز يې راباندې کړى دى؟ښه اغېز يې کړى که بد؟ او د بل کتاب په انتخاب کې نوره ځيرنه هم وکړي.

حضرت علي (ک) وايي:

عمر لنډ او علمونه ډېر دي؛نو د هر علم ښېګڼې زده کړئ او نور يې پرېږدئ. (بحار١/٢١٩)

نو پردې بنسټ ان انسان بايدد کتاب په لوستو کې هم ټاکنه ولري.د ملګرو په هکله دې له ځان سره حساب وکړي،چې ملګرتيا يې راته څه ګټه لري؟د خپلو کارونو په هکله دې له ځان سره حساب وکړي،چې څومره خپلو ملګرو ته اغېزمن و.

انسان،چې د هر کار هوډ نيسي؛نو لومړى بايد فکر وکړي او بيا هوډ ونيسي؛يعنې فکر وکړي،چې ددې کار پايلې او اغېزې به څه وي؟څه غبرګونونه به لري؟ما به چېرته راکاږي او د پېغمبراکرم په تعبير، عاقبت او پاى به يې څه وي؟

 

د کار پاى ته پام

يو سړى رسول اکرم ته راغى،ورته يې وويل:نصيحت راته وکړه. ليکلي يې دي،چې پېغمبراکرم دا غونډله-جمله درې ځل تکرار کړه، و يې ويل:که نصيحت درته وکړم؛نو منې يې؟ و يې ويل: هو! رسول اکرم وويل :اذا هممت بامر فتدبر عاقبة . (بحار٧١/٣٣٩)

چې کوم چار دې کاوه ؛نو لومړى يې د پاى په هکله تدبر وکړه.

((تدبر)) د ((دَبَر)) له ټکي دى،چې هماغه د عاقبت بينۍ مفهوم لري. “تدبر” او “ادبار” له يوې مادې دي. “اقبال” او “ادبار”،چې وايو؛نو اقبال؛يعنې مخه کول (رو آوردن) او ادبار؛يعنې شا کول (پشت کردن) د تدبر مانا داده،چې انسان د کار نهايت،پاى،عاقبت او شاته يې وګوري،يوازې د کار څېرې ته و نه ګوري. هر کار يوه څېره لري او يوه شا. انسان ته ډېرى د کار څېره ښکاري او د کار شا ورته نه ښکاري؛خو دا چې هغه کار تېر شي او بيا ورته له شا ګوري او داسې کارونه شته،چې څېره يې يو رنګ او شا يې بل رنګ ده.

حضرت علي (ک) (نهج البلاغه/٩٢ خطبه) وايي: فتنه،چې رامنځ ته شي؛نو په فضا کې د بوړبوړکيو په شان وي،يا د تپې تيارې په شان وي،چې په تياره کې انسان څه نه ګوري:دروغ راپيدا کېږي،اوازې خپرېږي،احساسات ډېرېږي او انسان پکې حيران شي،چې څنګه قضاوت وکړي؛خو همدا چې فتنه له منځه ولاړه؛لکه تياره،چې له منځه تللې وي او بوړبوړکۍ کېني؛نو هغه مهال،چې انسان سترګې پرانېزي؛نو بل څه ويني او له هغه څه سره توپير لري،چې په تياره کې يې ليدل.

 

د تفکر روږد

تفکر بايد انسان ته عادت شي؛يعنې انسان عادت ولري،چې د هر کار تر مخه،د هغه کار په هکله ښه فکر وکړي او دا د اخلاقو له نظره د “محاسبة النفس” په شان دى او پر تفکر سربېره انسان بايد په يو شواروز کې يو ساعت د خپلو چارو په هکله فکر وکړي.

د تفکر په هکله هم خورا روايتونه راغلي؛لکه :

کان اکثر عبادة ابى ذر التفکر؛يعنې د حضرت ابوذر (رض) ډېرى عبادت تفکر کول ول. (بحار ٧١/٣٢٣)

 

له نېکانو سره ناسته پاسته

له صالحانو او نېکانو سره ناسته پاسته د روزنې او سمونې يو لامل دى.

په اسلامي ښوونو کې د ((مجالست او د مجالست اغېز)) په نامه يو عنوان دى،چې له نېکانو سره ناسته پاسته ډېرى نېکې اغېزې لري او له بدانو سره ناسته پاسته ناوړه اغېزې لري.په دې هکله پېغمبر اکرم وايي :المرء على دين خليه؛يعنې هر څوک د خپل ملګري په دين دى.

وګ: ( کافى ٢/٣٧٥)

امام علي (نهج البلاغه/٨٥ خطبه) وايي :

مجالسة اهل الهوى منساة للايمان؛يعنې له ځانپالو او له خدايه غافلو انسانانو سره ناسته پاسته،د ايمان هېر دى.

که ((منساة)) ميمي مصدر وي؛ منساة للايمان کېږي،د ايمان هېر؛ خو که د ځاى نوم وي_چې ډېرى په دې هکله دى_؛نو په زړه پورې تعبير ترې جوړېږي: “د ايمان هېرتون” يا د ايمان هېر ځاى.

قرآن حکيم (طه/١٦) وايي:

((فَلاَ يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لاَ يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى = نو هسې نه،څوك چې پر هغه ايمان نه لري او د خپلو هوسونو لاروي وي،تا پرې ( له ايمانه ) منع كړي، چې هلاك به شې!))

تر پېغمبرۍ وروسته حضرت موسى (ع) ته خبردارى ورکوي،چې : بې ايمانه خلک دې د لارې خنډ نشي.دا منع کول د فرعون په څېر په زور له منع کولو سره توپير لري،چې کار ته يې پرې نه ږدي.وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى. موسى! بې ايمانه وګړي دې،له لارې کوږ نه کړي او که ته هم په خپلو هوسونو پسې ولاړ شې؛نو پوپنا به شې.

له دې آيته يې داسې استنباط کړي،چې حضرت موسى (ع) ته يې خبردارى ورکړى،چې د ناوړه وګړيو اغېز ته پام لره؛البته مانا يې دا نه ده،چې له ناوړه وګړيو ډډه وکړه (که داسې وي؛نو بلنه به چا ته ورکوي؟)؛ بلکې له ناوړه وګړيو سره د ناستې پاستې اغېز ته پام کول دي.

 

د حضرت عيسى (ع) خبره

په اسلامي روايتونو کې راغلي،چې يوې ډلې (کېداى شي حواريونو) حضرت عيسى وپوښت: يا روح الله من نجالس؟ له چاسره مجالست وکړو؟و يې ويل: من يذکرکم الله رويته و يزيد فى علمکم منطقة و يرغبکم فى الخير عملة. (کافى١/٣٩)

يعنې له هغه سره مجالست وکړئ،چې په ليدو يې خداى درياد شي. ځينې داسې خلک دي،چې ليدل يې د خداى د هېرېدو لامل دي؛خو ځينې خلک داسې دي،چې انسان د خداى له غفلته راوباسي.له هغوى سره ناسته پاسته وکړئ،چې خبره يې ستاسې علم درزيات کړي؛يعنې ټولې خبرې يې نوي حقايق دي او چې ترې راپاڅېږې،احساس کړې ،چې څه مې ترې زده کړي او له هغه چا سره ناسته پاسته وکړئ، چې کړنې يې تاسې د خېر کار ته وهڅوي.

معاشرت دوه ډوله دى: په يو ډول معاشرت کې انسان د خپل روح ور تړي،ځان پټوي؛نه ځان هغسې مقابل لوري ته ښيي،چې دى او نه يې چمتووالى لري،چې مقابل لورى ومني؛ګورئ،چې کله انسان په لومړي ځل له چا سره مخېږي؛نو دواړه لوري يو ځانګړى حالت پيدا کوي؛يعنې خپل ټول ځان ورته نه ښيي،چې څنګه انسان يم؛خو همدا چې له يو بل سره صميمي شول؛نو خپل ټول زړه يو بل ته راسپړي او صميمي معاشرتونه دي،چې لوړې اغېزې لري.په دې هکله مولانا جلال الدين بلخي وايي:

مى رود از سينه ها در سينه ها     از ره پنهان صلاح و کينه ها

صحبت صالح تو را صالح کند     صحبت طالح تو را طالح کند

 

ارادت

په معاشرت کې ارادت رامنځ ته کول لوړې اغېزې لري.يو ټاکلي انسان ته ارادت پيدا کول،د انسان په بدلون کې ستر لامل دى او که دا رادت پر ځاى و؛نو ډېر ښه دى او که بېځايه و؛نو يو اور دى،چې پر انسان لګېږي.

ارادت د مينې او محبت په ډله کې راځي.که انسان يو وګړى ارماني او کامل وګڼي او اخلاقو او روحياتو ته يې راکښل شي؛نو ډېر يې تر اغېز لاندې راځي او ډېر بدلېږي؛نو ځکه عارفان او صوفيان له مرشد سره مينې او ارادت پيدا کولو ته خورا ارزښـت ورکوي.

په اسلام کې،چې له اولياوو سره د مينې سپارښتنه شوې،په واقع کې د انسان د سمونې او سمې روزنې يو لامل دى.

په اسلام کې د څه لپاره دومره د اولياءالله پر مينه سپارښتنه شوې؟ د مثال په توګه:وايو: له اميرالمؤمنين سره مينه داسې او هغسې ده. آيا دا شرک نه دى؟ که دا خبره پکې مطرح نه وي،چې و مو ويله؛نو شرک دى.

حضرت علي (ک) يو عالي انسان دى؛خو موږ دنده لرو،د خداى عبادت وکړو او ټول پېغمبران وسيله دي،چې انسان خداى ته ورسوي. ډېر ښه.علي (ک) يو عالي انسان دى؛نو موږ ولې ورسره مينه وکړو؟؛ ځکه د اميرالمؤمنين او د هر کامل انسان مينه،انسان ته ستر روزنيز او د سمونې لامل دى. له اولياءالله سره د مينې فلسفه همدا ده.

“مفاتيح”د دعاوو يوه ټولګه ده،چې د يوې دعا په ترڅ کې يې راغلي : (( خدايه ! غواړم،چې محب (مينوال) اوسم او هم محبوب او نور مې هم خوښ کړي؛خو د چا مينوال اوسم؟”محبة لصفوة اوليائک”؛يعنې ستا د غوره اولياوو مينوال اوسم))

د غوره اولياوو مينه لکه مقناطيس دى،چې انسان ځان ته راکاږي،چې دا چار بې له تفکره او محاسبة النفس څخه دى،چې دا دواړه فکري چارې دي او البته لازمې هم دي؛خو د اولياوو مينه خورا اغېزمنه ده. ددې دواړو طريقو (تفکر او محاسبة النفس او د اولياوو مينه) توپير درته په يو مثال کې وړاندې کوم : د اوسپنې ذرې له خاورې سره ګډې شوې وي؛نو په لاس يې له خاورو بېلولاى شو؛خو که يو قوي مقناطيس پرې وګرځوو؛نو ټولې به ژر راټولي کړي.

که انسان پر خپل تفکر،تذکر،محاسبة النفس،مراقبې او… خپل ناوړه خويونه د فکر او حساب په ګوتو وڅنډي او ځان سم کړي؛نو دا هم يو عملي چار دى؛لکه انسان چې له خاورو په خپلو ګوتو د اوسپنې ذرې راټولوي؛خو که انسان دا توفيق پيدا کړ،چې پوره مرشد ومومي او پرې مين شي؛نو ګوري،چې کوم چار يې،چې په څو کلنو کې تر سره کاوه،دا يې په يوه ورځ کې کوي.

محبة لصفوة اوليائک؛ستا د غوره اولياوو مينوال اوسم.محبوبة فى ارضک وسمائک؛پخپله هم پر ځمکه او اسمان محبوب اوسم،چې د خکلو ښـه ايسم.

 

د ملامتيانو طريقه

دا د تقوا لار نه ده،چې داسې اوسم،چې د خلکو بد ايسم.

د “صوفيانو” يوه ډله په “ملامتيه” يا “ملامتيانو” مشهوره ده.دوى په خپل نظر له خپل نفس سره د جهاد لپاره داسې لار ټاکلې وه،چې داسې کار وکړي،چې خلک ترې کرکه وکړي او بدګومانه پرې شي. د مثال په توګه: شراب يې نه څښل؛خو د شرابخورو پېخې يې کولې او له ځان سره به يې د شرابو بوتل هاخوا او دېخوا ګرځول. شراب يې نه څښل؛خو په کور کې به يې د شرابو بوتل و،چې خلک ووايي شرابخور دى،لمونځ به يې کاوه؛خو خلک يې پر ځان نه پوهول،چې خلک ووايي لمونځ نه کوي.

ځينې کسان داسې وي،چې عبادت او ښې چارې کوي؛خو ځان نه ښيي او په واقع کې کې د رياکارانو پر خلاف ګام ږدي؛يعنې ريا کاران په ريا عبادت او ښې چارې کوي؛خو اصلاً عبادت نه کوي،حال داچې د دواړه چلنه د اسلام له کچو سره سر نه خوري.

 

د انسان پت محترم دى

دا کارونه له اسلام سره اړخ نه لګوي.انسان ولې بايد داسې وي؟! په حديث کې راغلي،چې انسان د خپل هر څيز واک لري؛خو د خپل پت واک نه لري؛څوک حق نه لري،چې د خلکو په مخ کې ځان بې پته کړي او ووايي: خپل پت مې دى،زړه مې،چې څه ورسره کوم،ستاسې پکې کار نشته!

هر مسلمان د اسلام پانګه ده.که “زيد” واقعي مسلمان وي؛نوپرېږده چې ټولنه يې وپېژني،چې واقعي مسلمان دى،چې البته دا کار بايد د خداى لپاره وي؛نه د ريا لپاره؛يعنې د خداى لپاره پر هغه څه عمل وکړي،چې پرې ګروهمن دى،چې ټولنه پوه شي،چې داسې وګړى هم لري او دا مانا نه لري،چې په ټولنه کې مسلمان وګړي وي؛خو ټولنه يې و نه پېژني،چې د مسلمان په نامه ورته ارادت ولري.

د سمونې او روزنې بل لامل جهاد او په ټوليزه توګه سختۍ او کړاوونه دي؛هم هغه سختۍ،چې راتګ يې د انسان له واکه بهر وي_چې اختياري اړخ يې په هغه غبرګون پورې اړه لري،چې انسان يې ددې سختيو پر وړاندې ښيي_او تر دې پورته هغه سختۍ،چې انسان يې په خپله ځان ته ټاکي.

انسان هېښنده موجود دى او غلطه ده،چې و انګېرو،په دنيا کې د انسان د سمونې لپاره يوازې يو لامل شته.انسان بېلابېلې برخې لري،چې هره برخه يې د سمونې خپل لامل لري . د مثال په توګه: له اولياء الله سره مينه هېښنده روزنير لامل دى؛خو آيا دا لامل کړاى شي،د نورو ټولو لاملونو ځايناستى شي؟

 

د واده روزنيره ونډه

سره له دې،چې واده د شهوت لپاره دى؛خو ولې په اسلام کې سپېڅلى چار ګڼل شوى؟ يو علت يې دادى،چې واده لومړى ګام دى،چې انسان له ځانمنۍ څخه نورو سره مينه ته راباسي. تر واده مخکې يوازې “زه” وم او هر څه “زه” ته ول . واده لومړى پړاو دى،چې پکې دا دېوال ماتېږي؛يعنې يو بل موجود هم د “زه” تر څنګ راځي او ورته مانا پيدا کوي (کار کوي،زحمت ګالي،خدمت کوي؛خو د “زه” لپاره؛بلکې د ” خپلې مېرمن” لپاره)

چې ماشوم يې وزېږي؛نو لږ لږ دا “زه” او مېرمن يې هېرېږي او ټول “موږ” شي.

څرګندو تجربو ښوولې،چې هغه کسان په ژوند کې وروسته ډېر سخت پښېمانه شوي،چې د ځان د سمونې لپاره يې واده نه وي کړى او تل خلکو ته وايي: موږ خو داسې وکړل؛خو چې تاسې يې و نه کړئ او داسې کسان سره له دې،چې فيلسوفان،روحانيان،فقيهان او مجتهدان وي؛خو په اويا اتيا کلنۍ کې د ماشوم په څېر چلن لري او يو لړ خامۍ پکې وي. د مثال په توګه :يو ډول سپکي پکې وي،چې په ځوانانو کې وي او دا ښيي،چې يو ډول پخېدل دي،چې يوازې په واده تر سره کېږي او په کتابونو، ښوونځيو،له نفس سره په جهاد او د شپې په لمونځونو کې نه پيدا کېږي او دا پختګي بايد په واده کولو تر لاسه کړې.

د کورنۍ جوړول په خپله يو اخلاقي عامل دى _او دا په اسلام کې د واده د سپېڅلتيا يوه علت دى _ چې بل عامل يې ځايناستى کېداى نشي.

 

جهاد؛د روزنې او سمونې عامل

جهاد هم داسې يو عامل دى،چې بل عامل يې ځايناستى کېداى نشي او جهاد ته تللى مؤمن له هغه مؤمن سره له روحي اړخ خورا توپير لري،چې جهاد ته نه وي تللى . انسان،چې په داسې شرايطو کې واقع شي،چې دښمن ورپسې وسله راخستې وي او له منځه يې وړي؛نو دلته مؤمن بايد تصميم ونيسي،چې په ايماني جذبه ځان له مرګه وساتي او دښمن له منځ يوسي،چې دې کار ته مړانه ويل کېږي او مړانه په بل يوه عامل هم لاس ته نه راځي.

پېغمبر اکرم (سنن ابي داود)وايي:

کوم مسلمان،چې غزا (غزا هماغه جهاد دى) ته نه وي تللى او يا لږ تر لږه يې په زړه کې د جهاد خبره نه وي؛نو که ومري؛نو د نفاق پر يوه څانګه مړ شوى دى؛يعنې له يو ډول نفاق سره به مړ شوى وي؛البته دا هغه غير مستشعر نفاق دى،چې په خپله انسان هم نه پوهېږي،چې منافق دى؛خو واقعي منافق دى؟


پوښتنې او ځوابونه

آيا د ګناه فکر ګناه دى که نه؟ تر هغه،چې ما اورېدلي فکر يې تر هغه ګناه نه ده،چې د عمل جامه يې نه وي اغوستې.

آيا د ثواب فکر ثواب دى که نه؛يعنې تر اوسه دې د ثواب فکر ته دې عمل جامه نه وي ورکړي او په لار کې درته خنډونه پيدا شي.د مثال په توګه:فکر کوې،چې څومره به ښه شي،چې له پلاني بېوزله سره دومره مالي مرسته وکړم او بيا يې و نه کړاى شې؛نو آيا تردې بريده فکر کول ثواب لري که نه؟

استاد:که د ګناه هوډ ونيسئ او د ګناه کولو ټولې سريزې هم چمتو کړئ؛خو په وروستۍ شېبه کې پښېمانه شئ او يا بهرني لاملونه مو ګناه ته پرې نه ږدي؛نو ګناه درپسې نه ليکل کېږي.دا خبره سمه ده؛خو که يو سړى ګناه کول غواړي او تاسې ورسره د ګناه د فکر په پړاو کې مرسته وکړه؛نو دا مرسته مو د ګناه کولو لپاره سريزه ده،چې دا په خپله يوه ګناه ده؛يعنې له نورو سره مو په ګناه کولو کې مرسته کړې ده.

که انسان د ښه کار هوډ ونيسي؛خو بيا يې و نه کړاى شي؛نو سره له دې،چې ښـه کار يې نه دى کړى؛خو د ښه کار ثواب ورته ليکل کېږي، چې دې ته “الهي تفضل” وايي او که د بد کار هوډ ونيسئ او کار مو و نه کړ؛نو د بد کار ګناه درپسې نه ليکل کېږي،چې دا يو ډول “الهي بښنه” ده.

دا چې و مو يل د ګناه فکر ګناه نه ده،مراد دا نه دى،چې د ګناه فکر په خپله هغه ګناه نه ده . د مثال په توګه : شرابخور په دې دنيا کې هم سزا لري او هم په آخرت کې. خبره په دې کې ده،چې که چا د شراب څښلو هوډ ونيو؛خو بيا يې و نه شو کړاى،چې شراب وڅښي. د مثال په توګه: باد راغى او د شرابو بوتل يې ګوذار او مات کړ؛نو آيا په دنيا کې موږ په دې سړي شرعي حد جاري کولاى شو که نه؟ کېداى شي څوک ورته ووايي : تا خو د شراب څښلو ټولې سريزې جوړې کړې وې،که باد نه و لګېدلى او بوتل يې مات کړى نه و ؛نو تا خو هرومرو شراب څښل؛نو موږ دې بايد اتيا کوړې ووهو. د دنيا له نظره : نه !؛ ځکه شراب څښل واقع شوي نه دي او د آخرت له نظره په خپله د شراب څښل سزا لري؛خو د خير کارونه داسې دي،چې که هوډ يې ونيو؛خو و يې نه کړاى شو؛نو په آخرت کې ورته ثواب ورکوي،چې دا الهي تفضل دى او په دې کې هېڅ ويينه نشته،چې په خپله ناوړه نيت بد دى او بد نيت دى،چې انسان بديو ته راکاږي؛ځکه لومړى په انسان کې د يو کار فکر پيدا کېږي او بيا يې عملي کوي.

په روايتونو کې راغلي،چې حضرت عيسى مسيح وويل: خلکو ! تاسې ته ويل شوي،چې ګناه مه کوئ؛خو زه وايم،چې ان د ګناه کولو فکر هم مه کوئ . په اسلام کې هم هغه خاطره بده ده،چې انسان د خداى له ياده غافل کړي او د ګناه د فکر خاطره خو لا پرېږده.

نو دوې چارې دي : دا چې د ګناه کولو فکر په خپله بد څيز دى که نه؟ يا دا چې د ګناه فکر هم ګناه ده که شوې هم نه وي؟،چې و مو ويل : داسې نه ده!

په نهج البلاغه کې راغلي: حضرت علي (ک)،چې د “جمل” له جګړې راستنېده؛نو يو سړي ورته وويل: اميرالمؤمنينه! څومره به ښه وو، که پلاني ورور راسره په جګړه کې ګډون کړاى واى.

امام ورته وويل: آيا زړه يې له موږ سره دى؟؛يعنې واقعا غوښتل يې له موږ سره وي؛خو توفيق يې و نه موند؟ که نه ! که و هم؛نو زړه يې نه غوښتل،چې له موږ سره وي؟

ورته يې وويل: ولې نه زړه يې غوښتل،چې له موږ سره وي؛خو دلته نه و.

امام ورته وويل: که داسې وي؛نو له موږ سره و او بيا يې وويل: نه يوازې دا سړى له موږ سره و؛بلکې هغوى به هم له موږ سره وي،چې تر دې وروسته به زېږېږي او زړه يې له موږ سره و،چې که ول؛نو په دې جګړه کې به يې برخه اخيستې واى.


د روزنې لاملونه : کار

کار هغه روزنير لامل دى،چې لږه توجه ورته شوې او که تر نورو لاملونو جوړونکى نه وي؛نو په رغاونه کې يې ونډه لږه نه ده.انسان فکر کوي،چې کار د انسان معلول او اثر دى؛نو انسان پر کار لومړيت لري؛يعنې د انسان څرنګوالى د کار پر څرنګوالي لومړيت لري او د کار څرنګوالى د انسان د څرنګوالي تابع دى؛نو روزنه پر کار لومړيت لري؛خو دا سمه خبره نه ده. هم کار پر روزنه لومړيت لري او روزنه پر کار لومړيت لري؛يعنې دا دواړه هم د يو بل علت دي او هم معلول. هم انسان د خپل کار پنځوونکى دى او هم د کار ډول د انسان د روح او څرنګوالي جوړونکى دى.

کار د اسلام له نظره

بېکاري په اسلام کې رټل شوې او کرکجنه ده او کار ته په سپېڅلې سترګه ګوري .

روايتونه وايي:

د خداى کسبګر انسانان خوښ دي. (وسايل١٢/١٣)

څوک چې ځان د عيال لپاره په کړخت کې کړي؛نود جهاد هومره ثواب لري. (کافي٥/٨٨)

څوک،چې بېکاره وي او پر نورو پېټى وي؛نو معلون دى او د خداى لعنت پرې وي. (کافي٥/٧٢)

په روايتونو (بحار) کې راغلي: د پېغمبر اکرم په مخ کې به يې،چې د يو انسان ستاېنه وکړه؛نو پوښتل يې: کار يې څه دى؟ که ورته به وويل شول،چې کار نه لري؛نو پېغمبراکرم به ويل:له سترګو مې ولوېد.

او دا ښيي،چې کار څومره په اسلام کې سپېڅلى دى او دا د هغه فکرونو پر خلاف خبره ده،چې ځينې ګومان کوي،کار يوازې په بېوزلۍ کې په کار دى؛يعنې که څوک کار کوي؛نو وايو،چې اړ او بېوزله دى،چې کار کوي او په دې کار بېکارۍ ته يو ډول سپېڅلتيا ورکوي او وايي : څومره بختور دى،چې کار ته اړتيا نه لري،حال دا چې د نياز او بې نېازۍ خبره نه ده . لومړى دا چې کار دنده ده؛خو اوس موږ له دې نظره ويينه نه کوو،چې کار ټولنيزه دنده ده او ټولنه پر انسان حق لري او انسان،چې څه لګوي،د نورو د کار پايله ده او که د مارکسيستانو نظر ومنو؛نو د هر څه ارزښت په هغه کار پورې اړه لري ،چې په جوړولو کې يې شوى دى؛يعنې کالي او کالىتوب په واقع کې کاري انځور دى،چې پرې شوى دى . که دا څرګندونه سل په سلو کې هم سمه نه وي [شهيد مطهري په خپلو اقتصادي ليکنو کې دا نظريه رد کړې او کار يوازې د ارزښت يوه منشا ده]،بيا هم څه،چې انسان لګوي؛نو لږ تر لږه ارزښت يې د هغه کار پر وړاندې دى،چې پرې شوى دى. بوټان،چې په پښو کوو،کالي،چې اغوندو او هر څه ته،چې ګورو؛نو د نورو د کارونو په پايلو کې ډوب يو.

دا کتاب مو چې مخې ته پروت دى،د نورو د کار محصول دى: هغه،چې ليکلى،چاپ کړى او پلورلى.

انسان،چې په کومه ټولنه کې ژوند کوي،د نورو د کارونو په پايلو کې ډوب دى او په هر پلمه غواړي،خپله اوږه له کاره تشه کړي او د پېغمبر اکرم د وينا له مخې،د کار پېټى يې پر نورو دى،بې له دې،چې پوټى پېټى د نورو له اوږو کم کړي.

اړنګ نشته،چې کار يوه دنده ده؛خو پر کار د روزنې له نظره ويينه کوو. آيا کار يوازې د ټولنيزې بېوزلۍ له مخې دنده ده؟ که نه ! او که د ټولنيزې بېوزلۍ خبره هم نه وي،کار بيا هم “وګړي جوړونې” ته لازم چار دى.انسان څو اړخيز موجود دى.انسان بدن لري،د خيال ځواک لري، عقل لري،زړه لري او… کار د انسان بدن،خيال،عقل،زړه او احساس ته ضروري دى؛خو بدن ته د کار پر اړتيا دومره رڼا نه اچوو؛ځکه يو محسوس چار دى. د انسان بدن که کار و نه کړي؛نو رنځورېږي؛يعنې کار يو روغتياتى چار دى.

 

کار او د خيال د ځواک تمرکز

د انسان ذهن وخيال تل کار کوي،چې کله يو انسان د ټوليزو چارو په هکله په منظمه بڼه فکر کوي،چې له يوې سريزې نه پايلې ته رسي؛نو دې ته تفکر او تعقل وايي؛خو چې کله د انسان ذهن نظم و نه لري او د خپل خيال واک په لاس کې وا نه خلي؛نو فاسد به يې کړي؛يعنې انسان د خيال د ځواک تمرکز ته اړتيا لري .که د خيال ځواک ازاد وي؛نو د انسان د فساد لاملېږي.

حضرت علي (ک) وايي:

که نفس دې بوخت نه کړې؛نو بوخت به دې کړي.

ځينې څيزونه دي که انسان يې بوخت نه کړي؛نو پروا نه لري او د يو جماد په شان دي؛لکه زما دا ګوته که په ګوته يې کړم او که په تاخچه کې يې کېږدم،هېڅ هم پرې نه کېږي؛خو د انسان نفس داسې نه دى او تل بايد بوخت وساتل شي؛يعنې تل بايد يو کار ولري،چې متمرکز يې کړي او کار ته يې وهڅوي؛ګنې که تاسې ورسره کار نه درلود؛نو هغه کار ته به مو اړ کړي،چې خپله خوښه يې وي او دا هغه مهال دى،چې انسان ته د خيال دريمڅه پرانېستل شي؛په بستره کې سوچونه کوي،په بازار کې سوچونه کوي او همداسې سوچونه کوي او همدا سوچونه انسان په زر ډوله ګناهګانو ککړوي؛خو پر عکس،چې کله يو انسان يو کار او دنده لري؛ دنده يې ځان ته راکاږي او ورته د باطل فکر او خيال وخت نه ورکوي.

 

کار له ګناه ژغورنکى لامل دى

ګناه چاودنه ده.د يو ديګ بخار په څېر،چې اور ورلاندې وي؛خو شپېلک يې نه وي؛نو بالاخره به دا ديګ بخار چوي.ويل کېږي،چې ګناه چاودنه ده او انسان چوي.مراد يې دادى:انسان،چې يو ژوندى موجود دى؛نو بايد له طبيعت سره په مبادله کې وي؛يعنې له يوې خوا انرژي او ځواک اخلي او بلخوا يې لګوي او انسان بايد هغه انرژي (روحي وي که بدني) ولګوي،چې اخېستې يې ده.

د انسان خيال هم داسې دى.د انسان بدن،چې ځواک اخلي؛بايد ولګېږي : د انسان ژبه بايد خبره وکړي،سترګې يې بايد څه وويني، غوږونه يې بايد څه واوري،پښې او لاسونه يې بايد وخوځېږي؛ يعنې نه شي کړاى پرله پسې له طبيعته انرژي واخلي او په ځان کې يې وساتي او و يې نه لګوي او د انرژۍ دا نه لګول د هغه بې شپېلکه ديګ بخار په څېر دي،چې اور ورلاندې دى؛خو بخار ترې نه وځي؛يعنې د انسان وجود،چې دا انرژي و نه لګوي او همداسې پکې زېرمه شي او په خپله هم پوه نه دي،چې انرژي کوښښ کوي،چې په يوه نه خو په يوه لار راووځي؛نو که سمه لار ورته و نه ټاکل شي؛نو په غلطه لار راوځي.

ښځه او غيبت

پخوا ډېره مشهوره وه،چې ښځې ډېر غيبت کوي او غيبت کول د ښځې يوه ځانګړنه ګڼل شوې وه او غيبت کول يې د ښځمنې په خټه کې اغږل شوى چار ګاڼه،حال دا چې داسې نه ده.ښځمنه او نارينه سره توپير نه لري.علت يې دا و،چې ښځې نه کار درلود او نه دنده، نه يې کتاب لوسته او نه د علم خاوندانې وې او ښځه به په خپلې انډولې پسې وه؛نو څه به يې ورسره کول؟بې له غيبت کولو يې هېڅ چاره نه درلوده.

په يوه ورځپاڼه کې مې لوستلي ول،چې د “امريکا” د “فلادلفيا” په ايالت کې جواري دومره ډېره وه،چې ښځې هم پرې روږدې شوې او کار تر دې راورسېد،چې ښځو به بې له جوارۍ بل کار نه کاوه او د ټولو شکايت يوازې دا و،چې ‌ښځې بل هېڅ کار ته لاس نه وړي او دا کار په يو رنځ بدل شوى و؛نو له واعظانو يې وغوښتل،چې ددې رنځ درملنه وکړي؛خو هر رنځ يو علت لري او چې د علت درملنه يې نه وې شوي؛ رنځ يې له منځه نه ځي.واعظانو خلکو ته په آخرت کې د جوارۍ تاوانونه بيانول او نصيحتونه يې کول،چې جواري مه کوئ؛ځکه د دنيا او اخرت تاوان پکې دى؛خو اغېز يې و نه کړ. په دې وخت کې د “فلادلفيا” ښاروال وويل،چې زه يې درملنه لرم.

د ښار ښځې يې لاسي کارونو؛لکه خامک او دې ته ورته چارو ته وهڅولې او ښځو ته يې له ګران بيه انعامونو سره سيالۍ کېښووې؛نو داچې ښځو ته يې کار پيدا کړى و؛په ورو ورو ښځو له جوارۍ لاس واخېست.

ښاروال ددې رنځ په تشخيص پوهېده،چې ښځو ځکه جوارۍ ته مخه کړې،چې بېکاره وې او سات تېرۍ ته يې اړتيا درلوده؛نو چې ښځو ته يې کار پيدا کړ؛په خپله يې له جوارۍ لاس واخيست؛يعنې په هغوى کې په واقع کې يوه روحي تشه وه،چې دا تشه د ګناه لامل شوې وه.

نو د کار يو ټوليز اغېز له ګناه ژغورنه ده؛البته نه وايم،چې سل په سلو کې داسې ده؛خو د ډېرى ګناهونو سرچينه بېکاري ده او پخوا مو هم وويل،چې د ګناه فکر هم يو ډول ګناه ده؛البته فکر تر هغه ګناه نه ده،چې عملي شوى نه وي.

 

د کار په انتخاب کې استعداد لټونه

پردې سربېره ،چې کار له عملي چاودنې مخنيوى کوي،د شيطاني فکرونو او وسوسو مخنيوى هم کوي؛نو د کار په هکله ويل کېږي،چې انسان دې هغه کار انتخاب کړي،چې استعداد يې لري او که د استعداد او خوښې له مخې يې نه وي او انسان يې يوازې پېسو ته وګوري؛نو دا کار به روزنيز اړخ و نه لري او کېداى شي د روح فاسدونکى هم وي. هر څوک استعداد لري؛خو په خپله نه پوهېږي، چې د څه استعداد لري؛خو په انسان کې دا استعدادونه بايد وپېژندل شي او د استعداد له مخې کار انتخاب کړي او که داسې وشول؛نو په خپل کار کې به د پرمختګ او نوښت خاوند وي.

 

کار او ځان ازمېينه

د کار يوه ځانګړنه ځان ازمېينه ده او د هر څه تر مخه انسان بايد خپل ځان و ازميېي؛ځکه تر ځان ازميېلو مخکې نه پوهېږي،چې کوم استعدادونه لري او په ځان ازمېينه خپل استعدادونه رابرسېروي او چې انسان يو کار ته ګوتې ور وړې نه وي؛نو نه پوهېږي،چې ددې کار استعداد لري که نه .

انسان په کار ځان رابرسېروي او ځان رابرسېرول تر ټولو ستر رابرسېرول دي.که انسان يو کار پېل کړ او و يې ليدل،چې استعداد يې نه لري؛نو بل کار ته لاس اچوي،څو د استعداد له مخې کار ته ورسي او چې کله يې د خپلې خوښې او استعداد له مخې د خپلې خوښې کار وموند؛نو هېښنده مينه ورسره پيدا کوي او بيا يې درآمد ته ارزښت نه ورکوي او هغه مهال به شاهکار رامنځ ته شي او مينه ده،چې شاهکار جوړوي نه پېسې. پېسې کار جوړلاى شي؛خو شاهکار جوړولاى نشي. انسان بايد له خپل کار سره مينه ولري.

