تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  طه ﴿۱﴾ 1 –  طا ها. مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى ﴿۲﴾ موږ قرآن پر تا (ددې لپاره) نازل کړی نه دی، چې وځورېږې‏ (۲) إِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَن يَخْشَى ﴿۳﴾ دا خو يوازې هغه چاته یوه يادونه ده، چې (له الله) وېرېږي. (۳) […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه 
طه ﴿۱﴾ 1 –  طا ها.
مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَى ﴿۲﴾ موږ قرآن پر تا (ددې لپاره) نازل کړی نه دی، چې وځورېږې‏ (۲)
إِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَن يَخْشَى ﴿۳﴾ دا خو يوازې هغه چاته یوه يادونه ده، چې (له الله) وېرېږي. (۳)
تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى ﴿۴﴾   [د قرآن] ‏لېږنه دهغه له لوري ده، چې ځمكه او هسك اسمانونه يې پيدا كړي دي؛ (۴)
الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى ﴿۵﴾ هماغه لوراند،چې پر عرش (د هستۍ د واکمنۍ پر تخت) مسلط دى (۵)
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى ﴿۶﴾   څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې او څه چې د دواړو ترمنځ او څه چې تر خاورو لاندې (پټ) دي، يوازې د هغه دي. (۶)
وَإِن تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى ﴿۷﴾   كه په زوره خبره وکړې (که يې پټه كړې)؛ نو هغه خو په پټه خبره لا څه چې ان پر بيخي زياته پټه هم پوهېږي. (۷)
اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى ﴿۸﴾ لله؛ (هغه) دى چې بې له ده معبود نشته (او) ډېرې غوره نامې، په ده پورې ځانګړي دي. (۸)
وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى ﴿۹﴾ (پېغمبره!) او ايا د موسى قصه درمعلومه ده ؟ (۹)
إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى ﴿۱۰﴾ داسې وه، چې (له لرې) يې يو اور وليد؛ نو خپلې كورنۍ ته يې وويل: ((تم شئ (؛ ځکه) یو اور مې وليد، ښايي څه سکروټه ترې درته راوړم يا یې په رڼا كې لار پيدا كړم.)) (۱۰)
فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِي يَا مُوسَى ﴿۱۱﴾ و چې هلته ‏ورسېد، غږ وشو: ((موسى ! (۱۱)
إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى ﴿۱۲﴾ په رښتيا زه ستا پالونكى يم؛ نو پڼې دې وباسه، ته د “طوى” په سپېڅلي ناو كې يې. (۱۲)
وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى ﴿۱۳﴾  او ما ته (د رسالت مقام ته) غوره كړې؛ نو څه چې درته وحې كېږي، ورغوږ شه. (۱۳)
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي ﴿۱۴﴾ په حقيقت کې همدا زه “الله” يم، بې له ما معبود نشته؛ نو و مې لمانځه او يادښت ته مې لمونځ كوه. (۱۴)
إِنَّ السَّاعَةَ ءاَتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى ﴿۱۵﴾ په رښتيا قيامت راتلونكى دى؛ خو غواړم (د راتلو وخت) يې پټ کړم، چې هر څوك د خپلو هلو ځلو له لامله بدله ومومي. (۱۵)
فَلاَ يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لاَ يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى ﴿۱۶﴾ نو هسې نه، څوك چې پر قیامت ايمان نه لري او د خپلو هوسونو لاروی وي، تا قیامت ته له پاملرنې واړوي‏، چې هلاك به شې! (۱۶)
وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى ﴿۱۷﴾ او (الله وویل:) موسى! ستا په ښي لاس كې څه دي؟!)) (۱۷)
قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى ﴿۱۸﴾ و يې ويل: ((دا زما کونټۍ ده، تكيه پرې كوم، مېږو ته مې پاڼې پرې راڅنډم او نور ډېر كارونه ترې اخلم.)) (۱۸)
قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى ﴿۱۹﴾ (الله) وويل: ((موسى: کونټۍ وغورځوه.)) (۱۹)
فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى ﴿۲۰﴾ نو و یې غورځوله؛ نو ناڅاپه ځغلېدونکى مار ترې جوړ شو،ړ (۲۰)
قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَى ﴿۲۱﴾ (الله) وويل: ((را و يې نيسه او مه وېرېږه، موږ به یې ړومبۍ بڼې ته ور واړوو.(۲۱)
وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى ﴿۲۲﴾ او لاس دې په خپل تخرګ کې کړه، چې بې له کوم داغه تك سپين راووځي، دا(د الله له لوري) بله نښه ده! (۲۲)
لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى ﴿۲۳﴾ چې تا ته له خپلو سترو نښو ځينې دروښيو. ﴿۲۳﴾
اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿۲۴﴾ (اوس) فرعون ته ورشه، چې سرغړاند شوى دى.)) (۲۴)
قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي ﴿۲۵﴾ (موسى) وويل: ((پالونكيه!سينه مې پراخه كړه؛ (۲۵)
وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي ﴿۲۶﴾   او چار مې را اسانه كړې ؛ (۲۶)
وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي ﴿۲۷﴾ او له ژبې مې غوټه وسپړه؛ (۲۷)
يَفْقَهُوا قَوْلِي ﴿۲۸﴾ ې [خلک] مې په خبرو (ښه) پوه شي. (۲۸)
وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي ﴿۲۹﴾ او له كورنۍ مې يو وزير(مرستيال) راوټاكه؛

رور مې هارون. ۲۹)

هَارُونَ أَخِي ﴿۳۰﴾ رور مې هارون. (۳۰) 
اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي ﴿۳۱﴾  ملا مې پرې ټينګه كړه؛ (۳۱)
وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي ﴿۳۲﴾ او زما په كار كې يې رابرخوال كړه؛ (۳۲)
كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا ﴿۳۳﴾ چې ستا ډېره پاکي ووايو؛ (۳۳)
وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا ﴿۳۴﴾ او تا ډېر ياد كړو؛ (۳۴)
إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا ﴿۳۵﴾ ځكه ته همیش زموږ پر حالاتو څارن وې.)) (۳۵)
قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَى ﴿۳۶﴾ (الله) وويل: ((موسى! په يقين ستا غوښتنې دركړل شوې.  (۳۶)
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَى ﴿۳۷﴾ او په رښتيا موږ (له دې پخوا) يو بل ځل (هم) پر تا پېرزوېنه کړې وه. (۳۷)
إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّكَ مَا يُوحَى ﴿۳۸﴾ هغه وخت، چې ستا مور ته څه لازم وو؛ ورالهام مو كړل؛ (۳۸)
أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّي وَعَدُوٌّ لَّهُ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِّنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي ﴿۳۹﴾ چې ((په صندوق كې (یې) واچوه او په [نيل] سيند كې يې ورلاهو كړه، سيند به يې غاړې ته وباسي (او) زما او د ده دښمن به یې راواخلي)) او (ای موسی) ما له خپل لوري پر تا مينه درخوره کړه (چې خلک مینه درسره وکړي‏) او زما تر څارنې لاندې جوړ او وروزل شې. (۳۹)
إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى مَن يَكْفُلُهُ فَرَجَعْنَاكَ إِلَى أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى ﴿۴۰﴾ هغه وخت چې ستا خور (د فرعون ماڼۍ ته نژدې ستا په صندوق پسې) روانه وه، ويل يې: ((ايا تاسې ته داسې څوك دروښيم، چې ددې (ماشوم) پالنه وکړي؟)) (او ورته غوره دايه وي)؛ نو (په دې ډول) موږ ته د خپلې مور غېږې ته ورستون کړې، چې (په تا) یې سترګې يخې شي او خپگان و نه کړي او (موسی!) تا (روسته) يو تن (فرعوني) وواژه (او له دې اړخ اندېښمن وې)؛ خو موږ له اندېښنو وژغورلې او څو ځل مو وازمېيلې، تردې روسته، څو كاله د “مدين” په خلكو كې (د شعیب پېغمبر ترڅنګ) تم شوې، بيا ای موسی! پر ټاکلې نېټه (د رسالت منلو ته‏ دلته) راغلې (۴۰)
وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي ﴿۴۱﴾ او (ای موسی!) ما ته د خپل ځان لپاره جوړ کړې (او په مهارت مې وروزلې) (۴۱)
اذْهَبْ أَنتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي ﴿۴۲﴾ (اوس) ته او رور دې زما له نښو سره ولاړ شئ او زما په يادولو كې ناغېړي مه کوئ.  (۴۲)
اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى ﴿۴۳﴾ دواړه فرعون ته ورشئ، چې ياغي شوى دى؛ (۴۳)
فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى ﴿۴۴﴾ خو نرمه خبره ورته وکړئ، ښايي نصيحت ومني، يا (له الله) ووېرېږي. (۴۴)
قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَن يَطْغَى ﴿۴۵﴾ (موسى او هارون) وويل: ((پالونكيه! په حقيقت کې موږ وېرېږو، هسې نه (د حق تر ويلو مخکې) سم له لاسه برید راباندې وکړي يا نور هم ياغي شي (او موږ و نه مني) !)) (۴۵)
قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى ﴿۴۶﴾ (الله) وويل: ((مه وېرېږئ، زه درسره يم (هر څه) اوروم او وينم.  (۴۶)
فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ وَالسَّلَامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى ﴿۴۷﴾  نو ورشئ، ورته ووايئ: موږ دواړه ستا د پالونكي استازي يو، بني اسراييل راسره ولېږه او مه يې ربړوه، په رښتيا موږ ستا د پالونكي له لوري معجزه درته راوړې او پر هغه دې سلام وي، چې سمه لار ومني. (۴۷)
إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَى مَن كَذَّبَ وَتَوَلَّى ﴿۴۸﴾ په حقيقت کې موږ ته وحې شوې: پر هغه (چا) عذاب دى، چې (الهي آيتونه) دروغ وګڼي او مخ واړوي.)) (۴۸)
قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَا مُوسَى ﴿۴۹﴾ (فرعون) وويل: ((موسى! ستاسې پالونكى څوك دى؟)) (۴۹)
قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى ﴿۵۰﴾ و يې و يل: ((زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل خپل پيدايښت او جوړښت وركړ، بيا يې لار وروښووله.))  (۵۰)
قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَى ﴿۵۱﴾ (فرعون) وويل: ((نو د پخوانيو خلكو به څه حال و (چې پردې حقايقو يې ايمان نه درلود)؟ ))  (۵۱)
قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ لَّا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَى ﴿۵۲﴾ (موسى) وويل: ((دهغوی په اړه معلومات زما له پالونكي سره په يوه كتاب كې (ثبت) دي، زما پالونكى نه تېروځي او نه (څه) هېروي. (او څه چې د دوی وړ وي وركوي يې).)) (۵۲)
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّى ﴿۵۳﴾  هغه (ذات) چې ځمكه يې تاسې ته هوساينځاى كړ او تاسې ته یې پكې لارې جوړې کړې او له اسمانه يې اوبه و اورولې؛ نو موږ په دې (اوبو له خاورو) د راز راز بوټيو جوړې جوړې راوټوكولې. (۵۳)
كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّأُوْلِي النُّهَى ﴿۵۴﴾ (خپله یې هم ترې) وخورئ او خپل څاروي (هم پکې) وڅروئ؛ په رښتيا په دې كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي.  (۵۴)
مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى ﴿۵۵﴾ موږ له همدې (ځمكې) پيدا كړئ؛ او همدې ته مو بېرته ورولو؛ او له همدې مو (په قيامت كې) یو ځل بیا راباسو. (۵۵)
وَلَقَدْ أَرَيْنَاهُ آيَاتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَى ﴿۵۶﴾ او په رښتيا موږ هغه (فرعون) ته خپلې ټولې نښې وروښوولې؛ خو دروغ یې وګڼلې او و يې نه منلې.  (۵۶)
قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَى ﴿۵۷﴾ (فرعون) وويل: ((موسى! ايا (دې ته) راغلى يې، چې ته پخپلو كوډو موږ له خپل هېواده وباسې. (۵۷)
فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنتَ مَكَانًا سُوًى ﴿۵۸﴾ نو [پوه شه چې] موږ به هم همدغسې كوډې درته راوړو! نو (سیالۍ ته) همدا اوس په يوه سپين ډاګ وخت وټاکه، چې نه به موږ ترې اوړو او نه ته. )) (۵۸)
قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى ﴿۵۹﴾ (موسى) وويل: (([زموږ او] ستاسې د ژمنې وخت دې د ښكلا ورځ [= د اختر، جشن او د سيل ورځ] وي او خلك دې څاښت مهال راغونډ کړای شي. )) (۵۹)
فَتَوَلَّى فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَى ﴿۶۰﴾ نو فرعون (له غونډې) وووت او خپله طرحه يې جوړه كړه بيا (ژمنځای ته) راغى. (۶۰)
قَالَ لَهُم مُّوسَى وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُمْ بِعَذَابٍ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَى ﴿۶۱﴾ موسى دوی (کوډګرو) ته وويل: ((هلاک شئ! پر الله دروغ مه ورتړئ، چې په يوه (سخت) عذاب به مو تباه كړي او په يقين، څوک چې (پر الله دروغ) وتړي، نهيلى او زيانمن شو! )) (۶۱)
فَتَنَازَعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى ﴿۶۲﴾ نو (كوډګرو) په خپلو كې د خپل کار په اړه ناندرۍ پيل کړې او خواله یې پټه كړه. (۶۲)
قَالُوا إِنْ هَذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَن يُخْرِجَاكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَى ﴿۶۳﴾ (فرعونيانو) وويل: ((دا دواړه بېخي (سم) كوډګر دي، چې غواړي په خپلو كوډو تاسې له هېواده وباسي او غوره مذهب مو له منځه يوسي.  (۶۳)
فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَى ﴿۶۴﴾ (اوس چې داسې ده)؛ نو خپل ټول چلونه او چلوټې راټولې كړئ، بیا په يوه ليكه (د مبارزې ډګر ته) راشئ او په حقيقت كې نن چې څوک لاسبری شو، هماغه بریالی دی.)) (۶۴)
قَالُوا يَا مُوسَى إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَى ﴿۶۵﴾ (كوډګرو) وويل: ((موسى! ته يې غورځوې، که مخكې يې موږ وغورځوو؟!)) (۶۵)
قَالَ بَلْ أَلْقُوا فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَى ﴿۶۶﴾ (موسى) وويل (نه!) ((تاسې يې لومړى وغورځوئ!)) په دې وخت كې د دوی ‏پړي او کونټۍ په كوډو ده (موسی) ته داسې وبرېښېدې، چې ګنې (ماران شوي او) ځغلي! (۶۶)
فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَى ﴿۶۷﴾ نو موسى په خپل زړه كې لږ وډار شو (چې هسې نه خلك بېلارې شي). (۶۷)
قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الْأَعْلَى ﴿۶۸﴾ موږ وويل: ((مه وېرېږه ! بېشکه همدا ته لاسبری (او بريالى) يې. (۶۸)
وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى ﴿۶۹﴾  او څه چې ستا په ښي (لاس) كې دي، و يې غورځوه، چې د دوى جوړ كړي ونغړي، په حقيقت كې څه چې دوی جوړ كړي، دا خو يوازې د كوډګرو ټګي ده او كوډګر چې څومره ځیرک هم شي، بیا هم بریمنېدای نشي.)) (۶۹)
فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى ﴿۷۰﴾ (موسى خپله کونټۍ وغورځوله او څه چې كوډګرو جوړ كړي ول، و يې نغړل) نو كوډګر ټول پر سجده پرېوتل، و يې ويل: ((موږ د هارون او موسى پر پالونكي ايمان راووړ.)) (۷۰)
قَالَ آمَنتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَى ﴿۷۱﴾ (فرعون چې خپلې ټولې نخچې لاهو ولیدې، کوډګرو ته یې) وويل: ((تاسې زما تر اجازې وړاندې ایمان پرې راووړ؟ ښکاري موسى مو مشر (او لارښود) دى، چې كوډې یې درښوولې؛ نو هرومرو به مو لاسونه پښې ردوبدلې غوڅې كړم او د كجورو په ډډونو كې به مو وځړوم او پوه به شئ، چې له موږ دواړو د چا عذاب ډېر سخت او پايند دى!)) (۷۱)
قَالُوا لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَى مَا جَاءنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا فَاقْضِ مَا أَنتَ قَاضٍ إِنَّمَا تَقْضِي هَذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿۷۲﴾ (كوډګرو، چې ایمان راوړی و، فرعون ته یې) وويل: ((موږ به هېڅكله تا تر څرګندو نښو، چې راپربرخه شوي او پر هغه چاچې پيدا کړي يې يو، غوره و نه ګڼو؛ نو څه چې کوې، ويې كړه (؛ ځکه) چې ته خو ایله بیله په دنيوي ژوند کې حکم چلولاى شې. (۷۲)
إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۷۳﴾ په حقيقت کې موږ په خپل پالونكي ايمان راوړى، چې زموږ ګناهونه او هغه كوډې راوبښي، چې تا ورته اړ كړي وو او الله غوره او پایند دى.)) (۷۳)
إِنَّهُ مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيى ﴿۷۴﴾  هو، څوك چې خپل پالونكي ته ګناهګار ورشي؛ نو په رښتینه کې جهنم يې ځاى دى، چې هلته نه مري او نه ژوندى دی (؛ بلکې یو مخې په اور کې د ځنکدن په حال کې وي). (۷۴)
وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُوْلَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَى ﴿۷۵﴾ او څوك چې له ايمان او ښو کړنو سره ورشي؛ نو همدوى ته لوړې لوړې درجې دي؛ (۷۵)
جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاء مَن تَزَكَّى ﴿۷۶﴾ د جنت همېشني باغونه، چې ورلا ندې يې ويالې بهېږي، هلته به تل وسي، دا د هغه چا بدله ده، چې ځان (له شرک او ګناه) پاک کړي (او وده ومومي). (۷۶)
وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَّا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَى ﴿۷۷﴾ او په حقيقت كې موږ موسى ته وحې وكړه، چې ((بندګان مې د شپې شپې (له مصره) درسره بوځه او په سيند كې وچه لار ورجوړه كړه؛ دا وېره دې درسره نه وي، چې (فرعونيان) به دې ونيسي يا به (په سيند کې) ډوب شې.)) (۷۷)
فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُم مِّنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ ﴿۷۸﴾ نو فرعون له خپل پوځ سره په دوی پسې شو؛ خو دوی (فرعونیان) سیند ښه پوره راونغاړل. (۷۸)
وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُ وَمَا هَدَى ﴿۷۹﴾ او فرعون خپل قوم بېلارې كړ او [د خپلې ادعا اپوټه] سمه لار یې ور ونه وښووله. (۷۹)
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى ﴿۸۰﴾ بني اسراييلو! په یقین موږ تاسې، ستاسې له غلیمانو وژغورلئ او د طور (غره) په ښي اړخ كې مو [د تورات د نزول لپاره] ژمنه درسره وکړه او ((من)) (شات ډولي خواړه او ترنجبین) او ((سلوى)) (مړزان ډولي) مو درښکته كړل. (۸۰)
كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي وَمَن يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَى ﴿۸۱﴾ (دا دی) زموږ له پاکې دركړې روزۍ وخورئ او له بریده پکې مه تېرېږئ (؛ که نه) زما غضب به درپرېوځي او پر چاچې زما غضب ورپرېووت؛ نو په رښتيا چې وښويېد. (۸۱)
وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَى ﴿۸۲﴾ او بېشکه زه د هغه چا ښه بښونكى يم، چې توبه وباسي او ايمان راوړي او ښه كارونه وكړي (او) بيا پر همدې لار پاتې شي. (۸۲)
وَمَا أَعْجَلَكَ عَن قَوْمِكَ يَا مُوسَى ﴿۸۳﴾ ای موسى! څه څیز موجب شو، چې ته له خپله قومه (ژمنځای‏ ته) بيړه وکړې؟ (۸۳)
قَالَ هُمْ أُولَاء عَلَى أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَى ﴿۸۴﴾ (موسى) وويل: ((دا دی دوى راپسې دي. پالونكيه! ځکه مې بيړه دروكړه، چې رانه خوښ شې. ))  (۸۴)
قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِن بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ ﴿۸۵﴾ (الله) وويل: ((نو په حقيقت كې موږ ستا قوم ستا (تر راتلو) روسته وازمېیه او سامري دوکه او لار ورکي كړل.)) (۸۵)
فَرَجَعَ مُوسَى إِلَى قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ يَا قَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدتُّمْ أَن يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُم مَّوْعِدِي ﴿۸۶﴾ نو موسى غوسه ناك او غمجن [او په بيړه] خپل قوم ته راستون شو (او) ويې ويل: ((زما قومه! ايا ستاسې پالونكي یوه غوره ژمنه درسره کړې نه وه، (چې تورات درکړي) ايا (زما) درنګ درباندې ‏اوږد شو! که غوښتل مو د خپل پالونكي غضب درپرېوځي؛ نوځکه راسره ژمنماتي شوئ؟! )) (۸۶)
قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِّن زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ ﴿۸۷﴾ (خلکو موسی ته) وويل: ((موږ په خپل واك او خوښې بې لوزي درسره کړې نه ده؛ خو موږ د [قبط] قوم د ګاڼو درانه پېټي پر اوږو كړي وو، چې [د اور په بټيو کې] مو وغورځول.)) او سامري دغسې لارښوونه وکړه. (۸۷)
فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَذَا إِلَهُكُمْ وَإِلَهُ مُوسَى فَنَسِيَ ﴿۸۸﴾ او (داسې وه، چې سامري) د خوسي تنه ورجوړه او راوايسته، چې (د رښتياني خوسي) رمباړه يې وهله؛ نو [ده او لارويانو يې] ويل: ((همدا ستاسې او د موسى معبود دی.)) نو سامري (الله او د موسي لارښوونې) هېرې کړې. (۸۸)
أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا ﴿۸۹﴾ ايا دوى نه ویني، چې (دا خوسى) دوی ته د خبرې ځواب نه وركوي او نه ورته د ګټې رسونې او تاوان تمبونې څه واك لري؟ (۸۹)
وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَارُونُ مِن قَبْلُ يَا قَوْمِ إِنَّمَا فُتِنتُم بِهِ وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَنُ فَاتَّبِعُونِي وَأَطِيعُوا أَمْرِي ﴿۹۰﴾ او په حقيقت كې هارون لا ړومبی ورته ويلي وو: ((قومه! تاسې په دې (خوسي) وازمېيل شوئ او په رښتینه کې ستاسې [حقيقي] پالونكى لوراند (الله) دى؛ نو زما لاروي وكړئ او امر مې ومنئ.)) (۹۰)
قَالُوا لَن نَّبْرَحَ عَلَيْهِ عَاكِفِينَ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَى ﴿۹۱﴾ (خو) و یې ويل: ((د موسی تر راستنېدو یې پر لمانځنه ټینګ ولاړ یو.)) (۹۱)
قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا ﴿۹۲﴾ (موسى) وويل: ((هارونه ! چې د دوی بېلارېتوب دې وليد؛ نو ته څه منع كړې، (۹۲)
أَلَّا تَتَّبِعَنِ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي ﴿۹۳﴾ چې زما لار دې و نه نيوه؟ ايا زما له امره دې سرغړونه وکړه؟)) (۹۳)
قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي ﴿۹۴﴾  (هارون) وويل: ((د مور زويه ![= روره!] له ږيرې او سر مې مه نيسه، زه خو له دې وډار شوم، چې و به وايې: په بني اسراييلو كې دې درز واچاوه او زما وینا ته دې و نه کتل.)) (۹۴)
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَا سَامِرِيُّ ﴿۹۵﴾ (موسىۍ) وويل: ((سامريه ! ولې دې دا كار وكړ؟)) (۹۵)
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي ﴿۹۶﴾ (سامري) وويل: ((زه د (پژ سازۍ په صنعت او هنر کې) په داسې څیزونو پوهېږم چې نور (بي اسرايیل) پرې نه پوهېږي. ما د پېغمبر (موسی) له آثارو (ښوونو او قوانینو) یو مقدرا راواخستل او دا مې (د نورو د دوکې لپاره د خوسي په تنه کې) واچول او ځاني غوښتنې دا چار دغسې را انځور کړ (او څه مې چې غوښتل ومې کړل) )) (۹۶)
قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّنْ تُخْلَفَهُ وَانظُرْ إِلَى إِلَهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا ﴿۹۷﴾ (موسى) وويل: ((نو ځه؛ نو په رښتینه کې په ټول ژوند کې به (داسې ګوښه او له ليدو کتو منع شې، چې) نارې به وهې: (((ماته) لاس مه راوړئ!)) او (د الهي عذاب) يو وخت درټاكل شوى، چې په اړه به يې هېڅ بې لوزي درسره ونکړای شي او (اوس) دې خپل هغه معبود ته ګوره، چې لمانځه دې؛ نو لومړى يې سېځو، بيا يې ايرې پر سيند ورشيندو.  (۹۷)
إِنَّمَا إِلَهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ﴿۹۸﴾ بېشكه ستاسې معبود يوازې الله دى، چې بې له ده معبود نشته او پوهه يې پر هر څه خوره ده.)) (۹۸)
كَذَلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء مَا قَدْ سَبَقَ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِن لَّدُنَّا ذِكْرًا ﴿۹۹﴾ (پېغمبره!) موږ دغسې د تېرو (حالاتو) د مهمو خبرونو کیسې درته کوو او په رښتیا موږ له خپل لوري یو خبروونکی (قرآن) دركړى دى. (۹۹)
مَنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا ﴿۱۰۰﴾ څوك چې مخ ترې ‏واړوي (؛ نو) د قيامت پر ورځ به (د ګناه او پازوالۍ) دروند پېټى پر شا وړي! (۱۰۰)
خَالِدِينَ فِيهِ وَسَاء لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا ﴿۱۰۱﴾   (چې) تل به (د خپل درانه پېټي په عذاب كې) پاتېږي او د قيامت پر ورځ ورته ډېر بد (او ربړوونکى) پېټى دى! (۱۰۱)
يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا ﴿۱۰۲﴾ پر هغه ورځ، چې شپېلۍ وپوكل شي او مجرمان پردې ورځ خړ سترګي (او ړانده) راټول كړو!. (۱۰۲)
يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا ﴿۱۰۳﴾  په خپلو كې رو يو بل ته وايي: ((تاسې (په دنيا او برزخ کې) يوازې لس (شواروزه) تم شوي وئ! (او نه پوهېږي، څومره اوږده تم شوي وو!) )) (۱۰۳)
نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا ﴿۱۰۴﴾  (البته) ښه پوهېږو، چې دوى څه وايي، هغه مهال چې د سلوک او تګلارې له پلوه د دوی غوره بېلګه وايي: ((يوازې يوه ورځ تم شوي وئ.))  (۱۰۴)
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ يَنسِفُهَا رَبِّي نَسْفًا ﴿۱۰۵﴾ او (پېغمبره!) تا د غرونو په باب پوښتي، ووايه: ((زما پالونكى به يې (په قيامت كې) د دوړو په څېر وشیندي. (۱۰۵)
فَيَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا ﴿۱۰۶﴾ نو د هوار ډاګ په څېر به یې پرېږدي. (۱۰۶)
لَا تَرَى فِيهَا عِوَجًا وَلَا أَمْتًا ﴿۱۰۷﴾ چې پكې به کوت او ګونځه ‏ونه وينې.)) (۱۰۷)
يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ وَخَشَعَت الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا ﴿۱۰۸﴾ پر هغه ورځ ټول په (الهي) بلونكي پسې ځي او د مخالفت وس به ورسره نه لري (او ټول له قبرونو راپاڅي) او ټول غږونه د لوراند (الله) ‏ (د برمیالۍ) پر وړاندې تت او رو كېږي او بې له ښکالو به څه وا نه ورې. (۱۰۸)
يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا ﴿۱۰۹﴾ پر هغه ورځ شفاعت ګټه نه لري؛ خو هغه (ته) چې لوراند (الله) اجازه وركړې وي او خبره يې خوښه کړي. (۱۰۹)
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا ﴿۱۱۰﴾ (ځکه الله) د دوی له وړاندې روستو خبر دی؛ خو دوی الهي علم ته (پوره) لاسرسی نه لري (چې پوه شي الله څه هوډ لري او څه به وشي) (۱۱۰)
وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا ﴿۱۱۱﴾ او (پر هغه ورځ) سرونه تلژواند الله ته ټيټېږي او په يقين هغه به نهيلی او زيانمن وي، چې د ظلم پېټى يې پر اوږو كړى وي.(۱۱۱)
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا ﴿۱۱۲﴾ او څوك چې یو شمېر ښې (چارې) وکړي او مؤمن وي، نه له څه ظلم او نه د خپل حق له ضايع كېدو وېرېږي. (۱۱۲)
وَكَذَلِكَ أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ الْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا ﴿۱۱۳﴾ او همداسې موږ هغه (قرآن) نازل کړ، چې لوستونى عربي (= واضح) دى او په ده کې مو د (هر ډول) ګواښنې راز راز بڼې راوړې، ښايي دوى ځانساتي شي يا پکې د پند اخستو ولوله راپورته کړي. (۱۱۳)
فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَى إِلَيْكَ وَحْيُهُ وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا ﴿۱۱۴﴾ نو (پوه شه، چې) حقیقي ټولواک الله د لوړ شان څښتن دی او (پېغمبره!) د وحې تر پاى ته رسېدو مخکې، د قرآن په لوستو كې بيړه مه کوه او ووايه: ((پالونكيه ! پوهه مې رازياته كړې.)) (۱۱۴)
وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا ﴿۱۱۵﴾ او په يقين موږ له مخكې آدم ته سپارښتنه ‏کړې وه(چې له شیطانه به ډډه کوې)؛ خو هېره يې كړه او د عزم خاوند مو و نه موند. (۱۱۵)
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى ﴿۱۱۶﴾ او (درياد كړه) چې كله موږ پرښتو ته وويل: ((آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه؛ خو يوازې ابليس سرغړونه وکړه (او سجده يې و نه كړه). (۱۱۶)
فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَى ﴿۱۱۷﴾  نو موږ وويل: ((آدمه ! په حقيقت کې دا (ابليس) ستا او ستا د مېرمنې دښمن دى، هسې نه چې تاسې دواړه له جنته وباسي او له کړاوونو سره مخ شئ! (۱۱۷)
إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَى ﴿۱۱۸﴾ په رښتینه کې ته هلته (جنت) نه وږی کېږې او نه بربنډ پاتېږې؛ (۱۱۸)
وَأَنَّكَ لَا تَظْمَأُ فِيهَا وَلَا تَضْحَى ﴿۱۱۹﴾ او داچې هلته (جنت) نه تږى كېږې او نه به دې ګرمي کېږي.)) (۱۱۹)
فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا يَبْلَى ﴿۱۲۰﴾ نو شيطان وسوسه ور واچوله، ورته يې وويل: ((آدمه ! ايا همېشنۍ ونه او بېزواله واکمني دروښيم؟)) (۱۲۰)
فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى ﴿۱۲۱﴾ نو په پاى كې دواړو (د منع شوې ونې مېوه) وخوړه (او جنتي جامې يې لرې شوې) او ستر یې یو بل ته ښكاره شو! او دواړه د جنت په پاڼو د ځانونو په پټولو لګيا شول. (هو!) آدم د خپل پالونكي سرغړاوى وكړ؛ نو وښويېد(او زيانکار او بې برخې شو). (۱۲۱)
ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى ﴿۱۲۲﴾ بيا خپل پالونكي هغه غوره كړ، توبه يې ورقبوله کړه او لارښوونه یې ورته وکړه. (۱۲۲)
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى ﴿۱۲۳﴾ (الله) وويل: ((دواړه له دې (جنته) كوز شئ، چې ټول به يو د بل دښمنان ياست؛ خو كه زما له لوري هدايت درغى؛ نو چاچې زما د لارښوونې لاروي وكړه؛ نو نه به بېلارې شي او نه بدمرغه. (۱۲۳) 
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ﴿۱۲۴﴾ او څوک چې زما له ياده مخ واړوي؛ نو بېشکه ژوند به يې (سخت او) تنګ وي او د قيامت پر ورځ يې ړوند راپاڅوو.)) (۱۲۴) 
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَى وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا ﴿۱۲۵﴾ (په قیامت کې به) وايي: ((پالونكيه ! ولې دې ړوند راپاڅولم؟! زه خو (په نړۍ کې) سترګور وم !)) (۱۲۵) 
قَالَ كَذَلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا وَكَذَلِكَ الْيَوْمَ تُنسَى ﴿۱۲۶﴾ (الله) وايي: ((لكه څنګه چې زموږ نښې درغلې وې؛ خو تا هېرې كړې (؛ نو) نن به هماغسې هېر شوی یې. (۱۲۶) 
وَكَذَلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِن بِآيَاتِ رَبِّهِ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَى ﴿۱۲۷﴾ او دغسې موږ هغه ته سزا وركوو، چې له بريده واووښت او د خپل پالونكي پر آيتونو يې ايمان رانه ووړ او بېشكه د آخرت عذاب خو ډېر سخت او پايند دى.)) (۱۲۷)
أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّأُوْلِي النُّهَى ﴿۱۲۸﴾ ايا د دوی لارښوونې ته دا بس نه ده، چې تر دوی وړاندې مو څومره قومونه (د دوى د سرغړونې او فساد له لامله) هلاك كړي، چې [اوس] یې د وسېدانې په ځايونو کې ځي راځي، په رښتيا په دې كې عقلمنو ته (د عبرت) څرګندې نښې دي. (۱۲۸) 
وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى ﴿۱۲۹﴾  او كه ستا د پالونكي له لوري مخکې (د مهلت) خبره نه واى شوې او (هر) کار ته ټاکلې نېټه نه واى ټاکل شوې (؛ نو) هرومرو (په همدې دنيا کې) عذاب پرې راته. (۱۲۹) 
فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاء اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى ﴿۱۳۰﴾  نو د دوی د وینا په مقابل کې زغمناک وسه او تر لمر ختو وړاندې او لوېدو مخکې او د شپې په ترڅ کې او د ورځې په څنډو کې، د خپل پالونکي پر لمانځنه او ستاینه بوخت شه، ښايي (له الهې لورنو) خوښ شې. (۱۳۰) 
وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۱۳۱﴾ او موږ چې د دوی ځينو ډلو ته توکیز نعمتونه وركړي (؛ نو) سترګې مه وراړوه، دا (يوازې) د دنيوي ژوند ګاڼې او ځل بل دى، چې دوى پكې ازمېيوو او (پوه شه) چې ستا د پالونكي روزي غوره او پايښتې ده. (۱۳۱)
وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ﴿۱۳۲﴾ او خپلې كورنۍ ته د لمانځه امر کوه او خپله هم پرې ټينګ وسه، موږ درنه څه روزي نه غواړو (؛ بلكې) موږ يې دركوو او ښه پايله د پرهېزګارۍ ده. (۱۳۲) 
وَقَالُوا لَوْلَا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِّن رَّبِّهِ أَوَلَمْ تَأْتِهِم بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْأُولَى ﴿۱۳۳﴾  او (کافران) وايي: ((ولې (پېغمبر) د خپل پالونكي له لوري معجزه او نښه راته نه راوړي؟!)) (ووايه:) ايا دوی ته په پخوانيو(اسماني) كتابونو كې څرګند دليل راغلی نه دی، چې ایمان نه را وړي)؟ (۱۳۳) 
وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُم بِعَذَابٍ مِّن قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِن قَبْلِ أَن نَّذِلَّ وَنَخْزَى ﴿۱۳۴﴾ او كه موږ دوی (د پېغمبر تر راتلو او د قرآن تر نازلېدو) مخكې په يوه عذاب هلاك كړي واى (؛ نو په قيامت كې يې) ويل: ((پالونكيه! تردې له مخه چې وشرمېږو او رسوا شو (؛ نو) ولې دې كوم استازى را و نه لېږه، چې موږ ستا د آيتونو لاروي كړې واى؟!)) (۱۳۴) 
قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَى ﴿۱۳۵﴾ ووايه: (((موږ او تاسې) ټول څارو يو؛ (موږ د بريا د ژمنې پر انتظار او تاسې زموږ د ماتې په تمه) اوس چې داسې ده؛ نو انتظار وباسئ؛ خو ژر به پوه شئ، چې څوک د سیده لارې لارویان دي او څوک ښیون شوي دي!)) (۱۳۵) 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست