بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ | د لوراند او لورين څښتن په نامه | |
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ ﴿۱﴾ | خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛[ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده ! (۱) | |
يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ ﴿۲﴾ | پر هغه ورځ،یې چې ووینئ (نو له وېرې به حال داسې وي،چې) هره “تي وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېر كړي او هره دوه ځانې به [بې اختياره] خپل بچى وغورځوي او خلك به بېسده وينې او حال دا چې نشه به نه وي؛ خو د خداى عذاب به سخت او دروند وي ! (۲) | |
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَّرِيدٍ ﴿۳﴾ | او ځينې خلك په ناپوهۍ د الله په باب ناندرۍ وهي او په هر سرغړاندي شيطان پسې ځي . (۳) | |
كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُ يُضِلُّهُ وَيَهْدِيهِ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۴﴾ | د شیطان په هکله کښل شوي : چې څوك يې ولايت (او دوستۍ) ته غاړه كېږدي؛نو بېلارې كوي يې او د سوځنده اور عذاب ته يې ورکاږي . (۴) | |
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۵﴾ | خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛نو دې ټكي ته پام وكړئ،چې) موږ تاسې له خاورې پيدا كړي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)،بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز] ،چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم، چې [خپل قدرت] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت قادر يو) او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛نو غورځوو يې) بيا مو د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده،چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ،په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي،چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پرهېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه او شاړه وينې؛خو چې كله پرې باران ووروو(؛نو) وخوځېږي او راډډه شي او له هر ډول تاندو شنېلیو راټوكوي . (۵) | |
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۶﴾ | دا هر څه له دې امله دي،چې (پوه شئ) الله حق دى او هغه دى،چې مړي راژوندي كوي او همدی پرهر څه واکمن دى . (۶) | |
وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ ﴿۷﴾ | او دا چې قيامت راتلونكى دى [او] شك پكې نشته او خداى به هرومرو هغه خلک راپاڅوي،چې په قبرونو كې ويده دي . (۷) | |
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ ﴿۸﴾ | او ځينې خلك بې له كومې پوهې او له كومې لارښوونې او له كوم روښانه كتابه د خداى په باب شخړه كوي . (۸) | |
ثَانِيَ عِطْفِهِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَنُذِيقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۹﴾ | (په کبر) خپل څنګ اړوي،چې (خلك) د خداى له لارې بېلارې كړي، په دنيا كې ورته رسوايي ده او د قيامت پر ورځ به د سوځنده عذاب خوند پرې وڅكو ! (۹) | |
ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ ﴿۱۰﴾ | (او ورته وايو:) دا عذاب دې د پخوانيو کړنو له امله دى او (که نه پوه شه) خداى هېڅكله پر خپلو بندګانو تېرى نه كوي . (۱۰) | |
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۱﴾ | او په خلكو كې څوك داسې دى،چې خداى يوازې په ژبه (شک او د خپلو ګټو له مخې) نمانځي (او د زړه ايمان يې کمزورى دى) همدا چې (دنيا ورمخه كړي،ګټه او) خير ورورسي؛نو ډاډه كېږي او كه د ازمېښت لپاره كوم كړاو ورورسي (؛نو كفر ته) مخ اړوي (او په دې توګه) دنيا او آخرت دواړه له لا سه وركوي، دا هماغه څرګند تاوان دى . (۱۱) | |
يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنفَعُهُ ذَلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ ﴿۱۲﴾ | او د الله پرځاى داسې څه نمانځي،چې نه زیان ترې تمبوي او نه ګټه وررسوي دا هماغه ډېره پخه بېلاري ده! (۱۲) | |
يَدْعُو لَمَن ضَرُّهُ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِ لَبِئْسَ الْمَوْلَى وَلَبِئْسَ الْعَشِيرُ ﴿۱۳﴾ | هغه څه نمانځي،چې تاوان يې تر ګټې ډېر نژدې دى،څه ناوړه پالندوى (او مرستندوى) او څه ناوړه ملګرى ! (۱۳) | |
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿۱۴﴾ | بېشكه خداى صالح مومنان داسې د جنت باغونو ته ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي (هو!) خداى، چې څه وغواړي، هماغه كوي . (۱۴) | |
مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاء ثُمَّ لِيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ ﴿۱۵﴾ | څوك چې ګومان كوي،چې خداى به له خپل پېغمېر سره په دنيا او اخرت كې بيخي مرسته و نه كړي (او له دې اړخ په غوسه وي؛نو هر كار يې چې له وسې پوره وي،و دې يې كړي)،يو پړى دې د خپلې كوټې له چته راځوړند كړي او ځان دې زندۍ او پړى دې پرې كړي (او د مرګ تر بريده دې ځان ورسو) ودې ګوري،چې ايا دا كار يې غوسه سړوي ؟ (۱۵) | |
وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَاهُ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَأَنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يُرِيدُ ﴿۱۶﴾ | او په دې توګه موږ هغه (= قرآن ) د څرګندو آيتونو [په بڼه] نازل كړى دى او دا چې د خداى چا ته خوښه شي سمه لار ورښيي . (۱۶) | |
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَى وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ﴿۱۷﴾ | په حقيقت کې هغوى چې (د اسلام پر پېغمبر) ايمان راوړى او هغوى چې يهودي او صابئان [=ستور نمانځي يا د يحيى (ع) لارويان] نصارى او مجوسيان او مشركان دي؛نو خداى به د قيامت پر ورځ ددې ټولو ترمنځ پرېکړه وكړي ( او حق به له باطله بېل كړي؛ځکه) چې خداى پر هر څه شاهد (او له هر څه خبر) دى . (۱۷) | |
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ﴿۱۸﴾ | ايا غور دې نه دى کړى،چې په اسمانونو او ځمكه كې ټول مخلوقات او لمر و سپوږمۍ او ستوري او غرونه او ونې او خوځنده او ډېر خلك خداى ته پرسجده دي؟! ډېر داسې دي چې (د سرغړونې له امله) د عذاب وړ ګرځېدلي او خداى،چې څوك سپک كړي؛نو هېڅوك يې عزتمنولاى نشي؛[ځكه] خداى،چې څه وغواړي (او مصلحت يې وبولي) هماغه كوي . (۱۸) | |
هَذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ يُصَبُّ مِن فَوْقِ رُؤُوسِهِمُ الْحَمِيمُ ﴿۱۹﴾ | دا دوه ډلې (مؤمنان او كافران) د يو بل دښمنانې دي،چې د خپل پالونكي پر سر یې شخړه ده؛ نو هغوى چې كافران شوي،د اور جامې ورسکښتل شوي او پر سرونو به يې خوټېدلې اوبه ورواړول شي . (۱۹) | |
يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُودُ ﴿۲۰﴾ | (چې) په دې به يې په ګېډو کې پراته څيزونه او(د بدن) پوټكي خوړين شي . (۲۰) | |
وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ ﴿۲۱﴾ | او وهلو ته يې اوسپنيز ګورزونه [چمتو] دي . (۲۱) | |
كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۲۲﴾ | هرځل چې د دوزخ د (سخت) غم له امله د وتو هڅه وكړي؛ نو بېرته ورټېل وهل كېږي او (ورته ويل كېږي : ) د سوځنده عذاب (خوند) وڅكئ ! (۲۲) | |
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ ﴿۲۳﴾ | په حقيقت کې خداى هغوى چې ايمان يې راوړى او نېكې چارې يې كړي،داسې د جنت باغونو ته ورننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي؛دوى هلته د سروزرو په بنګړيو او مرغلرو سينګارېږي او جامې به يې پکې ورېښمينې وي . (۲۳) | |
وَهُدُوا إِلَى الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ وَهُدُوا إِلَى صِرَاطِ الْحَمِيدِ ﴿۲۴﴾ | او د پاکې وينا لارښوونه ورته شوې وه او د ستايلي (خداى) لارې ته ورسم کړای شوي وو . (۲۴) | |
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاء الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۲۵﴾ | هغوى چې كافران شوي او مؤمنان د خداى له لارې او (همداراز) له مسجد الحرامه منع كوي،چې هغه موږ ټولو خلكو ته يو شان گرځولى،كه د هغه ځاى اوسېدونكي وي يا څوك له بهره راځي (؛نو د درناك عذاب وړ دي) او څوك چې پکې ( له حقه) د هر ډول تیري هڅه وکړي؛ نو موږ به دردناك عذاب وروڅكو . (۲۵) | |
وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۲۶﴾ | او(درياد كړه) چې كله مو ابراهيم ته (د كعبې) د خونې ځاى وټاکه (چې خونه جوړه كړي او ورته مو وويل : ) له ما سره هېڅ څيز مه شريكوه او خونه مې طواف كوونكيو او(عبادت ته) قيام كوونكيو او ركوع كوونكيو او سجده كوونكيو ته (د بوتانو له شتون او له هر ډول چټلۍ) پاكه كړه . (۲۶) | |
وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ ﴿۲۷﴾ | او خلك حج ته راوبوله،چې له هرې لرې لارې پلي او پر ډنګرو اوښانو سپاره درشي . (۲۷) | |
لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ ﴿۲۸﴾ | چې (د حج په دې ژوند سازه کړنلار كې) خپلې ګټې وويني او په څو ټاكليو ورځو كې (د قربانۍ كولو پر وخت) پرهغو څارويو د الله نوم واخلي،چې ورروزي كړي یې دي؛نو پخپله یې هم ترې وخورئ او هم يې پر لاس اړو فقيرانو وخورئ . (۲۸) | |
ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ ﴿۲۹﴾ | بيا دې خپل خيري لرې كړي او خپل نذرونه دې پوره كړي او د دغه لرغوني عزتمن كور[= كعبې] طواف دې وكړي . (۲۹) | |
ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ إِلَّا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ ﴿۳۰﴾ | دا (د حج کړنې) دي او چې څوك د خداى د احكامو درناوى وكړي؛نو دا كار یې د پالونكي پر وړاندې ورته غوره دى او څاروي درته حلال شوي؛خو بې له هغوى چې (د حرمت حکم يې) درلوستلېږي؛نو د بوتانو له پليتۍ ځان وساتئ او له باطلو خبرو ډډه (هم) وكړئ . (۳۰) | |
حُنَفَاء لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاء فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ ﴿۳۱﴾ | (د حج کړنې) داسې (پرځاى كړئ) چې يوازې سوچه د خداى لپاره وي،څوك مه ورسره شريكوئ او څوك چې له “الله”سره شريك ونيسي؛ نو داسې وګڼه،چې له اسمانه راولوېد او مارغان يې (په هوا کې) وتښتوي او يا یې باد په يوه لرې ژورځاى كې ورګوذار کړي . (۳۱) | |
ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ ﴿۳۲﴾ | دا (د حج کړنې) دي او څوك چې د الهي نښو درناوى وكړي؛نو په رښتینه کې دا (كار) يې د زړوڼو د پرهېزګارۍ یوه نښه ده . (۳۲) | |
لَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ ﴿۳۳﴾ | او تاسې تر يوې ټاکلې مودې د قربانيو له څارويو (لکه د شيدو او وړيو) ګټه اخستاى شئ بيا يې د قربانۍ ځاى (او وخت) د لرغونې خونې (کعبې) تر څنګ دى . (۳۳) | |
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا لِيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ ﴿۳۴﴾ | او موږ هر امت ته د قربانۍ یو عبادي دود ټاكلى دى،چې (د قربانۍ پر وخت) د الله په ور روزي کړيو بې ژبو څارويو د الله نوم ياد كړي؛ نو(پوه شئ چې) ستاسې خداى ايكي يو خدای دى؛نو هماغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكيو ته زېرى وركړه. (۳۴) | |
الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَى مَا أَصَابَهُمْ وَالْمُقِيمِي الصَّلَاةِ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ﴿۳۵﴾ | هماغوى چې كله الله ياد شي (؛نو) زړونه يې (د پالونكي) له وېرې ډكېږي او پر وررسېدونکيو كړاوونو صبر كوي او نمونځونه كوي او زموږ له ورکړې روزۍ (د خداى په لار کې) لګښت كوي . (۳۵) | |
وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ﴿۳۶﴾ | او (د حج په مراسمو كې) چاغ اوښان مو په الهي شعايرو كې درشمېرلي،په هغو كې درته خير او بركت دى (قربانۍ ته) چې پر ليكه ولاړ وي؛ نو د خداى نوم پرې ياد كړئ او(د ساه تر وتلو روسته يې) چې اړخونه پر ځمكه ولګېدل؛نو پخپله یې هم ترې وخورئ او پر قانعو نشتمنو او فقيرانو يې هم وخورئ او په دې توګه مو دغه څاروي درته اېل كړي دي،چې (د خداى) شكر پر ځاى كړئ . (۳۶) | |
لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۷﴾ | هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه خداى ته نه وررسي؛خو(دا) ستاسې تقوا او پاكي ده،چې وررسي؛همداسې یې درته اېل كړي،چې تاسې يې د لارښوونې (په مننه كې) په ستريا ياد كړئ او نېكانو ته زېرى وركړه . (۳۷) | |
إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ ﴿۳۸﴾ | په حقيقت کې خداى د هغوى ملاتړ كوي،چې ايمان يې راوړى؛(ځکه) خداى هېڅ ناشكره خيانتګر نه خوښوي . (۳۸) | |
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ | پر هغوى چې جګړه تپل شوې،د جهاد اجازه وركړه شوې ده؛ځكه تېرى پرې شوى، او البته خدای یې پر بریمنېدو وسمن دی . (۳۹) | |
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۴۰﴾ | هماغوى چې په ناحقه له خپلو كورونو يوازې (له دې امله) شړل شوي،چې وايي: ((الله مو پالونکی دى!)) او كه خداى په ځينو خلکو د نورو مخه نه نيواى؛نو صومعې او كليساوې او كنيسې او جوماتونه به ټول نړول شوي واى،چې د خداى نوم پکې ډېر يادېږي او خداى هرومرو له هغه سره مرسته كوي،چې د هغه (له دين) سره مرسته وكړي،بېشكه چې خداى ځواکمن ناماتى دى . (۴۰) | |
الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ﴿۴۱﴾ | دا هماغوى دي،چې كه پر ځمكه یې واكمن كړو؛ نو نمونځ كوي او زكات وركوي او پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي او د ټولو چارو پاى يوازې خداى ته ده . (۴۱) | |
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ ﴿۴۲﴾ | كه ته يې دروغجن وګڼلې (؛نو دا څه نوې خبره نه ده) تر هغوى مخكې د نوح قوم او عاد او ثمود (هم خپل پېغمبران) دروغجن ګڼلي ول . (۴۲) | |
وَقَوْمُ إِبْرَاهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ ﴿۴۳﴾ | او (همداراز) د ابراهيم او د لوط قوم ؛ (۴۳) | |
وَأَصْحَابُ مَدْيَنَ وَكُذِّبَ مُوسَى فَأَمْلَيْتُ لِلْكَافِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۴۴﴾ | او (هم) د مدين خلكو [= د شعيب قوم خپل پېغمبران دروغجن ګڼلي ول] او موسى (هم د فرعونيانو له اړخ) دروغجن ګڼل شوى و؛ خو كافرانو ته مې مهلت وركړ بيا مې راونیول؛ نو (وګوره) چې سزا مې څرنګه وه؟! (۴۴) | |
فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَّشِيدٍ ﴿۴۵﴾ | موږ زښتې ډېرې سيمې،چې اوسېدونكي يې ظالمان وو،داسې پوپنا كړي،چې پر خپلو چتونو نسكورې پرتې دي!( لومړى يې چتونه رالوېدلي او بيا پرې دېوالونه رانسکور چپه شوي دي !) او څومره څاه ګانې شړې او څومره ټينګې او دنګې ماڼۍ کنډواله شوې دي . (۴۵) | |
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿۴۶﴾ | ايا په ځمكه کې نه ګرځي،چې زړونه يې پر حقيقت پوهېدونكي اوغوږونه يې(د حق د اواز) اورېدونكي شوي واى؟! ځكه (ظاهري) سترګې نه دي،چې ړندېږي؛ بلكې په سينو كې پراته زړونه ړندېږي . (۴۶) | |
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ ﴿۴۷﴾ | او هغوى په بيړه عذاب درنه غواړي،سره له دې،چې خداى هېڅكله بې لوزي نه كوي او په حقيقت كې ستا د پالونكي په نزد (د قيامت) يوه ورځ ستاسې په حساب (د دنيا) له زرو كلونو سره برابره ده . (۴۷) | |
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَيَّ الْمَصِيرُ ﴿۴۸﴾ | او څومره ډېر ښارونه وو،چې اوسېدونكي يې ظالمان وو؛ نو موږ مهلت وركړ(خو له دې مهلته يې د ځان د سمولو لپاره ګټه وانخسته) بيا مې راونیول او(د ټولو) ستنېدنه يوازې زما لوري ته ده . (۴۸) | |
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا أَنَا لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ ﴿۴۹﴾ | ووايه : (( خلكو! زه خو درته يوازې څرګند ګواښګرندی يم .)) (۴۹) | |
فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۵۰﴾ | نو هغوى چې ايمان راوړى او ښې چارې يې كړي ورته بښنه او عزتمنه روزي ده . (۵۰) | |
وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُوْلَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۵۱﴾ | او هغوى چې زموږ د آيتونو په (رد او نټه کې بې پاېلې) هڅې کړي (؛نو) دوزخیان دي . (۵۱) | |
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۲﴾ | موږ چې تر تا مخكې هر استازى او نبي لېږلى؛خو چې كله يې هيله كوله (چې د خپلو الهي موخو د پر مخ وړلو لپاره کومه طرح جوړه كړي؛نو) شيطان پكې (ټکې) اچولې؛خو خداى د شيطان اچولې (ټکې) له منځه وړي، بيا خپل آيتونه ټينګوي او خداى پوه حکيم دى . (۵۲) | |
لِيَجْعَلَ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ فِتْنَةً لِّلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۳﴾ | موخه دا وه،چې خداى د شيطان اچولې (ټکې) هغوى ته ازمېښت كړي،چې په زړونو كې يې ناروغي ده او هم هغوى ته چې سخت زړي دي او حقيقت دادى،چې ظالمان (له حق سره) په سخته دښمنۍ كې بوخت دي . (۵۳) | |
وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿۵۴﴾ | او(هم) موخه دا وه،چې پوهان پوه شي دا (قرآن) ستا د پالونكي له لوري حق دى او په پايله كې ايمان پرې راوړي او زړونه يې ورنرم (او مات) شي او بېشکه خداى سمې لارې ته د مومنانو لارښود دی . (۵۴) | |
وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ ﴿۵۵﴾ | او كافران به تر هغې د قرآن په باب شكمن وي،چې يا خو ناڅاپي قيامت ورشي يا د شنډې ورځې [= هغه ورځ،چې خپل تېر به نشي جبرانولاى] عذاب ورشي. (۵۵) | |
الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۵۶﴾ | پر هغه ورځ واكمني يوازې د خداى ده او ترمنځ يې پرېكړه كوي؛ خو نېکچاري مومنان به له نعمتونو په ډکو جنتونو كې وي . (۵۶) | |
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۵۷﴾ | او هغوى چې كافران شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي؛نو سپکوونکى عذاب ورته (چمتو) دى! (۵۷) | |
وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۵۸﴾ | او هغوى چې د خداى په لار كې هجرت كړى بيا وژل شوي يا په طبيعي مرګ ومري (؛نو) خداى غوره روزي وركوي او بېشكه يوازې خداى غوره روزي وركوونكى دى . (۵۸) | |
لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًا يَرْضَوْنَهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ ﴿۵۹﴾ | البته داسې ځاى ته یې ورننباسي،چې خوښ یې شي او په رښتيا،خداى پوه زغمناک دى . (۵۹) | |
ذَلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِ ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ ﴿۶۰﴾ | (هو،مطلب) همداسې دى! او پر چا چې څومره ظلم شوى،هومره غچ دې واخلي (؛خو) كه بيا پرې تېرى وشي؛ نو خداى به هرومرو مرسته ورسره وكړي؛ بېشكه چې خداى عفوه کوونکى (او) ډېر بښونكى دى . (۶۰) | |
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۶۱﴾ | دا (د الهي بريا ژمنه) ددې لپاره ده (چې هغه پر هر څه لاسبر دى،يوازې هماغه) خداى دى،چې شپه په ورځ او ورځ په شپه كې ورننباسي او [پوه شه چې] خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى . (۶۱) | |
ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۶۲﴾ | (هو!) دا ددې لپاره،چې يوازې الله حق دى او څه چې بې له هغه بولي (او نمانځي)،باطل دي او دا چې يوازې خداى لوړ پوړى ستر دى . (۶۲) | |
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَتُصْبِحُ الْأَرْضُ مُخْضَرَّةً إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ ﴿۶۳﴾ | ايا نه ګورې،چې خداى له اسمانه اوبه را اوروي؛ نو(له امله يې) ځمكه زرغونېږي؟هو! خداى دقيق او باخبر پوه دى . (۶۳) | |
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۶۴﴾ | څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي،ټول د هماغه خداى دي او په حقيقت كې خداى غني ستايل شوى دى . (۶۴) | |
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاء أَن تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ﴿۶۵﴾ | ايا نه وینې،څه چې په ځمكه كې دي،خداى [د ګټې لپاره] درايل كړي او (همداراز) هغه بېړۍ ،چې په امر يې په سمندر كې چلېږي او اسمان [ =اجرام او اسماني ډبرې] ساتي،هسې نه چې بې اجازې يې پر ځمکه راپرېوځي؟ په حقيقت كې خداى پر خلكو خواخوږى لورين دى . (۶۵) | |
وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ ﴿۶۶﴾ | او هماغه دى،چې ژوند يې دربښلی،بيا مو مړه كوي بيا مو(په قيامت کې) راژوندي كوي،په رښتيا چې انسان ډېر ناشكره دى . (۶۶) | |
لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُّسْتَقِيمٍ ﴿۶۷﴾ | موږ هر امت ته یو شريعت (او د عبادت يوه لار) ټاكلې ده،چې ورباندې روان دي؛ نو نه ښايي په دې کار کې شخړه درسره وكړي! د خپل پالونكي پر لور بلنه كوه؛(ځكه) چې ته پرسمه لار يې . (۶۷) | |
وَإِن جَادَلُوكَ فَقُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۶۸﴾ | او كه (کافران) شخړه درسره وكړي؛ نو ووايه :((څه چې كوئ،خداى پرې ښه پوه دى (۶۸) | |
اللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۶۹﴾ | خداى به د قيامت پر ورځ ترمنځ مو، د هغه څه په اړه پرېکړه وکړي،چې پکې اختلاف کوئ .)) (۶۹) | |
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاء وَالْأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۷۰﴾ | ايا نه پوهېږې،چې په اسمان او ځمكه كې چې هر څه دي،خداى پرې پوهېږي؟ (ځکه) دا هر څه په یو كتاب كې (ثبت) دي . په رښتيا دا (چارې) خداى ته اسانې دي (۷۰) | |
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِ عِلْمٌ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِن نَّصِيرٍ ﴿۷۱﴾ | او د الله پر ځاى هغه څه نمانځي،چې خداى يې (د تاييد لپاره) هېڅ ډول لاسوند او دليل نازل كړى نه دى او نه پخپله څه پوه پرې لري او [مشرکو] ظالمانو ته هېڅ مرستندوى او لارښود نشته. (۷۱) | |
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَلِكُمُ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۲﴾ | او چې كله زموږ روښانه آيتونه ورولوستل شي (؛نو) د كافرانو په څېرو كې به د نټې نښې وپېژنې او داسې برېښي،چې همدا اوس به پرهغو كسانو بريد وكړي،چې زموږ آيتونه ورلولي! ورته ووايه :(( ايا تردې له لا ډېر بد څيزه مو خبر كړم؟(چې) اور دى،چې خداى يې له كافرانو سره ژمنه كړې او ناوړه پاى ده !)) (۷۲) | |
يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿۷۳﴾ | خلكو! يو مثال راوړل كېږي؛ نو غوږ ورته كېږدئ : هغوى چې تاسې يې د “الله” پر ځاى بلئ،هېڅكله يو مچ نشي پنځولای،كه ټول ورته رایوځای هم شي او (دا لا څه) که یو مچ څه ترې وتښتوي؛ نو خلاصولاى يې ترې نشي . (؛نو) غوښتونکى (طالب = عابد) او هم غوښتل شوی (مطلوب = معبود) دواړه بېوسې دي . (۷۳) | |
مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۷۴﴾ | خداى یې په هغه شان و نه پېژانده؛لكه چې يې بايد پيژندلى واى،په رښتيا چې خداى ځواکمن ناماتى دى . (۷۴) | |
اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۷۵﴾ | خداى له پرښتو او خلکو استازي ټاکي، بېشكه چې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى . (۷۵) | |
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الأمُورُ ﴿۷۶﴾ | په تېرو او راتلونکيو یې پوهېږي او ټولې چارې يوازې الله ته ورګرځولېږي . (۷۶) | |
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۷۷﴾ | ايمانوالو! ركوع او سجدې وکړئ [= نمونځ] او پالونكى مو ونمانځئ او ښې چارې وكړئ، ښايي بريمن شئ . (۷۷) | |
وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ﴿۷۸﴾ | او د خداى په لار كې څنګه چې ښايي هغه شان جهاد وكړئ؛ هماغه (خپل چار ته) غوره كړي یاست او په دين (اسلام) كې يې څه سختي او دروند كار درباندې ايښى نه دى. د خپل پلار ابراهيم د دود (لاروي وکړئ) خداى تاسې په مخكېنيو كتابونو او په دې اسماني كتاب (قرآن) كې “مسلمانان” ونومولئ، چې (د خداى) استازى درباندې شاهد وي او (تاسې) پر خلكو شاهدان اوسئ؛نو نمونځ وكړئ او زكات وركړئ او په الله پورې ځان اړوند کړئ (ورته پناه يوسئ،چې) هغه مو پالندوى دى؛ نو څومره غوره پالندوى او ډېر ښه مرستندوى دى ! (۷۸) |