 

کار او منطقي فکر

و مو ويل: منطقي– سوليز فکر هغه دى،چې په خلقت او طبيعت کې له سريزو نه پايلې ته ورسي؛خو که انسان خپلې موخې او ارمانونه له هغو لارو وغواړي،چې په طبيعت کې ورته د رسېدو لار نه وي او که احياناً يو وخت وې ؛نو تصادفي به وې؛يعنې هغه لارې،چې کليت نه لري؛نو دا فکر منطقي نه دى.د مثال په توګه:کېداى شي يو انسان د پټو زېرمو په موندلو شتمن شوى وي.د مثال په توګه : په دښته کې روان و،يا يې ځمکه اخستې وه او د ودانۍ او کنلو پر مهال زېرمه پکې راوتې وه او يا د لاټري يا بخت حساب په ګټلو شتمن شوى وي. که انسان تل له دې لارو پېسې وغواړي؛يعنې هغه لار چې منطقي او حساب شوې نه وي؛ نو فکر يې منطقي نه دى؛خو که څوک په دياړۍ پېسو ګټل غواړي؛نو سمه ده،چې ګټه يې ناڅيزه ده؛خو لار يې منطقي ده.

انسان،چې کله عمل او کار ته ورننوځي؛نو فکر يې منطقي شي؛يعنې په عمل کې د “علي” او “معلولي” او “سببي” او “مسببي” اړيکه لمسوي او چې لمس يې کړ؛نو فکر يې د عالم له قوانينو سره منطبقېږي او فکر يې نور شيطاني او خيالي نه دى؛بلکې له هغه څه سره اړخ لګوي دى،چې شته او څه چې شتون لري؛منطق او حساب دى.

نو ځکه وايو،چې کار د انسان پر فکر او عقل اغېز لري.

انسان په تجربې کار کوي او علم لاس ته راوړي او کار د علم مور ده؛يعنې بشر خپل علم په کار او تجربه لاس ته راوړى او پردې سربېره،چې کار د علم سرچينه ده،د انسان فکر او عقل سموي،روزي او پياوړى کوي.

د انسان پر احساس د کار اغېز

کار د انسان پر احساس اغېزمن دى،هغه چې په قرآن کې ورته ((زړه )) ويل کېږي او رقت،نرمي،خشوع،قساوت،سختي،رڼا او تياره ورپورې تړل کېږي. وايو: پلانى رقيق القلب دى.پلانى قسي القلبه دى. يا وايو:زړه مې تور شو.زړه مې روښانه شو؛هغه مرکز،چې د انسان په وجود کې دى او موږ پرې د زړه نوم ايښى دى.

د کار له اغېزو يو دادى،چې د انسان زړه ته خضوع او خشوع ورکوي؛يعنې د زړه د قساوت او سختۍ مخه نيسي.بېکاري زړه سختوي .

په عين حال کې،چې کار د انسان د فکر،روح،خيال،زړه او بدن معلول دى؛د خيال،عقل،فکر او زړه جوړونکى هم دى او په ټوليزه توګه د انسان روزونکى دى.

 

کار او شخصيت

د شخصيت،حيثيت او خپلواکۍ ساتنه د کار ګټې دي،چې بېلابېل تعبيرونه لري.د مثال په توګه : پت؛چې د انسان شخصيت ټکنى شي،سپکاوى يې وشي او پت يې له منځه ولاړ شي؛نو خپه کېږي. که انسان کار وکړي او په تېره بيا که کار يې له نوښت سره هم وي او په نورو پېټى نه وي؛نو د نورو پر وړاندې د شخصيت او حيثيت احساس کوي؛يعنې نور د سپکاوي احساس نه کوي.

لاندې رباعيات د حضرت علي (ک) وجهه دي،چې وايي:

لنقل الصـــخر من قلل الجبال     احب الى من مـنن الرجــــــال

يقول الناس لى فى الکسب عار     فان العار فى ذل الســــوال

ما ته له غرونو د ډبرو راکوزول (يعنې دومره سخت کار) آسان او په زړه پورې دى تر دې،چې د نورو منت راباندې وي. ما ته وايي: په کار و کسب کې ننګ دى او زه وايم:ننګ دادى،چې انسان څه و نه لري او له نورو يې وغواړي.

په بله رباعي کې وايي:

کد کد العبد ان احببت ان تصبح حرا

که غواړې ازاد ژوند وکړې؛نو د مريي په څېر زحمت ګاله

واقطع الامال من مال بنى آدم طرا

د ټولو بنيادمو له ماله دې هيله پرې کړه

لا تقل ذا مکسب يزرى فقصد الناس ازرى

مه وايه دا کار مې ټيټوي؛ځکه له خلکو غوښتل تر هر څه ډېر ذلت راوړي.

انت ما استعنيت عن غيرک اعلى الناس قدرا

چې له خلکو بې اړې يې؛هره دنده او کار،چې ولرې؛نو تر ټولو دې مقام پورته دى.

 

 

ابوعلي سيناى بلخي او چوړى سړى

اورېدلي به مو وي،چې بوعلي سينا د عمر ډېرى برخه وزير و او دا هغه چار دى،چې ډېرى علما پرې نيوکه کوي،چې خپل ډېر عمر يې د وزارت په کارونو تېر کړ،حال دا چې په خپل استعداد يې کړاى شول،چې نور هم ګټور واقع شي.

يوه ورځ بوعلي سينا له خپلو مريانو او ساتندويانو سره له يوه ځايه تېرېده،چې يو چوړى يې مخې ته راغى،چې ټټۍ پاکوي. مشهوره ده،چې بوعلي سينا غښتلې سامعه درلوده. چوړي له ځان سره يو شعر وايه،چې بوعلي سينا واورېد:

گرامى داشتم اى نفس از آنت     که آسان بگذرد بر دل جهانت

بوعلي په خندا شو،چې دا سړى چوړيټوب کوي او پر خپل نفس منت ږدي،چې ستا درناوى مې وکړ،چې ژوند دې اسان تېر شي.بوعلي سينا ودرېد،و يې ويل: ډېر دې د خپل نفس درناوى کړى،تردې بل غوره دنده نه وه!چوړي،چې وليدل؛نو پوه شو،چې وزير دى.و يې ويل:

نان از شغل خسين خوردن     به که بار منت رئيس بردن

ورته يې وويل:زما همدا کار ستا تر کاره خورا غوره دى. بوعلي له شرمه په خولو کې ډوب شو او ولاړ.

په دې کيسه کې په خپله يوه زده کړه ده: ازاد ژوند کول او پر ځان د چا منت نه ايښوول.

 

د رسول اکرم سپارښتنه

په اصول کافي کې راغلي:

د رسول اکرم يو صحابي خورا بېوزله شوى و،ان تردې چې د شپې ډوډۍ يې هم نه درلوده. يوه ورځ مېرمنې يې ورته وويل: رسول الله ته ورشه،کېداى شي مرسته درسره وکړي . صحابي وايي:زه د خداى استازي ته ولاړم،په ګوټ کې کېناستم او په تمه وم،چې خلک ولاړ شي او خپله خبره به ورته وکړم؛خو مخکې تردې،چې خپله خبره وکړم، پاک نبي وويل:

من سالنا اعطيناه و من استغنى عنا اغناه الله.

څوک،چې له موږ نه څه وغواړي؛نو ورکوو يې؛خو که له موږ ځان بې اړى وګڼي؛نو خداى به يې بې اړى کړي.

دا خبره يې،چې واورېده؛نو خپله خبره يې و نه کړه او کور ته راستون شو؛خو بيا هم هماغسې بېوزله و. بله ورځ بيا يې ښځې وهڅاوه،چې د خداى له رسوله څه وغواړي.

پېغمبر اکرم پر هغه ورځ بيا هم همدا خبره تکرا کړه.وايي:درې ځل مې دا کار وکړ او په درېمه ورځ مې،چې دا جمله واورېده؛نو فکر مې وکړ،چې دا تصادف نه دى،چې رسول الله درې وار دا خبره کوي؛نو د رسول اکرم له سپارښتنې څرګندېږي،چې د ا يې لار نه ده .په درېم ځل يې په خپل زړه کې د غښتلتيا احساس وکړ او له ځان سره يې وويل،چې بايد له يوه ځايه کار پېل کړم؛ګورم،چې څه کېږي؟ له ځان سره يې وويل: زه خو کار کولو ته هېڅ نه لرم؛خو آيا له غره خس هم نه شم راوړاى؟ ولې نه !؛خو خس راوړل هم ترخځ،پړى او خر غواړي،چې دا يې له ګاونډي پور کړل . يو پنډ خس يې راوړل او و يې پلورل او ګټلې پېسې يې په کور کې ولګولې.د لومړي ځل لپاره يې،چې د کار خوند واخيست؛نو سبا بيا هم په کار پسې ووت او بيا يې خس راوړل او و يې پلورل او څه ګټلې پېسې يې ولګولې او نورې يې وساتلې؛څو ورځې يې دا کار وکړ او ورو ورو يې خپله ترخځه،پړى او خر واخيست او ورو ورو يې له دې لارې ژوند جوړ شو. يوه ورځ د خداى استازي ته ورغى.پېغمبراکرم ورته وويل: درته مې نه و ويلي: من سالنا اعطيناه و من استغنى عنا اغناه الله.

که تا له ما غوښتي ول؛ما به درکړي ول؛خو د عمر تر پايه به سوالګر وې؛خو په خداى دې توکل وکړ او په کار پسې ولاړې او خداى هم بې اړې کړې.

 

کار د ناصر خسرو له نظره

شعر وايي:

چـــــو مرد باشد پرکار و بخت باشد يار

زخــــاک تيـــــره نمايد به خلـــق زر عيــار

فلک به چشم بزرگى کند نگاه در آنـک

بهانـــــه نيارد ز بـــــهر خـــــــردى کـــــــــــار

برزگ بــــاش و مشو تنگدل ز خردى کار

که ســـا تا سال آرد گلـــــى زمانه ز خــــار

بزرگ حصـنى دان دولت و درش محــکم

به عــون کوشـــــــــش بر ذرش مرد يابد بار

زهر که آيد کــــــــــارى در او پديــــــــــد بود

چنـــــــان کز آينه پيـــدا بود تو را ديــــــــدار

بېکارۍ رټنې ته وايي:

شراب و خواب و کباب و رباب تره و نان

هزار کـــــــاخ فروزان کرد باز مى همـــــوار


 

کار د مشرانو له نظره :

مشهور عالم “پاستور” وايي:

د انسان اروايي روغتيا په لابراتوار او کتابتون کې ده.

مراد يې دادى،چې د انسان اروايي روغتيا په کار پورې اړه لري او بېکاره انسان رنځورېږي؛خو زه وايم : يوازې په کتابتون او لابراتوار پورې اړه نه لري؛بلکې په ټولو په هغو کارونو پورې اړه لري،چې انسان ژور په فکر کړي.

“ولتر” وايي:

چې کله احساس کړم،رنځ مې له پښو غورځوي؛نو کار ته پناه وړم.زما د دنننيو دردونو تر ټولو غوره درمل کار دى.

“ساموئل اسمايلز” وايي: تر ديانت وروسته د انسان روزنې ته تر کاره غوره ښوونځى نشته.

“بنيامنين فرانکين” وايي: د ژوند ناوې ((کار)) نومېږي او که غواړئ ددې ناوې مېړه شئ؛نو نېکمرغي به مو زامن وي .

“پاسکال” وايي: د ټولو فکري او اخلاقي مفاسدو مصدر بېکاري ده او هر هېواد،چې غواړي دا ستره ټولنيزه نيمګړتيا له منځه يوسي؛نو ولس دې کار ته وهڅوي،چې هغه روحي ډاډېنه رامنځ ته شي،چې يوازې ځينې ترې برخمن دي.

“سقراط” وايي: کار د نېکمرغۍ پانګه ده.

 

و صلى الله على محمد و آله الطاهرين

پاى

 

 

سرچینه :تعلیم و تربیت در اسلام د استاد شهید مطهری لیکنه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست